سرمايه دارانه تهذيب او “اېډيپس کمپلکس” (اېډيپس رېکس) – فېـصل فاران

اسطوره اوس پښتو ادب کښې نننوتلې ده. نوې شاعرۍ کښې د دې تر ټولو ستر او بشپړ نخښانکښ عبدالرحيم مجذوب دے چې اسطوره ئې د خپلې شاعرۍ يوه نۀ شکېدونکې برخه ګرځولې ده. د نثر پۀ لړ کښې د اسطورو د ژباړې روايت لا پر مخ روان دے – د ‘اېډيپس رېکس’ ژباړه يو بل ډاډمن ګام دے. شعېب خان خټک د داد وړ دے چې دغه غميزه ئې پۀ پښتو اړولې او يوولس نندارو کښې رانغښتلې چاپ کړې ده. پۀ دغه چاپ کتاب زئينږ د فاران ليکلې سريزه لوستونکو ته وړاندې کوو.

بنيادي توګه باندې ډرامه د لوستلو نۀ، پۀ سټېج باندې د تماش بينو مخې ته د وړاندې کولو صنف دے؛ ځکه د يوې ډرامې ښۀ کَره کتونکے لوستونکے نۀ، هغه تماشبين کېدے شي د چا پۀ باب له چې مونږ پښتانۀ پخوا نه متل کوو چې “تماشبين د نخښې منځ وولي.”

پښتانۀ لۀ وخته د مېلو ټهېلو شوقيان را روان دي او پۀ دې حواله څومره څۀ متلونه کوي لکه “د کلي ورک ښار کښې موندلے شي”، ځکه چې ښار کښې هر وخت ګڼه ګونه، خوند رنګ او تماشه ننداره وي. تماشه چې د ډرامې يو صورت دے – هم دغسې د مېلو تهېلو هلک ته د “مېلې هلک” وئيلے کېږي چې کور نه بهر خوشحاله وي. دغه د مېلو ټهېلو شوق او مشغله د پخوا راهسې پۀ پښتونخوا لر و بر کښې شتون لري. دې مېلو کښې د مداري تماشې، د چاربېت مارو شاعرانو د شاعرۍ، دغسې د خانانو خپلوحجرو کښې د چاربېت مارو شاعرانو ساتل، د شپې تر ناوخته د قصه مارو قيصې او بدلې کول او د ټنګ ټکورمېلسونه؛ دا هر څۀ هم د ناټک قسمونه وو. دغسې ودونو ښادو کښې د بهانډانو، کنجريانو، ډمانو راتګ، د پېښور قصه خوانۍ، د کابل کوچۀ سادوهه چې د قصو د پاره شهرت لري يا بره پښتونخواکښې ښادو ته د داسې فنکارانو راتګ چې سندرې سره به ئې باقاعده اداکاري هم کوله؛ دا ټول هر څۀ مونږ ناټک سره تړلي وينو. ناټک هسې هم ‘ناټ’ نه دے او ناټ ‘ګډا او پېښې’ کولو ته هم وئيلے کېږي او ‘ناټک’ کهيل تماشې او ډرامې ته وائي.

سوسس ټراټِس هم داسې يو يوناني نقلچي ؤ چې د هغۀ پېښې به پۀ نثر کښې ليکلې کېدې. دغه ليکلي نقلونه وو چې افلاطون ترې د خپل کتاب “ډائيلاګ” د ليک ترتيب زده کړے ؤ.

د تېرې صدۍ پېل کښې د کندهار دوه نوموتې ناټکډلې د ‘فراموز’ او ‘حاجي کريم’ وې چې بازارونو کښې به ئې د شپې ناټکونه کول. 1920ز کښې مولوي حسېن اورمړ د ‘نمائشات عرفاني’ پۀ نامه تهېټر کمپني جوړه کړه او لمړۍ سټېج ډرامه “سردار جزيره جاوا” ئې جلال اباد کوکب باغ کښې او بيا 1922ز لغمان قلعه سراج کښې وړاندې کړه. ډرامه ليکونکو او ژباړونکو کښې فېض احمد ذکريا، صلاح الدين سلجوقي، حسن سليمي، علي افندي، ضيا‌ء همايون او حافظ نور محمد مشهور دي.

پښتونخوا کښې هم د تېرې صدۍ پېل 1904ز خواوشا ‘الفرېډ تهېټريکل کمپنۍ’ او نوټنکيانو خپلې هلې ځلې کولې چې پرتهوي راج، ګلزار خان، جُنېت )دامجدخان پلار(، ضياء سرحدي )د خيام سرحدي پلار(، ګل حميد د نوښار )د هندي سنېما تر ټولو وجيه منلے شوے هيرو(‘ رفيق غزنوي )د منټو د ‘گنجے فرشتے’ تر ټولو خوبرو او ذهين کردار د سلمٰي اٰغا نيکۀ( غوندې فنکاران هم دغه ځايونو نه را منځ ته شوي وو. پۀ کال 1906ز فضل علي شاه پېښور کښې د تهېټر ابتداء کړې وه.

پښتو ته لمړۍ ژباړه شوې ډرامه د امانت لکهنوي ډرامه ‘اندر سبها’ ده. دا ډرامه 1851ز کښې ليکلې شوې وه او جنوري 1854ز کښې وړاندې کړې شوې وه. دا د هندۍ ژبې هم دوېمه ډرامه ده. لمړۍ دريځه ډرامه “راجا ګوپي چند” پۀ شپږ ويشتم نومبر 1853ز کښې شوې وه. دا ډرامې د هندوانو د اساطيرو نه اخذ وې. د دې ډرامو د مقبوليت پۀ وجه پارسي سېهټانو پۀ تهېټر سرمايه ولګوله او ايراني اساطيري روايات هم د ډرامې برخه شوه چې اغا حشر کاشميري د دغه روايت نوموړے خو سطحي ډرامه ليکونکے ؤ. پادري خېرالله د نوښار خپل لغت د ‘خېر اللغات’ سريزه کښې د ‘اندرسبها’ د ترجمې ذکر کړے دے. دا ډول منظومه ډرامې به منظوم ناټکونه او مثنوي نما وې. زوړ صورت هم د مثنوي پۀ صورت پښتو فارسي روايت دے چې پښتو کښې ورته بدله / داستان وئيل کېده. 1911ز کښې ‘بمبۍ تهېټريکل کمپني’ پېښور ته راغله او يوه مياشت کښې ئې پينځلس ډرامې وړاندې کړې چې د دې نه د پښتو ډرامې سره د شوق اندازه کېدې شي. دې پسې د دېوي رتي بهجن او د سيد شاه غافل افغان او اسلاميه کالج او اېډورډز کالج ډرامېټک کلبونو ډرامې ته دوام ورکړے.

د ناټک او ډرامې تر منځ تړون پخوا نه دومره نزدې ؤ چې کله د سنسکرت ډرامه چې غوره او منلے صورت ئې ‘شکنتلا’ دے، لۀ معياره پرېوتے نو بازاري صورت ئې ‘سوانګ’ )پېښې کول، نقل ويستل( او ‘بهروپ’ )بهېس بدلول( جوړ شو او چې د اودهـ د دلبار رنګ ليانې انډوخرې ورسره شوې نو ‘رهس’ ترې جوړ شو. رهس نخرې پېښې، مسخر توب او يو ډول ګډا ته هم وائي چې د کرشن او د هغۀ د ګجرانو معشوقو د رهس او انډوخرو پېښې وې.

پښتونخوا لر و بر کښې هم دغسې ډرامه، ناټک، سوانګ، بهروپ خپله کښې ګډ وډ ؤ او دا يو د خوند رنګ نه ډک د اداکارئ عمل ؤ؛ تر دې چې خدائي خدمتګار تحريک لمړي ځل ډرامه د مقصد، مطلب او د نظرياتي مرام لار وګرځوله چې ابتداء ئې د عبدالاکبر خان د ډرامې ‘درې يتيمان’ ]تعليم جديد تهذيب جديد[ 1927/28ز نه کېږي. دا ډرامه دومره مشهوره شوې وه چې سر صاحبزاده عبدالقيوم خان ئې د ليدلو خصوصي غوښتنه کړې وه او کتلې ئې وه.

خدائي خدمتګار ډرامې دومره اغېز مندې وې چې دا انګرېز سرکار ضبط کولې. د امير نواز جليا ډرامه ‘درد’ 1930)ز( هم دغه ضبط شوو ډرامو کښې شامله وه چې اتيا کاله پس ډاکټر خالد خان خټک بيا لندن ارکائيوز کښې ومونده. دغه اصلاحي ډرامې بيا وروستو مکمل تحريکي ډرامې شوې. عبدالاکبرخان، عبدالخالق خليق، فضل رحيم ساقي او فضل کريم د پبو د دغه ډرامو نوموتي ليکوالان دي. د دغه ډرامو وروستۍ کړۍ د عبدالاکبر خان اکبر ډرامه ‘کاروان’ د نېپ (NAP) پۀ يومِ تأسيس ليکلې شوې وه. د دې ډرامو اداکارانو کښې احمد کاکا، ولي خان، غني خان، عبدالحنان بجلي، همېش خليل او ماسټر عبدالکريم شامل دي.

خدائي خدمتګار تهېټر ځکه وَده و نۀ موندله چې د انګرېز سرکار د جبروتشدد ښکار شوه ګنې نن بۀ د پښتو ډرامه هم يو بل صورت کښې د فرانس او امريکائي ډرامې سره نزدې وه، ځکه چې ډرامې د پاره يوه ائيډيالوژي د اکسيجن کار کوي لکه د زړې يوناني ډرامې شاليد کښې د تقدير پرستۍ عقيده او جديد تهېټر ته د وجوديت د فلسفې مرسته د دې ښکاره بېلګې دي. ښکاره ده کۀ سل کاله دغه تهېټر پاتې شوے ؤ نو نن به پښتو ډرامه د فن او فکر پۀ حواله يو زړۀ پورې معيار ته رسېدلې وه. د خدائي خدمتګار تحريک تهېټر نه انګرېز سرکار دومره وسوسه کښې ؤ چې اول د سر صاحبزاده عبدالقيوم خان خپله دغه ډرامه کتلو غوښتنه او دې د پاره شهي باغ ته راتګ او بيا بندېزونه او ورپسې د مخنيوي د پاره پۀ پېښور رېډيو کښې ډرامې ته خصوصي پاملرنه چې هغې د پاره د لمړۍ رېډيائي ډرامې ‘د وينو جام’ پلاټ هم انګرېز ګورنر خپله اسلم خټک ته ورکوي؛ هغه ئې پۀ يو رېډيو ملازم عبدالکريم مظلوم باندې ليکي او بيا ئې پۀ خپلې نامه وړاندې کوي. عبدالکريم مظلوم چې اوس اوس ئې محترم ډاکټر همايون هما د ډرامو ټولګه ‘څهرې’ خپره کړې، د چارسدې د خدائي خدمتګارانو خلاف کاروايانو کښې ئې د انګرېز سرکار سره پوره پوره مرسته کوله. اسلم خټک او عبدالکريم مظلوم نه پس پښتو ډرامه مکمله توګه باندې د مسلم ليګيانو، سرکاري ليکوالانو يا د بې نظريې ليکوالانو لاس ته پۀ رياستي مرسته ورغله. سرکاري رېډيو او ټي وي سره وابسته ليکوالان هم د دغه رياستي مرستې پۀ اسره نن هم سماجي موضوعات چېړي، د کتونکي کتهارسس کوي خو کتونکي ته د بدلون د پاره يوه اجتماعي نظريه نۀ ورکوي. دا ټول عمل د رياست لۀ خوا د ميډيا د کنټرول نتيجه ده. شايد تاريخي جبر به دا وي چې وروستو د عبدالکريم مظلوم زوے مترقي قام پال ليکوال نثار مظلوم )د اسلم خټک اوښے( هم د رېډيو نه د قاميت پۀ حواله د بهټو وخت کښې اشرف مفتون سره وتلے ؤ.

يوناني کلاسيکي ډرامې پۀ نړيوال ادب کښې تلپاتې ارزښت لري. هم دغه غميزه ډرامو شاليد کښې ارسطو خپل تنقيدي کتاب پوئِټِکس(Poetics) )پوئيټيکا/بوطيقا( ليکلے چې د تنقيد لمړے باضابطه کتاب هم دے. د يوناني ډرامو غميزه د تقدير پرستۍ نه را ولاړېږي او د دې شاليد کښې د يونان، ايران او اېتهنز سپارټا تر منځه د شخړو او جنګونو نه راوتلې لرغونې ټولنه او نفسيات دي. ښکاره ده چې داسې جنګرېز او خونړي شاليد نه د زورورې غميزه ډرامې طمع کېدې شي او دې شاليد کښې پروت اتل هم يو غېر معمولي مهم جو او سرباز کېدے شي. دغه سرباز چې د تقدير ښکار کېږي نو دې ځاے تقدير د يو جابر پۀ صورت رامنځ ته شي، ځکه ځينې ډرامو کښې خو تقدير باقاعده متشخص کردار لري، پۀ سټېج موجود وي او قسمت ځپلي کردار پورې خندا کوي. يوناني غميزه ليکونکو کښې يوريپېډيز د دې مافوق الفطرت توکي نه خپلو ډرامو کښې خاصه مرسته اخلي او هر چرته چې سخته پېښېږي نو هغه پۀ مافوق الفطري توکي باندې هواروي. دغه توکے فارسي او پښتو داستانونو، قصو او مثنويانو کښې پۀ څۀ نه څۀ شکل موندلے کېږي؛ لکه د زمري نُوکه، د جوګي، د مۍ مارغۀ، پينځۀ پيران پېښېدل او دغسې نور – وروستۍ ډرامو کښې د تقدير ځاے اتفاقيه پېښې نيولے دے. دغسې دې ډرامو کښې مافوق الفطرت کردارونه هم شتون لري چې تر ويليم شېکسپئير (William Shakespeare) پورې راغلے ‘هېملټ’ (Hamlet) کښې د مافوق الفطرت ګهوسټ دا غږ کول چې “د هېملټ د پلار وژونکے د دۀ نزدې څوک خپلوان دے” – دا هم داسې لکه د اېتهنز د ‘ډېلفي’ د کاهنې (Oracle of Delhpi) پېشګوئي يا د زبرګ رسېدلي ټائريسئس (Tiresias) د غېب بينۍ لړۍ ده. وجودي تهېټر کښې “وېټنګ فور ګوډټ” (Waiting for Godot) بيا البته د راتلونکي اوتار يا مهدي پۀ غېر عقلي تصور باندې طنز دے.

اېډيپس دي کنګ (King Oedipus) د سوفوکليز (Sophocles) بې مثله ډرامه ده. سوفوکليز ډرامه ليکونکے، سندرغاړے، قومندان او سياستمدار ؤ چې د سلو نه زياتې ډرامې ئې ليکلي خو ضائع شوې دي. پاتې ډرامو کښې څلور ډرامې انټيګان (Antigone)، اېډيپس (Oedipus)، ټيرئيس (Tereus)، فلوکټيئس (Philoctetes) منلې شوې ډرامې دي. فلوکټيئس ډرامه کښې د ‘ټروے’ (Troy) د چپاو د اتل د فلوکټے غميزه ده چې مار چيچلے ؤ او لس کاله د زخم ناسور نه کړېدلو. لس کاله پس چې پرهر ئې جوړ شو او جنګ کښې شامل شو نو شهزاده پېرس (Paris) ئې ووژلو. پۀ فلوکټے يوريپپېډيز هم غميزه ليکلي ده.

د انټيګان (Antigone) پۀ نامه څو ډرامې ليکلې شوې دي. اينټيګان د اېډيپس لور د هغۀ د مرګ نه پس تهيبز (Thebes) ته واپس راغله او د خپل ترۀ کريئون (Creon) د حکم پۀ نۀ منلو ژوندۍ ښخه کړې شوه. د هغې چنغول او د کريئون زوي هيمن (Haemon) هم د هغې پۀ څلي ځان ووژلو.

د ټيريئس (Tereus) غميزه کښې د تارس (Thrace) بادشاه ټيريئس د خپلې خښينې فلومېلا (Philomila) عزت واخلي او بيا ئې ژبه پرې کړي. هغه خپله غميزه پۀ يو زړوکي وليکي او خپلې خور پروکنے (Procne) ته ئې ولېږي، پروکنے زوے ووژني او د هغۀ پلار ټيريئس باندي ناخطايۍ کښې د هغۀ غوښې وخوري. ټيريئس بيا دواړه ښځې وژني خو دېوتاګان د هغۀ نه باز، فلامېلا نه بلبله او پروکنے نه مرغابۍ جوړه کړي. دې ډرامه کښې هم يو سرباز خپل تقدير سره پۀ جنګ دے. دا يوه غميزه ډرامه ده.

د تلوسې درې ډوله وي: وړومبني ډول کښې لوستونکي ته د ډرامې پاې هېڅ معلومه نۀ وي. دا ډول جاسوسي ناولونو کښې خاص جُز وي بلکې د جاسوسي فکشن بنياد پۀ دغه تلوسه وي. اګاتها کرسټي (Agatha Christie)، مکي سپلين (Mickey Spillane)، اے اے فيئر (A.A.Fair [E. Stanely Gardner]) او جېمز هېډلے چېز (James Hadley Chase) ناولونه د دې تلوسې غوره نمونې دي. غميزه ډرامو کښې د تلوسې دوېم او درېم ډول زياتره پکارولے کېږي. اېډيپس کښې درېم ډول تلوسه ده، يعني د پاې پوره اندازه ده چې اخر کښې بۀ څۀ کېږي خو منځ کښې دوېم ډول تلوسه هم ډرامه ليکونکے زېږوي، يعني د ايهام نه کار اخلي چې کله هغه د بادشاه د وژونکي شناخت ځنډَوي. دغې فنکارانه کمال دې ډرامه کښې پوره تلوسه زېږولې ده او دا ټوِسټ پاې ته قصه پۀ اسانه نۀ پرېږدي. دا ټوِسټ د شناخت اِبهام نه پېدا کېږي.

يونان ته د تقدير پرستۍ تصور د کرېټ (Crates) جزيرې او يا شايد د ټروے (Troy) ښار نه راغلے او دلته دا د بابل ښار د سِتاره پرستۍ د اغېزې د جبريت شاخسانه وه. يونان کښې دا بنيادي عقيده وګرځېده خو د يونانيانو سربازانه ژوند چې اندازه ئې د ګلېډي اېټرز (Gladiator) نه کېدې شي. د مرګ سره هم تتي او کبډي ته هغوي چمتو وساتل او د هندوانو غوندې د شګون د توهم پۀ بنياد ئې لاس پښې غورځول زده کړي نۀ وو. لکه يو زخمي ژوبل ګلېډي اېټر چې زورور دښمن يا زمري سره تر وروستۍ ساه پورې جنګېږي، دغسې د يونان سربازان هم تر اخره ژوند سره نښتي وي او ډانګ ډبلۍ نۀ غورځوي. اېډيپس هم داسې يو هيرو دے، خو هغه د خپلې خطا سزا ځان له ورکول ځکه نۀ هېروي چې دا خبره د هغه وخت د اخلاقيات او د يو سرباز د شان خلاف ده چې هغه دې مور سره پۀ زنا او د پلار پۀ وژنه چپ پاتې شي. دغه ډول اخلاقيات نورو ډرامو کښې هم موندلے کېږي چې د هغې لۀ مخه کردارونه سخته پرېکړه کوي؛ لکه د الکيمئون (Alcmeon) غميزه کښې د ‘الکيمئون’ خپله مور اريفايل(Eriphyle) د خپل پلار د وژنې کسات کښې وژل، د تيوډکټيز (Theodectas)ناوياته ډرامه ټايډيوز (Tydeus) کښې چې کله ټايډيوز د خپل دښمن ميلانيپس (Melanippus)وژنې نه پس د هغۀ ککرۍ ماته کړي او مازغۀ ئې وڅټي نو د عقل خدائګوټې اېتهينا (Athena) چې هغۀ ته ئې مخکښې تلپاتې ژوند ورکړے ؤ، هغه بيا خپله پۀ مرګ وسپاري او دا د يو باتور د مرګ نه پس د بې حرمتۍ او بې عقلۍ سزا وه.

اريا قامونو د يو بهادر دښمن مرګ نه پس بې حرمتي کول لويه ګناه منله، ځکه چې دوي د رڼائيزه بهشت تصور د جنګ د ډاګ مېړانې او وژنې سره تړون لرلو او بزدلۍ سره ئې د تيارۀ تاترین دوزخ مذهبي تصور وابسته ؤ. پښتنو کښې تر اوسه د مېړانې دا تصور دے. خوشال خټک هم د تلتک پوزي مرګ يو شعر کښې سپېرۀ بللے دے. د سوفوکليز غميزه ټائريس کښې د خښينې عزت اخستلو باندې پۀ ټائريس باچا د هغۀ خپله ښځه د انتقام لۀ تاوه د زوي غوښې وخوري؛ يعني داسې ښکاري چې د اخلاقياتو سخت تصورات او د تقدير عقيده دې ډرامو کښې خپلو کښې يو کېږي. اګر کۀ دې کښې ټول دخل د تقدير وي خو اتل د دې جبريت پۀ بې خبرۍ ځپلے شوے وي، پۀ نسبت د اوسنۍ ډرامې د اتل چې هغه پۀ پوره باخبرۍ باندې او شعور سره هغه ناکړدې کوي او دې د پاره جواز هم لري. شايد د اوسنۍ زمانې د سرمايه دارانه تهذيب د نيم شيطاني بنيادم چې محض د جبلت د غوښتنو تر حده پورې ژوند کوي، د اوسنے زمانې د ډرامې اتل هم نيم شېطان دے. د ارسطو د وېنا تر مخه خو د ډرامې اتل نۀ پوره شېطان دے او نۀ پوره فرښته، ګنې ډرامه به کاميابه نۀ وي.

اېډيپس پۀ دې هم ادب کښې منلې شوې ډرامه ده چې دې نه سېګمنډ فرائيډ (Sigmund Freud) د ‘ايډيپس کمپلېکس’ اصطلاح اخستي ده. ‘اېډيپس کمپلکس’ (Oedipus Complex) هغه نفسياتي غوټې ته وئيلے کېږي چې د هغې لۀ مخه يو ماشوم وړوکوالي کښې خپلې مور سره شهواني رغبت لري، پلار ته د رقيب پۀ صورت ګوري او د وژنې غېر شعوري خواهش ئې لري. خو سېګمنډ فرائيډ دې ته پاملرنه نۀ کوي چې يو خو د ايډيپس زېږون سره سم هغه ماڼۍ نه لرې ولېږلے شو او هغه بل ځائے کښې پردي مور پلار سره لوے شو؛ دې صورت کښې د هغۀ خپل پلار لايوس (Laius) سره د دغه ډول شهواني رقابت سوال لۀ سره ځاے نۀ مومي. بايد دغه رقابت د هغۀ د مېرې مور ميروپ (Merope) پۀ حواله د مېره پلار پوليبس (Polybus) سره ؤ خو شايد دلته هم د بې خبرۍ دا حالت سېګمنډ فرائيډ د غېر شعوري حالت د پاره موزون منلے دے!!!

د اېډيپس کمليکس پۀ اپوټه فرائيډ د ‘نېګېټيو اېډيپس کمپلکس’ اصطلاح د جينۍ د پلار سره غېر شعوري شهواني مينې د پاره پکاروله خو کارل ګسټاف ژونګ (Carl Gustav Jung) د دې د پاره ‘الېکټرا کمپلکس’ (Electra) اصطلاح پکاروله چې فرائيډ ورسره پۀ يوه خولۀ نۀ ؤ. د الېکټرا کمپلکس اصطلاح هغۀ د هومر (Homer) د اوډيسي (Odyssey) د يوې پېښې نه اخذ کړي. پۀ ټراے د يرغل د لښکرونو مشر اګامېنن بادشاه (Agamemnon) او دهغه کورنۍ الېکټرا (Electra)، پوليډس (Polidus)، اورسټس (Orestes)، باندې يوريپېډيز (Euripides) او اېسکلس (Aeschylus) هم ډرامې ليکلې دي. هلته د ارګوس (Argos) د بادشاه اګاميمنن راڼۍ کلائمنسرا (Clytemnestra) هغه د خپل اشنا اګاسټس (Aegisthus) پۀ مرسته ووژني او هغه بيا بادشاه کړي. د وژل شوي بادشاه لور شهزادګۍ الېکټرا (Electra) د خپل ورور اوريسټس (Orestes) سره پۀ ګډه خپله مور او د هغې اشنا ووژني. د کارل ژونګ لۀ مخه د ‘الېکټرا کمپلکس’ نه مطلب د ماشومې د درې کالو نه شپږو کالو پورې پلار سره غېر شعوري مينه او مور نه کرکه او دا سوچ وي چې زۀ مور د سوخۍ نه خلاصه کړې يم. د اوډيسي د دې قصۍ چې پۀ بنياد ژان پال سارتر (Jean-Paul Sartre) هم خپله ډرامه ‘فلائيز’ (The Flies) ليکلې ده چې پکښې د يو ښار اولس د خپل بادشاه پۀ وژنه پۀ چپ خولۀ ګنډلې وي خو بيا هر وخت ئې پۀ سرونو باندې مچان بڼېږي. دا مچان بيااستعارتاً اصل کښې د دوي ضميرونه وي چې شور کوي. اخر اولس د مچانو د دې شور نه تنګ شي او راپاڅي او راڼۍ او راجا ووژني او مچان هم ورک شي – يعني د اېډيپس کمپليکس اغېزه د صديو نه پۀ څۀ نه څۀ صورت ادب کښې را روانه ده. د ويليم شېکسپئير د ډرامې ‘هېملټ’ نفسياتي توکنه هم د فرائيډ يو برطانوي شاګرد ډاکټر ايرنسټ جونز (Alfred Ernest Jones) خپل کتاب “هېملټ اېنډ اېډيپس” (Hamlet and Oedipus) کښې هم د اېډيپس کمپليکس پۀ شاليد کښې کړې ده. د دې توکنې لۀ مخه وړوکوالي کښې هېملټ زورلے شوے ژوندکړے ؤ، د پلار د مرګ ارمان ئې لرلو چې د ترسمن ترۀ کلاډيئس (Claudius) پۀ ليدو ئې دا ارمان را وپارېږي. د هغۀ او د معشوقې اوفيليا (Ophelia) مينه هم د خپلې مور خلاف د معشوقې د پکارونې مترادف وي. وړوکوالي نه د مور مينه کښې د پلار شراکت هغې د پاره کشاله وي ځکه ئې پوره کردار پوره مضبوط جوړ نۀ شي او مذبذبه پاتې شي.

هېملټ د شېکسپئير زښته ژوره ډرامه منلې شوې ده او د دې بنيادي کردار ‘هېملټ’ ته د انګرېزي ادب ‘موناليزا’ وئيل کېده، ځکه چې دا کردار د موناليزا (Monaliza) د مسکان غوندې پېچلے او لۀ غلډوبۍ ډک دے او روايتي ادبي تنقيد ئې سپيناوے نۀ شو کولے خو ارنس جونز ئې نفسياتي توکنه کښې بشړه رڼاوے کوي. د هېملټ د کردار کږلېچ انتها د خپل پلار د وژونکي نه کسات اخستلو کښې لم لېټ او اخوا دېخوا کول دي. د يوې پرېکړې داسې کمزورتيا ته نفسياتي اصطلاح کښې ‘ابوليا’ (Abulia) وئيلے کېږي. ‘بوليا’ يونانۍ ژبه کښې ‘خواهش’ ته وائي او ابوليا ‘نۀ زړۀ’، ‘نۀ غوښته’ او ‘ناخوالي’ ته وئيلے کېږي. د دې ابوليا وجه ارنِس جونز ‘اېډيپس کمپلکس’ بيانوي او دې ډرامې دوېم ورژن ليکلو وخت کښې د ويليم شېکسپئير د ژوند نقش و نګار هم انځور شوي ويني چې کله هغۀ سره د هغۀ معشوقې مېري فټن(Mary Fitton) بې وفائي او د هغۀ ملګري نا ځوانه وکړه؛ يعني دې دواړو خپلو کښې دانه واخستله او هغه ئې پۀ ډاګه پرېښودو. شېکسپئير خپل ملګري ته خو بخښنه وکړه خو معشوقه ئې ؤ نۀ بخښله. ډرامه کښې راڼۍ ګرټ رډ (Gertrude) د مېري فټن عکس ښکاري خو دا اصل کښې د شېکسپئير د خپلې مور د عکس سايه ده؛ يعني دوه کردارونه پکښې غاړه غټۍ شوي دي. د دې ډرامې نامه هم د شېکسپيئر د يوولس کلن مړ زوي همينټ (Hamnet) سره سمون خوري. هم پۀ دغه کال د هغۀ پالونکي دوه خواخوږي نوابان هم کروکور شوي وو؛ يو وژلے او بل بنديوانه شوے ؤ. هم دغه ورځو کښې ئې پلار هم مړ شوے ؤ. دغه ټولې پېښې د ډرامې دوېم ورژن باندې اغېزي کوي او نفسياتي طور باندې دا ډرامه پېچيده کوي. هېملټ يوه زړه قصه وه. ياده دې وي چې د شېکسپئير د ډرامو پلاټونه کردارونه زياتره هم زاړۀ دي. څومره پورې چې د هېملټ د کردار د پېچلتوب خبره او د ابوليا نکته ده، زما پۀ خيال دې سپيناوي د پاره د اېډيپس کمپلکس پۀ ځاے د پلار د وژونکي کردار ته پاملرنه پکار وه، ځکه چې دا وژونکے د هېملټ خپل ترۀ دے چې د پلار دوېم عکس وي او هېملټ غوندې مذبذب کردار د پاره چې پلار ئې هم بائيللے وي، د ترۀ وژنه نفسياتي ستونزه جوړېږي. ارنسټ ليکي چې د هغۀ لاشعور کښې د پلار وژنې خواهش وي نو ځکه هغه د پلار وژونکي نه کسات اخستلو کښې ريڅو ګيڅو کوي خو جواز کښې ئې البته خپل ګناهونه مخې مخې ته ځان ته کوي چې زۀ د کومې داسې ښۀ بنيادم يم او د ګهوسټ وائس کول هم دراصل د هغۀ د ضمير کشمکش دے چې ورته وائي چې د پلار قاتل دې نزدې خپل دے؛ يعني خبره هم دغه د نزدې رشتې د ترۀ ورارۀ ده – خو پۀ هر حال، دې سره د ارنسټ جونز نفسياتي تجزيې تاريخي او ادبي ارزښت نۀ کمېږي. خپل ځاني زۀ دې اصطلاح سره هم يوه خولۀ نۀ يم، زما پۀ اند د مور سره د ماشوم تړون جذباتي اړه باندې شهواني نۀ دے ولې دا د ژغورنې تړون دے. دغه تړون فطرت کښې هم د ځناورو او مارغانو تر منځه موجود دے. کۀ خبره د جبلت وي نو هلته فطرت کښې د جبلت غوښتنې زياتې څرګندې او ښکاره دي. ماشوم مور سره هر وخت تړلے ځکه وي چې مور ئې ضرورتونه پوره کوي نو کۀ مور له ئې هر څوک نزدې کېږي؛ کۀ خور وي، ورور وي يا پلار وي، هغه داسې ګڼي ګنې چې مور را نه اخلي او عموماً دوېم ماشوم خو کال دوه کښې کېږي نو بايد دغه کمپلکس د پلار پۀ ځاے دغه دوېمګړي ورور يا خور سره هم ؤ، ځکه چې مونږ ګورو چې د همځولو وروڼو خوېندو منځ کښې هر وخت تکرار او غوبل وي. يعني فرائيډ چې د تصادم او اختلاف کوم نفسيات د شهوانيت لۀ رويه پلار ته منتقل کوي، هغه نفسيات روزمره ژوند کښې د وروڼو خوېندو تر منځه هر وخت هره ورځ پۀ نظر راځي. د دې نفسياتو وده شوے صورت پښتنه ټولنه کښې د ‘تربورولۍ’ منلے شوے قبائلي تصور دے چې بنياد ئې هم هغه د شراکت دے چې د ميراتې کولو د دود تر حده رسېدلے ؤ؛ ځکه زۀ تربورولي هغه جذبه منمه چې فرائيډ ئې پۀ اېډيپس کمپلکس شهوانيت ته بوځي؛ ولې د دې شا ته د ملکيت جذبه ده. دلته يوه پوښتنه دا هم کېدې شي چې کۀ د اېډيپس پلار وژنه او د هېملټ د پلار وژونکي نه کسات اخستلو کښې لم لېټ کول د کمپلکس نتيجه ده نو د ارسطو ذکر کړې غميزه ‘الکېمئون’ کښې به د الکېمئون کردار ته به د کومې نفسياتي غوټې پۀ حواله ګورو چې هغۀ خپله مور اريفايل د خپل پلار بدل کښې وژلې وه چې هغې د يو قيمتي امېل پۀ بډه اخستو لالچ خپل مېړۀ د تهيبز جنګ ته لېږلے ؤ او هغه هلته وژلے شوے ؤ!!!

پۀ دې حقله نفسيات پوهه الفرډ اېډلر (Alfred Edler) خپلو نفسياتو کښې زيات حقيقت خوښے دے. هغه د برترۍ او کمترۍ پۀ احساساتو خبره کوي او پايه ئې د طاقت د ادراک موندلو پۀ تصور باندې ودرېږي. دا حقيقت دے د ژوند ژغورنې د جبلت، انتها د واک موندنې طاقت دے نۀ چې شهواني لذت – بنيادي تېروتنه د وړوکتوب نه د فرائيډ د خپل بوډا پلار، ځوان ورور او د خپلې دوېمې ځوانې مور تر منځه د رشتو د ګډ وډ والي تصور دے لکه څنګه چې هغه ليکي چې د هغې لۀ مخه د هغۀ مشر ورور د هغۀ د ځوانې مور خاوند پکار ؤ، نۀ چې د هغۀ بوډا پلار دې د هغۀ د مور د هم غاړيتوب ملګرے وي. هم دغه ځاے د محرماتو پۀ حواله د هغۀ ذهن کښې د شهوانيت زڼے راننوتے ؤ او بياد خپلو ګڼو وروڼو خوېندو تر منځه د مور د مينې نه د محرومۍ او مور سره د بوډا پلار د څملاستو ليدنې نه پس وړوکتوب دا نفسيات هغۀ پاللي او وروستو ئې د اېډيپس کمپلکس دا اصطلاح دې تصور د پاره د سوفوکليز د ډرامې نه راوباسلې ده. سرمايه دارانه دانش کښې د تعيش لا محدوده لذت کوښي او صارفيت دا بوګس تصور يو خوا دا د انساني لاشعور مجبوري ګرځولې، شهوانيت ته ئې بنيادي اخلاقي بندېز مات کړے او بيا دا د ادب او نفسيات منلې اصطلاح ګرځېدلې ده. فرائيډ دا تېروتنه کوي چې يو خپل د ذاتي ژوند د وړوکوالي لاشعور پۀ هر بنيادم د نوغي پۀ توګه راتپي او بل خوا جنس لکه د لوږې تندې ناګزير حياتياتي جبلت مني او دې جبلت باندې حد نه زياته بهروسه کوي او عقل پوهې ته سوچ نۀ کوي چې د هغې لۀ کبله بنيادم د يو ‘جبلتي مماليه’ نه بنيادم جوړ شوے دے او دې ته هم سوچ نۀ کوي چې د خپلې خطا سزا اېډيپس ځان له ولې او څنګه ورکوي؟

داسې ښکاري فرائيډ د شهوانيت پۀ حواله بيا وروستو مذهبي يهودي فکر ځپلے ‌‌‌ؤ چې د هغې لۀ مخه د لوط علېه السلام لوڼه پلار سره څملاستلې وې، داود علېه السلام خپل سر لښکر د ښځې د پاره وژلے ؤ، موسٰي علېه السلام جنسي توګه پوره نۀ ؤ او داسې نور خرافات چې زياتره موړ خېټې متمدنه تعيش ځپلې ټولنې ئې ښکار دي؛ ځکه هغه دا هم ليکي چې محرماتو سره پۀ جنسي مشق باندې بندېز د انساني ژوند ټولو نه لوے ناسور دے.

د فرائيډ د دې ګيلې نه پس د ‘اېډيپس کمپلکس’ او د ‘الېکټرا کمپلکس’ اصطلاحات راوتي دي او پوره سرمايه دارانه تهذيب پرې ولاړ دے. د مدر پدر شهواني خپلواکۍ ګنده بهير دے چې ځناورو او ماشومانو نه واخله محرماتو پورې او هم جنسۍ نه ودغلومتيازو ځايونو څټلو پورې د هر جنسي فعل جواز پکښې موجود دے، ځکه چې د هغۀ شاګرد ويليم رائخ (William Reich) مطابق کۀ بدن جنسي طاقت ارګون (Orgone) بهېږي، جنسي بندېز سره بدن کښې د ارګون وېوز ګډوډي سره مخ کېږي نو انسان رنځورېږي، رائخ امريکي حکومت پۀ دې اورپک سوچ جېل ته واستولو خو دغه مفکورې د شهوانيت ګندګۍ نه د سرمايې پۀ زور د اربونو ډالرز پورن انډسټري سازه کړه. سرمايه دارانه دانش او سائنس د هومو سېکچول انډسټرۍ بچاو د پاره اوس خو همجنس پرستي هم د نفسياتو ناروغتيا د لړليک نه وباسلې شوه او دلبرل ازم يو مهم شق جنسي خپلواکۍ تصورکښې را دننه شوه. ممکنه ده څۀ وخت پس محرماتو او ماشومانو سره جنسي لوبې هم عادي جنسي رويه وګرځي!!! يو ځواب خو مترقي پوهاند ميلونسکي البته حياتياتي توګه باندې د فرائيډ کړے دے چې کۀ محرماتو سره جنسي رشتې باندې بندېز نۀ ؤ لګېدلے نو انساني ژوند به مخکښې نۀ تلو او نۀ به انساني ټولنه وجود کښې راتله.ددې تائيد سائنس پۀ جڼيټکس (genetics) کوي.

زړۀ راښکون لرونکې ډرامه هغه وي چې پکښې تصادم پۀ فنکارانه توګه دوه اړخيزه وي، يعني دنننے تصادم او بهرنے تصادم – دې ډرامه کښې د تصادم دواړه حالتونه پۀ نظر راځي. اېډيپس بهر هم ځينې کردارونو سره پۀ تصادم دے او دننه هم ذهني توګه باندې د خپل کردار پۀ حواله د ذهني کشمکش ښکار دے. تصادم پۀ فنکارانه توګه بشپړټيا د پاره واقفيت سره د حقيقت هم محتاجه وي او حقيقت د پاره د واقعې ضمني او جزوي خبرې د وړو وړو شيانو بيان بې کچه مهم وي چې ژوند ته د ليکوال رسېدنه راښائي. اېډيپس کښې د دې بېخي خيال ساتلے شوے دے؛ لکه د بې سترګو کېدو نه پس د اېډيپس د ماڼۍ د بورجيو سره جنګېدل او خپلو وړو سره مينه او چغې سورې او د راڼۍ جوکاسټا (Jocasta) دا هڅې چې اېډيپس حقيقت ته و نۀ رسي او هر څۀ پۀ ځاے پاتې شي چې د يوې ښځې او مور د نفسياتو پوره پوره بيان دے چې راتلونکي طوفان نه وېرېږي. د جوکاسټا دا بيان د هغې پوره نفسياتي تحليل دے:

“مونږ انسانان دا پۀ وېره وېره ژوند ولې کوو؟ چې زمونږ پۀ تقدير لاس بر نۀ دے او نۀ د راتلونکي وخت باره کښې څۀ پۀ باور سره وئيلے شو؛ بس ښه خبره دا ده چې ښۀ پۀ بې غمه خپل ژوند کوو او چې څۀ کېږي هغه بۀ هسې هم کېږي. نو ځکه تۀ هم د خپلې مور سره د وادۀ نه مۀ وېرېږه او پۀ دې خبره لږ غور وکړه چې څومره څومره خلق د خپلو مياندو سره د کور والي خوبونه ويني خو هغه کس بيا پۀ دې سوچونو کښې نۀ پرېوځي او نۀ دا خوب چا ته وائي. بس ښۀ پۀ ارام خپل ژوند کوي.”

‘اېډيپس’ کښې د کردارونو تشخص يواځې د کردار ډرامائي کړنو پورې نۀ پاتې کېږي، ولې هر کردار خپله مخصوصه لب و لهجه د ټاکلي نفسياتو لۀ مخه را منځ ته کوي.

‘اېډيپس’ ډرامه پۀ دې حواله هم د فن شاهکار دے چې دا يو خوا کۀ پۀ سټېج پۀ وړاندې کېدلو کښې يوه پوره ډرامه ده نو بل خوا دا د لوست د پاره هم د يوې کلوسټ ډرامې شرط پوره کوي. ‘کلوسټ'(Closet) ډرامه د لوست ډرامه وي، دا د سټېج ډرامه نۀ وي او لکه د ناول وي؛ لکه ‘د وينو جام’ ډرامه – بل خوا ځينې ډرامې داسې وي چې هغه پۀ سټېج باندې کاميابې ډرامې وي، تماشبين د ځان سره سم پۀ مخه اوړي خو تکنيکي لحاظ سره هم برابر نۀ وي او لوست د پاره هم د کار نۀ وي، لکه د اغا حشر کاشميري ډرامې چې سټېج د پاره د کار دي خو ادبي ارزښت ئې د سرې کاسيرې نۀ دے. ‘اېډيپس’ پۀ دواړو حوالو لۀ چاڼه وتلې ډرامه ده.

بيا د ژباړن شعېب خان خټک کمال دا دے چې پۀ کومه ساده او سوچه خو د هر کردار د پاره مناسب لب و لهجه کښې دا ډرامه ئې پښتو ته راړولې ده، نو لکه د ژباړې هره فقره ئې پۀ خاص سوچ ليکلې وي او هر لفظ ته ئې خاص پام کړے وي. ځکه پښتو ژباړه کښې داسې پۀ ناپ تول برابر ژباړې زما لۀ نظره بېخي کمې کوزې تېرې شوې دي. خپله ما بلها نظمونه، د روميو جوليټ ډرامه او يو څو ناولونو لکه فرنچ ناول “دي سټرينجر”، جرمن ناول ‘سدارتهـ’ وغېره هم ژباړلي دي نو ما ته د ژباړې پۀ حواله څۀ نه څۀ اندازه شته چې دا اسان کار نۀ دے؛ خو شعېب خټک پۀ دې کښې برے وړے دے. د خټکانو دوه صلاحيتونو ته زۀ پسخېږم: يو د دوي د ثقافت سره مينه او بله د دوي پښتو کرلاڼے ګړدود او سوچه لفظونه – درېغه دې ژباړه کښې ئې سوچه د خټکو د سيمې پښتو لفظونه لږ زيات پکارولي وو نو پۀ لساني اړه باندې به هم دا ژباړه نوره مهمه شوې وه، لکه څنګه چې د ډاکټر نصيب الله سيماب ناول ‘طالبه خاورې به ملا شې’ کښې د کاکړستان سوچه توري د دې ناول اهميت نور هم سېوا کوي، يا لکه د حيات روغاني ناول ‘نېنځک’ کښې د هشتنغر لهجه او نوي توري ځاے پۀ ځاے کارولي دي.

پۀ هرحال کښې، د دې مهمې ډرامې د کاميابې ژباړې سره د نېشلسټ ليکوال شعېب خان خټک پښتو نثري ادب ته راتګ د پښتو او پښتون اولس د پاره ښۀ مرغه بولم.

 

دا هم ولولئ

لټون او تپاس د غني ارټ؛ بنيادي نکته – فېصل فاران

هر کله چې د غني خان د شاعرۍ ټولئيزه توکنه کوو او لنډه جائزه ئې …