لوےاستاد عبدالله بختاني خدمتګار سره د پښتون مرکه – پښتون

دغه مرکه د یو پوښتنلیک پۀ صورت کښې شوې ده چې لوے استاد ئې ځوابونه پۀ لیکلي صورت مونږ ته رالېږلي دي. د مرکې د لوست پۀ وخت دې دغه نکته پام کښې ولرلې شي.

پښتون د ښاغلي اکادیمیسن ظاهر شکېب مننه هم کوي چې د دې مرکې لړ کښې ئې مونږ د پاره کړاو ته غاړه کېښوده

  • د خپل ژوند ابتدائي حالات کۀ راسره شریک کړئ؟

“ګرانه وروره! د “پښتون” مجلې ښاغلي خبریاله!

تر هر څۀ د مخه یوه قیصه رایاده شوه ـــ یو ماشوم د ښونځي پۀ ازموینو کښې پاتې شوے ؤ. مور ئې ترې پوښتنه وکړه:

“بچیه! پوښتنې سختې وې؟”

“نه مورې! پوښتنې اسانې وې مګر ځوابونه ئې سخت وو.”

نو دا زۀ بوډا درې نوي (93) کلن خدمتګار، چې جسماً او ذهناً د ماشومتوب خوا ته روان یم ـــ ستاسو د اسانو پوښتنو یو څۀ ځوابونه عرض کوم ـــ توکل پۀ الله جل شانهٌ.

نو وړومبے ځواب:

حاصلِ عمرم سہ سخن بیش نیست

خام بدم، پختہ شدم، سوختم

]د ټول ژوند حاصل مې بس دا درې خبرې دي چې ـــ اُوم وم، پوخ شوم او وسوزېدم [

او:

ژوند پۀ نوبهار د ننګرهار پۀ سرۀ اهاړ کښې

خزان د زندګۍ کښې پۀ کابل ورژېدم”

)خدمتګار(

  • علمي او ادبي نړۍ، لیک لوست ته مو راتګ کله وکړو او د چا نه مو اغېز اخستے ؤ؟

“زما وړومبۍ استاده زما مور او دوهم استاذ مې زما پلار دے. درېم استاذ مې د “قلعۀ نو” اوسېدونکے حاجي ملا مدد ؤ چې اتۀ کاله مې ورسره فارسي ادبیات او نظم لوستي دي.”

  • ژوند کښې د کومو خلقو نه متاثر شوي یئ چې دغه تاثر ستاسو د شخصیت برخه ګرځېدلې وي؟

“مونږ د سره رود پۀ “چهار باغ صقا” کښې اوسېدو. د اوړي د ډېرې ګرمۍ پۀ موسم کښې د دوو میاشتو لپاره به مو “خوږیاڼو” ته کډه وکړه. پۀ جامع جومات کښې مې د کلي لۀ امام جناب میر عبدالواحد اٰغا سره د فقهې “مستخلص الحقائق” لوستۀ. بل عبدالودود د لوګر اوسېدونکے د کالې دستګر سراي د ښونځي ښوونکے هم د اوړي د ګرمیو تېرولو لپاره خوږیاڼو ته تللے ؤ او د نکړخېلو پۀ جامع جومات کښې دېره ؤ. هغۀ ما ته د ښونځي یو کتاب راکړو چې لۀ هغۀ سره ئې درسي ولولم. د کتاب نوم “اخلاق مدني” ؤ. هغۀ ما ته ووئیل،

“دیني کتابونه خو ولوله، مګر دا دنیاوي یا مکتبي کتابونه هم ولوله. تۀ ډېر ښۀ ذهن لرې او دغه خوا هم ونیسه.”

د هغۀ وېنا زما د ذهن پۀ تخته کښې د کاڼي د کرښې پۀ شان کښېناستله او پرمخه ولاړم.”

  • د فخرِ افغان بابا د ژوندلیک “زما ژوند او جدوجهد” د ترتیب او تر چاپه د راوړلو پروسه څنګه ترسره شوې ده؟ پۀ دې ستر قامي تاریخي خدمت کښې ستاسو کردار څومره او څنګه ؤ؟

“فخرِ افغان بابا سره د هغۀ پۀ قلم اووۀ اتۀ کتابچې وې. پۀ هغو کښې ئې د ځان د ژوندانۀ د بهیر پۀ باره کښې لیکنې کړې وې. بیا د هغو لۀ مخه خپل سوانح )زما ژوند او جدوجهد( کتاب ئې لیکلے ؤ. د افغانستان د قبائیلو مستقل ریاست )اوس وزارت( غوښتل چې هغه چاپ کړي. یوه ورځ بابا ما ته ووئیل،

“ما دا خپل کتاب د هغه ځاے خصوصاً د اشنغر د پښتو پۀ لهجه لیکلے دے. دلته ستاسو او د هغه ځاے د پښتو پۀ لهجه کښې فرق دے. زۀ خو خدائي خدمتګار یم، تر اوسه هلته وم، د هغه ځاے د خلقو خدمت مې کوۀ ـــ اوس چې دلته )کابل( کښې یم، دلته د دې ځاے د خلقو خدمت کوم. ما خپل کتاب ټولو ته لیکلے دے. هم د دې ځاے او هم د هغه ځاے لوستونکي باید پرې پوهه شي.”

ما ووئیل، دا ډېره ښه خبره ده.

هغۀ ووئیل، نو تۀ به راسره ملګرتیا وکړې، زۀ به ګورنمنټ نه ستا اجازه واخلم.

ما ووئیل، پۀ دواړو سترګو! د هېچا نه اجازه مۀ اخله، امر کوه!

هغۀ ووئیل، نو د دې ځاے نه به تۀ شې، د هغه ځاے نه به اجمل خټک شي )هغه پۀ کابل کښې ؤ(، زۀ به هم درسره شم او کتاب به پۀ غور ولولو او چاپ ته به ئې تیار کړو.

هغۀ زیاته کړه، “هن! دا احمد ]احمدکاکا د بابړې[ دې هم مونږ سره کښیني ـــ هغه پۀ ټول جدوجهد کښې راسره ؤ. کۀ لۀ ما نه د کوم سړي یا د کوم کلي او ځاے نوم یا د پېښې وخت هېر شوے یا لاندې باندې شوے وي، هغه به ئې رایادوي )احمد کاکا هم کابل کښې د بابا سره ؤ(.

بابا زما پۀ باب د ګورنمنټ د اجازې خبره وکړه او ما هماغه خبره وکړه چې د اجازې غوښتلو ضرورت نشته. نو وخت د سحر د نهه بجو نه د غرمې تر دولسو بجو وټاکل شو.

پۀ اوله ورځ چې کار ته کښېناستو نو بابا احمد کاکا ته ووئیل،

“تۀ پوهېږې چې زۀ هر وخت او ناوخت چاے نۀ څښکم، نۀ ئې چا نه غواړم، نۀ ئې چا ته ورکوم ـــ مګر دا بختاني صاحب یو عادت لري چې چاے ونۀ څښکي، کار نۀ شي کولے، نو دۀ ته به پیاله چاے ورکوې.”

پۀ کار مو پېل وکړو. اجمل خټک به د بابا مسوده لوسته او مونږ به ورته غوږ وو، او هغه به چې ستړے شو ما به لوسته. پۀ هره خبره چې لازمه وه، بحثونه او څېړنې به مو کولې او تر هغه به مو کولې چې خبره به د ټولو اتفاق ته ورسېدله.”

  • د فخرِ افغان بابا سره څۀ داسې خاطره چې تاسو ئې قام سره شریکول غواړئ.

“د فخرِ افغان بابا سره زما ډېرې خاطرې دي، مګر څۀ رنګه چې د مرکې لنډوالے مطلوب دے، نو زۀ به یوه خاطره پۀ کوټلې توګه وړاندې کړم:

بابا پۀ جلال اباد کښې ؤ. ما ترې خواهش وکړو چې سبا ته مې مېلمه ئې. ما سره به زمونږ کلي بختان ته تشریف یوسئ. هغۀ نه او نو کوله. وئیل ئېې تر اوسه ما هلته پېښور کښې د هغه خلقو خدمت کوۀ، اوس دلته راغلے یم چې ستاسو خدمت وکړم، مګر افسوس کوم چې څوک زما پۀ خبره ځان نۀ پوهوي ـــ زۀ کلو ته پۀ ورتګ او ستا خلقو سره پۀ لیدو کتو خوشحالېږم. زۀ یو خدائي خدمتګار یم او خلقو ته د خدائي خدمتګارۍ د اصولو پۀ باب خبرې کول او هغوي پوهول د ځان وظیفه بولم. مګر تاسو سره د خېټې غم دے ـــ پۀ مېلمستیا ډېر تکلیف کوئ، ځان هم پۀ عذابوئ او ما هم ـــ پولاوونه او قورمې وي ـــ بې لۀ دې نۀ درېږئ.

ما ووئیل، بابا څۀ چې تاسو وایئ، مونږ به هغسې وکړو.

هغۀ ووئیل، پۀ یو چرګ اتۀ تنه ملامت دي ـــ یعني د یو چرګ ښوروا او بس.

ما وې، بابا بس هم دغسې به وي.

د شپې سخت باران وشو. مولوي عبدالوکیل صداقت زما مېلمه ؤ. مونږ دواړه اندېښمن وو چې سبا به څنګه شي. زمونږ کلي ته تر یو ځایه پورې موټر راځي، بیا یو څۀ مخ پۀ لوړه، بیا پۀ هواره کښې د پښو مزل دے، خټې دې، چقړې دي، بیا مشر بوډا دے ـــ نۀ چې سبا پۀ چقړو کښې وخوئېږي، نۀ چې خداے دې نۀ کوي کوم هډوکے ئې مات شي ـــ دا احتمال موجود ؤ.

سبا سهار د چایو پۀ وخت هم شړک باران ورېدۀ، دا به څنګه شي؟ ـــ پۀ هغه وخت موبائیل ټیلیفونونه نۀ وو، زمونږ پۀ کور او کلي کښې بل ټیلیفون هم نۀ ؤ، څنګه  به شي؟

تر چایو وروسته صداقت صاحب ووئیل، خېر زۀ ځم، بابا خبروم چې د باران او خټو پۀ معذرت نن مۀ راځئ، بل وخت به راشئ.

ما وئیل، دا خبره به زما لۀ خوا نۀ وي.

هغۀ ووئیل، پۀ دواړو سترګو. زۀ به د خپل خوا نه د مشورې پۀ توګه ورته ووایم. کۀ زما خبره ئې ومنله نو به زۀ زر بېرته ځان درورسوم او کۀ تر لسو بجو پورې زۀ رانۀ غلم نو تۀ پوهه شه چې بابا زورور سړے دے، د چا خبره نۀ مني ـــ صداقت صاحب تر لسو بجو پورې رانۀ غے نو مونږ چرګ حلال کړو.

تر غرمې د مخه بابا راورسېد. ښاغلے میرا جان سیال، ملک نادر خان اپریدے، داود شاه لېوال، صاحب دین کاکا، د ننګرهار د قبائیلو مدیر او نور کسان ورسره وو.

ما لۀ نغرک څخه ملک شېر اٰغا هم غوښتے ؤ مګر هغۀ فکر کړے ؤ چې بابا بوډا دے، باران اوري او د کلي لار خټینه ده نو مېلمستیا به ځنډېدلې وي.

مګر وروستو بیا صداقت صاحب راته قیصه کوله چې ما هر څومره دلائل ورته وئیل، بس هغه نۀ قانع کېدۀ او وئیل به ئې “هغۀ سره ما ژبه کړې ده چې زۀ درځم او هغه غریب به پۀ طمع وي.”

ډوډۍ مو دېرې ته ویستله. د ښوروا پۀ درېو کاسو کښې مو چې ډوډۍ وړه شوه او بابا د چرګ د غوښې کاسه خپلې مخې ته کېښودله، یوه یوه ټوټه غوښه ئې هر چا ته ورکړه ـــ یو دوه ټوټې زیاتي شوې، هغه ئې پۀ هاغه کاسه کښې زما مشر زوي نصرالله ته ورکړې چې دا زیاتې کور ته بېرته یوسه، سړي سر یوه ټوټه کفایت کوي. صاحب دین کاکا غږ وکړو، بابا! زما خو خالص هډوکے دے، غوښه ترې رژېدلې ده، یوه ټوټه ئې ما ته راکړه.

بابا ووئیل، نه نه! هماغه هډوکے دې برخه ده، شپېلوه ئې.

تر ډوډۍ وروستو نصرالله د مالټو پتنوس راوړۀ او د بابا مخې ته ئې کېښود. هغۀ یوه یوه دانه مالټه ټولو ته ورکړه او څو دانې زیاتې شوې، بابا د هغو پۀ باب نصرالله ته ووئیل چې کور ته ئې یوسي. سیال صاحب ووئيل، بابا! چې ستا یوه دانه کفایت کوي سمه ده، دا نورې مالټې به چې د چا شوق ورته کېږي، هغوي به ئې وخوري. بابا ووئیل، شوق موق نشته ـــ هغه کسان چې پۀ کور کښې ناستې دي او تاسو ته ئې دغسې خوندوره ډوډۍ پخه کړې ده، هغوي هم انسانانې دي او مالټو ته به ئې شوق کېږي، هغوي هم حق لري.

څۀ شېبه وروستو بیا نصرالله راغے او پوښتنه ئې وکړه،

څوک شین چاے څښکي او څوک تور؟

بابا ورته پۀ تونده لهجه ووئيل، نۀ څوک تور څښکي او نۀ شین، هم دا اوس مونږ او تاسو مېوه وخوړله، هماغه کفایت کوي. مونږ باید کفایت شعاره اوسو، مونږ دومره د خېټې نوکران ونۀ اوسو، مونږ باید اسراف ونۀ کړو او د اسراف مخه ونیسو. الله پاک اسراف کوونکي نۀ خوښوي.”

  • د ولي خان او اجمل خټک سره ستاسو اړیکې څومره نزدې وې او ستاسو تر منځه به زیاتره مباحثه سیاسي وه کۀ ادبي؟

“زۀ یو وخت لۀ ننګرهار څخه پېښور او بیا لۀ پېښور څخه د خټکو اکوړي ته لاړم. مازیګر ماښام د اجمل خټک دېرې ته ورغم. هلته پۀ خپله هغه نۀ ؤ. ښاغلي جمیل خټک د اجمل صاحب زوم راته چاے راوړه او ګپ شپ مو لګوۀ. زهـ وپوهېدم چې اجمل صاحب اسلام اباد ته تللے. خو هلته د ملي اسامبلۍ غړے ؤ. زۀ پۀ دې هم وپوهېدم چې هغه پۀ راتګ ضرور راځي مګر پۀ دې څوک نۀ پوهېدۀ چې زر کۀ ناوخته؟ نو زۀ بېرته لاړم د خپل خورئي زرغون شاه کور ته.

سهار د سباتارۍ پۀ مهال د چایو خوږه پیاله مې څښکلې وه او ترخې پیالې ته منتظر وم چې یو څوک راغے او وې وئیل، اجمل صاحب بختاني صاحب غواړي ـــ نو د ترخو چایو پیاله مې دمه دمه وڅښکله او ورووتم چې د اجمل صاحب دېرې ته لاړ شم.

د کور نه د باندې کوڅې پۀ هغه سر کښې پۀ لوے سړک د خټک صاحب جیپ موټر ولاړ ؤ، زر زر ورغلم، روغبړ نه وروستو هغۀ ووئیل، وبخښه! د شپې زۀ ناوخته کور ته ورسېدم ـــ هله زر شه، موټر ته وخېژه، چرته ځو.

“چرته ځو؟”

“وادۀ ته.”

“د چا د وادۀ کارت ما ته نۀ دے رسېدلے او زۀ بې بلنې ودونو ته نۀ ځم.”

“کۀ هغوي خبر وے چې تۀ دلته ئې نو ضرور کارت به ئې درلېږلے وے ـــ زر شه وخېژه چې ناوخته کېږي.”

“ما خو خپل عذر وړاندې کړو، بیا معذرت غواړم، زۀ بې بلنې ودونو ته نۀ ځم.”

اخر خټک صاحب ووئیل، نن د اعظم خان د زوي وادۀ دے. د نېشنل عوامي پارټۍ مشران ئې غوښتي دي. کۀ هغوي لۀ تا نه خبر وے چې تۀ دلته ئې نو کارت به ئې درلېږلے وے. هله وخېژه! هلته به خپل ډېر دوستان او اشنایان هم وګورې. ولي خان به هم وګورې. هغه او اعظم خان به ستا پۀ لیدو ډېر خوشحاله شي.

د ولي خان د نامه پۀ اورېدو زما د ټینګار پښې سستې شوې، وختم او لاړو هوتي مردان ته ورسېدو.

هلته د شنو نرمو کبلو پۀ یو لوے مېدان کښې راغلي مېلمانۀ څوک ناست وو، څوک ولاړ د ایسته را ایسته ګرځېدو پۀ حال کښې وو.

ولي خان اعظم خان ته ووئیل، زر شه درې څوکۍ راوغواړه!

څوکۍ چې کېښودلې شوې، ولي خان ما ته پۀ منځنۍ څوکۍ د کښېناستو اشاره وکړه. پۀ خپله زما ښۍ خوا ته او خټک صاحب زما کیڼې خوا ته پۀ څوکیو کښېناستل.

ولي خان ما ته ووئيل، وبخښه! پۀ دومره خلقو کښې پۀ څوکیو یواځې د درېو تنو کښېناستل یو ډول امتیاز ښکاري خو دا خلق خپل کسان دي، پۀ دومره خبرو څوک نۀ خفه کېږي ـــ مګر کۀ لاندې پۀ کبلو کښېناستو نو یو راځه او بل راځه، یو یو به زمونږ تر څنګ کښېني او د خلقو یوه لویه پېنډه ډله جوړېږي. دا تۀ خو لۀ بر هېواد نه راغلے ئې، ما غوښتل چې د وخت نه کار واخلو او تا سره ګپ ولګوو. دا خلق هم دلته دي او مونږ هم دلته یو، هر وخت مو سره کتلي، بیا به ئې وګورو او بیا به ئې وګورو.

رښتیا هم مونږ د لر بر هېواد پۀ پرابلمونو او د نړۍ پۀ حالاتو د غرمې د ډوډۍ تر مهال درې پۀ درېو مفصل او هر اړخیز بحثونه وکړل.”

  • د پښتو او عربۍ تر منځه ژبني رېشو باندې ستاسو څېړنې ته مو څنګه پام شو؟

“عامه نظریه دا وه چې عربي د “سامي” ژبو لۀ جملې څخه او پښتو لۀ “اریائي” ژبو څخه ده او هر یو بېل بېل بشري ژوند پورې بېل بېل ارتباط لري.

پۀ مطالعو، کتنو او ژور فکر زۀ دې ته ورسېدم چې اصلاً او اصولاً هره ژبه یو “قوم” او هر قوم یو “نژاد” پورې ارتباط لري. پۀ دې کښې “پښتو” د “پښتون” قوم ژبه ده او پښتون قوم اریائي نژاد پورې ارتباط لري. هم دا رنګه عربي د عرب قوم ژبه ده او عرب قوم د سامي نژاد یوه څانګه ده ـــ بیا دواړه “اریائي” نژاد او “سامي” نژاد د سپین غنم رنګو نژادونو څانګې دي او د دواړو مونډ پۀ بدلېدو او د ژوند د تاثیراتو پۀ اووښتو را اووښتو ژبني عناصر هم بدل رابدل شوي او ځینې عناصر یو ډول را پاتې شوي او تر مونږ پورې رارسېدلي دي.”

  • پۀ علمي حلقو کښې ستاسو دغه څېړنې ته هغه پاملرنه ونۀ شوه کومه چې پکار وه ـــ دلته کوزه پښتونخوا کښې ډاکټر دروېش یوسفزي د “پښتو د ژبو مور” پۀ نامه یو کتاب کښې ستاسو دغه څېړنیز نوښت مخ پۀ وړاندې بوتلو او دغه کتاب یو تاثر قائمولو کښې هم کامیاب شوے دے ـــ ستاسو پۀ نزد دغه د پاملرنې نۀ کېدو څۀ وجوهات ممکن دي؟”

“لۀ ښاغلي محترم دروېش یوسفزي څخه ډېره مننه، مګر د هغوي د دغه کار او کتاب څخه هم دا اوس خبر شوم، کاشکې هغه کتاب راورسېږي او زۀ ئې ولولم.

  • د یونس خېبري دیوان مو څنګه ترلاسه کړے ؤ او د دې د چاپ تر مرحلو راوستلو کښې مو څۀ ستونزې مخې ته راغلې وې؟

“پۀ کابل کښې د پښتو اثارو پۀ باره کښې یو بېن المملي علمي سیمینار ؤ. د هغه سیمینار پۀ یوه غونډه کښې دا تصویب شوے ؤ چې د یونس خېبري دیوان دې زما لۀ خوا چاپ ته تیار او بیا چاپ شي. د دیوان یواځې یوه نسخه د افغانستان د جمهوري ارګ پۀ کتابخونه کښې خوندي وه ـــ نو زۀ هلته هره ورځ تلم او خطي نسخه مې رانقلوله او بیا چاپ شوه.”

  • د یونس خېبري دغه یاد دیوان کښې د رحمان بابا د مړینې د نېټې پۀ حقله تاسو څۀ دریځ لرئ؟

“زۀ د خپل ژوندانۀ پۀ درې نویم کال کښې ساه راکاږم، د یونس خېبري دیوان باندې مې ډېر پخوا کار کړے دے. کېدے شي دا غوټه ستاسو غوندې ځوانان راوپرانیزي. د یو زاړۀ سړي زاړۀ مازغۀ د نوې زمانې د نوي کمپیوټر غوندې ځواب نۀ شي ورکولے ـــ معذرت غواړم.”

  • د قیام الدین خادم او ګل باچا الفت نه پس تخیلاتي او فکري نثر ته پۀ افغانستان کښې لیکوالانو ولې هغه واجب توجه ورنۀ کړه او دغه مکتب کښې هغه کار ونۀ شو کوم چې پکار ؤ؟

“د دې پوښتنې ځواب هم پراخه هر اړخیزه څېړنه غواړي ـــ لطفاً ما معذور وبولئ.”

  • ستاسو پۀ نظر پښتو ادب کښې د “پټه خزانه” ارزښت څۀ دے؟

“د پښتو ادب د تاریخ د ځینو مشخصو برخو د څرګندولو لپاره خورا ارزښتمنه خزانه ده.”

  • “سپين شعر” له معاصر پښتو ادب کښې کوم مقام ورکوئ؟ ځکه چې پۀ ځانګړې توګه بره پښتونخوا کښې زیات لیکلے کېږي.

“کُلُّ جَدِیْدٌ لَذِیْذٌ.”

  • “ټپئیزه” چې پۀ لر او بر پښتنو کښې ئې اولسي مقبولیت وموند، د ټپې موجودګۍ کښې تاسو د دې ضرورت ګڼئ؟ او تاسو د ټپئیزې د ادبي مقام تعین څنګه کوئ؟

“دا جدید هم ډېر لذیذ دی او کۀ د موسیقۍ پۀ قالب کښې واچولے شي نو ډېرې ښکلې لوبې ترې جوړېدې شي. د دواړو د “سپین شعر” او د دې ټپئیزو هڅونه او پالنه ضروري او ګټور بولم.”

  • پۀ موجوده وخت کښې پۀ پښتو ژبه د ژباړې، څېړنې او کره کتنې کار د مقدار او معیار پۀ لحاظ نه مطمئن یئ؟

“زۀ نۀ غواړم چې د ژباړې، څېړنې او کره کتنې د کار د مقدار پۀ برخه کښې غېر مطمئن پاتې شم، ځکه چې دا به د توقف د پلويتوب پۀ معنٰي لري او توقف ښۀ نۀ ګنم؟”

  • د املاء پۀ لړ کښې یو رنګي کېدلو د پاره د لر او بر لیکوالانو د پاره څۀ وړاندیزونه لرئ؟

“د پښتو املاء د یو رنګه کولو لپاره باید تل پۀ لره بره ټول هېواد کښې د نظر د خاوندانو فعالې جرګې مرکې او بیا د ټولو خواو یوه ګډه پراخه فعاله جرګه وي.

غر به سورے شي کۀ ملاتړ پرې د ځوانانو وشي

کارونه سم شي کۀ مجلس پر د پوهانو وشي

پۀ هم دې هیله،

سلامونه ــــــــــــ

فخرِ افغان بابا!

د لر و بر د پښتنو فخرِ افغان بابا!

خان غفار خان بابا

ته مې سلام دے

دروېش فطرت مردِ مېدان د پښتنو اتل ؤ

نایابه ستورے پۀ اسمان د پښتنو اتل ؤ

د فخر وړ ؤ هر پښتون لره پۀ ځان بابا

خان غفار خان بابا

ته مې سلام دے

یوسه د ځان سره زما دا یو پېغام هوا

چې د کابل پۀ لورې ځې سحر ماښام هوا

دا ورته وایه تا پسې کوي ارمان بابا

خان غفار خان بابا

ته زما سلام دے

د پښتنو حجرو کښې بل ئې مشالونه پريښي

پۀ هر مېدان ئې د مېړانې مثالونه پريښي

د منزو یو سرلښکر ؤ د کاروان بابا

خان غفار خان بابا

ته مې سلام دے

د حق پۀ لاره ئې باطل سره جنګونه کړي

د حق منزل ته ئې پښې ابله مزلونه کړي

د دړدېدلي قام د زړونو یو درمان بابا

خان غفار خان بابا

ته مې سلام دے

د اتفاق او اتحاد ئې ډېر درسونه کړي

تنها د قام ئې تل بې لوڅه خدمتونه کړي

ژوند وقف کړے خپل خدمت ته ؤ دې ګران بابا

خان غفار خان بابا

ته مې سلام دے

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

دا هم ولولئ

!!!Absolutely Not – پښتون

اېمل ولي خان دې خداے زر کلن کړي چې څۀ هم وائي نو بېخي د …