عموماً پۀ ټول انساني تاريخ کښې او خصوصاً پۀ شلمه پېړۍ کښې د عدم تشدد داسې غورځنګونه، هر يو لکه پۀ 1905ز کښې پۀ امريکا کښې د Trade Unionists/IWW هړتالونه، پۀ 1906ز کښې پۀ افريقا کښې Transvaal Asiatic Law پۀ ضد او د افريقې او اېشياء د خلقو د حقونو د پاره زيار؛ د روس، امريکا او جرمني ځینې نورې مبارزې (II, 2009, pp. 12-13)، يا بيا د ټولو نه پۀ منظم او موثر ډول پۀ هندوستان کښې د باچا خان او ګاندهي جي د پېرنګيانو پۀ خلاف او د ازادۍ د پاره جدوجهد رامنځ ته شوي کومو چې اکېډيميا هم پۀ دې حواله مجبوره کړه چې د عدم تشدد يوه منظمه مطالعه پۀ پام کښې ونیسي او د بېلابېلو زاويو نه د دې څېړنه وکړي او داسې د دې پۀ وده کښې خپل مهم رول ولوبوي. پۀ دې لړ کښې د وړومبني کتابونو نه يو پۀ 1923 کښې کلېرنس مارش کېس (Clarence Marsh Case) لۀ خوا د Non-Violent Coercion: A Study in the Methods of Social Pressure پۀ نوم وليکلے شو او بيا ورپسې پۀ 1935 کښې د رېچرډ ګرېګ (Richard Gregg) لۀ خوا د The Power of Nonviolence پۀ نوم يو بل کتاب وليکلے شو چې دوي دواړو پۀ يو څۀ ډول اغېزه د ګاندهي جي د ستياګره د نظر نه اخستې وه (Nepstad, 2015) خو ولې دا هغه وخت ؤ چې يو خوا پۀ عملي مېدان کښې د عدم تشدد د لارې د انساني بنيادي حقونو د پاره مبارزه روانه وه نو بل خوا پۀ دې کتابونه ليکل پېل شو او د دې د اکېډيمک کولو د پاره ئې لارې جوړولې چې پۀ نتيجه کښې ئې پۀ باقاعده توګه د اکېډيمک مطالعې پېل د هم دې پېړۍ څلورمې لسيزي نه وشو چې تر دې دمه ورځ تر ورځې پۀ کښې ګټورې اضافې کېږي. زما پۀ دې ليک کښې به هم دا کوشش وي چې د اکېډيميا پۀ دې حواله کړي کار ته نظر وکړو او ورسره ورسره د باچا خان د عدم تشدد د عملي مبارزې پرتليزه جائزه واخلو، چرته به چې مونږ نۀ يواځې د عدم تشدد عموماً مطالعه وکړې شو بلکې پۀ دې به هم پوهه شو چې پۀ دې هر څۀ کښې د باچا خان د عملي مبارزې څۀ علمي حېثيت جوړېږي.
د عدم تشدد جرړې چې پۀ بېلابېل ډول پۀ کلتورونو، مذهبونو او نورو ټولنيز مزاحمتونو کښې مونږ موندې شو خو ولې دا ټول پۀ مجموعي ډول يوه سياسي بڼه لري او داسې چې مونږ د ټولنيز ژوند هېڅ اړخ د سياست نه بېل نۀ شو ګڼلے نو د عدم تشدد هر مزاحمت هم د سياست د چوکاټ نه بهر نۀ شو ګڼلے او ځکه خو دا به کومه بې ځايه خبره نۀ وي چې کۀ ووايو چې د عدم تشدد پۀ هر ډول مزاحمت يو سياسي مزاحمت دے – اوس چې مونږ د عدم تشدد د مطالعې اکېډيمک هڅه کوو نو پۀ دې لړ کښې د عدم تشدد څېړنه لۀ څو اړخونو ممکنه ده؛ لکه چې د دې د تعريف او ورسره د منسلکو اصطلاحاتو تعريفونه؛ د نتیجو پۀ لار د دې حېثيت يا ساختياتي مطالعه او يا پۀ عملي ټولنيز مېدان کښې د دې ارزښت او اغېزه او پۀ لاندې کرښو کښې به مونږ د دې اړخونو نه د عدم تشدد مطالعه کوو او د باچا خان د عدم تشدد پرتليزه جاج به اخلو.
د مطالعې د وړومبي اړخ تر مخه عدم تشدد (Nonviolence) سره سره د تشدد (Violence) او دۀ ته د ورته عمل جارحيت (Aggression) او بيا پۀ تېره تېره امن پسندي (Pacifism) چې عموماً د عدم تشدد مترادف ګڼلې شي، تعريفونه او پېژندنه ضروري ګڼلے شي؛ او دا ځکه هم چې د عدم تشدد عمل چې د تشدد د نيشت خبره کوي او د دې اصطلاح هم چې نۀ يواځې پښتو بلکې پۀ نورو ژبو لکه هندۍ يا سنسکرت (اهنسا) او يا انګرېزۍ (Nonviolence) کښې هم د دې عمل پۀ تائيد کښې د تشدد د نیشت ښکارونه کوي نو داسې پۀ دواړو صورتونو کښې تشدد پۀ پام کښې نیول ضروري دي. خو ولې دلته بيا دا يادونه هم ضروري ده چې عدم تشدد يواځې د تشدد نشتوالي ته نۀ وائي بلکې دا عمل د دې نه هم زيات ګڼ اړخيز دے او شاید ځکه خو اوس ورته د Good Power غوندې اصطلاح هم کارولې شي (Johanson, 2007, p. 143).
بهر حال، د جارحيت تعريف د بېلابېلو پوهانو د نظرونو پۀ نتيجه کښې تقريباً هم دا راوځي چې “هره هغه اراده چې د بل فرد پۀ تاوان تمامېږي، هغه کۀ پۀ طبعي ډول تاوان وي او کۀ نفسياتي ډول، جارحيت دے”؛ او هم داسې پوهان د دې دوه قسمونه هم پۀ ګوته کوي چې يو اېغ پۀ نېغه جارحيت (Hostile Aggression) دے د کوم تر مخه يواځینے يا سوچه مرام تاوان رسول وي او دا بل قسم جارحيت الاتي جارحيت (Instrumental Aggression) دے چې مرام يو څۀ نور وي خو ولې جارحيت د يوې الې پۀ توګه پۀ کښې پۀ کارولے شي او يا د تاوان د لارې خپل اصل مرام تر لاسه کولے شي (II, 2009, p. 2)، کۀ پۀ انساني تاريخ کښې وکتے شي نو همېشه دا دوېم ډول جارحيت دے چې اول ډول جارحيت ته ئې زمينه برابره کړي ده. غاصب قوتونو د خپلو نورو اهدافو تر لاسه کولو د پاره الاتي جارحيت کړے دے چې ردعمل کښې ئې اېغ پۀ نېغه جارحيت شوے دے او بيا د هغۀ بدل کښې بيا جارحيت شوے چې يو ډول د جارحيت پهيه ئې دوامداره ساتلې ده. هم داسې د تشدد هم بلها تعريفونه شوي دي او د ټولو لب لباب تقريباً چې د WHO لۀ خوا پۀ شوي تعريف کښې مونږ موندے شو. د دوي لۀ خوا د تشدد تعريف پۀ دا ډول شوے دے چې “د خپل طبعي زور او قوت پۀ ارادتي طور، د ځان پۀ ضد، د نورو پۀ ضد، کومې طبقې يا ټولنې پۀ ضد داسې استعمالول چې نتيجه ئې طبعي تاوان، مرګ، ژوبله، وېره، ترهه يا نور نفسياتي تاوانونه وي، تشدد دے” او پۀ قسمونو کښې ئې درې قسمه تشدد پۀ ګوته کړے شوے دے چې؛ اول قسم تشدد پۀ خپل ځان تشدد (Self-inflicted Violence) دے چې خود ازاري او خودکشي پۀ کښې راځي – دوېم قسم تشدد پۀ نورو تشدد يا باهمي تشدد (Interpersonal Violence) دے چې پۀ کښې کورنے، ټولنيز، ادارتي، جنسي تشدد شامل دے او درېم ډول اجتماعي تشدد (Collective Violence) دے چې د مخصوص افرادو د اجتماع يا د رياست لۀ خوا پۀ سياسي، اقتصادي او سماجي ډول کېږي او خوځښتي تشدد (Mob Violence) لکه ترهګري، رياستي جبر او جنګونه هم د دې پۀ دائره کښې راځي (WHO, 2002, p. 4). ډېنيل II پۀ خپل کتاب Nonviolence and Peace Psychology کښې د جارحيت او تشدد پۀ حقله زياتوي چې عموماً چې جارحيت د تشدد مترادف دے خو ولې د ټولنيز ساپوهانو (Social Psychologist) تر فهمه تشدد نه بېل ګڼلے شي، يا پۀ نورو لفظونو کښې چې جارحيت مونږ د يو فرد د چلند (Behavior) پۀ توګه اخستے شو او تشدد بيا د کومې ادارې يا ګروپ لۀ خوا د تېري پۀ معنٰي، خو ولې بيا هم کۀ مترادف وګڼلے شي هم کومه ستونزه ترې نۀ را ولاړېږي (II, 2009, p. 4).
د عدم تشدد تعريف پۀ دوه ډوله خلقو کړے دے؛ يو ډول تعريفونه خو د دې اېغ پۀ نېغه مبارزه کوونکي نظرونه دي چې پۀ خپلو وېناو کښې ئې وئيلي او بل ډول د دې اکېډيمک شارحين دي چې د مبارزه کوونکو د فکرونو او عمل نه د دې تعريفونه او پېژندګلو کوي. د شارحينو بحث مونږ د دې ډګر د مطالعې پۀ يو بل اړخ هم بوځي چې ورته Meta-Analysis وائي او د کوم مطلب دا دے چې پۀ يوه موضوع لۀ بېلابېلو علمي ډګرونو؛ لکه فلسفه، نفسيات، سوشيالوجي، انتهروپالوجي وغېره نه مطالعه او څېړنه کول؛ خو ولې مونږ به د Meta-Analysis تفصيلي بحث بل وخت ته پرېږدو او دلته به د خپل ضرورت تر مخه مزل وکړو.
اکېډيمک شارحين د عدم تشدد د تعريف پۀ وخت دۀ سره ورته يوه بله اصطلاح ‘امن پسندي‘ هم د پامه نۀ غورځوي او داسې زمونږ د پاره د دې دواړو اصطلاحاتو د پېژندګلو پۀ لړ کښې يو سکيم مخې ته راځي؛ د دې سکيم تر مخه لکه چې يوهانسن پۀ خپله مقاله Nonviolence more than the absence of violence کښې وړاندې کړے؛ هغه دا ګڼي چې د عدم تشدد دوه overlapping روايتونه دي؛ يو روايت د امن پسندۍ (Pacifist Tradition) دے او بل روايت د تدبيرونو Tradition) (Pragmatic دے (Johanson, 2007, p. 145) – د اولني روايت تر مخه عدم تشدد پۀ مذهبي، اخلاقي يا اصولي (Principled) طور د ژوند برخه منلے شي او پۀ هېڅ صورت هېڅ ډول تشدد پۀ انسانانو او يا پۀ ټولو موجوداتو روا نۀ شي ګڼلے او دا دويم ډول عدم تشدد د مخصوص حالاتو تر مخه د خپل مرام د تر لاسه کولو د پاره يو تدبير ګڼي او دوامي عدم تشدد سره ئې کار نۀ وي چرته چې د دې دا مطلب هم کېدلے شي چې عدم تشدد سره پۀ پرېګمېټک بڼه وابسته خلق هم د خپل هدف تر لاسه کولو د پاره يا د خپل هدف ترلاسه کولو نه پس کله هم ممکنه ده چې تشدد ته لاس واچوي، خو ولې پۀ اصولي توګه عدم تشدد سره وابسته خلق کله هم نۀ شي کولے چې تشدد نه کار واخلي. هم دغه دوه روايتونه نېپسټډ دوه بېل اصطلاحات ګڼي چې يو ته Principled Nonviolence وائي او بل ته Pragmatic Nonviolence وائي (Nepstad, 2015) خو پۀ اصل کښې دا هم هغه د جېن شارپ (Gene Sharp) هڅه ده چې پۀ خپل کتاب The Politics of Nonviolent Action کښې ئې وئيلي چې عدم تشدد يواځې امن پسنده خلقو د پاره نۀ دے بلکې هر څوک د خپلو اهدافو د تر لاسه کولو د پاره پۀ پرېګمېټک بڼه د عدم تشدد لار خپلولې شي.
د بحث تر دې ځايه مونږ ته دا ښکاره شوه چې عدم تشدد محض د تشدد نشتوالے نۀ دے بلکې دې نه څۀ زيات دے. کۀ پۀ اصولي طور مونږ عدم تشدد ته ګورو نو دا د ژوند د کولو لار ده او کۀ پۀ تدبيراتي طور ګورو نو دا د خپلو اهدافو د تر لاسه کولو د پاره يو عمل دے. خو ولې تر دې دمه مونږ ته دا ښکاره نۀ شوه چې هم پۀ حېثيت د ژوند د لارې او هم پۀ اولسي مبارزه کښې پۀ حېثيت د يو تدبير عدم تشدد ولې ضروري دے؟ او بيا څومره مؤثر هم دے؟ نو پۀ اصل کښې مونږ تر دې دمه د دې د مطالعې دوو پړاوونو نه راتېر شو – هم د پېژندګلو برخې نه او هم د دې ساختياتي بحث نه.
اوس به مونږ د بحث درېمې برخې ته ځو چې چرته بۀ د دې ارزښت او اغېزونو ته ګورو خو پۀ دې لړ کښې به مونږ ته د مثال د پاره د يو مخصوص کېس ضرورت وي او بيا لکه څنګه چې مونږ پۀ سر کښې وئيلي وو چې پۀ دې مطالعه کښې به د باچا خان د عملي مبارزې پرتليزه جائزه اخلو نو داسې ډېره ضروري به وي چې د هغۀ د عدم تشدد پۀ حواله وړاندې کړي نظر ته پام وکړو او بحث مخ پۀ وراندې بوځو، البته دلته دا يادول ډېر ضروري دي چې باچا خان چې هم عدم تشدد د ژوند اصول ګڼلو نو هم ئې د عدم تشدد عملي مبارزه مهمه او غوره ګڼله او ليک نه زيات دا هر څۀ ئې پۀ عمل کښې ښکارېدل؛ خو بيا هم باچا خان د عدم تشدد پۀ حواله پۀ خپل ژوند ليک ‘زما ژوند او جدوجهد’ کښې ليکي چې “دراصل عدم تشدد يو طاقت دے؛ څۀ رنګه چې تشدد يو طاقت دے. د عدم تشدد هم دغه شان فوج دے لکه څنګه چې د تشدد دے؛ خو د عدم تشدد وسله تبليغ دے او د تشدد وسله ټوپک دے. عدم تشدد پۀ خلقو کښې محبت پېدا کوي، همت پېدا کوي او جرأت پېدا کوي او تشدد پۀ خلقو کښې نفرت پېدا کوي، وېره پېدا کوي او بزدلي پېدا کوي. بعضې خلق وائي چې د دفاع د پاره خو تشدد پکار دے؛ دوي دې ته فکر نۀ کوي چې تشدد دې وکړو نو د عدم تشدد لاره دې پرېښوده – حالانکې عدم تشدد کښې خپله دفاع شته. عدم تشدد کښې شکست نشته او تشدد کښې شکست شته. څنګه چې د تشدد يو نظام دے، دغه شان د عدم تشدد هم مکمل نظام دے. تشدد اسان دے او پۀ دې لاره تلل هم اسان دي او عدم تشدد ډېر ګران دے او پۀ دې لاره تلل هم ډېر ګران دي. يو سړي له د پړق جواب کښې پړق ورکول اسان کار دے خو پړق زغمل ګران کار دے” (خان, 2019, پاڼې 297-298). باچا خان عدم تشدد سره تړلے د خدائي خدمتګارۍ تصور هم وړاندې کړے او داسې ئې ښکاره کړې ده چې عدم تشدد دې بايد ولې وي يا د دې ارزښت څۀ دے؟ عدم تشدد چې هم د باچا خان او هم د هغۀ د ملګرو خدائي خدمتګارو د ژوند اصول وو او هم ئې د مبارزې يو مهم تدبير، نو د دې پۀ شا د دوي غرض هم دا ؤ چې “مظلوم د ظالم د ظلم نه خلاص کړي او هر څوک چې پۀ دنيا کښې ظالم وي، کۀ مسلمان وي کۀ هندو وي او کۀ پېرنګے وي، دوي همېشه د هغوي مخالفت کولو د پاره تيار دي. )ځکه چې( خداے ته خو د خدمت ضرورت نشته، د خداے خدمت د هغۀ د مخلوق خدمت دے” (خان, 2019, پاڼہ 350) او دا خدمت يواځې د عدم تشدد پۀ لار ممکن دے – او داسې د دې ټول بحث پۀ نتيجه کښې مونږ ته د باچا خان د عدم تشدد د عملي مبارزې درې مهمې نقطې ډېرې پۀ ښه توګه راښکاره کېږي چې؛
اوله نقطه د ساخت يا د بڼې ده – د باچا خان عدم تشدد يو اصولي عدم تشدد (Principled Nonviolence) ؤ چې اطلاق ئې خپل پۀ خپله د ژوند پۀ نورو اړخونو کېدو او ځکه پۀ اولسي مبارزه کښې ئې هم عدم تشدد پۀ پرېګمېټک بڼه خپل کړے ؤ، يا مونږ داسې هم وئيلے شو چې د باچا خان د عدم تشدد عملي مبارزه چې پرېګمېټک بڼه ئې لرله، پۀ شا ئې د خدائي خدمتګارۍ اصول )کوم چې پۀ اصل کښې د خداے د مخلوق خدمت ؤ( کار کولو او دغه اصول دې مبارزې ته د اصولي عدم تشدد درجه ورکوي.
دوېمه نقطه د ارزښت ده يا چې يو څوک ولې د عدم تشدد لاره خپله کړي؟ نو د باچا خان بيان نه ډېره پۀ ښه توګه ښکاره ده چې تشدد او عدم تشدد دواړه رد عملونه کېدے شي خو د ژوند مرام چې د خداے د مخلوق خدمت دے، پۀ کښې تشدد کله هم زمونږ مرسته نۀ شي کولې بلکې دا مونږ يو داسې ځاے ته رسوي چرته نه چې د ژوند رښتوني مرام ته راګرځېدل هېڅ ممکن نۀ دي. د تشدد ځواب کۀ پۀ تشدد شي نو دا د عدم تشدد هغه لار بنده کړي کومه چې د تشدد د عمل د راګرځولو د پاره مونږ سره وي، پۀ کوم چې مونږ کولے شو چې تشدد زائل او بې اثره کړو او د کوم نه چې پېرنګيانو به سر ټکولو او وئيل به ئې چې “د عدم تشدد پۀ اصولو روان پښتون د متشدد پښتون نه ډېر خطرناک دے” (خان, 2019, پاڼہ 377).
درېمه نقطه د اغېزې ده نو باچا خان د عدم تشدد د اغېزې پۀ حقله دا ښکاره کوي چي عدم تشدد دومره اغېزمن يا مؤثر عمل دے چې هېڅ کله هم پۀ کښې ماتي سره مخ کېدل نشته.
اوس لکه چې مونږ بره يادونه کړې وه چې د عدم تشدد د اغېزو د معلومولو د پاره به مونږ ته د کوم مخصوص کېس ضرورت وي نو پۀ دې لړ کښې مونږ د باچا خان عدم تشدد او خدائي خدمتګاري پۀ پام کښې ونېوله او بيا مونږ ته دا هم ښکاره شوه چې د باچا خان پۀ خيال عدم تشدد يو داسې قوت دے چې شکست پۀ کښې نشته او پۀ اولسي مبارزه کښې دا يو نظام ته اړتيا لري کوم چې به هم د دې تبليغ کوي او هم به د تشدد مخنيوے. د دې اهدافو د تر لاسه کولو د پاره باچا خان بېلابېلې هڅې کړې وې او دا ټولې هڅې د خدائي خدمتګار تحريک پۀ شکل کښې مونږ پۀ منظمه بڼه ليدے شو. چونکې د باچا خان د عدم تشدد بڼه اصولي وه نو پۀ دې هغه څۀ هم لاګو کېدل چې کوم پۀ پرېګمېټک عدم تشدد نۀ لاګو کېږي نو داسې بايد مونږ ته دې پته وي چې د دې ټولې مبارزې لوے هدف د خداے مخلوق خدائي خدمتګارۍ ته اماده کول وو او پۀ پرېګمېټک بڼه د دې د پاره دوه ډوله مبارزه پۀ کار وه؛ يو د غاصب قوتونو سره ډغره او د هغوي د تشدد مخنیوے کول او بيا هغوي هم د دې عمل نه راګرځول وو او بل پۀ عام اولس کښې شعور او اګاهي پېدا کول او داسې د غاصب قوتونو د تشدد هغه عمل پۀ دوي کښې زائل کول وو د کوم ترمخه چې دوي ډېر پۀ شا تللي وو يا مسلسل د تشدد پۀ اغېزه کښې وو. پۀ دې لړ کښې کۀ د پېرنګي پۀ ضد پېکټنګونه وو کۀ جلسې جلسونه وو، کۀ وهل ټکول او جېلونه وو، کۀ د هندوستان پۀ سياست کښې اېغ پۀ نېغه برخه اخستل وو، کۀ خپل خلق د ازادۍ پۀ معنٰي او مفهوم پوهول وو، يا کۀ پۀ اولس کښې د صفایۍ د پاره مهمونه وو، کۀ د اتفاق او ورورولۍ درسونه وو او يا کۀ د ازادو مدرسو پرانستل وو او کۀ د “پښتون” مجلې د لارې د ليک لوست ترويج کول وو؛ دا ټول د هم دغه سپېځلي هدف د تر لاسه کولو د پاره وو. بيا لکه څنګه چې باچا خان پۀ دې لړ کښې د تنظيم شتون مهم ګڼي، جېن شارپ هم، چې د دې لارې 128 حربې (Tactics) پۀ ګوته کوي چې مهمې پۀ کښې اولسي زور ښودنه، جلسې جلوسونه، هړتالونه، پرلتونه، بائيکاټونه، د متشدده قوتونو مرستې نۀ کول او متبادلې ادارې جوړول دي، د مؤثر کېدو د پاره ئې پۀ منظم تدبير (systematic strategy) باندې زور راوړي څو چې ټولنيز، کلتوري او سياسي بدلون پرې ممکن شي (Nepstad, 2015) او دا بې د يو منظم تنظيم ممکن نۀ دے. خدائي خدمتګار تحريک پۀ دې حواله ډېر منظم او مؤثر تنظيم ؤ چې د دۀ نه پس شته شوي پۀ ازاد هندوستان کښې شانتي سېنا )د ګاندهي جي پۀ تعليماتو رامنځ ته شوے( هم دومره موثر نۀ دے ښکاره شوے، د ډیمن لېنچ د دواړو تنظيمونو د سروے تر مخه خدائي خدمتګا تحريک پۀ استعماري هندوستان کښې د 1930ز لسيزه کښې )چې د تحريک د شروع وختونه وو(، د يو لکهو نه بره رضاکاران لرل کوم چې پۀ دې لاره پۀ ځان د هرې سختې د تېرولو د پاره تيار وو. د دې برعکس شانتي سېنا خپل اولني دور کښې د 1957-74 پۀ ازاد هندوستان کښې شپږ زره رضاکاران لرل (Lynch, 2004) او بيا پۀ دې مقاله هغۀ د يو بل نړېوال تنظيم د Nonviolent Peace-forceيادونه هم کوي کوم چې پۀ 1999 کښې رامنځ ته شوے دے خو ولې د دې پراسس د دې دواړو نه بدل دے نو ځکه ئې ورسره پرتله کول ما ته دومره مهم نۀ ښکاري – او بيا خدائي خدمتګار منظم دومره وو چې لاندې نه بره پورې ئې يوه بشپړه درجه بندي لرله او لکه د ملېشې ئې خپل خپل نومونه او ذمه وارۍ هم وې. د خدائي خدمتګارو به خپله وردي وه چې دوي به نۀ يواځې د تحريک سره وابسته موقعو کښې اغوستله بلکې د ژوند پۀ نورو ممهو موقعو به ئې هم اغوستوله. دوي به باقاعده ناستې کولې. پۀ هفته کښې يوه ورځ به ئې تربيتي کېمپ لګولو چې پۀ کښې د نظم و ضبط د تعليم نه علاوه جسماني مشقونه، د کلي کوڅو صفائي، د اونو بوټو کرل، د سياسي کلتور د ودې د پاره بېلابېل پرفارمنسز کول او پۀ شمول د باچا خان به د تحريک مشرانو تقريرونه کول، وغېره پۀ کښې شامل وو (Banerjee, 2000). او د دې ټول زيار نتيجه خصوصاً پښتون افغان وطن کښې او عموماً پۀ دې ټوله خطه کښې يو ستر بدلون ؤ. د دې بدلون تر مخه دوي تعليم عام کول، د اصولي سياست پرچار کول، د هر ظالم جابر پۀ ضد ودرېدل، د عدم تشدد اولسي مزاحمت ته خلق راپارول، خلقو کښې د زغم او برداشت قوت پېدا کول، د غلطو رسمونو رواجونو لۀ منځه وړل او خلق سوچه خدائي خدمتګارۍ ته اماده کول موخې وې او خدائي خدمتګارو دا او دې ته ورته ټول اهداف تر لاسه کړې دي او د باچا خان هغه وېنا ئې رښتيا کړې چې پۀ عدم تشدد کښې شکست نۀ وي.
عموماً پۀ نړېوال اکېډيمک څېړنو کښې د باچا خان د عدم تشدد د تصور او مبارزې پۀ حقله دوه رایې عام دي؛ يوه دا چې د هغۀ د عدم تشدد تصور ګاندهي جي نه مستعار ؤ، دوېمه دا چې د هغۀ مبارزې يواځې پرېګمېټک بڼه لرله يا بيا دا چې پۀ اکېډيمک څېړنو کښې زياتره د هغۀ عدم تشدد پۀ پرېګمېټک بڼه پۀ پام کښې نېولے شوے دے نو د دې مطالعې پۀ رڼا کښې زمونږ دا مېتهس (Myths) ماتېدے شي. لکه څنګه چې مونږ پۀ بره کرښو کښې ووئيل چې د باچا خان پۀ خيال عدم تشدد يو طاقت دے چې هغه پۀ انسان کښې جرأت او بهادري پېدا کوي څو چې د خداے د مخلوق سره مينه او د هغوي خدمت وکړي نو داسې ګاندهي جي هم د عدم تشدد يا اهنسا پۀ حواله وئيلي دي چې “اهنسا يوه لويه ښېګړه او رښتونې مينه ده او دا مينه نۀ يواځې خپلو سره بلکې دښمن سره به هم کول وي، او داسې کول د لویې بهادرۍ کار دے (Gandhi, p. 282)” اوس کۀ مونږ د عدم تشدد د دواړو پرچارکوونکو خبرو او عملي مبارزو ته ځير شو نو ښکاره به شي چې کۀ څۀ هم نۀ يواځې دا چې د دوي لار د عدم تشدد وه او عدم تشدد ئې بهادري ګڼله خو ولې باچا خان د عدم تشدد پۀ لار د مخلوق خدمت کول غوښتل او ګاندهي جي د ستياګره د تصور تر مخه رښتينولۍ ته رسائي غوښتله. د ګاندهي جي پۀ خيال تګي ټوري، زور زياتے او ناانصافي رښتينولي نۀ ده او دا هر څۀ د تشدد پېداوار دي او رښتينولي صبر، قناعت او د روح پاکيزګي غواړي چې دا پۀ اهنسا ممکن دي (Mahajan, 1988, p. 886). بل طرف ته د باچا خان پۀ خيال د عدم تشدد پۀ لار روان خدائي خدمتګار تحريک غرض دا ؤ چې د خداے د مخلوق خدمت وکړي نو داسې کۀ مونږ د دواړو د عدم تشدد د لارې تر لاسه کوونکي اهداف وګورو نو يو واضح فرق لري – ګاندهي جي کۀ څۀ هم د اهنسا پۀ لار د پېرنګي پۀ ضد ولاړ دے خو هغه پۀ اصل کښې رښتينولۍ ته ځان رسوي کوم چې پۀ يو ډول مېټافزيکل (Metaphysical) هدف دے او باچا خان هم چې د پېرنګي پۀ ضد ولاړ دے او خپله مبارزه د مخلوق خدمت ګڼي کوم چې د خداے خدمت دے چې ډېر ښکاره پوليټکل (Political) هدف دے او دا مېټافزيکل او پوليټيکل اړخونه د دوي دواړو د فرق سبب دے. هم داسې پۀ اکېډېمک څېړونو کښې د باچا خان عدم تشدد زياتره ډېر پۀ پرېګمېټک يا ستراتيژک بڼه څېړل شوے دے نو داسې دا اړخ کله هم مونږ نۀ ردوو او نۀ ئې لۀ پامه غورځوو، بلکې پۀ اولسي مبارزه کښې د هغۀ دا زيار ډېر مؤثر هم ؤ چې دا اکېډیمک څېړنې د دې ګواهي هم کوي خو ولې د باچا خان عدم تشدد پۀ خپل ځان کښې دې نه هم لويه ژورتيا لري او پۀ دې مطالعې کښې بيا مونږ وليدل چې څنګه د هغۀ يو اصولي عدم تشدد دے؛ باچا خان د عدم تشدد پۀ لار هم ټول انسانان د خداے د مخلوق خدمت ته اماده کوي او هم پۀ ټولنه کښې د هر ډول تشدد اثر زائل کوي او د دې ټول بحث پۀ نتيجه کښې به هېڅ بې ځايه نۀ وي کۀ مونږ ووايو چې باچا خان د عدم تشدد يو بشپړه باب دے.
کتابیات:
Banerjee, M. (2000). The Pathan Unarmed. Oxford University Press.
Gandhi, M. K. (n.d.). Speeches & Writings of M K Gandhi. (C. F. ANDREWS, Ed.) MADRAS: G.A.NATESAN & CO.
II, D. M. (2009). Nonviolence and Peace Psychology. Springer.
Johanson, J. (2007). Nonviolence more than the absence of violence. In C. Webel, & J. Galtung (Eds.), Handbook of Peace and Conflict Studies (pp. 143-159). Routldge.
Lynch, D. (2004, December). Three Peace Forces: The Khudai Khidmitgars, Shanti Sena and Nonviolent Peaceforce. Retrieved September 21, 2019, from Asian Reflection: https://www.asianreflection.com/npsskk.html
Mahajan, V. D. (1988). Political Theory. New Delhi: S Chand & Co. Ltd.
Nepstad, S. E. (2015). Nonviolent Struggle: Theories, Strategies, and Dynamics. NewYork: Oxford University Press.
WHO. (2002). World Report on Violence and Health: Summary. Geneva: World Health Organization.
خان, ع. (2019). زما ژوند او جدوجهد. پېښور: باچا خان ټرسټ ريسرچ سنټر.
ساقي, ف. ر. (2012). خدائي خدمتګار. پېښور: باچا خان ټرسټ ريسرچ سنټر.