ما خپله د ارواښاد سردار داؤد خان پۀ واکمنۍ کښې د پارټۍ پۀ وېنا شپږ کلونه تېر کړي او ټول افغانستان او سياسي مشران مې ليدلي کتلي دي. دغه ورځو کښې هم افغانستان کښې امن او خوشحالي وه. ګاونډي ملک شوروي د خوبانو باغونه، پلونه، سړکونو کښې سورنګونه، تعليمي ادارې، طبي مرکزونه جوړ کړي وو. د ارواښاد داؤد خان شهادت نه پس د ثور د انقلاب پۀ نوم د بدلون اعلان وشو. خو خلق ډيموکرېټک ګوند پۀ دوؤ ډلو تقسيم ؤ. ارواښاد نور محمد تره کي د يو اړخ او ارواښاد ببرک کارمل د بل اړخ مشري کوله. حفيظ الله امين کښې دوه خويونه وو . قام پرست هم ؤ او کمېونسټ هم ؤ. خو انا پرستي او نرګسيت هم پۀ کښې ؤ . غوښتل ئې د ارواښاد نورمحمد تره کي سياسي وارث شي او اهمې عهدې لکه داخلي وزارت او ددفاع وزارت تر ګوتو کړي. ارواښاد بېن المللي اجلاس ته د افغانستان د نمائنده پۀ توګه پۀ پښتو کښې تقرير وکړو او د شوروي اتحاد د مشرانوسره مجلسونه او مرکې هم وکړې . ارواښاد نور محمد تره کي ته شورويانو حکومت او پارټۍ ووې چې د ګاونډي حکومتونه به د مهاجرو او خپلو ملګرو پۀ واسطه به افغانستان کښې مداخلت او شبکې کوي. د حفاظت او امن د پاره د شوروي اتحاد د فوځيانو ډېر ارزښت لري خو د دفاع د وزارت نه امين لرې کول او ډاکټرنجيب متعين کول وي.
ارواښاد تره کي صېب پۀ دې قانع شو خو امين صېب چا پۀ غوږ ووهلو اوزياته خبره دا کېږي چې دتره کي صېب سره د اردو کوم سېکتر تلے ؤ دا هم هغه امين صېب د ټولو کارونو اوفېصلو نه خبر کړے ؤ. کله چې تره کي صېب د خارج نه واپس شو نو امين ئې صدارتي ماڼۍ ته راوبللو چې مشورې او فېصلې وکړو. امين صېب د خپلې فوځي دستې سره لاړو. صدارتي محل کښې جهګړه شروع شوه. داود د تړون د دغې دستې مشري کوله کامياب شو. تره کي صېب محبس شو او بيا ئې ورته پۀ مخ بالښت کېښودو، مړ شو. او حفيظ الله امين د افغانستان واکمن او خپل وراره ئې خپل مخصوص معاون کړو او د ګوند ډېر ذمه وارملګري ئې د سفيرانو پۀ توګه مختلف ملکونو ته واستول.
د پاکستان حکومت د ګوند ددې کمزوريو نه فائده واخسته. امريکې، سعودي عرب او ايران سره ئې د کومک صلاحګانې وکړې. د مهاجرو کېمپونه جوړ شو. د تعليم ورکولو ذمه واري او افغان کمشنرېټ جوړشو.
ارواښاد ببرک کارمل پۀ ماسکوکښې سفير ؤ، پۀ توره تيارۀ کښې د روسيانو د زرګونو فوځي قواوو سره کابل ته راغے. د حفيظ الله پۀ کور حمله وشوه او د منصوبې ترمخه د هغۀ ذاتي اشپز (باورچي) کولتوکښې د نشيي شيان ملاوکړي ورکړي او هغه پۀ کټ پروت اودۀ ؤ. ببرک کارمل صدارت سمبال کړو. ټول ملګري سفيران چې ډاکټر نجيب ايران کښې سفير ؤ، بېرته را وغوښتل وزارتونه او عهدې ئې ورکړې. زۀ پۀ خپله پۀ دغو ټولو واقعو کښې کابل کښې وم.
ببرک کارمل د حکومت د چلولو پۀ انداز ښۀ نۀ پوهېدو او د پاکستان دولت خپلې ټولې قواوې پۀ حرکت او هدايت کښې روانې وې، زۀ او لطيف لاله کابل ته تلي وو او د ښاغلي ډاکټر نجيب مېلمانۀ وو. مونږ پۀ ډودۍ ناست وو چې يو ذمه وارسړے راغے او ډاکټر صېب ته ئې ووې چې د خوست منطقه ګلبدين قبضه کړه او ګڼ تعداد کښې شهادتونه وشول.
د روسيانو نور د مقابلې توان نۀ ؤ. ډاکټر صېب خپله سټرېټيجى بدله کړه او د جهادي قوتونو سره ئې د خبرو اومذاکراتو اعلان وکړو. اوس داځل پۀ تېره مياشت کښې زمونږ ګوند د ملي عوامي ګوند مشران، پي ټي اېم او مزدورکسان پارټۍ مشران او د وطن پارټۍ مشران د افغانستان دولت او خبرو اترو د پاره وغوښتل .د وطن پارټۍ او ملي عوامي ګوند مشران پۀ دې کښې شريک نۀ شو. البته د مېرمنو دخوا جميله ګېلاني، وږمه فېروز، زيبا اپريدي او دوه درې نورې مېرمنې پۀ دې محفلونوکښې شريکې شوې. دې وفد کښې اکبر هوتي د ښۀ کشر پۀ توګه د ټولو مشرانو ملګرو خدمتونه کړي دي.
مونږ پۀ کابل کښې مېلمانۀ وو خو بل ورور خپل کورته غوښتلي وو نو زمونږ کوربانۀ دسرحداتو وزير نجيب الله صميم صېب او مرستيال حېران صېب ؤ. مونږ ته اوله ورځ د سرحداتو وزېر صېب د افغانستان سياسي ،داخلي او خارجي صورت حال بيان کړو. زمونږ د ټول وفد مشري حاجي غلام احمد بلور کوله ،دلته کابل کښې زمونږ درې اهمې غونډې وشوې . زمونږ اول ملاقات جمهور رئيس سره پۀ ارګ کښې وشو. جمهور رئيس وفد ته ووې چې د لر پښتنو د ګندمک معاهده او ډيورنډ فېصله دلته زمونږ د خپل وخت وطن پالونکو اميرانو کړې ده. تاسو نۀ ده کړې تاسو چې نن د پاکستان حصه ګڼلے شئ دا خو مونږه کړې ده. تاسو د لر پښتنو چې باچاخان بوتلو نو تاسو دا کرښه ما ته کړه او چې باچاخان پۀ جلال اباد کښې خاورو ته سپارل کېدو تاسو بيا دا کرښه ماتې کړې. مونږ د باچاخان مزار جوړکړے، دا د هغۀ پۀ مونږ حق او زمونږ فريضه وه. مونږ به د خوست پۀ رياست کښې د دۀ پۀ نوم يو پوهنتون جوړوو او زۀ اعلان کوم چې د پښتنو د نابغه شاعر غني خان مزار جوړکړم. هغۀ ووې کوم ډېم چې پۀ کامه کښې دے او پۀ دې پاکستان ورسک ډېم جوړ کړے کۀ پاکستان مملکت د دې خبرې تضمين اخلي نو د دې ډيم نه زۀ لګېدلو قبائيلو ته پۀ دوه روپۍ يونټ بجلي ورکوم او ايران سره لګيدلے ډيم به ډېر زر تيار شي او اويا زره اېکړه ځمکه به افغانستان کښې خړوبه شي او مونږ به د دې جوګه شو چې پۀ ارزان نرخ بجلي خرڅه کړے شو. پۀ افغانستان د چا قرضه نشته او عالمي ماهرين افغانستان ته راځي او دلته د ګټې کانونه اوکاڼي ګوري. اوس د مېوې د پاره حالات ښۀ کېږي او اېشياء کښې زمونږ مملکت پۀ اول نمبر کښې راځي. خو لۀ بده مرغه ګاونډي هېوادونه او حکومتونه پۀ افغانستان کښې مداخله کوي. نن دلته د مشورې او تعاون د پاره زۀ حامدکرزي او عبدالله عبدالله شريک يو، پاکستان ته د قلارولو خواست کوم . دا خاوره او دا مملکت يو دے، شريک دے خو تاسو پښتانۀ ګوندونه را يو شئ. تاسو او مونږ به د خپلو حقونو او امن لپاره پۀ شريکه مبارزه کوو.
مونږ ته بله ورځ د مملکت زوړ رئيس احمد کرزي د چائيو او ليدلو خبرو دعوت را کړو. د بلور صېب پۀ مشرۍ کښې د دۀ کور ته لاړو. کرزي صېب د يادو تجربو او پۀ شريکه همکارۍ ګټورې خبرې وکړې. هغۀ ووې چې زۀ د افغانستان دولت مشر او رئيس وم نو دلته يوسل څوارلس ګوندونه رجسټر شو، زما هم خيال پېدا شو چې يو خپل ګوند جوړکړم. د افغانستان پۀ ګڼو ايالتونو د صلاح مشورې دپاره وګرځېدم، اخري ورځو کښې خوست ته لاړم، پښتانۀ مشران راغونډ وو، ما د ګوند د جوړولو او د ګوند د نوم او د دوي پۀ عمل او کردار خبرې وکړې. پۀ دغه مجلس کښې يو مشر سپين ږېرے ناست ؤ. ما هغۀ ته ووې چې د ټولو د نمائنده پۀ توګه اول تاسو خبرې وکړئ، هغه سپين ږېرے کوڼ ؤ . نزدې ناست ملګري زما پۀ موقف پوهه کړو نو هغه پاڅېدو او ما ته ئې ووې رئيس صېب؛ دا صدارت دې پوره دے ګوند مۀ جوړوه. د افغانستان د خلقو د پاره کار وکړه او امن راوله، خوشحالي راوله او کۀ دا کارونه دې وکړل بغېر د ګونده د صدارت د پاره ودرېږې بيا به هم ووټ درکړو. فريق مۀ جوړېږه . ما د ګوند جوړولو اراده پرېښوده. کۀ هرڅۀ وي د حکومت سره مرسته او ملګرتيا لرم .
بله شپه مرستيال رئيس عبدالله عبدالله مونږ ډودۍ او خبروته راوبللو. حاجي غلام احمدبلور خبرې وکړې او بيا نورو مشرانو د خپل خپل موقف بيانيه وکړه. عبدالله عبدالله پۀ خپلو خبروکښې مونږ ته ووې چې زۀ پۀ رسمي دعوت پاکستان ته تلے وم. پاکستان يو سياسي وفد جوړکړو، مونږ خبرو اترو ته کښېناستو، ما ورته ووې زما وطن تاسو سره پۀ پوله پروت دے. زمونږ ګټې او نقصانونه شريک دي،د چمن او تورخم باډر بند خو د واګه باډر پرانستے پروت دے. تاسو خپل دولت خبره سره وکړئ او مونږ ته مثبت ځواب راکړئ. وفد واپس شو خو ځواب لا تراوسه نۀ دے راغلے.
عبدالله عبدالله مونږ ته ووې چې کله دلته انتخابات وشو نو زما او د اشرف غني جنګ شروع شو، ما وې زۀ رئيس يم او هغۀ وې زۀ رئيس يم. يوه ورځ د خپل کور پۀ کمره کښې ناست وم، د افغانستان او مفروضاتو فکر مې کولو. زما ذهن خلاص شو، ما ووې دا طالبان خو ما هم وژني او اشرف غني هم وژني او مونږه دواړو د يو بل ګرېوان ته لاس اچولے نو د اشرف غني کورته لاړم ما وې تسليم يم، تۀ مشر او زۀ کشر، زمونږ دغې روغې پۀ دښمنانو اور بل کړو او نن هم مونږ شريک او د خپلې خاورې د پاره شريک موقف لرو.
عبدالله عبدالله پۀ اخره کښې مونږ ته ووې ګورئ ستاسو يو سپين ږېرے مشر غلام احمد بلور راغلےدے ستاسو هم مشر دے او زمونږ هم مشر دے. ستاسو هدف د افغانستان امن او خوشحالي ده او زمونږ نظر ستاسو نه سياسي ملاتړ او ملګرتيا غواړي چې افغانستان مضبوط او پياوړے شي نو بيا مونږ د امن لپاره ګډ کوششونه کولے شو. مونږ به ستاسو مبارزو سره اخلاقي او د ميډيا پۀ واسطه تعاون کوو او تاسو به د افغانستان د خاورې سره مينه او د دې د دښمنانو نه به نفرت کوئ. د فخر افغان بابا د ژوند فلسفه او مبارزه خو ټولې نړۍ ته ښکاره ده ، باچاخان ټول عمر د يووالي، اتفاق او ورورولۍ خبره کړې ده ا و نن د اتفاق، يو يووالي او ورورولۍ تر ټولو زيات ضرورت دے.