गुजारिश
د انسان د ژوند او وینې حرمت، د هغۀ د ملکیت د حق احترام او د هغۀ خپلې فېصلې د پاره د خودمختارۍ تصور ته پۀ مهذبه نړۍ کښې لۀ هر څۀ زیات تقدس حاصل وي.
ډاکټر ډېوډ ګوډال چې د اسټرېلیا نامتو ماهر نباتات او ماحولیات ؤ، پۀ لسمه مۍ 2018 سوئټزرلېنډ کښې پۀ یو کلینک کښې د زهریله ستن پۀ ذریعه د یو سل څلور کلونو عمر کښې خودکشي وکړه. پۀ لسمه مۍ د خپلې خودکشۍ نېټه د ټاکلو پۀ وخت هغۀ وئیلي وو،
‘د مرګ وخت مقرر دے خو انسان ته د خپل ژوند د هرې فېصلې کولو ازادي پکار ده. څو کلونه وړاندې چې زما د ګاډي د چلولو لائسنس زما د بوډاتوب پۀ وجه منسوخ کړے شو نو ما له هم هغه وخت خودکشي کول پکار وو. اوس زما عمر څلور د پاسه سل کاله دے؛ زما غوږونه درانۀ شوي دي، سترګې راته هر څۀ تت ښائي او لاس پښې مو هم ګوزني دي، زۀ پۀ وهیل چئیر کښې ګرځم؛ زۀ نور ژوند کول نۀ غواړم.’
ډاکټر ګوډال خپل ملک اسټرېلیا کښې حکومت ته خواست کړے ؤ چې د خودکشۍ سلسله کښې هغۀ سره مرسته وکړې شي خو پۀ اسټرېلیا کښې د داسې څۀ قانون د نیشتوالي پۀ وجه د هغۀ دغه خواست عدالت مسترد کړو. دې نه پس هغۀ د خودکشۍ د پاره سوئټزرلېنډ ته د سفر اراده وکړه.
د اروپا مختلفو ملکونو، د امریکا ریاست اوریګان، بلجیم او پۀ برطانیه کښې د خودکشۍ حق ته ائیني تحفظ حاصل دے. دې ملکونو کښې د یوې خاصې پروسې او کاغذي کاروایۍ نه پس د خودکشۍ لړ کښې د کوم منتخب شوي روغتون لۀ خوا د خودکشۍ مرحله کم اذیته کولو کښې مرسته ورکولې شي.
سوئټزرلېنډ کښې د کال 1940 نه دا قانون موجود دے او باقاعده کلېنکونه پرانستے شوي دي. کۀ یو څوک وغواړي چې زۀ نور ژوند کول نۀ غواړم، هغه یو فارم ډک کړي او بیا پۀ ټاکلې شوې ورځ د خپلو خپلوانو موجودګۍ کښې دغه کس ته خاص قسم زهر د انجکشن تر لارې یا یوه پیالۍ کښې ورکړې شي او د مرګ پورې ئې دا ټول کېمره کښې رېکارډ کړے شي.
افغانستان او د وړې اوچې هېوادونو کښې پۀ خپله خوښه د خپل ژوند ختمولو قانون لا د بحث وړ ګڼلے شوے نۀ دے ــــ بیا هم، پۀ هندوستان کښې د هندي سنېما موجود Show Man سنجے لېلا بهنسالي کال 2010 کښې د ‘ګزارش’ پۀ نوم یو فلم مخې ته راوړو چې د قیصې مرکزي کردار هم دغسې د یو نۀ رغېدونکي رنځ لۀ کبله د خودکشۍ مرحله اسانه او کم اذیته جوړولو د پاره د عدالت نه د مرستې ‘ګزارش’ وکړي.
د قیصې مرکزي کردار ‘ایتهن ماسکیرینهس’ )هریتک روشن( د خپل وخت یو مړنے جادوګر وي خو بیا پۀ یوه موقع د درز خوړلو سره د هغۀ نرۍ ملا کښې داسې نقص راشي چې ایتهن مسلسل دولس کلونه لکه د ژوندي مړي پۀ کټ پروت وي او د خپل سر ته خوځولو د نورو د کومک محتاجه وي. د خپل هنر د مظاهرې نه د پرېوتو نه پس، ایتهن یو مقامي اېف اېم رېډیو کښې د کوربه پۀ حېث د خپل ‘وهیل چئیر’ نه خپرونې کوي. هر څو د هغۀ مازغۀ، خولۀ او سترګې کار کوي، د هغۀ د خپرونې اورېدونکي نۀ وي خبر چې هغوي خندوونکے، هغوي سره ټوقې ټقالې کوونکے او د هغوي غمونه تخنوونکے ایتهن پۀ کومو شرائطو پۀ کومو حالاتو کښې ژوند کوي. د ایتهن ژوند کښې د هغۀ نرس ‘صوفیه ډیسوزا’ )اېشوریه راے بچن(، د هغۀ وکیله ملګرې ‘دېویاني دته’ )شیرناز پټېل(، د هغۀ ډاکټر ملګرے ‘ډاکټر نائیک’ )سهیل سېټهـ( او د هغۀ د مور ‘ایزابېل ماسکیرېنهس’ )نفیسه علي( نه علاوه د هغۀ یوه خدمتګاره وي.
دولس کاله دغه بې وسي زغملو نه پس ایتهن د دېویاني پۀ مرسته خودکشۍ کښې معاونت د پاره عدالت ته د ‘یوثنیزیا’ (Euthanasia) پۀ اساس درخواست وکړي. د ایتهن ټول ملګري او خواخوږي د هغۀ زړۀ دې فېصلې نه اړولو د پاره هر ممکن جواز پېش کولو سره پۀ هغۀ دغه فېصله واپس اخستو د پاره کوشش کوي خو ایتهن غاړه نۀ ږدي. خلاف توقع، د ایتهن مور د هغۀ د اذیت د احساس پۀ وجه د هغۀ د دغه خواهش حمایت وکړي. ډاکټر نائیک باوجود د دې چې پۀ دې حقیقت پوهه وي چې د ایتهن بیا پۀ خپلو پښو ودرېدل خو څۀ چې د خپل وجود کومې برخې ته پۀ خپله اراده د حرکت ورکولو تصور هم نۀ شي کولے، بیا هم ایتهن ته دلاسې ورکوي چې د هغۀ د ښۀ کېدلو امید شته، لېکن کله چې ډاکټر نائیک وویني چې د ښۀ کېدو د خواهش پۀ ځاے د ایتهن زړۀ کښې د مرګ خواهش زیات ځاے نیولے دے نو هغه هم ماتې ومني.
دې موده کښې د ایتهن ژوند کښې یو زلمے ‘عمر صدیقي’ )ادیتا راے کپور( راننوځي چې د ایتهن نه د جادو کرتبونه زده کول غواړي. د دغه زلمي ایتهن او جادو سره د بې لوثه مینې لیدو باندې ایتهن خپل هنر هغۀ ته ښودلو ته غاړه کېږدي او دغسې څۀ موده د ایتهن پام خپل کرتبونو کښې وېشلے شوے وي.
د عدالت لۀ خوا د څو تاریخونو د تکلف نه پس، تعزیرات هند کښې د داسې څۀ قانون د نیشتوالي پۀ ډاډ د ایتهن درخواست خارج کړے شي او هغه د خپلو ټولو اذیتونو سره پۀ کټ پرېوځي. د ایتهن نرس صوفیه ډیسوزا چې ډېره پۀ ایماندارۍ سره د ایتهن خدمت کوي، څۀ ورځې د ایتهن کور ته رانۀ شي. یوه ورځ چې صوفیه راشي نو هغه ایتهن ته ووائي چې اوس به ستا خدمت کولو کښې ما ته هېڅ خنډ لاره کښې نۀ وي ځکه چې عدالت زما حق کښې فېصله وکړه او ما ته د خپل خاوند نه رسماً طلاق راکړے شو. هغه د اوښکو نه پۀ ډکو سترګو ایتهن سره ژمنه وکړي چې کۀ هر څۀ سزا ولري خو د خپل ژوند کم اذیت خاتمې کښې به زۀ ستا سره مرسته کوم. دغه شېبه ایتهن د صوفیه پۀ سترګو کښې خپل ځان د پاره هغه پټه مینه محسوس کړي چې د دغه مینې پۀ ډاډ هغه کله هم د ایتهن خیال ساتلو نه بې غوره شوې نۀ ده. ایتهن هغې ته ووائي چې کۀ دا پته ولګېده چې تا م سره خودکشۍ کښې مرسته کړې ده نو تا ته لس کاله پورې د قېد سزا درکړې کېدې شي. صوفیه هغۀ له ځواب ورکړي چې کله زۀ ستا دې اذیت ته وګورم نو ما له کۀ څوک هر څۀ سزا راکوي، زۀ به ورته دې اذیت نه ستا د خلاصېدو صدقه کښې هرکلے ووایم. هم پۀ دغه موقع ایتهن صوفیه ته د وادۀ وړاندیز وکړي او د لږ وخت د ‘مشرقي’ روایت پۀ وجه د خاموشۍ او لجې نه پس صوفیه وادۀ ته غاړه کېږدي.
یو ماښام ایتهن خپل ټول خواخوږي راوبلي او د هغوي موجودګۍ کښې د صوفیه سره د وادۀ کولو اعلان وکړي. هغه د خپلو دغه ټولو ملګرو مننه وکړي چې پۀ دومره تکلیف او اذیت کښې ګېر ژوند ئې هم هغۀ د پاره تر یوۀ حده اسان کړے ؤ. هغه ووائي چې خلق د خپل زېږون ورځې نمانځي او زۀ د خپل مرګ ورځ نمانځم. هغه ووائي چې زۀ به د عمر صدیقي خلقو ته ښودونکو کرتبونو او د صوفیه ډیسوزا ساه ګانو کښې ژوندے یم.
مونږ کله هم د دې خبرې وکالت یا ملګرتیا نۀ کوو چې یو چا ته دې، کۀ د هغۀ پۀ خپله خوښه هم ولې نۀ وي، د خپل ژوند ختمولو د فېصلې ازادي ورکړې شي. ژوند ډېر ښکلے دے او دا مونږ سره یو امانت او د ذمه واریو سر ته رسولو مهلت دے.
بیخي هم دغسې، چا ته هم دا حق ورکول نۀ دي پکار چې کۀ هغه پۀ هر څۀ جواز او بهانه ولې نۀ وي، یو څوک راپاڅي او دا فېصله وکړي چې دا پلانکے یا دا پلانکۍ نور حق نۀ لري چې ژوند دې وکړي ــــــ د مذهبونو پۀ نامو دې رویې د تاریخ پۀ اوږدو کښې د کروړونو خلقو مرګونو او قتلونو له جوازونه وتراشل خو د دې هر څۀ پۀ شا چې د مذهبونو او تهذیبونو د تصادم ډنډورې غږېږي، د بېن الاقوام تجارتي بڼیاګر ناست دي. هر څۀ چې وي، د غېرت د ډډ تصور پۀ نوم، د ملک د سلامتۍ پۀ فوځي بیانیه، د تجارتي منډهۍ د قبضې پۀ هیله، د مذهب پۀ نامه د انتهاپسندانه فتوو پۀ ډاډ ــــ هر حواله او جواز چې ولري، مونږ باید د انسان د وینې، د هغۀ د ژوند، د هغۀ د مال و ملکیت او د هغې د فېصلې د حق احترام وکړو او هېڅ حال کښې هم د تشدد او انساني ژوند ته د کومې خطره رسوونکې خبرې یا زیان رسوونکي ګام ملاتړ او حمایت ونۀ کړو.
ډاکټر ډېوډ ګوډال یو سل څلور کلن بهرپور ژوند تېر کړو. یو وخت هغۀ سره د کمترۍ یو احساس ملګرے شو او دغه رنګ د شوخۍ او مستۍ نه ډک ژوند تېرولو نه پس چې ‘ایتهن’ ځان محرومه او بې وسه ولیدو نو کومه فېصله چې ډاکټر ګوډال حقیقي ژوند کښې کړې وه، بیخي هم دغه پۀ ډرامه فلم ‘ګزارش’ کښې ایتهن کړې وي.
سوال دا دے چې د مرګ د فېصلې او مرحلې ترمنځ د اذیت ناپ چا کړے دے؟ د خپل ژوند یا د بل د ژوند یا د ډېرو خلقو د ژوندونو د ختمولو فېصلې کول د وېریندک، د ادنيٰ، د پسمانده او د پرېوتي ذهنیت غمازي کوي. دې فېصلې له کۀ هر څۀ جواز وتراشلے شي، دې لړ کښې کۀ هر څومره وکالت وکړے شي؛ بې ځایه، بې منطقه او غېر انساني به وي.