د “ليت لار” غوندې “د بېديا ګلونه” دا شعري مجموعه هم رهبرِ تحريک ته پۀ دسمبر نولس سوه دوه کم څلوېښتم زېږديز کښې پۀ هري پور سنټرل جېل کښې ترلاسه شوې، هم هغه د جېل انچارج بي اے قاضي د “نو ابجېکشنېبل” دستخط ئې پۀ مخپاڼه دے او هم پۀ مخ پاڼه ــ د رهبرِ تحريک پۀ انګرېزۍ کښې لاسليک سره څلبريشتم مۍ يو کم پنځوسم ليک دے چې دا ددې کتاب د لوست د پوره کېدو نېټه ده. د مخ پاڼې نه پس پۀ وړومبي مخ باندې د سر محمد اقبال باراېټ لا فارسي شعر ليک دے چې ښاپېرک. کارغۀ او ټپس د پاره قېد و بند نشته، دغه سعادت قسمت د شهباز او شاهين دپاره کړے دے.
شہپروزاغ و زغن از قيد و بند ِصیدنيست این سعادت قسمتِ شہباز و شاہین کردہ اند
دې شعر نه ئې اشاره پۀ جوانمردۍ د قېدوبند زغملو او پۀ دې وياړ کولو ته ده. لکه څنګه چې پروفېسر جهانزېب نياز ته د ليکلے شوو خطونو مجموعه ‘سوغات’ نه معلومېږي چې دغه زمانه کښې به ورله پښتو کتابونه عبدالخالق خليق جېل ته لېږل، نو دغه کتاب هم د اشاعتي ادارې ‘ادارۀ اشاعت سرحد قصه خوانۍ پېښور’ خپور کړے دے. دننه د ميا سيد رسول رسا د دې کتاب ليکونکي يو شين تصوير دے چې هغۀ پکښې تهري پيس اغوستے ګلونو کښې ولاړ دے. دا شين تصوير د هغۀ بدلې شوې دو قومي نظريې ته بله ښه اشاره ده. سېد رسول رسا د خدائي خدمتګار تحريک د اتلسم اپرېل نولس سوه دېرشم مشاعرې نه اولس سره وړومبي ځل مخامخ شوے ؤ، د دې طرحه وه:
جنګ د ازادۍ له همېشه زلمي وتلي دي
دې مشاعره کښې سېد رسول رسا د شلو کالو ؤ او ډېر پۀ تلوسه او وارخطايۍ ئې پۀ دغه طرحه نظم وارولو. دغه نظم دې شعري مجموعه کښې نۀ دے چاپ. دغه مشاعره د مرغز صوابۍ ګل احمد پۀ نوم شوې وه. د هغۀ د نظم دا مشهور شعر اوس هم ياد دے:
باز دې د اغيارو پۀ مونږ نورې حملې نۀ کوي
مونږ د زړۀ پۀ وينو باتوران ورله ساتلي دي
وروستو لکه چې دا شعر چرته د بل شاعر پۀ نوم لفظي ترمیم سره مشهور شوے او مصرعه ئي ورله داسې کړې ډه:
باز کۀ د غماز پۀ څنګل ناست دے هېڅ پروا نشته
مونږ د زړۀ پۀ وينو باتوران ورله ساتلي دي
“د بېديا ګلونه” نومې پۀ دې روماني شعري مجموعې د رهبر تحريک سره سره دوه درې ځايه د خان عبدالغني خان د لاس حاشيه ارائي هم شته دے. د رهبر تحريک خط صفا او د ښائسته نب سياهي والا قلم باندې او هم پۀ پنسل ځنې ځايونو کښې نستعليق ليک دے او د غني خان خط کچه پنسل باندې بد خط دے. د غني خان د خط پېژندنه رباعيات برخه کښې پۀ وړومبۍ رباعي باندې د هغۀ د انګرېزۍ حاشيې نه کېږي چې ورسره ئې خپل دستخط هم پۀ خپله نامه کړے دے: بس دے مۀ ګرځه مجنونه پۀ ويجاړه
چې څۀ شته پۀ دنيا هغه ورنه غواړه
کۀ خندا کړې ټوله ورځ درسره خاندم
کۀ نه ژاړې ځان ته کښېنه کټ کښې ژاړه
پۀ دې رباعي غني خان ليکلي، “When you laughed the world laughs with you, when you cry you cry alone”
داسې ښکاري رهبر تحريک دا مجموعه پۀ تنقيدي نظر کتلې وي. ځاے پۀ ځاے ورسره د نورو شاعرانو اشعار ورکړے شوي دي. د نظم ‘سوغات’ مصرعو سره ئې د سر محمد اقبال شعر ليکلے:
سوغات مې ورته راوړو زۀ حاضر پۀ لامکان شوم
بس دا یګانه در ؤ پۀ صدف کښې د جهان ستا
جهان څۀ چې پۀ واړه کائنات زمين اسمان ستا
دا يو غمے ترې لر کړه جهان واړه پرېشان ستا
مگر میں نذر کو ایک آبگینہ لایا ہوں یہ چیز وہ ہے کہ جنت میں بھی نہیں ملتی
غني خان ددې شعر د دوېمې مصرعې وړومبۍ برخه کټ کړې او ليکلي ئې دي: جو چیز اس میں ہے جنت میں بھی نہیں ملتی
بل ځاے د غزل برخه کښې شعر دے:
ما وې دا جوړ شبنم دے چې پۀ سرو ګلونو خور دے
چې مې وکوت خولې شوے ستا د ګل پۀ شان رخسار ؤ
دې شعر سره رهبر تحريک دا ټپه ليکلې ده:
يا پۀ ګل پرخه د سبا ده يا د جانان پۀ مخ نرۍ خوله راځينه
هم د غزل برخه داسې ځنې شعرونو سره د نورو شعرونو تقابل شوے:
د هغو دماغ او شپې هم د هغوي دي
چې تا ورکړه د سرو لبو مهماني
نیند اس کی ہے دماغ اس کا ہے راتیں اس کی
جس کے شانوں پہ تری زلفیں پریشان ہوگئیں (مرزاغالب)
د چمن د سرو ګلونو رنګ به نۀ وے
کۀ مې نۀ وے د سرو وينو ارزاني
سب کہاں کچھ لالہ و گل میں نمایاں ہوگئی خاک میں کیا صورتیں ہوںگی کہ پنہاں ہوگئیں
د نادان مثال چارپايه وخوري وڅښکي غم ئې نۀ کړي
چې دانا شو پۀ چهان کښې تمامي عمر زهير دے
غني پوهېږي ځکه ژړېږي (متبادل ئې کړېږي هم ليکلے)
څۀ به ښۀ ژوند ؤ کۀ ژوند د خر ؤ
دغسې نظم “ښکلې فقيره” کښې دا بند چې بنيادم متعلق دے، دې سره هم لاندې د غني خان دا طنزيه مصرع ليک ده:
لوے شې ګوډاګيه د ټوپونو نه دې ځار شم
دا مصرع کائنات کښې د بنيادم وجودي صورتحال بيانوي او ما بعد الطبيعاتي متصوفانه بيانيه باندې ګزار دے، د سېد رسول رسا د نظم بند دا دے:
يو بت د اومې خټې نه ساز شوے پۀ حکمت يم
اوبۀ مې بهانه شي زۀ د رنګ او بُو جنت يم
فاني حسن لرم د ځان جهان يو مصيبت يم
نا پوهه زړونه يوسم زۀ نادان د يو اٰفت يم
د خپل جمال پۀ ما کښې ننداره ئې کړه ظاهره
دا ستا سترګو کښې نور شو ما پرې ګوري بې خبره
دغسې وړاندې هم د نظمونو مختلفو مصرعو او بندونو دا ډول تقابل شوے دے.
ته وائې پړده ستر چرته لاړل ستا نادرې
زۀ وايم د سړو پۀ عقل پرېوته، خبر ئې؟ (ښکلې فقيره)
پوچھا جو میں نے آپ کا پردہ کدھر گیا؟
کہنے لگیں کہ عقل پہ مردوں کے پڑ گیا (اکبر آلہ آبادی)
دم پۀ قدم د ستا پۀ خاورو کښې تاجونه پراتۀ
ذره ذره کښې دې داستان او تاريخونه پراتۀ
عبرت سرا کښې د دلي قسمت راګېر کړم اخر
پۀ ډېر حسرت کښې د هنديانو نندارې وهمه
دا چاندني چوک دے شا ته وګوره رونق د دهلي (نظم رکشه)
سرزمین دلی کہ مسجود دل غمدیدہ ہے
ذرہ ذرہ میں لہو اسلاف کی خوابیدہ ہے (سر محمد اقبال)
دې بېلګو نه ښکاره ده چې رهبر تحريک د شعرونو تر منځه د معنوي يا معمولي ارتباط اندازه لګولو کښې رسا فکر لرلو چې د شعر و ادب سره د هغۀ د زړۀ راکښون او سنجيدګۍ انداه ترې پۀ اسانه کېدې شي، دا ځکه چې رهبر تحريک به لا د ډېر ورکوټوالي نه د ازاد سکول مدرسو د پاره کلي پۀ کلي د نورو طالبعلمانو سره ګرځېدو او پۀ ترنم به ئې د خادم محمد اکبر شاعري وئېله. خادم محمد اکبر د باچا خان سائینه کښې يو کتاب د شاعرۍ هم ليکلے ؤ. دا شعري ستائینه به هم هلکانو وئېله. د خادم مُلا شاعري څۀ خاص شاعري نۀ ده خو دے د پرجوش تقرير ډېر مړنے او جذباتي بنيادم ؤ. دۀ به هلکان کلي پۀ کلي بهر ګرځول او ازادو مدرسو د پاره به ئې کار کولو. د باچا خان د جدوجهد نه ئې اولسونه خبرول. ولي خان هم دغه وړوکوالي نه دۀ سره کلي پۀ کلي ګرځېدو، ډرامو کښې ئې کار کولو او تحريک کښې به ئې خپله برخه اچوله. هم دغه طريقه باندې د رهبر تحريک ادبي تربيت هم کېدو. عبدالاکبر خان اکبر ‘د پاک و هند ازادۍ کښې د پښتنو برخه’ کښې ليکلي چې خان عبدالولي خان خان وړوکے ؤ، ډېر خوش اوازه؛ غني خان لوے ؤ. دے به هر وخت ورسره پۀ جنګ ؤ.
“د بېديا ګلونه” کښې ډېرو ځايونو کښې رهبر تحريک د سېد رسول رسا پۀ شاعرۍ نيوکه کړې ده لکه دې لاندې شاعرۍ سره سره د هغوي تبصره هم چې اصل کښې نيوکې او تنقيد دے، چې د هغوي تنقيدي بصيرت ترې نه ښکاره کېږي:
د انسان ژوندون يوه ټوقه رامعلوم شي
چې ژوندون ته د انسان مې فکر خيال وي
ولي بيا وايم چې دا څنګه ممکن ده
چې خالق د دومره لوے جهان ټقال وي (تبصره: دا څنګه شاعري ده؟)
کۀ دروغو منځ کښې هغه لېونے وي
چې د خلقو وکړي بهګتونه
نو مجنون هغه کس ته وائي
چې څوک روغ وي د جنون نه کړي کارونه (تبصره: پردے دے)
دغسې کتاب کښې يو ځاے دولس مصرعې (ټپې) دي، هغې سره ئې ليکلي “ډېرې بې خونده”. بيا وړومبۍ دوېمه ټپه باندې خپله رایه داسې ورکوي.
پۀ ظاهر يار زما مدار کړي
پۀ پټه ئې نور ياران د سود ساتلي دينه (تبصره: دا څۀ دي؟)
زما پۀ شرم دې کار نشته
بې شرمه زۀ وم چې پۀ تا مئینېدمه (تبصره: او دا څۀ؟)
لوبې: دلبره زار دلبره! (تبصره: رېډيو دپاره)
نظم : مرګ او ابشارونه
مرګ پۀ حقيقت کښې ژوند ته نوے نوے رنګ ورکئ
نوے شکل ورکړي نوے رنګ او نوے چنګ ورکئ
(تبصره ـــــــ “؟”)
دا ترتيب پۀ يو رنګ چې نادان ورته ژوندون وائي
دا ترتيب چې وران شي دې ته مرګ وائي بيلتون وائي
(تبصره ـــــــ “؟”)
دا حقيقت نۀ دے ترتيب اصل نۀ دے پوست دے دا
دا چې پرېشان شي داسې پوهـ شه چې اوس روست دے دا
(تبصره ـــــــ “؟”)
دې شعرونو سره بره غني خان خط د پنډت برج نرائن چکبست اېډوکېټ 1882/1926دا وتلے شعر ليکلے دے:
زندگی کیا ہے عناصر کا ظہورِ ترتیبب موت کیا ہے انہی اجزاء کا پریشاں ہونا (چبکست یوپی)
چبکست د متحده هندوستاني قاميت پرچار يو فکري مبارز شاعر ؤ چې عمر ئې لږ خو قامي او فکري شاعرۍ کښې ئې ښه نامه پېدا کړې وه. د ‘رامائن’ ځنې برخې ئې هم منظومې کړې وې. “سر ډيره دون” پۀ سر ليک نظم ئې غوره نظم دے. پۀ خپله ځوانيمرګۍ ئې دا شعر ډېر سم راغلے:
لے چلی بزم سے کس وقت مجھے مرگِ شباب لب تک آیا بھی نہیں ہاتھ میں پیمانہ ہے
رهبرِ تحريک پۀ نظم “ټېګور او اقبال” باندې هم ليکلي “ډېر ښۀ دے” او وړاندې ئې پۀ دې مصرعې حد بندي کړې ده، ليکلې ئې ده چې تر دې پورې
دا زما ارمان دے چې د هند مړي ژوندي شوے
بيا پۀ دې چمن کښې ښاد او شاد هند بندي شوے
دې بند نه وړاندې بيا شاعر د فرنګ تهذيب مادي تهذيب ګڼي او بد رد ورته وائي چې دې کښې روحانيت نشته دے. دغه برخه کښې سر محمد اقبال د فرنګي تهذيب تصور وړاندې کړے دے چې دا تصور رهبر تحريک رد کو.ي. د نظم سر ليک سره شاعر د غني خان هم ليکلي صحيح نمائندګي ئې کړې. دغسې وړاندې هم ځنې شعرونو باندې سواليه نخښې داسې راکښلې شوې دي:
ما چې ويني بل ته خاندي زما زړۀ چوي پۀ دې چل
ياره ناز کۀ دې ته وائي دغه پرېږده بد عادت دے (تبصره ـــــــ “؟”)
هېروم دې نۀ هېرېږې ولې بيا بيا رايادېږې
چې دا څۀ قیصه ده ياره! چې دا څۀ رنګ له الفت دے (تبصره ـــــــ “؟”)
دا شعر د حسرت موهاني ددې شعر نه اخذ دے:
بھلاتا ہوں اگر ان کو برابر یاد آتے ہیں الہٰی ترک الفت پر وہ کیونکر یاد آتے ہیں
پټ پټ راشيپټ پټ ګوري پټ پټ خاندي
پټه پۀ پټه زړۀ زما وړي پۀ خندا پټ (تبصره ـــــــ “؟”)
دجنون بهار باده کښې ساقي راوړه
چې مدهوش لکه مجنون پۀ خپل جنون شم (تبصره ـــــــ “؟”)
ورسره غني خان دا شعر ليکلے دے:
خرد کی گھتیاں سلجھا چکا ہوں مرے مولا مجھے صاحبِ جنوں کر (سر محمد اقبال)
چې جانان مې تل پۀ سرو لبانو لولي
کاشکې زۀ هم پۀ ژوندون هغه مضمون وے (تبصره ـــــــ “؟”)
چې دا ناز دے کۀ مستي کۀ درازي ده
چې د يار زلفې د يار پۀ ملا سیورے شوے (تبصره ـــــــ “؟”)
د جمال هېبت ئې دومره پۀ ما زور دے
چې يار نۀ وينم زۀ د تلو ترې تياري کړم (تبصره ـــــــ “؟”)
زۀ پۀ تا چې مينه کړمه تۀ بهانه ئې
د خپل عشق تکميل د ښکلو پۀ ياري کړم (تبصره ـــــــ “؟”)
دا شعر دې شعر سره يو شان دے:
اپنی تکمیل کررہا ہوں میں ورنہ تم سے تو مجھ کو پیار نہیں
پرکاري د حسين بت نه اخستې شي
هم د دغې محبوبا زۀ مستانه يم (تبصره ـــــــ “؟”)
دغسې نورو ډېرو شعرونو ته هم سواليه نخښې شته او څۀ ته ئې ليکلي شوي چې ‘دا څۀ دي؟’ چې هم دغه يو مطلب لري. دې برنو شعرونو ته کۀ وګورو نو څرګنده به شي چې دا ډول شعرونه د زبان دهيان ناقصه و مجهوله بېلګې دي دا ځکه ورله رهبر تحريک سواليه نخښې کړي يا ئې ليکلي ‘دا څۀ دي؟’ ځنې ځايونو کښې خو پرې خنده ورې تنقيدي حاشيې هم شته دے لکه دا شعرونه او حاشيې ته ځير شئ:
د ټول نظم سره کرښې او سواليه نخښه هم شته او بيا ورسره طنزيه ليکلي “څومره پاک خيال پۀ څومره پليته پښتو”
د دروازې خوا کښې پۀ لنګرۍ کښې اوبۀ ډېرې ښې دي
لۀ هغو ميو چې جام وڅښکي او ايمان پرې خرڅ کړي
د اوربشي ناچاڼيزې ډوډۍ ټوک غوره دے
د هغې کېک نه چې کېک وخوري وطنيان پرې خرڅ کړي
د کور او بدلې سره شډله خامتا ډېره ښه ده
د هغې سوټ نه چې سوټ واغوندي ملکيان پرې خرڅ کړي
د پېغلې لور لاس دې پرې سرۀ مۀ شه نکريزې نۀ دي
چې تۀ نکريزې ګټې لور ته شهيدان پرې خرڅ کړې
د لحد شنۀ لړمانان دي شنۀ لوټونه نۀ دي
چې شنۀ لوټونه جېب ته واچوې غازيان پرې خرڅ کړې
‘پاک خيال او پليته پښتو’ نه مطلب د مسلم ليګي ډنډه مارانو د کشمير د غزا پۀ شخړه کښې لوټ ماري او د خدائي خدمتګار د دريځ درستګۍ ته اشاره ده. دې نظم کښې سید رسول رسا د ژوند هغه سادګي ياده کړې کومه چې د خدائي خدمتګار تحريک د غړو خاصه وه او بيا ئې چې کوم لائف سټائل او واقعه ئې غندلې، هغه د مسلم ليګ د مشرانو ژوند ته اشاره کوي. د کشمير غزا د پاره وړومبے ميټنګ جناح صاحب، لياقت علي خان او قيوم خان پۀ ذريعه د انګرېزانو اېجنټ او پير اٰف مانکي شريف کولو کوم ته چې جناح صاحب ليکلي ورکړي وو چې پاکستان کښې به اسلامي شريعت نظام وي. د راولپنډۍ د عبدالرحيم بنګله د کشمير غزا کنټرول روم ؤ. دلته به پير مانکي، ګل بادشاه، قيوم خان ټول راغونډېدل. دې غزا کښې دې کمشنر دومره وانه وکړه چې غزا نه پس ئې د کرپشن پۀ جرم د نوکرۍ نه لرې کړو. د کشمير غزا اصل حقيقت لکه څنګه چې د ازادۍ يو نوميال مبارز محمد سرور خپل کتاب “تحريک آزادي کا ايک باب” کښې ليکلے، دا ؤ چې د قيوم خان پۀ نامه چې د پښتون قام پام بل خوا واړولے شي نو پۀ تحريک به ګزار اسان شي او هم دغسې وشوه ــ يو خوا د غزا اعلان وشو، د سکاوټس او ملېشې سوونو ګاډو کښې قبائليان او د سمې خلق کشمير ته ولېږلے شول، بلخوا بابړه کښې د تحريک زور اوبۀ کړے شو. د کشمير غېزا د پښتو شاعرۍ ټول اهنګ بدل کړے ؤ او د څېلمې شاعرانو هغې کښې ځني خدائي خدمتګار سوچ واله شاعران لکه محمد دین مقېد هم شامل دي، د کشمير پۀ غزا نظمونه ليکل شروع کړل. دا ډېر لوے ګزار ؤ. بل خوا د هغۀ سوچ تسلسل هم ؤ چې جناح صاحب سکندر مرزا ته وئېل چې نواب بهوپال به پېسې درکړي او کۀ د هندوستان وېش کانګرېس نۀ مني، تۀ به قبائليان د اسلام پۀ نامه جنګ ته ورپاروې. پۀ هر حال:
زۀ شهيد د محبت يم نۀ کافر يم نۀ غازي يم
نۀ کوفي يم نۀ شامي يم نۀ ترکي يم نۀ تازي يم
(تبصره: خوشې ترجمې)
د خپل تن جوهر دولت لکه مرات کړي
صاف طینت کله منت د زردار اخلي
دلته جوهر، دولت، مرات طینت، منت د کرښو سره راغلي، ‘منت’ باندې سواليه نخښه هم ده، غني خان ورته ليکلي احسان د مالدار ئې معنيٰ ده.
پۀ پړده کشيده ګل بلبل ته غم شو
مار خوړلے دې د پړي نه وېرېږي (تبصره ـــــــ “؟”)
غني خان ورسره د سواليه نخښې ځواب سره ليکلي: “نا نقلي ګل پۀ کپړا کشيده شوے.”
دغسې يو نظم “نوې لېلٰي” ته رهبر تحريک ليکلي چې د “پنجاب مسلم ليګے”. دې نظم کښې سید رسول رسا هم د اکبر اله ابادي غوندې د مس کردار لائف سټائل ښودلے دے او مغربي ثقافت ښودنه ئې پکښې کړې کوم چې د اشرافيه طبقې ژوند دے.
د غسې نظم “دنيا نه چرته لرې” سره
دنیا کی محفلوں سے اکتا گیا ہوں یا رب کیا لطف انجمن کا جب دل ہی بجھ گیا ہو
د سر محمد اقبال دا شعر ليکلے دے چې د دې ترجمه ده. هم د دې نظم دې بند سره واښۀ، ګلونه او د ګډې بچے دا به څوک یوځاے کړي؟ غني خان ورسره ليکلي، صرف تصور دے او “ګلونو” سره ئې “ځنګلي” ليکلي.
څو ورکوټي سپين ګډوري زما خوا کښې څرېدلے
اوس پۀ مور پسې بانګلي اوس چمن کښې ځغلېدلے
شنۀ واښۀ پۀ کچه تېغو ځنې نوي ټوکېدلے
اصل کښې د رهبر تحريک نيوکه پۀ شعر د اصليت لۀ رويه ګډورے واښۀ خوري او دې حقيقت ته اشاره ده. هم دغسې د اصليت لۀ رويه نيوکه پۀ دې شعر هم شوې ده او ليکلي دي چې د نرګسو پۀ موسم کښې سخته يخني وي او پۀ سړي دا يخني بدي لګي.
کله ورغلے چينو کښې لاس وهلے پښې وينځمه
پۀ اوبو کښې لوبې کړې بيا پۀ ګډو لاس وهلے
د نرګسو د موسم نه اشاره کوم چې ددې نظم واقعاتي زمانه ښائي، اشاره دې مصرعې ته ده چې وړاندې تېره شوې ده:
د نرګس سترګې ښکول کړې بنفشې سره تا کړې
ورانولے سمولے پۀ رنګ رنګ ئې لوبولې
نظم “ډمې ته” سره رهبر تحريک ليکلي چې د حفيظ جالندهري “رقاصه” يعني دې نه اخذ دے چې بل نظم د خوشحال خټک د نظم د اثر لاندې کښې دې، شعر سره ليکلي دي “ډېر ښۀ”.
ګل مې اوښکې ژړا زده کړه او بلبل مې غوغا زده کړه
پتنګ وائي سوز دې راکړو ځان پۀ شمع سوزوم
نظم کالج ته الوداعي پېغام دمصرعي چې رسا خپله هم نخښه کړې ليکلي چې پردے خيال دے غني خان ورسره ليکلي
ګل د ګل پۀ تماشا دے
څانګه پاڼه کۀ ازغے دے (د الم څوک سمندر)
هم دغه نظم کښې دې مصرعو ته کرښه شوې او امين ليکلے شوي دي:
د طارق فاروق پۀ شان څوک
هم ګاندهي لېنن پېدا کړه!
او هم دغه شان نظم ‘سائېکله وفاداره’ باندې تبصره “ښۀ دے” پۀ ډول شوې ده. نظم ‘د وصال شپه’ چې د اختر شيراني د نظم ‘آج کي رات’ اثر لاندې ليکلے شوے دے، يوه مصرعه کښې ‘شپه لېلة القدر’ ترکيب پۀ نخښه شوے ځکه چې دا شپه او لېلة يوه معنيٰ لري لکه د اٰب زم زم اوبۀ يا د سنګ مرمر کاڼے غوندې غلط ترکيب دے. نظم ‘د خوشحال خټک پۀ فرار’ باندې تبصره ده “دا ما ته ددۀ بهترين نظم ښکاري”.
نۀ دلته ولې نۀ شين چمن نه بيابان وينم
زۀ دلته باغونه نۀ ګلونه نۀ بوستان وينم
دې شعر کښې بيابان نخښه شوے او ورسره خيابان ليکلے شوے چې د شعر مضمون درست کوي ځکه چې خبره د چمن کېږي نو بيابان غلط راځي.
اف د چا مزار دے ربه څومره غريبۍ کښې پروت
موټے قدرې کاڼي پۀ شپيانګو کښې پنهان وينم
دې سره “واه” ليکلے شوے دے او ورسره دې مصرعو ته افرين ليکلے شوي دي.
ټول وطن خېبر ؤ، مغل څوک ؤ چې ئې اخستے ؤ
اوس هغه خېبر د فرهنګيانو انګلستان وينم
دې شعر کښې ٰافرينٰ ته اشاره د انګلستان معنو کښې پۀ قبائلو ملکانو، مليانو باندې د پېرنګي تالي څټۍ ته اشاره ده چې د پولټيکل اېجنټانو لکه شېخ محبوب علي، سکندر مرزا، قلي خان غوندې دلالانو پۀ ذريعه به ئې د پښتون قام خلاف استعمالول. نظم ‘اظهار حقيقت’ کښې دې مصرعو کښې تخليق ته کرښه کړې شوې ده او ورسره ليکلے شوي’ تخلقوا باخلاق الله’
چې مخلوق خالق صفت شي حق ادا کړي
د تخليق جهان کښې دغه مدعا ده
بنيادي توګه دغه خيال د سر محمد اقبال د خودي مفکورې نه راخستے شوے چې تعلق ئې د تصوف قطب الاقطاب يا انسان کامل الوهي ځواک سره دے. د ‘کشمير د غازيانو ترانه’ نومې نظم کښې دې شعر ته غشے راکښلے شوے او ليکلي ئې دي، “که خداے کړي او خېر وي”
مونږ به پۀ کشمير کښې هندو بار ته شجاعت ښيو
مونږ به پۀ کشمير کښې درست جهان ته خپل عظمت ښيو
د کشمير دا نظم د کتاب پایې کښې دے. هم پۀ دغه مضمون سمندر خان نظم هم “ليت لار” کښې د غازي دلبره پۀ نامه ده چې پکښې د کشمير غزا کوونکي کردار ته د رومانيت بخښلو هڅه کړې. دغه نظم هم هغۀ د کتاب پایې کښې شامل کړے. پۀ اسانه د لوستونکي تر سترګو تېرېږې. غازي لفظ د مسلم ليګ مسلم تنظيم ‘غازي پښتون’ ته هم اشاره کوي. دې نه هغه وخت د ابلاغ ذرائع پۀ لاره پۀ خلقو د خپلې پاليسۍ تپلو مغربي اندازه کېږي.
نظم “اظهار حقيقت” کښې دې شعر سره تبصره داسې کړې چې ‘دا ځان ته وائې؟’
شخوند د بل پۀ خيال وهل د خيال زاري ده
خېرماري د خيال پۀ اصل کښې ګناه ده
پۀ 144 مخ باندې يو قطعه ده چې:
نۀ ئې ياري راسره کړې، نۀ ئې بدي راسره کړې
نۀ ئې وفا راسره کړې، نۀ ئې جفا راسره کړې
نۀ ئې وعده راسره کړې، نۀ ئې وعده د وفا کړې
دې باندې يو ځاے کښې ليک دے “دا څۀ دي؟” بيا ورسره تبصره ده چې دا خو د بوډۍ هغه زوے دے چې نۀ د ښې او نۀ د بدو دے.
دې کتاب کښې رهبر تحريک معرب، مفرس او اردو لفظونو او مرکبونو ته کرښې کړې دي او دغه معربه مفرسه اردو امېزه پښتو ئې رد کړې ده کومه چې د سېد رسول رسا د اسلوب بنيادي خاصه ده، لکه دې لفظونو او ترکيبونو نه کوم چې نخښه کړے شوي، اندازه اخستې کېدې شي. پرکاري، حسين بُت، رخسار، عارضي، دائمي، بتکده، سحاب، برق، تشته لب، جوهر، مرات، طنيت، منت، دندانو، نے، رفعت، بستر د خاک، غبار، شوخ، رهرو، زاد، امارت، حباب، جوئے، کهکشان، خاکي، آتش، ظلمت کده، عارض، ملاحت، صباحت، اشکبار، نمناک، کېفيت، دزديده، آذري، بت سازي، حيات ممات، پېروکار، تخيل، مهرو، نګارخانه، کراري، ايوبي، بولبهي او دغسې نور ډېر لفظونه ترکيبونه ــ د دې نه څرګنده ده چې رهبر تحريک د سوچه پښتو د استعمال پۀ حقله څومره حساس ؤ. دغه سوچه او اولسي پښتو مونږ ته د هغوي د سید رسول رسا شعرونو مصرعو سره ځاے پۀ ځاے ليکلي. چرته دا پۀ پېن ليک دے چرته پۀ پېن شعر ته کرښه ده، وروستو ئې ورسره پۀ پنسل بيا ليکلي دي. اندازه کېدې شي هغۀ د شعر و ادب مطالعه څومره پۀ سنجيده توګه کوله او دا ورته يو ډېر مهم عمل ښکارېدۀ. د تقابل دا لړۍ ډېره بشپړه ده خو دې کښې زيات شعرونه د سر محمد اقبال بار اېټ لاء دي.
- ويرانه د دنيا دۀ اباده کړې
کۀ دے نۀ وے هېڅ به نۀ وې جهان وران دے
- گناہ گار غریب الدیار ہوں لیکن
ترا خرابہ فرشتے نہ کرسکے آباد (سر محمد اقبال)
- معمه ده پۀ سينه د کائنات کښې
و هر چا وته ئې حل بې شانه ګران دے
- یہ تو نے کیا کیا مجھے کو فاش کر دیا
میں ہی تو اک راز تھا سینہ کائنات میں (سر محمد اقبال)
- اے ښائسته معشوقه کله خداے پۀ چا عاشق کړلې
کړۀ وړۀ د معشوق لري سوز د عاشقانو ستا
- اے گل بتو خورسندم توبوئے کسے داری؟
- جام کښې د سپوږمۍ ته پۀ چونګونو مئے ناب لرې
لپه ده کۀ چونګ دے ايله دغه تۀ شراب لرې
- سمندر سے ملے پیاسے کو شبنم
یہ بخیلی ہے رزاقی نہیں ہے (سر محمد اقبال)
- زۀ ازلي تږے زما تنده پۀ پيالو نۀ ځي
سيند د ميو راکړه سوې تنده پۀ کاسو نۀ ځي
- يا پۀ عشق کښې خلق سيزي يا ژړا کوي تل عمر
د بلبل ژړا مې نۀ زده زۀ پتنګ ځان سوزومه
- اے مرغِ سحر عشق زیرہ اند بیا موز
کاں سوختہ راجاں شد و آواز نیامد (شیخ سعدی)
- بلا عمر مې تېر کړے شېخه ستا پۀ مسجدونو
دا باقی عمر خدمت کښې د بتانو تېرومه
- ډېر عمر مې تېر کړو بې هوده پۀ زمانه کښې
نور دې زما سر وي او د ترکو استانه
- عشق چې يو وارې پۀ زړۀ کښې ځاے کړي قابو اوسي
- عشق پرزور نہیں ہے یہ وہ آتش غالب
کہ لگائے نہ لگے اور بجھائے نہ بجھے مرزا غالب
- ناموس چې ما ته وائي دغه کار دې ستا نصيب شي
زه عاشق يم کار مې عشق ځان پۀ عشق کښې شرمومه
- بندۂ عشق شود ترک نسب کن جامی
کہ درایں راہ فلاں ابنِ فلاں چیزے نیت (عبدالرحمٰن جامی)
- ګل مې اوښکې ژړا زده کړه او بلبل مې ژړا زده کړه
پتنګ وائي سوز دې راکړه ځان پۀ شمع سوزمه
- اُڑالی طوطیوں نےقمریوں نے عندلیبوں نے
چمن والوں نے مل کے لوٹ لی طرز فغاں مری (سر محمد اقبال)
- دا سرې غوټۍ لبان چې نزاکت ورنه شرمېږي
دا سرۀ ګلان عارض چې صباحت ورنه شرمېږي
- تازگی ان کے لب کی کیا کہیئے پنکھڑی اک گلاب کی سی ہے
میر ان بیم باز آنکھوں میں ساری مستی شراب کی سی ہے (میر تقی میر)
- زوړ کفن پۀ سر توره پۀ لاس به قبر وشلوي
اوس کۀ ورته وايم ستا پۀ ملک کښې پېرنګيان وينم
- اک آنے والی اسلامی حکومت کے تصور میں
لحد میں بھی کھلی ہے اس کی چشمِ انتظار اب تک (ظفر علی خان۔ نظم ؛ اورنگزیب)
ددې بحث نه اندازه کېدX شي چې رهبر تحريک د روايت او درايت پۀ معنو کښې هم پوهه ؤ او هغه د سرقه او اخذ پۀ معنو هم پوهه ؤ ځکه پۀ ‘سوغات’ کښې خط نمبر کښې پروفېسر جهانزېب ته د 12 مارچ 1952ز خط کښې ليکي، ‘د بېديا ګلونه’ لوستلو نه پس مې خليق صاحب ته وليکل چې “دې ته ‘د بېديا ګلونه’ وئېل خو ناروا دي. د نيمو نه زيات خو پکښې پردي قلمونه او راپټې سترګې دي او هغه هم پۀ داسې بده رنګه چې هر څوک پرې پوهېږي او پېژني ئې چې د کوم باغ نه ئې غلا کړې ده. ما وې چې دې بې خونده بدرنګه او بې بويه شي ته د ګل نوم اخستل او بيا د بيديا پاکۍ او سپېځلتوب نوم پرې کېښودل خو د ګل او بېديا دواړو بې عزتي ده او کۀ هغوي پۀ خپله درته څۀ نۀ شي وئېلے نو زۀ کم از کم د هغوي د جانبه احتجاج کوم. وغېره وغېره. خېر، خبر شوم بيا چې هغۀ يعني سید رسول رسا پۀ دغه ډېر زيات خفه شو او پۀ ځاے د دې چې زما تنقيد او ښودنې پۀ هغۀ کښې داسې څۀ جذبه پېدا کړې وے چې هغۀ د خپل کمال د جوهر دغه دانې د دغې بوسو او ګُنډي مال نه وباسي، هغۀ اپوټۀ ماڼیژن شو. سید رسول رسا ما پۀ يو نظم پېژندلے ډ او هغۀ چې کوم هغۀ د خوشحال بابا پۀ قبر ليکلے. دا هغۀ داسې يو څو نور نظمونه چې پۀ ملغلرو به ئې بدل نۀ کړي مګر پۀ دغه کتاب کښې ئې څۀ داسې راټول کړي دي چې هغه لمدو سره ئې وچ هم سېزلي دي او ډېر نظرياتي سړے به وي چې هغه د دغې ټول کتاب د هغه عام کېفيت نه ځان ازاد کړي او بېل بېل نظم پۀ خپل ځاے ولولي.”
دې تبصرې نه اندازه کېږي چې رهبر تحريک د سيد رسول رسا د شاعرۍ پۀ حقله څۀ تنقيدي رایه لري. نۀ يواځې دا بلکې د سرقې او استفادې پۀ حقله د رهبر تحريک دا نخښه کړي شعرونه پښتو نوي ادب کښې وړومبۍ نمونه ده.