نور البشر نوید د پښتو شاعرۍ، صحافت، ډرامه نګارۍ او لنډو قیصو پۀ حواله یو پېژندلے نوم دے. کۀ د شاعرۍ او لنډې قیصې پۀ حواله د هغۀ د استعداد او صلاحیت اعتراف کېږي نو ډرامه نګارۍ کښې هم د هغۀ د قیصې پلاټ، د هغۀ کردارونه او د هغۀ مکالمې ډېر زړۀ راکښون لري. د صحافت پۀ حواله ‘لیکوال’ مجله او ښاغلے نور البشر نوید لکه چې د یو وجود دوه نومونه دوه انکشافونه وي. ‘لیکوال’ بشر دے او بشر ‘لیکوال’.
د هر ډول ستونزو، کړمو او پېچلو حالاتو پرته ‘لیکوال’ پینځویشت کلن سفر تر سره کړو. دا سفر دې جاري وي.
ښاغلے نور البشر نوید خپل سیاسي نظر او موقف لري او ښکاره ده چې ‘لیکوال’ د دغه نظر او موقف تبلیغ کوي. ‘لیکوال’ دعويٰ لري چې هغه نۀ پۀ ځان د کوم ګوند د بېرغ رنګ خېژوي او نۀ د کومې مخصوص سیاسي بیانیې اٰله کار جوړ شوے دے. د ‘لیکوال’ دا دعويٰ د ‘لیکوال’ پۀ پاڼو چاپ شوو متنوع سیاسي لیکونو کښې برڅېره ښکاري. د ‘لیکوال’ روح کښې د ښاغلي نور البشر نوید د شاعرۍ بېباکي، د هغۀ د ډرامې اثرانګېزي، د هغۀ صحافتي جذباتیت او د هغۀ د سیاسي مفکورې د هغۀ د فکر سره سمه رسائي شامل دي.
‘باچاخان مرکز’ د پښتو ژبې، پښتون سیاست، پښتون وطن، پښتو ادب او پښتون تاریخ او کلتور د پاره د ‘لیکوال’ د خدماتو لړ کښې پۀ باچاخان مرکز کښې د ‘لیکوال’ د پینځویشت کلن سفر د نمانځلو تابیا کړې وه. مشر شمس بونېري دا لیکنه پۀ دغه دستوره کښې اورولې وه. مونږ د پورتنۍ یادګیرنې سره دا لیکنه د ‘پښتون’ لوستونکو ته وړاندې کوو.
بشر نويد د طورو مردان د درې بې روزګارو پلار، د يوې کونډې مور او د ارواښاد خدائي خدمتګار رېدي ګل کاکا زوے، د پینځو کتابونو ليکونکے او د ‘ليکوال’ مجلې باني او مالک؛ د شپېتو دے خو لا د ويشتو نۀ دے. مخ ئې لا مالګین او وجود ئې ترسکون دے. څۀ پۀ ډوډۍ پايي او څۀ پۀ ‘ليکوال’ ژوندے دے.
بشر نويد ځان ته ‘د قلم مزدور’ وائي، ولې زۀ خو دۀ ته حېران يم چې مزدور خو د بل د حکم غلام وي خو دۀ خو چرته هم د بل پۀ حکم د قلم مزدوي نۀ ده کړې. کۀ د رېډيو او ټیلي ويژن مزدورۍ ته څوک د بل د حکم مزدوري وائي نو بيا به هم وايم چې نا! دې سړي څلوېښت کاله د سرکار د پاليسيو پۀ چوکاټ کښې مزدوري وکړه خو هغه پاليسۍ ئې پۀ ځان نۀ دي منلې او د هغې بنيادي وجه دا ده چې دۀ ته د خپل پلار د خدائي خدمتګارۍ لار پاتې ده. دے پلار او د هغۀ لار خرڅولو ته تيار نۀ دے. د دۀ سياسي تربيت اجمل خټک ،لطيف لالا، افراسياب خټک کړے دے او د دۀ پۀ خولۀ کښې بونېري د سياسي شعور او د پیر بابا برکتي لږ غوندې توکاڼې هم توکړي دي؛ نو د قلم مزدور دے خو قلم ئې غلام نۀ دے. نو ځکه دا سړے نۀ د سرکار ادارې متاثره کولے شي او نۀ ئې پۀ پېسو اخستلے شي؛ هن! يوه خبره پۀ جار کوم چې لفظونه ئې خرڅ کړي او لګيا دے اوس ئې هم خرڅوي خو د دې پۀ شا د دۀ او د دۀ د مور، ښځې او بچو خېټه پرته ده. ما يوه ورځ دۀ ته ووې، بشره! نور لفظونه مۀ خرڅوه! نو دۀ راته ژړغوني اواز کښې ووې چې بونيريه! لفظونه د خېټې د پاره خرڅوم او تۀ هم وکالت د خېټې د پاره کوې؛ خېټه زما ده خو سر او ضمير مې د پښتون قام او مفکوره مې د باچاخان ده. دا نۀ خرڅوم.
دا سړے پۀ يوه غريبه کورنۍ کښې پېدا شوے دے، ولې د دغې غريب کور نه ئې دا فکر اخستے دے چې غريب پېدا کېدل جرم نۀ دے خو غريب مړ کېدل لوے او غټ جرم دے. د بشر د غربت دا دور د بې روزګارۍ، د ټاټکي مزدورۍ او دياړۍ نه واخله د قلم د مزدورۍ پورې لوے داستان لري ــــ ولې زۀ به د دوو درېو واقعاتو ذکر وکړم.
دۀ ما ته پۀ يوه ناسته کښې وئيلي وو، ما چې د لسم جماعت امتحان ورکړو نو ما به د چاټکي ټاټکي مزدوري کوله. زۀ ماشوم وم، ما به ټاټکے دروند نۀ شو وړے. چا چې به هم دروند ټاټکے راډک کړو، پۀ سر به مې نۀ شو اوچتولے نو سيمټ به ټول پۀ ما راګوزار شول. يوه ورځ زما پلار چې د ډيوټۍ نه ماذيګر راغلو نو ما نه ئې تپوس وکړو، بچې! کوم ځاے او څۀ کار کوې؟ ما ورته ووې، د نواب صاحب پۀ ځاے کښې دياړي کوم. نو هغۀ راته ووې، بچې! زۀ هم چې هلک وم ما به هم د نوابانو پۀ ځايونو کښې دياړي کوله. نو ما پۀ خپله ډائرۍ کښې وليکل،
‘پلاره! تا زۀ بدل نۀ کړم، زۀ به تا له څۀ هم درنۀ کړے شم ولې د وختونو د بدلولو د پاره به کار کوم.’
ډېره موده وروستو ما د دې ذکر پۀ ‘ليکوال’ رساله کښې وکړو نو ارواښاد افضل خان لالا چې رساله ولوسته نو ما ته ئې ووې، بشر نويده! ستا کار خو ډېر اسان ؤ چې پلار دې مزدور ؤ او تۀ هم مزدور وې؛ زما کار ډېر وران ؤ ـــ ما سبق وې او زۀ د خان زوے وم خو ما سره جېب کښې څۀ نۀ وو. پۀ داسې حالاتو کښې ځان او خاني ټینګول ډېر ګران وو. نو بشر ورته ووې، خان لالا! تا ته خو بيا هم خلقو خان وې، ما ته خو به چا سړے هم نۀ وئيلو. دا سړے به چې د ټاټکي نه وزګار شو او يا به ورته دياړي نۀ ملاوېده نو سټډي سرکلو له به تلو. د شپې پۀ دېوالونو به ئې وال چاکنګ کولو. جلسو کښې به ئې د انقلاب زنده باد نعرې وهلې او لا تر اوسه پۀ خپل فکر او نظر ټينګ ولاړ دے. يوه ورځ دوه درې کسان د دۀ پلار ته راغلۀ، ورته ئې ووې، ستا زوے منکر شوے، ځاے پۀ ځاے بې دينه خبرې کوي، پۀ دېوالونو ليکل کوي او زلمو هلکانو ته د کفر خبرې کوي. چې بشر ماسخوتن کور ته راغے نو پلار ترې پۀ خپله کونټۍ دوه ډبه وويستل، ورته ئې ووې چې ما د پردي کنډر پۀ کچه بلۍ سره جنډا لګولې ده، تۀ دغه جنډا راکوزول غواړې، ما او زما عزت او سياست ته خټې نولې. نو دۀ ورته ووې چې بابا! زۀ خو ستا بچے يم، زما لاسوکښې سره جنډا ده، پۀ خولۀ نن هم د انقلاب اوازونه پورته کوم. کفر مې دا دے چې د روس انقلاب ته ښۀ بدلون وايم او غواړم چې دلته راشي. بشر پۀ حجره کښې نن هم د پلار هغه کونټۍ ځان ته مخامخ فرېم کښې ايښودې ده. نو د پلار او خدائي خدمتګارۍ خبرې او قربانۍ نۀ شي هېرولې.
دا سړے چې د کلي نه ښار ته د قلم مزدورۍ له روان شو نو ورته د لفظونو پۀ منډۍ او بازار کښې د خرڅېدو اخستو چل نۀ ورتلو. خو ډېر زر ورته پته ولګېده چې کۀ د کلي وي او کۀ د ښار وي، د قلم سوداګر او خانان يو شان مزاج لري.
‘د ثور د انقلاب’ پۀ وخت کښې به ئې د ‘وحدت’ ورځپاڼې اداريه ليکله. د اخبار مالک به وې چې جهاد ليکه، ولې دۀ به د جهاد پۀ ځاے جنګ ليکلو ځکه چې د دۀ پۀ فکر کښې د باچاخان ولي خان دا خبره پرته وه چې دا د دوو لويو طاقتونو جنګ دے. نو د اخبار مالک د دۀ نه اداريه واخسته، ورته ئې ووې تۀ اخبار کښې يوکالم ليکه ـــ نو دۀ يو کالم ‘ما ته غوږ شه’ دوه ويشت کاله مسلسل وليکلو.
ډېرې ئې د ړندو پۀ بازار کښې ائينې خرڅولې او ډېرې ئې د کڼو پۀ منځ کښې چغې وهلې ــــ نۀ ترې ړندو ائیني واخستې او نۀ سياسي کڼو د دۀ خبرو ته غوږ کېښودو. دا سړے ځوان ښار ته راغلے او بوډا کور ته روان دے.
مور ورته هره ورځ وائي، بچيه! ګوتې دې پۀ ليکلو وسولولې، تۀ هم وسوليدې؛ نور سم سم ليکل کوه. دې ليکلو خو تۀ ازار کړې بچيه! بچي نور مۀ ازاروه! زما او د دوي نور څوک دي خو تۀ ئې کنه! نور سم سم ليکل کوه! پېښور او دې ليکلو بوډا کړې او پېښور وخوړې.
نو بشر مور ته وائي، مورې! پېښور خو ما وخوړو، ما نۀ شي خوړے؛ او ورته خپل دا شعر وائي:
د ښار خاني مې درنه نۀ شي خوړے
بشر د کلي د مزدور بچے دے
شکر دے د دې دومره هلوځلو نه پس بشر د يو کور او پښتون مجلې مالک شو. نن د ‘ليکوال’ مجلې ‘سِلور جوبلي ‘ده. د دۀ د شپېتوکالو نه چې دا پینځويشت کاله لرې کړې نو وګورئ دا د دېرشو پینځۀ دېرشو کالو ځوان د قلم مزدور زمونږ او ستاسو سره ناست دے.
کۀ د بشر نويد پۀ ليک او تربيت کښې د ارواښاد اجمل خټک ذکر ونۀ شي نو دا به زياتے وي. اجمل صاحب خپله ډائري بشر نويد ته سپارلې او هم دۀ پۀ ژوندانۀ د اجمل صاحب يادونه ‘اجمل نامه’ شروع کړه چې هغۀ ورته وليکل، خلق پۀ مړو ليکونه کوي پۀ ما نۀ ـــ پۀ ژوندو ليکل يو ښۀ اسلوب دے؛ څنګه چې زۀ پۀ ژوند خوشحاله شوم ډېر نور هم اتلان شته، پۀ هغو ليکل وکړه. دا ‘اجمل نامه’ بشر نويد د هغۀ مرګ نه پس هم جارى وساتله. اجمل صاحب بشر ته ووې، ما وصيت ليکلے چې زما د مرګ نه پس به زما قلم ستا وي او هم دغه قلم د خټک صاحب د مرګ نه پس پۀ يوه دستوره کښې د خان لالا پۀ لاس بشر نويد ته ورکړے شو.
بشر نويد اوس هم هرکال ‘ليکوال’ د هغۀ د تلين پۀ مياشت د هغۀ يادونو فکرونو او تاثراتو ته وقف کړے وي.
د افغانستان خاوره تاريخ، ژبې، کلتور، غم، ښادۍ کښې مونږ سره شريکه ده. ارواښاد ډاکټر نجيب د پښتونخوا پۀ خاوره د مشرانو، ملګرو،اديبانو، پوهانو سره کلک تړاو لرلو، پۀ دوي کښې بشر نويد سره د هغۀ رابطې او خطونه او ليکونه هم وو. کله چې د ډاکټر نجيب مور مړه او بشر خپل خط او تاثر هغۀ ته واستولو نو يو قاصد د واپس خط پۀ موقع بشر ته ووې، ډاکټر چې ستا خط لوستلو نو د احساساتو او بې وسۍ اوښکې ئې سترګو کښې وې او دا ریښتيا هم ده. زۀ او لطيف لالا افغاسنتان ته تلي وو او د ډاکټر نجيب مېلمانۀ وو نو د ډودۍ پۀ وخت د ښار رئيس بشرمل راغے او ډاکټر ته ئې ووې چې خوست پاکستان اردو او طالبانو قبضه کړو. د ډاکټر سترګو کښې اوښکې ما هم ليدلې وې؛ نو کۀ نن ډاکټر نشته نو ليکوال کښې شته او ډاکټر نجيب د ټولو پښتنو سمبول او شهيد دے.
ما چې دا خبره واورېده چې بشر نويد ته د پاکستان حکومت تمغه امتياز ورکړه نو ما بشر نويد ته پۀ ټیلي فون ووې، مبارک شه! تۀ هم اوس تمغه دار شوې، د سرکار پۀ کتابونو کښې دې نوم د ملکانو پۀ کتاب کښې درج شو. کۀ څۀ اوس موقعه راغله نو هېر مې نۀ کړې، اوس ستا سفارش چلېږي. نو دۀ راته ووې، ما انکار وکړو؛ ولې بچي مې نۀ پرېږدي. ما ورته ووې، زۀ خو ئې نۀ اخلم او کۀ ستاسو تحفه دار پلار خوښ وي نو واې خلئ.
ملګرو!
بشر نويد د باچاخان د لارې او مفکورې ترجمان، د قام پرستۍ د سياست ملګرے، د ارواښاد اجمل خټک د قلم وارث، د مشرقي ملګرو سفير، د قلم مزدور، د مزاحمتي ادب قائل او زما ډېر نزدے ملګرے او يار دے .