د پښتنو او کردود نسلیت او شناخت جنګ – ډ. سهېل خان

  ښاغلي ډاکټر سهېل خان دا لیکنه تېرې میاشت د پاره کړې وه، خو پۀ وخت تر مونږ د نۀ را رسېدو لۀ امله تېره ګڼه کښې خپره شوې نۀ وه. دې لیکنه کښې د پښتنو او کردانو د نسلیت او شناخت د جنګ تر سرلیک لاندې خبره شوې ده. …

نور ولولئ »

د مرزا خان انصاري د څلور سوم تلین علمي څېړنیز سیمنار (ادبي راپور) – ډاکټر ظفر الله بخشالي

  د نومبر پۀ وړومبنۍ اوونۍ کښې راته د علومو اکېډمي کابل د رياست مقام لۀ خوا ووئيلے شو چې مونږ د مرزا خان انصاري د څلور سوم تلين پۀ مناسبت د يو څېړنيز سيمينار تابيا لرو، تاسو او درې نورو استاذانو ته هم دعوت ورکوو. ستاسو راتګ به څنګه …

نور ولولئ »

د باچا خان اعلانِ حق (ژباړن:ہفت روزہ ’چٹان‘، لاہور، (قسط اول) ۱۷ ستمبر ۱۹۵۴، (قسط دوم) ۲۴ ستمبر ۱۹۵۶) – انور علي انور، کراچۍ

  باچا خان د خپل اتۀ نوي (98) کلن ژوند هره درېمه شپه زندان کښې تېره کړې ده، ژوند ئې د پښتنو لارو کوڅو او وړومبے د پېرنګي، بیا د پېرنګي د بچي د عدالتونو پۀ چکرونو کښې تېر کړے دے. د هغۀ “ژوند او جدوجهد” پۀ دې ټپه سر …

نور ولولئ »

چړې (لنډه قیصه) – وږمه سبا عامر

زما اوس هم یخني کېږي؛ بدن مې رېږدي، زړۀ راته وبرېښېږي، د هغوي سترګې رپېدلې، خبرې ئې سره نۀ کولې. د هر یوۀ لاسونه ترشا کلک تړل شوي وو. ټول کلی راټول شوی ؤ. تېر ماښام ئې د کلي د جوماتونو پۀ لاسپیکرونو کښې پۀ وار وار اعلانونه کېدل چې سبا ته …

نور ولولئ »

د الف جان خټکې غمرازي

خدائي خدمتګار تحریک د پښتون افغان قام او خاورې یو داسې تحریک دے چې دنیا کښې ئې ډېر کم مثال پېدا کېدے شي. دې تحریک دې قام او خاورې ته د عدم تشدد پۀ فلسفه د عمل کولو د پاره یو منظم چوکاټ ورکړو. د تعلیم نه تر معاشرت او …

نور ولولئ »

هېر به مې نۀ شي حضرت الله بابا – @SaleemK37205727

د “سپېځلي کردارونه” پۀ نامه د خدائي خدمتګار غورځنګ یو شمېر سپېځلي کردارونه د “پښتون” سینه کښې خوندي شوي دي. د “پښتون” بیخي وړومبۍ دوره کښې د “هېر به مې نۀ شي” تر سرخط لاندې د داسې واقعاتو او خاطرو د جمع کولو هڅه شوې ده چې د پښتون قامي …

نور ولولئ »

الف جان خټکه – شګفته محمدزۍ

پښتانۀ د شپږ اووۀ زره کلونو راهسې د دوو لویو سیندونو امو او اباسین تر منځ پۀ یوه داسې خاوره اوسېږي د کومې پۀ پېدایښت چې خداے د ښائست حد کړے دے. دلته موجود غرونو، سیندونو او ځنګلونو د دې ښکلا لا زیاته کړې ده. نړۍ کښې دا یوه ځانګړې …

نور ولولئ »

د الف جان خټکې مرثیه

د پښتو مور لاړه، خټکه قدر دانه لاړه پۀ پټو سترګو د دنيا نه الف جانه لاړه د پښتنو د باغ ګلاب لاړلو مړاوے شولو فضا غمژنه د ادب شوله چې ګرانه لاړه چا چې ټول عمر د پښتو ژبې خدمت کړے دے چا چې وطن سره بې کچه محبت …

نور ولولئ »