د جسټس فائز عیسیٰ او د هغوي د کورودانې د نظر ثانۍ د کېس د سماعت عکس ورو ورو واضحه کېږي او شايد چې د دې مضمون د اشاعت نه مخکښې فېصله مخې ته راغلې وي یا محفوظه شوې وي یا د سرکاري وکیل لۀ طرفه د Delaying tacticsپۀ وجه پۀ دېرشم اپرېل د جسټس منظور ملک د رېټائرمنټ لۀ وجې د بنچ ماتېدو پۀ سوب فېصله نوره هم وځنډولې شي. جسټس فائز عیسیٰ هغه ټارګټ ښکاري چې لاک شوے وي او مېزائل پرې پۀ تېزۍ سره ورروان وي. اوس جسټس فائز خداے خبر چې د دې مېزائل نه څنګه بچ پاتې کېږي، صرف د یو څو ورځو انتظار دے. د اپرېل پۀ ٢٢ نېټه چې پۀ سپریم کورټ کښې کومه تلخ کلامي د ججانو منځ کښې شوې ده، د هغې غټه وجه پۀ دېرشمه نېټه د جسټس منظور ملک رېټائرمنټ کېدل دي چې جسټس مقبول باقر سرکاري وکیل ته ووئيل چې خپل بحث زر ختموه، خو جسټس منیب اختر او جسټس عمر عطا بندیال وکیل ته ووئيل چې خپل بحث ښۀ پۀ ارام جاري ساته ځکه چې جسټس مقبول باقر دا کېس د منظور ملک د رېټائرمنټ نه مخکښې فېصله کول غواړي او د دې نورو ججانو مقصد سره د سرکاري وکیله د وخت راښکل دي چې مقدمه وځنډولې شي. د نظرثانۍ پۀ دې کېس کښې قدم پۀ قدم بېشماره چالاکۍ پۀ نظر راځي. دا چالاکۍ د ملک معزز عدالت کښې ډېر تسلسل سره راروانې دي. کله چې د پاناما کېس مخې ته راغے نو سپریم کورټ د نواز شریف خلاف پۀ خپله نګرانۍ کښې جے ائي ټي جوړه کړه. پۀ پاناما کېس کښې خو جے ائي ټي څۀ و نۀ موندل البته نۀ پوهېږو چې اقامه ئې پۀ کښې څنګه وموندله او د هغې پۀ بنیاد ئې نواز شریف نۀ صرف د تخت نه لرې کړو بلکې بیا ئې وروستود جېل پۀ دروازو ور دننه کړو. اوس اوس پۀ پنځو ججانو مشتمل بنچ د عمران خان خلاف د قومي اسمبلۍ ممبرانو ته د سېنېټ انتخاباتو نه مخکښې د ٥٠،٥٠ کروړو روپۍ فنډ ورکولو کېس کښې د عمران خان پۀ ځاے د ملک چیف جسټس د جسټس فائز عیسیٰ خلاف فېصله کړې وه چې جسټس فائز عیسیٰ لۀ د وزیر اعظم خلاف کېس کول نۀ دي پکار. پۀ دې کېس کښې هم داسې لوبه روانه ده. حکومت د جسټس فائز عیسیٰ خلاف رېفرنس داخل کړے ؤ. پۀ جج صېب دا الزام ؤ چې جج صېب د ټېکس قوانین مطابق د خپلې کور ودانې او بچو اثاثې ظاهر کړې نۀ دي. د جج صېب موقف ؤ چې پۀ جج دا لازم نۀ وو چې د ټېکس قوانین مطابق هغوي داسې کړے وے ځکه چې کورودانې او بچي ئې خود مختار دي او د هغوي خپل ذرائع امدن دے د کوم پۀ بنیاد چې پۀ لندن کښې هغوي جائیداد اخستے دے. سپریم کورټ سماعت کښې دا خبره تسلیم کړې هم ده چې ټېکس قوانین واضحه نۀ دي. نوټ! تر دې دمه یو جج هم د خپل کور د خلقو اثاثې نۀ دي واضحه کړې. واضحه ده چې بل ته هله وئيلے شي چې ګړه مۀ خوره چې پۀ خپله ئې هم نۀ خورې، خو پاکستان دے هره لوبه پکښې روا ده. پۀ ښکاره خو سپریم کورټ صدارتي رېفرنس د ډېران خوراک کړو. خو دلته هم د اقامې ورور پېدا شو. اېف بي ار ته دا حکم ورکړے شو چې د دې ټولې معاملې از سر نو تحقیقات وکړه. اېف بي ار ته چې کومه ذمه واري حواله کړې شوې ده، د هغې خلاف جسټس فائز عیسیٰ او د هغوي کورودانې د نظر ثانۍ درخواست داخل کړو. اوس دا سوال پېدا کېږي چې صدارتي رېفرنس د ډېران خوراک شو نو اېف بي ار ته پۀ کوم بنیاد ووئیلے شو چې نور تحقیقات وکړه. حکومت خو پۀ ظاهره د صدارتي رېفرنس پۀ مسترد کېدو چپ شو خو “مدعي سست او ګواه چست” قسمه لوبه شروع شوه بلکې مدعي سست او جج چست والا عکس پۀ نظر ښکاره شو. کله چې د مني ټرېل خبره پۀ پاناما کېس کښې مخې ته راغله نو دنیا ولیدل چې د نواز شریف خاندان د انګا بنګا خبرې شروع کړې، دغه شان چې کله عدالت د عمران خان نه د بني ګاله پۀ باره کښې د مني ټرېل تپوس وکړو نو عمران خان هم لکه د پاکستان د هاکۍ مېچ کمنټري شروع کړه. غرض دا چې دواړو پۀ دستاوېزي توګه عدالت مطمئن نۀ کړے شو. عمران خان خو د ثاقب نثار صېب نظر کښې صادق او امین ؤ نو صرف نواز شریف پۀ پڅه چاړۀ حلال کړے شو. د قاضي عیسیٰ ښځې عدالت ته ټول دستاوېزات د بېنک پۀ لار څرګند کړل نو جسټس بندیال هم دا تسلیم کړه چې دې کېس کښې د مني لانډرنګ هېڅ قسمه شک نشته. د جسټس فائز د نظر ثانۍ دا کېس د سماعت د پاره ١٤٧ورځې وځنډولے شو. چونکې قاضي عیسیٰ او د هغوي کورودانې دا کېس پۀ دې بنیاد د نظر ثانۍ د پاره چېلنج کړے دے چې د سپریم کورټ سره دا اختیار نشته چې هغه دې اېف بی ار ته د تحقیقاتو کولو حکم ورکړي. د صدارتي رېفرنس د سماعت دوران کښې د عدالت پۀ ایوان کښې دا خبرې پۀ جار کېدې کۀ چرې دا رېفرنس مسترد کړے شو نو د دې به ډېرې خوفناکې نتیجې رابرڅېره کېږي خو مونږ ولیدل چې نۀ د شرم د وجې صدرصېب، نۀ وزیراعظم صېب، نۀ وزیر قانون او نۀ اېډوکېټ جنرل استعفاګانې ورکړې او نۀ عدالت یو کس د دې سازش ذمه وار کړو بلکې د جسټس فائز عیسیٰ، د خپلې وېنا مطابق، د خپل ججانو د برادران یوسف سلوک د کبله پۀ استعفیٰ ورکولو مجبور دے. حکومت د صدارتي رېفرنس پۀ ډېران د غورځېدو باوجود هم مطمئن دے. ځکه چې عدالتي رېفرنس کوم چې اېف بي ار د رپورټ پۀ بنیاد یقیني دے. اوس د اېف بي ار رپورټ د جوډیشل کونسل مخې ته پروت دے. د وفاق وکیل ځکه خو وائي چې کۀ چرې عدالت د نظر ثانۍ فېصله د جسټس فائز پۀ حق کښې ورکړي هم، خو عدالت د اېف بي ار دا رپورټ کالعدم کولے نۀ شي. د رپورټ پۀ حقله د جسټس عمر عطا بندیال کمنټس هم واضح دي چې وائي حقیقت حقیقت دے چې هغه څوک ضائع کولے نۀ شي. خو مونږ د ا هم لیدلي دي چې کله ججان خپل ملګرے بچ کول غواړي نو بیا جسټس رمدے څنګه د چوهدری افتخار کېس حقائق ضائع کړي دي. سوال دا پېدا کېږي چې حکومت د صدارتي رېفرنس رد کولو باندې مطمئن دے نو سر کاري وکیل پۀ کوم بنیاد اوږدۀ بحثونه کوي او د عدالت وخت ضائع کوي. کوم چې د ججانو منځ کښې د کراس ټاک (Cross Talk)باعث ګرځي او نتیجه ئې د تلخ کلامۍ شکل کښې راڅرګندېږي. دا یو حقیقت دے چې د نظر ثانۍ کېس کښې ججان د نوې حقيقتونو پۀ بنیاد فېصله نۀ شي کولے بلکې پۀ فېصله کښې Errorsیعنې د غلطو پۀ بنیاد نظر ثانۍ کولې شي، نو بيا څنګه او پۀ کوم بنياد جسټس فائز عیسیٰ ته وئيلے شي چې د درې سوالونو جوابونه ورکړه نو تۀ خلاص يې یعنې د جسټس فائز عیسیٰ د کورودانې، بچو او د جسټس فائز عیسیٰ اثاثو کښې څۀ جائنټ لنک شته او کۀ نه. د لندن پۀ اثاثو کښې چې د هغې قیمت خواوشا لس کروړه دے، پۀ دې کښې د جسټس فائز عیسیٰ پېسو ورکولو څۀ لنک شته او کۀ نه. جسټس فائز عیسیٰ د جواب ورکولو نه معذرت کړے دے او وجه ئې دا ده کۀ چرې جسټس فائز عیسیٰ صېب د دې سوالونو جوابونه ورکوي نو دا د دې خبرې اشاره ده چې جسټس فائز عیسیٰ د اېف بي ار رپورټ خودبخود تسلیم کړو. حالانکې جسټس فائز عیسیٰ خو د نظرثانۍ کېس کښې د سپریم کورټ دا اختیار چېلنج کړے دے چې د سپریم کورټ سره د سره دا اختیار نشته چې اېف بي ار ته دې د تحقیقاتو حکم ورکړي. د کومو سوالونو جوابونه چې جسټس فائز ورکول نۀ غواړي، هغه پۀ کوم بنیاد عدالت اوس د وفاق د وکیل نه د اېف بي ار رپورټ پۀ رڼا کښې د دې سوالونو جوابونه غواړي. . د دې نه خو دا واضحه ده چې عدالت د ائیني اختیار پۀ بنیاد د نظر ثانۍ فېصله کول نۀ غواړي بلکې د حقائق پۀ بنیاد ئې کول غواړي. حالانکې د دنیا پۀ یو قانون کښې هم د نظر ثانۍ کېس کښې نوي ثبوتونه د رېکارډ حصه نۀ شي جوړېدے بلکې دا کتل وي چې اختیار شته او کۀ نه. حالانکې دې ځاے کښې خو د وفاق وکیل د Who are you? ،،،ته څوک يې؟ پۀ مقام ولاړ دے. خو د پاکستان عدالت دے، هر څۀ پۀ کښې چلېږي. کله چې جسټس فائز عیسیٰ پۀ دې اعتراض وکړو نو د وفاق وکیل ووئيل چې د Complete justice يعنې مکمل انصاف د پاره ضروري ده. حالانکې د ماهرین قانون پۀ نظر دا Complete injusticeيعنې بېخي ناانصافي ده۔ د ماهرین قانون پۀ نظر دې وخت جسټس فائز عیسیٰ مکمل طور باندې د مس ټرائل ښکار دے۔ او د مس ټرائل پۀ بنیاد کۀ هر قسم ثبوت مخې ته راشي نو پۀ ھغې مجرم ته سزا نۀ شي ورکولې کېدې،هغه ھم د سماعت دوران کښې نه چې د نظر ثانۍ. دلته اوس مبني بر انصاف دا ښکاري چې د اېف بي ار رپورټ د مس ټرائل پۀ بنیاد کالعدم وګرځولے شي. د ابولکلام قول دے چې پۀ دنیا کښې ټولو نه لويه بې انصافي یا د جنګ پۀ مېدان کښې کېږي یا د عدالت پۀ مېدان کښې. امید دے چې د پاکستان عدالت دا قول غلط ثابت کړي او د راروان وخت لپاره يو غوره مثال جوړ کړي.