اوومه فروري ۲۰۲۱ د انقلابي شاعر او ملنګ قامي سیاستوال اجمل خټک د یوولسم تلین ورځ ده. اجمل خټک په یوه ناچاره کورنۍ کښې په کال ۱۹۲۵م کښې دې دنیا ته سترګې غړولې وې، هغه د یحي خان د سترې کورنۍ د فقیر جمیل بیګ د ټبر د فقیر خېلو سره تعلق لرلو. فقیر جمیل بېګ د ستر خوشحال بابا ورور ؤ څوک چې لوے پښتون مبارز او د خټکو مشهور خان ؤ خو د هغۀ ورور فقیر بېګ د فقیرۍ لار اختیار کړې وه او ټبر ئې پۀ فقیرخېل یادېږي. اجمل خټک د پلار یو زوے ؤ چې پۀ کچه عمر کښې یتیم پاتې شۀ او مور بۀ ئې پۀ داسې حال کښې پرورش کولو چې پۀ کور کښې ئې غریبۍ پنجې ښخې کړې وې او څوک ئې د ګټې وټې نۀ وو. د وړوکي اجمل ناچاره کونډې مور پۀ خپل زوي تر لسمه پورې تعلیم وکړو، خو مخکښې زده کړې ئې د وس نه پرته وې نو جاري ئې ؤ نه ساتلې شوې.
اجمل خټک پۀ ۱۹۴۳ع کښې پۀ محکمه تعلیم کښې د استاذ پۀ توګه نوکر شۀ خو وروستو ورته پۀ رېډیو پاکستان کښې دنده تر لاسه شوه نو د تعلیم د محکمې نه لاړو او د رېډیو پاکستان ملازم شو او د رېډیو سره ئې تر ۱۹۵۳م خپلو اړیکو ته دوام ورکړو. اجمل خټک د ملازمتونو سره سره پۀ پرائیوېټ توګه خپلې زده کړې جاري وساتلې.
اجمل خټک د داسې سیاسي بدلونونواو قامي غرزو پرزو پۀ مهال دې نړۍ ته سترګې پرانستې وې چې د هغۀ د زېږېدنې نه ایله اتۀ کاله اګاهو پۀ ۱۹۱۷ کښې پۀ روس کښې بالشوېک انقلاب راغلے ؤ او د زارِ روس د زبرځواکې امپراتورۍ پوزے انقلابیانو غونډ کړے ؤ. پۀ بر وطن کښې د ډیورنډ د کرښې نه اخوا شپږ کاله مخکښې د افغانستان مشروطیت پلوه باچا غازي امان الله خان پۀ ۱۹۱۹م کښې د افغانستان خپلواکي او استقلال د پېرنګي نه د اولس پۀ زور بېرته اخیستې وه، اګر چې دا د نیمګړي افغانستان خپلواکي وه. پۀ کوزه پښتونخوا کښې د فخرِافغان باچاخان پۀ مشرۍ کښې پښتنو ځوانانو د پښتنو د خپلواکۍ مدارجي مبارزې ته لاس اچولے ؤ او پۀ اپرېل کال ۱۹۲۱ کښې باچاخان د ملګرو سره پۀ ااتمانزو چارسده کښې د انجمن اصلاح الافاغنه بنیاد اېښے ؤ چې لنډ مهاله موخه ئې د پښتنو پۀ ټولنه کښې سمونه او اصلاح وه خو اخري مرام ئې د پښتنو خپلواکي او ازادي وه. د باچاخان سره پۀ لکهونو پښتانۀ زلمي د پېرنګي ښکېلاک ګر پر ضد راپاڅېدلي وو. دا د هغه وخت ټول واقعات او سیاسي نقشه وه چې زورواک پیرنګے ئې ناقلاره او فکرمند کړے ؤ. اجمل خټک پۀ دغه تود او د قامي جذبو پۀ چاپېریال کښې د زلمیتوب لوري ته قدمونه اخستل او د منطقې د ماحول نه ئې اغېز او الهام اخېستۀ. اجمل خټک له الله د ژورې مشاهدې د قوت سره یو ښېرازه ذهن ورکړے ؤ. د هغۀ لا شونډه شنه شوې نۀ وه چې هغه د ماحول د ټولئیز،سیاسي،او قامي پېښو نه ژور اثرات اخستل. یو اړخ ته د شوروي اتحاد د پرولتاري انقلاب پۀ تناظر کښې ئې د کارل مارکس او فريډرک اېنګلز فلسفه پۀ ذهن خوره شوه او بل طرف ته د پېرنګي خلاف د اوږدې، بې بدله او کلکې مبارزې لۀ وجې د باچاخان د سېوري د لاندې راغے نو د هغۀ راښکونکي پښتون شخصیت هم ځان ته راښکو اوخټک صېب د دې راسخ پښتون لارښود ګرویده شۀ.
د پاکستان د جوړېدو پۀ وخت د اجمل خټک عمر دوويشت کاله ؤ. باچاخان کۀ هر څومره د انګرېز پۀ نوي تراشلي ملک “پاکستان” کښې د پښتنو د بېلا بېلو نیمګړتیاؤ پۀ وجه د امن، مفاهمت او بقائے باهمي لاره خوښوله خو د انګرېزانو ساتلي لاس پوڅو د پېرنګي د پرېښې پالیسۍ تر مخې باچاخان او د هغۀ خدائي خدمتګار مبارزینو سره د شرمخانو سلوک کولو. د پاکستان د جوړېدو د یوې اوونۍ دننه ئې د ملک د وړومبي هارس ټرېډنګ لۀ لارې د ډاکټر خان صېب منتخب اکثریتي حکومت ړنګ کړو او د هغۀ پۀ ځاے ئې د خپل ګوډاګي قیوم خان کشمیري حکومت پۀ ریاستي جبر د صوبه سرحد پۀ خلقو مسلط کړو چې د اسمبلۍ نه ئې د ممبرانو د ماتولو پۀ زور شپږ میاشتې پس توثیق واخیست. جناح صېب د پېښور د دورې پۀ مهال د خدائي خدمتګارو د سردریاب پۀ استقباليه کښې د کړې وعدې باوجود ګډون و نۀ کړو بلکې باچاخان او د هغۀ ملګري ئې پۀ پنځلسم جون ۱۹۴۸ د کوهاټ سره ګرفتار کړل او د زرګونو خدائې خدمتګارو سره ئې د اوږدې مودې د پاره پۀ زندانونو کښې واچول. د پاکستان د وړومبۍ کلیزې نه ئې دوه ورځې مخکښې پۀ ۱۲م اګست ۱۹۴۸ پۀ بابړه کښې د پښتنو کربلا جوړه کړه او پۀ سوونو پښتانۀ، پېغلې، زنانه، ځلمي، ځوانان، ماشومان او بوډاګان ئې شهیدان کړل. پۀ دې ئې ټټر یخ نۀ شو نو د پښتنو قامي سنګر د سردریاب مرکزِعالیه ئې پۀ بمونو والوزولو او د پښتنو د قامي تلوسو ترجمان « پښتون » رساله ئې هم وتړله . د پېرنګي تربیه مسلم لیګي مسلمانانو پۀ پښتنو د هاغه ظلمونو تاړاک جوړ کړو، چې کافر پېرنګي هم پۀ خپل دور کښې نۀ وو کړي.
پاکستاني واکمنو بیا پښتون انټلي جېنشیا ، لیکوالو، شاعرانو او انټلکچول ته لاس واچولو چې د پښتنو نه د شعور سرچینې واخلي او د هغوي قامي فکر وتړي. اجمل خټک پۀ دغه وخت کښې د ګس اړخ د ترقي پسند ادب پۀ مخ کښو کښې خپل رول لوبولو او د کمیونسټ سیاست پلوي ؤ.پۀ دغه وخت کښې د دغې لارې نور ملګري قلندرمومند، افضل بنګښ، میا شهنشاه او نور کسان هم وو. پۀ قام پرستو کښې مهدي شاه باچا، ولي محمد طوفان، حکیم اسلم سنجري اوهمېش ګل خلیل او داسې نور ملګري وو، د سرحد جابر حکومت دوي ټول بندي کړل او دوي لۀ ئې سخت اذیتونه ورکړۀ.
افضل بنګښ او اجمل خټک پۀ دغه وخت کښې د لېفټ سیاست کولو. افضل بنګښ پۀ قصه خوانۍ کښې د خپل وکالت د دفتر پۀ توګه یوه بالاخانه نیولې وه او اجمل خټک به ورسره پۀ دې بالا خانه کښې اوسېدۀ. دلته به د ګس اړخ د سیاست ملګري راتلل او دا د هغوي د بحثونو او هلو ځلو لویه اډه وه. بل طرف ته د ارباب سکندر خان خلیل د وکالت بالا خانه وه او دغه بالاخانه د قوم پرستو سنګر ؤ. پۀ پاکستان کښې وړومبے پاکستاني اشرافيې یوه اقلیتي ژبه اردو د مقتدرې ، زبرګې او اسلامي ژبې پۀ بڼه پۀ پاکستان کښې مېشتۀ قامونو باندې د تپلو فېصله وکړه او د بنګالیانو د اکثریتي ژبې بنګالۍ پۀ مقابله کښې ئې پۀ هغوي باندې اقلیتي اردو ژبه د سرکاري ژبې پۀ توګه سوروله خو هغوي ترې سرغړونه وکړه نو هلته ئې اردو او بنګالي دواړه ژبې سرکاري ژبې وګرځولې خو بنګالي اکثریت د پاکستان اسټېبلشمنټ ته وړاندې د مستقبل د یو ګواښ پۀ صورت کښې ولاړښکارېدۀ، چې پنجابي بالادستۍ ته ئې د مطلق اکثریت پۀ وجه سیاسي او پارلېماني خطر جوړ کړے ؤ. پاکستاني شاطرانو د دې خطرې تر مخې پۀ ۱۹۵۵کښې د « یو یونټ » پلان پلي کړو چې د پنحابي ایسټېبلشمنټ بالا دستۍ ته مقابل د بنګالي اکثریت مخه ونیسي. ورسره ورسره ئې د بنګالیانو د پاره پۀ فوج کښې د بهرتي کېدو لاره د قد د تعین پۀ پلمه ونیوله. پۀ دې تناظر کښې پۀ لوېدیز پاکستان کښې د ملک محکومو، مظلومواو وړو قامونو د پنجاب د بالادستۍ ، خپل قامي بقا ،د زپلي اولس د تحفظ او د سامراجي طاقتونو د اله کارۍ نه د ملک بچ کولو پۀ خاطر پۀ کال ۱۹۵۶کښې یو ګوند د “پاکستان نېشنل پارټۍ” پۀ نوم جوړ کړو چې کال پس پۀ ۱۹۵۷ کښې ورسره د بنګال نه د عوامي لیګ یوه ډله د مولانا عبدالحمید بهاشاني پۀ مشرۍ کښې شامل شوه او دا ګوند د”نېشنل عوامي پارټۍ” پۀ نوم ونومولے شۀ چې پۀ لنډو ټکو کښې پۀ “نېپ” مشهور شۀ. وړومبے صدر ئې مولانا عبدالحمید بهاشاني، او ستر سېکتر ئې محمود الحق عثماني ؤ. دا ګوند پۀ خاصیت کښې قام پلوه، اولس پلوه او مترقي تنظیم ؤ چې دا ئې اېجنډا وه چې د ملک دننه د وطن پۀ خوږو به د هر چا برخه وي، د سیمې پۀ وسائیلو به د سیمې د اولس خپل اختیار وي اوټولنیز او معاشي برابرے به وي او هغه د باچاخان خبره چې “کۀ سپوره وي او کۀ پوره، نو پۀ شریکه به وي”. لۀ بده مرغه پۀ ۱۹۵۸ کښې د جنرل ایوب مارشل لاء پۀ سیاست قدغنونه ولګول.
مونږ کۀ د پښتنو پۀ ټولنه کښې د مارکسي مفکورې د قابل عمل کېدو خبره کوو نو د غني خان خبره چې پښتانۀ لکه د للمې د غنمو یو رنګ او یو برابر دي. ډېر غټ نرے پکښې نشته. د پښتونولۍ پۀ پېراډائم کښې ډیر توکي د اشتراکیت ښکارندویه دي، لکه اشر، غوبل، حجره، د کالوخاني تالي پېنډه، د شېخ ملي بابا د جائیداد وېش، د ځمکو او کورونو میعادي بدلون وغېره. پۀ پښتنو کښې د نړۍ د نورو قامونو غوندې بورژوا او پرولتاري نشته نو ځکه د روس سیاسي کلیه دلته لاګو کول د عقل خبره نۀ ده. استاذ حبیب الله رفیع صېب وائی “زما نظر دے چې مونږ ادیالوژي باید خپلې ټولنې ته د رخت (کپړې) پۀ بڼه راوړو، نۀ د تیارو جامو او رېشیو پۀ بڼه – کۀ د جوړو کړو جامو پۀ بڼه ئې راوړو نو بیا به د کچ مېچ د کمښت پۀ صورت کښې مجبوره يو چې د خپل قام لاس او پښې ورته لنډې کړو، غاړه ئې ورته وتوګو او بیا ئې ورواغوندو. خو کۀ دا نظريې او کلیې د رخت (د ناجوړه کپړو) پۀ مثال راوړو نو بیا به د خپلې ټولنې پۀ قد او اندام پوره جامې ورته ترې جوړې کړو، هم به پرې پوره وي او هم به پرې ښۀ ښکاري”. شاید یو لامل ھم دغه ؤ چې د افغانستان د ثور انقلاب لنډ مهاله ړنګ شۀ.
زما پۀ شان د نوموړي لیکوال فېصل فاران هم پۀ دې معمه سر خلاص نۀ دے چې پاکستاني کمیونسټانو ولې د قام پرستو خلاف مسلم لیګیانو، جماعتیانو، مليانو او ډکټېټرانو لۀ لاس ورکړے ؤ؟ مترقي قام پرست خو د کمیونزم بنیادي سوال چې هغه د طبقاتي تضاد قضیه ده، لۀ مخې وړل خپل مقصد لري. مترقي قام پاله د استحصال دواړه دائرې ورانول غواړي، هغوي وړومبے د زورور قام لۀ لاسه د محکوم قام استحصال او ورپسې د زورور انسان لۀ لاسه د کمزوري انسان لاس تروړنه ختمول غواړي. د عالمي سامراجیت نه واخلې تر قامي استحصال او بیا د طبقاتي استحصال نه تر د انسان لۀ لاسه د انسان زپل د حقیقي مترقي قام پرست لپاره ناقابلِ برداشت وي. سوشلسټ او مترقي نېشنلسټ خو د ونې پۀ ډډ کښې یو شان دي نو بیا ولې پاکستاني کمیونسټو مليانو سره د قام پرستو خلاف لاس ورکړے ؤ؟ پۀ دې اېجنډې تګ خو باچاخان پۀ عملي توګه ثابت کړے ؤ چې کسبګر او بې وزله طبقه ئې د خپل تحریک مخکښان او سالاران جوړ کړي وو.
کله چې سوشلسټ تحریک تقسیم شو نو اجمل خټک د سوشلسټ افضل بنګښ پۀ ځاے مترقي قام پرست ولي خان غوره کړو او د نېشنل عوامي پارټۍ ملګرے شۀ. افضل بنګښ مزدور کسان پارټي جوړه کړه خو اجمل خټک ته د مزدور کسان پارټۍ پۀ ځاے د NAP سیاست د پښتنو د پاره غوره او ګټه ور ښکارېده. هغۀ د جذباتي ریولوشن پۀ ځاے پۀ تعقل ولاړ د ایولوشن لار خوښه کړه. میر مهدي شاه باچا دعوه کوي چې اجمل خټک د دۀ پۀ مشوره پۀ ۱۹۵۷ کښې د نېپ غړیتوب واخست، ددې ځاے نه ئې کوټلے سیاسي زیار شروع کړو. د باچاخان سره نور هم نزدې شواو د هغۀ مقناطیسیت نور هم اغېزمن کړو.
پۀ کال ۱۹۶۸ کښې نېپ پۀ دوو ډلو کښې تقسیم شو، ځکه چې بهاشاني د فوجي امر جنرل ایوب خان حمایتي شۀ. د نېپ یوه ډله د بهاشاني پۀ مشرۍ کښې پۀ نېپ (چین نواز) او بله ډله د ولي خان پۀ قیادت کښې پۀ نېپ (روس نواز) مشهوره شوه. مترقي پښتانۀ قام پرست لکه ارباب سکندرخان خلیل، اجمل خټک او نور ګڼ پښتانۀ، مترقي سندهیان، پنجابیان او بلوچ قام پرست لکه غوث بخش بزنجو، خېر بخش مري، عطاالله مېنګل او پښتون قام پرست صادق کاسي پۀ شان لوړقامته مترقي سیاستدانان د ولي خان پۀ مشرۍ کښې راغونډ شول.
اجمل خټک د یو نوموړي شاعر، غښتلي دانشور او پیاوړي سیاسي مبارز پۀ حېث پۀ قامي مترقي تحریک کښې یوه ځانګړې برخه واخسته او یو منفرد مقام ئې ځان له وګاټۀ.
اجمل خټک د خوشحال بابا نسلي او فکري وارث ؤ. خوشحال بابا د تورې او قلم څښتن یادېږي، هم د هغۀ پۀ قدم د هغۀ سوچه وارث اجمل خټک کۀ یو طرف ته د سیاست د مېدان مردِ مېدان ؤ نو بل اړخ ته د ادب د اسمان ځلنده ستورے ؤ. پښتون پوهان پروفېسرډاکټر زبېر حسرت د اجمل بابا د فکري او سیاسي ډي اېن اے ذکر د اجمل بابا پۀ ټکو کښې داسې کوي چې “ وینه مې د خوشحال ده، تربیت مې د باچاخان دے او ذهن مې د مارکس او لېنن پۀ فلسفه راجوړ دے خو د یو پښتون مسلمان پۀ حېث مې ایمان نۀ دے خراب کړے او پښتو مې نۀ ده هېره کړې .” هغه د مارکس فلسفه د باچاخان د کرشماتي تعلیم و تربیت پۀ غېږه کښې پښتنه کړه او د عمل جوګه ئې کړه، چې پۀ نورو ټکو کښې ورته مترقي پښتون پالنه وائي. د اجمل خټک د انقلاب هدف پښتون، پښتو، پښتونولي او پښتونخوا وه او د برابرۍ حقوق ئې ورله غوښتل.
پۀ کال ۱۹۵۷م کښې د اجمل خټک شهره افاق شعري ټولګه “د غېرت چغه” چاپ شوه چې د انقلاب د اسرافیل شپېلۍ ئې وغږوله. د غېرت چغه د بې وزله او زپلي، خوار و زار پښتون اولس د ستونزو نقیب، د تلوسو زېرے او د انقلاب ګوسپل او صحیفه ده. دا د محکوم او مجبور پښتون د پاڅون بائیبل دے. د غېرت چغه د بې وسو وس زیاتوي، پۀ جذباتو اور لګوي، د ظلم خلاف د بغاوت احساسات راپاروي او د پښتنو پۀ وجود کښې د تروړونکیو خلاف توان او انرژي اچوي. د غېرت د چغې پۀ ورمېږ کښې د احساساتو لړمان د خپلو تېرو لشو سره پارېدلي ولاړ دي نو بل خوا د غېرت چغې د پښتني سپرلي زېرے هم پۀ لپه کښې نیولے دے. د غېرت چغې اجمل بابا د “ د نظم بابا “ وګرځولو. د دې راپارونکو جذباتو وېرې د اقتدار پۀ ماڼۍ کښې ناست پۀ غاوره پښتون دُښمنه بادارانو وېره زلزله راوسته نو د غېرت د چغې خولۀ ئې وتړله او پابندي ئې پرې ولګوله . پښتون څېړنکار او دانشور خان زمان کاکړ وائي چې پښتون قامي تحریک کښې د “غېرت چغه” هغه ځاے لري کوم چې د روسیې پۀ پرولتاري مبارزه کښې د مېکسم ګورکي د ناول “مور” ځاے دے.
اجمل خټک “د غېرت چغه” باندې یوه داسې جذبات لړزونکې سریزه لیکلې ده چې هغه پۀ خپله د هغۀ د ځانګړي نثر یوه جوته نمونه هم ده او د هغۀ “ د پښتني فن پۀ سر رباب “د پښتني احساساتو” ائینه داره هم ده. هغه د غېرت چغې پۀ سریزه کښې لیکي چې “د ژوبل احساس یو څو څړیکې، د زخمي غېرت یو څو غورځنګونه، د سرې وینې یو څو تړم څاڅکي، د اولسي جونګړو یو څو شنۀ اسوېلي، د غربت یو څو ترخې تجربې، د سرمايې یو څو ناکړدې، د غاوره اقتدار یو څو ړندې لتې، او ورسره د پښتونولۍ احساس چې زما شاعر زړۀ د پښتني فن پۀ سر رباب وټنګولو، نو زۀ پوهه نۀ شوم چې خوږې سندرې ترې جوړې شوې کۀ سوې ساندې، ولې دومره پوهه شوم چې د زور او زرو د سپینو قبرونو منجورانو واورېدلې نو تندي ئې تریو کړل او چې د غریب اولس او باشعوره طبقې تر غوږو شوې نو پۀ سوي زړه ئې لکه د دسمالې ولګېدې .”
اجمل بابا د خپل انقلابي فکر رڼا د مترقي پښتون قام پرستۍ او پښتون پالنې د مشال نه اخلي. د دغې فکر د پاره هغه ځان ته د محکومو، مجبورو، بې وزلو، بې وسو، رټلي شوي، زپلي شوي او تروړلي شوي پښتنو مېدان مخصوصوي. بې وزله او بې اختیاره پښتون د هغۀ فکر کښې توپان راولي او هغه ورله غېرت، همت او د پاڅون طاقت ورکوي. لکه چې وائي:
یه سر تور سر بربنډ لغړ پښتونه
وږیه تږیه خړ پړ پښتونه
ستا د خیرن سر نه تاجونه ځار شه
ستا د خولو ځینې عطرونه ځار شه
تۀ پۀ دُنیا کښې یو طاقت پېدا يې
توره يې دین يې او غېرت پېدا يې
چا چې پۀ دې خاوره قدم ايښے دے
تا ئې پۀ خونه باندې غم ايښے دے
کله چې د روس د بالشوېک انقلاب نه پس د نړۍ پۀ نورو ملکونو کښې د مارکس کلاسیکل کمیونزم ماتې وخوړه نو جوزف سټالن او نورو انقلابیانو د “قام پرست سوشلزم” نظریه وړاندې کړه او هغه پخوانۍ نظریه چې پۀ دنیا کښې د “دنیا کے مزدوروں! ایک ھو جاؤ” پۀ ناقابل عمله مفروضه د “نړیوالې پرولتاریه” واکمني جوړه کړي، هغه نظریه پۀ “قامي سوشلزم” یا “مترقي قام پرستۍ” بدله کړې شوه. د دې نظريې پلویانو دا نګېرله چې قامونه دې ته وهڅولے شي چې قامي حکومتونه جوړ کړي او پۀ خپل قامي هېواد کښې ټولنیز، معاشي، او طبقاتي انصاف او همواري راولي. دا نظریه د “نړیوال کمیونزم” او یا د “نړیوال انقلاب” مخالف نۀ ده بلکه دغه لوري ته یو د عمل وړ قدم دے. اجمل بابا د مارکس مفکورې ته د باچاخان د زده کړو پۀ تعقیب کښې د پښتنې پېغلې جامې اچولې وې. د باچاخان مفکوره د پښتنو لپاره زیاته پیاوړې، د قبولیت وړ او مکمله ده، چې د پښتنو د جنیاتي، سماجي، مذهبي او عنعنوي نفسیاتو سره سمه ده. دا د پښتنې خاورې د اب و هوا، پښتني ټاټوبي د سپرلیو د خوشبويۍ او د پښتون ساحې سره مطابقت لرونکې یو بلېنډ دے چې د ژواک يو بشپړه نظام دے او د بېن الاقوامي متنازعه اصطلاحاتواو ټرمینالوژي نه زیاته پراختیا هم لري او پښتنو ته د پښتونولۍ او مذهب پۀ چوکاټ کښې قبولیت هم لري. دا د پښتونولۍ دوه مهم انسټي ټیوشن حجره او جومات پۀ یو توازن سره د ځان سره وړي. پۀ نزدې وختونو کښې د باچاخان دغې مفکورې ته د “باچاخانۍ” نوم ورکړے شوے دے. د دې مفکورې شپږ قیمتي توکي دي:
1. بشر دوستي
2. قامي شعور
3. خپلواکي
4. صنفي انصاف
5. سماجي انصاف
6. معاشي انصاف
دا دراصل د باچاخان د مفکورې د “باچاخانۍ” شپږ ارزښتناک عناصر دي.
اجمل خټک د باچاخان د پښتنې مفکورې مطابق پښتون ازاد، اباد او ښاد لیدل غواړي. د مینې، ښائست او ورورولۍ ژوند ورته غواړي. د یو ریښتوني مترقي قام پرست پۀ څېر هغه پښتون قامي سیاست ته د “خپلې خاورې او خپل اختیار” نعره وهي او د قامي خپلواکۍ بیانیه ورته ورکوي، لکه چې پۀ خپل یو نظم کښې وائي:
د شازلمي وینې غورځنګ تېزوم
پۀ پښتنې وینې کښې ننګ تېزوم
پۀ خپله خاوره خپل عزت جوړوم
ځان ته جونګړه د عزت جوړوم
د اجمل خټک د نوم سره د “سرې ډولۍ” ارمان تړلے دے. هغۀ مدام د دغه ارمان بوټے پۀ زړۀ کښې ساتلے دے او د زړۀ پۀ وینه ئې روزلے دے. ډېرو خلقو ورته د دغه ډولۍ پۀ “لافو” پېغورونه هم ورکړي دي. ارمانونه کرل او روزل د لوړو تلوسو لرونکو شېوه ده. ډېر ارمانونه پوره نۀ شي خو بیا هم ارزو لرونکي ارمانونه او خوبونه پۀ سترګو کښې پالي. د اجمل خټک د ارمان وینه پۀ ډېرو لاسونو پرته ده، ډېر ځمکني تریښ حقیقتونه پکښې خنډان شول. د هغۀ غریب د اخلاص پکښې هیڅ کمے نه ؤ. هغۀ مدام دغه ارمان ښېرازه ساتلے دے او پۀ جار ئې بیان کړے دے. دغه تلوسه ئې د ډېرو پښتنو پۀ سرونو کښې کرلې ده. چرته خو به د اجمل بابا پۀ پېغام د پښتنو سرونه خلاص شي او د تاریخ پۀ یو موړ به ورله د مات ګوډ قبر د سر نه اواز ورکړي چې:
هاغه ده د ورک خټک پۀ مرګ ئې ډولۍ راوړله
نن د پښتونخوا پۀ خاؤره هسې غلبله نۀ ده
د غزل د پښتنې ناوې سر څڼه ئې چې پۀ کوم هنر کړې ده نو “ګلونه تکلونه” ئې څرګنده بېلګه ده. د پښتو ادب پوهان او استاذان وائي چې هغۀ د غزل نه د اندېش شمس القمر پۀ ژبه “د کار سړے” جوړ کړے دے؛ اندېش صېب وئیلي وو . . .
اوس به د وخت د زړۀ خبرې کوي
ملګرو مونږ د کار سړے کړو غزل
اجمل خټک د غزل پۀ نازکه ملا د ژوند د ترښو، د خوارۍ، بې وزلۍ او د سوو ارمانونو غټ پېټے بار کړے دے. پۀ دې عمل کښې اجمل او اندېش جوړه ملګري دي. د ادب پوهان پرې زیات غږېدے شي.
ښۀ ده چې ایاز الله ترکزي د اجمل بابا ټوله شاعري “د اجمل خټک کلیات” کښې پۀ ښۀ بڼه رانغاړلې ده. د اجمل خټک د کلیات څخه د ” ګلونه تکلونه” نه د غزل دا یو څو مصرعې لوستونکو ته وړاندې کوم؛
زما د ګُلالۍ وینې د څاڅکو برکت دے
پۀ هر قدم دې لاره کښې ګلونه ټوکېدلي
د وینې پۀ ورشو مو د سپرلي قافلې راغلې
یو ګل ترې راګزار کړئ د خټک پۀ هغه څلي
ذوالفقارعلي بهټو پۀ فرورۍ ۱۹۷۳ کښې پۀ جعلي الزاماتو او تورونو باندې د نېپ د بلوچستان حکومت مات کړو او د پښتنونخوا د نېپ او جے یو ائي شریک حکومت د احتجاج پۀ توګه مستعفي شو. پۀ نېشنل عوامي پارټۍ باندې پابندي ولګولې شوه. د بهټو د ډکټېټرانه فېصلو خلاف د اپوزیشن پارټیو متحده قامي محاذ جوړ کړو او پۀ ملک کښې ئې پۀ لویه پېمانه ایجيټېشن شورو کړو. اجمل خټک د نېپ ستر سېکتر ؤ او د یونائیټډ ډېموکرېټک فرنټ روحِ روا هم ؤ. پۀ ۲۳ مارچ ۱۹۷۳ د متحده قامي محاذ د لیاقت باغ پۀ جلسه کښې فېډرل سېکیورټي فورس پۀ جلسه او خصوصاً پۀ پښتون قیادت ګولۍ وچلولې او ډېره مرګ ژوبله پکښې وشوه. ولي خان او اجمل خټک ایله د مرګ نه بچ شول. اجمل خټک د پاکستان د سیاست نه بې هیلې شۀ او د باجوړ پۀ لاره افغانستان ته پۀ پټه لاړو. هلته ئې پښتون ډېفنس کونسل جوړ کړو. اجمل با با پينځلس کاله پس پۀ اکتوبر کښې بېرته کوزې پښتونخوا ته راکوز شو. پۀ دې دوران کښې د نېپ نه اېن ډي پي او بیا د اېن ډي پي نه پۀ ۱۹۸۶ کښې اے اېن پي جوړه شوې وه. خټک صېب د ولي خان کلک ملګرے ؤ او هغۀ ته بۀ ئې چې پۀ جلسو کښې تخاطب کولو نو وئیل به ئې چې “ولي خانه! زما یاره!” او پۀ دغه غږ کښې به ئې د جذباتو غریو او وارفتګي لۀ ورایه ښکارېدله.
پۀ دې دومره اوږد سیاسي مزل کښې ډېر کړکېچونه هم راغلي دي، اختلافات هم راوچت شوي دي، لارې هم بدلې شوې دي. مرورتیا پکښې هم راغلې ده او اجمل خټک خپل ګوند هم بېل جوړ کړے ؤ. کله ئې پۀ سوخت کښې خپل رباب هم ټنګولے دے. سیاست یو ټیکاؤ تالاب نۀ دے بلکې یو حرکي عمل دے، خو هغه د صاحب شاه صابرصېب خبره؛
خوند کوي صابره پښتانۀ یاران
سل ځله خفه شي خو بېلېږي نه
د اجمل خټک د نثر یوه وړه ټوټه ما پۀ دې لیک کښې مخکښې وړاندې کړې ده. د هغۀ نثر هم هغه هومره خوندور او لشه دار دے څومره چې د هغۀ نظم دے. د ډاکټر صادق ژړک پۀ زیار د اجمل خټک د نثري فن پارو “سرې غُنچې” نومې کتاب د تېرو تاریخي دریچې د اجمل بابا یو رپورتاژ او تاثر په داسې ټکو کښې پرانیزي چې سړے د ځان سره لکه د ماشوم پۀ غېږه کښې بوځي. د “کور نه تر ګوره” د عنوان لاندې د خداے بخښلي ماسټر کریم د جنازې تاثر پۀ داسې ټکو کښې بیانوي چې زړونه ورانوي او احساسات ژوبلوي، هغه لیکي:
“کټ د ګور پۀ غاړه کېښودے شو. باچاخان خپله پۀ بوډا ځان قبر ته ښکته شو او ماسټر ئې پۀ خپلو لاسونو قبر ته کوزولو، نو دغه وخت د زړۀ نه ئې یو خداے خبر ؤ، ولې د ملګرو او خلکو د زړونو دا حال ؤ چې د وینو دارې ئې وهلې. دلته یوې سپېرې خولې دا ټپه وکړه؛
غوټۍ به څنګه ګټه وکړي
چې کال پۀ کال ئې د مندري هلکان مرینه
چې باچاخان خپل غازي ماسټر تابوت ته کوز کړو او هم هلته پۀ قبر کښې ئې پۀ ملا لاس کېښودو، ودرېدو او وې وئیل “ماسټر مونږ امانت کړو لکه چې فدا استاد مو امانت کړے دے، دوي به سردریاب کښې ښخوو. زمونږ دا اراده ده چې د داسې قامي خادمانو مقبره به هلته جوړوو، نو ما داسې محسوسه کړه لکه چې د ماسټر روح د فخر نه پۀ ګډا شوے وي او راغلے وي، زمونږ پۀ اوښکو، وینو او اسوېلو مونږ ملامته کوي. چې پۀ قبر خاورې واچولې شوې، د خړو خاورو څلے جوړ شو، د رنګینو ګلونو دوه سهرې پرې خورې شوې او “ولي” راغے، د نرګس د ګلو ګېډۍ ئې راوړې. ما وئېل جوړ د ماشومې ګلالۍ د خپل کاکا او د لوے “ولي” د ژوند د ملګري، د مرګ پۀ څلي د هغه شهي باغ ګلونه ږدي، کوم چې تر پرونه د ښکلي ښکلي رنګارنګ ګلونو او قسماقسم خوندونو نه زیات د ګلالۍ پۀ نیمو نیمو خبرو باندې د خپل کاکا پۀ بړچ بړچ خندا زیات ودان ؤ. ولي چې ګلونه راوړل، څۀ ئې ماته راکړل او څۀ ئې باچاخان ته، او خپله ئې یو ګل د لرې نه پۀ قبر وغورزولو، نو زۀ پوهه شوم چې دا د مورې غر چې هېڅ سیلۍ ئې د څېرې تازګي نۀ شي مړاوے کولې، نن د ماسټر د جدایۍ غم پۀ مخه اخستے دے او د غم جذباتو داسې مقام ته رسولے دے ….. مونږ د مقبرې نه رابهر شو. ما وروستو وکتل نو د خړو قبرونو نه بهر ارت مېدان کښې د ماسټر عبدالکریم یواځې قبر راته داسې ښکاره شو لکه د خېبر غرونو کښې د تاترې سر. هلته لکه چې د قبر نه ما پسې اواز راځي چې؛
د جنازې بازو مې نیسه
چېرې به ما پۀ راستۍ خولۀ درکړي وینه
ډېر ارمانونه کله نا کله ډېر وخت، ډېر انتظار او ډېرې قربانۍ غواړي. کله وخت نا موافقه وي او کله نیمګړتیاوې راشي. کله د چا نه طمع بې ځایه وي. د اجمل خټک نسلي او فکري نیکۀ ستر خوشحال خان خټک پۀ اوولسمه پېړۍ کښې د پښتنو د پاره یو ارمان لرلو چې هغۀ پۀ خپلو لاندیني شعرونو کښې ښودلے دے، لکه؛
درست پښتون لۀ قندهاره تر اټکه
سره یو د ننګ پۀ کار پټ او اشکار
بله هېڅ لیدلے نۀ شي پۀ دا مېنځ کښې
یا مغل لۀ مېنځه ورک یا پښتون خوار
پۀ دا هسې وخت چې وخت د نام وننګ دے
دا بې ننګه پښتانۀ کړه څۀ رفتار
اجمل بابا درې سوه کاله وروستو هم د خپل نیکۀ دغه ارمان درلود او د دغه نیمګړو تلوسو سره زمونږ دا اتل هم خړو خاؤرو ته زړه ستړے او ارماني تلے دے. دغه ارمان پۀ لاندې ټکو کښې اجمل بابا وئیلے ؤ؛
چې خوږ سرود د پښتنو د ورورولۍ ګرم شي
پۀ غر او سمه یو نوبت د قامولۍ ګرم شي
د روهستان نه د ښائست او خوند جنت جوړ شي
تس نس پښتون نه د اېشیاء د زړۀ طاقت جوړ شي
دا مې منزل دا مې جنت دے ور روان یم ورته
نۀ پۀ ملا یم، نۀ پۀ خان یم، نۀ پۀ ځان یم ورته
حواله جات:
1. د اجمل خټک سیاسي هلې ځلې د علي خان محسود
2. قومی سوال اور مارکسی بین الاقوامیت، مترجم جاوید شاہین
3. باچاخان او خدائي خدمتګاري (دوېم ټوک)، لیک: عبدالولي خان
4. پښتو او پښتونولي د پښتنو د نجات لار، لیک: عبدالحکیم نورزے
5. د وروستي سپرلي نرګس اجمل خټک، تالیف: ډاکټر زبېر حسرت
6. قومی سوال (جوزف سٹالن) اردو ترجمہ
7. د اجمل خټک کلیات: سمون او لټون ایازالله ترکزے
8. پېمانه د غزل: اندېش شمس القمر
9. سوسیالزم پۀ ساده ژبه ، لیک: ع عارف