تا خو باچا خان د نصابونو نه ويستلے دے
راشه کنه ځه زمونږ د زړونو نه ئې وباسه
(سجاد ژوندون)
پوهه خلق پۀ خپلو اتلانو وياړي او چې څوک دا خبره نۀ مني هغه ژاړي . قيصې نۀ کوم او مقصدي خبرې لۀ راځم . پېښور کښې بلها چوکونه دي ځکه چې لوے ښار بلکې د ښارونو ابا دے. دلته يو مشهور چوک دے چې پۀ “باچا خان چوک” مشهور دے . دا د دنيا بلکې د ژوندۍ دنيادستور دے چې پۀ څۀ نا څۀ ډول د خپلو اتلانو نومونه ژوندي ساتي، کۀ عقيدت ورسره لري نو درناوے هم ورته لري، که ناز پرې کوي نو نازوي ئې هم، کۀ مني ئې نو پۀ لار ئې هم ځي . او هم دغه وجه ده چې پوهان او لوستي خلق بيا پۀ دې خبره زور راوړي چې د مشاهيرو ياد دې تازه وي ترڅو ځوان کهول د خپلې ماضۍ نه خبر وي ځکه چې دغه خلک د نور هېڅ هم نه بلکې د خپلې زورورې مبارزې پۀ زور ژوندي وي . باچا خان صرف د دې سيمې نه بلکې کۀ څوک د تنګ نظرۍ چشمې کوزې کړي او د دې سړي کړاوونو، زيار، منډو ترړو او سختيو ګاللو ته وګوري نو د نړۍ پۀ کچ ولاړ يو دېو قامت مبارز، سياستدان، لارښود او د قام پۀ غم غمخوار اتل به وويني . دا د نړۍ داسې بې بدله اتل دے چې د خپل ژوند درېمه حصه ئې د پېرنګي او بيا د پاکستان حکومتونو کښې د تورو تمبو شا ته تېره کړې ده خو نۀ ئې ګيله کړې او نۀ ئې چرته قانون مات کړے . د ټولو نه مهمه دا چې پښتنو لۀ ئې سياسي پوهه او شعور ورکړے، د خپل حق غوښتو لار ئې ورته ښودلې او دا هر څۀ ئې پۀ يو داسې وخت او د يو داسې قوت خلاف کړي وو چې پۀ نيمائي نړۍ ئې وزرې خورې وې او د طاقت پۀ نشه ئې سترګې “شنې” وې . خو لۀ بده مرغه نن د دغه پۀ قد او کردار دواړو لوړ سړي پۀ نوم مشهور چوک ته ځينې پټ سترګي د هغۀ نوم هم نۀ اخلي. تش پۀ کرسو ناستې سره څوک نۀ غټېږي ګينې نو داسې به نۀ کېدل . کۀ دوي اهل وے نو ورته به پته وه چې باچا خان څوک دے خو افسوس چې نا اهله دي . کۀ دوي لائق وے نو داسې سپکاوے به ئې نۀ کولو خو عقل څۀ تورې چڼې خو نۀ دي چې قيصه خوانۍ کښې ورله يو چيټاکۍ واخلو . بس خو تنګ نظري ده چې د ستر بابا د نوم سره کېږي . دا خبره هم مهمه ده چې باچا خان ته د چوکونو ضرورت نشته، دا خو دې قام خپله خوشبختي وګڼي چې دومره لوے سړے پکښې پېدا شوے او ؤ به ئې مني خو چې کله ئې د تعصب، تنګ نظرۍ او لنډ نظرۍ دا خيرنې، تورې، ړندې اوماتې ګوډې چشمې وويستې . دغه بورډ کۀ څۀ هم بيا هم هغه شان ولګېدو څنګه چې پکار ؤ خو تاو تريخوالے پېدا شو بلکې د لکهونو خلقو زړونو ته پۀ دغه اقدام بلها تکليف ورسېدو . حکومتونه او انتظاميې صرف د دې لپاره نۀ وي چې پۀ خلقو دې دباوونه کوي او يا دې يو چارواکے پۀ سرکاري ګاډي کښې سور د بازار او ښار چکر ووهي، دوه درې دکانداران ټېل ناټېل کړي او اخبار کښې خبر راشي چې فلانکي توره ووهله بلکې حکومتونه او انتظاميې د اولس پۀ نبض کۀ لاس ساتي نو د هغوي پۀ مخونو ئې هم نظر وي . خو خداے خبر چې دا څنګه حکومت دے چې پۀ خپله ګټه او تاوان هم نۀ دے . بس عجيبه غوندې يو چل روان دے، چې چا څۀ وکړل بس د هر چا خپله خوښه ده . لکه دا څۀ اولنۍ واقعه هم نۀ ده بلکې د دې نه وړاندې د باچاخان ائير پورټ پۀ نوم هم بلها خبرې اترې شوې دي . د عقل دې خاوندانو لپاره پۀ دې هم سوچ پکار دے چې د افغانستان پۀ شان يو جنګ زپلے ملک د ننګرهار پۀ جلال اباد کښې دباچا خان پۀ مزار پۀ کروړونو روپۍ لګوي او د عقيدت څرګندونه ورسره کوي او بلخوا مونږ يو چې پۀ يو چوک کښې د هغۀ نوم نۀ شو برداشت کولے او بيا ګيلې هم کوو. مونږ پوهېږو چې اوس هم ځينې داسې خلک شته چې د باچا خان نوم نۀ شي زغملے خو دوي له به ځان کښې حوصله پېدا کول وي ځکه چې باچا خان دا نوم د انګرېزانو نه پۀ انعام کښې نه بلکې د هغوي خلاف پۀ مبازره کښې ګټلے دے، دا نوم ورته وېړيا يا د خداے پۀ نوم نۀ دے ورکړے شوے بلکې سختې ئې ګاللي، جېلونه ئې کتلي او د خلقو پۀ زړونو ئې بادشاهي کړې ده . ځکه نو پرون هم، نن هم او سبا به هم باچا خان د خلقو زړونو کښې ژوندے وي او څوک ئې هم پۀ دې سپکو طريقو د خلقو د زړونو نه، نۀ شي وباسلے . او کۀ بيا هم څوک باچاخان او د هغۀ نوم پۀ چوکونو کښې نۀ شي ليدلے نو بيا دې يا د کورونو نه، نۀ راوځي او يا دې پۀ دغه چوکونو کښې چکرې نۀ وهي ځکه چې باچا خان د بل هېڅ هم نه بلکې د قام د بې مثله خدمت لۀ وجې پۀ هر زړۀ کښې ژوندے دے .