ملي مشر اسفندیار ولي خان د زېږون د ورځ پۀ ویاړ د هغۀ د زندان څو خاطرې – ‘پښتون’

د رڼا ناوې! دغه ټولې قیصې

ما سره ستا د مینې تور کښې وشوې

ملګري عبدالحئ کاکړ د ‘مشال راډیو’ لۀ خوا اووۀ نیزه خپرونه ‘جمهوري غږونه’ کښې د ملي مشر اسفندیار ولي خان سره ځانګړې مرکه کړې ده ـــ دا رېډیائي مرکه پۀ اووۀ ویشتمه نېټه د فېسبوک تر لارې خپره کړې شوې ده. ‘پښتون’ خپلو درنو لوستونکو ته زېرے ورکوي چې لږه موده کښې به د ملي مشر ژوندلیک ستاسو لوست ته ډالۍ کړے شي.

مونږ دغه مرکه خوندي کولو د پاره د ملګري عبدالحئ کاکړ او ‘مشال راډیو’ مننه کوو او د هغوي پۀ مننې سره ئې د ‘پښتون’ لوستونکو ته پۀ لیکلې بڼه وړاندې کوو.

څۀ زورور بخت لرلو اسفندیار ولي خان!

پۀ دولسم اګست نولس سوه اتۀ څلوېښت کښې چې د بابړې کربلا کښې مشین ګنونو اورونه ورول، کفنونه پۀ ترخ کښې نیولي د سیالۍ مېدان ته خدائي خدمتګاران روان وو، مرګ ته ئې ګواښونه کول چې ‘مرګیه! مۀ راځه درځمه!’ ـــ ‘سپین ملنګ’ سُور بېرغ پۀ لاس مخکښې روان ؤ، د پاکستان د ریاست لۀ خوا د پښتنو وړومبے ریاستي قتلِ عام کېدو؛ د خان عبدالولي خان ټبر او د اسفندیار ولي خان مور تاجو بي بي هم دغه کربلا کښې ولاړه وه. د هغې پۀ ګېډه دوه تنکي روحونه وو ـــ د پشکال میاشت ـــ د واړۀ اختر شپږمه/اوومه ورځ او یوه داسې خونړۍ پېښه چې پکښې شپږ سوه د پاسه بې وسلې د عدم تشدد پلویان قتل شوي وو. تاجو بي بي د احمد کاکا کور ودانې او د بابړې د نورو پښتنو مېندو، خوېندو او مېرمنو سره دغه کربلا کښې د ژوبل شوو پۀ پرهرونو پهې ايښودلو او د مړو زنې تړلو ته مېدان کښې موجوده وه او تاریخ لیکلے کېدو. هغه پۀ اوږه باندې پۀ ګولۍ ژوبل شوې وه. پۀ دغه ورځ چې هغه ولوېدله نو بیا راپانۀ څېده. باچا خان بابا او خان عبدالولي خان پۀ جېل کښې وو.

څۀ زورور بخت لرلو اسفندیار ولي خان!

چې د فرورۍ پۀ نولسمه ورځ کال نولس سوه نهه څلوېښتم وزېږېدو نو پلار ئې د نوي ‘ازاد’ شوي ‘مسلمان’ ملک پۀ ‘زوړ’ زندان کښې بندي ؤ او د مور توده مهربانه غېږ ترې بې ترسه سپېرۀ مرګ هم پۀ هاغه ورځ وتروړله.

څۀ زورور بخت لرلو اسفندیار ولي خان!

نیکۀ او پلار زندان کښې ـــ کور جائیداد د پېرنګي بادار د مؤکده سنت اقتداء کښې بحکمِ سرکار ضبط ـــ نۀ مور، نۀ کور، نۀ پلار ـــ څۀ زورور بخت لرلو اسفندیار ـــ د خان عبدالغفار خان نمسي او د خان عبدالولي خان زوي څۀ زورور بخت لرلو! د ژوند څو ساه ګانې ئې لا اخستې نۀ وې چې د ازمېښتونو لښکرونه ئې ماتولو ته ولاړ وو.

نن اسفندیار ولي خان ملي مشر دے ـــ لکهونه ترې ځانونه ځاروي ــــ د باچا خان بابا نیازبینه مینه، د ولي خان بابا او تاجو بي بي ویاړمنه وینه ـــ ملي مشر اسفندیار ولي خان.

ملګري عبدالحئ کاکړ ته دغه یاده رېډیائي مرکه کښې وائي،

“زمونږ د بابا منقوله او غېر منقوله ټول جائيداد ضبط ؤ. داسې ئې ضبط کړے ؤ چې زما نه يوه مشره خور ده، هغه پۀ زانګو کښې وه؛ د دوؤ کالو وه ــــ زانګو کښې پرته وه، پوليس هغه اوچته کړه، پۀ زمکه ئې کښوده او زانګو ئې د ځان سره يوړه؛ وئيل ئې چې دا زانګو هم د ولي خان ملکيت دے، دا هم ضبط ده.”

د باچا خان د عمر څۀ د پاسه دېرش کاله زندانونو وخوړل او بيا ولي خان هم د سياسي مبارزې لۀ کبله څۀ د پاسه شل کاله پۀ زندانونو کښې تېر کړي وو. اسفنديار ولي خان به د نیکۀ او پلار ملاقات له کله يو جېل او کله بل جېل ته تللو او چې کله به دغه دواړه راخلاص شول نو د هغوي نه به ئې د زندانونو قېصې اورېدلې ـــ يعني پۀ بله معنٰي جېل ته تلل هغۀ ته پۀ ميراث کښې پاتې شوې وو او چې کله غټ شو نو د سياسي مبارزې پۀ مهال د وخټ د حکومتونو لۀ لوري د هغۀ جېل ته د تلو راتلو سلسله پېل شوه.

ملي مشر دغه رېډیائي مرکه کښې وائي:

“جېل ته خو پينځۀ شپږ ځله تلے يم او کور کښې نظر بندۍ مې هم ډېرې ليدلې دي ــــ داسې نظر بندۍ مې هم ليدلې دي چې د مشرف پۀ وخت کښې پۀ دې درې صوبو کښې صوبه بدر وم. يو پۀ خپله صوبه کښې ګرځېدے شوم.داسې جېلونه مې هم ليدلي دي چې بالاحصار کښې يوه تهخانه وه؛ اووۀ مياشتې مو پۀ هغه تهخانه کښې تېرې کړې وې چې دا راته هم پته نۀ وه چې بهر نمر دے او کۀ باران دے، شپه ده او کۀ ورځ ده.”

اسفنديار ولي خان پينځلس کلن ؤ، نهم جماعت کښې ؤ چې پۀ نولس سوه پينځۀ شپېتم کښې پۀ پاکستان کښې د پوځي اٰمر جنرل ايوب خان لۀ خوا صدارتي انتخابات کېدل. د صدارت لپاره جنرل ايوب خان ولاړ ؤ او پۀ مقابله کښې ئې د پاکستان د ‘بنياد’ ايښودونکي محمد علي جناح خور فاطمه جناح وه ـــ دا وخت د ولي خان پۀ مشرۍ کښې نېشنل عوامي پارټۍ د فاطمه جناح د پاره کېمپېن کولو. هم دا وخت ؤ چې پۀ هېواد کښې ځوانانو د جنرل ايوب پۀ ضد مظاهرې کولې چې پکښې اسفنديار ولي خان هم برخه اخستله او پۀ وړومبي ځل ئې څو ګېنټې پۀ جېل کښې تېرې کړې.

“پۀ نهم کښې وم چې د فاطمه جناح او ايوب خان الېکشن ؤ، تاسو ته به یاد وي چې هغې کښې سټوډنټانو هغه غوبل اچولے ؤ چې ‘چيني چور’ ‘چيني چور’ چغې سورې او وهل ټکول وو؛ هغه کښې مې جېل ته پۀ تلو شروع اچولې وه. هغه وخت کښې ټول سټوډنټان راوتي وو. بيا د هغې پۀ نتيجه کښې پۀ پېنډۍ کښې هم فائرنګ وشو چې پکښې هلکان شهيدان شول ـــ نوښار کښې پکښې يو هلک شهيد شو؛ نو د هغې نه پس مونږ دا محسوس کړه چې دا پښتانۀ سټوډنټان را يو ځاے شي نو بيا د ‘پښتون سټوډنټس فیډرېشن’ پۀ نوم يو تنظيم مونږ جوړ کړو او بيا د هغې د لارې لګيا وو خپل Image result for ‫غر د دسیسو ډک دے‬‎ کار مو کولو.”

اسفنديار ولي خان د خپل ژوند تر ټولو اوږد او تريخ جېل پۀ نولس سوه اويايمه لسيزه کښې هغه وخت تېر کړو چې ذو الفقار علي بهټو د پاکستان وزير اعظم ؤ. هغه وخت د ذو الفقار علي بهټو پۀ مشرۍ پيپلز پارټي پۀ واک کښې وه او د ولي خان پۀ مشرۍ نېشنل عوامي پارټۍ د اپوزيشن رول لوبوۀ، خو د دواړو ګوندونو اختلافات دومره زيات شو چې پۀ نولس سوه پينځۀ اويايم کښې د ښاغلي بهټو حکومت نېشنل عوامي پارټي لاقانونه وګرځوله. د دې ګام پۀ نورو سببونو کښې يو سبب د پيپلز پارټۍ خېبر پښتونخوا د مهم مشر او د بهټو د نزدې ملګري حيات شېرپاو وژل وو. حيات شېرپاو پۀ کال نولس سوه پينځۀ اويايم د فرورۍ پۀ اوومه نېټه پۀ پېښور يونيورسټۍ کښې پۀ دستوره کښي د بم پۀ چاودنه کښې وژل شوے ؤ.

ذو الفقار علي بهټو نېپ لاقانونه وګرځوۀ، خان عبدالولي خان ئې د حيات شېرپاو د قتل پۀ تور ونيولو او حکومت پۀ دې تړاو د دې ګوند پۀ لسګونو نور غړي ګرفتار کړل ــــ اسفنديار ولي خان هم پۀ دې تور پۀ کال نولس سوه پينځۀ اويايم کښې ونيولې شو او د دۀ پۀ وېنا ورباندې فشار واچولے شو چې پۀ قتل کښې د خپل پلار ولي خان نوم واخلي.

“هغوي ما ته وئيل چې تۀ به بيان ورکوې چې مونږ ته ولي خان وئيلي وو چې حيات شېرپاو مړ کړئ او بیا ما د پلار پۀ وېنا سټوډنټان راوستل او دا هر څۀ مو د ولي خان پۀ وېنا وکړل ـــ نو ماورته وئيل چې کۀ پۀ رښتيا ګواهي وي نو هم ئې يو زوے پۀ پلار نۀ کوي خو د دروغو ګواهي به سړے څنګه پۀ پلار کوي؟ وېم تاسو لږ ما پۀ دغه باندې پوهه کړئ.”

خو عجبه دا ده چې کله اسفنديار ولي خان پېدا شو نو پۀ زانګو کښې ؤ چې پلار او نيکۀ ئې پۀ زندان کښې وو، خو اوس هغه شپږ ويشت کلن ؤ او پۀ يو وخت ئې نيکۀ، پلار او هغه درې واړۀ پۀ جېل کښې وو.

“چې دا ما درته د پينځۀ اويايم خبره وکړه کنه، نو دا زما پۀ خيال د دنيا پۀ تاريخ کښې واحد مونږ يو، مونږ پۀ سياست کښې درې پېړۍ پۀ يو وخت کښې پۀ جېلخانو کښې پراتۀ وو ــــ باچا خان بابا يو ځاے ؤ، بابا بل ځاے ؤ او زۀ بل ځاے وم ـــــ مونږ درې پېړۍ پۀ يو وخت باندې پۀ جېلخانه کښې وو. نۀ مو د چا نه قتل کړے ؤ، نۀ مو جواري کړې وه، نۀ مو زنا کړې وه، نۀ مو شوکه ډاکه کړې وه. سياست ؤ، پۀ سياست کښې درې واړه پېړۍ پۀ يو وخت پۀ جېل کښې وو او هر يو کس بېل بېل ځاے پروت ؤ.”

اسفنديار ولي خان عدالت د حکومت پۀ غوښتنه د تفتيش لپاره پوليس ته حواله کړو. هغه تر خواشا دوه څلوېښت ورځو پورې د ورسک پۀ تهاڼه کښې ووهل شو، وټکول شو.

“زما د پښو د هرې ګوتې نه ئې نوکونه ويستي وو؛ زما د وجود د څټ نه واخله تر د ګيټو او پوندو پورې ئې زما پۀ وجود يو وېښتۀ نۀ ؤ پرېښے، دا ئې رانه ټول وار پۀ وار شوکولي وو. څلور شواروځه ئې زۀ پۀ برانډه کښې يوې ستنې ته پۀ داسې پوزيشن کښې تړلے وم چې صرف زما پښو دا مټۍ ګوتې زمکې پورې لګېدې، نور پۀ هغه ستنې پورې ځوړند وم. دا خو د ورسک تهاڼه وه کنه ــــ د فرورۍ مياشت وه یار! ښه يخني هم وه، باران هم ورېدۀ او راوېښکلو او دې مرۍ مرۍ پورې به ئې پۀ بوجۍ کښې بند کړمه او راله به ئې غوپې پۀ هغې يخو اوبو کښې راکولې ۔۔۔۔ يره خو ډېر تلخ وخت و ياره! الله تېر کړو.”

د اسفنديار ولي خان سره پۀ زندان کښې د خپلې پارټۍ شاوخوا يو سل شل ملګري هم وو او کله چې دے پۀ هغوي د شوي سخت تشدد خبرې کوي نو وائي چې د هغوي پۀ مقابله کښې ورته پۀ ځان شوے تشدد هېڅ نۀ ښکاري.

“ما ته خو پۀ ځان شوے تشدد هېڅ نۀ ښکاري ـــ زما داسې ملګري چې عمرونه ئې د شلو او درې ویشو کالو پۀ منځ کښې وو، هغوي چې د ورسک تهاڼې نه راتلل نو نامردان وو ـــ اوس د هغې پۀ مقابله کښې به زۀ څۀ يم؟ زما قرباني به څۀ وي؟ زمونږ د يو ملګري د اتو مياشتو زوے ئې راوستو او د هغۀ مخکښې ئې الټه ځوړڼد کړو او هغۀ ته ئې وئيل چې يا به پۀ افضل خان ګواهي کوې چې ما له ئې افضل خان بمونه راکړي دي او يا دې دا زوے وژنو ــــ هغه زوے ئې د پلار پۀ مخکښې داسې وهو چې هغې ماشوم ساه ورکړه. پلار ئې بيا بالکل لېونے ؤ،تر مرګه پورې ئې پلار لېونے ؤ؛ نو دغې تشدد ته چې سړے ګوري نو زمونږ هغه خو بيا بادشاهي وه.”

پۀ اسفنديار ولي خان جوړې مقدمې يو جج پۀ جېل کښې دننه واورېدلې، هغه ئې مجرم وګرځوۀ او ورته ئې اوولس کاله د بند سزا واوروله خو هغۀ دا سزا پۀ هائيکورټ کښې چېلنج کړه.

“بيا هائيکورټ پرېښودمه ـــ او عجيبه لوبه ئې راسره دا کړې وه چې زۀ ئې نيولے پۀ فرورۍ کښې وم او د اپرېل پۀ مياشت کښې چې بهر کومې دهماکې شوې وې، د هغې الزام هم پۀ ما ؤ ــــ نو چې جج ته مخامخ شو نو هغه جج ورته وې چې هلکه! دے خو تاسو نيولے پۀ فرورۍ کښې دے، الزام پرې تاسو د اپرېل لګوئ؛ نو بيا خو هغه د جېل سپرنټډنټ هم دۀ سره ملزم کړئ کنه، ځکه چې هغۀ به راوښکې وي د جېله ــــ نو د دغي د وجې بيا جج وئيل چې دا دروغ تاسو وئيلے شئ نو ستاسو دا ټولې مقدمې به هم دغه رنګ دروغ وي؛ نو پۀ دغه ورځ باندې اتۀ شپېتۀ مقدمې وې راباندې، نو پۀ یوه ورځ کښې ې دغه مقدمو نه بري کړم وئيل ئې چې ځه ـــ نو ما ورته وئيل چې ډېره مهرباني.”

اسفنديار ولي خان شاوخوا درې کاله پۀ زندان کښې د تېرولو وروستو د کال نولس سوه اووۀ اويایم پۀ وروستیو کښې لۀ جېله راووت ـــــ دا وخت د ذو الفقار علي بهټو حکومت ختم شوے ؤ، جنرل ضياء مارشل لاء لګولې وه او هغۀ د حېدر اباد سازش کېس مقدمه ختمه کړه چې پۀ نتيجه کښې ئې ولي خان او نور سياسي مشران راخلاص شو. د جېله څخه تر خوشي کېدو وروستو پلار او زوے يو بل ته مخامخ شو،

“زۀ چې د جېل نه پۀ اووۀ اويايم کښې راغلمه نو بابا راله اواز راکړو، وې چې تۀ راشه! نو چې ورغلم او کښېناستو نو وې بچې! څۀ کول غواړې؟ لکه د ډېرو خلقو زړۀ کښې دا خيال ؤ چې زۀ هغۀ مجبوره کړے يم چې سياست ته راشم؛ بابا پۀ ژوند کښې مونږ سره دا چل نۀ دے کړے چې يعني زما دا مرضي ده او دا به کوئ؛ هغۀ ټول عمر مونږ خپلې مرضۍ ته پرېښودي يو. ما ته ئې وئيل چې خپله فېصله دې ده؟ ما ورته وئيل چې جي زۀ سياست کوم. وې چې سوچ دې پرې کړے دے؟ ځکه چې زمونږ دا سياست خو ډېر د تکليف دے، خو وې کۀ تۀ یې کوې نو بيا به داسې سياست ځکه کوې چې خداے مۀ کړه کۀ تۀ خراب کار کوې نو پۀ هغې به تۀ نۀ يادېږې؛ پۀ هغې به باچا خان یادېږي او زۀ به یادېږم ـــ او کۀ ښۀ کار کوې نو پۀ هغې به تۀ پۀ خپله يادېږې. ما ورته وئيل، نه جي! بس زۀ کوم سياست.”

درنو اورېدونکو!

د مشال راډیو پۀ اوونیزه خپرونه ‘جمهوري غږونه’ کښې مو د عوامي نېشنل پارټۍ د مشر اسفندیار ولي خان د زندانونو قیصه واورېدله. تر بلې خپرونې مو زۀ عبدالحئ کاکړ درته پۀ مخه ښه وایم.

 

دا هم ولولئ

!!!Absolutely Not – پښتون

اېمل ولي خان دې خداے زر کلن کړي چې څۀ هم وائي نو بېخي د …