تعلیمي نصاب او د جماعت اسلامي قام دښمنه رویه – سجاد ژوندون

نن کۀ ذکر زما نشته پۀ کتاب کښې

خو سبا له به شامل يم پۀ نصاب کښې

د يو قام د بقاء د پاره د قومي او تهذيبي شعور خصمانه او وده او د اجتماعي قامي حافظې پۀ ځاے ساتنه ضروري وي. دا هم ځکه قبضه ګر او استعماريان چې يو قام پۀ خپل قامي شتون شکمن او شرمنده کول غواړي نو قامي او تهذيبي شعور ورله مسخ کوي او د اجتماعي قامي حافظې ختمولو هڅه ئې کوي. چا ته به نۀ وي معلومه چې د قامي تهذيبي شعور خصمانه او وده کښې د قامي حافظې څومره لويه برخه وي؟ او دغه قامي حافظه يو قام د خپل صحافت، ادب، او تعليمي نصاب پۀ لارو چارو باندې پۀ ځاے ساتي . دا ځکه قبضه ګر استعمار همېشه هڅه کوي چې د قامي تشخص مښلو عمل کښې دې د ذرائع ابلاغ او تعليمي نصاب نه خصوصي مرسته واخلي.

دې لړ کښې پۀ ذرائع ابلاغ پرله پسې پۀ يو نېب داسې پرچار کېږي چې محکوم مقهور قام خپل تاريخ نه بې خبره پاتې شي او د هغې ځاے دې د قبضه ګر قوم لۀ مخه وړاندې کړي دروغژن يا مښلے يا د ځانه جوړ کړے تاريخ ومومي. مونږ ګورو چې د وېش نه پس دغه عمل پۀ هره ممکنه طريقه د پښتون قام سره ډېر پۀ بې دردۍ، بې حسۍ او شرمناکه انداز کښې کېږي. ملک کښې د څېلمې ذرائع ابلاغ د رېډيو، ټي وي نه راواخله د ټولنيزو رسنيو پورې اؤ ټولنيزه رسنيو نه شعر اوادب پورې او شعر و ادب نه د تعليمي نصاب پورې، يو ځاے کښې د پښتني تاريخ د خپلې حوالې ځاے چرته نشته ـــ کۀ چرته لږه ډېره حواله ئې راغلې هم ده نو هغه هم د رياست د تشدد پسنده او اورپکې بيانيې لۀ رويه ده . يعني څۀ جنګي اتلان او بادشاهان چې د جنګ و جدل پۀ تناظر کښې داسې راخستي دي چې د “کشمير غزا” د تصور ته پرې ګټه ورسي. دغه جنګويانه رجحان دومره وده موندلې ده چې د فلم نه ډرامې او ډرامې نه کارټون پورې هر څۀ پۀ تشدد اؤ جنګ کښې لړلي ښودلے کيږي. تعليمي نصاب نه راواخله د سکولونو د دفترونو او دفترونو نه د سکولونو د احاطې دېوالونو پورې د جنګي شخصيتونو تصويرونه هره لمحه د نوي کهول ذهني پرداخت د پاره استعماليږي ـــ نو د کوم قوم حالات چې دا وي چې تعليمي ادارې او تعليمي نصاب ئې هم پۀ دا قسمه شيانو ککړ شوے وي، هغوي دا هيله چې عالمان، سائنسدانان، پوهان به پېدا کوي، ډېره ګرانه شي. د هغوي ټولې هلې ځلې د جنګ و جدل پورې محدود وي.

هم دې لړ کښې مونږ ګورو چې د پښتو تعليمي نصاب پۀ حقله چې د عوامي نېشنل پارټۍ تېر قامي حکومت کوم بدلون د جنګويانه بيانيې پۀ ترڅ کړے ؤ، هغه بدلون له پۀ ظاهره د روښنفکرۍ او بدلون رمباړې وهونکي د تحریک انصاف حکومت مخه ونیوله او د پښتون قام خپل تاريخ ترې نه ډېر پۀ طريقه او هنرمندۍ وباسي او پاتې مسخ کوي.

د دې روڼ مثال تېرو ورځو کښې د جماعت اسلامي د پښتو ژبې کتابونو رېټائرډ پروفېسر د خپلې خاورې دفاع کوونکي مغل استعمار ته ډغرې ورکونکي پښتون اتل ملک کالو خان تعليمي نصاب کښې د يو ټوقمار، شوکمار پۀ صورت ښودلے ؤ چې د هغې خلاف د پښتانۀ پاڅون پۀ لويه مخه هم شوے ؤ خو دغه د نوم تر حده وه، چرته هېڅ سزا ورنۀ کړې شوه . هم دغه لړ کښې جماعت اسلامي د پاره چې کومه کمېټي د نظرثانۍ د پاره جوړه کړې وه، هغې کښې د خپلې سياسي ډلې مخصوص ذهنيت لرونکي پښتون دښمنه استاذان شامل کړي وو چې پکښې عامر زېب، ډاکټر حمايت الله، ظفر ارباب عباسي او څۀ نور نومونه هم وو. دوي نۀ يواځې دا چې غني خان او باچا خان باندې پۀ ليکلے شوو مضامينو رد وکړو بلکې دوي ئې متنازعه وګرځول او د پښتو نصاب نه ئې د دوي د ويستلو سفارش هم وکړو. بل خوا هم دوي “د موجوده دور مسئلې” غوندې مضمون هم د کتاب نه د وباسلو تجويز ورکړو.

وړومبۍ خبره خو دا ده چې متنازعه هېڅ معلومه او واضحه اصطلاح نۀ ده. د يو قام اتل اکثر د بل قام د پاره دښمن وي لکه احمد شاه ابدالي چې رياستي بيانيه ئې د هندو خلاف خپله بيانيه کښې لوے مبارز حسابوي او دغسې غزنوي او غوري هم چا چې پۀ هندوستان يرغلونه کړي او د افغانستان د خاورې سره ئې تړون دے، هغوي د هندوستان او عن تر دې چې قام پرستو پنجابيانو د پاره هم متنازعه وي.

لږه موده وړاندې ملاله يوسفزئ غوندې کردار هم پاکستان کښې متنازعه وګرځولے شو. دغسې يو وخت کښې سید رسول رسا يوه رېډيائي ډرامه کښې د ملاله نومې يو بد کردار پۀ ذريعه هډو د ملاله دا نامه چې تعلق ئې د مېوند تاريخي واقعې سره دے، دلته پښتونخوا کښې دومره بدنام ګرځولے وۀ چې پۀ دې حواله به طنزيه کاسيرۍ د پاره استعمالېدۀ .

خپله هغه جناح صاحب هم پاکستان کښې يو شمېر خلقو د پاره پۀ سياسي حواله او هم پۀ مذهبي حواله متنازعه دے، ځکه پۀ دې بهانه د قامونو اتلان رد کول ډېره بې ځايه عمل دے . باچا خان د دنيا د ټولو امن پسنده او خپلواکۍ د پاره هلې ځلې کوونکو اولسونو د پاره لويه حواله ده چې د هغۀ

پۀ بابله د نړۍ پۀ نورو ژبو کښې هم پۀ سلګونو کتابونه او ليکونه شوي دي. بيا کۀ متنازعه اصطلاح داسې واضحه اصطلاح وي نو قامي اسمبلۍ قاديانيت هم غېر مسلم ګرځولے دے ـــ خو مونږ ګورو چې زمونږ نصاب کښې ډاکټر عبد السلام د سائنس مضمون کښې سره د تصوير شامل وي. هم دغسې د هېلن کېلر نه مادام کيوري پورې او بيا د خپل وخت مشهور سائنس دانانو جابر بن حيان او بوعلي سينا پورې کوم چې خپل وخت کښې د ټولو نه زيات متنازعه پوهان وو، هغوي هم پۀ نصاب کښې شامل دي او دغسې يو شمېر نورې حوالې هم ورکړې کېدې شي ـــ خو دا دغه د متنازعه اصطلاح د کوم پۀ ګُر چې د دې خاورې خپل اصل وارثان، اتلان، دعوېدار او لارښودان رد کېږي. دراصل د قبضه ګر او استعمار پۀ لاس کښې همېشه نه د لوبېدونکي اسلامي جماعت او د تحريک انصاف د صوبائي حکومت د هغه ناوړې او ناولې منصوبې د دوام هڅه ده د کومې ترمخه چې قامي او مقامي حوالې ته پۀ هر صورت تعليمي نصاب، ذرائع ابلاغ، شعر و ادب کښې لاره نيول او ددې پۀ ضد د سيالکوټ، ګجرات، کرنال، سي پي ډي اتلان پۀ پښتون نوي کهول باندې لۀ وخت د سره منل او د حافظې داسې برخه جوړول دي چې قام دې همېشه پۀ خپل تشخص، تاريخ اور ثقافت باندې شکمن اوشرمنده وي. باچاخان خو يوه سياسي حواله هم کېدې شي خو غني خان خو د عالمي پايې داسې شاعر او اديب دے چې د ټېګور، نرودا، رسل، ناظم حکمت او لورکا غوندې ليکوالانو سره ئې برغه نامه اخستې شي او ټول عمر غېر سياسي پاتې شوے، نو نصاب نه د هغۀ د وباسلو دغه بهانه چې متنازعه دے، د جماعت اسلامي او تحريک انصاف د دې لاس پوسه استاذانو خپل مجهول، پسمانده او قام دښمنه ذهنيت ښائي. زر ده چې پښتون قام بايد قام دښمنه، ضمير فروشه، مجهول ذهنه استاذانو ته هم لکه د ملک کالو خان مندڼ پۀ حق کښې د پاڅون غوندې خپل زور وښائي. داسې ښکاري چې د جماعت اسلامي بد باطنه قيادت د تعليم وزارت هم ځکه اخستے ؤ چې د عوامي نېشنل پارټۍ د تېر حکومت هاغه تعليمي اصلاحات د منځه يوسي کوم چې د ډېر تدبر نه پس منلے شوي او تعليمي ماهرينو، پوهانو کړي وو. زمونږه شاعران څۀ ښۀ وائي چې:

تاخو باچاخان د نصابونو نه ويستلے دے

راشه کنه ځه! زمونږ د زړونو نه ئې وباسه!

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

دا هم ولولئ

‘خدائي خدمتګاران’ بل عبدالمالک پېدا شو – سجاد ژوندون

خبره کۀ د پښتنو پۀ تاريخ شي نو پۀ دې موضوع خو دومره کار شوے …