د راتلونکي کال وړومبيو درې مياشتو کښې زمونږ د قامي او تاريخي اتلانو د تلينونو ورځې را روانې دي. دا کليزې د يادولو د پاره کېږي، يادول خو د هغه کس کېږي چې څوک د هېرېدو وي؛ زمونږ اتلان د هېرېدو نۀ دي – خو کليزې ئې د دې د پاره کوو چې ائينې ځان ته ونيسو او د خپل قول او فعل جاج پرې واخلو. دا هستۍ پۀ خپله هم تاريخونه وو، هم تاريخ ساز افراد وو، هم فکرونه وو، احساسات وو، مشالونه وو، ادارې وې، لار جوړوونکي او لار ښودونکي وو.
باچا خان د شلمې صدۍ پوزه وه. د هغوي ستائيل د هغوي ستائينې پورې تړون نۀ لري، لېکن د هغوي کړۀ وړۀ مونږ ته ډېر څۀ ښائي. هغوي د خپل کردار پۀ وجه کۀ خپلو غرونو نه جګ وو، د هغوي يو قول او فعل بې مقصده نۀ ؤ. د هغوي خوراک او پوشاک د هغوي د عملي ژوند غماز ؤ. مونږ ورسره ډېر ظلم کړے دے. ژوند ئې د پېرنګ او د اورنګ پۀ جېلونو کښې تېر کړو. د مرګ نه وروستو مونږ پۀ فرېمونو کښې بندي کړے دے؛ ځان ښودنه پرې کوو – هغه يوه صحيفه وه. مونږ نۀ د هغوي د عمل نه خبر يو، نۀ د هغوي د کردار پېروي کوو؛ خو چې چا لوستے شوے، د هغې د پاره بصيرت پکار ؤ. مونږ ته پکار دي چې د هغۀ عکسونه وګورو نو سوچ پرې وکړو چې مونږ ته دا عکس څۀ وائي؟ دا ويونکي عکسونه دي خو پوهېدل پرې پکار دي.
داسې ولي بابا واخله! کۀ باچاخان صحيفه وه نو ولي بابا ئې تفسير ؤ. د هغوي لويه کارنامه دا وه چې د پاکستان پۀ سياست کښې ئې بهرپور برخه واخسته خو پۀ دغه پليت کار کښې ئې هم خپل تحريک د پليتۍ نه لکه سوے لاس ساتلے ؤ. هر څوک چې به ورسره ملاو شو نو د دې تاثر سره به ترې را پاڅېدو چې د زړۀ څۀ خبرې ئې وې، هغه ئې هم زما سره وکړې. زۀ ورسره د 1965 نه واخله تر مرګه پورې پۀ حېثيت د يو ورکر او بيا وروستو پۀ حېث د يو معاون خصوصي پاتې شوے وم. يو مينه ناک مشر ؤ، يو عظيم تجربه کار او عالم سړے ؤ. يوه باخبره هستي وه او عظيم ليکوال ؤ.
اجمل خټک د خپلې عقيدې ملنګ ؤ. دا به هغوي سره زياتے وي چې څوک ووائي چې بس يو شاعر ؤ!!! دۀ پۀ خپله شاعرۍ کښې د الله پاک ذات هم سياسي کړے ؤ. دا به مبالغه نۀ وي چې د باچا خان نه وروستو کۀ چا د سياست سره عقيدت مند ورکران د دې فکر پېدا کړي دي نو هغه دا ملنګ اجمل خټک ؤ. د باچا خان د محفل قالينے ؤ، خلقو پۀ بازار کښې خور کړو چې د دنيا قالينے ئې ترې جوړ کړے ؤ. کۀ د خود اعتمادۍ کمے ؤ پۀ کښې نو د هغې وجه د غربت يو عظيم احساس ؤ.
پۀ بابا ګانو مې دا څو ټکي وليکل خو دا زما د قلم د غريبۍ نخښې دي. زۀ د دې هستيو د شخصيتونو د فرېم کولو توان نۀ لرم. پۀ نمبرونو کرښې وهلو باندې راته ځان بد ښکاري. د هغوي پۀ کليزه به عالمان، مفکران او ليکوالان ډېر څۀ وليکي خو بيا به هم حق ادا نۀ شي؛ خو زۀ د ځان نه د کنعان بوډۍ نۀ شم جوړولې چې د يوسف اخستو پسې را روان شم او پۀ عالمانو کښې شمار شم.
زما د دې ليک مقصد پۀ بابا ګانو څۀ ليکل نۀ دي خو پۀ خپل ځان، پۀ پارټۍ او اولس څۀ ليکل دي. پۀ دې کليزو کښې مونږ ته پکار دي چې د هغوي د قربانيو ائينه کښې خپله بشره وګورو چې ايا مونږ د هغوي فکر، ارمان څومره مخکښې بوتللے دے؟ ما ته چې څوک د هغوي پۀ څلو د حاضرۍ ووائي نو را باندې داسې لګي چې څوک مې د محشر مېدان له بوځي، چرته چې به را سره حساب کتاب کېږي. زۀ د حساب کتاب د دې وېرې لۀ کبله چرته د هغوي پۀ څلو نۀ يم حاضر شوے.
هر يو تن وائي “باچاخاني کوو!!!” ولې باچاخاني څۀ شے دے؟ دا چا ته پته نشته!!! زمونږ پۀ سترګو کښې هغه “کسي” نشته چې د دوي پۀ فرېمونو کښې بندي عکسونو ته ټکني شو او ځان نه تپوس وکړو چې دا مونږ ته څۀ وائي؟ زمونږ نه څۀ غواړي؟ د هغوي عکسونه لکه د ژوندو خپله مفکوره پۀ غلې ژبه بيانوي او مونږ ته وائي “پت” مو چرته هېر کړو؟ را ته وائي چې “ځان” مو ورک کړے نۀ وي نو “جهان” نۀ شئ ګټلے!!! د ټولو غرونو د سرونو نه لوړ او ګران “سر” خپل “سر” دے، چې دا مو نۀ وي فتح کړے نو تاسو “اولس”، “خاوره” او “تاريخ” نۀ شئ ګټلے. تاسو ته رحمان بابا نۀ وو وئيلي چې:
دانه خاوره کښې چې پرېوځي، زرغونه شي
تۀ د دې خاورې پېدا شوې، زرغون نۀ شوې
مونږ چرته ځان نشت کړے دے چې قام شته کړو؟ مونږ “خود احتسابۍ” ته تيار نۀ يو. د احتساب ټکے پۀ اورېدو مو لينګي رپېږي. مونږ خو د ځان نه دومره لويه بلا جوړه کړې ده چې د عثمان اولسيار شعر دے.
د ځان نه تښتم لار د تېښتې نشته
ټوله دنيا زما د ځان ډکه ده
دا د ادم قيصه چې ښکلې ښکاري
دا د خودۍ نه د شېطان ډکه ده
مونږ اول ځان يو – خودۍ چې شېطان له پۀ ابليسيت کښې کوم زور ورکړے دے، هغه خودي او پت مونږ د ضمني او معمولي فائدو د پاره پۀ نورو خرچ کړے دے. نۀ مو ځان زرغون کړو، نۀ مو خپله مورنۍ ورشو زرغونه کړه. سور سوراړه دشت دے چې پۀ کښې څو د کيکر اونې او د زوقم بوټي دے او هغه هم د مغلو کنډر شوے دے.
چې د مغلو پۀ کنډر کښې اوسي
پښتنې څنګه به خوشحال پېدا کړي
مونږ پۀ خپل کور کښې د مغلو کنډريان يو او پۀ کنډر کښې هم پۀ کرايه اوسو. زمونږ “نادانه خوېندې مېندې د نورو د کنډرونو نه د چمنونه جوړولو د پاره بچي را لويوي.” خپله خاوره ورله نۀ عزت ورکولے شي او نۀ دوه وخته ډوډئ – خاورې نه را له نورو چوپلے ګنے جوړ کړے دے، خوږ څاڅکے پۀ کښې نشته. د بې حسۍ او د شعوري افلاس انتها ده. زمونږ نه ئې د ملکيت احساس ورک کړے دے. مونږ د بې حسۍ پۀ يو داسې سرنګ کښې روان يو چې بل سر ئې بند دے. د ظلمت شپه ده، سبا نۀ لري. د خپلې غلامۍ ټېکس ورکوو. تر څو چې د ازادۍ او ملکيت شعور پۀ قامي سطح نۀ وي زرغون شوے نو مونږ ته به سياسي رشوت ملاوېږي خو د قامي حق خبره نۀ شي کېدې. تر څو چې د قامي شعور څړيکې نۀ وي را اوچتې شوې نو د باچاخانۍ تصور نۀ شي راتللے.
باچاخاني “رښتيا”، “عمل” او “شعور” دے. پۀ ليکلو کښې دا درې ټکي چې څومره اسان دي، پۀ کولو دومره ګران دي. د پښتنو خدمت ته چې چا لاس کړے دے نو پۀ ژوند ئې غدار او کافر کړے دے، او يا ئې وژلے دے.
تر څو چې مونږ د خپلې خاورې پۀ خوشبويۍ باندې نۀ يو پوهه شوي او مدهوشه شوي، مونږ ځان ته قام پرست نۀ شو وئيلے. دا يو وجداني کېفيت دے. پۀ تېرو څو ورځو کښې د “ناکامورا کاکا” وژنه زمونږ د بې حسۍ غټه نخښه ده. يو جاپانے چې چا ځان د پښتو پۀ رنګ کښې رنګ کړو او د پښتنو خدمت ئې د خپل ضمير اواز وګرځولو، طالبانو مړ کړو. “باچاخان” ته چې غدار څومره پښتنو وئيلے دے، دومره ورته پنجابيانو نۀ دے وئيلے. د چا پڼې چې پۀ خپلو وينو ډکې وي او پۀ خپل تاريخ توکاڼي توکي، خپل اتلان په ګټو وولي، هغوي د قامي افتخار او حقونو حقدار نۀ شي کېدلے.
زمونږ قام د سياسي کونډو او يتيمانو يو هجوم دے. زمونږ پلارانو او نيکونو نه د ضعيفۍ همساګانې د بې شعورۍ لېوۀ اخستې وې. شعور، رښتيا، عمل او تنظيم د يوې لارې څلور ملګري دي. تر څو چې مونږ ته د خپلې غلامۍ احساس نۀ وي شوے نو زمونږ لار د وتو نشته. ازادي غلامان ګټي خو چې پوهه شي چې مونږ غلامان يو. د زړۀ غټېدو خبره دا ده چې د دې ناچارۍ احساس پۀ تېزۍ سره زرغونېدل شروع شوي دي، تنظيم هم متحرک شوے دے او جوړونه چې ئې د زنګ د لاسه منجمد شوي وو، هغوي حرکت شروع کړے دے. ورکران را پاڅېدل شروع شوي دي. اوس تنظيم له پکار دي چې د وخت ادراک وکړي، د بې عزتۍ دا څړيکې د عمل اواز کړي چې ککرۍ بيا د شملو حقدارې شي، ورشوګانې بيا پۀ ادم درخو ودانې شي، قامي وحدت او د مورنۍ ژبې خاورې عظمت بيا سر را پورته کړي – زمونږ د نيمګړي تاريخ اخري باب ليکل شروع شي، “د خوېندو مېندو لوپټې بيا سرۀ نشانونه شي”، زلمي بيا د تعميري جنون لېوني شي او هم داسې به کېږي خو کۀ مونږ لمحات را ټينګ کړل، مونږ د ازادۍ پۀ مفهوم پوهه شو، مونږ د انساني احترام ادراک وکړو.