هر کله چې 1768/1774 زېږديز کښې ترکي روس جنګ کښې ترکي ماتې وخوړۀ او روس ګټه وکړه نو د زار روس خوالا وغزېده دغه وخت برطانوي استعمار امپراطوري ساتنې د پاره او د روس او ځان ترمنځه يو حد فاصل ضروري وګڼلو هم دغه هر څۀ سياسي د اصطلاح لوېديځ پوښتنه (Eastern Question) دوېمه نامه ده لوېديځ پوښته مطلب د يورپ د لویو ځواکونو، سياسي، معاشي تحفظ او تزويراتي لارې چارې هلې ځلې دي. هم دغه ويسټرن کوېسچن نه د پان اسلام ازم تصور پېدا شو چې د هغې تر مخه مسلمانان دي شيعه، سني مسلکونو نه بالاتر يو حکومتي مرکز ومني. ايسټرن کوېسچن د ترکي خلافت تر خاتمې پورې وچلېدۀ. وړومبے ددې مطلب د زار روس مخنيوے او بيا د نولس سوه اوولسم د شوروي اوښتون نه پس دې مطلب د اسلامي بلاک تصور وموندۀ. مطلب ئې د شوروي روس پۀ ترڅ د اسلام استعمالول وو. د هندوستان وېش نه وړاندې جناح صېب هندوستان کښې امريکي استازي ته د روس خلاف پاکستان پۀ توګه د اډه ورکوۀ کۀ د نوابزاده لياقت علي خان روس دوري نه انکار او امريکي بلنې انتظار. د چوهدري خليق الزمان پۀ اسلامي هېوادونو د اسلامیستان بلاک د پاره دورې کول او پېښور بډهـ بېره کښې امريکې ته روس خلاف اډه ورکول دا ټول هغه د پان اسلام ازم کړۍ دي. د پان اسلام ازم تصور هغه وخت زياته وده مومي چې کله سرهنري ډومندوولف د ايسټرن کوېسچن بيانيه پۀ مخه بوځي دا يو يهودي مشنري ؤ. ډرومند وولف د راتګ نه لږه موده وړاندې شېخ افغاني پر مرسته مصر کښې انګرېز نواز ولي عهد خديو توفيق جوړ شوے وو. د ايسټرن کوېسچن تصور او ترکي او مسلمانانو سيمې د استعمار برطانيه خارجه پاليسۍ کښې برخه ګرځولې ده. پالمرستون نوميالي يهودي پوهاند ډيزرلي خارجه پالېسۍ کښې پۀ دې حقله زيار باسلے او د مقبوضه هندوستان دفاع نه ئې روس نه کولو د پاره مسلمانه سيمه ترکي، ايران، افغانستان د زار روس د غزېدلوخلاف استعمالولو د پاره حکمت عملي جوړه کړه نو د 1877 کریمیا جنګ نه پس هندوستان مسلمانانو کښې دا سوچ پېدا شو چې يورپي ځواکونه د مسلمانانو وروستنے سلطنت هم ختمول غواړي او د د دې وجه دا ده چې لږه موده وړاندې هندوستان مسلمانانو د دهلي مغليه سلطنت هم بائېللې، پۀ دې حقله چې کله سيد جمال الدين افغاني 22 جولائي 1884ز د ولفرډ بلنټ پۀ کور کښې د هند وزير رنډالف چرچل ته کوم بريفنګ ورکوي د هغۀ احوال ولفرډبلنټ روزنامچه کښې شته دے. شېخ افغاني رنډالف چرچل ته وائي چې امير عبدالرحمٰن سياستدان نه دے خو شوده هم نه دے او د افغانانو زيات شمېر د هغۀ سره دے خو بيا هم د هغۀ خلاف بغاوت ګران ځکه نه دے چې افغانان ساده زړې د سياسيات پۀ اوپر سوپر نۀ دي، زار روس د شېر علي خان يو درځن ځامنو کښې يو کس باندې بغاوت کولې شي خو دې کال 1884 د روس اراده نشته بلکې دې کال هغه شهزادګانو کښې يو سره دوستي جوړوي بدامني به پېدا کوي او د دوي پۀ مرسته به د انګرېز خلاف جنګ کوي او د کشمير او پېښور ورکولو لوظ به ورسره کوي خو کۀ هندوستان کښې بغاوت وشو نو افغان به د دوي خبرې ته غاړه کېږدي. رنډالف ترې پوښتنه کوي چې افغان د روس نه زياته کرکه انګرېز ته ولې کوي؟ شېخ افغاني ورته وائي چې انګرېز درې پېرې پۀ افغانستان يرغل کړے خو بيا اوس خو پۀ وړو وړوهېوادونو لکه کرېميا سرکشيا قبضه کړې ولې انګرېز مصر سوډان او پۀ هندوستان قبضه کړې ده. انګرېز دهلي سلطنت ختم کړو. مذهبي اوقاف مو ختم کړو جماعتونو ته تنخوا نه ورکوي، روسيان موذن، امام او د جماعت محافظان ته تنخواه ورکوي فوځ کښې مسلمانانو ته لوئې عهدې تاسو نه ورکوئ زار روس ورکوي. کۀ روس مرو کښې پنځۀ کاله نور پاتې شي نو نه بۀ هندوستان وي، نه ترکي، نه ايران او نه افغانستان ځکه انګرېز ته پکار دي چې مسلمانانو سره اتحاد وکړي او مصر نه دې وځي ځکه چې عدن قبرص هسې هم ستاسو قبضه کښې دے نو مهدي سوډاني نه ويرېدۀ نه دي پکار. رانډالف ورته وائي چې کۀ مونږ د روس خلاف افغانستان ته فوج ولېږو نو څنګ به وي؟ نو شېخ افغاني ورته وائي کۀ تاسو هر څومره فوج هم د امیر پۀ خوښه ولېږئ خو بيا هم هر مسلمان هلته دا حق لري چې يوې اوچتې غونډۍ ته وخېژي او ستاسو خلاف د بغاوت اعلان پۀ دې نعره وکړي چې تاسو د ملګرتيا پرده کښې قبضه کولو ته افغانستان ته راغلي يئ ځکه د فوج پۀ ځاے فوجي افسران لېږئ چې د امير عبدالرحمان د ملازمانو پۀ توګه ډيوټي کوي نو څوک به نۀ راپورته کېږي.
د شېخ افغاني او د وزير هند رنډالف ترمنځه دغه ټوله قيصه قافي عبدالغفار هم خپل کتاب اثار جمال الدين افغاني کښې راخستې چې انجمن ترقي اردو دهلي 1940ز کښې دا کتاب چاپ کړے دے.
ددې بريفنګ نه پس 1884ز کښې ډرومندوولف او شېخ افغاني خپلو کښې کښېناستل، سوډان سره روغه، مصر کښې ازاد اسلامي حکومت جوړول، خلافت مسئله د ترکي خليفه سره تماس، مسلمان هېوادونو او برطانيه ترمنځه يو والي باندې هم خبرې وشوې. ډرمندوولف افغانستان، ايران، ترکي اتحاد وړانديز خوښ کړو کوم چې د زار روس مخه پۀ اسلامي سيمه کښې نيول او مسلمان د دوي خلاف جنګول وو.
سر هنري ډرمندوولف (1908/1830) چې يو يهودي مدبر او لوے مشنري کارنده ؤ، 1885ز کښې د ايسټرن کوېسچن پۀ بنياد مصر ته پۀ خصوصي مشن هائي کمشنر ولېږلو.
دا هېرول نۀ دي پکار چې دا ملاقات د ولفرډبلنټ پۀ کور کښې شوے ؤ. بلنټ د شېخ افغاني زوړ ملګرے ؤ او هر ځاے ئې مرستيال ؤ. چې چرته به شېخ افغاني ؤ، هلته به ولفرډ بلنټ ځان رسولو. عن تر دې چې د هندوستان قيام پۀ وخت ئې هم ځان درله رارسولو ولفرډ بلنټ د شېخ افغاني پۀ ذريعه جنرل ګورډن کوم چې د سوډان برطانوي ګورنر ؤ، هم د مهدي سوډاني نه بچ کولو هڅه کړې وه او شېخ افغاني ورته وې چې يوه مرکه چې هغې کښې زياتره مسلمانان علماء او يو څو انګرېزان وي مهدي سوډاني ته د مصر د مسلمانانو پۀ نامه لېږئ او دغه نومونه به زۀ درکړم. دغه مرکه به د جنرل ګورډن د مهدي سوډاني نه پۀ شفارس راخلاص کړي دغه ټوله منصوبه تياره وه چې د مهدي سوډاني فوجيان جنرل ګورډن سره د نورو فوجيانو ووژلو.
دا هم د خوند خبره ده چې د ولفرډ بلنټ سيکرټري لوے صابونجي هم د شېخ افغاني پۀ ذريعه د سلطان عبدالحميد ترکي مترجم شوے ؤ. لوے صابونجي به لندن نه د عربۍ او انګرېزۍ ورځپاڼه “النحل” هم ويسته. دا يو سياسي اخبار وۀ.
دغسې پېرس نه هم د شېخ افغاني يو بل ملګري يهودي پوهاند او صحافي يعقوب صنعا هم د ابونظاره پۀ نوم ورځپاڼه ايسته. يعقوب صنعا هم د مصر نه وباسلے شوے ؤ. پېرس نه د هغۀ بل ترکي ملګري خليل غانم هم “البصير” اخبار ويستو. هغۀ پۀ ترکي سلطان تنقيد کولو نو شېخ افغاني يو خط وليکۀ چې پۀ سلطان ترکي تنقيد مۀ کوه ځکه هغه د مسلمانانو محافظ دے. ددې خط پۀ اخبار کښې د چاپ نتيجه کښې سلطان ترکي هغه ترکي ته پۀ عزت راوغوښتو او خپل مصاحب ئې جوړ کړو خو وروستو چې کله د هغۀ ملاقات حديو عباس حلمي پاشا سره وشو کوم چې د خلافت دعوېدار ګڼلے کېدۀ، سلطان ترکي هغه قېد کړو. چې کله 1896 کښې ناصر الدين قاچار د شېخ افغاني مريدانو اووژلو نو ترکي سلطان شېخ افغاني له د قېد وبند دوران زهر ورکړل خو دغه دوران هغۀ ته د خلې سرطان هم شوے وو او پۀ ۹ مارچ ۱۸۹۷ مړ شو. شېخ افغاني پۀ استبول کښې ماچقا شيوخ هديره کښې ښخ کړې شو بې نوم او نخښې قبر ئې وو خو نولس سوه نولسم کښې يو یهودي امريکن چارلس کرين استبول ته راغے. د هغۀ قبر ئې د هغه شاګړد برهان الدين بلخي نه معلوم کړو او د سنګ مرمر مزار ئې ورله جوړ کړو چې دا د مرګ نه دوويشت کاله پس يوه بله حېرت انګېزه خبره وه چې دې پراسرار کردار سره وتړلې شوه.دا ئې لا څۀ څلوېښت کاله پس ازاد افغانستان حکومت نولس سوه درې څلوېښتم کښې د هغۀ هډتوڼۍ راوغوښته. پۀ هندوستان ئې راوړه لاهور کښې ئې سر محمد اقبال کوم چې د هغۀ د پان اسلام ازم تصور خپله شاعرۍ کښې پرچار کړے. قبر سره ئې جنازه کېښودے شوه او د جنازې نمونځ ئې وشو دغه دوران پيښور کښې هم د هغۀ د هډ توڼۍ هر کلي ته پۀ زرګونو اولس راوتۀ ځکه بيا پرې فضل حق شېدا پښتو کښې د دې تاثر لاندې کتاب هم وليکلو چې ۱۹۵۸ز کښې يونيورسټي بک اېجنسي پېښور نه چاپ کړې.
دا حقيقت دے چې شېخ جمال الدين افغاني د نوي اسلامي جمهوري دورې هغه شخصيت دے چې اسلامي نړۍ ئې پۀ هره مخه اغېزه منده ده خو څومره چې دا نامه منلې شوې ده دومره ددې شخصيت چارچاپېره د پراسراره لړۍ څادر خپور دے.
شېخ افغاني د شجرې له رويه د پيربابا سيد علي ترمذي د سيد مصطفٰي اولاد کښې ياد شوے دے له تېروتنې څخه جرجي زيدان او مزار لطف الله سيد علي ترمذي د جامع ترمذي مولف ترمذي هم ګڼلے دے. د سيد مصطفٰي د زوي عبدالوهاب الواد کونړ پشت کښې مېشته شوے دے. اخر دوست محمد خان چې واکمندي تر لاسه کړه نو دې دوران شېخ افغاني د پلار صفدر د پټو هلو ځلو، هندوستان ته خفيه دورې او انګرېزانو سره ئې رابطې شک وشو هغۀ ئې کونړ نه رانړولو، جائېداد ئې ورله ضبط کړو او کابل کښې ئې ميشتۀ کړو لس کاله پس ئې ازاد کړويو خوا اهلسنت هغۀ سني ثابتول غواړي بل خوا ايرانيان د ځني اسنادو او هغه کاغذونورڼا کښې کوم چې ايران نه وباسلو پۀ وخت هغه پاتې شوي وو او مجلس کتب خانه کښې خوندي دي ايراج افشار او اصغر مهدوي مجموعه اسناد و مدارک کښې چاپ کړي د هغې لرويه هغۀ اهل تشيع راښائي. شېخ افغاني 1857 نه 1860 پورې هندوستان کښې وو خو دې مخکښې 1856 کښې هم يو کال څو مياشتې دلته دهلي، کلکته، ممبۍ کښې وو خو د دورې معلومات نشته 1857 کښې عراق، ايران، شام، فلسطين کښې هلې ځلې کولې خو دغه هلې ځلې هم نا معلومې دي. دې سفر وروسته کښې بخارا، ترکستان ته هم لاړو هلته نه افغانستان ته راغلو او امير کابل دوست محمد خان خپل مصاحب کړو. 1861 نه 1868 ز پورې د دوست محمد خان او امير شېر علي خان، امير محمد اعظم مصاحب، مشير خاص او وزيراعظم و خو چې افغانستان کښې حالات خراب شو نو دلته نه حج ته لاړو. دې دوران هم هغۀ تهران کښې شپږ مياشتې، مشهد کښې څلور مياشتې، هرات کښې څلوېښت ورځې تېرې کړې. د پروفېسر کېډي له رويه هغۀ د روس د پاره کار کولو چې امير پرې پوهـ شو نو افغانستان نه ئې ووېستلو. دسمبر 1868 کښې هندوستان ته لاړو نو انګرېزحکومت ئې عزت او احترام وکړو 1869 کښې سرکاری جهاز کښې مصر ته لاړو. هلته باوجود د دې چې وزيراعظم رياض پاشا د برطانوي استعمار لوے تالي څټ ؤ شېخ افغاني ته پۀ حد يو اسمٰعيل زرقرش مياشتنۍ وظيفه ولګوله. دلته ئې اتۀ کاله تېر کړۀ. دې اتۀ کاله کښې ئې پېرس، لندن، پيتربزک نه پان اسلام ازم د پاره جدوجهد کولو.
مصر کښې هغۀ 1876ز د فري مېسن لاج چې د ايسټرن سټار حسينګ لاج پۀ نامه وو غړے جوړ شو دا د انګرېزانو، فرانسيانو او مصري اشرافيه فري مېسن ؤ، هغۀ زر 1877ز کښې د مېسن صدر شو فرانسي فري مين ګرېنډ اورينټ سره الحاق کړۀ او خان عبدالولي خان عهد توفيق ئې د مصر خديو کړو هغه د خديو جوړېدو سره سم د انګرېزانو اېجنډه پۀ مخه بوتلۀ شروع کړۀ او هلته اړې ګړې شروع شۀ. دا هم ډېره عجيبه خبره ده چې هندوستان کښې هم د فرقه واريت سياست مخه بوتلو کښې د سيد جمال الدين افغاني لاس دے.دا وړومبے کس ؤ چې دلته راغے نو اردو ئې د هندوستان قامي ژبه ګرځولو د پاره هلې ځلې وکړې او د اردو يونيورسټۍ تجويز ئې مسلمانانو ته ورکړو. دغه تجويز بيا څۀ وخت پس د حېدراباد دکن اردو يونيورسټۍ پۀ صورت پوره شو چې هغې د پاره هغه وخت وائسرائے نظام حېدر آباد ته کروړونو روپۍ ورکړې وې هم دغه وخت نه اردو علمي ژبه ګرځېدلو د پاره کار و زيار د انجمن ترقي اردو پۀ صورت هم شروع شو او ورسره هندو مسلم فرقه واريت کښې اضافه وشوه ځکه سيد بهاءالدين مجروح چې هغه خپله د کونړ سادات خاندان څخه دے، کتاب سيد جمال الدين افغاني د ختیځ لوېديځ مخامختيا کښې شېخ افغاني پراسراره او د شک و ترديد ډک کردار لوبولے. بله د حېرت وړ خبره دا ده چې د شېخ افغاني ليک چې مونږ ګورو نو هغې کښې هېڅ داسې څۀ بلند پايه علميت، ځيرکتيا نۀ ښکاري، عام صحافتي ليکونه دي څنګه چې صحافيان اخبارونو ته کوي خو بلخوا چې د هغۀ د پېن اسلام ازم تهيوري ګورو نو هغه دومره پر اثره ده چې بلها خلق ئې د رومانيت ښکار کړي دي بلکې د مسلمانانو عالمي سياست کښي وهل خوړل هم د دغه پان اسلام ازم د رومانيت نتيجه ده.
کۀ د هندوستان پۀ کچه ګورو نو هم پان اسلام ازم د پاره چې کومو خلقو لکه سر محمد اقبال، سر امير علي، سر اٰغا خان، هر چا چې هلې ځلې کړې دي نو دغه ټول خلق د انګرېزي طبقې مراعات يافته خلق وو. د دوېم نړيوال جنګ نه پس د پان اسلام ازم تهيوري پۀ فاسټر ډاکټرائن کښې بدله شوه چې پکښې د اظهار رایه ازادۍ تصور او ورسره مارکس ازم مخالفت هم د بيانيې لازمي برخه کېدو سره عسکريت او شدت پسندي هم ټولنه کښې سېوا کړې شوه.
د سووېت روس د ماتېدو نه پس اوس د پان اسلام ازم تصور خلاف هم بيانيه شروع شوه نتيجه کښې عسکريت پسند د خپلو استعمالولو والو خلاف ودرېدۀ. اوس د چين د نوے سامراج پۀ شکل د څرګندېدو نه پس ښائي چې د پان اسلام ازم تهيوري يو ځل بيا به ژوندۍ کولې شي خو د پاکستان مذهبي جماعتونه د چين خلاف د اودرېدو زغم نۀ لري اګر کۀ چين کښې پۀ ځينو اسلامي عملياتو بندېز هم دے، پۀ هر حال پان اسلام ازم تر دې ساعته يوه ژوندۍ بيانيه ده.
اک ہوں مسلم حرم کی پاسبانی کے لئے
نیل کے ساحل سے لے کر تا بخاکِ کاشغر
نوټ ]پښتون[
پاکستان کښې دا بیانیه ورځ تر ورځ خطرناک صورت خپلوي. د روس خلاف جنګ د پاره کۀ ریاست د جهاد پۀ نوم د وحشیان بهرتي کول نو هم دې بیانیې نه ئې کار اخستے ؤ او چې بیا ورته د دې ختمولو د پاره ضرورت پېښ شو نو د مسلکونو پۀ نوم د سیاسي اتحادونو جوړولو مصروفیات زیات کړے شول. اوس خو دا خبره دې حد ته ورسولې شوه چې د اکوړي د مدرسې مشر او ځان ته د طالبانو پلار ویونکے مولانا سمیع الحق د کوم سیاسي او اخلاقي کوډ خیال نۀ ساتونکي عمران خان سره روان الېکشن د پاره اتحاد کوي، بله خوا د متحده مجلس عمل بیا د سره منظم کولو د پاره د دې دسمبر میاشت کښې کراچۍ کښې غونډه ټاکلې شوې ده او ورپسې د لاهور او پېښور دننه ضمني الېکشن کښې د تحریک لبېک یا رسول الله پۀ نوم چې د لبېک پاکستان پۀ نوم رسماً الېکشن کمېشن سره رجسټرډ شوے هم دے، ته لاره ورکولې کېږي. اسلام اباد کښې ئې پرلت د وفاقي وزیر قانون پۀ استعفيٰ ختمه شوه او لاهور کښې لا د دې کرښو تر لیکلو ناست دي، د صوبائي وزیر قانون استعفيٰ غواړي.
د پاکستان د ټولو صوبو حکومتونه د ترهګرۍ پۀ ضد روان جنګ منطقي نتیجې ته رسولو د پاره د نېشنل اېکشن پلان پۀ ناکامۍ کښې خپل پوره کردار ادا کوي. صوبائي حکومتونه پۀ دې لړ کښې خپلې ذمه وارۍ نۀ تر سره کوي چې دغه رنګ ملک کښې مرکزي حکومت هم د ترهګرۍ د پړې نه یو اړخ ته وساتي. پوځ د پاره هم د ملامتې سوال نۀ پېدا کېږي ځکه چې کله د “منتخب” حکومتونو لۀ خوا د ترهګرۍ بنیادي مسئله پۀ شا غورځولې شوې ده نو “پوځ خو د منتخب حکومتونو د خواست نه بغېر خپله داسې نۀ شي کولے چې ټوپک راواخلي او نېشنل اېکشن پلان باندې عمل درامد شروع کړي”.
سیاسي ګوندونه او امنیتي ادارې د مخکښې نه نیولے شوو ترهګرو یا اوس چې کوم ترهګر نیولے کېږي، هغوي د پاره د پوځي عدالتونو لۀ خوا د پهانسۍ ورکولو پۀ سزا خپله غاړه نۀ شي خلاصولې. راتلونکي نسلونه به زمونږ نه خون بها غواړي.
د پان اسلام ازم پۀ اساس جوړه شوې سیاسي بیانیه لکه د فاضل مضمون نګار فېصل فاران د وېنا تر دې ساعته یوه ژوندۍ بیانیه ده. د دې سیاسي بیانیې ټول کومک د جنګي ځواکونو سره دے او د جهاد پۀ نوم دغه وحشت ته تقدس ورکړے شوے دے.
د ټوپک د حده پورې نېشنل اېکشن پلان هم د ترهګرۍ مونډ نۀ شي ویستلے. باید نصاب نه د سماجي رویو پورې بدلون د پاره منظمه تګلاره خپله کړې شي. د پاکستان دننه پۀ وړومبي ځل د برېلوي مکتب فکر متشدد صورت هم مخې ته راغلو او کۀ د دې مخنیوے ونۀ کړے شو نو یو ځل به بیا اولسونه وراتۀ شي، پۀ ژوند وراتۀ.