BKTEF میډيا ټيم د باچاخان فېلوز پنځلسم مياشتنے سټډي سرکل

 

د باچاخان فېلوز پنځلسم سټډي سرکل پۀ څلورم نومبر د خالي پۀ ورځ، سحر یوولس بجې نه تر درې بجو تر سره شو. سټډي سرکل کښې د بحث د پاره د سعید ابراهیم کتاب ‘سیکس اور سماج’ ټاکلے شوے ‌ؤ.

‎سټډي سرکل کښې د سوات، ملاکنډ، شانګلې، دیر، مردان، چارسدې، صوابۍ، ټانک، وزیریستان، خېبر، مومند، قلعه سیف الله او پېښور فېلوز ګ‌‌‌‌‌‌ډون وکړو.

ثناء اعجاز سماج کښې د جنس او صنف پۀ عمومي صورتحال رڼا واچوله. هغې ووې چې جنس حیاتیاتي عمل دے او صنف سماج او ټولنه تشکیلوي. هغې زیاته کړه چې د صنفي عمل پۀ ذریعه د ښځې او نر ښځي نه د انساني ارادې اختیار اخستے شوے دے او شرم ورسره تړلے شوے دے. هغې پۀ دې اړه د نصاب او د ميډیا پۀ رول او کردار تفصیلي بحث وکړو.

ګلالۍ اسماعیل د کتاب پۀ یو باب “آزادی سے غلامی تک” بشپړه څیړنه وکړه. هغې د انساني تاریخ د ارتقاء پۀ حواله دا بحث وکړو چې د تاریخ پۀ اوږدو کښې بېلابېلو ټولنو کښې د جنس او صنف بېلابېل تصورات پاتې شوي دي. ‌‌‌‌‌‌ډېر ځل داسې شوي دي چې جنس یو ګنده عمل ګڼلے شوے دے او بیا چونکې ښځې سره صرف د جنس عمل تړلے شوے دے نو ځکه د ښځې د جنس خواهش ګنده عمل ګڼلے کېږي. هغې زیاته کړه چې د ښځې بدن هم لۀ دې وجې مستور کولے شي. دې سره یوې غاړې ته د جنس د فطري عمل پۀ تسکین کښې خنډ راشي د څۀ لۀ وجې چې ټولنه کښې پۀ عمومي توګه تشوالے او تنا‌ؤ پېدا شي او بلې غاړې ته ټولنه کښې غېر صحتمند رجحانات پۀ مخکښې لاړ شي.

‎داود افریدي د ښځې او سړي تر منځه د رومان د جذبې څېړنه وکړه او دائې څرګنده کړه چې دا یو فطري عمل دے چې د جنس حیاتیاتي عمل او د صنف د ټولنیز تصور دواړو نه اغېزمند کېږي.

‎پۀ کتاب د فېلوز د ازاد بحث دوران کښې طارق پښتونیار د کتاب عمومې دلیل د هغه لبرل تصوراتو یو مثال وبللو کوم چې د جنس او صنف عمل د ریاستي جبر نه جدا کوي. هغۀ زیاته کړه چې کله مونږ د پښتون ټولنې د صنف او جنس د تصوراتو څېړنه کوو نو باید د قام د عمومي تاریخي تجرباتو نه سرغړونه ونۀ کړو.

‎عظمت خان ووی چې مشال فوکو د اختیار او جنس چې کوم تصور وړاندې کړے ‌ؤ، هغه ئې پۀ دوو اصطلاحاتو کښې واضح کړے دے. یوې اصطلاح ته هغۀ حیاتیاتي طاقت ووې او بلې اصطلاح ته هغۀ د جسم سیاست ووې. د هغه پۀ نظر کښې چې کله اشرافیه یا ریاست د خلقو پۀ اختیار تسلط تر لاسه کوي نو د هغوي حیاتیاتي فعالیت کنټرول کړي، د څۀ لۀ وجې چې بې اختیاره اولس، طبقې او صنفونه د خپل سوچ او اظهار سنسرشپ کوي او پۀ خپل ځان پۀ خپله څارنه کوي.

‎عمران خان، عبد الله ملک، نادیه خان، مهناز، کرن، اسماء، سېد رسول بیټني، یلدا شنواري، افسر الملک افغان، زاهد زدران، شاهنواز، طلال بېدار او نورو فېلوز ووئیل چې فطرت د جنس د فطري او جبلي عمل مقاصد لري. دغه مقاصد د انساني نوع بقاء، د جسم تنا‌و نه خلاصېدل او جمالیاتي خوند تر لاسه کول دي. پۀ ټولنیز ځایونو او پوهنتونو کښې د ښځو جنسي هراساني د هغوي کلي او لباس سره تړل منطقي مغالطه ده. د صنفي رول تشکیلېدو عمل ماشومتوب کښې پېل کېږي او دغه رول جوړېدو کښې د ښځو هم یو بشپړ کردار وي. نو ځکه اوله وظیفه د ښځې ده چې د صنف ناانصافۍ پۀ ضد اواز پورته کړي. څنګه چې د انسان نور اعمال او تصورات د هغۀ د اثباتي تجربې نه اغېزمند کېږي، دغسې ترې د جنس تصور هم اغېزمند کېږي. د دغه تجربو ابلاغ او خورولو د هغه زمان د ابلاغي میډیا ‌‌‌‌‌‌ډېر رول وي نو ځکه کۀ مونږ د دغه تصوراتو متبادل لټوو نو د میډیا بېلابېل شکلونه به پېژندل وي. اولنو زدکړو کښې کۀ پۀ کور کښې وي کۀ پۀ مکتب، د جنس زدکړې مهمې دي.

‎د سټډي سرکل پایله کښې د باچا خان ایجوکېشن فا‌ونډېشن ‌‌‌‌‌‌ډائرېکټر خادم حسین ووې چې جنس فطري او جبلي عمل دے او څنګه چې د نورو جبلتونو پۀ حواله انسان د فرد او ټولنې پۀ حېث ارتقاء کړې ده، دغسې ئې د جنسي فعالیت تهذیبي ادارې هم جوړې کړې دي. پۀ دې اړخ کښې د ښځې او سړي او د هَم جنسه او نرښځو جنسي رشتو پۀ تسلسل سره ارتقاء کړې ده. خادم حسین پۀ دې اړه د ایرک فروم د کتاب د “اٰرټ اٰف لونګ” نه حواله ورکړه.

ډاکټر ‎خادم حسېن زیاته کړه چې کله جنس د صنف عمل ته بدل شي نو د هغې ټولنیز او قامي شکل کښې د اختیار او طاقت رشتې رامنځ ته شي. څنګه چې یو استعماري عمل کښې د یو بې وزله قام پۀ وسیلو او اختیار قبضه اچولو د پاره د هغه قام شناخت، کلتور، دانش او ټولنیزه ارتقاء، تکامل او تدریج مات او تحلیل کړے کېږي او د هغوي اجتماع د “څیز” شکل کښې ملکیت ته بدل کړے کېږي، هم دغه یا دې سره نزدې عمل د صنف شکل کښې هم کیږي. دغه صنفي عمل کښې یو جنس ملکیت وګرځولے شي او د هغه جنس جسم شرم سره وتړلے شي نو ځکه بې وسیلې کړے شي او بې اختیاره کړے شي. دغه ټولنیز نظام ته د پدرسرۍ یا پټریارکي نظام وئیلے کېږي.

‎خادم حسېن ووې چې سعید ابراهیم خپل کتاب “سیکس اور سماج” کښې د صنف او اختیار، صنف او ریاست او صنف او محکوم قام ترمنځه تعلق نه پۀ شعوري یا غېر شعوري توګه سرغړونه کړې ده. دا حقیقت چې ریاست د پیټریارک رول لوبوي. د دغه کتاب مواد کښې نۀ دے بحث شوے. پۀ دې حقله روبینه سهګل خپله مقاله ‘فمینزم اینډ وومن ‌‌‌‌‌‌ډوېلپمنټ ان پاکستان’ کښې‌‌‌‌‌‌ډېر ګټور بحث کړے دے.

‎د خپلو خبرو پایله کښې خادم حسېن ووې چې د پښتون سماج د قامي خپلواکۍ مبارزه کښې د پدرسرۍ د ماتولو او صنفي برابرۍ او د ټولنیز عدالت او انصاف اجزاء ارومرو شتون درلود. هغۀ پۀ دې لړ کښې د پښتو فولکلور د مهم اړخ ټپې یا لنډۍ یا غاړې ذکر وکړو کوم چې د ښځې د اظهار او قوت ارادۍ پۀ زړۀ پورې بېلګې موجودې دي.

پۀ دې لړ کښې خادم حسېن د شپاړسمې پېړۍ د روښاني تحریک کوم چې د پښتون سماج وړومبے منظم ټولنیز تحریک او پاڅون ګڼلے کېږي، ذکر وکړو. دغه تحریک د مغلو د استعمار پۀ ضد مبارزې سره سره د پدر سرۍ ماتولو هڅې هم پۀ بشپړه توګه کړې وې. پۀ شلمه پېړۍ کښې د پښتون قامي مبارزې تر ټولو بشپړ سیا سي او سماجي تحریک خدائي خدمتګار د قامي شعور او خپلواکۍ، بشر دوستۍ، سماجي انصاف او ټولنیز عدالت او صنفي برابرۍ د مفکورې پۀ بسټ ولاړ ‌ؤ. خدائي خدمتګار تحریک د پدر سرۍ جرړې د منځه یوړې. دغه تحریک کښې سړو سره سم ښځو هم پۀ تعلیمي، کلتوري، ادبي، سماجي، او سیاسي برخو کښې نۀ هېروونکے رول لوبولے ‌ؤ.

‎د باچاخان فیلوز پنځلسم سټډي سرکل د پاره د انتظام ذمه وارۍ رشید جان، عدنان او علي حسېن د ‌‌‌‌‌‌ډاکومنټېشن او ‎فوټو ګرافۍ ذمه وارۍ ګوهر ننګیال او د رپورټنګ ذمه وارۍ نتاشه خان او عمران خان تر سره کړې.

دا هم ولولئ

!!!Absolutely Not – پښتون

اېمل ولي خان دې خداے زر کلن کړي چې څۀ هم وائي نو بېخي د …