د ګفتار او کردار شاعر – روښان يوسفزے

ګوئټے وائي چې “عمل کول اسان دي خو سوچ کول ډېر ګران کار دے”.

کېدے شي ځينو لوستونکيو ته د ګوئټے دا خبره د عام روايت او امروزې نه اپوټه او عجيبه ښکاره شي، ځکه چې پۀ عام ژوند کښې عموماً د “عمل” پۀ ټکي زيات زور اچولے کېږي. د هر مکتبه فکر خلق اکثر دا خبره کوي چې د بحثونو، خبرو، تبصرو او مذاکرو نه هېڅ نۀ جوړېږي، بلکې عمل کول پکار دي. اوس تر کومه چې د عمل يا د کردار تعلق دے، لۀ اهميت او ضرورت ئې هېڅوک انکار نۀ شي کولے، ولې دا هم کتل پکار دي چې دغه عمل يا کردار د څۀ شي پېداوار او نتيجه ده؟

د کردار د اهميت پۀ حقله زمونږ ستر خوشحال بابا او رحمان بابا هم دا نظريه لري چې:

مرد به نۀ شي پۀ ګفتار

څو پېدا نۀ کړي کردار

(خوشحال بابا)

علميت د بې عمله عالمانو

لکه ګنج د کتابونو پۀ خر بار شه

(رحمان بابا)

ښاغلے انجهاني پنډت جواهر لال نهرو خپلې لور اندراګاندهي ته پۀ يو خط کښې ليکي چې “د تاريخ د ګردان او ياداشت نه غوره خبره دا وه چې بنده پۀ خپله پۀ تاريخي عمل کښې شريک شي او د خپلې برخې کردار تر سره کړي”.

باوجود لۀ دغو پورتنو شعرونو او خبرو دې لړ کښې لۀ هر څۀ اول د هغۀ ګفتار، علم او افکارو تعين او پېمانه پکار ده، لۀ کوم ګفتار او علم پۀ وساطت يا پۀ هغې د عمل کولو پۀ صورت او نتيجه کښې چې د يو بنيادم هغه لافاني او سپېځلے کردار جوړېږي، څۀ ته چې خوشحال بابا پۀ خپله ژبه او اصطلاح کښې ښاغلے وائي.

مړ هغه چې نۀ ئې نوم نۀ ئې نښان وي

تل تر تله پۀ ښۀ نام پائي ښاغلي

ځکه نو لۀ هر څۀ نه وړاندې د دې خبرې علم او اګاهي ضروري ده چې يو ګفتار، قول او علم د دې جوګه دے چې پۀ هغې باندې دې عمل وکړے شي؟ اوس د دغه رنګ شناخت او تعين د پاره هم د يو قوم پۀ وګړيو کښې خپل بصارت او بصيرت ضروري دے، ولې دا تعين او شناخت هم د يو عام بنده د وس کار نۀ دے، ځکه چې عام بنيادم خو د خپل زمان او مکان سره داسې تړلے وي چې د هغۀ ټول ژوند د وخت د درياب پۀ رحم و کرم وي چې درياب تېز شي نو دے هم ورسره تېز شي، چې درياب خپل رخ بدل کړي نو ورسره دے هم خپل رخ بدل کړي . هسې خو پۀ دې بنياد د داسې انسان ژوند هم مونږ ته متحرک ښکاري ولې کمے پکښې دا دے چې دغه انسان د خپل دغه حرکت د نوعيت، سبب او معنويت نه ناخبره او غافل دے.

د دۀ پۀ مقابل کښې ځينې خلق داسې وي (ګو چې داسې خلق خال خال پېدا کېږي) چې هغوي پۀ دغسې حال او فضا کښې د ژوند تېرولو د پاره څۀ مشکل او کمے محسوسوي او هم د دغه مشکل او کمي پۀ حقله ځان پوهه کوي. د دې پۀ علتونو او اسبابو باندې غور او فکر کوي او بيا د هغه غور او فکر د پاره د يو مستقبل او منظم طرز عمل پۀ لټون کښې وي. هسې خو پۀ يوه خبره يا يوه حادثه او واقعه باندې به سوچ هم ډېر خلق وکړي، ولې بيا دغه سوچ او فکر ته يو شکل يا لار کتل يا هغه سوچ او فکر د خپل قامي او اجتماعي انداز نظر يو جز او توکے جوړول د هر چا د وس خبره نۀ ده، ځکه چې پۀ قول د رحمان بابا چې:

ځينې ځينې ئې وليان پېغمبران کړل

نه چې هر سړے ولي او پېغمبر دے

ښاغلے ډاکټر علامه اقبال وائي چې “د اقتدار نه بغېر فکر و نظر د اخلاقي بلندۍ حامل ضرور وي، ولې يو پائيدار کلچر نۀ شي پېدا کولے . دغه رنګ د فکر و نظر نه بغېر اقتدار او دولت هم يو خطرناک غېر انساني شکل اختيار کړي، ځکه نو د انسانيت د روحاني نشو و نما او افزائش د پاره د دې دواړو قوتونو خپلو کښې هم اهنګي او توازن ضروري دے.

خوشحال بابا د نړۍ د ډېرو قامونو تاريخ لوستے ؤ او هغه پۀ دې نتيجه رسېدلے ؤ چې د علم نه بغېر سوچ کول او د سوچ او فکر نه بغېر علم حاصلول يا پۀ بله معنيٰ عمل کول بنده د ګټې پۀ ځاے تاوان سره مخ کوي، ځکه نو بايد چې:

کۀ سرداري غواړې بلا دې دوره

عقل و همت راوړه بيا جود بيا توره

يعنې وړومبے عقل چې مونږ ورته سوچ، فکر او شعور هم وايو . همت او حوصله او استقامت او بيا لۀ دغه پس توره، عمل او کردار او کله چې دا قوتونه پۀ خپل خپل وخت او ځاے استعمال شي نو هله ترې د يو قوم د ژوند او تهذيب د ترقۍ او خوشحالۍ معراج جوړېږي . مونږ چې د خوشحال بابا د “شور و شر” نه د ډک ژوند د هغۀ د فني، علمي او جنګي کارنامو مطالعه او څېړنه کوو نو د ګوئټے د هغه خبرې (کومه چې د مقالې پۀ ابتداء کښې رانقل شوې ده) اهميت راباندې نور هم ښۀ واضحه کېږي . د خوشحال بابا د ګفتار او کردار پۀ حقله د نن نه تقريباً دوه دېرش کاله اګاهو محترم قلندر مومند صاحب هغه وړومبے ليکونکے دے چې د خلقو پام ئې دې پلو راوګرځولو چې “شعر د سياست د مقصد د پاره پۀ شعوري طور سره پکارول او دې لړ کښې دۀ ته د تورې درجه ورکول شايد چې د انسان پۀ معلوم تاريخ کښې د خوشحال بابا نه مخکښې چا نۀ وي کړے”.

خوشحال بابا پۀ علمي ادبي تاريخ کښې هغه وړومبے فنکار دے چې ادب او فن ئې د يو مقصد د پاره نۀ صرف استعمال کړي دي بلکې پۀ وړومبي ځل ئې د مقصدي ادب مفکوره هم مېنځ ته راوستې ده . دې ضمن کښې د خوشحال بابا د اوليت او نبوع يو اضافي دليل دا هم دے چې د دنيا پۀ ادب کښې د مقصد او نا مقصد بحث هډو د اتلسمې صدۍ نه پس ته راننوتے دے.

د محترم قلندر صاحب د پورتنو خبرو پۀ ډاډ او تناظر کښې مونږ دا خبره ښۀ پۀ کلکو بنيادونو کولے شو چې د نړۍ پۀ معلوم ادبي تاريخ کښې واحد خوشحال بابا هغه شاعر او نابغه دے چې څۀ ئې وئيلي دي نو هغه ئې بيا عملي کړي هم دي او چې ئې کړي دي نو هغه ئې بيا وئيلي هم دي او دې سلسله کښې د هېڅ قسمه سياسي، سماجي او مذهبي دباو، مصلحت يا نور جوړ توړ ئې هډو پروا نۀ ده ساتلې او ډېر پۀ جرات او مړانه ئې د هغو خبرو او حقيقتونو اظهار پۀ خپله شاعرۍ کښي کړے دے، د کومو خبرو او حقيقتونو اظهار چې پۀ هغه دور کښې څۀ چې نن هم کول زمونږ پۀ ټولنه او تهذيبي چوکاټ کښې لوے جرم ګڼلے شي، ولې دا يو خوشحال ؤ چې هغۀ د هېچا پروا نۀ ده ساتلې، ځکه چې:

دروغ وئيل هغه کا چې ئې وېره وي لا طمع

خوشحال پۀ دا اړ نۀ دے حق به وائي څو ئې سر شته

او هم پۀ دې دعويٰ او دليل مونږ خوشحال بابا ته د ګفتار او کردار شاعر وايو . دې ضمن کښې د ټولو مضبوط دليل او ثبوت د بابا ليکلے شوے کتاب “دستار نامه” هم د يادولو جوګه ده . د دستار نامې د مندرجاتو پۀ حقله خوشحال بابا پۀ خپلو تمهيدي خبرو کښې ليکلي چې “شل هنره شل خصلته چې اختيار شوي دي پۀ دوه بابه کښې به واضح شي” واړاندې ليکي چې “دا شل هنره مې چې پۀ واړو کښې منتخب کړل هم خپله خپله مرتبه لري . لکه فرض، واجب، سنت، مستحب چې اول پۀ کښې ياد دي هغه لکه فرض ورپسې واجب ورپسې سنت”.

د خوشحال بابا د ګفتار او کردار ستائنه او اعتراف به هر څوک وکړي چې کله څوک پۀ دستارنامه کښې راوړلے شوي شل هنره او شل خصلتونه ښۀ پۀ ژور فکر و نظر سره مطالعه کړي او بيا د خوشحال بابا د ژوند او کردار سياسي، اخلاقي او نفسياتي جائزه واخلي نو دا حقيقت به ورته جوت شي چې دغو هنرونو او خصلتونو کښې زيات ضروري (چې بابا ورته پۀ خپله ژبه کښې فرض،واجب او سنت وائي) هنرونه او خصلتونه له هر چا نه وړومبے خوشحال بابا خپل کړي دي، لکه د ځان معرفت، علم، خط، شاعري، تيراندازي، اسپ تازي، ښکار، شجاعت، سخاوت، معاشرت، د اولاد تربيت، خدم و حشم . دغه رنګ پۀ خصلتونو کښې مشورت، عزيمت، راستي، شرم و حيا، د خلق نېکو، مروت، عفو وکرم، توکل، د ملک انتظام، همت، حلم، غېرت، خزم او احتياط، عدل و انصاف، خوش خوئي دغه وجه ده چې د خوشحال بابا زياته شاعري نۀ يوازې عملي واقعات او واردات دي، بلکې د هغو وارداتو او واقعاتو مکمل ويونکي تصويرونه دي.

هر کلام مې واردات دے يا الهام دے

چې موزون مې پۀ تقطيع و بحر بند کړۀ

لا يو شور ځنې لاړ نۀ وي چې بل راشي

مګر زۀ پېدا پۀ ورځ د شور و شر يم

څنګ چې د باران راتلل څۀ اتفاقي او بې سببه عمل نۀ دے، بلکې د يو طويل جغرافيائي عمل پۀ نتيجه کښې پۀ اسمان وريځې راخورې شي او بيا لۀ هغې وريځو د باران کېدو امکان پېدا کېږي، لکه چې رحمان بابا وائي .

پۀ خپل ځاے چې هر څۀ غواړې هغه غواړه

نۀ چې بې وريځې طمع لۀ باران کا

هم دغه پۀ دې حساب او انداز کښې د سائنسي، علمي او سياسي نظرياتو پېدائش او پرورش کېږي . يعنې څنګه چې د باران لۀ کېدو نه وړاندې پۀ هوا کښې نمي موجود وي، دغه رنګ د خپل وخت يو مخصوصه سائنسي، علمي يا سياسي نظريه هم د باضابطه مرتب کېدو نه وړاندې د مختلفو ليکونکيو، عالمانو او فلسفيانو پۀ ليکونو او خبرو اترو کښې خوره وره او منتشر پرته وي او پۀ يو غېر محسوس انداز کښې د هغې بازګشت پۀ ځينو ذهنونو او افکارو کښې موجود وي.

لۀ دې نه پس چرته يو داسې عظيم شخصيت راپېدا شي (هغه هم د دغسې تاريخ او حالاتو پېداوار وي) چې هغه بيا د خپل علم و فکر او هنر پۀ ذريعه لۀ هغه نظريې او تصور سره وابسته د ټولو امکاناتو جائزه واخلي . د دې متعلق ټول جزيات را جمع کړي . د خپل علمي او تاريخي شعور پۀ غلبېل ئې چاڼ کړي او لۀ هغه پس ئې د يوې باضابطه نظريې يا د تحريک پۀ شکل کښې خلقو ته وړاندې کړي (دې سلسله کښې د ګڼو شخصيتونو او تحريکونومثالونه وړاندې کولے شم، ولې د ليکنې د طوالت لۀ خاطره ترې صرف نظر مناسب ګڼم).

اوس تر کومه چې د خوشحال بابا د نظريې او تحريک تعلق دے. د هغې پۀ حقله مونږ دوه قسمه رايې قائمولے شو . يو خو دا چې د ځينو علمي او نفسياتي موضوعاتو او انکشافاتو پۀ حواله د خوشحال بابا فکر او افکار طبع زاد دي . څۀ ته چې مونږ پۀ نوې اصطلاح کښي تخليق وايو. يعنې هغه خبرې، معلومات، ايجادات او انکشافات چې د خوشحال بابا نه وړاندې زمونږ د پښتو پۀ علمي، ادبي روايت او ذخيره کښې موجود نۀ وو او صرف خوشحال بابا ئې اظهار کړے دے . مثلاً د جنس، نفسياتو، ښکار، حکمت او د شاعرانه هنرونو پۀ حقله چې د خوشحال بابا فکر و نظر کوم ځاے ته رسېدلے دے . لۀ هغه وړاندې زمونږ د بل کوم معلوم شاعر فکر و نظر هلته نۀ دے رسېدلے . دوېم قسم د خوشحال بابا اتباطي فکر دے چې د مختلفو نظريو او فلسفو د مطالعې او جائزې پۀ رڼا کښې ئې ځانته د يو نوې نظريې جوړولو او مرتب کولو کوشش کړے دے، د دې نظريې پۀ رڼا کښې کۀ يو خوا د خوشحال بابا پۀ وړاندې د خپلو پښتنو د حاکميت او د سياست يو مضبوط روايت او تاريخ پروت ؤ.

د بهلول او د شېر شاه خبرې اورم

چې پۀ هند کښي پښتانۀ وو بادشاهان

شپږ اووۀ پېړۍ ئې هسې بادشاهي وه

چې درست خلق وو پۀ دوي پورې حېران

نو بل خوا پۀ علمي، فني او قامي حواله (قطع نظر لۀ فارسۍ او عربۍ نه) د پښتو شاعرۍ خصوصاً د روښانيانو او بيا د روښاني مسلک پۀ شاعرانو کښې د مرزا خان انصاري د فکر و فن نه د استفادي اعتراف کۀ څۀ هم خوشحال بابا پۀ هغه شکل کښې نۀ دے کړے څنګه چې پکار وه . ولې بيا ئې هم دا ذکر کړے دے چې:

د مرزا ديوان مې ومنډۀ پۀ ګوډي

مسخره مې ارزاني خوېشکي زمند کړۀ

لۀ چا نۀ پۀ پښتو کښې ما ميزان ليدلے نۀ دے

مرزا پۀ دا زبان کښې وئيل کړي دي تللي

مطلب دا چې کۀ څۀ هم د خوشحال بابا نه وړاندې زمونږ د قوم پرستۍ او د علم و هنر اجزاء پۀ منتشر شکل کښې موجود وو ولې هغو اجزاؤ ته د يو کل شکل ورکول، هغه د يو منظم قامي تحريک پۀ صورت کښې ټولې دنيا ته پېش کول صرف د خوشحال بابا کارنامه ده، مثلاً د خپلې ژبې پښتو يا د پښتون او افغان ذکر د خوشحال بابا نه وړاندې هم زمونږ ځنو شاعرانو کړے دے ولې د جديد نېشنلزم دا تصور او تعريف چې . . .

پۀ يوه ژبه وئيل سره پښتو کړو

درست پښتون لۀ قندهاره تر اټکه

د نړۍ پۀ سياسي تاريخ کښې د خوشحال بابا نه وړاندې بل چا نۀ دے وړاندې کړے . کۀ څۀ هم د نړۍ پۀ مخ مونږ د داسې هېڅ يو باشعوره انسان تصور نۀ شو کولے چې د ژوند پۀ حقله به د هغۀ خپل څۀ نقطه نظر نۀ وي او يا به چرته د يوې خاصې نطريې عقيدې او فلسفې پېروکار نۀ وي، ولې دا ضروري نۀ ده چې هر بنيادم ته دې د دې خبرې هم علم او شعور وي چې هغه د ژوند پۀ حقله کومه لار او عمل خپل کړے دے، دا ټيک او پۀ ځاے دے . سقراط د نورو خلقو نه صرف پۀ دې يوه خبره د زياتې پوهې دعويٰ کړې وه چې زۀ نۀ پوهېږم، ولې نورو خلقو ته خو د دې خبرې اګاهي او شعور هم نۀ وي چې ګنې هغوي نۀ پوهېږي . پۀ نظر چې مونږ د خوشحال بابا ګفتار او کردار ته ګورو او د هغه وخت علمي، سماجي او تهذيبي حالات پۀ نظر کښي وساتو، لۀ کومو حالاتو سره چې خوشحال بابا د خپل ځان او خپل قام د پاره چې د کومې مفکورې او لارې انتخاب کړے ؤ، هغه بالکل صحيح او پۀ ځاے دے.

خوشحال بابا چې دا خبره کوي چې . . .

يا يو زۀ د دې دنيا پۀ لار فقط يم

يا دا درست خلق پۀ لارې زۀ غلط يم

يا دا درست خلق هوښيار زۀ لېونے يم

يا يو زۀ هوښيار دا خلق لېونے دے

نو د دې خبرې هم يوه علمي او نفسياتي وجه موجود ده او هغه دا چې کله کله يو بنيادم د خپل علمي استعداد او عقلي طريقه کار پۀ وساطت داسې يوه پېشن ګويي يا څۀ بل څۀ کارنامه او خبره وکړي چې هغه بالکل حقيقت او درست وي، ولې د هغه وخت اکثريت خلق (چې بې علمه او ناپوهه وي) ئې غلط سړے صحيح او پۀ لار دے. خوشحال بابا چې پۀ خپله شاعرۍ کښې بيا بيا پۀ کردار باندې زور اچوي نو پۀ حقه ځکه دے چې هغه نۀ يوازې د ګفتار، بلکې پۀ هغه ګفتار باندې د کردار تر سره کولو لوے غازي هم دے . د پښتنو پۀ تاريخ کښې خوشحال بابا هغه وړومبے قامي شخصيت او شاعر دے چې هغه پۀ دې خبره ښۀ سوچ او فکر کړے ؤ چې د يو قوم د سماجي، سياسي، اقتصادي او تهذيبي ترقۍ وړومبے بنياد پۀ هغو خيالاتو او افکارو باندې دے څۀ ته چې د يو قوم، ذهن، قابليت او پۀ مجموعي شکل کښې “قومي کردار” وئيلے شي او دا قومي کردار څۀ فرضي څيز يا محض د لفظونو ترکيب نۀ دے بلکې دا د يو قوم هغه ائينه جوهر او روش دے چې د هغې پۀ ذريعه يو قوم نۀ يوازې د خپلو اجتماعي مسئلو او ستونزو نشاندهي کوي بلکې د هغې د حل د پاره مناسبې علمي او سائنسي لارې چارې هم ټاکي . ښاغلے البېشر کاميو وائي چې زمونږ د پاره هغه فلسفي زيات قابل قدر دے د چا قول چې د عمل درجه لري، د کاميو د خبرې پۀ رڼا کښې چې مونږ د خوشحال بابا د افکارو جائزه اخلو نو هغه خو بيا زمونږ د پاره د هر چا نه زيات د احترام او تعظيم جوګه پۀ دې دے چې پۀ يوه خبره ئې سوچ او فکر هم خپله کړے دے، بيا ئې پرې لۀ هر چا نه وړاندې عمل هم خپله کړے دے او وروستو ئې د خپلې تجربې پۀ رڼا کښې پۀ هغو خبرو نورو خلقو ته د عمل کولو تلقين کړے دے.

د خوشحال بابا د شاعرۍ د مطالعې او تجزيې پۀ رڼا کښې چې کومه مجموعې فضا جوړېږي نو هغه نۀ يوازې باعمله، علمي او متحرکه ده بلکې تجرباتي او انقلابي هم ده او دلته بايد چې دا خبره هم پۀ ذهن کښې کېږدو چې تجربه او عمل کله هم د جمود پۀ حالت کښې نۀ پېدا کېږي . دې د پاره وړومبے د يوې انقلابي او متحرکه فضا جوړول ضروري وي او هم پۀ دغسې فضا او ماحول کښې بيا د ادبي، علمي او سياسي تجربو تخم راټوکېږي او بوټي کېږي. ولې دغه رنګ انقلابي ماحول هم لکه د خرېړي خپله نۀ راپېدا کېږي، تر څو چې د هغې پۀ شا يو مضبوط ذهني او فکري تحريک نۀ وي او چې خبره فکري تحريک پېدا کولو ته لاړه شي نو هلته بيا د ګوئټے خبره سړي ته را وړاندې شي. پۀ هر حال د نړۍ د قامونو پۀ تاريخ کښې خوشحال بابا يو داسې نابغه روزګار پېدا شوے دے چې خپلو سوچونو، خوبونو، تجربو او مشاهدو ته ئې د عمل جامه وراچولې ده او دا يو داسې اعزاز او انفراديت دے چې واحد د خوشحال بابا نصيب شوے دے . ځکه نو هغه پۀ دې دعويٰ کولو کښې تر اوسه وړ او حق بجانب دے چې:

نۀ به زما غوندې بل ننګيالے راشي

نۀ به زما غوندې بل جنګيالے راشي

خټک خو پرېږده پۀ درست افغان کښې

عجب کۀ هسې فرهنګيالے راشي

سبا به تل وي ماښام به تل راځي

چې يو تېرېږي باندې به بل راځي

يو به خوشحال غوندې پېدا څوک نۀ شي

پۀ شپه پۀ ورځ کښې خوشحال کۀ سل راځي

دا نادره عقيده لکه زما ده

لا عجب کۀ بل پېدا هسې افغان شي

پۀ فتنو ډکه توره اسمانه

لا به دې کله شي دا خونه ورانه

چې بل يو نوے جهان پېدا شي

ګندې څوک بيا مومي خلاصے لتانه

د پښتون تاريخ دا بې بدله، بې مثله او د لوړ فکر او سوچ خاوند پښتون نن نه درې سوه دوويشت کاله پخوا د فرورۍ پۀ نورلسمه لۀ دې نړۍ کوچېدلے ؤ. پښتانۀ ئې هر کال د فرورۍ پۀ دغه نېټه د تلين ورځ کوي . د خوشحال خان خټک وېنا، توره، کار او عمل، سوچ او فکر، مړانه او سياست، پوهه او شجاعت کۀ څومره هم وستائلے شي، ولې کم بۀ وي، ځکه چې د نن نه درې درې نيم سوه کاله اګاهو داسې سوچ کول او بيا پۀ هغې عمل کول اسانه نا بلکې ډېره ناشونې او ګرانه خبره ده. پۀ ګور ئې نور شه.

دا هم ولولئ

زمونږ دانشورانه کردار – روښان يوسفزے

د ګردې نړۍ د اولسونو د معاشرتي ژوند د تاريخي څېړنې ځينې دا نچوړ او …