د بازار پۀ څلور لاري کښې د خلکو د هجوم پۀ ګول دائره کښې بابو ګنډېرو والا څه پۀ زور زور سر ور ننه ويست. او د خلې نه ئې اوفففف اواز اوختو. د ګڼ شمېر وار خطا سړو پۀ مېنځ کښې ښېرو لکه د زخمي مرغۍ غوندې پړکېده…. د درد شدت د هغې د خلې نه بې واره زبېرګي ويستل…..هغې د ځان نه يوه خيرنه او بدبوداره کمبل تاو کړې وه. او د سر تور او سپين وېښته ئې پۀ مخ بې ترتيبه خوارۀ وارۀ پراته وو… خلکو پۀ خپلو کښې پسه پسه شروع کړل. اختري چڼې وال پۀ خندا خندا کښې ګڼې ته ووئيل”ځئ وروره! خپل خپل کارونه کوئ… لېونو له څۀ باور …… ټوله ورځ پۀ ډېرانونو ګرځي… څۀ نا څۀ ګن بلا به ئې ضرور خوړلي وي”اجي ګل تېل مالګې والا د اختري د خبرې پۀ اثبات کښې سر وخوځولو”ځئ وروڼو ځئ…..مېله خوره کړئ….”او خلک پۀ مزه مزه وکشېدل.
خو بابو ګنډېرو والا پۀ خپل ځاے لکه د بوت غوندې ولاړ پاتې شو او د ښېرو پۀ درد کښې نور نور شدت راتلو.
د ښېرو نه ګېر چاپېره يو څو سخا بدبودارې چيرړې، دوه درې تورې شاپرې او پۀ دې شاپرو کښې موجود د جوسو خالي ډبي او بې شمېره استعمال شوې پلاسټکي نچې د هغې د ژوند ټوله ټاله اثاثه وه. او د فټ پاتھ دا احاطه لکه د کور… خو چې کله نا کله به سم د ماښامه، پۀ اسمان د تورو تورو وريځو لړې راخورې شوې نو هغه شپۀ به ئې د مدوګي د لرګو ټال ته وړه.
هغه يو کال مخکښې پۀ دې سټاپ چا د ټرک نه راکوزه کړې وه… د کور کلي، نوم او خاندان ئې هيچا ته څۀ معلومات نۀ وو. د بازار خلکو به ورته ښېرو ښېرو وې. روزانه به د بازار پۀ ټولو ډېرانونو بې مطلبه ګرځېده… کۀ چا زړۀ خوګي دوکاندار به څۀ ورکړل خو ټيک… ګنې چا نه ئې پۀ خپله هېڅ نۀ غوښتل… دا خو خلکو ته معلومه وه چې دا غټه تندرسته څلوېښت کلنه ښځه لېونۍ ده خو تر شپږو مياشتو، بابو ګنډېرو والا، اختري چڼې وال، او اجي ګل تېل مالګې والا هم نۀ وو خبر چې ګني ښېرو ګونګۍ هم ده…! د ټېکسيانو چرسيان ډرېوران، د کلي لوفران او د بازار څوکيداران به ترې هر وخت تاوېدل را تاوېدل. خو مجال شته کۀ څوک به ورنزدې شوي وے. چېړله به يې… کله کله به چې ډېره تنګه شوه نو کاڼي ته به ئې لاس کړو… او بيا به دا خلک مخکښې وو او ښېرو ورپسې….! چې کله به پۀ ډېرو منډو ستړې شوه او څوک به پۀ لاس ورنغلل نو د ډېره سوخته به ئې خپل تک سپين مخ پۀ دواړو لاسونو دومره ووهو چې تک سور به راووتو… بابو ګنډېرو والا به پۀ مزه مزه لکه د وړو دلاسه کړه او يو کپ چاے به ئې ورته د بازار پۀ څلور لاري کښې کېښوې… د روانو ګاډو د شيشو نه به چې ورته سړو، ښځو او وړو پۀ يو مخ کتل نو ډېر قار به ورتلو… او د اوښ پېخې به ئې ورته کولې… خو نن چې ښېرو د ډېر درد د شدت نه پۀ څلور لاري کښې لکه د زخمي مرغۍ پړکېده… نو د ټېکسيانو چرسيان ډرېوران، د کلي لوفران او د بازار څوکيداران پۀ دوربين کښې هم نه ښکارېدل. واحد بابو ګنډېرو والا ورسره ولاړ ؤ او پۀ درد ئې زهير ؤ.
ښېرو هم هغسې پۀ خيرنه او بدبوداره کمبل کښې ځان رانغښتے ؤ… بې واره زبېرګي ئې کول… او مخ ئې يو خوا بل خوا اړولو را اړولو. بابو د خداے سپېڅلې نامه واخسته… ښېرو ئې پۀ غېږ کښې را اوچته کړه، او پۀ رکشه کښې ئې کښېنوله…..اوس د ښېرو پۀ درد کښې نور شدت هم راغے… تر اسپتاله به چې رکشه چرته پۀ برېکر يا جوغړي ورغله نو د ښېرو د خلې نه به داسې کريکه ووته تا به وې کۀ چا ورله يو تېرۀ خنجر د کولمو نه پورې راپورې وويستو.
بابو ګنډېرو والا څه پۀ تکليف ښېرو د رکشې نه د يو څو خدمتګارو پۀ کومک د اسپتال پۀ سټرېچر واچوله… او د اېمرجنسي وارډ ته ئې ننه ويسته…
.”ډاکټر صېب….ډاکټر صېب….!”
د بابو پۀ وارخطا چغو ډاکټر نور مريضان پرېښول او د بابو پۀ اوږه ئې لاس کېښودو”تۀ لږه حوصله وکړه کاکا!خداے به خېر کړي… ښه !اوس وايه، څۀ مسئله ده بي بي ته؟ “ډاکټر پۀ سټرېچر باندې راغونډې شوې ښېرو ته مخ ورواړولو… او بيا ئې د بابو ګنډېرو والا د سر نه تر پښو جايزه پۀ يو سواليه نظر واخسته… بابو پۀ څپوټي د خپل مخ خولې اوچې کړې او ډاکټر ته ئې ډېر پۀ عاجزۍ ووې، “ډاکټر صېب!خداے شته کۀ خبر يم….خو پۀ دې غريبې د سحر نه دړدونه دي او……..او هن….اجي ګل او اختري وې چې کېدے شي څۀ ګند بلا ئې خوړلے وي…..”ډاکټر خوا کښې نرسې ته وکتل……..نرس را وړاندې شوه او چې د ښېرو نه ئې پۀ مزه غوندې کمبل کش کړه نو…نو د خلې نه ئې اوف اووتل…او ډاکټر ته ئې پۀ انګرېزۍ کښې … ډاکټر پوې شو”نرس! تۀ مريض فورن ګائني وارډ ته ورسوه… زۀ او ډاکټر رضيه در روان يو…پليز…. زر”ډاکټر سټرېچر پسې ګائني وارډ ته پۀ چاک چاک قدم روان شو او بابو ورپسې شا شاته اوازونه کول،”ډاکټر صېب….ډاکټر صېب……آخر څۀ چل دے پۀ ښېرو؟ نېک بختو ماته خو ووايئ کنه،”ډاکټر چې ګائني وارډ ته ننه وتو،نو بابو ته ئې پۀ شا مخ راواړولو.
“کاکا!ستا د خېرہ څو بچي دي؟”
“مال د خداے پينځۀ”
بابو د ګوتو د بندونو پۀ شمار ووې.
“نو بیا خو دې مبارک شه… شپږم دې کېدو والا دے”
ډاکټر وارډ ته دننه شو… او بابو ته داسې محسوس شول لکه چې پۀ سر ئې د شين اسمان نه تندر راپرېوتے وي.