د پیر محمد کاروان غزل کښې د فطرت ټاکنه – فېصل فاران

 

 

د کاظم خان شېدا نه پس پښتو غزلپالو کښې پير محمد کاروان هغه دوېم شاعر دے چې فطرت ئې پۀ مهمو معنو کښې د خپلې شاعرۍ نۀ بېلېدونکے توکے وګرځولو. يو خوا کۀ فطرت دلته زمکينه برخې (Land Scape) پۀ توګه را دننه کېږي، بل خوا د نظاري (Scenery) بڼه هم لري. خو پۀ حقيقت کښې ئې دغه مخ ليد د شاليد نه بدل دے او فطرت دلته حقيقت ته د رسېدنې لاره ده. لکه څنګه چې پۀ جاپاني شاعرۍ کښې هم ده. خصوصاً هائيکو د زين مت نه راټوکېدلے شعري تاثر دے چې فطرت پکښې مراقبه د پاره ضروري ګڼلے شي. زين مت د حکيم لاوتزے د فطرت خوښۍ، د کنفيوشس د اخلاقي فلسفې، د ويدانت د باطنيت داسې ارګجه بڼه ده چې مباديات ئې د بدهـ مت نه راخستي دي. بدهـ مت کښې د نروان نه مطلب د خداے موندنه نۀ ده بلکې د بنيادم د خپل ځان پېژندنه ده چې پائيله کښې هغه د ژوند د نۀ ختمېدونکې سلسلې “اواګون” نه خلاص شي. د نروان خپل لغوي مطلب د چراغ مړۀ کېدۀ دي. نروان هلته موندلے کېدے شي چې بنيادم د زړۀ نه بيخي هر قسمه مادي خواهشونه وباسي. د نروان علامت د برسنډې ( شين پاڼې) د زرو پاڼو والا يو تخيلاتي ګل ګڼلے شي، يعني بدهـ مت هم د نجات علامه د اوبو او شينکۍ نه راخلي، د يو شاعر شعر دے،

ستا د زر پاڼو کمل پۀ تلاو دے

ما وژلې د زړۀ هره تمنا ده

بدهـ مت د شين پاڼي (کنول) دغه مقدس تصور د هندومت نه راوړے دے. د هندي روايت ترمخه “برهما” خدائيګوټے (ديوتا) د “وشنو” خدائيګوټي د نوم ( ناف) نه ټوکېدونکي شين پاڼې نه هغه وخت وزېږېدۀ چې کله هغه پۀ اوبو باندې ملاست ؤ خوب ئې کولو، او دا کائنات بيا برهما جوړ کړۀ خو پۀ هر حال دواړه مذهبونو کښې د فطرت ارزښت څرګندېږي چې څنګه د بنيادم پۀ تخيل باندې ئې اغېزه اچولې ده.

هائيکو کښې خو فطرت پۀ خپل هر ډول کښې شعري جوړښت کښې معنوي امکانات څرګندوي. جمادات، نباتات، حشرات او حيوانات هر څۀ پکښې د يوې شاعرانه خواشينۍ سره د تخليقي عمل د تجربې برخه جوړېږي لکه د باشو دې غوره هائيکو ته ځير شئ چې د بنيادم د زړۀ او د ذهن د خفګان پوره پوره عکاسي کوي کوم چې د وخت پۀ تېرېدو د جبر صورت کښې هغه محسوسوي.

پۀ مړاوې څانګه

ناست دے يواځې کارغۀ

ماښام د مني

د دې پۀ ترڅ د نولسمې صدۍ دوېمې نيمائي کښې روماني شاعرانو او اديبانو لکه د ټيني سن او سټورټ مل غوندې د فطرت لړزوونکي اړخ يعني زلزلې، سيلاو، اوشيند، طوفان، ته پاملرنه کوله. پښتو شاعرۍ کښې اشرف مفتون داسې شاعر دے چې د فطرت هېبت ناک اړخ سره سره د دې کرکژن اړخ يعني ضرر رارسوونکي مواسو (حشرات) ته هم دغه شاليد کښې ګوري.

پۀ مار لړم او پۀ ځول طوفان کښې

خدايه څۀ فخر څۀ فن کمال ؤ؟

چې مې قحطونه زلزلې وليدې

اوس بې ګناه راته شېطان ښکاري

ګوره ناپوهه پۀ ږلۍ طوفان کښې

د خداے مقصد د ژوندون راز ګوري

قحط ته وباء ته زلزلې ته چې مې پام شي

عقل مې باغي شي عقيده مې فلسفه شي

روماني شاعرانو د فطرت د دغه جلالي اړخ معنوي پرانسته لکه چې د زړې د پومالا نوے انکشاف ؤ چې د وېرې نه ئې لرغوني بنيادم بې شمېره خدائيګوټي ( ديوتاګان) رغ کړي وو. د نفسيات لۀ رويه هم دغه تصور يو بل ډول کښې د تصوف بڼه موندلې ده. دې کښې بې شمېره وليان هم هغه دېوتاګانو غوندې کردارونه ترسره کوي، بل خوا د بتانو ځاے قبرونو نيولے دے دېومالا هم دراصل د زوړ تاريخ منلے شوے صورت دے ځکه اوس ورته د خرافات پۀ ځاے پۀ فکري حواله کتنه کېږي بل خوا تصوف سره هم د بله برخه پۀ فکري يا اعتقادي حواله تړے کېږي بلکې زوال پرست نفسيات پوهـ کارل ګستاف ژونګ هم د وليم جېمس پيروي د تصوف مکاشفو ته يو بيل داخلي تناظر کښې ګوري

پۀ هر حال د دېومالا د فطرت د خداے دغه تصور سپنوزا د فلسفې پۀ بڼه داسې وړاندې کړو چې د وحدت الوجود ترحده ئې را ورسولو، يعني دا ئې ووې خدائي فطرت کښې لۀ هرې غاړې د جاري او ساري ځواک او حقيقت دوېمه نامه ده. دا هغه د “تنزلات سته” والا خبره ده. د روماني شاعر ورډزورتهـ تعقل هم پۀ دې حقله هم دغسې دے چې ځان د فطرت پۀ بندګۍ باندې موتازه ويني او لکه دېو لوے دېوتا پۀ څير ورته ليدے شي.

So might Standing on this Pleasant lea

Having glimpses would make me loss forlorn

د دې وجه دا ده چې د يورپ نشاة ثانيه کښې د خداے ځاے د هغۀ د قدرت قانون وموندلو او دغه قانون د بنيادم د ټولو هڅو تکلونو مقابل وګرځېد او د خداے خپل فعال کردار شاليد ته لاړ د ورډزورتهـ د فطرت دغه الوهيت کوم ته چې د هغۀ د زمانې جبر وايم، د شېلے شاعرۍ کښې نور هم ښکاره او د خدائيت مجسم صورت وګرځېده.

He is made on with nature

There is heared his voice in all her Music

From the moan of thunder

to the sing of the night sweet

He is a presence to be felt

And Know in darkness

and in light, herb and stone

د دې نه پۀ ښکاره داسې برېښي چې ګويا شېلے د وحدت الشهود بيان کوي چې د فطرت هر اړخ کۀ هغه د تندر اواز وي کۀ د ګوګوشتو ګوګو کۀ کاڼے وي، کۀ بوټے، هر څۀ کښې د هغۀ موجودګي جواز دے . سر شېخ محمد اقبال چې وئيلي دي،

حسن ازل کى پيدا هر چيز مين جهلک هے

انسان مين جو سخن هے غنچه مين وه چټک هے

کثرت مين هوگيا هے وحدت کا راز مخفى

جگنو مين جو چمک هے وه پهول مين مهک هے

خو داسې نۀ ده. وحدت الوجود موجودات د خدائيت پۀ تشبيهي خانه او د “ناسوت” درجه کښې اچوي، ولې مغربي رومانيت سره دغه د تشبيه او تنزيهه فلسفه هم نۀ وه او دوي غرونه، سيندونه،ګلونه، مارغان، ځناور، انسانان هر څۀ د يو لوے وحدت برخې ګڼي او دغه لوے وحدت فطرت دے چې دوي ئې خداے ګڼي . د کاروان شاعرۍ کښې هم د فطرت “الوهيت” پۀ څۀ نه څۀ صورت موندلے کېږي.

د خداے مارغان راځي نغمې د ملکوت غږوي

مطرب ته اړ نۀ يو او ذکر دستار نۀ کوو

مۀ ژاړه بلبله! عبادت به پۀ نغمو کوو

ذکر د ګلونو به پرخو پۀ تسپو کوو

خو ورډزورتهـ او شېلے چې کوم ځاے فطرت ته ورکوي، کاروان ئې د مشرق د روايت تناظر کښې عشق ته ورکوي او دغه عشق د ژوند د رنګ او بوي بنيادي حقيقت ګڼي او د دې محور نسواني ښائست مني ځکه د دۀ شاعرۍ کښې نسواني ښائست ته يو خاص قسم ته تقدس ليدے شي چې خپله پۀ الوهي خاصيت ثبوت ورکوي. اګر کۀ دغه قسمه رجحان کښې هغه يواځې نۀ دے او شا ته ئې د مشرقي شاعرۍ او بيا خصوصاً د غزل يو لوے او بشپړ روايت موجود دے.

شاعره! مينه دې ده خور د پيغمبري مينې

د ژوند تمهيد مې تږے تږے ؤ کوثر دې راکړه

تقدس دې پۀ لېمو کښې د څلورو کتابونو

عشق مې ستا لۀ مخه زده دے نۀ له نورو کتابونو

پۀ سترګو کښې دې پټ دي يو کم سل نومه د خداے

پۀ غاړه د نظر مې د تسپو پۀ څير يو څوک

لږ پام چې اهرمن د فرښتو لارې وهينه

د مينې لاروے يې، د يزدان سره به ځې

پۀ دې حقله د کاروان شاعرۍ کښې لۀ ښۀ مرغه هغه کفريه لهجه او مضامين نۀ موندلے کېږي کوم ته چې تصوف د مجاز پۀ ژبه حقيقت وائي. دلته مينه خپل ټول معصوميت سره يوه خدائي لار ګڼلې شوې ده. کۀ غور وکړے شي نو تصوف خپل بنيادي تصور د يوناني فلسفې فيثاغورث نه شروع کوي . وړومبي ځل هغۀ وئيلي وو چې بنيادي روح يو لا فاني بڅرے دے او دے پۀ رياضت باندې دېوتار جوړېدے شي . افلاطون دلته نه د مثالي دنيا نظريه اخذ کړه پلاتينوس مجاز د حقيقت د وجداني تجربې تحرک وګرځولو. يونان کښې د ښځو سختې پردې لۀ کبله هم جنس پرستي عامه وه او دې د سماجي قدر حېثيت موندلے ؤ. خو د پلاتينوس دغه نظريه چې ابن عربي خپله کړه نو ښځه ئې د الوهيت استعاره وګرځوله لکه څنګه چې د “فصوص الحکم” د وروستي .

فصل “محمديه” بيان دے چې هغې کښې د خداے معرفت ښځې سره پۀ مجامعت کښې ښائي. لۀ تصوف ابن عربي ټول نظريات پۀ شاعرۍ پېرزو کړله خو دغه نظريه وروستو پاتې شوه. دا ځکه چې د ايران معاشرتي تناظرکښې لکه د زوړ يونان بيا هم جنس پرستي عامه وه، هم ځکه شاعرۍ کښې د جينۍ پۀ ځاے د هلک د عشق تصور رواج وموندلو. ولې د دې اپوټه پۀ مغرب کښې د نشات ثانيه نه هم وړاندې ليکوالانو د ابن عربي دغه نظريه خپلو تخليقاتو کښې ځاے کول شروع کړه د دې غوره مثال د دانتے “کاميډيا” دے.

د جنت د سېل دوران د شاعر لارښودنه د هغۀ معشوقه “بياترڅي” کوي خو دلته هم د مينې روماني تصور دے. ځکه هغه خپله دا معشوقه ټول ژوند کښې بس دوه ځلې د لرې نه ليدلې وه. يوه پېره وړوکوالي کښې چې کله هغه د نهو کالو وه، نهه کاله پس هغه “بياترڅې” هغه وخت وليده چې کله هغه پۀ لاره تېرېده او هغۀ ته ئې سلام وکړو. دغه ملاقات باندې هغۀ يو سانېټ هم ليکلے دے “بياترڅې” يو بېنکار ته وادۀ شوه او د کال پس مړه شوه. د هغې د مرګ نه پس دانتے مرثيه ئې وليکله. د دانتے عشق يو کائناتي اهنګ لرونکے عشق دے خو دې کښې هغه جسماني او جنسي اړخ نشته دے کوم چې د ابن عربي نظريه کښې ليدلے کېږي. خو د دې باوجود دواړه ښځه حقيقت ته د رسېدنې لاره ګڼي . پښتو کښې د پروفېسر راز شاعرۍ کښې هم دغه بنيادي توکے ښکاري. د تصوف د عشق نظريه چې د هغې مطابق هم “کائنات د حق تعالٰي د ځان سره د محبت نتيجه ده او کائنات پۀ عشق اډاڼه دے” هم د يوناني فلسفې نه اخستې شوې ده. افلاطون او سقراط ته بلها موده مخکښې ايمپي ډوکليس نومې فلسفي دغه نظريه وړاندې کړې ده . د هغۀ مطابق دا عشق دے چې کائنات ئې ساز کړے دے . هر کله چې د عشق قوت حد نه زيات شو نو موجودات وزورېدۀ او خورېدنې ته جوړ شو خو يو خاص حد کښې بيا هم دغه د عشق قوت موجودات د فنا کېدو نه بچ وساتۀ او د کائنات پۀ مرکز ټينګ ودرېدو او د ځان نه پۀ څلور اړخه ئې د څلور توکيو اور، اوبۀ ، هوا خاورې ولقې جوړې کړې او دې نه ئې کائنات او زنده سري پېدا کړي دي.

زمونږ تصوف دغه يوناني رواياتو ته سرڅڼه کړې ده چې د حق تعالٰي پټه خزانه ده. هغۀ ځان سره د محبت لۀ کبله کائنات ساز کړۀ او نبي علېه السلام د دغه محبت د ټولو نه وړومبے مظهر دے. دغه ټول تناظر کښې د کاروان شاعرۍ کښې د ښائست د معصوميت او د عشق د تقدس پته پۀ اسانه لګي. خصوصاً دغه ذکر شوي متصوفانه روايات خو د مشرقي سريت بنيادونه ګڼل پکار دي .

خو دا خبره سپينول لازمي ګڼم چې د کاروان شاعرۍ کښې دغه قسمه فطري رويه د “ابقيوريت” او “د هريت” نه پۀ ډډه ښکاري کوم چې د دغه قسمه شاعرۍ منطقي نتيجه وي. دلته د عشق هر اړخيزۍ او د ښائست د تقدس نه زېږېدلے الوهيت دغه متصوفانه شاليد لري. دغه معنو کښې اشرف مفتون هم وئيلي

لېوني حسن نوراني سترګو کښې

ما ته د خداے حسن صورت ښکاري

د مينې رنځ د ژوند دوا ګڼمه

کۀ مينه لاړه نو دوا لاړه

دغه معنو کښې هاپکنز هم ټول موجودات د خداے د لوړتيا هينداره ګڼي او مني .

The world is charged with the grander of God,

it will flame out like shining form shook fail

it gathers to a greatness like the ooze of cit crushed.

فطرت کاروان شاعرۍ کښې خپل ښائسته او معصوم صورت کښې را دننه کېږي. هغه کۀ نباتات دي کۀ حشرات او کۀ حېوانات، هغه همېش د دوي جمالياتي اړخونه راخلي او خطرناک اړخ نه ئې ډډه کوي . خو بل خوا کمال دا کوي چې دغه ښائسته او معصوم صورت بيخي پۀ ژوبل او پړوک حالت کښې ښائي

يو غشے ئې وشاړۀ او سل غاټول ئې ووژل

توې پرې توده وينه د هوسيو لۀ پرهاره ده

د انځر ګرځنده ګله چرته ورک يې؟

نۀ دې پاڼې بار راوړي نۀ دې وږمې شته

اوبو کښې به ئې څښکلې وي د بورې هوسۍ اوښکې

هوسۍ غوندې لۀ کلي تښتېدلي چنارونه

خدايه وبيا د کوم يو ستوري نه مرۍ پرې شوې؟

چې يو شفق وينې لۀ تورې د هلال څاڅي

ځم چې لفظونو نه د شاتو مچۍ جوړې کړم

چا وې ژړيدلے دلته ګل د پېغمبر دے

هره غورګه د کابل د پېغلې خور ده

پۀ لمن ئې د ګلونو ځونډي نشته

سپين د ستورو مېخ مېخ مې د شپې پۀ تابوت بيا وهي

سپين کفن سحر له مې زيړے شهيد د لمر لرم

وژلي شوي غاټول، د انځر ورک ګل، هجرت کوونکي چنارونه، بوره هوسۍ، مرۍ پرې کړے ستورے، ژړېدلے پېغمبر ګل، بې شينکي غورګه، شهيد شوے لمر، د فطرت دغه ټول تصويرونه سر تر پايه پرهر پرهر ټوک ټوک پراتۀ دي. دغسې د افغانستان الميه دې شاعرۍ کښې د فطرت د بشپړه استعارې شاليد کښې را وړاندې کېږي او د فطرت د دې زخمي ويرونو شاته د يو باطني وحدت جوړښت کوي. بل خوا کاروان د کلاسيک او اسرائيليات او فوک لور نه هم تخليقي عمل کښې ښه برابر استفاده کوي.

تور ښامار د سحر لال پۀ ولجه وړے

خدايه ووله ئې د غېب پۀ ګردي کاڼي

پاس پۀ کنډرزرين براق ولاړ دے

وړي به ئې يا راته فاصلې مړې دي

راشه د ارم د ښاپېرو قاصده يو ئې سه

غوټه د شوګير مې پۀ پستو وږمو کښې ونغاړه

فقير ؤ خو چې رام کړو سپين اس د باچاهۍ

د شعر د اووۀ خوېندو شهزادګيو سره لاړ

دې شعرونو نه اندازه کېدې شي چې د کاروان شاعرۍ کښې مطلق تخيل زښت ليدلے کېږي او دغه قسمه تخيل د افغانستان د ټولو ښو شاعرانو شاعرۍ کښې موجود دے. د دې وجه دا ده چې دوي تر اوسه د دري ژبې پۀ لاره فارسۍ کلاسيکي شعر و ادب سره نېغ پۀ نېغه تړون لري، ولې د افغانستان د ټولو نه خوښ شاعر عبدالقادر بېدل ګڼلے کېږي چې هغه غزل کښې د تخيل د ټولو نه لوے فن کار منلے شوے دے. ولې د پېښور د سيمې شاعرانو کښې د تخيل دغه قسمه استعمال نۀ موندلے کېږي . د دې وجه دا ده چې دلته فارسي د تعليمي نصاب نه پخوا لرې کړې شوې ده او بيا د ترقي پسند تحريک لۀ رويه چې شعر و ادب پۀ کومه لويه مخه د مادي حقيقتونو او مصروفيت سره وړاندې شوے، د هغۀ لۀ کبله نن غزل پۀ حتمي توګه د بيان خاصيت لري چې ورته “بيانيه غزل” وئيلے شو. د کاروان شاعرۍ کښې هم چې مطلق تخيل (Absolute Imagination) يو حد ته ورسي نو تجريد پۀ تجسيم بدلېدل پېل شي. د تجريد او تجسيم پۀ دې کړنه کښې برابر دغه وېره وي چې شاعر د شعر د پاره راخستي د خام مواد پۀ ټکو کښې د يو خاص ټکي تعقل سره داسې ونښلي چې د دې جزئيات د بيانولو پۀ فکر کښې پۀ اوتې بوتې ووائي.

پير محمد کاروان د تجسيم او تجريد پۀ حقله داسې ځاے کښې د موضوع د يو ټاکلي اړخ د پوره متعلقاتي معنويت نه ډډه کوي او پۀ شعوري توګه د ابلاغ کولو پۀ چکر کښې لرې نۀ ځي.

د ګل پۀ لپو کښې اے تږې دعا!

د تندې مړه نۀ شې باران ته رسو

رباب ئې پۀ زړۀ وويشت د ښکلا سرود شهيد شۀ

له درده راوتلے سُر او تال پۀ غشو ولي

دا څۀ غوره شعرونه نۀ دي خو نوي دور کښې د کلاسيک د يو هېر کړے شوي روايت د يادونې لۀ رويه د ډېر پام وړ ضرور دي. د تجريد او تجسيم د يوونې پۀ دې کړنه کښې هغه بنيادي مرسته د فطرت نه د خام مواد پۀ ډول اخلي او دغه خام مواد شعري واردات کښې داسې منعکس کړي چې فطرت لکه د ژوندۍ ناميه غوندې رامنځ ته شي. لکه څنګه چې د ورډزورتهـ شاعرۍ کښې پۀ ساه اخستلو محسوسېږي. د هائيکو ستر شاعرباشو وئيلي وو چې پۀ هائيکو کښې د صنوبر د اونې يادونې د پاره د دې نه وړاندې شاعر د دې دومره نزدې ورشي چې دغه ونه او دا شاعر خپلو کښې يو وحدت وګرځي، دغه به د هائيکو شعري تجربه کښې تخليقيت راځي. شايد چې د زين مت منونکي دې جاپاني شاعر د پاره چې فطرت خوښي ئې پۀ مذهبي توګه د وجدان برخه ده. خپله دغه خبره پۀ پوره مفهوم کښې ښکاره وي خو د يو پښتون اريائي شاعر پۀ حېث به د کاروان او د فطرت ترمنځه دغه ثنويت ختمېدل لويه کارنامه وي او د دې کارنامې ټولو نه لوے ثبوت دا شعر دے چې د پښتو غزل يادګار شعر دے.

مارغان دې راشي زمونږ لپو کښې دې ځالې وکړي

غر مو نښتر نۀ لري کلے مو چنار نۀ لري

دلته ما ته رابندراناتهـ ټېګور راياد شو. خپلوياداشتونو کښې ليکي چې د شاعرانه يا مفکرانه استغراق لۀ کبله راته يو ځل مرغو لپو کښې د ځالې جوړولو د پاره خسڼي توتنکي راوړل ګوندې چې زۀ څوک بې سناه بُت يم . خېر، دا خو د نۀ منلو خبره ده. د دې پۀ ترڅ کښې د کاروان شعر د منلو ټوګه دے چې هم شاعري ده هم خواشيني ده. خو د باشو دغه خبره څومره پېچلې ده، د دې اندازه د نفسيات پوهه ابرک فرام د يو راوړي مثال نه کېدے شي کوم چې هغۀ خپل کتاب “نيا انسان اور نيا سماج” (To Have or to be) کښې راوړے د باشو هائيکو ده چې هغې کښې لار کښې ټوکېدونکي ګلونو نه چاپېره د باړ لګولو خواهش څرګندوي. دغسې ټيني سن نظم چې هغې کښې هغه مات دېوال کښې ټوکېدونکے ګل پۀ دې باندې راوباسي چې پرې باندې داسې غور وکړي چې د خالق او مخلوق مطلب باندې پوهه شي. دغسې د ګوئټے يو نظم ورکوي چې هغې کښې هغه يو تنکے ګل ځنګل ته راوړي او د کور باغيچې يو ګوټ کښې ئې نالوي .

د باشو او ګوئټے نظمونه د ملکيت نشتوالي تصور وړاندې کوي. ولې د ټيني سن نظم کښې د ملکيت تصور دے. اېرک فرام ليکي چې عدم ملکيت يو داسې حال ته وئيلے شي چې څوک يو شے نۀ لري خو دې نشت پوره کولو د پاره د چا محتاجه هم نۀ وي . ولې اپوټه خپل قابليت پۀ دې حقله د چا پۀ ښېګړه پکاروي ځکه د عدم ملکيت دغه صفت د پير محمد کاروان پۀ شعر پوره منطبق کېږي چې پۀ تشو لاسو کښې بې کوره مارغانو ته ځالې جوړولو بلنه ورکوي. د هائيکو د شاعرانو غوندې د کاروان شاعرۍ کښې د مواسو (حشرات) سره شاعرانه زړۀ راښکون ځکه نۀ ښکاري چې هلته د زين مت لۀ رويه د هغوي د وجدان برخه ده. لکه د هائيکو لوے شاعر د ايسا ټوله شاعري د مواسو نه ګېر چاپېره چورلي خو دومره پۀ خواشيني او شاعرانه استعداد سره هغه کرکژن مواسي د خپل شعري تجربې برخه جوړوي چې لوستونکے ترې وحشت نۀ محسوسوي. د دې پۀ ترڅ کښې کاروان يواځې هغه مواسي راخلي چې يا خو لۀ جمالياتي رويه د هغۀ شاعرانه طبعيت ته نزدې وي او يا ئې وړاندې نه پۀ شعرى روايت کښې جواز ثابت شوے وي لکه اور اورکے، لولکۍ، چې روماني او ترقي پسنده شاعرۍ کښې پرله پسې ذکر راروان دے يا دغسې بورا چې کلاسيک کښې د نفس پرور رقيب، پتنګ د رښتوني عاشق، ګونګټ د ناکامه بد خوا پۀ نخښکو (Signs) څرګندېږي د مواسو دې لړ کښې چرته هم کوز د ماشي، پح، روږه، مېږي، جولا، کټمل، سپږه ذکر هم راغلے دے. خو محدود معنو کښې او د بره ذکر شوو مواسو غوندې ئې د نخښکو ارزښت نۀ دے موندلے. ولې د کاروان غزل کښې البته د شاتو مچۍ ځاے پۀ ځاے ځان ښکاره کوي او د شعري قدربڼه موندلو ته لېواله ښکاري خو دې نه ورته نورې مواسې د هغه پۀ جمالياتي ليدنې کښې راتلو نه پاتې راغلي. اګر کۀ قران پاک پۀ ټاکلي معنويت کښې د ماشي، مچ، مېږي او غنې مثالونه هم راخلي .

د پير محمد کاروان شاعرۍ نه دا پۀ خصوصي توګه د تجريد او تجسيم کشاله کښې دا اندازه کېږي هم چې پۀ دې حواله هغه د يوې تجرباتي مرحلې نه تېرېږي خو غوره به وي کۀ هغه وړومبے د منفي جماليات شاليد د رحمت شاه سائل د منفي جماليات پۀ ترڅ ودرولو. دا به د هغۀ د شاعرۍ د پاره يوه غوره خبره وي .

 

دا هم ولولئ

لټون او تپاس د غني ارټ؛ بنيادي نکته – فېصل فاران

هر کله چې د غني خان د شاعرۍ ټولئيزه توکنه کوو او لنډه جائزه ئې …