د افغانستان کرونالوژي/پېښلیک (د 1919 نه تر 2019 پورې) – نائیله شمال صافۍ

 

 

 

 

افغانستان د استقلال نه پس:

1919 د امير حبيب الله خان د وژلو نه پس د هغۀ زوي امان الله خان واک تر لاسه کړو؛

درېم اېنګلو-افغان جنګ (3rd Anglo-Afghan War) وشو او پۀ پاې کښې ئې افغانستان خپلواکي وګټله؛

د افغان او شوروي اتحاد تر منځ د پولې معاهده وشوه.

1920 د هندوستان مهاجرين راغلل او پۀ کابل کښې د مهاجرو انجمن پۀ وجود کښې راغلو؛

افغانستان کښې د ‘حکومت مؤقته هند’ اعلان د راجه پرتاب صدارت، د برکت الله وزارت عظميٰ او مولانا عبېدالله سندهي د منتظم وزیر پۀ توګه وشو.

د بخارا )ازبک( امير سيد مير محمد عليم خان پۀ افغانستان کښې سياسي پناه واخسته او هم دلته پۀ 1944 کښې مړ شو؛

جنوري: پۀ کابل کښې د افغانستان او برطانيه تر منځ امن مزاکرات پېل شول؛

فروري: د افغانستان او د روس تر منځه د دوستۍ معاهده لاسليک شوه؛

مارچ: د افغانستان او ترکي تر منځه د دوستۍ معاهده لاسليک وشوه؛

1921 د ښځو وړومبنۍ رساله ‘ارشاد النسوان’ د محمود طرزي د ماينې اسما او اغلې روح افزا ادارت کښې خپره شوه؛

اټلي او ايران سره د دوستۍ معاهدې لاسليک شوې؛

دسمبر: امن مذاکرات سر ته ورسېدل او برطانيه افغانستان ومنلو او سفارتي تعلقات ئې جوړ شول؛

1922 د پاسپورټ قانون د وزارت داخله لۀ خوا خپور شو؛

هجري شمسي دولتي کلېنډر وګرځولے شو؛

اپرېل: د افغانستان او فرانس دوستانه معاهده لاسليک شوه؛

ستمبر: فرانس سره د لرغوني اثارو د کنستلو معاهده وشوه؛

د افغانستان وړومبۍ بودجه (Budget) ترتيب شوه.

1923 امير امان الله خان وړمبنے ائين جاري کړو؛

د ‘دار الامان’ جوړول پېل شول.

1924 وړومبنے د ښځو هسپتال پۀ کابل کښې پرانستے شو؛

1926 د افغانستان او د شوروي اتحاد تر منځ سولئيز توافق ليک وشو؛

1927 د افغانستان مشترکه يوه کرنسي را منځ ته شوه )د کابلي روپۍ پۀ ځاے ‘افغانۍ’ رواج شوه(.

1928 درېمه لويه جرګه د بادشاه پۀ امر پۀ پغمان کښې راجوړه شوه چې زرو پورې وکيلانو پۀ کښې ګډون لرلو. پۀ دې کښې مهمې پرېکړې دا وشوې؛

        1. ‘دولتي شوريٰ’ پۀ ‘ملي شوري’ بدل شوه؛
        2. ټول نښانونه، ملکي رتبې او القابات ختم کړے شول؛
        3. د تدريس او د وعظ پۀ نوم به د دېوبند ملايان دلته نۀ راځي؛
        4. د افغانستان بېرغ تور، سور او شين وټاکلے شو چې پۀ کښې د غنمو د دوو وږو منځ کښې به پۀ غرونو د لمر د راختو ائيکون وي؛
        5. د هر پینځو کالو پس به لويه جرګه جوړېږي )دا د مطلق حکمرانۍ و مشروطه پله مهم ګام ؤ(

د دې کال افغانستان د بهر نړۍ سره اهمو تړونونو کښې:

        • روس سره د بې طرفه پاتې کېدو تړون وشو؛
        • ايران سره د بې طرفه پاتې کېدو او پۀ پوليزه معاملو د جرګو تړون وشو؛
        • سويس، پولېنډ، جاپان، مصر او فنلېنډ سره دوستانه معاهدې وشوې؛
        • چين او يمن سره سياسي مذاکرې وشوې؛
        • پۀ پېښور او کوئټې کښې د ويزو دفترونه پرانستے شول.

1929 کورنۍ جګړه: حبيب الله )بچه سقاو( د نهو مياشتو دپاره پۀ واک کښېناستو.

1929-33 محمد نادر شاه د واک واګې پۀ لاسو کړې.

1931 نادر شاه نوے ليکلے ائين راوړو؛

پښتو ټولنه جوړه کړې شوه؛

د افغانستان ملي بانک )افغانستان نېشنل بېنک( پۀ وجود کښې راغلو.

1932 د سعودي عرب سره د دوستۍ معاهده وشوه؛

افغانستان د د,وکالم پوليزه سيمه د چترال نه واخسته؛

انتظامي بدلونونه وشول او پینځۀ نوې صوبې کابل، قندهار، هرات، مزار او بدخشان جوړې شوې؛

د ‘کابل پوهنتون’ بنياد کېښودے شو او پۀ ورپسې کال د زدکړو د پاره فعال کړے شو.

1933-73 محمد ظاهر شاه پۀ تخت کښېناستو.

1934 افغانستان د ‘ليګ اٰف نېشنز’ (League of Nations) غړے شو؛

د افغانستان او د امريکا دپلوماتیکي اړيکې (Diplomatic Relations) جوړې شوې.

1935 ترکي د افغانستان او ايران پۀ سرحدي ستونزه کښې د درېمګړيکردار ولوبولو.

1936 پښتو د افغانستان دولتي ژبه شوه؛

1937 د ابن سينا 900م تلين پۀ کابل کښې ولمانځلے شو؛

د افغانستان او يورپ اړيکې پېل شوې؛

افغانستان، ايران، عراق او ترکي د سعد اباد معاهده لاسليک کړه.

1938 د کابل د طب پوهنځي وړومبي بېچ زده کوونکي فارغ شول؛

‘افغانستان بانک’ رامنځ ته شو؛

افغان ائر فورس پراخ کړے شو، برطانيه او اټلي نه جهازونه واخستے شو؛

ملي اردو د چيکوسلواکيه نه وسله واخسته.

1940 پۀ کابل کښې د 40 کلو واټ میډيم وېوز راډيو پرانسته وشوه؛

افغانستان پۀ دوېمه نړيواله جګړه (World War II) کښې د بې طرفه پاتې کېدو غږ وکړو.

1941 افغانستان دوېمې نړېوالې جګړې کښې خپله بې طرفي بيا اعلان کړه.

1943 پۀ نيويارک کښې د افغانستان قونصلګري پرانستې شوه.

1944 د افغانستان او د چين تر منځ د دوستۍ معاهده لاسليک شوه؛

د سيد جمال الدين تابوت د استنبول نه کابل ته راوړلے شو او د کابل پوهنتون پۀ احاطه کښې ښخ کړے شو. یاده دې وي چې دا تابوت پېښور ته راوړے شو نو د دې د جنازې نه تر کابل لېږلو انتظام خدائي خدمتګارانو ته سپارلے شوے ؤ.

1946 افغانستان د يونائيټډ نېشنز (UN) غړے شو او عبدالحسن عزيز هلته وړومبنے افغان نمائنده ؤ؛

د محمد هاشم خان پۀ ځاے شاه محمود وزيراعظم شو چا چې لېبرل اصلاحات (Liberal Reformations) وکړل؛

د متبادلې بيانيې د اخبارونو خپرېدل شروع شو، سياسي ګوندونه او د زده کونکو خوځښتونه را منځ شول کومو چې مزيد اصطلاحات غوښتل؛

دا لېبرل دورانيه 1951-52 پورې د لنډ وخت د پاره پاتې شوه.

1947 افغانستان پۀ يونائيټډ نېشنز کښې د پښتنو پۀ طرفدارۍ د پاکستان خلاف رایې ورکړه؛

پاکستان )تازه رامنځ ته شوي هېواد( د خپلې خوا نه افغانستان سره پولې وتړلې.

1949 د پاکستان جهازونو پۀ وزيرستان او مغلګۍ سيمو کښې بمباري وکړه؛

افغانستان د کراچۍ نه خپل سفير راستون کړو.

1950 افغانستان پاکستان ته ووې چې خپل سفير دې واپس کړي ځکه چې دوي د افغانستان د قانون سرغړونه کړې؛

شاه محمود د نوي کابينې د جوړولو اعلان وکړو؛

افغانستان د هندوستان سره دوستانه معاهده لاسليک کړه؛

افغانستان چين تسليم کړو.

1953-63 پۀ شاه محمود پسې محمد داود خان وزيراعظم شو؛

محمد داود نوې کابينه اعلان کړه.

د داود پۀ وخت کښې تعليمي نظام، د ښځو حقوقونو او اقتصادي چارو وده وکړه؛

د پاکستان سره د پولې شخړې شدت واخستو او سردار داود بيان جاري کړو چې د امريکا پاکستان ته امداد ورکول د افغانستان د امن او سلامتيا د پاره لويه خطره ده.

1954 افغانستان د اېشائي ملکونو د پاره د يونائيټډ نېشنز لۀ خوا د جوړ شوي کمېشن غړے شو؛

د خارجه چارو وزير محمد نعيم د پاکستان افغانستان د تعلقاتو پۀ لړ کښې کراچۍ ته لاړو؛

افغانستان د يوګوسلاواکيه سره معاهده لاسليک کړه.

1954-55 شوروي اتحاد سره د تجارت، فوجي اړيکو او د وطن د ودانۍ معاملات لاسيلک شول؛

امريکا هم خپلې مرستې تېزې کړې.

1955 د مغربي پاکستان ټولې صوبې پۀ ون يونټ کښې ضم شوې او د پښتنو سيمه پۀ دې کښې د ضم کېدو پۀ وجه سردار داود د تشويش ښکارونه وکړه او هم داسې پۀ کابل کښې احتجاج کوونکو د پاکستان سفارتخانې او پاکستاني سفير تر کوره مارچ وکړو. پۀ کندهار او جلال اباد کښې هم د پاکستان قونصل خانو سره احتجاجونه وشول؛

پۀ پېښور کښې پۀ افغان قونصل خانه بريد وشو؛

پاکستان خپلې قونصل خانې پۀ افغانستان کښې بند کړې او افغانستان نه ئې هم غوښتنه وکړه چې دلته خپلې قونصلګرۍ وتړي؛

سعودي عرب د افغانستان او پاکستان تر منځ د ثالثۍ دپاره اماده شو؛ چې وروستو ئې د خپل تجويز د ناکامۍ اعلان وکړو؛

د افغانستان او انډونیشيا تر منځ دوستانه معاهده وشوه؛

افغانستان د بېن المللي بېنک غړے شو؛

1956 د پاکستان پۀ غوښتنه افغانستان خپل قونصلر لۀ کوئټې راستون کړو او د پاکستان ملټري اتاشي ته ئې ووئيل چې د کابل نه وځي؛

افغانستان د SETO دا دعويٰ رد کړه چې ډيورنډ لائن د پاکستان او افغانستان تر منځ پوله ده او د دې پرېکړې پۀ ضد ئې احتجاج وکړو؛

جولائي: د ترکي صدر عدنان مندرس د افغانستان پۀ دوره راغے؛

اګست: د پاکستان صدر مرزا اسکندر افغانستان ته پۀ دوره راغے؛

د افغانستان او برما تر منځ د استحکام معاهده لاسليک شوه.

1957 جنوري: د چين صدراعظم چوان لائي افغانستان ته پۀ دوره راغے؛

فروري: ماسکو راډيو نه د پښتو خپرونه شروع شوه؛

جون: د پاکستان وزيراعظم سهروردي د کابل دوره وکړه او پۀ نتيجه کښې ئې د پاکستان او افغانستان سفارتي تعلقات بيا جوړ شول.

1958 فروري: ظاهر شاه د پاکستان دوره وکړه؛

فروري: ظاهر شاه د هندوستان دوره وکړه؛

جولائي: د پاکستان او افغانستان پۀ منځ کښې د سړک د لارې د تجارت معاهده لاسليک شوه؛

اکتوبر: افغانستان د يونائيټډ نېشنز د نمائنده دا تجويز رد کړو چې افغانستان دې د ايران، ترکي او افغانستان سره اتحايه (Confederation) جوړه کړي.

1959 اګست: د ښځو د لڅ مخۍ قانون سازي وشوه او ښځې بې برقعې پۀ جشن کښې شاملې شوې.

1960 د شوروي اتحاد مشر نيکيتا خروشوف کابل ته پۀ دوره راغے او د شوروي اتحاد د کومکي پروجېکټونو جائزه ئې وکړه او داسې ئې د پښتنو پۀ مسئلې د افغانستان حمايت وکړو چې پاکستان دا د خپلو کورنيو چارو کښې د دوي لۀ خوا مداخلت وګڼلو؛

اګست: د خارجه چارو وزير محمد نعيم احتجاج رېکارډ کړو چې د بډه بېرې ائیر بېس نه د امريکې جهازونه د افغانستان د هوائي حدونو سر غړونه کوي؛

د پاکستان دوه هوائي جهازونه د افغانستان د هوائي حدونو د سرغړونې پۀ وجه کندهار کښې ونېولے شول او وروسته پۀ ستمبر کښې پاکستان ته واپس کړے شول.

1961 د افغانستان او پاکستان اړيکې بيا خرابې شوې.

1962 شاه ايران د پاکستان او افغانستان د اړيکو د ښۀ کولو د پاره ثالثۍ ته اماده شو او پۀ کابل کښې ئې ظاهر شاه او پۀ راول پېنډۍ کښې ايوب خان سره وليدل.

1963 محمد داود خان استعفيٰ ورکړه او د هغۀ پۀ ځاے محمد يوسف وزيراعظم شو؛

شاه ايران د پاکستان او افغانستان د سفارتي تعلقاتو د بحالۍ اعلان وکړو او داسې پۀ پېښور او کوئټه کښې د افغانستان سفارتخانې او تجارتي دفترونه بيا پرانستے شول.

1964 ظاهر شاه د کابل پوهنتون د علي اباد د نوي کېمپس افتتاح وکړه؛

پاکستاني صدر ايوب خان پۀ کابل کښې ظاهر شاه سره ليدل وکړل؛

د فرانس ارکيالوجسټو ټيم پۀ کوکچه کښې د امو دریاب د يو کېدو ځاے کښې د يوسل دېرشو کالو د لرغوني ښار د معلومولو دعويٰ وکړه چې يوځل ورانېدو نه پس بيا چا اباد کړے نۀ ؤ. دا ځاے د “ائے خانم” پۀ نوم هم پېژندلے کيږي؛

نوے ائين جوړ شو او د هغې تر مخه غبرګه دستوريزه (Bicameral legislature) رامنځ ته شوه.

1965 د زده کوونکو د احتجاجونو د وجې هاشم مېوندوال، چې د پروګرېسیو دموکراتیک پارټۍ (PDP) ليډر ؤ، د محمد يوسف پۀ ځاے صدراعظم شو؛

نور محمد ترکي پېپلز دیموکراتیک اٰف افغانستان (PDA) او غلام محمد نيازي جماعت اسلامي (JI) ګوندونه جوړ کړل؛

پۀ دا کال ټولټاکنو کښې ښځو هم پۀ وړومبي ځل ووټونه واچول؛

1966 غلام محمد فرهاد د پښتو اخبار ‘ملت’ اشاعت شروع کړو؛

نور محمد ترکي د پښتو او دري اخبار ‘خلق’ اشاعت پېل کړو پۀ خلق اخبار باندې د مشرانو پۀ جرګه کښې بحث وشو او هره خپرونه چې اسلامي افکارو پۀ ضد وي، د بندولو يادونه ئې وکړه.

1967 نور احمد اعتمادي صدراعظم شو کله چې مېوندوال سخت ناروغه شو.

1969-72 تقريباً يو لاکهـ پورې خلق د قحط د وجې مړۀ شول.

1972 موسٰي شفيق د صدراعظمۍ د پاره ونومولے شو؛

ذوالفقار علي بهټو د افغانستان دوره وکړه؛

کابل راډيو د پاکستان نه د پښتونستان د ازادۍ غوښتنه وکړه. ]د بهټو او مېوندوال تعلق پام کښې ولرئ[

1973 د پاکستان او د افغانستان پوله دوو اوونيو د پاره وتړلې شوه.

کودتا او انقلاب:

1973-78 سردار داود پۀ کودتا کښې د رپبلک اصطلاح وکړه؛ شاه ظاهر شاه جلاوطني اختيار کړه.

1975 افغان پوځ پۀ پنجشېر کښې د ترهګرو يو لښکر ونيو او د هغوي د فعالت او د وسلئيزو مرستو دعويٰ ئې پۀ پاکستان وکړه.

1976 سردار داود د اسلام اباد دوره وکړه او بهټو سره ئې ليدل وکړو.

1977 سرادر داود نوے ائين را منځ ته کړو او داسې افغانستان د يو ګونديزې واکيالۍ رياست جوړ شو؛

د پاکستان وزيراعظم ذوالفقار علي بهټو سردار دادو سره د خبرو د پاره کابل ته راغے؛

سردار داود او پاکستاني چيف مارشل اېډمنسټرېټر محمد ضياالحق سره ليدل وکړو.

1978 د ثور کودتا: صدر داود پۀ کودتا کښې د کميونسټو لۀ خوا ووژلے شو.

نور محمد ترکي د رياست مشر وټاکلے شو؛

خفيه استخباراتي ايجنسي “د افغانستان د ګټو او د ساتلو اداره” (AGSA) جوړه شوه؛

نوي دوستانه معاهده د شوروي اتحاد سره لاسليک شوه؛

پۀ پاکستان کښې د جهادي جنګياليو وړومبے کېمپ جوړ شو؛

پاکستاني صدر ضياالحق پۀ کابل کښې د صدر نور محمد ترکي سره ليدل وکړو.

شوروي افغانستان:

1979 حافظ الله امين صدر شو او نور محمد ترکي ئې ووژلو؛

شوروي پوځونه افغانستان ته راغلل.

حافظ الله امين هم ووژلے شو؛ ببرک کارمل صدر وټاکلے شو.

1980s د شورويانو پۀ ضد مزاحمت تېز شو.

1980 د جهادي جنګيالانو/جنګسالارانو (Warlords) شپږ ګوندونه جوړ شوي وو؛

CIA احمد شاه مسعود ته SAM-7 ميزائل ورکړو.

1985 افغان جهادي جنګيالو(Islamic Union of Afghan Mujahideen/IUAM) د شوريانو پۀ ضد جګړه پېل کړه؛

د شوروي اتحاد واک مېخائل ګورباچوف تر لاسو کړو.

1986 ګورباچوف 8000 خواشا فوج د افغانستان نه راستون کړو؛

امريکا افغان جهادي جنګيالانو ته د سټنګر مزائلو ورکولو ته اماده شو؛

د ببرک کارمل پۀ ځاے محمد نجيب الله صدر شو؛

د امريکا صدر رېګن د جهادي جنګيالانو څلورو ډلو سره پۀ واشنګټن کښې ليدل وکړل او د مرستو او د ملاتړ ډاډ ئې ورکړو.

1988 د ‘افغانيت سمبول‘ فخر افغان باچا خان د خپل وصيت سره سم پۀ جلال اباد کښې خاورو ته وسپارلے شو او د افغان دولت لۀ خوا د هغۀ جنازې ته دولتي پروټوکول ورکړے شو )چې دا پۀ خپل ځان کښې د ملي يو والي يو لوے سمبول ؤ( – د فخرِ افغان پۀ مړینه د افغانستان، پاکستان او هندوستان بېرغونه نیمکښو کړے شول.

عبدالاحد مومند وړومبے پښتون د شوروي اتحاد پۀ سويز ټي اېم 6 خلائي جهاز کښې خلاء ته وختو؛

د افغانستان شوروي حکومت او د پاکستان تر منځ د جنيوا معاهده لاسليک شوه.

1989 شوروي اتحاد افغانستان نه خپل پوځونه واپس کړل؛

پۀ پېښور کښې افغان کډالو مظاهره وکړه چې محمد ظاهر شاه دې واپس افغانستان ته راوستے شي؛

اسامه بن لادن د القاعده بنياد کېښودو؛

جهادي جنګيالانو د جلال اباد ښار محاصره وکړه خو پۀ بشپړه توګه د ښار پۀ نيولو کښې کامياب نۀ شول.

1992 د صدر نجيب الله خان لۀ خوا واک پرېښودلے شو؛

جهادي جنګيانو کابل ونيوۀ؛ سياسي ادعاء لرونکي جنګسالارانو د پاکستان د وزيراعظم نواز شريف پۀ مشرۍ کښې د پېښور معاهده لاسليک کړه او داسې اسلامي امارت افغانستان جوړ کړے شو او د صبغت الله مجددي پۀ مشرۍ کښې ئې عبوري حکومت رامنځ ته کړو؛

ګل بدين حکمتيار )د حزب اسلامي مشر( د پاکستان پۀ مرسته پۀ کابل خونړي بريدونه پېل کړل؛

د پېښور معاهدې باندې د ودرېدو تر مخه برهان الدين رباني )د جميعت اسلامي مشر( صدر جوړ کړے شو.

د جهادي جنګيالانو جګړې:

د امریکائي مفاداتو د پاره د مذهب نامه کاروونکي د جهاد پۀ نامه د ‘سفک الدّم’ انتها ته لاړل. مکه کښې کړے سوګند ئې هم د پښتو لاندې کړو.

1992-94 افغانستان پۀ کورنۍ جګړه کښې ښکېل شو.

1992-96 پۀ کورنۍ جګړه کښې يواځې پۀ کابل کښې تر پنځوسو زرو زيات اولس ووژلے شو او د کابل تر اويا فيصده وداني پۀ کنډر بدله کړې شوه.

1994 د پاکستان پۀ مرسته طالبانو د پښتنو جنوبي سيمې د خپل واک د لاندې کړې.

1995 جنګ سالار احمد شاه مسعود کابل ونيولو.

د طالبانو واک:

1996 طالبانو کابل ونېو او پخوانے صدر محمد نجيب االله ئې ووژلو. د ډاکټر نجیب وژنه د افغانستان د یوې خونړۍ دورې پېلامه شوه.

اسامه بن لادن پۀ افغانستان کښې خپل فعاليتونه پېل کړل او سعودي عرب او امريکې ته ئې د حملو دړکې ورکړې؛

سوډان او کينيا کښې پۀ امريکائي سفارتخانو د بمونو حملې وشوې او ذمه ئې القاعده قبوله کړه.

1998 امريکا پۀ افغانستان کښې د القاعده پۀ تربيتي مرکزونو حملې وکړې؛

يونائيټد نېشنز (UN) خپل کار کوونکي د کندهار نه واپس کړل.

1999 امريکا او يونائيټډ نېشنز د افغانستان سره پۀ تجارت بندېز ولګولو.

2000 القاعده د امريکې پۀ خلاف حملې پېل کړې.

2001 طالبانو د مارچ پۀ مياشت کښې پۀ باميان کښې د بدها دوه تاريخي بتان ونړول؛

پۀ ستمبر کښې احمد شاه مسعود د القاعدې لۀ خوا ووژلے شو؛

تر 3000 زيات خلق د نيويارک ورلډ ټرېډ سنټر او پېنټاګون پۀ حملو کښې ووژلے شول او ذمه ئې القاعده پۀ خپل سر واخسته؛

امريکا پۀ افغانستان کښې د ترهګرو پۀ کېمپونو بمباري وکړه؛ پۀ نومبر کښې د طالبانو نه واک وتروړلے شو؛

پۀ بون کښې پۀ راجوړ کړے شوي کنفرانس کښې حامد کرزئ د افغانستان د عبوري حکومت مشر وټاکلے شو.

د طالبانو نه پس دوره:

2002 محمد ظاهر شاه جلاوطني ترک کړه او واپس افغانستان ته راغے.

2003 پۀ جون کښې د لویې جرګې د څوارلس نیم سوه (1,450) نمائندګانو پۀ رایو حامد کرزئ د افغانستان د عبوري حکومت د بيا د پاره صدر وټاکلے شو.

2004 پۀ څلورمه جنورۍ لویې جرګې نوے ائين رامنځ ته کړو او افغانستان ئې اسلامي جمهوري مملکت وګرځولو؛

دې ائين صدارتي نظام را منځ ته کړو او اهم اختيارات ئې ملي پارليمان (National Assembly) ته وسپارل؛

د جنګسالارو لۀ منځه وړلو پۀ لړ کښې حامد کرزئ اسماعيل خان پۀ ستمبر کښې د هرات د ګورنرۍ نه لرې کړ

پۀ اکتوبر کښې حامد کرزئ وړومبنے جمهوري صدر وټاکلے شو.

2005 پۀ ستمبر کښې پۀ وړومبي ځل پارلېماني او صوبائي ټولټاکنې وشوې؛

د نوي ټاکل شوي پارلېمان وړومبۍ ناسته پۀ دسمبر کښې وشوه.

2006 د څلور ميليونو نه زيات افغان کډوال د پاکستان او ايران نه واپس افغانستان ته راغلل؛

طالبانو د افغانستان پۀ مشرقي او جنوبي سيمو کښې بريدونه پېل کړو؛

پۀ جولائي کښې ناټو (NATO) د افغانستان پۀ جنوب کښې اپرېشنونو ته دوام ورکړو کوم چې دوي نه وړاندې US-coalition Forces کولو.

2007 محمد ظاهر شاه پۀ کابل کښې مړ شو؛

طالبانو پۀ غزني کښې 23 کورئين عيسائيان مرستيالان بنديوان کړل؛

پژواک افغان نيوز ايجنسۍ د يو رپورټ تر مخه پۀ دې کال 137 خودکش بريدونه شوي وو؛

د طالبانو يو اهم مشر ملا داد الله د US-Coalition Forces لۀ خوا ووژلے شو؛

د UN د رپورټ تر مخه پۀ دې کال د اپيمو پۀ کروندې او کرپشن کښې خورا اضافه شوې وه او هم داسې د جنوبي افغانستان پۀ سيکورټي رسکس هم زيات شوي وو.

2008 صدر حامد کرزي پۀ افغانستان کښې د نوي ائیر فورس هيډکواټر پرانسته وکړه )هسې خو د افغان ائیر فورس بنياد پۀ 1925 کښې ایښودے شوے ؤ چې د شوروي اتحاد پۀ وخت کښې پۀ عروج ؤ او د کورنۍ جګړې او د طالبانو پۀ وخت کښې زوال سره مخ شوے ؤ(.

2010 امريکائي صدر بارک اوباما 33000 نور فوځونه هم افغانستان ته را وليږل.

2011 اسامه بن لادن پۀ پاکستان کښې د حساسې فوجي اکاډمۍ )کاکول( پۀ سیوري کښې د امریکائي فوجي عمل نتیجه کښې ووژلے شو. پاکستان وئیل چې زمونږ رېډار دغه الیپکاټرې نۀ وې راخستې؛ وروستو امریکا د پاره د جاسوسۍ پۀ تور یو ډاکټر )شکیل اپریدے( ونیولے شو. د امریکا وروستۍ دوره کښې د پاکستان د اسټېبلشمنټ ګوډاګي وزیر اعظم عمران خان امریکا کښې شغولې ده چې د پاکستان خفیه ایجنسیو امریکا ته د اسامه درک ورکړے ؤ.

افغانستان نېشنل فرنټ د تاجکو مشر احمد ضيا مسعود، د ازبکو مشر عبدالرشيد او د هزاراو مشر محمد محقق پۀ شراکت جوړ کړے شو.

2012 د امريکا اهم استازي مارک ګراسمېن صدر سره د امن مذاکراتو پۀ حواله ناسته وکړه او افغان صدر ورسپينه کړه چې دوي به ورسره پۀ دې لړ خپل اساسي رول لوبوي؛ ناستې نه څو ګېنټې وړاندې حامد کرزي وئيلي وو چې د هغۀ د حزب اسلامي ډلې سره د امن مذاکراتو پۀ حواله خبره شوې ده؛

د امريکا او افغانستان تر منځ د سټراټيجک پاټنرشپ معاهده لاسليک شوه؛

پۀ افغانستان راجوړ شوي د ټوکيو کانفرنس کښې اوياو نه زيات ملکونو ګډون وکړو.

2013 صدر حامد کرزي د امريکائي فوج پۀ حقله ووئيل چې دوي پۀ يو ډول د طالبانو ملاتړ کوي څو چې د معاهدې خلاف 2014 نه پس هم دلته پاتې شي؛

امريکا دې ته راضي شو چې باګرام جېل افغانستان حکومت ته بېرته وسپاري؛

امريکائي سېکټري سټېټ جان کېري د صدر حامد کرزي سره وليدل او د دواړو ملکونو پۀ منتشر تعلقاتو ئې خبرې ورکړې؛

اسټرېليا اعلان وکړو چې د دې کال اخره پورې به ارګون ولايت کښې خپل بېس بندوي او خپل فوجونه به واپس راغواړي؛

د عرب ليګ پۀ قطر کښې ناسته وکړه څو چې د افغانستان حکومت او د طالبانو تر منځ پۀ مهمو ستونزو خبرې وکړې شي؛

صدر حامد کرزي د قطر امير شېخ حامد بن خليفه الثاني سره ليدل وکړل او پۀ دې ئې خبرې وکړې چې څنګه طالبان پۀ قطر کښې دفتر پرانزي څو چې د افغانستان پۀ حواله ورسره د امن مذاکرات وشي.

2014 د اسټرېليا پۀ ډارون کښې ويلکم هوم پرېډ وشو او داسې اسټرېليا خپل فوج د افغانستان نه را واپس کړو؛

د دوېم پړاو ټولټاکنې د اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ وټاکلې شوې چې پۀ وړومبني پړاو کښې ئې زيات ووټونه اخستي وو؛

د امريکې صدر بارک اوباما ووئيل چې 9800 فوجيان به مزيد د يو کال د پاره پاتې کېږي کله چې به نور فوجيان د روان کال پۀ دسمبر کښې وځي؛

پۀ بغلان ولايت کښې د خطرناک سېلاب د وجې ډېر خلق مړۀ او بې کوره شول؛

د دوېم پړاو ټولټاکنې باوجود د طالبانو د دړکو سر ته ورسېدې او اشرف غني صدر وټاکلے شو؛

امريکا او افغانستان Bilateral Security Agreement (BSA) لاسليک کړو او پۀ هم دې ورځې Status of Forces Agreement (SOFA) ناټو سره لاسليک شو؛

سن يوژي (Sun Yuxi) د چائنه د افغانستان د پاره ځانګړي استازي پۀ وړمبني ځل ښکاره اعتراف وکړو چې هغۀ طالبانو سره پۀ پېښور کښې د امن مذاکرتو پۀ لړ کښې ليدل کړي دي؛

د امريکا صدر اوباما د هوواے نه د کرسمس پۀ پېغام کښې د امريکائي فوجونو پۀ راستنېدو د هغوي ستائينه وکړه؛

International Security Assistance Force (ISAF) پۀ رسمي توګه پۀ افغانستان کښې د جنګي مشن د ختم کېدو اعلان وکړو.

2015 د صدر اشرف غني او عبدالله عبدالله پۀ امريکائي دوره کښې د امريکا صدر ووئيل چې افغانستان کښې به د 2015 پۀ اخر پورې به 9800 پورې امريکائي فوجونه پاتې کېږي کوم چې د پلان د مخه 5000 پاتې کېدل وو؛

د مۍ پۀ اخره کښې د چائينه پۀ ښار Urumqi کښې د چائنه استازي او د طالبانو تر منځ پټه ناسته وشوه چې د پاکستان استخبارتي ادارې ISI پۀ مرسته ئې اهتمام شوے ؤ؛

پۀ 29م جولائي افغان حکومت اعلان وکړو چې ملا محمد عمر پۀ 2013 کښې وژل شوے دے او طالبانو دا خبر تائيد کړو او زياته ئې کړه د هغۀ مرګ پۀ طالبانو کښې دننه د اړي ګړي د پېدا کېدو د وېرې خفيه ساتلے شوے ؤ؛

اکتوبر کښې د امريکا صدر اعلان وکړو چې هغه به د 2016 پورې پۀ افغانستان کښې 9800 فوجيان پرېږدي او د 2017 پورې به 5500 فوجيان پاتې کوي، پۀ ځاے د 2016 اخرې پورې د 1000 فوجيانو د پاتې کولو نه؛

افغان صدر اشرف غني او هندي وزير اعظم د افغانستان د نوي پارلېمنټ د بلډنګ پرانسته وکړه.

2016 مارچ: ننګرهار کښې پۀ Nangarhar Offensive پۀ نوم اپرېشن سر ته ورسېدو کوم چې د Islamic State of Iraq and the Levant – Khorasan Province (ISIL-K) پۀ ضد پېل شوے ؤ، صدر اشرف غني د اپرېشن پۀ پاې کښې پارلېمان ته ووئيل چې دوي د ISIL-K پۀ ضد بريالي شوي دي؛

د افغان او امريکا شريک قوتونو علي حېدر ګېلاني، د پخواني پاکستاني وزير اعظم زوے، د القاعدې سره د تړلي جنګيالانو نه خوشے کړو کومو چې درې کاله وړاندې تښتولے ؤ؛

پۀ اچين کښې پۀ ډرون بريدونو کښې د اسلامي امارت اهم کسان ووژلے شول؛

القاعدې اعلان وکړو چې امريکائي پوځونه پۀ زابل کښې د پاکستان پۀ اطلاع د القاعدې د هند Al-Qaeda in the Indian Subcontinent ډلې اهم مشر اسامه ابراهيم چې پۀ امجد بهائي هم پېژندلے کېدو، ووژلو؛

پۀ کونړ ولايت کښې پۀ يو بريد کښې تر 19 پورې ترهګر چې د لشکر طيبه سره ئې تړون لرلو، ووژل؛

امريکا خپل پوځ واپس کړو او يواځې 8400 فوجيان ئې پاتې کړل کوم چې به د کابل، کندهار، باګرام او جلال اباد پۀ ملټري بېسونو کښې وي.

2017 فروري: پاکستان د تورخم او د چمن پولې پۀ پاکستان کښې د افغانستان لۀ خوا د ترهګرۍ پۀ تور وتړلې؛

مارچ: پاکستان خپلې پولې پۀ عارضي توګه پۀ ويزو باندې تګ را تګ د پاره پرانستې؛

ISIL-KP د ترهګرو لۀ خوا د کابل پۀ ستر هسپتال “سردار محمد داود خان هسپتال” بريد وشو چې پۀ کښې د دېرشو نه زيات اولس ووژلے شو او تر پنځوسو زيات ټپيان شول او افغان کمانډوز بلاخره څلور ترهګر ووژل او هسپتال ئې خوشے کړو.

2018 اپرېل: صدر اشرف غني طالبانو ته بلنه ورکړه چې امن مذاکراتو ته کښېني او بايد د يو سياسي ګوند پۀ ډول واک ته راشي. د اشرف غني پۀ پېشکش د طالبانو هېڅ رسمي ردعمل ښکاره نۀ شو؛

نومبر: پۀ جنېوا کښې دوه ورځني نړيوال امن کنفرانس نه وړاندې اشرف غني د دولس کسانو يوه جرګه جوړه کړه چې طالبانو سره دې د امن مذاکرات وکړي؛

زلمے خليلزاد د “امريکې لۀ خوا د افغانستان د امن استازي” د طالبانو سره د امن مذاکراتو د پاره د طالبانو مشرانو سره وليدل او هم داسې پۀ دې لړ کښې د اتۀ ملکونو پۀ دوره ووتوچې پۀ کښې افغانستان، پاکستان، روس او متحده عرب امارات شامل وو؛

د UNICEF يو رپورټ کښې راغلل چې د 2018 کال د سر پۀ اتۀ مياشتو کښې 5000 پورې ماشومان مړۀ شوي او ټپيان شوي دي؛

د افغانستان د را روانو انتخاباتو د منظمتيا او روڼتيا او طالبانو سره د امن مذاکراتو د وجې جولائي 2019 ته و ځنډولے شول کوم چې پۀ اپرېل 2019 کښې به کېدونکي وو.

2019 افغان سپېشل فورسز د ننګرهار ولايت ختيځ کښې پۀ اچين ولسوالۍ کښې د داعش (ISIS) خلاف علميات وکړل او د داعش د اهمو جنګيالانو د وژلو دعويٰ ئې وکړه؛

د امريکا ارمي چېف مارک مېلي د افغانستان ناڅاپي دوره وکړه او صدر اشرف غني سره ئې د شخړو پۀ هوارولو خبرې وکړې؛

د WHO لۀ خوا پاکستان او افغانستان د پوليو د وائرس لرونکي اخري ټوټې پۀ دې زمکه وګرځولې؛

امريکې د امن ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د راتلو ورسته طالبانو د امريکې سره مذاکراتو د نۀ کولو دړکه ورکړه ځکه چې دوي ګڼله چې امريکا خپله ايجنډه غزوي او خصوصاً د هغوي اشاره د طالبانو او افغانستان حکومت نېغ پۀ نېغه مذاکراتو ته وه؛

اشرف غني او عبدالله عبدالله پۀ جولائي کښې د کېدونکو انتخاباتو د پاره د برخه اخستو د پاره ځانونه رجسټرډ کړل او د دوي تر څنګ څوارلس نور کانديدان هم دي؛

زلمي خليلزاد پۀ قطر کښې طالبانو سره د امن مذاکراتو پۀ لړ کښې ناسته وکړه کله چې طالبانو خپله ورکړې دړکه واپس کړه؛

پۀ قطر کښې امن مذاکراتو پۀ وخت معاهده داسې ښکاره شوه چې امريکا به افغانستان نه خپل فوجونه وباسي او پۀ بدل کښې به طالبان د القاعده پۀ رنګ د ترهګرو ملاتړ نۀ کوي؛

طالبانو د امن مذاکراتو دپاره ملا عبدالغني برادر نوم وټاکلو کوم چې لږه موده وړاندې پاکستان نه خوشے شوے ؤ؛

د امريکا د دفاع سېکټري پېټرک شنهان ناڅاپي دوره کښې د امريکا کمانډرانو او ځینو نورو دولتي چارواکو سره او بيا ئې ملټري بېس کښې افغان کمانډوز سره ليدل وکړ؛

شلو نه څلور دېرشو پورې ولايتونه وچکالۍ سره پۀ مخ دي او د UN د يو رپورټ تر مخه 36000 نه زيات Unregistered افغان مهاجرين د ايران او پاکستان نه بېرته راغلي دي او د خوارک څښاک د کمبوت سره پۀ مخ دي؛

امريکائي فوج جوړ کړے پلان خپلو يورپي مرستيالانو سره شريک کړو چې امريکا به خپل ټول فوج پۀ درېو يا څلورو کلونو کښې د افغانستان نه وباسي او نيم پۀ نيمه فوج به پۀ راروانو څو مياشتو کښې وباسي او پاتې فوج به د ترهګرۍ پۀ ضد فعاليت لري او او د ناټو او ځینې نور پوځونه به د افغانستان پوځ ټرېننګ کوي. دا پلان پۀ قطر کښې د طالبانو سره د مذکراتو پۀ لړ کښې رامنځ ته شو پۀ کوم کښې چې امريکائي کمانډر جنرل سکاټ ملر هم ګډون لرلو، پۀ دې کښې چينائي پوځي نمائنده د دې ترديد وکړو او وې وئيل چې پۀ واخان کښې هېڅ فوج نشته؛

د افغانستان امنيتي چارو مشير پۀ امريکا غږ وکړو چې دوي د امن مذاکراتو پۀ لړ کښې رسا اپروچ نۀ لري او د افغانستان دولتي رول پۀ دې لړ کښې محدودوي؛

ټولټاکنې يو ځل بيا د جولائي نه ستمبر ته وځنډولې شوې؛

د پاکستان د بشري حقونو د وزيرې شیرين مزار د يو ټويټ پۀ ځواب کښې امريکائي نمائنده جان باس ووئيل چې بايد د پاکستان وزيراعظم عمران خان د افغانستان د امن پۀ معامله کښې مداخلت ونۀ کړي )یاده دې وي چې د پاکستان د فوج منتخب وزیر اعظم د افغانستان امن مذاکراتو پۀ لړ کښې د افغان حکومت د منځ څخه ویستلو او افغان انتخابي عمل سبوتاژ کولو د پاره داسې بیان بازۍ کولې چې د مؤقت حکومت جوړولو معنې ترې وتلې. د امریکا د سترګو لیدلو نه پس ئې ژبه اوړېدلې ښکاري. عوامي نېشنل پارټۍ پۀ دې موده کښې د افغان حکومت د شمولیت نه بغېر امن مذاکرات شنډ بلل او دا وکالت ئې پۀ هر فورم کولو چې یو خو دې افغان حکومت د امن مذاکراتو برخه وي او بل دا چې افغان اولس ته دې د انتخاباتو کولو موقع ورکړې شي(؛

پۀ قطر کښې د افغانستان حکومت او د طالبانو تر منځ د امن مذاکراتو ټاکلې ناسته سر ته ونۀ رسېده؛

ګلوبل پيس انډکس کښې افغانستان د سيريا نه وړاندې شو؛

د اختر د درېو ورځو د پاره د اوربند غوښتنه د طالبانو لۀ خوا ونۀ منل شوه لکه چې تېر کال شوې وه؛

پۀ غزني کښې لرغوني میناره ونړېده او دې نه وړاندې هم دې ته ورته مینارې نړيدلي وې، ځائي خلقو پۀ دې اړه د حکومت بې غوري غندلې ده. دوي وائي چې دوي هېڅ د لرغوني اثارو خيال نۀ ساتي؛

امريکائي استازي زلمي خليلزاد د امن مذاکراتو اوولسم راونډ پۀ قطر کښې راجوړ کړو، د امريکا يو چارواکي دا ناسته د جګړې د ختمولو پۀ لړ کښې make-or-break moment وګڼلو؛

اولسمشر اشرف غني پاکستان ته دوره وکړه او د پاکستان وزيراعظم او نورو اهمو کسانو سره ئې ليدل وکړل؛ پۀ دې دوره کښې د اشرف غني موقف دا ؤ چې افغانستان پاکستان سره د ښۀ راتلونکي د پاره خپل پرون د هېرولو د پاره تيار دے خو ولې پاکستان دې هم دوه مخيزه رويه پرېږي د کوم پۀ وجه چې د طالبانو محفوظ کور ګرځيدلے دے.

دا وخت افغانستان کښې د اولسمشرۍ ټولټاکنو د پاره کمپاین شروع شو.

د افغانستان د سولئیز، روښانه او سوکاله سباوون هیله.

سرچينې:

“د افغانستان پېښليک” د علامه عبدالحي حبيبي

“روهالوجي” د ډاکټر راج ولي شاه خټک

“A BRIEF HISTORY OF AFGHANISTAN” by Shiasta Wahab and Barry Youngman

https://en.wikipedia.org/wiki/Timeline_of_Afghan_history

یادګیرنه:

دا پېښلیک نیمګړے دے چې یو شمېر مهمې پېښې پکښې شاملې نۀ دي – دغه تاریخونه به لوستونکي د حوالو سره دې ګڼه کښې بېلابېلو لیکنو کښې ولولي. خداے دې وکړي چې یو څوک دې نه پۀ سیاسي او سماجي لیدلور سره یو باوري پېښلیک جوړ کړي او د دې تاریخي واقعاتو علمي جاج هم واخلي.

مونږ د خپلې نیمګړې هڅې عذر مخې ته ږدو.

 

دا هم ولولئ

!!!Absolutely Not – پښتون

اېمل ولي خان دې خداے زر کلن کړي چې څۀ هم وائي نو بېخي د …