رتي بائي نه عائشه ګلالۍ پورې – پښتون

 د نړۍ د مختلفو تهذیبونو مطالعه د ښځې د ذات پۀ حقله د داسې مفروضو او مغالطو نه ډکه پرته ده چې نن پۀ دې تهذیبي لحاظ د ترقۍ او روښان فکرۍ لاپه کوونکې ټولنې کښې ئې هم مونږ پۀ هاغه قدیم شکلونو کښې وینو.

“مشرق” پۀ ډېرو حوالو د څۀ روایاتو د پاسدارۍ دعوېدار دے او ځکه ځینې واقعات چې “مغرب” کښې ورته څۀ خاص پاملرنه نۀ کېږي، مشرق کښې پرې څوک هم سترګې نۀ پټوي.

هم دغه تسلسل کښې پۀ مملکتِ خداداد کښې هم ښځې ذات ته مختلفو فکري زاویو نه کتلے کېږي، او د دغه هرې فکري زاویې د پاره چې پکښې د ښځو پۀ حقله مذهبي تصور، جاګیردارانه تصور او سرمایه دارانه تصور شامل دي ـــ پۀ شا نصابي او کتابي ملاتړ هم لري. د دې ټولو فکري زاویو نکته نظر دا دے چې کۀ ښځه ذات د خپل کوم انساني، ټولنیز، مذهبي، قانوني یا معاشي حق مطالبه وکړي نو دغه فکري مواد دې د هغې د شکنجه کولو او تمبولو د پاره وکارولے شي.

د “اَلرِّجَالُ قَوّٰمُوْنَ عَلَی النِّسَآءِ” تشریح کۀ ښځه د ادنٰي،

ضعیف او محکوم مخلوق ګرځولو د پاره استعمال کړې شوه نو د جاګیردارانه فکر مفروضه “زن، زر، زمین” د دې د ملکیت ګرځولو جواز ومنلې شوه. سرمایه دارانه نظام کۀ یو خوا ښځه ذات د مصنوعاتو د تشهیر د پاره یو Display وګرځولو نو لۀ بلې خوا ئې د لګژري او تعیش د یو tool پۀ حېث د دې تصور قائمولو او عام کولو کښې کردار ادا کړو.

زنانه او نارینه کښې فرق صرف تر یوۀ مخصوص جسماني حد پورې دے، خو دې ته مذهبي او ثقافتي حېثیت ورکول او بیا د دې پۀ ترڅ کښې د ښځې ذات سره داسې سلوک کول چې د هغې د پوره ذات او شخصیت نفي وشي، د پلرنۍ ټولنې تر ټولو لوے تاریخي جرم دے.

د پاکستان سیاسي پس منظر ته د ښځو پۀ حقله دغه درې واړه فکري زاویې د یو روایت پۀ حېث ننوتلې. د وېش نه وړاندې د یوې کم عمره پارسي جینۍ رتي بائي سره د جناح صاحب جذباتي وابستګي، د رتي بائي د پلار ډنشا پټيټ عدالت ته تګ او بیا د رتي بائي او جناح صاحب وادۀ نه د دواړو جدایۍ او د رتي بائي تر مرګه قیصه د دغه روایت د ثقافتي کېدو ځېله ده.

د پوځ د زورواکۍ لاندې د وړومبنو راغلو انتخاباتو پۀ وخت جنرال ایوب اغلې “فاطمه جناح د هند اېجنټه” بللې وه. بوډۍ مادرِ ملت باندې پۀ دغه انتخاباتو کښې هغه تورونه پورې شوي وو چې یوه مهذبه ټولنه به ئې کله هم ونۀ زغمي.

د مملکتِ خداداد حکمران تاریخ کښې د جناح صاحب نه پس لویه نامه د سِول مارشل لاء اېډمنسټرېټر ذوالفقار علي بهټو راځي. د کُرد ایرانۍ پېغلې نصرت بهټو سره د هغۀ رویه هم جاګیردارانه وه. د هغۀ دغه جاګیردار خوي د پاره به بېګم نصرت بهټو د جنرل ضياء هر وخت بې عزتي کوله. د حسنٰي شېخ سره د ذوالفقار علي بهټو تعلق، دې منځ کښې د مصطفٰي کهر کردار او د نصرت بهټو د وادۀ نه علاوه داسې نور هم ډېر واقعات دي چې د جناح صاحب د ژوند لیکونکي سټانلي وولپرټ د پاکستاني سیاست سره متعلقه کتابونو او د تهمینه دراني My Feudal Loard کښې خوندي دي. د محمد علي کریم چاګله کتاب Roses in December هم د داسې رویو قیصې خپلو پاڼو کښې خوندي کړې دي. دغه روایت کومه لمن هم بې داغه پرېنښودله، خو د جناح صاحب پۀ نسبت د رتي بائي څۀ دولتي انتساب خو پرېږده، د جناح صاحب هغه لُور چې لا ژوندۍ ده، هم لکه مېرنۍ لُور ژوند تېروي.

بهټو پۀ خپلو سیاسي مخالفینو هم د الزامونو سلسله کښې د پرېوتو اخلاقیاتو ښکار پاتې شوے ؤ او د هغه وخت ورځپاڼې د داسې واقعاتو نه ډکې پرتې دي چې د حزب اختلاف د سیاسي مشرتابې پۀ نخښه کولو کښې د هېڅ ډول اخلاقیاتو د پاملرنې تکلف ئې نۀ دے کړے. د دغه رویې تراخۀ د 90 پۀ لسیزه کښې د بهټو خپلې لور هم لیدلي دي.

کۀ د جنرال پروېز مشرف دور کښې د “پارلېماني” ودونو رواج جوړ شو نو د دغه دورې نه پس، کۀ مونږ د سیاسي نومونو لړ کښې د بهټو د ډپلیکېټ کېدو د دعوې پۀ بنیاد خبره وکړو، نو عمران خان درېم سیاستمدار دے چې د خپلو پېش روګانو خویونه لري او پالي.

د ښځو پۀ حقله د هغۀ رویه د مذهبي، جاګیردارانه او سرمایه دارانه مکسچر دے. داسې لیکنه د اخلاقیاتو او بیا خصوصاً د “پښتون” د صحافتي او سیاسي روایاتو تر مخه کله هم زمونږ خوښه نۀ ده، خو د وخت غوښتنه ده ـــ مونږ به کله هم د چا پۀ شخصي ژوند څۀ تبصره ونۀ کړو، خو کله چې یوه رویه د ټولنې اجتماعي اقدارو ته زیان رسوي نو واجب شي د خپل اند څرګندونه پرې وشي.

د سر علامه محمد اقبال د نمسي یوسف صلاح الدین د طلاق شوې ښځې انبساط د انکشافاتو نه واخله تر سیتاوائټ چې د هغې کېس باندې د کېلیفورنیا عدالت فېصله نمبر BF-009322 موجوده ده، د دغه مکسچر رویو ثبوتونه دي. د سیتا وائټ او عمران خان مبینه لُور د قاسم او سلمان سره د جمائما پۀ سرپرستۍ کښې لندن کښې ژوند کوي.

د رېحام خان سره نکاح هم د مختصر ترینې مودې ثابته شوه او د طلاق نه پس کېدونکي انکشافات د یو سیاسي ګوند د مشر پۀ حېث د یو ډېر پسمانده ذهنیت عکاسي کوي.

دا لړۍ ودرېدلې نۀ ده. پۀ یو نه یو صورت کښې د د دغه ګوند سره وابسته تور سرې د سپکاوي د روایت ښکار شوې دي.

تر دې دمه تر ټولو وروستے غږ چې دې لړ کښې پۀ ډېر زورور انداز کښې مخې ته راغلے دے، هغه د عائشه ګلالۍ نومې جینۍ غږ دے.

عائشه ګلالۍ د دې ملک پۀ ټولو ټي وي چېنلونو او د ټولنیزو رسنیو پۀ لاره مخې ته راغله. د هغې اواز غلي کولو د پاره ګڼ اوازونه مخې ته راغلل. بې شمېره الزامونه ولګېدل. دې الزامونو له د نواز شریف پۀ حقله د عدالتي فېصلې پۀ جواب کښې د انتقامي سیاست د رنګ ورکولو کوشش هم وشو. عمران خان او د هغۀ سیاسي ګوند دا کرېډټ اخستل غواړي چې ګنې پۀ وړومبي ځل د بدعنوانۍ پۀ الزام کښې د وزیراعظم کور ته لېږل د هغوي د سیاسي جدوجهد نتیجه ده. حقیقت خو دا دے چې د دې ملک د جوړېدو پۀ اوومه ورځ د ډاکټر خان صاحب مشرۍ کښې یو منتخب حکومت پۀ غېر ائیني، غېر جمهوري او غېر اخلاقي طریقه ختمول د دې روایت وړومبے ګام ؤ. وروستو څومره حکومتونه مات شول؟ د سول مارشل لاء اېډمنسټرېټر ذو الفقار علي بهټو حکومت د جنرال ضياء پۀ لاس، د بېنظیر بهټو حکومت د صدر غلام اسحاق خان پۀ لاس، بیا د نواز شریف حکومت د صدر غلام اسحاق خان پۀ لاس، بیا د بېنظیر بهټو حکومت د صدر فاروق لغاري پۀ لاس، بیا د نواز شریف حکومت د جنرال مشرف پۀ لاس او د یوسف رضا ګېلاني نه پس د عدالتي فېصلې پۀ بنیاد د یو بل منتخب شوي حکومت ړنګېدل ـــ پۀ دې صورتحال کښې، د دومره اوږد فهرست موجودګۍ کښې کۀ څوک دا کرېډټ اخستل غواړي نو دې ته به د سیاسي ناپختګۍ نه پرته څۀ نامه ورکړے شو؟

پۀ ګوندیز کچ د عائشه ګلالۍ د الزامونو د تردید لړۍ هم داسې وغزولې شوه چې کۀ یو خوا پۀ هغې د کرپشن کولو، د اېن اے ون د ټکټ غوښتلو او د تنظیمي قوانین د خلاف ورزۍ اوازې خورې کړې شوې نو بلې خوا ته د هغې خور ماریه تورپیکۍ هم د دغه الزامونو د کاڼو نخښه وګرځولې شوه. هماغه ذهني کېفیت مخې ته ودرېدلو چې ملاله یوسفزۍ هم لُور وبلي او عافیه صدیقي هم ـــ د “روشن فکره” ریاست د علامت پۀ توګه د وړاندې کېدونکې ماریه تورپیکۍ تصویر داسې وړاندې کړے شو چې د پلیت سیاست مخ ئې نور هم ښکاره کړو.

د نواز شریف خلاف د لګولے شوو الزامونو او د عمران خان خلاف د لګېدلو الزامونو پۀ حقله د دغه ګوند موقف هم مضحکه خېز ؤ. نواز شریف ته ئې وئیل چې الزام پۀ تا لګېدلے نو ځان سپینول او دا دروغ کول ستا کار دے او عائشه ګلالۍ ته وائي چې الزام تا لګولے نو ثبوتونه راوړل هم ستا ذمه واري ده!!!

د عائشه ګلالۍ د الزامونو پۀ ځواب کښې چې د تبدیلي سرکار د کارندو لۀ خوا کنځلې او سپکې سپورې بې نتیجې او شنډې وختلې نو پۀ درېمه ورځ پرېس کانفرنس کښې د بلېک بېري وړاندیز وکړے شو، خو کله چې پارلېماني تحقیقاتي کمېټي جوړه شوه نو عمران خان خپلې ژبې نه دغلته هم پۀ شا شو.

د عائشه ګلالۍ دا استغاثه د ملک د هغه محکومو مظلومو ښځو د پاره چې تل ورسره غېر اخلاقي سلوک کېږي او د خپلې بدنامۍ لۀ وېرې هغوي کش نۀ کوي، یو Test Case دے. د ملک ائین کښې داسې شقونه شته چې کۀ د عملي کولو د پاره ئې سنجیده کوشش وشي نو د داسې ډېرو واقعاتو مخنیوے به وشي.

د پاکستاني سیاست دننه پۀ یو بل د لوپټو ګزارونه د سیاسي رویو د زوال لویه نخښه ده. د داسې رویو مخنیوي د پاره دې د ملکي ائین د وضع کړې شوې لارې تر مخه تحقیقات وشي او کۀ پۀ ملزم جرم ثابت شي، هغه کۀ عمران خان وي کۀ نعیم الحق وي او کۀ حمزه شریف ـــ ته دې سزا ورکړې شي

د “حدود ارډیننس” چاړۀ تل د ښځې ذات پۀ مرۍ پرته وي ـــ د پاکستان ائین د جنرال ضیاء پۀ دور کښې د اسلام پۀ نامه دومره غېر انساني کړے شوے دے چې د مختلفو تعزیراتي وېرو او حدونو پۀ ټاکلو ئې د ښځو هغه سماجي کردار هم مجهول کړے او مقهور کړے دے، کوم کردار چې ترسره کول د یوې ښځې فریضه ده.

د جمهوري او سیکولر فکرونه لرونکو سیاسي ګوندونو ذمه واري جوړېږي چې پۀ ټولنه کښې ښځو ته د عزت او درناوي تحفظ سره د صحت مند کردار ادا کولو د پاره داسې قانون سازي وکړي چې زمونږ د روایاتو او تهذیب هنداره وي. کۀ سیاسي ګوندونو کښې پۀ یو بل د لوپټو د ګزارونو کولو د رویې مخنیوے ونۀ شو نو ملک به پۀ سماجي او نفسیاتي حوالو د یو لوے اخلاقي بحران سره مخ شي. د سیاست سره د سماجي او ادبي تنظیمونو ذمه واري جوړېږي چې داسې غږونو باندې ځان ناجاڼه نۀ کړي، غندنه ئې وکړي. کوشش دې وشي چې د رتي بائي نه روانه عائشه ګلالۍ پورې راغلې دا لړۍ نوره وړاندې لاړه نۀ شي.

دا هم ولولئ

!!!Absolutely Not – پښتون

اېمل ولي خان دې خداے زر کلن کړي چې څۀ هم وائي نو بېخي د …