د مولوي فضل محمود مخفي یادونه او زیارونه – شمس بونېرے

وختونه تحريکونه پېدا کوي، دغه تحريکونه تاريخونه جوړوي او هم دغه تاريخ شخصيتونه رامخې ته کوي او د تاريخ کتونکي دغه شخصيتونه خپل مشران او اتلان ګڼي. د پښتنو پۀ خاوره د روښانيانو تحريک، د خوشحال خان جنګونه او د واړو مغلو پۀ ضد عملونه او د پېرنګي پۀ ضد د باچا خان تحريک او مبارزې نه څوک هم انکار نۀ شي کولے. د پېرنګي پۀ ضد د هند پۀ خاوره ګاندهي، ابوالکلام ازاد، شېخ مولوي محمودالحسن، باچا خان، د سندهـ پۀ خاوره عبېدالله سندهي نو د پښتنو پۀ خاوره عبدالصمد خان، حاجي صاحب ترنګزئ او فضل محمود مخفي داسې اتلان پېدا کړي وو چې د خلقو پۀ زړونو او د تاريخ پۀ پاڼو کښې ليک دي. مخفي صاحب کال 1884ز کښې پېدا شوے ؤ.

د فضل محمود محفي صاحب پلار ترکلاڼي ؤ. چارسدې ته راغلے عالم ؤ او د بنګلې ملا پۀ نوم مشهور ؤ. مخفي صاحب هم چارسده کښې پېدا شوے ؤ. ابتدائي سبق ئې چارسده کښې وئيلے ؤ او لسم ئې د ګورنمنټ هائي سکول پېښور نه کړے ؤ او اېډورډز کالج کښې داخل ؤ. د ترۀ پۀ وېنا اګرې ته لاړو او ديني او سياسي سبق ئې هلته ووئيلو. د دېوبند عالمانو سره ناست او تربيه شوے ؤ. مولوي محمودالحسن پۀ 1910 کښې پښتونخوا ته د سياسي کار دپاره رالېږلے او حاجي صاحب ترنګزو سره رابطه شوې او باچا خان سره معارفي شوے دے. مخفي صاحب د دې سيمې سياست ته کتلي او کوشش ئې کړے چې سياسي عمل روان شي. د باچا خان او عبدالعزيز مولوي صاحب سره ډېرې ناستې وشوې او د ملاقات د پاره ئې باچا خان او مولوي عبدالحسن دواړو د محمودالحسن د ليدو کتو د پاره هندوستان ته بوتلل. دې سفرونو او ملاقاتونو د ترنګزو حاجي صاحب، باچا خان او مخفي صاحب دوستي او تعلقات خواږۀ او پاخۀ کړل.

باچا خان پۀ مشنري سکول کښې د خپل استاد ويګرام نه متاثر شوے او اېډورډز کالج کښې د مخفي صاحب استاذ د هغۀ د ليکلې شوې انګريزي شاعرۍ نه متاثره شوے او مخفي صاحب ئې دفتر ته بوتلو. ورته ئې ووې دا شاعري جاري وساته، ستا نه بۀ پرې لوے سړے جوړ شي. مخفي صاحب د انګرېزۍ شاعري پرېښودله او د پښتو شاعري ئې شروع کړه. ولې د بدبختۍ نه لا تر اوسه د دۀ د شاعرۍ مسوده پېدا نۀ شوه ولې دا ضرور وشوه چې باچا خان د مخفي صاحب د قابليت نه او مخفي صاحب د باچا خان د شخصيت نه متاثر او شريک روان شو.

پېرنګي د تجارت پۀ نامه راغلل او د ډيلي پۀ تحت قابض کېدو نه پس ئې دې خاورې نه پښې راتاو کړې ـــ پۀ هندوستان کښې لږه ډېره بې چېني پېدا شوه او سيد احمد شهيد د ازادۍ د جنګ پۀ نوم راروان پښتنو خاورې پنجتار کښې دېره شو. دا ځاے او دا کور د خان بابا د نمسو ځاے چې دلته نۀ يواځې د ډوما خلاف جنګونه شوي دي بلکې دلته د مغلو پۀ ضد د جنګونو اثرات او يادونه د کلو د نومونو پۀ شکل کښې يادېږي او مغل دره د دې واضح ثبوت نن هم شته. د جنګونو مرکز د بونېر د سېدانو کلے سيتاڼه او د ملکا خېل حېثيتونه لري. دلته هم د سيد احمد شهيد سره د راغلوکسانو بچي او نمسي پاتې شوي. پۀ سوات د اروښاد سيد اکبر شاه وړومبۍ بادشاهي د اروښاد عبدالجبار شاه دوېمه بادشاهي، د امبېلې جنګونه، د صوابۍ چنګلي او د ګدون د لارو پۀ واسطه د ملکا جنګ او يو څو کوټې سول د دغې تاريخ کړۍ دي. بلې غاړې ته پۀ غېر منظمه توګه قبائیلي علاقو او هشنغر کښې د پېرنګي خلاف خفيه کوششونه روان وو. ولې د تعليم د نيشتوالي پۀ سبب د ژمي د شپې غوندې اوږدۀ او رو رو تېرېدۀ نو پۀ سوات، دير، بونېر او باجوړ کښې د رابطې او سياسي شعور د پاره د تعليمي مدرسو ضروريات محسوسېدل. نو پۀ 1915 کښې حاجي صاحب ترنګزو او مخفي صاحب بونېر ته راغلل او دلته پۀ سيتانه او ملکا کښې ئې د مجاهدينو د مشرانو سره پۀ تنګو او تور غارونو کښې ملاقاتونه وکړل خو دوي نه هم پېرنګي د خپلو جاسوسانو پۀ ذريعه ځان خبر وساتلو. د دې ملاقاتونو نه دوي څه ګټور معلومات ترلاسه کړل او واپس لاړل.

د مالاکنډ او امبېلې د جنګونو دستاوېزات ګټې او کمزورۍ رپورټونه د پېرنګي سره پراتۀ وو. سوات، دير، باجوړ کښې د خپلو ملګرو نوابانو پۀ تلاش کښې وو. پۀ سوات 1917 کښې مياګل عبدالودود د کبل پۀ جرګه کښې باچا شو. دلته پۀ سوات کښې تعليم د نيشت برابر ؤ. مياګل چې د سوات باچا ؤ، بې تعليمه ؤ او پۀ مهر به ئې حکمونه جاري کول البته د ديني ملايانو پۀ عربۍ او فارسۍ پوهېدونکي لږ ډېر وو نو دلته پۀ ډېرو خوارو او مياګل ته پۀ سفارش يوه مدرسه دلته مخفي صاحب او مولوي عبدالعزيز جوړه کړه چې وروستو نۀ يواځې بنده بلکې د دې مدرسې استاذ مړ او کوهي ته وغورځول شو او دغه شان مخفي صاحب پۀ دير رياست خال کښې او دوه مدرسې پۀ باجوړ کښې جوړې او روانې وې. مخفي صاحب به يواځې رابطې نۀ کولې بلکې د رابطو پۀ واسطه به ئې عملي کارونو کښې برخه هم اخسته. د بونېر د مجاهدينو د خبرو اترو او ملاقاتونو پۀ سلسله کښې مخفي صاحب پۀ دې پوهه ؤ چې دا مجاهدين څۀ د داخلي انتشار ښکار دي او څۀ ورته مقامي مشکلات دي او څۀ د پېرنګي پۀ ضد دلته د پښتنو پۀ خاوره ازاد حکومت نۀ شي جوړولے، هغه د رستم، سودم، سرکاوۍ، ماموند او باجوړ پۀ جنګونو کښې هم شرکت کړے دے او شېخ الهند چې کوم دوه کسان د کابليانو پۀ جامه کښې رالېږلي وو، مخفي صاحب او باچا خان ئې نۀ یواځې ليدلي وو بلکې دوي ته ئې د هغۀ سره د ملاقات دعوت وکړے او دوي هلته تلي وو. نو دا ټولې خبرې، تجربې، معلومات، ارادې او پروګرامونه د مخفي صاحب سره وو. نو مخفي صاحب د ترنګزو د حاجي صاحب او باچا خان پۀ صلاح باجوړ ته لاړو. دلته ئې د پېرنګي پۀ ضد مبارزين او ملګري پېدا کول ولې خپلې رابطې به ئې د سوات، دير، چترال سره ساتلې او د پېرنګي پۀ ضد ئې خپل عملونه کول. باچا خان، حاجي صاحب او د افغانستان حکومت او پېرنګي سرکار د ټولو واقعاتو نه خبر ؤ نو پېرنګي سرکار د دير نواب ته ووې چې دا مخفي پۀ باجوړ کښې د افغانستان د حکومت د پاره پۀ قبائیلي او رياستي علاقو کښې دلالي او جاسوسي کوي. د باجوړ د نواب نه دا مخفي ځان ته راغواړو چې د دې مرض نه لږ دمه شو. د دير نواب د باجوړ د نواب نه د تعليم پۀ بهانه وغوښتو او هغۀ د دير نواب له ورکړو.

مخفي صاحب د باجوړ نه راغلے ولې فکر ئې د ځان سره راوړے ؤ دلته هم پۀ خفيه توګه د پېرنګي پۀ ضد نۀ يواځې مبارزه کوله بلکې عالمان او خلق ئې دې ته اماده کول چې د پېرنګي او د پېرنګي سره ملګرتيا کوونکي خلقو کښې بدنام او د مسلمانۍ نه خارج کړي. مخفي صاحب پۀ 25 دسمبر 1923 کښې د کاګپان ملا سره د اخون پنجو ملا صاحب پۀ جومات کښې د مولا مارخانۍ، مولوي لاج بک، مولوي دوکړۍ او د خال مولوي صاحب پۀ ناسته کښې شريکه فېصله او فتويٰ اعلان کړه چې د پېرنګي نوکري د دين نه بغاوت دے او څوک چې د پېرنګي پۀ نوکرۍ کښې مړ او چا ئې جنازه وکړه نو دا به کافران وي.

د ملاکنډ پوليټيکل اېجنټ د دير نواب ته وليکل، “تاسو او ستاسو مشران خو زمونږ دوستان يئ، مواجب درکوو، مدد درکوو، ساتنه مو کوو، نو چې تاسو د يو مخفي علاج نۀ شئ کولے او زمونږ دښمن ازاد ګرځي او دومره اثر لري چې زمونږ د لېوي نوکر حميد ګل بغېر د جنازې نه ښخ شو نو دا خو ستاسو او ستاسو د نوابۍ د پاره د شرم خبره ده. کۀ د سرکار سره سم تعلق غواړئ نو مخفي سم کړئ، د دير نه ئې بهر کړئ او کۀ مخفي د دير نه نۀ وباسئ نو سرکار به ستاسو او د دوي خلاف کاروائي پۀ خپله کوي.” تاسو دې نه د مخفي د جرأت اندازه لګولې شئ. مخفي صاحب د هجرت نه مخکښې هم افغانستان کښې پاتې ؤ. پۀ دغه ورځو کښې د امير حبيب الله حکومت ؤ، امير د افغانستان داخلي طور سره کمزورے او د پېرنګي سره پۀ خفيه تعلقاتو کښې ملګرے ؤ. پۀ سر ئې د سردار يعقوب توره او د امير عبدالرحمان د ډېورنډ کرښه مرۍ ته پرته وه نو د افغانستان دولت خلق مشرقي قوتونه عالمان او قام پرست ټول د امير حبيب الله پۀ ضد وو. د امير حبيب الله خان زوے امير امان الله خان هم د پلار د کارونو، عادتونو خلاف ؤ نو دلته د امير حبيب الله پۀ ضد يوه خفيه مبارزه روانه وه او د دې مبارزې پۀ نتيجه کښې امير حبيب الله قتل او امير امان الله خان امير شو. د خارج پۀ ډېرو نقابونو کښې او خفيه معلوماتو مطابق امير امان الله خان او فضل محمود مخفي صاحب پۀ دې کښې شريک وو. پۀ 1919 کښې چې کوم ګوند جوړ شوے ؤ د دې ګوند پۀ جوړولو کښي د مخفي صاحب تجربه او هنر شامل وو. د امير امان الله خان چې د افغانستان دولت امير شو نو پېرنګي پۀ تشویش کښې شو. هغو خو د مخکښې نه پۀ خپلو کاغذونو کښې دۀ ته “لېونے” وې. هغو وې تجربه نۀ لري. زړۀ ور دے، پۀ هندوستان کښې باچاهي غواړي او قبائیلو او پښتنو کښې زمونږ خلاف وسله ورکوي، بغاوتونو ته هوا ورکوي او دا مخفي ددۀ سياسي استاذ دے. د جشنِ استقلال پۀ ورځ چې پوهان، مشران، سرداران او د دنيا سفارت کاران موجود وو چې اميرا امان الله خان مخفي صاحب ته خواست وکړو چې پۀ دې موقع تقرير وکړه. مخفي صاحب د تيارۍ نه بغېر داسې فصيح او بليغ تقرير وکړو چې امير امان الله خان او ټول خلق حېران او ډېر زيات متاثر شول. پۀ دې موقع د شوروي اتحاد سفير ګ. ر.ګيرس ووې کۀ د مخفي صاحب غوندې څو کسان نور پېدا او د کار مېدان ته راغلل نو پۀ دنيا کښې به غلام او د غلامۍ نوم پاتې نۀ شي. دۀ دا هم ووې مخفي پۀ شاعرۍ کښې نوے اسلوب پېدا کړو. زړې شاعرۍ ته نوې جامې او نوې طرز ورکړو. اوس پۀ دې شاعرۍ کښې د حسن خبرې کمې د ازادۍ خبرې ډېرې دي. د مخفي صاحب نه د کار پۀ باره کښې ټول ملګري خوشحاله او متاثره وو. عبدالاکبر خان اکبر پۀ خپل ليک کښې چې ما به پۀ شاعرۍ کښې د جمال او فطرت خبرې کولې خو ما د دوه کسانو مخفي صاحب او مولوي عبدالخنان پۀ شلېدلو کالو او پښې ابله او د غريبۍ پۀ حالت کښې وليدل. مخفي صاحب چې خبرې شروع کړې او شعر ئې ما ته او محفل ته ووې نو زۀ ددۀ نه ډېر متاثر شوم، زړه شاعري مې پرېښوده، د ازادۍ شاعري مې شروع کړه او پۀ جار وايم چې زما استاذ مخفي صاحب دے.

مخفي صاحب پۀ افغانستان کښې د امير امان الله خان د مشاور پۀ توګه پاتې شوے خو چې پېرنګي پۀ ناوله عملونو بچه سقاو، ملا شور بازار او نور ملګري تلګري پېدا کړل، داخلي صورت حال ئې اميرا امان الله خان ته خراب کړو، استعفيٰ ئې ورکړه، يورپ ته لاړو نو مخفي صاحب واپس باجوړ ته راغے او خپل کارونه ئې جاري وساتل. مخفي صاحب د باچا خان سره ملګرے ؤ او د هجرت نه پس د دې ضرورت پېدا شو چې دلته پښتنو کښې د اصلاح او تعليم رابطې د پاره يو تنظيم جوړ شي نو ‘انجمن اصلاح الافاغنه تحريک جوړ کړے شو او مخفي صاحب د باچا خان سره پۀ دې تحريک کښې سرخېل ؤ. چې 1921 کښې دلته وړومبۍ ازاده مدرسه جوړه شوه نو مخفي صاحب پۀ دې کښې شامل شو. ددې مدرسې نه پس نورې ازادې مدرسې جوړې شوې او مخفي صاحب د ګدر پۀ مدرسه کښې استاذ او سياسي عملونو کښې شريک او محفلونو کښې ملګرے ؤ. ازادې مشاعرې بۀ کېدې او د پښتنو سيمه کښې د خليق صاحب، مخفي صاحب او خادم محمد اکبر نومونه ډېر مشهور وو. دې واقعاتو او خدائي خدمتګارۍ تنظيم چې سياسي وجود او خلقو کښې ئې سياسي شعور خور کړے ؤ، د دې جلسو جلوسونو نظمونو او شاعرۍ پۀ ذريعه مخفي صاحب خپله لګيا ؤ او د دۀ شعرونه به ماسټر کريم او حنيف الله پۀ جلسو کښې وئيل. سرکار مخفي صاحب 1934 کښې ګرفتار او پۀ 1935 کښې خوشے کړے شو.

1936 کښې د سرکار فشار، دباو، رشوت، لالچ زور نيولے ؤ. حاجي صاحب ترنګزو سره پېرنګي د قلي خان، محبوب علي خان او صاحبزاده پۀ ذريعه چې ناروغه ؤ صلح وکړه او پۀ قلاره کښېناستو ولې مخفي صاحب د زوي پۀ مرګ بدني او پۀ مالي توګه کمزورے شوے ؤ نو د محنت مزدورۍ د پاره هندوستان ته لاړو او د تقسيم خبره چې شروع شوه نو کانګرس د خدائي خدمتګارانو سره بې وفائي وکړه. باچا خان ووې “کانګرس مونږ لېوانو ته وسپارلو.” مخفي صاحب هندوستان نه راغے او چې د زلمي پښتون د جوړولو او مسلح مبارزې اعلان غني خان وکړو نو مخفي صاحب چارسده کښې مېشته او د دې تحريک ملګرے ؤ. باچا خان د دې مخالفت وکړو او دا تحريک پۀ عمل کښې مېدان ته رانۀ غے. فتح الرحمان چې د مخفي صاحب زوم ؤ او د دير د نواب شهاب الدين استاذ ؤ، پۀ سفارش دیر ته وبللو او پۀ سکول کښې ئې مشر استاذ کړو. ولې پۀ 28 مۍ 1947 کښې د ساه بندۍ پۀ مرض وفات شو. د دۀ د ګور کفن ذمه واري د دیر نواب پۀ سر واخسته. پۀ يوۀ ساده قبر کښې ښخ او د شمېر څو کسانو د دۀ پۀ جنازه کښې شرکت وکړو. باچا خان پۀ ژوند کښې د مخفي صاحب نه متاثر ؤ او دۀ ته ئې د پښتنو شېکسپئیر وئيلے ؤ او خپل کتاب کښې ليکي چې زۀ د سياست پۀ مېدان کښې د مخفي صاحب ستائینه کوم او چې کله ئې خپل کتاب “زما ژوند او جدوجهد” وليکو نو د عقيدت يادونو او د مينې پۀ توګه ئې پۀ خپل کتاب ددۀ شعر وليکل او دا کتاب چې چاپ شو نو د ډالۍ پۀ توګه خپل کتاب د خپل ليک سره د مخفي صاحب نمسي ډاکټر جليل ته هسپتال ته د نسيم بي بي پۀ لاس ډالۍ کړو. مخفي صاحب ته پېرنګي وئيلے او ليکلے دي چې مخفي زمونږ پۀ ضد مدرسې پرانیزې او زمونږ پۀ ضد سياسي کار کوي، دې د بالشويک اېجنټ او د مذهب پۀ نوم زمونږ پۀ ضد کار کوي.

ارواښاد ولي خان “باچا خان او خدائي خدمتګاري” پۀ وړومبي جلد د مخفي صاحب نظم عنوان کړے او منسوب کړے او دغه شان بيا پۀ نورو جلدونو کښې دغه نظم پۀ تفصيل ليکلے او خور کړے. ارواښاد غني خان وائي چې قامي جذبه پۀ ما کښې مخفي صاحب خوره کړې او پېدا کړې او خان شهيد عبدالصمد خان پۀ خپل کتاب “زما ژوند او ژوندون” کښې د مخفي صاحب د قربانیو او شخصيت تاثرات او ليکل موجود دي.

تاريخ ترخې واقعې پرېږدي. د ارواښاد مخفي صاحب زيار مبارزې نوي نسل ته د سياست لاره ښودلې او پرېښودلې ده چې د پښتون قام او تاريخ پرې وياړ دے.

د ګل پۀ سیوري د جانان او جام سندرې پرېږدئ

ملګرو! مونږ ته د بلها سوالونو حل پاتې دے

راځئ چې زړونه، اوازونه او ګامونه یو کړو

یو مو وحدت، یو مو تړون، یو مو مزل پاتې دے

پجي ګل پجي، مرغز

بېدار اصلزے

د سیاسي مغالطو

فلسفیانه جاج

پوهان چې د ځناورو او انسان ترمنځ د فرق او د انسان د لوړتيا اهم سبب ژبه ګڼي ريښتیا هم داسې ده. کله چې مونږ ژبور شو نو مونږ د خپلې ارتقاء پړاوونه هم لا پۀ تېزۍ او پۀ شتمنۍ سره ووهل، ولې چې دا هغه وخت ؤ چې مونږ ته خپل بيالوجيکل سېلف سره سره د خپل سوشيولوجيکل سېلف ادراک هم وشو او هم داسې مونږ د خپلو همځولو انواعو نه زياته وده وکړه. د غوره نه غوره تهذيبونه جوړوونکي او مخ پۀ وړاندې وړونکي وګرځېدو او د دې هر څۀ تر شا يو اهم رول هم د دې ژبې هم ؤ؛ خو ولې بيا هم کۀ تاريخ وګورو نو راته ښکاره به شي چې د تعمير تر څنګ د تخريب سبب هم ژبه وه. فلاسفي، چې د ژوند هر اړخيز جاج دے، دا ستونزه هم تر نظر لاندې وساتله او د ‘لاجک’ پۀ نوم ئې ورته د بحث ډګر پرانستو. د لاجک کار هم دا وګرځېدو چې د ژبې تعميري او تخريبي اړخونه پۀ ګوته کړي کوم چې پۀ د سم او ناسم بيان باندې اډاڼه لري او هم داسې د ژبې تعميري اړخ د انساني ټولنې پۀ وده کښې پۀ کار راولي ــ خو دا مسله دومره اسانه هم نۀ ده ځکه چې انسان ژبه داخلي اظهار د ترجمانۍ د پاره کاروي. اوس يو انسان د بل انسان د داخل نه څۀ خبر؟ بيا هم پوهانو خپل سفر جاري وساتلو او د ژبې تجزياتي مطالعې نه پس ئې د هغې د کار درې ډګرونه يا فنکشنز پۀ ګوته کړل؛ د ژبې اولنے کار معلومات ورکول دي کوم چې د ګرامر تر مخه دوه اړخيز فنکشن دے ـــ مطلب چې معلومات پۀ ‘هو’ کښې (پازېټو) هم کېدے شي او ‘نه’ کښې (نېګېټو) هم کېدے شي. د ژبې دوېم کار د انسان د ذاتي جذباتو او کېفیاتو اظهار دے او هم داسې د ژبې درېم کار حکم کول دي. اوس کۀ د انسان تر دې دمه د ارتقاء پۀ دومره اوږد سفر نظر واچوو نو دا ښکاره کوي چې د اولنۍ خلیې نه تر دې دمه انواعو ته د خپلې بقاء سوال ورپېښ ؤ او انسان چې د ژبې د قوت د مخه د دې ادراک لا ښۀ کړے دے نو پوهانو د دې تجربې پۀ رڼا کښې د ژبې اولنے کار يا فنکشن د انسان د بقاء او د پرمختګ سبب وګڼلو او هم دغه ئې د سائنس معيار وګرځولو او دا ځکه چې ذاتي جذباتي يا کېفیتي اظهار او يا امر کول د يو فرد پۀ ګټه خو تمامېدے شي خو ولې د ټولې ټولنې پۀ ګټه کښې کله هم نۀ وي او بيا دا هم ده چې داسې اظهارونه کائناتي حقيقونه هم نۀ دي څۀ پېمانه ئې چې ریښتیا دي يا څۀ پېمانه ئې چې دروغ دي ــ د مثال پۀ توګه کۀ زۀ ووايم چې “جمهوريت د انسان د ټولنيزې برابرۍ ضامن دے” نو دا خبره د تحقيق نه ریښتیا يا دروغ ثابتېدے شي خو کۀ زۀ ووايم چې “امريت زۀ ځکه منم چې زما خوښ دے” نو څۀ باور چې زما خوښ دے څوک ئې نۀ شي ثابتولے چې ايا زما ريښتیا هم خوښ دے او کۀ نه د کوم مفاهمت د وجې ئې وايم. نو پۀ دې بنياد د ژبې اولنے فنکشن د نېچرل سائينسز تر څنګ د سوشل سائينسز معيار هم وګرځېدو او سياسيات هم چې د دې د ډلې دي، پۀ هم دې معيار اډانه لري. خو لۀ بده مرغه سیاست پۀ دې خطه کښې د جذباتيت ښکار شو او د ژبې دغه فنکشن چې مونږ ورباندې سياسي عمل تشکيلوے شو، سياسي لار پرې وهلے شو او نۀ يواځې خپل مرام پرې ټاکلے شو بلکې خپل مرام ته ورباندې رسېدلے هم شو؛ مونږ د خپل جذباتيت د لاندې کړو او يا د خپلو اناګانو تسکين کوو يا د فېشن لېريا ترمخه پۀ هم دغه دوړو د سېنګار پۀ نيت خپل مخونه خړوو.

د بحث پۀ دې ځاے مونږ دا نتيجه اخذ کولې شو چې د انسان بقاء د سائنس سره تلي ده او سائنس د ژبې د معلوماتو د ورکولو پۀ فنکشن اډاڼه لري، چرته چې جذباتيت کوم مقام نۀ لري خو ولې کۀ مونږ خبره د نېچلرل سائنسز کوو نو H2O اوبۀ دي يا نۀ دي، تحقيق ته وړاندې کولے شو خو پۀ سوشل سائنسز لا مسله هواره نۀ ده ځکه چې دلته مونږ خپل موقف پۀ ارګومنټس سره سم ثابت کوو کوم چې اکثر د مغالطو ښکار شي او ناسم ثابت شي.

هم داسې زمونږ عملونه هم بې لارې وګرځي او هر سياسي حرکت مو د اوارهګردۍ مترادف وګرځي. لاجک چې د سم او ناسم بيان د فرق ذمه ئې پۀ سره ده، خپل کار ئې پۀ دوه برخو کښې وېشلے دے چې يو ډيډکټېو لاجک دے بل انډکټېو لاجک دے او پۀ دې بنياد مغالطې هم پۀ دوه ډوله دي؛ يو ډول رسمي مغالطې دي چې د ډيډکټېو لاجک سره تړلي دي کومې چې د بيان پۀ ساخت کښې د تېروتنو نه را ولاړيږي او دا بل ډول غېر رسمي مغالطې دي چې د انډکټېو لاجک سره تړلي دي کومې چې د بيان پۀ مضمون (کونټېنټ) کښې د تېروتنې د وجې راولاړيږي.

پۀ سياسي ډګر کښې کۀ يو خوا سياست مداریان جذباتيت د وجې پۀ سياسي اوارهګردۍ مجبوروي نو بل خوا غېر رسمي مغالطو باندې مشتمل بيان بازۍ د وجې بې لارې هم شوي دي، چرته چې ضرورت د دې امر راولاړېږي چې مونږ کۀ د خپلې ټولنیزې بقاء سوال ريښتیا مخ پۀ وړاندې وړل غواړو نو بايد چې پۀ سائنسي بنيادونو سياست کښې برخه واخلو او پۀ حېثیت د ټولنيز ژوي خپله اهمه فريضه ترسره کړو.

د ليک پۀ دې برخه کښې زۀ غواړم چې د لاجک تر مخه پۀ ځنو اهمو غېر رسمي مغالطو رڼا واچوم. دلته دا هم د يادونې وړ ده چې دا ډول مغالطې کۀ څۀ هم پۀ نفسياتي يا جذباتي توګه مونږ ته مغالطې نۀ ښکاري خو ولې د خپل دريځ ښکاره کولو دپاره هېڅ منطقي زمينه نۀ جوړوي يا مونږ وئيلے شو چې د دا رنګ مغالطو وجه دا وي چې د بیان د نتائجو سره کوم منطقي تړون نۀ وي.

ځنې مهمې مغالطې دا دي:

  1. زورښودنه يا ځان ښودنه؛ کله چې بيان کوونکے د خپل دريځ د ثابت کولو دپاره د کوم سائنسي ثبوت پۀ ځاے د خپل زور او اثر رسوخ ښودنه کوي ـــ لکه بیان کوونکے ووائي چې زۀ به خپل مخالف ته پۀ الېکشن کښې ماتے ځکه ورکوم چې زۀ حجره لرم او د خلقو د چاے يا د ډوډۍ د ورکولو توان لرم. د عمران نیازي د امپائر د ګوتې اوچتولو واله سټېتمنټ هم پۀ دې زمره کښې راځي.
  2. زړۀ سواندي را اوچتول؛ داسې مغالطو کښې بيان کوونکے د خلقو جذباتي بلېک مېلنګ کوي لکه بيان کوونکے ووائي چې بايد تاسو الېکشن کښې ما يا زما د ګوند کوم ملګرے پۀ دې کامیاب کړئ چې کۀ مونږ بريا رانۀ وړه نو مونږ به د سخت مالي تاوان سره مخ شو. د سابق وزير اعظم ‘مجهے کيوں نکالا!‘ هم دا ډول مغالطه ده.
  3. د چا ذاتيات پۀ نخښه کول؛ سياست کښې د عدم برداشت رجحان د زياتېدو يوه وجه داسې بيان بازي هم ده لکه يو سړے ووائي چې د فلاني د سياست سره څۀ، هغه خو کور کلے هم نۀ لري يا دا چې فلانے پۀ يوه سترګه ړوند يا پۀ پښه ګډ به څۀ پارلېمان کښې زمونږ نمائندګي وکړي.
  4. د بيان د بې لارې کولو هڅه کله کله د بحث پۀ دوارن کښې مخالف بیان ته د غلط رنګ ورکولو هڅه کوي چې ترې نه داسې مغالطې راولاړېږي. د دې مثال داسې دے چې کۀ چرته يو پښتون پاله مشر ووائي چې زۀ پښتون يم او د پښتون د حق مبارزه به کوم نو مخالف ورته جواباً ووائي چې ښه! نو مطلب چې تۀ د نظريه پاکستان يا د انسانيت يا د جهانيت د نظريې خلاف ئې؟
  5. د نورو انسانانو د مثال مغالطه؛ د انسان يوه فطرتي کمزوري دا هم ده چې هغه د ځان د پاره زياتره هغه شان کول غواړي کوم چې عموماً ټولنه کښې روان وي. کله کله نقصان هم پۀ دې بنياد قبلوي چې هغۀ سره پۀ دې نقصان کښې زیاتره نور خلق هم شامل وي ـــ لکه چې د پښتو متل دے کلي سره تلے نۀ تلے. ځینې مقررين د انسان د دې کمزورۍ نه هم فائده واخلي او خپل بيان کښې ئې وکاروي؛ لکه يو بيان کوونکے د پښتونخوا خلقو ته ووائي زمونږ ګوند کښې پۀ دې شرکت وکړئ چې ټول پنجاب هم مونږ سره ولاړ دے يا پاتې نور پاکستان هم
  6. پۀ بې باوره او نا مستنده سرچينو باور؛ د انسان دا ټول علم او معلومات پۀ بېلابېلو سرچينو اډاڼه لري او د فلاسفې د مخه د علم او اګاهۍ شپږ سرچېنې حواس خمسه، خرد، وحي/الهام، وجدان، يقين او سند/حواله دي او پۀ دې کښې د ځینو پوهانو د پاره ځینې سرچينې کامل حېثیت لري او پاتې نورې ورته هېڅ هم نۀ وي. هم داسې ځینو پوهانو ته ځینې سرچينې اولین او پاتې نورې ورته ثانوي حېثیت لري او لاجک او سائنس پۀ حواس خمسه او خرد باوري دي، نورې لۀ پامه غورځوي چې دا څرګندوي چې سياست هم پۀ دې سرچېنو ولاړ دے. اوس دې سره تر ټولو نیزدې سرچينې د لوستلو او د اورېدلو او د کتلو سرچېنې دي، کومې هر وخت هر ځاے باوري کېدے نۀ شي ـــ لکه پرائيوېټ ټي وي چېنلز تر هغې د انتخاباتو نتېجې غېر حتمي ګڼي تر څو چې الېکشن کمېشن نه اعلان شوې نۀ وي. وجه ئې هم دا وي چې دا چېنلر د دې نتيجو باوري او مستنده سرچېنه نۀ وي نو د دې مغالطې د ژغورېدو پۀ خاطر خپل تر لاسه کړي خبر سره دا وضاحت هم کوي. سیاست مدران هم کله کله د خپل موقف وړاندې کولو دپاره د بې باوره سر چېنو مرسته واخلي د کوم د وجې چې د هغۀ بيان د مغالطو پۀ ولقه کښې راشي.
  7. پۀ تادۍ سره د بشپړتيا پۀ طرف تلل؛ داسې مغالطې د جذباتیت او د کمې مشاهدې د وجې راولاړيږي. هر کله چې مونږ يو نظر منونکي یو او غواړو چې ټول دې هم د دغه نظر منونکي شي نو مونږ له دا منل پکار دي چې مونږ د دې مغالطې ښکار یو. د مولانا وحيدالدين يوه خبره ده چې د مذهبي سړي تر ټولو غټه کمزوري دا ده چې هغه ټوله دنيا د ځان غوندې غواړي؛ نو پۀ دې اساس وئيلے شو چې د دوي پۀ خيال مذهبي خلق د دې مغالطې ښکار خلق دي
  8. د نېشتوالي/ محرومۍ پۀ سبب مغالطه؛ کله چې مونږ سره د کومې خبرې د دروغ کېدو ثبوت نۀ وي او مونږ دا فرض کړو چې دا ریښتیا ده نو دا د نیشتوالي/ محرومۍ نه راولاړه مغالطه ده، ځکه مونږ سره د ثبوت نیشتوالے ضروري نۀ ده چې دروغ ریښتیا او ریښتیا دروغ کړي. د پانامه کېس زياتره بيان بازي د پي ټي اٰئي او مسلم ليګ نون تر منځ هم داسې وه.
  9. خپل دريځ ته غلط علت ټاکل؛ کله کله سياست مدران پۀ غېر سائنسي توګه علت او نتیجه تړي. لکه يو سیاست دان ووائي فلانے ځکه پۀ ما د کرپشن الزام لګوي چې هغه زما د ذات نه سوزي، نو اوس د کرپشن د الزام او د چا د ذات د سوزېدو هېڅ سائنسي تړون نشته چې دا هم يوه مغالطه ده.
  10. د سوال راپورته کولو مغالطه کله کله پۀ بحث کښې د جواب نۀ لرلو د وجې جواب کوونکے سوال راپورته کړي. فرض کړئ د فاټا د انضمام مخالفت کوونکي نه سوال وشي چې فاټا دې ولې د پښتونخوا برخه نۀ شي؟ هغه جواب کښې د جواب پۀ ځاے سوال وکړي چې ولې دې ضم شي؟

[دې ټولو مباحثو کښې د هرې مغالطې ځواب کول څۀ ګران نۀ دي، دا ده چې د مغالطو زېږوونکي هم د سائنسي پوهې پۀ ذریعه د مغالطو شمېر زیات کړي او دغسې نتیجې ته رسېدونکے سیاسي عمل بیا پۀ سپیناوو کښې ښکېل شي.

دا اوس چې ملاله ایسپزۍ پینځ نیم کاله پس اسلام اباد ته راغله نو پۀ خپل مافي الضمیر کښې د جنګ پلویانو بیا خپل خیرن فکرونه مخې ته راوړل. د ملا د درد پۀ نامه د بغاوت د مقدمې نه تلونکي کمانډر تېرو ورځو کښې د ژوند د ضمانت د پاره پاکستان ته راتلو نه انکار وکړو، او ملاله ایسپزۍ چې پۀ سر کښې ئې مړدکي ښخ شوي وو، د خطرې باوجود اسلام اباد ته راغله. هغه به سوات ته هم ځي. د دې پۀ ځواب کښې دا سوال راپورته کولے شي چې ښه! نو ملاله څۀ کړي دي؟ د فاضل لیکوال د دې لیکنې پۀ رڼا کښې د قرارداد مقاصد او مېموګېټ سکېنډل نه تر باجوه ډاکټرین؛ مغالطې پۀ هره لاره کښې نوستلې شوې دي. دې عبوري دورې نه وتلو د پاره سیاست باندې باور لرونکو له نور هم کار کول پکار دي. ساه به نوره هم اوږدوي.]

هر پسۀ (چېـلے) پۀ خپله پښه ځوړند دے

وائي چې يو باچا ته پۀ تېر عمر کښې د زدکړې شوق ورغلو. غوښتل ئې چې پۀ لږ وخت کښې د دنيا د هر څۀ متعلق زدکړه وکړي. د دې شوق د تکميل دپاره ئې د وطن ټول پوهان راټول کړل. پوهانو د باچا د پاره د نړۍ د سل غوره کتابونو انتخاب وکړو خو باچا وغوښتل چې زدکړه د دې نه هم انتخاب کتابونو نه وکړي. د دې د وجې نه پوهان مجبوره شول چې دې سلو کتابونو کښې هم ورته د غوره نه غوره کتابونو انتخاب وکړي. د پوهانو د ډېر زيار نه پس پۀ لسو کتابونو سمے راغے کوم نه چې دوي د باچا د زدکړې هيله کولې شوه؛ خو باچا دې کښې هم ورته د مزيد انتخاب کولو حکم وکړو. پوهان د باچا حکم مطابق بيا د غوره نه غوره انتخاب پۀ لټون کښې سرګردانه اخېر د يو کتاب پۀ انتخاب متفق شول خو ولې باچا ته دا هم منظوره نۀ وه نو دوي بيا سره کښېناستل او د هغه غوره انتخاب کړي کتاب نه ئې يواځې يوه کرښه انتخاب کړه د کوم پۀ بنياد چې دوي باوري وو چې باچا به د دنيا د هر څۀ زدکړه وکړې شي.

هغه کرښه دا وه چې:

‘پۀ دې دنيا کښې هېڅ هم ويړيا نۀ دي، هر څوک چې هر څۀ کوي د هغې به هم دلته او هم هغه شان قيمت هم پرې کوي.’

خبره ریښتیا هم داسې ده. دلته چې څۀ هم روان دي مونږ ئې کوو مونږ به ئې قيمت پرې کوو او هم داسې به زمونږ راتلونکي نسلونه د تاريخ پۀ چوکاټ کښې زمونږ کوټه يا کره مخونه ګوري او هغه وخت به هم مونږ د خپلو عملونو قيمت ورکوو. نو پۀ داسې حال کښې پۀ نورو تورونه، فتوې لګولو او بدګمانۍ د ډېرولو او د نفرتونو د خورولو نه ښه دا ده چې د خپلې لارې او د خپل عمل جاج واخلو ـــ ولې چې قيمت ئې هم مونږ ته پرې کول وي ـــ نن هم او سبا هم ـــ او پښتانۀ خو بايد لا پۀ دې خبره ډېر کلئير وي ځکه چې دوي به خامخا دا متل اورېدلے او وئيلے وي چې “هر پسۀ پۀ خپله پښه ځوړند دے.”

بېدار اصلزے

علي ایسپزے

پښتون سټوډنټس فیډرېشن

د ګولډن جوبلي نمانځنې پۀ مناسبت

د درې وځني ورکشاپ روداد

د پښتون اېس اېف د ګولډن جوبلي درې ورځنے ورکشاپ باچاخان ټرسټ ایجوکېشنل فاونډېشن کښې د پښتون اېس اېف پېښور پوهنتون د صدر بلال بونېري او سترسېکتر عابد ایسپزي نګرانۍ کښې وشو. د دې درې ورځني ورکشاپ د نظامت چارې ښاغلي ډاکټر خادم حسېن ترسره کړې.

د غونډې پۀ اولنۍ برخه کښې د پښتون اېس اېف غړو خپله پېژندګلو وکړه. د دې نه پس ښاغلي اختر اقبال ایسپزي، ندیم ټکر، مقرب بونېري، ملک انور وزیر او وسیم خټک پۀ تېرو هلوځلو باندې رڼا واچوله.

پروفېسر اعجاز خټک صاحب د پښتنې خاورې پۀ معروضي حالاتو خبرې وکړې. د خپلې مورنۍ ژبې پۀ اهمیت ئې رڼا واچوله. د ګاونډي او پرمختللي هېوادونو د ترقۍ پۀ سفر ئې زړۀ پورې بحث وکړو او پۀ دې خبره ئې خاص زور راوړو چې کۀ چرې مونږ خپلې مسئلې پۀ جمهوري طریقه حل کړو نو علاقائي امن به پۀ خپله راشي. هغوي ووې چې مونږ پښتانۀ ټول قبائیل یو خو نېشنلزم مونږ د قبیلو نه راوباسي او یو قام رانه جوړوي.

د ورکشاپ پۀ دوېمه ورځ ښاغلي بشیر احمد مټه د پښتون قام پۀ عمومي تاریخ خبرې وکړې. دوي ووې چې پښتانۀ اریائي قام دے او څلور زره کلن تاریخ لري. هغوي زیاته کړه چې د اسرائیل پۀ تاریخ کښې د افغان هډو ذکر نشته او هغوي د پښتون قام پۀ تاریخ بحث کولو سره پۀ موجوده حالاتو د تاریخي اغېز مختلف صورتونه هم وڅېړل.

ډاکټر خادم حسېن د Building Arguments او Logical Policies پۀ موضوع باندې خبرې وکړې او دې سره ئې د Social Evolutioon بېلا بېلې مرحلې تفصیلاً بیان کړې.

اغلې ثناء اعجاز د پدرسري نظام (Patriarchy) پۀ موضوع خپل فکر وړاندې کړو. اغلې غوښتنه وکړه چې مونږ باید د خپلو خوېندو د حقونو پوره پوره خیال وساتو او پۀ ټولنه کښې هغوي ته پۀ درنه سترګه وګورو.

د باچاخان مرکز منتظم ښاغلي اعجاز ایسپزي د ‘باچاخان او خدائي خدمتګاري’ پۀ موضوع مقاله واوروله او د پښتون اېس اېف غړو ته ئې د باچاخان د عدم تشدد پۀ فلسفه د ژوند تېرولو تلقین وکړو.

پۀ درېمه ورځ مشر افراسیاب خټک او مشر میا افتخار حسېن د خپلو ذاتي سیاسي تجربو پۀ رڼا کښې د پښتون اېس اېف لارښودنه وکړه.

مشر افراسیاب خټک د خپل دور د طلباء سیاست او فیلډ مارشل ایوب خان پۀ ډکټېټرشپ وضاحت سره بحث وکړو او د سیاست او طلباء تر منځ تعلق ئې د جدید سیاسي سائنس رڼا کښې وڅېړلو.

مشر میا افتخار حسېن د خپلې طالبعلمۍ د وخت سیاسي هلې ځلې بیان کړې او د پښتون اېس اېف غړو ته ئې تنظیمي لارې چارې پۀ ګوته کړې. میا صاحب خپلو خبرو کښې د نن نه څلوېښت کاله وړاندې او نن سبا د سیاسي شعور پۀ لړ کښې د فائدې او نقصاناتو خبره هم وکړه او د پښتون اېس اېف زلمو ته ئې ډاډ ورکړو.

اغلې مادام بشريٰ ګوهر د تنظیمي سیاسیاتو د عنوان لاندې موضوع باندې خبرې وکړې. هغې ووئیل، پښتون اېس اېف باید د باچاخان د عدم تشدد پۀ فلسفه عمل جاري وساتي. خپلې تنظیمي مسئلې پۀ خپله حل کړي. هېڅ یو سیاسي مشر له دا نۀ دي پکار چې د پښتون اېس اېف پۀ داخلي امور کښې دخل اندازي وکړي او زیاته ئې کړه چې باید د پښتون اېس اېف ټول غړي د تنظیم د پرمختګ د پاره پۀ شریکه کوششونه وکړي.

دې نه پس ښاغلي خان زمان کاکړ ‘پۀ قامي تحریک کښې د طالب علمانو کردار’ پۀ موضوع باندې ډېرې ګټورې خبرې وکړې چې شروع ئې د خدائي خدمتګار د منحرف شاعر مُلا محمد اکبر خادم د دې شعر نه وکړه:

دا تعلیم چې تعلیم بولې، تعلیم نۀ دے 

سم تعلیم چا ته ورکړے غلیم نۀ دے 

هغۀ زیاته کړه چې قامي تحریکونه او قامي شعور د زدکړې د ځایونو نه راوځي، خو زۀ دا نۀ منم، بلکې پوهنتونونه د دې پۀ مخ کښې لوے خنډ دے. د عام اولس پۀ قامي تحریک کښې لویه خبره ده خو د دې برعکس تعلیم یافته خلقو دې تحریک ته ډېر زیان رسولے دے.

د ورکشاپ پۀ اختتام کښې د ښاغلي میا افتخار حسېن، اغلې بشريٰ ګوهر او ښاغلي ډاکټر خادم حسېن پۀ لاسونو د پښتون اېس اېف غړو ته سندونه ورکړے شول او ټولو غړو د پارټۍ د راغلو مشرانو مننه وکړه او د دې درې ورځي ورکشاپ پۀ کوربه کېدو ئې د باچاخان ټرسټ ایجوکېشنل فاونډېشن او ډاکټر خادم حسېن خصوصي شکریه ادا کړه.

ملګرو شوکت سواتي او ندیم ټکر خپلو خوږو اوازونو کښې د ښاغلي رحمت شاه سائل خوږې انقلابي سندرې واورولې او بیا پۀ باضابطه توګه د دې درې ورځني ورکشاپ د اختتام اعلان وشو.

نور احمد فطرت

د روس او

امریکا جنګ

مرتضٰي شاهين صاحب د خان عبدالولي خان د تاريخي کتاب “باچاخان او خدائي خدمتګاري” د دوهم ټوک پۀ سريزه کښې د تاريخ پۀ حقله ليکي “تاريخ يو داسې علم دې چې ورسره عبرت او سبک اخستل کيږي، د قام د اقبال او زوال پته ترې نه لګېږي او داسې نور …. ؟” نو دغه پورتنو پخو خبرو او سترو قولونو ته کۀ وګورو نو مونږ هم پۀ خپله پرته خطه کښې د برطانيې، روسيې، امريکا، پاکستان، افغانستان او پښتونخوا وطن د کړکېښ څخه ناخبره نۀ شو پاتې کېدې. وائي چې د اورنګزېب عالمګير د وفات 1707 څخه وروسته پرنګيانو د برصغير د نيولو اراده وکړه حتٰي ډاکټر ګنډا سنګهـ خو پۀ احمد شاه دراني نو مې کتاب کښې ليکي “چې کله لوې احمد شاه باباد پاني پت د نوموتي صوبې څخه وروسته پۀ ډيلي کښې د افغان د بريا جشنونه لمانځل دغه وخت لامکار پېرنګے پۀ پوره قوت او طاقت سره بنګال تۀ رارسېدلې ؤ “وګورئ د دغه کتاب وروستۍ پاڼې فقط” وکيل رحيم مندوخېل بيا د زردانه در پۀ سريزه کښې کاږي چې پېرنګے 1838-42 د په کلونو کښې د شاه شجاع د کومک پۀ پلمه پر افغانستان لمړي يرغل وکړي او بيا ئې پۀ 1878-80 کلونو کښې پۀ افغانستان دوهم يرغل وکړۀ پۀ لومړني قدم کښې ئې د افغانستان، پېښور، هزاره، بنو او ډېره اسماعيل خان خاوره ونيوله. پۀ دوهم ګام کښې ئې وار پۀ وار سوي، کوئټه، کرمه او د خېبر دره ونيوله. وګورئ زردانه در کتاب مخ5 رحيم مندوخېل مخته زياتوي “پۀ افغان د پېرنګي د يرغلونو او جارحيت پۀ دې خونړۍ پېړۍ کښې کۀ يو خوا افغان ډېر تاوانونه يوړل او ډېر سرونه ئې وشندل خو بل خوا افغانانو پۀ 1838-42ز کښې پۀ کابل جلال اباد پۀ 1861-62 ل آباد پۀ کښې پۀ انبېله بل خوا افغانانو پۀ کښېېرنګي د يرغلونو او جارحيت پۀ دې خونړۍ پېړۍ کښې کۀ يو خوا افغان ډېر تاوکښې پۀ انبېله کښې او بيا1880 پۀ کښې پۀ مېوند کښې د پېرنګي هډونه مات کړل د 1881څخه ئې تر 1893 پورې ږوب، بوري، وزيرستان او نور ځائونه ونيول (دې) پر مخ ليکي پېرنګي پۀ 1893 کښې يو خوا د نولسمې پېړۍ ټولي استعماري نيوکې په عبدالرحمان خان وروتپلې او بل خوا ئې پاتې افغان خاوره نيمه مستعيره کړه پۀ قول د مندوخېل صاحب. (دې) ليکي “دلته نو کۀ يو خوا ته د شلمې پېړۍ پېل کېږي نو بلې خوا ته د لر او بر افغان د نجات د تحريک مرحله پېل کيږې.” او د غازي امان الله خان او د هغۀ د ملګرو پۀ قيادت کښې د پېرنګي څخه بشپړه استقلال او ازادي تر لاسه کېږي او پۀ افغانستان کښې يو جمهوري او د عدل او انصاف نظام ادامه پېدا کوي. وګورئ زردانه در سريزه مخ 8-9.

دغه رنګه پۀ پښتونخوا وطن (سرحد ايالت) کښې چې کله پۀ 1946 کښې پېرنګيانو (د مسلم ليګ لپاره) د اسلام او پاکستان پۀ نوم کوم انتخابات وکړل نو پۀ هغې کښې خدائي خدمتګارو پۀ صوبائي اسمبلۍ کښې پۀ پنځوسو سيټونو کښې33 سيټونه وګټل نو پۀ دغه جابر پېرنګي ډېر بد ودړدېدۍ دلته هم پېرنګي پۀ خدائي خدمتګارو قانوني، ائيني او جمهوري جنګ وبائيلي نو اوس چې د پېرنګي اولنې مقصد حاصل شو، هندوستان تقسيم شو نو اوس خو صرف يو کار پاتې وو چې بنيادي او ازلي دښمنانو يعني خدائي خدمتګارانو علاج وشي (باچاخان او خدائي خدمتګاري کتاب لمړنۍ پاڼې وګورئ)

دوي د خدائي خدمتګارانو علاج پۀ دې وجه هم غوښتۀ ځکه دوي پۀ نا وېشلي هندوستان کښې د شمال له خوا څخه د روس خطره محسوسوله پۀ قول د خان عبدالولي خان مرحوم د يوې اردو مقالې “د لمړني نړيوال جنګ پۀ دوران کښې پۀ روس کښي يو انقلاب راغلې، زار بادشاه سلطنت ختم کړې شو او پرولتاريه پۀ خپل حکومت جوړ کړي پېرنګيان د زار بادشاه پۀ ختمېدو ډېر خوشحاله شول او خيال ئې دا ؤ چې د روس سلطنت به اوس ټوټې ټوټې شي.” (هم دغه مقاله پښتون مجله دوهم کال لومړۍګڼه مخ 24) کله چې روسيې لېنني انقلاب ټول زار سلطنت راګېر کړۀ او تاشقند، ثمرقند او بخارا ته رانزدې شو نو پېرنګيانو پۀ حقيقت کښې خبره محسوسوله ځکه چې د امو درياب کوم چې يو جغرافيائي پوله وه د روس او برطانيې پۀ منځ کښې پۀ نظرياتي سرحد بدل شو. (د باچاخان ژوند او فکر پۀ مقاله کښې خان موصوف پۀ مخ زياتوي) “پېرنګي پاليسي جوړوونکي ډېر ژر پۀ دې پوهه شول چې اوس پۀ دې جغرافيائي او نظرياتي سرحد پابندي ډېر پۀ احتياط سره نظر ساتل پکار دي. د ډير سوچ او تجزيې پس پېرنګيان پۀ دې نتيجه ورسېدل چې د دې نظرياتي خطر واحد علاج اسلام دے خو دا اسلام به د حضور صلّي الله وسلم نۀ بلکې هغه اسلام کوم چې د دوي (سامراجي) مفادات پوره کولے شي. د خندا خبره خو دا وه چې تر دې وخته پورې د پېرنګي استعمار پاليسي دا وه چې اسلامي قوتونه تباه کړي خو دوي اوس غوښتل چې د روسي کميونزم خلاف د جنګ ګټلو لپاره پۀ دې سيمه کښې اسلام دوباره خور او مضبوط کړي. وګورئ هم دغه مقاله دوهم کال پښتون لومړۍ ګڼه جنوري2007 مخ 25-24

پۀ کال 1901کښې د هغه وخت وائسراے لارډ کرزن شمال مغربي علاقه د پنجاب څخه بېله کړه او شمال مغربي کشمنرېټ ئې جوړ کړو چې مرکز ئې پېښور ؤ. لارډ کرزن د دې خبرې پۀ ګوته کولو کښې سهي ؤ چې هسې خو د برطانيې د حکومت ډېر سرحدونه وو خو دا سرحد هغه سرحد ؤ د کوم اړخ نه چې برطانوي سلطنت ته د سوېت يونين نه ډېره خطره وه لهٰذه پېرنګيانو خپله پالیسي ښکاره کړه چې دا علاقې او درې Vallies دې د افغانستان څخه جدا کړے شي. بيا دا علاقې دې خاص علاقې وګرځولې شي چي بېل بېل قانونونه دې پکښې نافذ کړے شي او د هند د نورو سياسي تحريکونو نه دې بيلې وساتل شي (هم دغه مقاله پښتون ګڼه مخ25 ). اوس نو دلته پېرنګيان پۀ اروپا کښې پۀ جنګ اخته کېږي او برطانيه پۀ اقتصادي ډول ډېره شا ته راځي او د هندوستان علاقې پۀ مالي محاذ د ساتلو جوګه نۀ پاتې کېږي او بيا د خپلو مفاداتو د پاره د پاکستان پۀ نامه يو ازاد هېواد جوړوي (او هندوستان ته حقيقي ازادي ورکوي) او د دغې سره د برصغير څخه خپله ګډه پۀ شا کوي او خپله دغه د زور واکۍ او بدمعاشۍ دنده امريکا غوندې لوے هېواد ته سپاري.

امريکا هم سمدستي خو پۀ کردار کراره پۀ نړۍ کښې پۀ ځانګړي ډول د بنګله دېش پۀ ډهاکه کښې غونډه کوي او د روسيې سره پۀ نظرياتي سرحد د مقابلې تابيا کوي هلته روسان د زار حکومت څخه وروسته پۀ روسيه کښې يو نفري قانون او نظام متعارفه کوي. د خپلو قدرتي وسائلو څخه فائده اخلي او ځان خود کفيله کوي. د ټولو څخه غټه خبره دا چې د ټول اولس ضرورتونه پوره کوي. د دې سره پۀ روسانو کښې د همکارۍ جذبه بېداره کېږي. د اصولو پۀ بنياد د يوې نوې ټولنې د جوړولو کوشش کوي (د خان عبدالولي خان مقاله) مخ.25-26

دلته د 1950 لسيزې څخه وروسته امريکا پۀ وېتنام هېواد ناجائز يرغل کوي. دلته روسان د وېتنام ملاتړ کوي. د امريکا د زور ځواکۍ اوږد لاس پۀ وېتنام کښې لنډوي. د ډېر وخت پس امريکا پۀ وېتنام کښې ماته خوري شرمېدلې او کړېدلې د وېتنام څخه ووځي. امريکا چې کله پۀ دغه جنګ کښې شکست خوري نو ورپسې څخه د انتقام قسم اخلي د وېتنام د جنګ څخه لږ وخت پس امريکا هغه د پښتنو د قل “ايښې مي ئې پرېښې مي نه ئې” پۀ مصداق روسيې يا روسانو ته پۀ ډاګه وائي چې ګورم به دې ستا د غڼو لار هم زما پۀ ژرنده برابره ده پۀ دغسې حالاتو کښې چې روسان هم پۀ تياري بوخت وي او امريکايان هم؟ نړی پۀ دوو غټو بلاګانو وېشلې کېږي چې يو ته روسي او بل ته امريکا وئېل کېدې.

پۀ نړۍ کښې دغه د برترۍ غوښتنې، سياست او قيادت پۀ مخ روان وي چې د اويا عيسوي پۀ پايې کښې ښاغلي سردار داود خان قتل کړے شو.

د انقلاب د کاميابۍ پس سمدستي اولس د کا بل جېل ته مخه وکړه چرته چې د هغوي ليډران بنديان وو هغوي ئې د جېل څخه روايستل او د انقلاب هيډکوارټر ته ئې وروسول پۀ ټول ملک کښې د انقلاب د کاميابۍ د خوشالۍ نارې پورته شوې او ښۀ تور هرکلے ئې وشو پۀ خلقو کښې زبردست جوش و خروش ؤ پۀ 29 ,28 او 30 اپرېل تره کي صاحب د انقلاب رهبري وکړۀ پۀ ۳۰ اپرېل تره کي متفته طور سره د جمهوري افغانستان اولس مشر شو او داسې نور دا وخت پۀ لوې افغانستان کښې سور بېرغ رپېدۀ او خلقيان \ پرچميان پۀ حکومت کښې کښې راغلې وو دلته ددغه عوامي حکومت سره ظالمي او تراهګري امريکا ته هغه د انتقام قسم ورياد شو چې وئيلې ئې وو چې زۀ به ستا څخه خامخا بدله اخلم حالانکې څېړونکي پردې خبره تر ډېره پۀ يوه خوله دي چې دا انقلاب روسانو نۀ دې راوستې بلکه دغه بدلون پخپله افغانانو راوستې اوس نو دلته هغه د پښتو متل رايادېږي چې وائي رايي قباله پۀ چا ئې منې؟ اوس نو امريکا هم پۀ خپلو اتحاديانو لکه پاکستان، عرب هېوادونو او پۀ ځينو اورپايي هېوادونو لکه برطانيه، فرانس، جرمني او داسې نورو ږغ کوي چې هم ددغه هېواد خلاف چانده راکړئ. ورسره ورسره څۀ نا څۀ د جهاد پۀ نوم جنګ هم پېل کړې. استاد نور محمد تره کي هم پۀ خپل يو اوږد تقرير کښې دغه بې ځايه پروپېګنډو ته اشاره کړې ده لکه چې وائي “زمونږ دښمنان پۀ مو نږ قسما قسم الزامونه لګوي د مثال پۀ توګه هغوي عالمان او نور وطن مينه خلق ويروي چې د هغوي لپاره پۀ افغانستان کښې هم ځائې ځائيګې نشته خو زۀ دا وايم چې زمونږ پۀ زړونو کښې د اسلام لپاره ډېر زيات عقيدت موجود دے او مونږ به خلقو ته هر قسم سهولتونه ورکوو دلته جوماتونه شته چې پکښې اذانونه، فرائض ادا کوي خو سامراج (امريکا او نورو کفري هېوادونو ته اشاره ده) وائي چې ترڅو مونږ د هغوي ملګري شوې نۀ يوددې حقيقت باوجود چې پۀ افغانستان کښې شرعي عدالتونه موجود دي او د هغې ججان د شرعي احکاماتو مطابق د مقدمو فېصلې کوي زمونږ حکومت (د افغانستان) د افغانستان د خواي کښو، مزدورانو نمائنده دې څوک چې د ملک د ابادۍ ۸۵ في صده دي مونږ هم د دغو خوري کښو اولاد او خادمان يو مونږ هم ددغو خوري کښو د مفاداتو لپاره جدوجهد کوو مونږ پۀ ماضي کښې د دوي لپاره کار کړې دے او پۀ مستقبل کښې به هم د دوي لپاره کار کوو. وګورئ وطن يا کفن کتاب مخ 25

حتٰي ليکوال بشيراخګر پۀ خپل يو فارسي کتاب کښې پۀ مخ 196 کښې يوه ستره پروپېګنډه هم شنډه وي لکه چې ليکي “ټول هغه د زمکو مالکان چې له 30 جريبه لومړۍ درجې زمکو څخه زياته زمکه ولري مکلف دي چې خپله اضافي زمکه د دولت مسئولو مقاماتو ته ( داصولو مطابق وسپاري) د وطن پرستۍ پۀ مينه او د وطن د ابادۍ پۀ خاطر پۀ 30 جريبه زمکه کفايت وکړي او پۀ عملي توګه پۀ دغه انقلابي کار کښې لويه مثبته ونډه واخلي”. وګورئ نور محمد تره کي عملي ، سياسي او ادبي ژوند کتاب مخ 197. اوس تاسو وګورئ چې دغه د زمکو او جائيدادونو پۀ باره کښې کومې کومې پروپېګنډې پۀ دغه حکومت پسې ونۀ شوې زۀ دا نۀ وايم چې پۀ دغه سسټم يا نظام کلښې به کمزورئ نۀ وې اوس دغه پورتني عبارت خو پخپله د استاد د فرمان دي. ايا پۀ دغه فرمان کښې زور شته کۀ جبر شته او کۀ لاقانونيت؟ پرېکړه تاسو پخپله وکړئ. ډاکټر نجيب شهيد هم يو ځائې غرب ته پۀ ځانګړي ډول امريکا ته ګوته نيسي او وائي “ايمپريلزم (سرمايه دارانه نظام ته وائي) مونږ ته بد مرغي ځان ته نيک مرغي، مونږ ته اسارت ځان ته ازادي، مونږ ته فقر ځان ته شتمني، مونږ ته تباهي ځان ته ابادي، مونږ ته ذلت او ځان ته عزت غواړي. مونږ دغه وېش نۀ منو او دغه تله مونږ بدلول غواړو اپريلتي محاقل پۀ خپل تبليغي جنګ کښې د اسلام لۀ نوم څخه ناوړه استفاده کوي او غواړي چې زمونږ سياست د اسلام سره مغاير کړي پۀ داسې حال کښې چې اسلام سپېڅلې دين د خوندي ساتلو ضمانت ورکوي او مونږ ټول پۀ دغه ايمان لرو . وګورئ د ډاکټر نجيب شهيد وېنا د ازادۍ لمر دوېم کال لومړۍ ګڼه 2007 مخ 36. د داؤد خان څخه وروسته پۀ لوې افغانستان کښې ثور انقلاب کا مياب شو پۀ قول د فاضل استاد سليم راز صاحب ” د انقلاب رهبر نور محمد تره کي د نوي، ترقي پسند او روشن خياله افغانستان پۀ لور ګامونه پورته کړل او د انقلابي اصلاحاتو اعلان ئې وکړۀ لکه د څلورم نمبر فرمان تر مخه ټولو قوميتونو، ژبو او ثقافتونو ته يو شان د ترقۍ ورکولو لپاره د کوټلو اقداماتو اعلان، د شپږم نمبر فرمان ترمخه د سور او ګاڼې (ګروي) پۀ کاروبار قانوني پابندي لګول او ګاڼه مخکښې ازادول د ووم نمبر فرمان مطابق ښځو ته پۀ ټولنه کښې د سړيو سره يو شان او يو برابر حقوق او باوقاره مقام ورکول او د ښځو پۀ خرڅولو پابندي لګول او د غلطو سماجي رسمونو، رواجونو د ختمولو اعلان د اتم نمبر فرمان پۀ زريعه د زرعي اصلاحاتو اعلان، خواري کښو دهقانانو او د پټي مزدورانو ته معاشي ازادي ورکول او د هغوي د جاګيردارو او خانانو د غلامۍ څخه ازادول او د زمکې د ساتلو حد مقررول او داسې نور (وګورئ هم دغه د سليم راز صاحب مقاله کتاب وطن يا کفن مخ 58)

خو د رجعتي قوتونو د امريکې سامراج او د هغه د بړېڅو پۀ وېنا ددې اصلاحاتو مخالفت وکړل شو او د اسلام، مذهب او جهاد پۀ نوم ئې د انقلاب او ترقۍ پۀ لاره کښې خنډان پېدا کړل. انقلابي او نوښت ګر ليکوال پۀ اروښاد ډاکټر نجيب الله مئېن شاعر او تجزيه نګار بشرنويد بيا پۀ خپله مقاله کښې کاږي، “د پاکستان مفادات دا ؤ چې د افغانستان د حکومتونو سره خپل زوړ اختلافات د يو زبردست داخلي فشار او جنګ پۀ شکل پوره کړي او د افغانانو سره د مذهبي، انساني او اخلاقي همدردۍ څرګندونه وکړي، دوېمه خبره دا وه چې د پاکستان او انډيا پۀ اختلافاتو او جنګونو کښې افغانستان يوه داسې مورچه وه چې بهارت پۀ ښۀ توګه استعمالولې شوه نو پاکستان پۀ افغانستان کښې خپل سرحدي خريف له دغلته مخه وهل غوښتل. د دې لپاره ضياء ته د افغانستان دننه سياسي اختلاف پۀ ګټه پرېوتۀ او د امريکا دلالي ئې پۀ دا وجه قبوله کړه چې يو خوا به خپل حکومت بې ويرې بې ترهې وکړي او بلخوا به د متحده افغانستان پۀ پاره پاره کولو کښې د امريکا د حکم تعميل وکړي. دغه وخت د امريکا او ضياء مفادات يو ؤ. د امريکا سي ائي اے پۀ باقاعده ډول د پاکستان ائي اېس ائي ته پۀ افغانستان کښې د مداخلت پوره پوره تربيت ورکړو او دغه شان د پاکستان خفيه اېجنسي افغان مجاهدين د خپل وطن د خپلې خاورې او کورونو نه رابهر کړل او هغوي ئې پۀ جنګ ورواچول چې تر اوسه پورې ئې سلسله جاري ده

د ښاغلي نور محمد تره کي او خفيظ الله امين څخه وروسته چې واک فارسي ببرک کامل ته ورسېدۀ. پاکستان، امريکا، ايران او اروپا لخوا جنګ نور هم زيات شو حتي پۀ قول د لوے استاد او شاعر محترام عبدالباري جهاني چې دغه جنګ ئې کست پۀ کسته د صحرا څخه ښارونو ته راؤړۀ. “دا پۀ دې چې ددغه جنګ څخه ناورين جوړ شي او افغانان د خپل هېواد څخه پاکستان او ايران ته پۀ کډه کولو مجبوره شي. (وګورئ “قوماندان ناول”)

وروسته جهاني صاحب ليکي چې پاکستانيانو به ساده مهاجرو ته وئېل “کۀ تاسو مهاجر ياست،مونږ انصار يو، ستاسو برے زمونږ برے دے، روسان پۀ افغانستان کښې نۀ درميږي د هغوي بل ګام به پاکستان وي خو چې سړے ستاسو دغه سختو ګوزارونو ته وګوري نو وئيلے شي چې انشاءالله برے د مسلمانانو دے. تاسو بايد د کابل حکومت او روسانو ته مځکه سره تبۍ کړي، کلي، ښارونه، پلونه، ،مکتبونه، بندونه او سړکونه بايد ټول خراب کړي چې کۀ وطن ازاد شي مونږ دغه ټول شيانو او وسائلو ته ضرورت لرو نو مونږ وايو چې تاسو پۀ حق ياست خو خبره دا ده چې د افغانستان جنګ د اسلام جنګ دے. (وګورئ هم دغه ناول، مخ151-151 )

اوس نو د فخرافغان خان بابا پۀ قول “دغه د اسلام جنګ نۀ بلکې د روس او امريکا جنګ وږديږي، ديارلس څلور کاله ادامه پېدا کوي، پۀ ميلينونو افغانان پکښې مري، افغانستان پکښې کنډواله کيږي، پۀ لکهونو خلق پکښې ژوبل کيږي، مايوبه کيږي، پۀ لکهونو لکهونو خلق پکښې بې کوره کيږي، د افغانانو هديرې پکښې غټيږي او داسې نور………. نور

د برصغير جنوبي اېشياء د ازادۍ معتبر مبارز، د عدم تشدد د فلسفې مبلغ او ملي رهبر باچا خان به وئېل چې پۀ نورو ملکونو کښي انقلاب ابادي او څوکالي روالي خو افغانان د غېرو د سازشونو ښکار شو او انقلاب ئې د تباهۍ خوا ته بوتلي (وګورئ وطن يا کفن، مخ 67)

حتي نجيب شهيد خو د باچا خان د تدفين پۀ وخت پۀ دوي څۀ پۀ داسې ټکو تبصره کوي لکه وائي چې “زمونږ پۀ هېواد کښې مونږ پۀ خپلو سترګو وليدل چې هم هغه د ازادۍ بين المللي او منطقوي دښمنان کوم چې د هند د خلقو د بېدارۍ او ازادۍ پۀ ضد د افغانستان د خلقو د بېدارۍ او ازادۍ پۀ ضد هم جنګيږي البته هر عاقل پۀ دې خبره پوهيږي چې پۀ افغانستان باندې جنګي او سياسي تجاوز د ديني مقصدونو لپاره نۀ دے بلکې د ازادۍ او ترقۍ پۀ ضد دے چې د انقلاب د دښمنانو له لوري ئې انظام شوے دے. دا چاړۀ چې اوس د افغانستان د ملي ډيموکراټيک ګوند مقابلې ته راويستل شوې ده هم هغه چاړۀ ده چې پۀ 1929 کښې غازي امان الله جان او پۀ 1948 کښې د بابړې پۀ مېدان سُرخ پوشانو ته له تېکي رايستل شوې وه. اوس نو پۀ قول د جهاني صاحب “افغانستان يو مخ تباه شو کتابونه او مکتبونه ئې ونړېدل، جنګ، جدل او فساد پکښې د شېطان له کوره شو. لاقانونيت شوم ورور د ورور د وينو تږے شو او داسې نور خو بلې خوا بيا پاکستان پکښې جوړ شو فوځ ئې ځان پکښې ونيوۀ دغه د روسيې او پاکستان پۀ جګړه کښې د پاکستان معېشيت ښۀ شو.. د افغانستان وسپنه، د ميوزيم تاريخي اثار او نور خام مواد د اسلام پۀ قلعه پاکستان کښې خرڅ شول او داسې نور ……. د ديارلس کلن يا څوارلس کلن ناورين وروسته د روس او امريکا پۀ مېنځ کښې يوه لوظ نامه کيږي چې دغه ته ورته روته لوظ نامه د ډاکټر نجيب او مجاهدينو پۀ مېنځ پۀ مکه شريفه کښې هم يوار کږي چې وروسته د ګاونډي هېوادونو له لاسه د ناکامۍ سره مخامخ کيږي. په 1942 کښې ډاکټر شهيد استعفي ورکوي او د پاکستان، امريکا، اروپا او عربو روزلي مجاهدين (اووۀ ګونده) بلکې مسعود، رباني، مجددي، ګل بدين حکمت يار، مولوي يولس خالص او داسې نور نور د پاکستانيانو پشمول اقتدار ته رسيږي

دې دوران د سپین بولدک څخه د طالبانو پۀ نامه يو پاکستان او عرب پلوه تحريک راپورته کيږي چې د امريکا کومک هم ورسره وي. دغه تحريک د دواو او درېو کلونو پۀ موده کښې کندهار، کابل، هرات، هزاره،جلال اباد او نور ښارونه لاندې کوي او افغانستان د مجاهدينو څخه پاکوي. پۀ دغه دوره او موده کښې هم ډېره وينه توئېږي، د طالبانو د اقتدار لړۍ لاروانه وي چې پۀ امريکا کښې د يولسم ستمبر پېښه رامنځ ته کږي دلته امريکا د دغه ستري حادثې عامل اسامه بن لادن ګڼي اوس امريکا د خپل اتحادي ملا عمر صاحب او ددۀ د کمزوري سرکار څخه غواړي چې اُسامه دې دوي ته ورکړي دلته پاکستان د عرب پۀ ملاتړ د دغه غوښتنې څخه د ملا صاحب پۀ خوله انکار کوي اوس امريکا اوس امريکا د مشرف سره يو ځائے کيږي او د ملايانو حکومت پائې ته رسوي او پۀ ځائے ئې ښاغلي حامد کرزئي کښېنوي د حامد کرزي د راتلو سره امريکا او اروپا، د روس او د هغه د مفاداتو سره د جنګ ته د ترهګرۍ نوم ورکوي اوس امريکا او اروپا د ترهګرۍ او د اُسامه پۀ پلمه افغانستان ته راځي. د روس، چين او ايران سره خپل نوي جنګ پېل کوي او ددغه جنګ پۀ پلمه د قازکستان، ازبکستان او نورو هېوادونو تېلو اوګازو ته (د ناټو پۀ کومک) ځان رسوي . دلته پاکستان، عرب او اتحاديان پۀ ښکاره د امريکا او نړۍ سره دريږي لېکن پۀ پټه بيرته ددغه جمهوري حکومت د بې ثباته کولو لپاره د طالبانو سره مرسته پېل کوي او يو وار بيا خپل غېر ائيني جنګ ته د اسلام او د کفر د جنګ نوم ورکوي حالانکې دا ئې هېر شول چې باچا خان لا پخوا وئيلے و چې دا د کفر او اسلام جنګ نۀ دے دا د روس او امريکا جنګ دے چې بې ګناه افغانان پکښې مري” (وطن يا کفن، مخ 67)

امريکا چې څنګه افغانستان ته راغله دغه وخت نو قومندان عبدالحق شهيد، ملابور جان شهيد، ډاکټر نجيب شهيد، انجينئر مسعود شهيد، شاپور احمدزئي شهيد، شهيدان شوي و اوس نو امريکا چې څۀ غوښتل هغه ئې ترلاسه کړل، سياسي برتري ئې دنيا ته ورښکاره کړه بس اوږۀ ئې پۀ بيزو وخوړل. دلته پاکستان او عرب اتحاد يو وار بيا د جهاد پۀ نامه (چې دغسې جهاد دوي پۀ بنګال کښې هم کړے و) د تاريخي افغانستان د نيولو هڅه وکړه. پاکستان او عربو هم پۀ دغه ډېره خطرناکه لوبه کښې ډېرې اوبۀ خړې کړې او ماهيان ئې ونيول او پۀ کابل کښې ئې يو وار بيا د خپل يو ګوډاګي حکمران د کښېنولو خوب وليدۀ. شاعر وائي

تۀ چې بل پۀ غشو ولې هسې پوه شه

چې هم دا غشي به ستا پۀ لور ګوزار شي

امريکا چې څنګه افغانستان ته راغله. افغانستان نور ورسره ناامنه شو پۀ دغه هېواد کښې د امريکا پۀ کومک ګاونډي ملکونو مداخلتونه پېل کړل. ان د کرزي د حکومت څخه وروسته طالبان دومره زورور شول چي اوس اولس والي خو پرېږده ولايتونه هم د ملي اُردو څخه نيسي. امريکا پۀ اسياء کښې د افغانستان پۀ نيولو هم بس ونکړو د بُش حکومت عراق د زرعوي (اېټمي) وسلو پۀ بهانه له پښو غورځوي، صدام ته پۀ عراق کښې او کرنل قذافي ته پۀ لېبيا کښې سزا ورکوي، د عراق سني سلطنت شيعه ګانو ته پۀ تحفه کښې ورکوي اوس نو امريکا د عربو پۀ ټاپو کښې د خپلو ذاتي مفاداتو لپاره داعش پېدا کوي. القاعده تقويه کوي پۀ داعش سره د عربو پۀ خطه کښې د استرائلو تحفظ يقيني کوي چې د داعش څخه مخکښې پۀ دغه کار د شاه فهد او صدام حسين څخه اخيستي و. هسې خو د عربو پۀ جزيره کښې يو په بل پسې ټول عربي هېوادونه او د هغوي تېل تر خېټې لاندې کوي (پرته له سوريي)اوس نو پۀ کراره د سوريې او روسيې خلاف بيا جنګ پېل کوي. “د افغانستان، لېبيا، کيوبا، شمالي کوريا، ايران او عراق سره سره يو وار بيا د جمهوري روس سره خپل جنګ ته لاره هواروي لېکن پۀ سوريه کښې بشر اسد پۀ دغه جنګ کښي (ډاکټر نجيب او کرنل قذافي) غوندې يکړ نه پتې کيږي بلکې ايران او روس ئې پوره لاس امداد کوي.اسلام د جنګ برائے جنګ مذهب نۀ دے، اسلام د سولې دين دے. مونږ ته پکار ده چې د اسلام د نن، پرون او د صبا مطالعه وکړو، د باچا خان اپ بېتي، د غني کليات، د خان عبدالولي خان “رشتيا رشيتا دي” مطالعه وکړو. راځئ ستر ستر عالمان لکه مولانا وحيد الدين خان، ډاکټر ذاکر نائيک مطالعه وکړو. راځئ د ولي خان مرحوم څلور ټوکه کتاب “باچا خان او خدائي خدمتګاري” ولولو، د ستر خوشحال بابا نثر او شعرونه ووايو، راځئ د شلمې پېړۍ تر ټولو ښۀ کتاب سوسن چمن ولولو. راځئ د روس او امريکا پۀ مفاداتو د اروپا، عربيانو او پاکستانيانو (ټوله پاکستانيان نۀ ښيم) پۀ جمونو ځانونه خبر کړو، راځئ چې نور نو ځانونه (پۀ حېث د افغان او پښتون د علم او ادب پۀ ګڼو ښائسته کړو.

کۀ دووسي ده کۀ غېرت دے وروره! 

د هر سړي خپل مصلحت دے وروره! 

خېر دے ادب کۀ اشتها غوندې شوه 

اوس خو تنقید هم یو شهوت دے وروره! 

اوس هم جومات ته یو څو تنه ورځي 

دا د مُلا صاحب غفلت دے وروره! 

ژوند؟ نه، اوس دومره غاړه نۀ وړم پسې 

اوس خو بس حسبِ ضرورت دے وروره! 

لا خو اوس هم حوا منحوسه ده نو 

لا پۀ انا اوس هم تهمت دے وروره! 

انا ایسپزۍ

 

دا هم ولولئ

د باچا خان سل کلن تحريک جائزه – شمس بونېرے

د دې کال د ټولو لويه او خوږه ورځ د باچاخاني تحريک انجمن اصلاح الافاغنه …