کله چې بابا ادم او حوا ابۍ له جنت نه بهر کړے شول نو د دوي د قدرتي ماحول سره واسطه راغله، دتن ،بدن سره سره د هوا، سيلۍ او زول طوفان نه د ځان بچ کولو لپاره دوي ته د پنا ضرورت ؤ او دا ورته د ونو بوټو،د پاڼو څانګو له برکته ترلاسه شول او داسې د انسان د خپل ماحول يعنې چاپېرچل سره تعلق او رشته يا تړون پېدا شو. او دغه تړون لۀ هغه وخته تر نن جاري دے. مونږ دغه اونې بوټي د خپل هر ضرورت لپاره پکار راولو۔ کټ کرسۍ، ورونه، کړکۍ ،امسا او اور بلولو نه علاوه د خوراک لپاره مونږ اونو بوټو ته محتاج يو.
د انساني ابادۍ د زياتون سره پۀ ماحول ډېر اثر پرېوتلو۔ پخوا چې لوے لوے مشينان نۀ وو او هرکار به پۀ لاسونو سره ترسره کولے شو نو ماحول محفوظ ؤ ځکه چې د ژوند ټول دارومدار پۀ ماحول ؤ۔ ولې کله چې نوي نوي مشينان ايجاد شول او کار د مېنول نه مشيني شو نو د ماحول تباهي هم شورو شوه۔ لکه د تېلو د ډېر زيات استعمال سره پۀ فضا کښې کاربن جمع شو کوم چې د ګرين هاوس د اغېز سوب شو۔ داسې د ځنګلو د بې انتها کټ کولو پۀ نتيجه کښې پۀ ماحول کښې د بدلون سوب شول۔ د ابادۍ سره د ودانو لپاره غرونه، ځنګلونه او نورې مځکې هوارې شوي او دغه عمل ډېر پۀ تېزۍ سره روان دے۔ سائينس پوهانو پۀ دې حقله ډېر خبرداري ورکړي دي او پۀ دې لړ کښې ګامونه هم اخيستلے شي چې د انساني مصروفياتو لۀ کبله پۀ ماحول اغېزې کمې کړې شي۔ پۀ دې لړ کښې دعلم خاوندانو وخت پۀ وخت د اولس توجه دې اړخ ته د راګرځولو د پاره هڅې کړې دي۔
کله چې ډي ډي ټي او نورو کېميائي موادو د ژوو او زنده سرو د خاتمې لپاره استعمال عام شو نو پۀ امريکه کښې د دې پۀ نتيجه کښې مرغۍ ختمې شوې۔ يوې سائينسدانې محترمه ريشل کارسن ته يوې ملګرې خط وليکلو چې کۀ د ډي ډي ټي او نورو کېميائي موادو سپرے کول داسې جاري وو نو يو وخت به راشي چې هېڅ يوه مرغۍ به نۀ وي۔ د دې خط نه اثر اخيستلو سره ريشل کارسن چې د مېرين بيالوجي او بيالوجي ماهره وه تحقيق وکړو او يو کتاب ئي وليکلو “خاموشه پسرلے”، هغې پۀ دې کتاب کښي وليکل چې کۀ د کېميائي موادو استعمال دا رنګ جاري ؤ نو يو وخت به راشي چې پسرلے به وي خو يوه مرغۍ به هم نۀ وي چې سندره ووائي۔ او دا به خاموشه پسرلي وي۔ هغې د دې کېميائي موادو د بندولو لپاره حکومت ته خواست وکړو۔ دې محترمې ته د امريکې لوے لوے انعامونه ورکړے شول او پۀ ټؤله نړۍ کښې وستائيلې شوه او پۀ ډي ډي ټي او نورو کېميائي موادو پۀ استعمال پابندي ولګېدله۔
کله چې ريشل کارسن دغه کتاب ليکلو نو پۀ هغه زمانه غني خان چينجي نظم هم ليکلے ؤ، د دې نظم نه علاوه هغوي د ماحول پۀ مناسبت سره ډېر نظمونه ليکلي دي۔ ولې لۀ بده مرغه دغه هر څۀ پۀ تيارو کښې پټ دي او پښتانۀ د هغوي دغه نظمونه تش د ټوقو ټقالو او خنداګانو لپاره لولي۔ غني خان پۀ ځناورو او مرغو هم ليکل کړي دي، د هغې ښۀ او بد صفتونه ئې بيان کړي دي۔ کوم چې د دې خبرې عکاسي کوي چې هغوي پۀ ماحول ژور نظر لرلو۔ او د دې ټولو نه ئې اولس خبرولو او د دې اهميت ئې ور پۀ ډاګه کولو۔ د دې نه علاوه ئې د سبزو پۀ اهميت هم رڼا اچولې ده۔
دا نظمونه د تفريح طبع لپاره دي خو د دې اهميت د دې نه ډېر اوچت دے او هغوي د هغې مقام پۀ کاينات کښې واضح کړے دے۔
غني خان يورپي ملکونه هم ليدلي وو او د خپل وطن حال ورته هم ښۀ معلوم ؤ۔ ليکوال او شاعر د قام نباض وي۔ او غني خان ته د خپل قام نفسيات معلوم وو نو هم له دغه کبله هغوي د نظم او بيا پۀ نظم کښې د مزاح انداز بيان خوښ کړے ؤ۔ او پۀ خپلو نظمونو کښې ئې پۀ مزاحيه انداز کښې خپل مقصد او مدعا بيان کړي دي۔
پۀ “چينجي” نظم کښې هغوي د چينجو او کېميائي موادو پۀ نقصانونو باندې خبرې کړې دي خو انداز ئي بدل دے او پۀ مزاح او ټوقو کښې ئې مدعا بيان کړې ده۔ غني خان پۀ دې نظم کښې ډېره زبردسته منظر کشي کړې ده، د اونو بوټو اهميت ئي د هغې د حسن او ښائست پۀ بيان کښې ښکاره کړے دے، لکه چې وائي (دغني کليات ،کابل چاپ مخ ۳۹۹)
بل کال ئې نقشې جوړې د جنت د نظارو کړې
هر خواته بس ګلونه او ګلونه او ګلونه
سپرلے نۀ ؤ جنت ؤ يار وعدې د وفا کولې
هر ګل يوه وعده هره غټۍ دعا سلام
باغچه د بوټو نۀ وه، مناره وه د اميد
هر ښاخ د مېوې ډک د يار د مينې ؤ پېغام
چينه وه کۀ چره وه، بابا سيند ؤ، که لښتے ؤ
هر څاڅکي د اوبو کښې راز د حسن ؤ دوام
بيا چې کله پۀ دې باغ چينجي ولګي نو د دارو او بابو غم ئې ژړلے دے او پۀ ډېر ښکلي انداز کښې د دوايانو او سپرے ګانو جاج اخيستلے دے۔ کۀ چرې مونږ د نن سبا سائينس او د ماحولياتو مطالعه وکړو نو هر چاته معلومه ده چې اوس سائيدانان د دوايانو سپرے کولو مخالفت کوي او دا تجويز کوي چې پۀ پټو کښې د سپرے پۀ ځاے فطرتي طريقې استعمال کړئ۔ د دې لپاره نورې لومې راپېدا کړې۔ زۀ دوه کاله اګاهو د کشمير مچهيارا کلي ته لاړم، پروګرام مو کولو۔ نو هلته راته د زراعت او ځنګلاتو يو ماهر ووئيل چې دلته يوه مرغۍ موندلې شي او يو وخت دا ډېرې زياتې وي۔ د کلي د خلکو خيال ؤ چې دا فصل دوي زمونږ نه ختموي۔ فصل ښۀ ډېر کېدلو خو خلکو د دې مرغو پۀ ختمولو لاس پورې کړو۔ دوه کاله پس مرغۍ ډېرې کمې شوي۔ خو ورسره فصل هم کم شو۔ نو بيا تحقيق شورو شو چې دا ولې۔ نو پته ولګ\يدله چې پۀ دې مځکه او فصل کښې يو چينجے پېداکېږي او چې فصل پخېږي نو دا ښۀ زيات شي او ورسره دغه مرغۍ هم راشي او دغه چينجے خوري۔ يعنې د دې مرغو خوراک دغه چينجے دے او چې مرغۍ ختمې شوې نو د چينجي مزې شوې۔ بيا د کلي خلکو دغه مرغۍ پۀ نورو سيمو کښې اخيستل او نيول شورو کړل، راوړلې به ئي او دلته به ئې پرېښولې ولې نقصان ډېر وشو۔ مطلب دا دے چې الله تعالیٰ هر څۀ د يو خاص مقصد لپاره پېدا کړي وي ولې انسان پۀ کښې لاس وهنه کوي او توازن خراب کړي۔ کوم چې پۀ ماحول اثر اچوي۔
غني خان پۀ مېږي نظم کښې پۀ يو شعر کښې د مېږي د ټولې خوارۍ خبره پۀ ډاګه کړې ده لکه چې وائي (د کابل چاپ کليات مخ ۵۲۹)
د کل جهان صفائي ستا پۀ ټېکه ده
ستا نوکري پۀ چين ما چين پۀ امريکه ده
اوړے او ژمے هاړ پشکال
ستا دغه لار وي او دغه خيال
د قدرت قانون دے چې پۀ پسرلي کښې اونې شنې شي، بوټي ګلونه شي نو د هرقسمه زنده سري راشي اوپۀ اونو بوټو کښې دېره شي، جاخ جيخاړ جوړ کړي۔ جولا راشي او جاله اوودي۔ د اونو بوټو پاڼې خړې پړې شي، دوړې خاورې او چينجي او نور زنده سري پۀ کښې ونخښلي۔ کله چې موسم اوړي نو مېږي راشي او د دې پاڼو نه مړۀ زندسري، ژوي او نور خوراک راغونډوي او خپلو سوړو ته ئې وړي او داسې اونې بوټي بالکل داسې صفا ستره شي لکه چې جارو پرې څوک ووهي او وئې وينځي۔ دغه رنګ مېږي دا صفائي کوي۔
کارغان او ټپوسان پۀ هغه مځکه ډېر وي چې چرته مردارې ډېرې وي۔ انسان خو دغه مردارې واخلي او پټو يا ډېران ته ئې واچوي۔ دغه ټپوسان او کارغان راشي مرداره وخوري۔ مطلب دا چې دغه ځناور خپله ډيوټي کوي۔ الله چې ورته څۀ حکم کړے دے هم هغه پوره کوي۔ ولې انسان پۀ کښې د خپلې خوښې لپاره ګوتې ووهي۔ اونې پرېکړي، غرونه هوار کړي او ځنګلې پرېکړي۔ دغه رنګ دغه ځناور ټول لاړ شي او توازن خراب شي۔
غني خان يو ډېر پوهه، زيرک د ماحولياتو ماهر ؤ۔ هغوي د ښائست او حسن شېدا وو ۔ هغوي پۀ هر څۀ کښې حسن لټولو او د فطرتي حسن استازے ؤ، ټول اولس ته ئې ماحول سره د دوستۍ درس ورکړے دے۔
خو پۀ پښتنو کښې پېدا ؤ او د پښتنو مزاج بدل دے۔ د يورپ وګړو چې د خپلو پوهانو کتابونه ولوستل نو هغوي ئې اسمان ته وخېژول، دهغوي پۀ نامه ئې لايبرېرۍ، سړکونه، ودانۍ او د هغوي مجسمې ئي جوړې کړې او پۀ نړۍ کښې ئې ياد کړل۔ او نن پۀ ټوله دنيا راج کوي۔ ولې پښتانۀ هغه شان د تباهۍ سره مخ دي او يو افت ترې نه ځي او بل راځي۔
نن زمونږ غرونو سيندونو اوسيمو ته د مارغانو سېلونه نۀ راځي، دلته زاڼې سندرې نۀ وائي ځکه چې د هرې اونې او بوټي لاندې ټوپک پۀ لاس ښکاري ناست وي۔
خپله خبره دغني د يو نظم نه پۀ دې انتخاب ختموم (کليات مخ ۵۲۵ کمتر)
نۀ دې جنګ نۀ دې غم شته سوچه مينه بې نفرته
نۀ دې چل نۀ دې دوکه شته ياري پاکه بې علته
الوتۀ دې هم د سېل دي د مستۍ د بازيګرو
کۀ بوډا شې هم پېښې کړې د وړوکو توتکرو
غونډې سترګې دې معصومې د رڼا اتباره ډکې
پېمانې د سرو شرابو د خندا د ياره ډکې
کاش چې زۀ هم ستا پۀ شان
اے کمتره مستانه وے
چې نۀ غم وے نۀ ارمان وے
بس خندا او يارانه وے