د قامي خپلواکۍ د مبارزې فکري اړخونه – ډاکټر خادم حسېن

د تاریخ مطالعه دا ښائي چې د اولسونو د ژوندي او سوکاله پاتې کېدو د پاره د دوو فکرونو ضرورت وي. قامي شعور او تهذیبي شعور، اجتماعي حافظه برقرار ساتل؛ د اجتماعي وسیلو لټول، ساتل او روزل، د خاورې او زمکې جمالیات خوندي کول او پۀ مخکښې بوتلل او ټولنیز ژوند کښې د منصفانه تقسیم پۀ بنیاد وګړو د پاره اسانتیاوې پېدا کول د قامي شعور رختونه وي – دا ټول عمل د قامي خپلواکۍ محتاجه وي.

‘روحِ عصر’ پېژندل او د هغې سره څنګ تر څنګ تلل، د انساني ارتقا بېلابېل پړاوونه پېژندل او د تخلیقي او ایجادي صلاحیتونو د وړاندې تلو د پاره سیاسي او سماجي ماحول سازګارول د تهذیبي شعور علامتونه دي – دا هم د خپلواکۍ نه بغېر ممکن نۀ وي.

.I د قامي شعور مهم اجزاء:

  1. اجتماعي حافظه:

د یو قام اجتماعي حافظه قامي تاریخ کښې خوندي وي. د هر قام تاریخ دوه بېلابېل نېرېټیوز/ بیانیې لري چې دوه بېلا بېل مأخذونه نۀ راوځي. د قامي تاریخ یو مأخذ هاغه وي کوم چې پۀ یو قام بهرني حاکمانو، قبضه ګرو او استعمار ګرو پۀ قام د حاکمیت د جواز د پاره جوړ کړے او خپور کړے وي. استعمارګر د دغه تاریخ د خپرلو د پاره اوږد مهال پلاننګ کوي، د علمي نظام او د زدکړې د نصاب برخه ئې وګرځوي او دغسې یو خوا د قام اصل تاریخ د وخت ګردونو کښې غېب کړے شي او بل خوا د قام اجتماعي حافظه پۀ ورک شوي ډګر واچوي.

د پښتون افغان قام پۀ حواله د حاکمیت او استعمار دغه تاریخ د ایرانیانو، مغلو، پېرنګیانو او د هغوي اتحادي لیکوالانو د لیکنو نه څرګند مخې ته راځي. دغه تاریخونو کښې پښتون افغان قام یو وحشي، جنګیالے، بې سواده او بې تهذیبه قام ښکاري.

د قامي تاریخ دوېم مأخذ هغه وي کوم چې د یو قام د لرغون پوهنې )ارکیالوجي(، بشر پوهنې )انتهراپالوجي(، فولکور، کلاسیکي ادب او قامي دستاوېزاتو د سائنسي تجزیې پۀ اساس ولاړ وي. د قامي خپلواکۍ د مبارزې د پاره چې د کوم قامي شعور او اجتماعي احساس ضرورت وي، د هغې لپاره د خاورې د اصل تاریخ لټون، څېړنه او کره کتنه د یو شرط حېثیت لري.

  1. قامي ژبه:

کۀ دا ووئیلے چې قامي ژبه د قامي شعور د پراخه عمارت د ژور بنیاد وړومبۍ خښته وي نو مبالغه به نۀ وي. قامي ژبه د خپل ایجاد، ساخت، نوعیت او ارتقاء پۀ اساس د یو قام اجتماعي فکر، اجتماعي پوهه او اجتماعي نفسیات خپل لړمون کښې ساتي هم او نسلونو ته ئې منتقل کوي هم.

ژبه د اطلاعاتو د ترسیل ذریعه هم وي، د قامي کلتوري شناخت علامت هم وي او د قامي کلتور د ملا تیر هم وي خو ژبه د اجتماعي سوچ او قامي لاشعور لازم او ملزور وي – ځکه دا ناشنا خبره نۀ ده چې استعمارګر او قبضه ګر چې کله هم پۀ یو قام سیاسي قدرت حاصل کړي نو وړومبے کار دا کوي چې د هغه قام ژبه مختورنه کړي – دغسې د قام د سوچ کولو اجتماعي صلاحیت متاثره شي او پۀ فکري توګه د استعمارګرو محتاجه شي.

  1. ادب، فرهنګ او جمالیات:

شاعری، فکشن، داستانونه، ډرامه )تهېټر(، فوکلور، اتڼ، موسیقي، ارکېټکچر، د زدکړې نظام، جامه پېزار، کالي پتري او دود دستور د یو قام پۀ اجتماعي توګه د ژوند لید لور، د انساني قدرونو تعین او کائنات ته د کتلو انداز او زاویه پۀ ګوته کوي.

ادب، فرهنګ او جمالیات د یو قام د اجتماعي احساساتو د سرچینې نه د بهېدونکي تخیلاتي تخلیق اظهاریه تشکیلوي. دوي د یو قام د ښکلا د اجتماعي تصور هنداره وي. دوي د یو قام د بېلا بېلو جغرافیائي ټکړو او د زمان و مکان پۀ حساب د بېلا بېلو نسلونو تر منځه د نۀ پرېکېدونکي پېوستون کار کوي.

ادب، فرهنګ او جمالیات د یو قام اجتماعي جوهر څرګندوي. د دوي ارتقاء کښې د یو قام د پېړیو د اجتماعي ریاضت څرکونه برېښي. د قامي شعور د پرمختګ د پاره دا ضروري ده چې یو خوا قامي ادب، فرهنګ او جمالیات د اجتماعي رویو برخه وګرځي او بل خوا د دوي بنګه کښې مسلسل اضافه وشي. د قامونو د خپلواکۍ د مبارزې د پاره د استعمار پۀ ضد پۀ تاریخي توګه ادب، فرهنګ او جمالیاتو د مزاحمت مهم لوبولے دے او دا دے اوس ئې هم لوبوي.

  1. د قامي وسیلو اختیار او قدرت:

وسیلې پۀ دوه قسمه وي – طبعي یا فطري وسیلې او مادي یا کسبي وسیلې.

وسیلې کۀ فطري وي او کۀ مادي، دا د یو قام د مادي ژوند د بقاء او ارتقاء ذریعې هم وي او د یو قام د سماجي ادارو د نظام پۀ ښۀ ډول پۀ مخکښې د بوتلو بنیاد هم ګرځي. پۀ قامي وسیلو قامي اختیار د یو قام د سیاسي اختیار بنیاد ګرځي. سیندونه، دریابونه، چینې، درې، د غرونو څوکې او سلسلې، ګلونه، ځنګلونه، مارغان، ځناور، معدنیات، فصلونه، کاڼي بوټي )فلورا او فانا(، جغرافیائي مقامیت او ابادي )یاده دې وي چې لر او بر پښتانۀ پۀ شمېر کم و بېش پنځوس میلیونه یا پینځۀ کروړه نفوس دي( د یو قام د فطري وسیلو غټ غټ قسمونه دي.

هنرونه، لارې ګودرې، د جرګو مرکو مرکزونه، د تنازعاتو د هوارولو ادارې، د زدکړو ادارې، د انتظام ادارې، روغتونونه، د پېداوار ادارې، د پنګې ادارې، د نکاس نظام او د استوګنې ټول انتظام د یو قام د مادي یا کسبي وسیلو غټ غټ قسمونه دي.

چې کله هم یو قام پۀ طبعي او مادي وسیلو قامي اختیار او قدرت تر لاسه کړي نو د اجتماعي ژوند د اسانتیاوي د پاره درې قسمه کارونه وکړي – وړومبے خو د قامي وسیلو د لټون او تخمینې د پاره یو بشپړ تحقیق پېل کړي او هغې ته ادارتي شکل ورکړي. دوېم، وسیلې پېداوار کښې بدلولو د پاره د ذرائع او الاتو ایجادولو د پاره د پوهې او هنرونو ادارې ودروي؛ او درېم، د پېداوار بېلابېلو پرګنو، ډلو، کلو، ښارونو، چممنونو او کوڅو کښې د منصفانه تقسیم اجتماعي ادارې جوړې کړي. د قامي خپلواکۍ د مبارزې مهم پړاو د قامي وسیلو لټون، تخمیه، پېداواري عمل او د پېداوار د منصفانه تقسیم د پاره د قامي وژن د وضاحت پۀ شکل کښې مخې ته راځي.

.II تهذیبي شعور:

  1. روحِ عصر پېژندل:

د تهذیبي شعور وړومبے جزو د عصر روح پېژندل، د هغې تر څنګ تلل او د هغې بشپړتیا کښې اضافه کول دي. د خپلواکۍ او سوکالۍ د قامي تحریک د پاره دا ضروري ده چې د عصر روح پۀ سائنسي توګه وپېژني ځکه چې د عصر روح پۀ یو دور کښې د بېلا بېلو قامونو، اولسونو او جغرافیو تر مینځه ابلاغ تشکیلوي. کۀ یو قام روحِ عصر پۀ سائنسي توګه ونۀ پېژندے شي نو کۀ یو غاړې ته د قام وګړي د ژوند د هغه دور اسانتیاوې تر لاسه نۀ کړې شي نو بل خوا دغه قام یا خو نورو قامونو سره مسلسل تنازعه کښې وي او یا د یواځې والي غاړې ته لاړ شي.

د زمان و مکان د مادي تصور تر مخه هر عصر چې پۀ پېړیو خور وي، معلوم خصوصیات لري – دغه خصوصیات د انسانیت فکري، مادي او جمالیاتي ارتقاء څرګندوي؛ دغه خصوصیاتو کښې یو مهم خصوصیات د یو عصر د علم تخلیق او د هغې د منظم کولو ادارې او د پوهې رسمي او غېر رسمي مرکزونه شامل وي. یو قام د پاره دا د شرط حېثیت لري چې کوم دور کښې چې اجتماعي ژوند کوي چې د هغه دور د علم د تخلیق کولو الاتو باندې عبور ولري.

د روحِ عصر دوېم مهم خصوصیت د یو خاص دور د علم د تخلیق افادي اړخ پېژندل دي. دغه افادي اړخ ته مونږ ټېکنالوژي هم وئیلې شو. د یو دور ټېکنالوژي پېژندل، د هغې افادي استعمال او هغې نوره توانمندي او افادو کښې برخه اچول د یو قام خپلواکۍ او سوکالۍ د پاره مهمه ده. لکه چې موجوده دور کښې انفارمېشن ټېکنالوژي، جینیاتي ټېکنالوژي او خلائي ټېکنالوژي پېژندل، د دوي پۀ استعمال عبور حاصلول او د دوي مخکښې بوتلو کښې برخه اچول د عصر د روح د پېژندګلو غټ ثبوت دے.

د یو عصر د روح پېژندګلو د پاره چې کوم درېم خصوصیت پېژندل ضروري دي، هغې ته مونږه د یو دور د انساني ژوند مشترکه اقدار وئیلے شو. د مثال پۀ توګه د انساني جسم د برقرار او توانمند ساتلو د پاره فعالې ادارې او پۀ عمومي توګه قابلِ قبول رویې او د انساني ژوند د ښکلا، جذباتي توقع او انفرادي خوند او خوشحالۍ د پاره د فنون اصول خپلول د انساني ژوند مشترکه اقدار کښې شمارلے کېدے شي. دغه قدرونو نه خبرېدل او د قامي شناخت مناسبت سره دغه خپلول د عصر د روح د پېژندګلو مهم خصوصیت دے.

د عصر د روح د پېژندلو څلورم مهم خصوصیت د بېن المللي اړیکو اصول او تصورات او د بېن المللي اختیار مرکزونه پېژندل او دا دواړه د قامي اجتماعي ګټو د پاره استعمالول دي. لنډه دا چې د قامي خپلواکۍ او سوکالۍ د پاره تهذیبي شعور د بنیادي شرط حېثیت لري. د سماجي شعور یو مهم جزو د عصر د روح پېژندل دي.

د روحِ عصر مهم خصوصیات د یو دور د علم د تخلیق ادارې او د پوهې رسمي او غېر رسمي نظامونه، د یو دور ټېکنالوژي، د یو دور د ژوند مشترکه اقدار او د یو دور د بېن المللي اړیکو اصول او تصورات.

تهذیبي شعور د یو قام د خپلواکۍ او سوکالۍ د مبارزې د پاره چې څنګه د قامي شعور تنظیمول، تشکیلول او خپرول ضروري دي، دغسې د تهذیبي شعور پۀ مخکښې بوتلل هم د شرط حېثیت لري.

تهذیبي شعور څلور اجزاء لري – د عصر پېژندل، د سماج د منصفانه او مترقي ساختونو او رشتو د پاره اداره سازي کول، سیاسي سوپر سټرکچر ودرول او د انساني ژوند د بقاء او ارتقاء د پاره د کائنات او کُرې ماحولیاتي اړخ پېژندل، خوندي کول او بشپړول.

دغه څلور واړه اجزاء د قامي مبارزې فکري بیانې او وژن کښې ګنډل یو ځان له چېلنج دے کوم چې باید قامي تحریک پۀ سائنسي طرزِ فکر حل کړي.

  1. د منصفانه سماج ادارتي ساختونه:

د عصر د روح پېژندلو سره سره د یو دور د منصفانه سماج د تصور پېژندل هم د تهذیبي شعور مهم فکري اړخ دے. پۀ هر عصر کښې عمومي انساني ټولنه د ژوند یو خاص پړاو ته رسېدلې وي. د انساني رویو د ارتقاء پۀ ترڅ کښې ټولنیزو رشتو ادارتي شکل اخستے وي. د یو فرد او ټولنې تر مینځ، د ښځې او سړي تر مینځ او د طبقو تر مینځ د رشتو معیار ټاکلے شوے وي. د ټولنیز ژوند د اسانتیاو د پاره اوزار او ساختونه ایجاد شوي وي. د دغه ټولو پېژندل او د زمکې او خاورې دانش او حکمت سره سم دغه ساختونو ته ورکړه د قامي خپلواکۍ د مبارزې مهم اړخ دے.

د بېلګې پۀ توګه دا وئیلے شو چې یو زر کلونه مخکښې چې د ښځې او سړي د تعلق او ټولنیز ژوند کښې د دې دواړو د رول تعین چې د کوم علم پۀ بنیاد ټاکلے شوے ؤ، د هغه علم منطقي بنیادونه د سائنس نوي تحقیقونو نړولي دي – ځکه ننني دور کښې د ښځې او سړي د ټولنیز رول پخوانۍ ادارېې د ترمیم متقاضي دي. ښځه اوس د یو کمزوري، کم عقل او بې واکه مخلوق پۀ ځاے یو با اختیاره فرد ګڼلے کېږي – ځکه ټولنیز ژوند کښې به هم هاغه هومره رول لري څومره چې سړي لري. دا تصور به ادارتي شکل ته راوستل غواړي. دغسې د سماجي سائنس د پېوستون د تصور تر مخه فرد د سماج عضو او سماج د افرادو منظم شکل ګڼلے کېږي – ځکه نو د بېلا بېلو طبقو وجود د منصفانه سماج فرېم ورک کښې نۀ ځائېږي.

طبقاتي سماج د فرد د یواځې کېدو لوے لامل دے او یواځې کېدل د وجود غېر فطري شکل دے، نو ځکه هغه ټولې ادارې چې طبقاتي سماج تشکیلوي، د ترمیم متقاضي دي. د قامي خپلواکۍ منظمې مبارزې د پاره دا ضروري ده چې تحریک د منصفانه سماج د ادارتي ساختونو واضح وژن ولري.

  1. سیاسي ادارې یا سوپر سټرکچر ودرول:

د قامي خپلواکۍ د مبارزې د تهذیبي شعور د فکري اړخ درېم مهم جزو دے. د قامي خپلواکۍ تحریک د پاره د سیاسي ادارو یا د سوپر سټرکچر ودرولو واضح وژن لرل شرط دے.

د قامي ټولنیز ژوند د اسانتیا د پاره قواعد او ضابطې ټاکل، د وسیلو او پېداوار د منصفانه تقسیم د پاره اصول وضع کول، د انتظام د پاره پالیسۍ جوړول او د دې ټولو د نفاذ د پاره ادارې او ذمه وارۍ ټاکل د سوپر سټرکچر وظیفو کښې راځي. دا معلوم حقیقت دے چې د سوپر سټرکچر نه بغېر قامي ټولنیز ژوند کۀ ممکن هم وي خو متمدن کېدے نۀ شي. قامي ټولنییز ژوند هله دوام دار کېدے شي چې متمدن هم وي او منصفانه هم وي. دې د پاره دا ضروري ده چې سوپر سټرکچر کښې د ارتقاء کولو او د ټولنیزي تنوع ځاے کولو صلاحیت وي.

د قامي ټولنیز ژوند سوپر سټرکچر د پاره دوه عوامل د شرط حېثیت لري – یو دا چې د قواعدو او ضوابطو جوړولو ادارو کښې، د وسیلو او پېداوار تقسیمولو ادارو کښې او د انتظام ادارو کښې د ټولنې د بېلا بېلو طبقو، صنفونو او ډلو مساوي او منصفانه برخه وي او بل دا چې دغه ادارې سماجي بدلونونو سره د ارتقاء کولو صلاحیت ولري.

  1. ماحولیاتي شعور:

پۀ کومه سیاره یا کُره او ګېلکسي کښې چې انسان د لکهونو کلونو راهسې مېشته دے، د دې څۀ فطري قوانین دي – کۀ د انساانو یوه ټولنه د دغه قوانینو پوهه ونۀ لري او دغه قوانین د پښو لاندې کړي نو یوې غاړې ته د دغه ټولنې بقاء ته خطره پېښېږي او بلې غاړې ته د کُرې وجود زیانمند کېدو سره د انسان د نوع وجود خطره کښې شي.

دغه کښې یو قانون د تنوع یا Diversity دے – کۀ د انسانانو څۀ افعالو سره فطري تنوع ته زیان رسي نو دا به کائناتي توازن کښې ارو مرو بې ثباتي راولي او دغه بې ثباتي به فطري ماحولیات سخا او بد رنګه کوي. دې سره به د هواګانو، اونو بوټو، ځناورو او اوبو کمیت او کېفیت کښې ډېر کموت راځي – دا معلومه خبره ده چې د کائنات دغه ټول اشیاء د انسان د نوع د بقاء د پاره ضروري دي.

د زهرناکه موادو زیاتوالي او د وسلو ډېر والي د ګېلکسي نظام خطرې سره مخ کړے دے. محققینو دې خطرې ته پۀ کرتو زمونږ پام راګرځولے دے چې کۀ دا عمل جاري وي او څۀ حل ئې ونۀ لټولے شي نو را وانه پېړۍ کښې انساني ژوند د یوې ناوړې پېښې سره د مخ کېدو ډېر امکانات لري.

د قامي خپلواکۍد مبارزې تحریک سره دا وژن ضرور پکار دے چې څنګه را روان نسلونو ته یوه محفوظه کُره، ګېلکسي او کائنات پرېږدي.

 

دا هم ولولئ

د عوامي نېشنل پارټۍ پښتونخوا ثقافتي سرګرميانې – خادم حسېن

۱. د ملګري ليکوالانو تنظيم ‎ ا- شاعران او ليکوالان د پارټۍ د یو ذيلي …