سیکولر ازم او اسلام یوه مباحثه – فېصل فاران

 

 

د سيکولرازم پۀ حواله زمونږ ټولنه کښې دومره لويه تېروتنه موجود ده چې ښۀ ليکلي لوستلي خلق هم سيکولرازم (Secularism)، کميونزم (Communism)، لبرلزم(Liberalism) ، اېتهيئزم(Atheism) ، اېبکيورزم (Abcurism) هر څۀ سره خپلو کښې ګډوډوي او بيا د علمي زوال کمال دا چې د سيکولر مطلب ټول لغتونه ‘لاديني’ کوي لکه:

)الف(: سيکولر- لا دينى، جس ميں مذہبى امتياز نہ کيا جائے؛ (علمى اردو لغت، وارث سرهندى)

)ب(: سيکولر- دنيائي، غېر مذهبي، مادي، دهري د وحدت منکر، هغه سړي چې مذهبي قوانين نۀ مني. )قاموسنه ډاټ کام(

تاسو ورګوئ چې لمړي صفت کښې د لا دينيت خبره شوې ده او بيا ئې د ‘نۀ مذهبي امتياز’ معنيٰ شوې ده خو دې دواړو معنیو کښې د زمکې اسمان فرق دے. دوېم صفت کښې صحيح معنٰى دنياوي او مادي دي خو ‘دنياوي مُلا’ د سيکولر پادري ناقصه ترجمه ده ځکه چې هلته ‘سيکولر پريسټ’ خپل تاريخي شاليد لري خو دنياوي مُلا هېڅ مطلب دلته نۀ لري، دا هسې يوه ناشولته خبره ده.

دغسې دهري ‘د وحدت منکر’ ترجمه ده. دهري او د وحدت منکر او مذهبي قوانين نۀ منونکے ــــــ دا د لغت مرتب کوونکي هغه جهالت دے چې د پان اسلامزم تهيري نه راروان شوے دے او بيا د روس او امريکې سوړ جنګ کښې د دې اصطلاح نه د کميونزم مترادف معنیو کولو کښې لوے کار اخستے شوے دے. دا معنې بيخي غلطې لۀ ځانه جوړې او سياسي تصرف لرونکې معنې دي. دې معنیو ته د سيد جمال الدين افغاني منونکو د سيد قطب مصري نه تر حضرت مولانا مودوي پورې خپلو کتابونو کښې لويه خپرونه ورکړي. ددې لۀ کبله نن سيکولرازم د لادينيت، دهريت، بې دينيت مترادف ګڼلے کېږي؛ اګر کۀ داسې نۀ ده.

د سيکولرازم مطلب مادي مفکوره يا دنياوي مفکوره ده. دا اصطلاح پۀ لمړي ځل جارج جېکب هولي اوک (George Jacob Holyoake) (1906- 1817ز) پکارولې ده. د سيکولر اصطلاح بسمه سيکيولم(Saeculum) ده چې لاطيني ژبه کښې ئې معنيٰ دنيا ده او د دې اصطلاح شاليد دا دے چې منځنیو صديانو کښې د اطاليه کېتهولک پادريان پۀ دوه ډلو کښې وېشلے شوي وو؛ يوې ډلې به د ګرجې د کوټلې ضابطې لاندې وخت تېرولو او بهر دنيا سره به ئې کار نۀ درلود؛ د بلې ډلې پادريان چې ورته سيکولر پريسټز (Secular Priests) وئيل کېدل، دوي به د دې کوټلې ضابطې نۀ پېروي کوله او دنياوي ژوند سره به ئې خپل ديني مراسم هم کول. دغسې هره هغه سماجي ياحکومتي اداره چې د کليسا د لاندې به نۀ وه، سيکولر اداره به ګڼلې کېده.

جېکب هولي اوک نه اګاهو مونږ د اطالوي پروفېسر البیرکو جنټیلي (Alberico Gentili) 1552-1608)ز( مفکوره وینو چې د ‘کلیسائي قانون’ (Canon Law) نه ئې ریاستي قوانین او رومن الٰهیات سره جدا کړي وو.

جېکب هولي اوک لا ادري پوهاند ؤ او د نړۍ هر پوهه بنيادم خامخا لا ادريت سره مخ کېږي. د لا ادريت د لمړۍ فکري مخې نېهلزم (Nihilism) تعليم زمونږ دين کښې هم د کليمې لمړۍ برخه ‘لَاالٰه’ کښې شته. لاالٰه هم لا ادريت ته اشاره ده چې يو خاص فکري لټون ته لار سموي. نېهلزم درحقيقت د لاادريت يوه پوړۍ ده خو تر اوسه يو پوهاند پۀ دې سر نۀ دے خُوږ کړے. لکه د قران پاک اٰيت )وَلَوْ انَّمَا فِي الْارْضِ مِن شَجَرَةٍ اقْلَامٌ وَالْبَحْرُ يَمُدُّهُ مِن بَعْدِهِ سَبْعَةُ ابْحُرٍ مَّا نَفِدَتْ کلِمَاتُ اللَّهِ ۗ انَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَکیْم: لقمان، اٰیت ۲۷ (دے چې کۀ اونې قلمونه او سمندرونه سياهي شي خو د پروردګار صفت به ونۀ ليکلے شي؛ هم دغه خو بيا سوچه لا ادريت (Agnosticism) دے. لا ادريت نه مطلب د علم او پوهې هغه مفکوره ده چې د هغې لۀ مخه بنيادم د پاره دا ناممکنه شان وي چې هغه دې د ځینې شيانو پوهه ومومي او دې ناممکنات کښې بيا يو اړخ پۀ الٰهيات کښې د مطلق حق يا مذهبي معنیو کښې د خداے پاک عرفان دے.

د جېکب هولي اوک مخامخ عيسائيت مذهب ؤ چې کارل مارکس ورته افيم وئيلي وو، خو هغۀ د عيسائيت حق يا خلاف خبره نۀ ده کړې؛ دا ئې نۀ دي وئيلي چې حق مطلق شته يا نشته، ولې دامفکوره سيکولرازم حق مطلق لکه يو داسې ريښتونولي رامني چې ځانګړې توګه لۀ همېشه نه شتون لري. سيکولرازم ځکه هغه شيانو سره تړون لري چې پۀ تجربو او مشاهدو پوره خېژي، ځکه دا د مذهب د مابعد الطبيعيات نه بېله جدا د ټولنيز نظام مفکوره ده خو د مذهب تنقيد يا ترديد نۀ کوي. دې سره د دهريت يا لادينيت معنٰي پۀ زور تړل د کميونزم خلاف د سرمايه دارانه بلاک دپروپېګنډې اوچه سر زوري وه.

ولې دا ده چې اېتهيئزم واله او کميونزم واله هم سيکولر کېدے شي لکه څنګه چې مذهبي خلق سيکولر کېدے شي. مونږ ګورو چې زيات مذهبي خلق يا سوچه مذهبي خلق اصل معنیو کښې سيکولر دي لکه مادام ټريسا چې يوه کتهولک راهبه وه، ټول عمر ئې د هندوانو ماشومانو د پاره تېر کړو ـــ مادام رتهـ فاو چې يوه مذهبي ښځه وه، هغې پاکستان کښې د مسلمانانو د جذام د رنځورانو د پاره خپل ژوند وقف کړے ؤ او هله مړه شوه چې جذام ئې هم دلته نه ورک کړو، يا زمونږ فخرِ افغان باباے پښتون قوم باچاخان چې د شېخ الهند مدني، عبېدالله سندهي، مولانا اسمعيل داود غزنوي، مولانا احمد سعيد دهلوي مهتمم مدرسه دېوبند هند، مفتي اعظم هند کفايت الله غوندې د دېوبند د سرکرده مشرانو ملګرے او راسخ العقيده بنيادم ؤ؛ هغه خپل ټول ژوند کښې سوچه سيکولر پاتې شوے دے. دا ډېره عجيبه خبره ده چې ‘مذهبي باچاخان’ عملي ژوند کښې سيکولر او سيکولر مسټر جناح عملي ژوند کښې تنګ نظره متعصب د مذهبي فرقه واريت ښکار ؤ. مسټر جناح مې ځکه وليکو چې وېش نه پس هغۀ پاکستاني ادارو ته د ګورنر جنرل پۀ توګه حکم جاري کړے و چې د هغۀ نامې سره دې ‘مسټر’ ليکلے کېږي(I prefer to be plain Mr. Jinnah). بل خوا د وېش نه پس هم هغه د ټولو پاکستاني ادارو مشران هم هغه انګرېزان پرېښول چې د چا خلاف هغۀ سياست کولو. يواځې د سندهـ ګورنر ځکه بدل شو چې کراچۍ دارالحکومت ؤ او دلته ئې د ګورنر جنرل پۀ توګه انګرېز ګورنر سره د ټسل راتللو اندېښنه وه. عن تر دې چې د اٰئي اېس اٰئي غوندې ادارې مشر هم 1959ز پورې د رابرټ کاوتهم(Sir Robert Cawthome) نومې یو یهودي مېجر جنرل ؤ. باچاخان چې کومې غوښتنې ملاقات کښې د مسټر جناح نه کړې وې، هغې کښې يوه غوښتنه د دې انګرېزانو عهدېدارانو لرې کول او د دوي پۀ ځاے مقامي خلقو ته دا مهمې ذمه وارۍ سپارل هم وو. د دې نه د باباے قوم د سوچ اندازه کېدې شي چې د هغۀ مسلمانتوب رسمي او سياسي ؤ.

بل خوا ‘زما ژوند او جدوجهد’ کښې باچاخان جېل کښې د قران پاک درس پۀ خپله ورکوي او د بهګوت ګيتا د درس د پاره پنډت شنتانم غوندې پوهاند مجبوروي چې قېديان پرې پوهه کړي. خپله د نمونځ روژې پابند دے، حج ئې کړے، مذهبي دومره چې د بېت المقدس او مدينې طائف او نجف اشرف زائر پاتې شوے خو سياست او معاشرت کښې بيخي د مذهب هغه استعمال يعني جذباتي ځبېښاک انساني رویه نۀ ګڼي کوم چې مسلم ليګ د جليل قدوائي پۀ نعره ‘پاکستان کا مقصد کيا؟ لا اله الله’ باندې کوي. وروستو دا نعره د ‘پاکستان کا مطلب کیا؟’ باندې بدله شوه ځکه چې مستړجناح د ‘خليفةُ الاسلام’ پۀ ځاے ګورنر جنرل جوړ شو نو دا بدلون لازمي ؤ.

خومونږ چې د باچاخان ژوند او جدوجهد ته ګورو نو هم دغه حقيقي سيکولرازم دے. د سيکولرازم غوره نمونې مونږ ته سيرت پاک مبارک کښې موندل کېږي؛ لکه د يهوديانو پۀ نبوي مسجد کښې د نبي پاک صلي الله علېله وسلم د ملاقات پۀ دوران خپل عبادت کړے او د نبي پاک صلي الله علېه وسلم پۀ دې هېڅ اعتراض نۀ کول، يا د بېت المقدس د نيولو پۀ وخت د ښاغلي عمر فاروق د يهوديانو د مقدس ځاے نه پۀ خپلو لاسو خځله لرې کول او بيا پۀ بېت المقدس کښې د لمونځ بلنه چې ورله عبدالله بن سلام ورکړې وه، دغه بلنه ئې پۀ دې اندېښنه نۀ منله چې کۀ نن ما دلته نمونځ وکړو، سبا به پکښې مسلمانان پۀ دې دليل مزګت جوړ کړي چې دلته خليفه لمونځ کړے ؤ. لکه چې بيا د اقصيٰ مزګت ئې جوړ هم کړو، يا د يهودي مشير عبدالله بن سلام ځان سره ساتل، يا د اسامه بن زېد د لښکر تبوک ته د تلو پۀ وخت نصيحتونو کښې د نبي پاک صلي الله علېه وسلم دا نصيحت چې ماشومانو، بوډاګانو، شنو بوټو، معبدونو سره به بالکل چېړ نۀ کوئ، يا خپله د مقبوضه سيمو خلقو ته د دين بلنه نۀ قبلولو پۀ ځاے د جزيې اٰپشن چې د جان ومال رياستي سيکيورټي تحفظ کرېډټ ؤ ـــ دا ټول هر څۀ د سيکولرازم مثالونه دي.

سيکولرازم اوسنۍ مفکوره نۀ ده، البته دا اصطلاح ضرور اوسنۍ ده. د سيکولرازم بهترين مثال مونږ تاريخ کښې د سائرس دي ګريټ وينو چې قران پاک ورته ‘ذوالقرنېن’ وئيلي او ډېر ئې ستائيلے دے )د سورة کهف د اٰیت 83 نه د ذوالقرنېن بحث سپېځلي قران کښې شوے دے(. سائرس دي ګرېټ د نړۍ لمړے عالمګير واکمن ؤ چې سيکولرازم ته ئې وده ورکړه اګر کۀ هغه خپله د ‘اسفنتمان زرتشت’ منونکے ښودلے کېږي او د ذوالقرنېن پۀ صورت ئې خپله هم اسلامي مفسرين د ابراهيم علېه السلام پېروکار ښائي خو د خپل سلطنت د پاره هغه هرې يوې صوبې کښې د صوبې د خپل مذهب منونکو او ژبې ويونکو د پاره مکمل ازادۍ نه کار اخستلو او پۀ دې حقله به ئې زور زبردستي نۀ کوله. د بېستون ډبرليک او د صوابۍ اسوټا ولاړې ګټې د دې ثبوتونه دي ځکه ذوالقرنين د نړۍ لمړی او تر اوسه پورې تر ټولو لوے سيکولر حکمران منل پکار دي.

سيکولرازم يوه لويه بشر دوسته مفکوره ده چې د انسان تاريخ د دې تجربې نه راوتې ده چې د حکمران او يا د يوې زورورې طبقې مذهب پۀ ټولو خلقو منل صرف اوچ پۀ اوچه زور زيادتے دے. رياست د پاره ضروري ده چې دغه زور زياتے لۀ منځه يوسي او د ټولنې د پاره دې د امن و امان انصاف و عدل، پرمختګ و ترقۍ لارې چارې دې د هر چا د پاره پرانستې وساتلې شي او دغسې دې د يو رياست ټول اوسېدونکي يو شان ومني؛ ځکه سيکولر رياست کښې د جمهور واک وي. د دې رياست جغرافيائي حدونه تړلي ټاکلي وي. قانون ټولو د پاره يو شان وي. د اظهار رایې د پاره هم اوعقليت د پاره هم او فرد د پاره هم پوره ازادي وي؛ د مذهب مداخلت انتظامي کارونو کښې نۀ وي. سيکولرازم خپل اصل کښې يوه جمهوري رويه ده چې د نسل، عقيدې، جغرافيې، ژبې، رنګ، طبقې او ثقافت هېڅ يو توپير و فرق ته اهميت نۀ ورکوي او د کشالو د حل لارې پۀ سائنسي توګه جوړول غواړي ـــ ځکه مونږ سيکولرازم ته د روا دارۍ غوره نامه ورکولې شو.

سيکولرازم يوه انساني رويه هم ده. دا هغه ټولنه کښې پۀ فطري توګه ټوکېږي چې کومه ټولنه کښې قامي، لساني، مذهبي او ثقافتي تکثيريت وي. د دې غوره بېلګه د زوړ سپېن قرطبه يا د بنو عباس زوړ بغداد دے چې چرته به د نورو مذهبونو عالمان هم د درباونو برخه وو او دوي به د مختلفو علمونو کتابونه ژباړل او بحث مباحثې به کېدې. مونږ ګورو چې تر څو پورې بغداد او قرطبه کښې دغه ډول سيکولر ماحول ؤ نو علم و فضل و تمدن وده کوله خو چې کله پۀ قرطبه اورپکي عيسائيان او پۀ بغداد اورپکي سنيان قابض شول نو د علم و فضل و تمدن وده ودرېده. دغه ټولنې رو رو د جمود انتشار او بيا د تباهۍ ښکار شوې. هم دغه حال د هغه ټولنو دے چرته چې سيکولرازم نشته؛ يو خاص عقيده يا مفکوره پۀ ټولنه او حکومت حاوي ده. تاسو ګورئ چې دغه ټولنه به تباه و برباده وي، د قنوطيت، ياسيت، نرګسيت او جهالت ښکار به وي. غوره بېلګه ئې منجمده پسمانده فرسوده پريوتې پاکستاني ټولنه ده. زمونږ د پښتنو مثال به واخلو چې د هندوستان د وېش نه مخکښې چې کله پۀ پښتنو او پښتونخوا د پير مانکي، پير زکوړي، پير اٰف انا او د حاجي صاحب د ترمزو د زوي باچاګل مذهب نه ؤ راتپلے شوے او هندوان سکهان دلته موجود وو نو زمونږ ټولنه يوه ازاده او رواداره ټولنه وه. هندوان مسلمانان به د يوبل غم ښادو له تلل خو پۀ يو بل به ئې مذهبي زور زبردستي نۀ کوله. هېڅ څوک نۀ شي وئيلے چې مسلمانانو چرته يو هندو پۀ زور مسلمان کړے وي. د مزګتونو او حجرو د ډيوو تيل به د هندوانو د هټۍ نه د هر زيارت ورځ ته پۀ مفته رالېږلے شول. هندوان چې به د مسلمان پۀ غم حجرې ته راغلل، کټ کښې به کښېناستل نو غږ به ئې پورته کړو چې نېکه! مړي ته مو لاس پورته کړئ!!! هيچا ته د هيچا د عقيدې مذهب نه مسئله نه وه او داسې ټپې د دې ټولنې هندارې دي:

يار مې هندو زۀ مسلمان یم

د يار د پاره دهرم سال جارو کومه

خوبيا مسلم ليګ جوړکړے شو، انګرېز ته د وېش ضرورت ؤ نو د کرک علي قلي خان خټک او د شېخانو کلي شېخ محبوب علي غوندې خلقو د انګرېز پۀ اشاره هندو مسلم فسادونه دلته جوړ کړل او دغه رواداره ټولنه د خپل ټول حال احوال سره هر څۀ سره تالا ترغه شوه. مسلم ليګي مشرانو لکه د جلال بابا او د عمرزو د شېرپاو خان بهادرانو پۀ زور زبردستۍ هندوان سکهان پۀ لوټلو وژلو د پښتونخوا نه د قيوم خان او لياقت علي خان پۀ مرسته وباسل، اګر کۀ مسټرجناح خپله هم دا نۀ غوښتل. وروستو هندو مسلم مسافرت پاکستان کښې پۀ مسلمان او قادياني، شيعه سني، برېلوي دېوبندي، شاه منصوري پنج پيري، وهابي دېوبندي باندې وويشلے شول ځکه چې مذهبي شدت پسندي داسې يو عجيبه شان ذهنيت دے چې دا پۀ يو ځاے نۀ ودرېږي. وړومبے به دنيا نه ټول هندوان ختمول غواړي، ورپسې به ټول قاديانان، ورپسې شيعه ګان ختمول غواړي، ورپسې به ټول برېليان ختمول غواړي، ورپسې به ټول شاه منصوريان ختمول غواړي، ورپسې به ټول پنج پيريان ختمول غواړي نو اخره کښې به صرف وهابيان اهلحديث پاتي شي؛ دا يهوديان، عيسائيان، بدهيان، سکهان، جينيان، پارسيان پکښې ځان له کروړونه دي، دا ټول هم وژل ختول غواړي نو هله به دنيا کښې اچه سوچه مطهره منزه پاکيزه برګزيده مسلمانان د نظریۀ پاکستان د سپېڅلي مسلک و مذهب پاتې شي؛ ځکه د عقل و خرد غوښتنه دا ده چې د شدت پسندۍ او جارحيت پۀ ځاے دې مکالمه و مخاطبه خپله کړې شي او دغه مکالمه مخاطبه هم هغه د اظهار رایې ازادي ده چې د سيکولرازم بنياد کښې راځي، کنه تۀ نۀ شې کولے چې د عقيدې مخالف اربونو خلق ووژنې او کۀ تۀ ئې وژل غواړې نو بيا هغوي هم د خپلې عقيدې مطابق د شدت پسندۍ لۀ رويه دا حق خوندي لري چې ستا بېخ بنياد د دې نړۍ نه ورک کړي.

جېکب هولي اوک د سيکولرازم پۀ حقله وائي:

In one sense, secularism may assent the right to be free from religious rule and teachings and freedom from government position of realisim upon the people.

دلته مونږ پوهيږو چې ملائيت ولې سيکولرازم د لادينيت او دهريت متبادل ګرځوي، دا ځکه چې ملائيت د دې خبرې دعويٰ ګير دے چې مذهب مکمل ضابطه حيات دے، ځکه د ژوند پۀ نومې هر اړخ د مذهب حق دے او مذهب نه بيا مطلب د هرې فقهې او فرقې خپل منسلکات او تشريحات دي چې يوه پکښې بلې سره متفق نۀ ده. ملائيت غواړي چې د ژوند پۀ هر اړخ دې د هغۀ مکمله قبضه وي او دغسې دې پۀ دې بهانه پۀ ژوند او ټولنه د هغۀ مکمله واک راشي. لکه پخوا چې څنګه د بعل او د عشتار د معبدونو پروهتانو به دغه واک لرلو خو داسې نۀ ده ځکه چې نۀ رياست جوړول د پېغمبرانو کار ؤ، نۀ پېغمبرانو رياستونه جوړ کړي دي. څومره پورې چې د مدني رياست خبره ده نو دا خو معروفو معنیو کښې اسلامي رياست څۀ چې سياسي رياست هم ځکه نۀ ؤ چې کومه معاهده د مهاجرو، انصارو او يهوديانو تر مخه شوې ده، د هغې لۀ رويه هرې قبيلې ته د اسلام نه وړاندې نه د راروان دود دستور مطابق خپلو مسئلو کشالو د پاره لارې چارې کولو حق خوندي پرېښودے شوے ؤ. کۀ دا اسلامي رياست ؤ بايد چې دغه درې واړو فريقو بيا د جوت اسلامي تعليماتو لۀ مخه د خپلو هلو ځلو د پاره قوانين منلي وو، ځکه مونږ ګورو چې ډېرې فېصلې داسې دي لکه احادیث نه پته لګي چې هغې کښې مسلمانانو يهوديان تر خپل منځه ضامن کړي دي. د نبي پاک صلي الله علېه وسلم د وفات نه پس ته هم مونږ ګورو چې د خلفاء راشدين د نامزدګۍ د پاره څۀ باقاعده دستوره نشته؛ ابوبکر صديقرض د عمر فاروقرض پۀ حکمت خليفه جوړېږي، ابوبکرصديقرض خپله عمرفاورقرض پۀ ژوند خپل جانشين نامزد کوي. عمر فاروقرض د جانشين د پاره د صحابه کرامو يو فهرست زباني ورکوي چې دې کښې خپله خوښ کړئ. عمثان غنيرض ته هډو دا موقع نۀ ملاوېږي چې وصيت وکړي، ځکه د جناب عل مرتضٰيرض ډله هغه خليفه کوي. پۀ دې باندې انشتار جوړېږي. جناب معاويهرض دا خلافت نۀ مني. جناب عليرض وفات نه وړاندې خپل مشر زوے جناب حسنرض جانشين کوي چې دے به خليفه وي او د موروثي حاکميت بنياد اسلام کښې کېږدي. امام حسنرض خپل خلافت پۀ ژوند باندې پۀ امير معاويهرض د يوې غټې معاوضې او وظيفې او د مدائن پۀ شنو اډو باندې ورکوي. دغسې امير معاويهرض هم علي مرتضٰيرض تقليد کښې خپل زوے يزيد جانشين ټاکي. د دې نه صفا پته لګي چې دا کوم خلق چې د اسلامي رياست خبره کوي، دوي د ریاست او د ریاستي امور پۀ حقله د قران بنسټیز مفهوم نه سترګې پټوي. چې يو سټېټ د خپل حکمران د تعين لار نۀ لري نو هغه به څنګه رياست وي؟ د اسلامي تعليماتو پوهان هم ځکه وائي چې قران شريف کښې د اسلامي رياست خدوخال نشته دے، دا ځکه چې خداے تعالٰي د تعليماتو مقصد سياسي اقتدار حاصلول نۀ دي بلکې د کلهم انسانيت بنيادي اخلاقيات سمول او يوه غوره لاره باندې دوي روانول دي او امرونهي د سياسي اقتدار نه بغېر هم هره ټولنه کښې پۀ اخلاقي معيار پوره کسان کولے شي، د دې د پاره د رياست ډانډا ضروري نۀ ده. د پېغمبرانو او مصلحينو اخلاق د دې خبرې غوره نمونې دي او مونږ ګورو چې جديد رياست کښې مذهبي ازادي هم دغه تصور درست ثابتوي. درحقيقت د تاريخ هر دور کښې چې چا د اسلامي رياست بېرغ پورته کړے، هغۀ دراصل خپل د اختيار شوق د مذهب پۀ ذريعه د تر سره کولو هڅه کړې ده. رياست يوه سماجي اداره ده. د سماج غوښتنې وخت سره بدلېږي ځکه قران پاک داسې ضابطه نۀ ده جوړه کړې بلکې دا فېصله ئې د وخت پۀ غوښتنې پرېښودې ده. البته د ژوند او سماج اخلاقيات ئې وضع کړي هم دي او واضحه کړي ئې هم دي؛ خو زمونږ مُلاجان کاکا خپله پۀ دې ساده خبره نۀ پوهېږي. درحقيقيت د هغۀ مفروضه مدني رياست يو سيکولر قبائيلي کفيډرېشن نه سېوا څۀ نۀ ؤ. اوس خزرج انصار قرېش او يهود مسلمان او د مدينې غېر مسلم ټول دې فيډرېشن کښې شامل وو ځکه د بدر جنګ کښې د مدينې غېر مسلمانان هم جنګېدلي او مړۀ شوي چې صحيح احادیث مبارکه کښې ئې ذکر موجود دے. دا قبائلي غېر مذهبي اتحاد د هغه وخت د سياسي او سماجي ضرروتونو لۀ مخه پيدا شوے ؤ ځکه قران پاک کښې د رياست د پاره حکم او قوانين نشته، البته د مسلمانانو انفرادي او اجتماعي ژوند د پاره قاعدو ضابطو نه ټول قران پاک ډک دے. دا قاعدې ضابطې داسې دي چرته يو رياست اسلامي نۀ هم وي، پۀ دې باندې مسلمانان عمل کولے شي، دا ځکه چې دين و مذهب د بنيادم د ژوند سره تړلې خبرې دي او رياست چې پۀ کومو قوانينو باندې چلېږي، هغه مسلمان غېر مسلمان د پاره به يو شان وي. کله مقننه، عدليه، انتظاميه، فوج وغېره ادارې پۀ دې بنياد جوړول پکار وي چې زياته نه زيات د اولس او خلقو د ښۀ والي سوب وګرځي نۀ چې د مذهب د ترويج باعث دې شي. خپله د اسلام بنياد د ‘خَیْرُ النَّاسِ مَنْ یَّنْفَعُ النَّاس’ پۀ مفکوره دے ځکه دا هغه مفکوره ده چې انسان د پاره (دلته قران پاک مسلمان نۀ انسان يادوي، داخبره د تامل وړ ده). څۀ چې د نفع، خېر ښېګړې باعث وي هغه به ټولنې او رياست د پاره جائز وي. نبي پاک صلي الله علېه وسلم کۀ مدني اتحاد کښې مشري کړې ده خو دغه مشري د عربو د روايت مطابق وه چې هغوي به مشر يا سردار خپل دنياوي لارښود هم منلو. کۀ مونږ وګورو عربو کښې د ابولهب سره لس سرداران لوي وو چې جنګ بدر کښې ووژل شول خو ابولهب دې جنګ ته رانغلو ځکه چې دا نهه سرداران دنياوي وو او ابولهب دینوي يعني پنډت يا د خانه کعبه متولي ؤ او متولي به جنګ کښې نۀ جنګېدو، ځکه عبدالمطلب هم ابرهه سره جنګ ته نۀ ؤ وتلے، د خپلو اوښانو راګرځولو د پاره ئې ورسره مذاکرات کړي وو. دې نه جوتېږي چې عربو کښې دنياوي دینوي مشري بېله بېله وه خو چونکې مسلمانان د يو سياسي جبر ښکار وو نو مجبوري وه چې دې حالاتو کښې پېغمبر پاک صلي الله علېه وسلم دنياوي او دینوي دواړه واکونه خپل لاس کښې واخلي. نو ځکه د دې چاپېريال سره سم نبي پاک صلي الله علېه وسلم يوې خوا ته خپل پېغمبرانه الوهي کردار ترسره کړے دے او بل خوا ئې د رياست دنياوي امور هم چلولي دي. خپله مذهبي پوهانو ته د دې ادراک ؤ ځکه هغوي سنت دوه برخو کښې وېشلي دي ـــ يو ته عادي سنن بل ته نبوي سنن وائي. عادي سنن هغه دي چې د يوې ټولنې د فرد پۀ توګه نبي پاک صلي الله علېه وسلم کول لکه پګړۍ تړل او لنګ وهل؛ او سنن نبوي هغه دي چې د مذهب برخه وي. اوس کشاله دا ده چې عادي او نبوي سنن دواړه ملائيت خپله کښې يو کړي دي او عېن اسلام ئې ګرځولي دي. د رياست مشري د نبي پاک صلي الله علېه وسلم کول د وخت او حالاتو د ضرورت عېن مطابق وو. کۀ رياست قائمول او چلول پېغمبرانه مذهب ؤ نو عيسٰي، موسيٰ، نوح او ابراهيم علېهم السلام غوندې جليل القدر پېغمبرانو به هم دې نه بې برخې نۀ وو. څنګه چې نبى پاک صلي الله علېه وسلم د وخت د سياست لۀ مخې د مدني قبائلي اتحاد مشري واک اخستي وو، هم دغسې ايوب علېه السلام هم د خپلې خانه بدوش قبيلې مشري کړې ده. داود علېه السلام هم د طالوت نه پس د بني اسرائيلو قبائيلي مشري کړې ده. دغه قبائيلي مشري بيا سلېمان علېه السلام پۀ خپل وخت حکومت کښې بدله کړې ده خودې سره د مذهبي جبر و زور زبردستي تعلق نۀ دے پاتې شوے. ملکه سبا سره معامله هم يوه حکومتي حکمت عملي ده. بله خبره چې کومه د مذهب د بشپړې ضابطه حيات کېږي ،دا خبره تر دې حده ده چې دين څۀ جائز او ناجائز، حلال و حرام او حقوق العباد ټاکلي دي چې ژوند کښې د دې تائيد غواړي خو دې نه سېوا غوښتنه نۀ کوي. دا هم ځکه چې ژوند کښې د معروضاتو احاطه ناممکنه ده ځکه د دنياوي ژوند لارې چارې قران پاک هم پۀ انساني تدبر، تعقل، تفقهه، تفکر باندې پرېږدي. عن تر دې وئيلے شوي دي چې ايمان لرونکي پۀ خدائي اٰيتونو هم ړاندۀ کاڼۀ نۀ غورځېږي او غور و فکر پرې کوي. پۀ زمکه و اسمان انفس و افاق غور فکر د عالمانو خاصيت ښودلے شوے دے، دا ځکه چې داسې يوه لاره پرېږدي چې بنيادم خپله د کائنات بندوبست کوي او پۀ مخه باندې ځي. خو ملائيت دغه بندوبست نۀ مني. هغه غواړي چې يوه زیړه ځپلې ټولنه دې د ملا واک کښې وي او د بيکي شريف باچا صاحب دې کله د زيړي دمونه اچوي او د شړشمو تېلو کښې دې تيلے ګرځوي، کله دې د سپې چيچلو ساښت تعويذ او چف پف اف تف دې کوي. خلق دې ورله لاس پۀ نامه ولاړ وي.

سمه خبره خو دا ده چې که وګورو نو دين اسلام خپله د سيکولرازم د ټولو نه لوے مثال دے. پوره يو سورت الکافرون کښې د سيکولرازم مفکوره وړاندې کړې شوې ده چې مفهوم ئې څه داسې دے، ‘ووايه دې نه منونکو ته چې تاسو د چا عبادت کوئ زۀ د هغوي عبادت نۀ کوم او زۀ چې د چا عبادت کومه تاسو د هغۀ عبادت نۀ کوئ؛ او ستاسو خپله لاره او زمونږه خپله لاره ده. اصل کښې دا ځینې اصطلاحات هم ډېر زيات شدت پسندانه صورت کښې صديانو نه وړاندې کېږي لکه دا کافر سخت تعقل لري ځکه چې د مودو نه دا يو سپور اوچ کلک او قابل نفرين صورت کښې وړاندې کېږي، اګر کۀ مونږ وګورو نو قران پاک انسانانو ته زياته مخاطبه کوي او مخاطب ئې بنيادم دے: ”لَقَدْ خَلَقْنَا الْانْسَانَ فِيْ اَحْسَنِ تَقْوِيْـمٍ“ او انسان کافر هم کېدے شي. کۀ مونږ د کافر پۀ ځاے نۀ منونکي وليکو نو دا شدت کمېږي يا لفظ دين چې مطلب ئې لاره دے، ترجمه کښې ورته لار وليکو، لا ئې شدت کمېږي. د معنې دا شدت د مُلا د جنګرېزۍ او سختۍ نه د راوتي ذهنيت ښودنه ده. د سورة الکافرون نه پرته نور ډېر اٰيتونه د سيکولرازم پۀ مد کښې وړاندې کېدے شي لکه: ”فَـمَنْ شَاءَ فَلْيُؤْمِنْ وَّمَنْ شَاءَ فَلْيَکفُرْ“(18/ 29)، ژباړه: ووايه چې حق ستا د رب لۀ اړخه راغے، چې د چا زړۀ غواړي و دې مني، چې د چا زړۀ نۀ غواړي نۀ دې مني ــــ ”امَّا شَاکرًا وَّ امَّا کفُوْرًا“(76/ 03)، ژباړه: اوس چې د چا زړۀ غواړي وادېخلي چې د چا زړۀ غواړي نۀ دي مني ـــ ” لَآ اِکرَاهَ فِي الدِّيْنِ قَدْ تَّبَيَّنَ الرُّشْدُ مِنَ الْغَيِّ “(02/ 256) ژباړه: دين کښې زبردستي نشته رشد او ګمراهي واضحه شوي دي ـــ ”وَلَوْ شَاءَ رَبُّک لَاٰمَنَ مَنْ فِي الْارْضِ کلُّهمْ جَمِيْعًا“ ژباړه: کۀ ستا رب وغواړي نو هغۀ ته ګرانه نۀ ده چې د زمکې ټول خلق ايمان راوړي.

د دې اٰيتونو پۀ رڼا کښې دا هم ځکه مونږ وئيلے شو چې دين اسلام هم يو مکمل سيکولر دين دے او دا پۀ زور زبردستۍ نۀ، پۀ مکالمه او مخاطبه باندې خبره کول غواړي چې خپل پېغام خپور کړي. د ټولو نه لوے مثال دا دے چې اسلام د مخاطبې لهجه پسته ساتلو د پاره هم هدايت کوي. پېغمبران پاک جناب موسيٰ او جناب هارون علېهم السلام چې کله د بلنې د پاره د رعميسس دوېم دربار ته ځي نو حق تعاليٰ ورته وائي چې هغۀ سره پۀ نرمه لهجه کښې خبره وکړئ. يعني هغه فرعون چې د خدایۍ دعوې کوي چې اَنَا رَبُّکُمُ الْاَعْليٰ، بني اسرائيل باندې جور و تعدي کوي، هغۀ د پاره هم نرمه لهجه پکارول؟ هم دغه خبره سيکولرازم کوي چې مذهبي ازادي د هر چا خپل حق دے او څوک پۀ زور زبردستۍ بل باندې دا حق نۀ شي منلے او څنګه چې وګړي د پاره دا کليه ده، هم دغه کليه د رياست د پاره ده چې هغه به پۀ زور خپل مذهب پۀ عوام باندې نۀ مني بلکې هغوي به ازاد پرېږدي چې پۀ عقل و خرد د خپل مذهب و مسلک پرېکړه وکړي.

نن چې دنيا کښې کوم تشدد، کرکه، تربګني، اورپکتيا او نۀ زغملتيا، نفرت، شدت پسندي، قدامت پرستي ده، د دې د مخنيوي د پاره يواځې سيکولرازم دے چې هغې ته زيات نه زيات پېژندګلتيا او تشهير ورکړے شي نو دا کشالې به هم ورسره هوارې شي. سيکولرازم کۀ هر صورت کښي وي دا د جنګ جدل او مذهبي منافرت نه ډېر زيات غوره دے.

کۀ مونږ وګورو نو زمونږ دا د اوسنۍ دورې موجوده سيکولرازم د قرطبه يا دمشق پېداوار نۀ دے، دا سيکولرازم د صنعتي ټولنې د مجبورۍ پېداوار دے. چې کله يورپ کښې صنعت سازۍ وده ومونده او تجارت کوونکي پۀ حکومت حاوي شول، قامي رياستونه جوړ شول نو بيا قامي او مذهبي جنګونه ختمول هم ضروري شول. د هغې د پاره د روشن فکرۍ سره سره د سيکولرازم ضرورت هم محسوس شو ځکه چې هر کله مذهب ځانګړې مسئله شي نو فرقه وارانه کشالې او ملکي جنګونه به ختم شي، امنيت به راشي او کارخانه به ښۀ پېداوار کوي نو کارخانه دار به زياته ګټه تر لاسه کوي. دسيکولرازم او جمبوازم مفکر جېکب هولي اوک دغه شاليد کښې خپله مفکوره وړاندې کوي. يعني دا سيکولرازم د سرمايه دارانه ټولنې بچاو او تحفظ د پاره هم يوه مدبرانه مفکوره ده خو د قرطبه او دمشق سيکولرازم د يوې روادارې ټولنې پېدوار ؤ، يا هم دغسې پۀ پښتنه ټولنه کښې چې وېش نه وړاندې د مذهبي روادارۍ کوم تصور موجود ؤ اواوس هم د پښتونواله پۀ صورت موجود دے چې خپله د باچاخانزم يا باچاخانۍ مفکوره هم د دغه پښتوانواله يو جديد رېفارمډ او ريفائنډ صورت دے، د پښتونواله د دې سيکولرازم د سُوچه تصور انداز يوسل دولس کاله وړاندې ليکلي شوي يو کتاب ‘قېد ياغستان’ نه کېدے شي. دي کښې يو کلرک محمد اکرم چا چې داکتاب ليکلے او يو هندو قبائيلو اغوا کړے وي، هغه هندو ورته د بند دوران کښې وائي چې زۀ مسلمانېږم خو دغه اغواکار ورته وائي چې نه، چې تر څو پورې تۀ قيدي ئې، نۀ به مسلمانيږې. دا به بيا خلق زمونږ زوروري ګڼي ځکه چې خلاص شې بيا به مسلمان شې؛ بيا به عالَم وائي چې پښتانۀ پۀ زور هندوان مسلمانوي.

د سيکولرازم او نېشنلزم پۀ حواله ډېره تېروتنه چودهري غلام احمد پروېز خوره کړې ده. غلام احمد پروېز د اسلام يو بل بدل صورت بله تشريح وړاندې کړې چې چرته سمے خوري او چرته هسې د لغت سر زوري او د مطالعې ناهضمي پۀ ګوته کوي. کومو لوستونکو چې د اخوان الصفاء زړې رسالې د معتزله ډلې افکار د خان بهادر سر سيد احمد خان او د مولوي چراغ، علامه اسلم جيراج پوري، مولوي حسېن علي، ابو الکلام ازاد، علامه عنايت مشرقي او د سر شېخ محمد اقبال خطبات لوستي وي او د يورپ د نشاة ثانيه نه پس د مغرب د سماجي سياسي او فلاسفي افکارو او اذکارو نه څۀ قدرې خبر وي، هغوي د پاره غلام احمد پروېز متاثر کن نۀ پاتې کېږي، ځکه چې دۀ هم دغه د دوي ليکونه تروړلي مروړلي او خپل مقصد د پاره ئې وړاندې کړي دي. خو حواله د مشرقي عربي فکرونو خو بالکل نۀ ورکوي ځکه چې بيا ئې ټول کار از رفته کار ښکاري، البته د مغرب حوالې پۀ شوق ورکوي خو هلته هم چې خبره د قراني فکر سره ورته کېږي، هغه حواله پټه کړي. لکه د اسماء الحسنٰي پۀ حواله دا تصور چې د خداے پاک د نومونو خاصيتونه بنيادم کښې شته، بايد بنيادم دې خاصيتونو ته دوام ورکړي؛ لکه رحيم عليم خبير ستار غفار؛ نو چې دې ته عمليت کښې دوام ورکړي دغسې به خداے پاک سره نزديکت پېداکړي. دا مفکوره اصل کښې د يو عيسائي پوهاند “کرسچین ډا لارسن” پۀ کتاب ‘ستاسو صلاحيتونه او د هغو د پکارولو طريقه’ (Your forces and how to use them) کښې وړاندې کړې وه چې باچاخان ئې خپل کتاب کښې ذکرکړے خو د ليکونکې نامه کرسچين ډا لارسن ليکل ترې هېر شوي. دا يوه زبرسته مفکوره ده چې د فرد ژوند کښې بنيادي بدلون راوستے شي او دا د ذکر او اذکار پوره د صديانو راروان تصور هم بدلوي او بايد دې مفکورې پله خيال هم د يو عيسائي پوهاند تلے ؤ چې هلته د اقانيم ثلاثه عقيده شتون لري. خو غلام احمد پروېز دا حواله پټوي او دا مفکوره خپله نامه باندې وړاندې کوي. بل خوا لغات القران کښې ئې هم د علامه راغب اصفهاني پوره بې مثله کتاب ‘المفردات القران’ هضم کړے دے او ډکارکے ئې هم نۀ دے اخستے. مطلب مې دا دے چې دا نوميال سکالر ذهني توګه باندې عالم نۀ ؤ، کۀ پۀ قلمي توګه ئې هر څومره زيار باسلے وي. مثال ئې د هغه ليکوال دے چې پۀ معلوماتو خپل کم علم زياتوي او پۀ دې چالاکۍ لوستونکي جارباسل غواړي. غلام احمد پروېز د برتش انډيا دهلي سيکرټرېټ ملازم د انګرېزانو نوکر ماتحت ؤ. وېش نه پس ته ورپسې دحکومت پاکستان سرکاري ملازم شو، ځکه لکه څنګه چې پروفېسر امجدعلي شاکر هم وئيلي دي چې د هغۀ د حکومت تصور الٰهيه دراصل د برټش حکومت د قاعدې ضابطې او اٰمريت دوېمه نامه ده. د هغۀ نظر کښې د اسلام تصور د حکومت الٰهيه نه بغېر ناممکنه دے. او صلوة و زکوة مطلب اصل حکومت الهيه دے او نورمروجه عبادات چې مونږ ئې کوو در اصل د زوړ لرغوني پوجاپاټهـ مذهبي شکلونه دي چې هېڅ اهميت نه لري هغه ليکي چې د تسکين روح لارې عبادت، بهګتى او پرئير دي ځکه څوک مزګت کښې محراب کښې سر ټيټوي څوک مندر کښې د درګا بائي خدائيګوټې پوجا کوي څوک ګرجا ګهرته ځې بس دغه د مذهب دائره کار دے. د لمونځ روژه دا ازادي بې معنې ده ازادي هغه ده چې د حکومت الهيه خپلواک رياست جوړ شي کوم خلق چې حکومت الٰهيه (يعني مملکت خداد پاکستان) دائره کښې دي. هم يواځې دوي يو قوم او ملت اسلاميه دي او کوم چې دې دائرې يعني خپلواک الٰهيه رياست نه بهر وي، دا غېر مسلم او جمعيت کفار دي. د حکومت الٰهيه دائره کار کښې د دغو غېر مسلمو او د جمعيت کفار يو غړے بيخي بيخي پۀ خداے قران هم دخل مداخلت نۀ شي لرلے، شايد ځکه وېش نه پس مسلم ليګ هندوستان کښې پاتې شوي مسلمانانو ته وئیل چې اوس تاسو هندوستان سره وفادار ياست، مونږ خپل هېواد تر لاسه کړو؛ تاسو د دې مملکتِ خداداد د الٰهيه دائرې نه بهر ياست. ځکه مسټر جناح د روهنګيا د مسلمانانو ډلې د پاکستان سره د بنګال پۀ ذريعه د يو کېدو مطالبه پۀ سختۍ رد کړې وه اګر کۀ مسلم ليګ مشران لکه علي برادران وغېرهم به برما رنګون ته چندې د پاره خامخا تلل.

غلام احمد پروېز چې پۀ علامه هم مشهور دے، پۀ يوه حقله د سر محمد اقبال د نوي علم الکلام پۀ اسلامي تعليماتو راتپل کوي، بل خوا دے مسټر جناح سره هم ډېر نزدې ؤ. درېغه چې د وېش نه پس چې کله سمدستي کراچۍ کانفرنس کښې سيکولر خدائي خدمتګار تحريک او مذهبي تجدد پسند حضرت مودودي د اکفسورډ تعليم يافته ملا عنايت الله مشرقي او ملنګ سياستدان مولانا سيد عطاالله شاه بخاري ټولو غوښتنه وکړه چې استعماري يادګار عيسايان يهوديان چې مشيران ګورنران افسران دي، دې اوس پۀ مملکت خداداد کښې خپلو عهدو نه لرې کړے شي نو چې بايد چودهري پروېز هم دغه مطالبه کړې وه ځکه چې د هغۀ د تصور لۀ مخه خو غېر مسلم حکومت الٰهيه کښې بيخي عمل دخل نۀ شي لرلے نو ځکه دا غوښتنه د هغۀ د مفکورې لۀ رويه هم عېن اسلامي ده چې مېجر جنرل رابرټ کاوتهم غوندې غېر مسلم انګرېز (چې 1950 نه 1959 پورې د پاکستان د خفيه ايجنسۍ اٰئي اېس اٰئي مشر ؤ) دې د اٰئي اېس اٰئي مشرۍ نه لرې کړے شي. چيف سېکرټري لېفټنټ کرنل ډي لا فارک دې د صوبه سرحد د خپلې عهدې نه او سر اولف کېرو دې د ګورنرۍ نه، جنرل ګرېسي دې د فوج مشرۍ نه او دغسې نور انګرېزان دې خپلو عهدو نه لرې کړے شي ځکه چې دوي غېر مسلمه دي او د اسلامي رياست او ‘دائره الٰهيه’ سره ئې هډو څۀ کار نشته. علامه چودهري پروېز خپله هم لکه زما خارق العاده خبرې بيخي نۀ مني خو بل خوا پاکستان داسې يوه ناوياته تاريخي معجزه مني چې د جناب عمر فاروقرض د شهادت نه پس لمړے ځل رامنځ ته شوې ده، شايد د دې معجزې نه پۀ سن نولس سوه اويايم زېږديز کښې راوتي بنګله دېش نومې بله معجزه هغۀ ته نۀ ښکاري. پۀ خپل ليک ‘اسلام آگے کيوں نہيں چلا’ کښې هغه هم دغه خبره کوي چې پاکستان د اسلام د معاشرتي نظام د پاره جوړ يو خپلواک ټولواک رياست دے چې زر کاله پس پکښې اسلام لمړي ځل خپل زور ځواک موندلے دے. يعني علامه چودهري پروېز د مسلمانانو شمېرئيزه اکثريت ته د اسلام غلبه وئيلو تېروتنه کښې بوخت دے.

پۀ هر حال علامه چودهري غلام احمد پروېز د ايوب خان اٰمريت هم دغه کتاب کښې د قران د شورائي نظام هنداره ګڼلے دے او عجيبه عجيبه صفتونه ئې ورله کړي دي. هم دلته مونږ پوهېږو چې د چودهري پروېز حکومت الٰهيه او لۀ خپله ځانه خپل ځان پۀ خپله فيلډ مارشل جوړ کړي د جنرل ايوب خان هزاروال ډکټيټرشپ او د مسلم ليګي مسټر جناح ګورنر جنرلي لکه دهندوانو د ‘تريمورتي’ د يوې څهرې درې مخونه مني. دلته پۀ چودهري پروېز او ملا فضل الله د سوات کښې ذهني لحاظ سره هېڅ توپېر پاتې نۀ شي؛ دواړه يوه علاقه باندې قبضه کولو او دلته د يو خاص مذهبي کس د اٰمريت قائمولو ته رياست الٰهيه يا شرعي حکومت وائي. چودهري پروېز هم لکه د خپل استاد سر شېخ محمد اقبال سياست او دين يو بل نه بېل نۀ ګڼي او دې بېلوالي ته چنګېزيت )جدا ہو دین سیاست سے تو رہ جاتی ہے چنگیزی( وائي، اګر کۀ مونږ تاريخ کښې وينو چې کله مذهب، سياست او رياست سره يو شوي دي، هغې نه چنګېزيت جوړ شوے دے. لوېديځ وي کۀ ختيځ، مذهب سياست چې يو شوي دي، د وينو سېلابونه بهېدلي دي او چرته چې روادار سيکولر سياست د رياست موخه ده، هلته دا منافرت د نيشت برابر دے. پۀ دې حقله چودهري غلام احمد پروېز د قران پاک اٰيتونو نه هم خپلې معنې راوباسي او پۀ اوچ زور ئې راوباسي. لکه؛ ”الَّذِيْنَ انْ مَّکنّٰـهُمْ فِي الْارْضِ“ )الحج، (41، ژباړه کښې هغه مکن ارض نه “تمکن ملک” او تمکن ملک نه “ازاد مملکت” (يعني پاکستان) مطلب کوي، اګر کۀ د دې مطلب دے چې کله دوي پۀ زمکه تمکنت يا مضبوطتيا ومومي يعني يو ځاے ښۀ پاخۀ دعوېدار مکين استوګن شي او چا ته پته نشته چې د دې سياسي دور کښې د يورپ رياستونو کښې د هر مذهب منونکو ته دا رو رعايت حاصل دے چې د خپل مذهب نۀ يواځې پابندي وکړي بلکې کۀ اکثريت ولري نو قانون سازي هم وکړې شي. يعني دا مضبوطتيا او تمکن د مذهبي حکومت نه بغېر هم کېدے شي لکه يهود چې پۀ اقتصادي علمي فکر حواله دنيا کښې مضبوط دي نو خپل کار د هر ملک نه پۀ هره ممکنه باندې وباسلے شي اګر کۀ اسرائيل خپله پۀ توګه د مملکت هغومره زور نۀ لري چې داسې ګټې تر لاسه کړي.

علامه پروېز وائي چې تمکن فى الارض نه مطلب دے يو ټول واک خپلواک ازاد مملکت او هم دې ته بيا هغه پۀ يو معنوي تحريف اٰستخلاف في الارض’ هم وائي او دا استخلاف د ايمان او اعمال صالح نتيجه ده. ”لَيَسْتَخْلِفَنَّـهُمْ فِي الْارْضِ کمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِيْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ“ )النُّور، (55. دلته هم د استخلاف في الارض مطلب د جانشينۍ حق دے چې څنګه هر يو قابل قوم له خداے پۀ زمکه د جانشینۍ حق ورکوي او کله چې هغه قوم د هغه قوانينو نه ډډه وکړي چې د حکومت او سلطنت د پاره پۀ دنياوي توګه لازمي وي نو هغه حکومتونه سلطنتونه وران شي. دې کښې د مسلمان نا مسلمان توپېر نشته. دا خبره پۀ انساني حواله اخستل غواړي ځکه چې زمکني حقيقتونه ئې هم مرسته کوي چې يو وخت يونان فارس روم عرب ترک انګرېز او اوس امريکن او چيني د دنيا د قومونو مشري کوي يا نور يو شمېره هېوادونه خپل حکومتونه خپلواک او فلاحي انداز کښې چلوي، اولس ته سهولتونه او امنيت ورکوي، دنيا کښې عزت او احترام لري. دې نه جوتېږي چې ملايان او غلام پروېز دلته پۀ غلط دريځ ولاړ دي؛ خصوصي توګه باندې بيا چې کله هغه د جنتِ ارضي پرچار د جنت اسماني نه زيات کوي، بايد هغه دا فلاحي رياستونه هم د لوېديځ ليدلي وو چې سيکولرازم باندې يقين لري.

يو بل لوے تضاد چې هغه پاکستاني ساخته دانشوران نۀ شي حل کولے، هغه دا دے چې اسلام خو يو نسلي يا قومي دهرم يا مذهب نۀ دے چې نسل در نسل يا يوه ټاکلې تړلې ټولنه کښې بس موجود راروان وي؛ دا خو د تبليغ او پرچار دين دے چې وخت سره خورېږي، نو بيا ولې لکه دهرم غوندې دا دې د زمکې يوه خاصه ټوټه کښې راګېرکړے شي. دا خو د ‘الارض لله الحکم لله’، ‘هر ملک ملکِ ماست که ملکِ خداے ماست’ خلاف کار دے چې دوي ئې خپله د عالمګيريت د دين اسلام روح ګڼي. ځکه دا تضاد دوي داسې رد کوي چې وائي پاکستان د اسلام يوه تجربه ګاه ده اګر کۀ داسې وئيل پکار وو چې ‘قتل ګاه’ ده. د اِستخلاف في الارض پۀ حقله قران پاک خپله بلنه ورکوي چې پۀ زمکه وګرځئ، وګورئ او ووينئ چې مخکښې څومره قامونه پۀ بې لاره کېدو يعني د سلطنت د پاره منلې ضابطې قاعدې نه د ډده کولو پۀ وجه لۀ منځه تلي دي او مونږ ته د تاريخ او جيالوجي علمونه دا ښائي چې دا قامونه د هغه قوانينو نه پۀ انحراف کولو تباه شوي دي کوم چې د رياست د بقاء د دوام د پاره لازمي دي او مونږ ګورو چې دغه ټول قوانين هم سيکولر قوانين دي ځکه چې دغه قامونه چې اسلام نه مخکښې پېدا شوي دي او هغه وخت مذهبونه چې پېغمبرانو ورله هډو بلنه ورکوله د اسلام پۀ شان مکمل نۀ منلے کېږي او هم دا عامه عقيده ده چې اسلام مکمل دين دے نو قران پاک بيا دا مخکښې قومونه ولي يادوي چې دوي پۀ بد اعمالو تباه کړے شو ځکه چې د رياست او حکومت قوانين د هغه قوانين نه بېل دي چې پېغمبران ئې د اعتقادات او اخلاقيات پۀ بنياد وړاندې کوي.

د سيکولرازم معنيٰ لادينيت کولو کښې د حضرت مولانا مودودي ليکونو هم لوے کردار تر سره کړے دے چې د سيکولر سټېټ ژباړه ئې مسلسل هم ‘لاديني رياست’ کوله اګر کۀ دا ‘همه ديني رياست’ يا ‘هر مذهبي رياست’ پکار وه. در حقيقت د لادينيت دې تېرباسونکې اصطلاح د سيکولرازم پۀ حقله زياتره خلق تېرويستلي دي او د چودهري غلام احمد پروېز اثر اغېز خو د لبرلز اشرافيه او خصوصاً هغه وخت تر بيوروکراسي محدود پاتي شوے دے، خو د حضرت مودودي اغيزه خوانده او نيم خوانده مډل کلاس اخستې وه دوئي. ابکيورازم سيکولرازم، نېشنلزم، لينن ازم او سوشلزم هر څۀ خپلو کښې يو کړي دي، بيا ئې پۀ يو ګز باندې هر څۀ وهلي تال اترغه کړي دي. هم ئې د ملت چې د هغې تعلق دين سره وي، د قوميت چې د هغې تعلق جغرافيې سره وي خپلو کښې ګډوډ کړي او لکه د غلام احمد پروېز ليکي چې مسلمان د هندوانو نه بېل قوم دے خو دې نه وړاندې هغه د دې تصور خلاف ډېر زيات ليکل کړي دي چې مسلم ليګ غلط وائي، مسلمان قوم نۀ دے، نۀ د يهوديت هندومت غوندې نسلي مذهب دے، بلکې مسلمان يو بېل جماعت دے. خپل کتاب ‘مسلمان اور موجوده سياسي کشمکش’ کښې ليکي چې ما د قران پاک ا و حديث نه ثابت کړي دي چې مسلمان قوم نۀ دے او دا قوم د قوميت پۀ لنډې تنګي د نسلي تاريخي روايتونو دائره کښې نۀ شي بندېدے. ولې د دې مقابله کښې پۀ دې حقله د پروېز دريځ د احمقانه حده پورې بې ځايه دے. هغۀ ليکلي چې اسلام کښې د قوميت معيار د ايمان اشتراک دے ځکه يو مسلمان کۀ هر چرته وي، هغه د امت مسلمه فرد دے او جغرافيائي لرې والے ئې امت نه نۀ شي بېلولے. دا اوس عجيبه خبره ده چې څنګه پۀ عيارۍ باندې دوه قومي نظريه کومه چې د فورټ ویليم کالج کلکتې ډاکټر ګل کرائسټ د اردو لساني لائحه عمل پۀ ذريعه راوباسلې وه، دهلي کالج کښې ډاکټر مېکنزي او عليګړهـ کالج کښې ورله تهيوډوربيک او سر تهامس ارنلډ د سر شېخ محمد اقبال لارښود وده ورکړې، بيا عبدالحليم شرر غوندې روماني ناول ليکونکي، د سر محمد اقبال غوندې د ډرمنډ ولف د پان اسلازم موئد شاعر مسلمانانو کښې خپره کړې وه، دغه دوه قومي نظريې ته لار هوارولو د پاره غلام احمد پروېز وړومبے دين اسلام قوميت وګرځوي او ورپسې بيا دا قوميت لۀ ځانه امت کوي اګر کۀ قران پاک هر ځاے قوم او د ملت هم دغسې بېل بېل استعمالوي لکه څنګه چې ئې قام دوست وګړي استعمالوو؛ يعني قوم هغه چې يوه جغرافيه يا ژبه لرلو سره د یوې ثقافتي اکایۍ برخه لري او شریک تاریخ لري: او ملت ټول بنيادمان هم کېدے شي چې د ادم نوغه ده يا دا مسلمانان چې مذهبي بنياد باندې د عقيدې اشتراک کښې سره يو دي، خو د ملت او قوم د ګډوډولو د قاميت او شهريت د يو کولو دا علمي غولتۍ درغلۍ او معنوي ټګۍ ټورۍ ځکه کېږي چې مونږ رياست پۀ مذهبي بنياد چلول غواړو او پۀ دې حقله علم او پوهه زمونږ مرسته نۀ کوي، نو دغه مرسته حاصلولو د پاره حقيقت مسخ کېږي او مسخ حقيقت هم دغسې دے لکه د سر شېخ محمد اقبال زوے رېټائرډ چیف جسټس جاوېد اقبال، د چا د نوم پۀ نسبت چې اقبال لاهوري د خپل یو کتاب نامه ‘جاوېدنامه’ ایښودې وه، خپله يوه مرکه کښې وائي چې پاکستان جوړېدو نه مخکښې دوه قومي نظريه ټهيک وه. سر اقبال پۀ حقه او حسېن احمد مدني پۀ غلطه ؤ ځکه چې هغه وخت د دې ضرورت ؤ (يعني خلقود دهوکه کولو او تحريک چلولو د پاره دا دهوکه ضروري وه) خو پاکستان جوړېدو نه پس هغه سياست او ضرور ختم شو (يعني پاکستان کامقصدکيا؟ لااله الاالله او پاکستان اسلام کى تجربه گاه هوگى؛ دا نعره او وعده وقتي قيصې وې) نو ځکه اوس د اقبال خبره غلطه او د شېخ مدني خبره سمه ده چې قومونه پۀ وطن جوړېږي پۀ مذهب نۀ، اوهم ځکه ‘سب سے پهلے پاکستان’ نعره چې فوجي اٰمر جنرل مشرف لګولې ده، دا نعره ټهيک ده. دا ؤ د جاويد اقبال دريځ؛ نو د دې نه اندازه کېدې شي چې مذهب پۀ سياست کښې د بليک مېلنګ د پاره استعمالوونکي د انګرېز مراعات يافته مسلمان اشرافيه د کوم ذهنيت څښتنه وه. دې ته هم کاتۀ غواړي چې مذهب ته لمړے مکمله ضابطه حيات وئيلو واله پوهاند سيد قطب مصري ژوندليک کۀ وکتلے شي نو هغه يو ذهني رنځور بلکې حواس باخته ښکاري، ځکه چې هغۀ به د مراقبې د پاره پۀ ماتو قبرونو کښې دننه کښېناستو او د کشف القبور ډېر ‘ماهر’ ؤ. خپله حضرت مودودي چې د اسلام کوم تصور خپروي، دا هغه تصور دے چې ابوالکلام ازاد نه ئې اخذ کړے دے او هغۀ د ‘الهلال’ زمانه کښې خپرولو خو وروستو دغه تصور نه هغه وروسته شو چې کله پۀ ذهني توګه ‘پخته فکر’ شو او د اسلام پۀ غرض غايت ئې ذهن صفا شو. حضرت مودودي هغه ‘الهلال’ واله دغه تصور او څۀ لږ ډېر د مشرقي او د پروېز او زيات د سيد قطب او حسن البنا حوالو نه اخذ اکتساب کوي، ورسره څۀ تړکه د خپل سوچ و فکر لګوي او دې نه د جماعت اسلامي لټرېچر جوړ شي. دا لټرېچر د يو درميانه نه کم درجې ذهني مخه لرونکي د مډل کلاس ذهنيت لرونکي د پاره ډېر د پایې او اوچت کمال دے. مودودي او غلام پروېز وائي چې چونکې عيسائيت مکمله ضابطه حيات نۀ دے، ځکه لوېديځ ته د سيکولرازم ضرورت دے چې ځان وساتي؛ خو مونږ ته ئې ضرورت ځکه نشته چې مونږ مکمله ضابطه حيات لرو. ښکاره خبره ده چې د دې خبره وړومبۍ برخه سمه ده او دوېمه غلطه ده. در حقيقت يو مذهب هم پوره نۀ وي، هر مذهب د خپلو حالاتو تابع راغلے دے. پاتې د دين اسلام خبره نود احاديث لۀ رويه هم او مفسرين هم خپله وائي چې د سورتونو شان نزول شته او هر سورت او ځینې ځاے کښې اٰيتونه هم د وخت او ماحول مطابق نازل شوي دي. ځینې اٰيتونه خو باقاعده د پوښتنو جواب کښې نازل شوي دي او ځینې وخت د يو سورت څۀ اٰيتونو نازل شوي بيا ودرېدلي، ورپسې بل سورت شروع شوے. د دې مطلب هم دغه شو چې دين اسلام هم د چاپېرچل د غوښتنې نه بې غوره بې پامه دين نۀ دے او دا هم ځکه بيا بيا د تفکر تدبر او تفقه خبرې کوي، خو ملا وائي چې نه! مکمل ضابطه حيات دے!!! مکمل ضابطه حيات کښې د نوې خبرې يعني تفکر تعقل تدبر تفقه ځاے نۀ وي نو بيا ولې قران پاک بيا بيا د تفکر، تعقل، تدبر بلنه ورکوي؟ د سيکولرازم مخالف د سيکولرازم پۀ حواله د وخت لۀ سره د تېروتې ښکار راروان دي. دوي سيکولرازم هم د اسلام خلاف سازش بولي اګرکۀ داسې نۀ ده. د سيکولرازم ابتداء د صنعت سازۍ او سرمايه دارانه نظام د تحفظ پۀ سوال شوې وه. دا خبره سمه ده خو هره مفکوره د معنويت ګڼ اړخونه لري. د سرمايې خونديتوب کۀ امنيت سره مشروط دے چې د سيکولرازم نتيجه ده نو دا امنيت د ټولنې تحفظ سره هم تړلے دے. درحقيقت سرمایې ته خو ټولو نه زيات تحفظ د مذهب مروجه د بخت و تقدير او قسمت عقيده ورکوي. سمه خبره دا ده چې سيکولرازم معاشرتي ضرورت نظريه او د انساني فطرت عېن مطابق رويه ده. دا تکثريت ته وده ورکوي او تکثريت اختلاف دے او اختلاف ښائست دے. اختلاف ټولنې او انساني فکر ته پرمختګ ورکوي او ايجاد دريافت باز يافت عمل پۀ وړاندې بوځي. پاتې صلاحيت نو کۀ د ملائيت خبرو ته کښېنو نو ملائيت خو د لاوډ سپيکر نه راواخله تر رېډيو پورې او د تصوير نه را واخله تر نغمې پورې هر څۀ ناجائزه ناروا ګڼلي دي، ځکه د سيکولرازم پۀ حقله د ملائيت سنجيده اخستل هډو پکار نۀ دي؛ خو کشاله دا ده چې زمونږ د هر پښتون وګړي دننه کۀ هغه ږيره ور دے کۀ برېتور دے او کۀ ږيره بريېت خرئيلور دے، کښې دننه يو چترالے ملا پټ دے چې يو لاس کښې ټوپک بل کښې د تاج کمپنۍ لمېټد قران پاک ګرځوي، ځکه پۀ ځینو شيانو باندې د دوي سر خلاصولو د پاره هم د دوي لۀ نکته نظره خبره کول ضروري ګڼي. دا مخلوق پۀ دې نۀ پوهېږي چې بس مُلا پړه پورې نښتے دے، دا مخلوق به پۀ دې پوهوې چې مُلا څنګه کوم ځاے او ولې پۀ پړه پسې نښتے دے.

مُلا او پاکستاني دانشور دواړه لَا یَعْقِلُون دي. دا دواړه د خپل مقصد د پاره تاريخ، حق او حقیقت درې واړه مسخ کوي، مروړي تروړي او خلق تېرباسي، پۀ کندو کپرو ئې سر کوي. د دې يوه غوره بېلګه دلته ورکول به بده نۀ وي. ډېره موده کېږي چې ‘الفت’ مجله پېښور کښې د ملګري پوهاند خان زمان کاکړ يو ليک د اجمل خټک پۀ حقله خپور شوے ؤ. هغې کښې يو ځاے د سيکولر لفظ راغلے ؤ چې د مجلې د مدیر لۀ خوا ورته پۀ قوسېن کښې ‘پۀ دين نۀ ولاړ’ وليکلے شو. اوس قوسېن کښې دغه لیکلے سپیناوے د جهادي لټرېچر ‘لعابِ ذهن’ ؤ نو کاکړ ملګري د دغه کړنې بد وګڼل او جوابي مضمون ئې وليکلو. لکه څنګه چې د کاکړ اسلوب دے چې فکري خبره هم کۀ ليک کښې کوي نو شاعرانه او تخيلاتي انداز کښې ئې کوي نو دغسې دا ليکنه هم وه خو د ليک بنياد درست ؤ. جواب کښې د اسلام اباد اسلامک انټرنېشنل يونيورسټۍ کوم نوم ورکي متعلم باندې جوابي ليکنه وکړې شوه او د سيکولرازم هغه مجاهدانه اشرارانه تشريح ئې وکړه چې مخکښې ذکر شوې. ټولو نه لوے ظلم خو دا دے چې مونږ ته به د سيکولرازم تشرح د اسلامک يونيورسټۍ ‘متعلم’ کوي او هغه هم د اسلام اباد د اسلامک يونيورسټۍ نه؟ دا هغه لطيفه شوه چې د يو کس مور ناروغه وه. ډيتو نومې یو نیم حکیم نه ئې علاج کولو خو سمے ئې ونۀ خوړو، لا زياته ناروغه شوه. يو ملګري سره ئې د علاج مشوره کوله ملګري ورته ووې چې هلکه! ډيتو ته ئې بوځه. نو دغه کس ورته وې دا خرابه کړې خو هم دغه ظالم ډيتو ده کنه!!! نو وروره دا د سيکولرازم دا اصطلاح مسخ کړې هم د مذهب دعويٰ لرونکو پوهانو ده چې نۀ د دین پۀ روح پوهه دي او نۀ د سيکولرازم پۀ معنویت، خو خبره ئې پۀ مات قبر کښې مراقبه کوونکي نه راخستې ده، پۀ حضرت مودودي راغلې، اسلامک انټرنېشنل يونيورسټي اسلام اباد ته رارسېدلې او هلته نه ئې ‘متعلمين’ خوروي. دغه متعلم ملګرے چې اوس خو بايد دے هم چرته اسلامک رېسرچ سنټر کښې د ډاکټر دوست محمد خان کالم نګارغوندې چئيرمېن وي؛ ليکي چې سيکولرازم يو جال دے او د دې مقصد و مطلب دا دے چې 1ـ اسلامي احکام تحريف کړي 2ـ اسلامي تاريخ باندې تنقيد وکړي 3ـ مسلمانان د معرفت او علم نه لرې وساتي 4ـ اسلامي نړۍ کښې اخلاقي فساد جوړوي 5ـ د جديديت پۀ نامه خلق دهوکه کړي 6ـ د فکر استعمار(؟) فکري جنګ (؟) خبرې د مسلمانانو ذهن نه وباسي 7ـ د تمدنونو تر منځ د روغې جوړې خبرې پېدا کړي 8ـ مسلمان شدت پسنده، بنياد پرست او دهشت ګرد وښائي 9ـ د اسلام اصول د پښو د لاندې کړي، حلال حرام ختم کړي 10ـ فکر او سياست کښې د مغرب پېښې وکړي 11ـ د عالمګیريت ډول وغږوي، د بيان د ازادۍ پۀ نامه د اسلام سپکاوے وکړي 12ـ مغربيت خور کړي او د مسلمانانو کارنامې ونۀ مني.

تاسو دې نکات نه اندازه ولګوئ چې زمونږ عالم او متعلم دواړه لۀ خېره د ذهني پسماندګۍ او فرسودګۍ حماقت او جهالت پۀ کومه انتها ولاړ دے او ولې د دې ازاله نۀ کوي. لۀ ځانه يوه مفروضه جوړه کړي، بيا دې مفروضې ته د يقين درجه ورکړي، بيا دا يقين د اسلامياتو سره يو ځاے کړي او قيصه پۀ افسانې ختمه کړي ـــ خو سيکولرازم د رایې د ازادۍ، د اعتدال، افهام تفهيم، د فکري ازادۍ خبره کوي. دا اصول هر ځاے يو شان ساتي کنه د پروفېسر نوم چومسکي غوندې دانشور او رابرټ فسک غوندې ژورنالسټ او اٰرټ بک والډ غوندې سياسي سماجي طنز کوونکے پۀ امريکه کښې ناست پۀ امريکي رياست او نظام پاليسۍ او چارواکو تنقيد نۀ کولو لکه د علامه جاوېد غامدي ککي زئ غوندې به ئې ملک نه ځغلولے ؤ، يا لکه د ملاله ایسپزۍ غوندې به ئې د وژلو هڅه کړې وه.

غواړم د سيکولرازم دې بحث کښې شهيد ډاکټر محمد فاروق خان هم ياد کړم چې دعلامه جاوېد غامدي د فکر ملګرې او يو ډېر پوهه جرأت مند سکالر ؤ. د يوې اوږدې فکري مبارزې نه پس ئې د جماعت او حضرت مودودي سوچ نه ځان راوباسلے ؤ. ډاکټر فاروق د سيکولرازم پۀ حواله يوه چيټۍ د پښتنو ملي مشر اسفنديار ولي خان ته پۀ پۀ دولسمه فرورۍ 2005زېږديز لیکلې وه. دغه چیټۍ کښې ئې ملي مشر نه دا غوښتنه کړې وه چې عوامي نېشنل پارټي دې خپل دستور منشور کښې د سيکولرازم پۀ ځاے ‘د اسلام انسان دوست تعبير’ علمبرداره شي ځکه چې دا د معروضي حالاتو ضرورت دے او دې کښې د سيکولرازم ټول مثبت اړخونه راځي. دې اړخونو نه د هغوي مطلب مذهبي رواداري، زغم، مکالمه، جمهوريت، انساني مساوات، انصاف، ديانت او پُر امنه بقاے باهمي اړخونه وو چې د انسانيت يو شان منلے شوي ميراث کښې هم راځي. ارواښاد ډاکټر دې خط کښې ليکي چې دې بدلون سره به ګوند د تورونو نه هم بچ شي او د مخالف ځواک مقابله به ورته هم اسانه شي. دې خط سره هغۀ خپل ليک ‘سيکولرازم اور پاکستان’ هم رالېږلے ؤ او پۀ دې حواله ئې ملي مشر سره د خبرو اترو خواهش هم څرګند کړے ؤ چې دا خپله د ارواښاد د مثبت تعميري سوچ ښودنه کوي. ډاکټر دې ليک کښې سيکولرازم او اسلام خپلو کښې پۀ دې پینځۀ نکتو سره بېلوي چې 1ـ اسلام کښې واکمني خپله هم نمونځ کوي او خلق هم رابلي 2ـ اسلام کښې واکمني زکات اخلي او مستحقينو ته ئې ورکوي 3ـ اسلام کښې واکمني سود د خلاف به عمل کوي 4ـ اسلام کښې واکمني به د څو جرمونو سزا مختص کوي 5ـ اسلام کښې به واکمني پۀ خوښه رضا زنا کول او شراب څښکنې باندې بندېز لګوي. کۀ مونږ وګورو يو سيکولر رياست مذهب نه کشاله نۀ جوړوي. يعني د اکثريت مذهب پۀ اقليت نۀ لاګو کوي. اقليت د پاره د خپل مذهب پابندي د هغوي پۀ صوابديد پرېږدي. هم دغه اسلام هم تعليم ورکوي د ‘لَکُم دینکُم وَ لي دِیْن’ پۀ صورت کښې، ځکه ډاکټر فاروق چې کومې پینځۀ نکتې يادوي، د دې تعلق بيا هم کۀ رياست سره جوړېږي نو دې کښې د لمړنۍ دوېمې نکتې هدف پۀ خصوصي توګه او د پاتې درېو پۀ عمومي توګه صرف مسلمانان دي چې هغوي د اسلام منلو دعويٰ کوي او هر کله چې هغوي دا دعويٰ کوي نو يو رياست چې هغې کښې اکثريت د مسلمانانو وي، واکمنده ټولے ئې هم مسلمان وي، کۀ هغه د پينځۀ نکتې د قوانين پۀ صورت لاګو کوي؛ دا هم عېن سيکولرازم دے ځکه چې دا قوانين خو به هغوي د ديني منشاء مطابق او د مذهبي ازادۍ مترادف وي او داسې هم ده چې مختلف رياستونه د جرم و سزا مختلفې ضابطې د خپلو حالاتو مطابق وړاندې کوي. دې کښې رياست ته ازادي حاصله وي پۀ شرط د دې چې دا يو خاص دائره کښې دننه غېر انساني نۀ تصور کېږي. دا تصور هم بيا د ټولنې تمدني خاصيت پورې اړيکه لري، لکه د مرګ د سزا بنديوان ته د پهانسۍ يا زهرو ستنه يا اليکټرک چئیر سزا د مختلفه هېوادونو تمدني خاصيت او فکر ښکاره کوي. د اسلام د ځینې سزاګانو بېلګه هم داسې اخستل غواړي. د رجم او قطع يد سزا دې کښې د بحث وړ ده خو د پوهه عالمانو مطابق د رجم سزا د سورة النور نه مخکښې وه، ځکه قران پاک دې سورت د زنا سزا کوړې متعين کوي، د سنګسارېدو ذکر نۀ کوي، البته تر څو چې دا سورت نۀ ؤ نازل شوے نو مدينه کښې مسلمانانو د يهوديانو چې کومې ځینې سزاګانې د جرمونو پۀ حقله اخستې وې، هغې کښې د رجم سزا هم وه. رجم در اصل د يهودیانو سزا وه ځکه د سورت النور نه مخکښې د رجم يو مثال د نبي پاک صلي الله علېه وسلم تر ژوند موندلې کېږي خو د دې نزول نه پس يوه واقعه هم نشته، نۀ د خلفاء راشدين دوران کښې د رجم واقعه موندلې کېږي ځکه چې دا سزا سورة النور کښې کوړې تجويز شوې. نور ټول قران پاک کښې پۀ دې حقله بله د رجم سزا نشته. دغسې د قطع يد سزا چې هغې نه مطلب ‘ګوتې’ پرېکول دي، هغه عادي غل د پاره ده چې نن سبا ورته کرپټ وائي، نۀ چې د چا عاجز غريب د پاره ده او دا سزا هم واکمن اختيار لري چې ورکوي ئې او کۀ نۀ؛ لکه چې عمر فاروقرض د اوچکالۍ )قحط( وخت کښې منسوخ کړې وه. د شراب او زنا مسئله اخلاقياتو سره هم تړون لري خو دنيا يوه ټولنه تر دې دمه دې دواړو ته پۀ ښه نظر نۀ ګوري ځکه د شراب نوشۍ پۀ حواله بلکې د نشې پۀ حواله د اګهۍ مهمونه وخت پۀ وخت چلېږي چې دا ښۀ نۀ ګڼل کېږي. داسې د پورن فلمونو د ګروپ سيکس د کمرشل سټېج نه علاوه هر ځاے دا عمل د پردې شا ته کېږي اګر کۀ د سېګمنډ فرائډ نه ارګون تهيري نه پس د سيکس وحشت عام کولو د پاره ډېر فکري کار هم شوے خو دنيا به پۀ دې يوه ورځ مجبوره کېږي چې د وحشت مخنيوے وکړي. لکه د انګلېنډ تېر وزيراعظم کېمرون چې د جنسي ازادۍ خلاف يو وخت مهم چلولو، تقريرونه ئې کول خو نن سبا د کمرشلائزېشن لۀ کبله جنسي ازادي مهمه ګڼل کېږي چې دې سره اربونو ډالرز صنعت تړلے دے. دا حال د سود کارۍ دے چې سرمايه دارانه نظام ته اډاڼه ورکوي خو نن هم د نړۍ اکثريت د سودي بېنک کارۍ خلاف دے خو لا ورته لاره نۀ ملاوېږي چې دا نظام ړنګ کړي. ګويا د ډاکټر فاروق پینځۀ نکاتو کښې درې نکتې د اخلاقياتو سره تعلق لري چې متنازعه فيه دي خو ذهني توګه ئې خلق غلط ګڼي؛ پاتې دوه نو هغه خو خاص د مسلمانو سره تعلق ساتي او غېر مسلمانانو سره ئې تعلق نشته. مونږ ګورو چې هم پۀ دې بنياد روژه کښې غېر مسلمانان خوراک کوي او يا شراب اخلي نو څوک اعتراض نۀ کوي، ځکه دا پینځۀ واړه نکتې يو سيکولر اسټېټ هم خپل معروض کښې د اقليت اکثريت تر منځه پاللې شي. البته کۀ خبره کېږي هغه به د اعتدال خوښ او شدت خوښ سيکولر استېټ پۀ حواله کېږي لکه امريکه او برطانيه انډيا اعتدال خوښ سيکولر رياستونه دي نو هلته هره اداره کښې هر چا ته پۀ مذهب کښې ازادي تر لاسه ده او چين او فرانس (او څۀ موده مخکښې ترکي هم) پۀ دې حواله شدت خوښ رياستونه دي چې مذهبي نشانات يا امتيازات د خپل سيکولر تشخص پۀ قانوني توګه خلاف ګڼي. ګويا مونږ پۀ دې بنياد هم د دوي دا سيکولرازم نيمګړے ګڼلے شو چې روا دارۍ نه محرومه دي. البته د معروضي حالاتو لۀ مخه د سيکولرازم متبادل اصطلاحات پکارول يوه ښه خبره ده، پۀ دې خبرې کېدې شي او دې سره سره خپله هم دا مفکوره نوره نرمېدلې او موميدلې شي. لکه څنګه چې ما ورته اشاره هم وکړه، داسې نۀ ده چې بس د کوسمين د وېش نه پس دا مفکوره مقدسه انجماد شوه. دې کښې شک نشته چې خپله بيا سيکولرز دوه قسمه دي؛ يو اعتدال خوښې او بل شدت پسنده دے چې بيري کوسمېن ورته اشاره کړې وه، خو د دې وجه دا ده چې سيکولرازم يوه پوره مفکوره نۀ ده، دا اصل کښې داسې رويه ده چې د معاشرتي چاپېريال او د حالاتو غوښتنه ئې ارومرو پېدا کوي نو ځکه ګورو چې هغه سيکولرز چې د مذهب پۀ لاره راغلي لکه باچاخان، مولانا سندهي، مدر ټريسا، ګاندهي جي وغېره؛ هغه زيات پاستۀ، مينه ناک او عملي دي، او هغه سيکولرز کوم چې د نورو نظريو او مفکورو پۀ لاره راغلي دي، هغو کښې ځینې (لکه اېتهيئسټ، کميونسټ، فاشسټ، نېشنلسټ، لبرلسټ) شدت پسند او د مذهب او قطعي ردکوونکي دي. سوچه سيکولرازم کۀ مونږ بيانوو نو بيا به هغه د يو مُلا جان خبرې له راشم. هسې هم زۀ د ملايانو د حوالو راوړلو پۀ حواله بدنام يم ځکه نو وبه ئې کړم. د مولا نا اشرف علي تهانوي مقوله ده ‘اپنا مسلک چهوڑو نہيں، دوسرے کے مسلک کوچهیڑونہيں‘، هر څو کۀ دغه مقوله کښې خپله د ملائيت د واک او اختيار او استحکام مفکوره پرته ده يعني د ازاد سوچ او فکر نفي پکښې ده خو بيا هم دا خبره نن وخت کښې د سيکولرازم ښه تشريح کوي خو زمونږ مذهب ځپلې ځپاندې ټولنه کښې د يو لوے عالم لۀ رويه چې د خپل مسلک مجتهد ګڼلے کېږي، د هغۀ د متشدده منونکو د پاره د سيکولرازم يا د روادارۍ پېغام دے. پۀ هره حواله پۀ هرحال سيکولرازم د فکري ازادۍ، تنقيدي سوچ او د رایې د اظهار د ازادۍ د پاره يوه پرانستې لاره ده، بايد دا لاره خپله کړې شي.

 

دا هم ولولئ

لټون او تپاس د غني ارټ؛ بنيادي نکته – فېصل فاران

هر کله چې د غني خان د شاعرۍ ټولئيزه توکنه کوو او لنډه جائزه ئې …