د اتمان خېلو متعلق چې کومې ټوقې نزدې قبيلو جوړې کړې دي، هغه صحيح دي او کۀ نۀ، خو زمونږ د دې اشنا متعلق چې ما ته هډو دا معلومه نۀ وه چې دے د کومې قبيلې سره تعلق لري؛ ولې چې دے پۀ اشنغر تنګي ګل اباد کښې اوسېدو، د مشهورو شاعرانو فضل غني غني، اختر منېر منېر او شاکرالله جلبل سره به اکثر يو ځاے ؤ نو ما وې هم د دوي څوک خپل خپلوان به وي ـــ خو څو کلونه وروستو يوه ورځ ما د يو ملګري سره دا خبره کوله چې زمونږ دا اشنا چې د رومان پۀ عمر کښې ؤ نو ځان ته ئې ‘نادان’ وئېلو او چې کله د نادانۍ عمر ته نزدې شو نو اوس ئې ځان ‘رومان’ کړو ـــ نو هغۀ ووې، دا خو ئې سم کار کړے دے، ځکه پۀ زړښت کښې بنده بيا ماشوم يا پۀ نورو ټکو به دا ووايو چې نادان شي. هغه ملګري ووې، دا خو ئې سم د اتمان خېلو کار کړے دے. هغه ملګري څۀ قيصه هم وکړه چې عموما د يوې قبيلې غړي ئې نورو پښتنو قبيلو غړو پسې کوي چې ما نه هېره ده. خو اوس ډېر کلونه پس چې د هغۀ کتاب چاپ شو نو ما هغه ملګري ته ووې، هلکه! تۀ خو سم سپېرۀ زبرګ ئې! هغه تا ته چې ډېر کلونه وړاندې ما د يو ملګري د تخلص خبره کړې وه او تا راته وئیلي وو چې دا خو ئې سم د اتمان خېلو کار کړے دے، هغه خو پۀ ریښتيا اتمان خېل دے. اوس کۀ درته هغه قيصه ياده وي نو راته ئې بيا وکړه. هغۀ وې، ما نه اوس خبره هېره ده، پۀ منځ کښې ډېر کلونه تېر شوي دي او خپلو کښې نزدې اوسېدونکې د پښتنو ټولې قبيلې او خېلونه يو بل پسې داسې ټوقې کوي. بيا ئې ووې، ما يوه نوې ټوقه اورېدلې ده؛ دا به درته وکړم چې دوي اوښ له پرتوګ جوړ کړے ؤ او پۀ جواب کښې ئې دوي وائي چې او دا کار مو کړے ؤ خو د سادګۍ لۀ وجې نۀ بلکې پۀ دې وجه چې مونږ سره د نزدې اوسېدونکې قبېلې لويو لويو هلکانو او جينکو به اکثر پرتوګونه نۀ اغوستل نو دوي ته د سبق ښودلو د پاره مو دا کار کړے ؤ. ما ورته وې، تا سره د اوښ غم دے او زمونږه دا اشنا يو ځل سحر وختي پۀ خړه کښې ښار ته د تلو د پاره د ځانه څادر تاو کړے د کوره راوتلے ؤ او چې ښۀ پوره مزل ئې کړے ؤ نو د پښو د طرفه ورته د نور کله نه زيات د يخنۍ احساس شوے ؤ او چې ځان ته ئې سم پام شو نو پرتوګ ئې هډو اغوستے نۀ وو. پۀ منډه کور ته لاړو، دا ښۀ وه چې چا ليدلے نۀ ؤ خو دے ګرم ځکه نۀ ؤ چې پۀ ذهني توګه لږ ګډوډ شوے ؤ. د دې ذهني ګډوډۍ او بې تولې کېدو اندازه ئې د دې نه پۀ اسانه لګېدې شي چې اوس ورته مونږه ښۀ وايو. هغه ورځ ئې ما سره پۀ موبائل خبرې کولې چې ناڅاپه پۀ يوه ګنده سخا نالۍ کښې پرېوتو او جامې ئې ټولې ولړلې شوې او د پښتو ليکوال فېروز اپريدي له ئې د ډوډۍ بندوبست کولو نو د هغۀ پۀ ځاے ئې د کوهاټ ليکوال او صحافي فېروزخان صادق ته د راتګ وئيلي وو. دا خو ښه وه چې ملګري عصمت سوراني صاحب ورته ياد کړل چې تا فېروزخان صادق له ډوډۍ کړې ده نو دۀ انکار وکړو، وې نه! ما ملګري فېروزخان اپريدي له ډوډۍ کړې ده ځکه چې هغه قطر ته روان دے او ورته مې وئيلي دي، راځي به. خو سوراني صاحب وئيل چې نه صاحبه! د يو پۀ ځاے دې بل ته اطلاع ورکړې ده. نۀ پوهېږم چې اوس يو ته به ئې څۀ وئيلي وي او بل ته به ئې څۀ بهانه کړې وي خو نزدې ملګري ئې د دې عادت سره بلد دي، ځکه نو ډېر زړۀ ترې څوک نۀ بدوي.
دا پخوانے نادان او اوسنے رومان زۀ د ډېرو کلونو راسې پېژنم، کله چې دے ښۀ پۀ جوبن کښې ؤ، تکړه زلمے بلکې شازلمے ؤ، منم چې د سپېدار او چنار هومره دنګ نۀ ؤ خو د برابر وجود خاوند ؤ، رنګ ئې لکه ټماټر او کابلي سېو سور نۀ ؤ خو غنم رنګه او اثري ضرور ؤ. کېدے شي کلي کښې پېغلو پۀ ګودر او تنور هم ياد کړے وي او کۀ هغوي نۀ يادولو نو د يارۍ دوستۍ پۀ وجه خو ما او نورو به اکثرو مجلسونو کښې يادولو.مخ ئې ډک او غونډ ؤ او داسې کندې کپرې خو بيخي نۀ ؤ لکه دا اوس چې ښکاري. ګڼ او ښکلي ويښته ئې وو. د خبرو انداز ئې هم ډېر ښۀ ؤ. اوس خو داسې خبرې کوي تۀ به وائي جوړې پۀ حلق کښې ئې څۀ نښلي. کله کله داسې وقفې پۀ خبرو کښې کوي لکه څوک لوے افسر چې چا ته ډکټېشن ورکوي او هغه ئې ليکي او ورته وائي Full stop, comma او دغسې نوے پېراګراف وغېره.
تګ ئې هم داسې نۀ ؤ لکه دا اوس چې څو قدمه لاړ شي نو دمه کوي او يا پۀ ځان پسې يوه پښه داسې راکاږي چې ورسره مخکښې داسې ټوپ غوندې وهي، او چې کله دے روان وي نو بنده ته د پښتو هغه زړه سندره يادېږي چې:
پۀ دې باړه کښې اوبۀ ګډې وډې ځینه
شړوارې لونګينه
نۀ پوهېږم چې پۀ پښه ئې څۀ بلا لوېدلې ده چې د زرکې غوندې چال ئې ورله پۀ ګړبېلي چال بدل کړے دے. سترګې ئې هم مناسبې او اثري وې خو اوس پسمانده مخکښې ننوتې ښکاري. پۀ هغه وخت کښې يو شان ؤ او اوس بل شان دے خو هغه وخت د وجود پۀ لحاظ تيت پرک ؤ. کۀ د چا عاشق ؤ نو د چا معشوق، د چا حبيب ؤ او د چا رقيب، د چا غماز ؤ او د چا رازدان، د چا قاصد ؤ او د چا نائب، د چا رېبار ؤ او د چا يار ــــ ما خو چې څو کاله پس وليدو نو مختلفو مرضونو دومره ځپلے ؤ چې صرف د اواز نه مې وپېژندو او چې د خپلو حقيقي او وهمي بدني او ذهني مرضونو تفصيل ئې راته بيان کړو نو پوهه شوم چې انسان د مرضونو مقابله کښې ډېر کلک دے ګنې نو غټ نه غټ ځناور چې هفته نيمه بيماري تېره کړي نو سم ودوړېږي او دے خو ډېر کلونه پروت ؤ. زړۀ کښې مې ووې کۀ زمونږ دا اشنا غویے يا سنډا وے او دومره موده بيمارو وهلے ؤ نو قصاب به ئې تش پۀ نامه قیمت اخستو ته تن نۀ ؤ ايښے، البته کارغان به ورته اخوا دېخوا او د سر د پاسه ګرځېدل. خو دا د دۀ همت دے چې نۀ صرف ژوندے پاتې شو بلکې اوس رو رو پۀ ښۀ کېدو دے؛ رنګ روغن ئې ښۀ کېږي او زړۀ خو ئې لا هغه شان ځوان دے لکه څنګه چې دے پۀ رښتيا ځوان ؤ نو کۀ څۀ هم ځان ته به ئې نادان وئېلو خو نور ډېر هوښيار ؤ. پېښور کښې د خوراک پۀ محکمه کښې بابو ؤ او ورسره ئې ځان له څۀ کار نيم بل هم پېدا کړے ؤ، ځکه نو پۀ پېښور چوک يادګار کښې د دوه درېو ملګرو سره پۀ شريکه ئې يوه کمره نيولې وه چې ورسره به کله کله پکښې د کلي علاقې خپل خپلوان او نور پېژندګلو شاعران او ليکوالان پاتې کېدل او دې اشنا به ئې ډېر پۀ روڼ تندي مېلمستيا کوله ولې چې ګزاره ئې کېدله او د زياتې ګټې او خپلې تنخا د بچ کولو د پاره ئې دوېمه نوکري کوله. دې سلسله کښې ښۀ هوښيار ؤ خو د خپل تخلص د وجې نادان پۀ دې ؤ چې د مېلمنو شاعرانو نه د مېلمستيا د قيمت د وصولولو پۀ چل نۀ پوهېدو. کېدے شي د ځینو ملګرو شک پېدا شي چې د مېلمنو شاعرانو نه به ئې څنګه قېمت وصولولو نو زۀ وايم داسې چې د خپلې شاعرۍ متعلق به ئې ترې عېن د مېلمستيا پۀ دروان کښې ليکلې رایې اخستې وې لکه چې ډېرو داسې کړي دي بلکې ما خو تر دې اورېدلي دي چې داسې مېلمستياګانو کښې د ډېرو شاعرانو نه ډېرې ښې غزلې او نظمونه تلي دي چې دوي ئې هډو پۀ خولۀ غږ نۀ دے کړے البته وروستو يو بل وئيلي دي چې دا غزل خو ما د پلاني نه پۀ پلاني ځاے کښې اورېدلے ؤ.
غالبًا پۀ کال 1985ز کښې پۀ وړومبي ځل زۀ د دوي د چوک يادګار کمرې ته د يو بل شاعر ملګري د تنګي د عبدالخالق بادل پۀ ملګرتياکښې ورغلے وم او ورسره مې پېژندګلي شوې وه. بيا به زۀ او دے دواړه د ‘سرحد پښتو ادبي ټولنې پېښور’ اجلاسونو له پۀ با قاعدګۍ سره راتلو او کله کله به مو د دوي کمرې ته هم ورپېښه کوله. پۀ کال 1989ز کښي چې ما او د پښتو يو بل نامتو شاعر او لیکوال خان باتور يو ځاے د پښتو پۀ اخبار ‘باګرام’ کښې کار کولو چې د دې دفتر د چوک يادګار نه مشرق اړخ ته پۀ سړک تحصيل ګور ګهټړۍ سره ؤ نو کۀ څۀ هم لاره مو پۀ دې نۀ وه خو خامخا د شپې يا سحر به هسې پۀ چوک يادګار راتلو او هغۀ به راته د دې چوک يادګار د اهميت پۀ حقله يو لوے ليکچر راکولو او دغلته به ما ته د دې اشنا کمره رايادېدله خو اکثر به دے يا خو ډيوټۍ له تلے ؤ او يا به اودۀ ؤ. يوه ورځ خان باتور صاحب پۀ چوک يادګار کښې في البديهه دا مشهور شعر وئيلے ؤ چې ما ته تر اوسه ياد دے، البته دا پته راته نشته چې زمونږه دې اشنا به مينه بازار ته دعاګانې کولې او کۀ نۀ ـــ شعر دا دے :
دے خان باتور پۀ چوک يادګار کښې ولاړ
مينه بازار ته دُعاګانې کوي
هسې خو زمونږ دا ملګرے د خوراک پۀ محکمه کښې نوکر دے خو خپله ډېر خوراک نۀ شي کولے، البته د نورو نمړۍ شماري او چې بل خوراک کوي او دے ئې وويني نو ورسره د دۀ معده خرابه شي ــــ هغه د حمزه بابا خبره:
تۀ چې شې ويښه غزونې وکړې
نو ستوماني ولې پۀ ما راشي
د دغه خرابې معدې علاج به ئې چوک يادګار کښې د ډاکټرانو، نيم ډاکټرانو، حکيمانو او نيم حکيمانو نه کولو چې ورسره ئې مرض د کمېدو پۀ ځاے مخ پۀ زياتي شو او نورې نوې بيمارۍ پکښې پېدا شوې. وړومبے د ډپرېشن پۀ مرض اخته شو او داسې بيا د احساس کمترۍ او برترۍ ترحده خبره ورسېده. ما ته خپله دې سلسله کښې څۀ معلومات نشته خو د يو بل نه مې اورېدلي دي چې دا ذهني مرضونه د ډپرېشن پۀ وجه پۀ بنده راځي. دوي وائي احساس کمترۍ کښې اخته بنده ځان د هر چا نه کمتر، پاتې او غېر اهم ګڼي او احساس برترۍ کښې ورته ځان د نورو نه ډېر اهم، اوچت، اعليٰ او ارفع ښکاري؛ خو عجيبه دا ده چې دے پۀ يو وخت پۀ احساس کمترۍ او برترۍ دواړو کښې اخته ؤ. لکه د دۀ حال کۀ مونږه پۀ لفظونو کښې څۀ مات ګوډ بيانولے شو نو هغه به داسې وي چې پۀ خپل خيال کښې به ئې کچکول پۀ غاړه کړے ؤ او در پۀ در به ئې ګرځولو خو چا به څۀ نۀ ورکول او د بې عرضۍ کچکول به ئې دغسې تش تور ؤ. د مراد شينواري پۀ قول:
کچکول د چا د مينې پۀ کوڅو کښې ګرځومه
خېرونه پکښې غواړم د وفا کلي پۀ کلي
خو پۀ ساعت کښې به بادشاه ؤ. پۀ يو عظيم الشانه تخت به ناست ؤ؛ دا لوي لوي افسران، مالداران او د دنيا خوبان به ئې پۀ در کښې پراتۀ وو او دۀ به ورته د خپلې خوښې احکامات جاري کول. چا ته به ئې يوه عهده او مراعات بخښل او چا ته بله او څوک به ئې معزوله کول، څوک به ئې امبار ته لېږل او څوک نوښار ته ـــ خپله يوه دنيا ئې وه، ډېره دلچسپه او رنګينه خو دا معلومول لږ ګران وو چې صاحب دا وخت پۀ کوم موډ کښې دے ـــ کۀ دغه وخت څوک ملګرے ورغلے وے نو کېدے شي سوال ئې ترې کړے وے چې ما له د خداے پۀ نامه څۀ راکړه ځکه د څو ورځو راسې نهر يم او بچي مې هم اوږي دي، د څو ورځو نه راکره هېڅ نشته او يا کېدے شي ورته ئې وئيلي وے، وايه اشنا! د کومې صوبې ګورنر دې جوړ کړم او يا پۀ کومه محکمه کښې دې سيکرټري ولګوم؟ خو دا چپه به پرې شواروز کښې چرته يوه ګېنټه نيمه وه. هم دې سره به ئې ذهن بې تولې ؤ او تر دې حده ورسېدو چې لېونے خو نۀ البته نيم لېونے يا سودائي ضرور ؤ، ځکه ذهن به ئې تيت پرک ؤ.
دې دوران کښې ئې يو ځل د انکم ټېکس محکمه کښې تحريري امتحان ورکړے ؤ چې دغه وخت ئې ذهن کار کولو او پۀ دې هم پوهېدلو چې د خوراک د محکمې پۀ ځاے انکم ټېکس کښې مال ډېر وي، پۀ تحريري امتحان کښې اول نمبر راغلے ؤ خو چې کله د انټرويو وخت راغلو او افسر ترې تپوسونه کول نو پۀ اشنا څۀ وخت له خپله چپه راغله. هغۀ ترې تپوس وکړو چې د پلار دې څۀ نامه ده نو دۀ نه هېره شوه. لږه دمه ئې ورته وکړه. نور سوالونه ئې ټيک کړل خو چې د پلار نامې له بيا خبره راغله نو دے غلے شو. افسر ورته ووې، ولې پلار دې وفات شوے دے څۀ؟ نو دۀ ووې، نه ژوندے دے او چې راتلم نو دعا ئې راته هم کړې وه. دې سره دغه افسر سر وخوځولو او وې وئيل، زۀ افسوس کوم چې يو خوا تۀ ډېر قابل ئې، تحريري امتحان دې ټاپ کړے دے او انټرويو دې هم ښه وکړه خو کۀ ستا د هېرې دا حال وي نو تا ته به د انکم ټېکس محکمه کښې نوکري ګرانه شي. اوس نۀ پوهېږم چې دا ئې د پلار د دعا اثر ؤ چې خداے تعاليٰ د دنياوي ډېرې حرامې ګټې نه وساتلو او کۀ د هغۀ افسر دا بدګماني وه چې دے به کېدے شي د يو حصه بل له ورکوي او يا هېروي؛ خو بهرحال د دغه نوکرۍ نه پاتې شو. خو د مالدارۍ د خوبونو ليدلو او پۀ حقيقت کښې غريبۍ ورله د ذهن توله داسې وخوځوله چې د شا د طرفه به ئې د ګاډي هارن نۀ اورېدو خو کوڼ هم نۀ ؤ ځکه چې مخامخ خبرې به ئې اورېدې، او چې مخکښې نه به ئې ګاډے وليدو نو بيا به ئې هارن هم اورېدو. مطلب دا دے چې سترګو به ئې د ليدو سره سره د اورېدو کار هم کولو. دا خبره کۀ څۀ هم عجيبه ده خو زۀ ئې ځکه منم چې مونږه شاعران خو دا هم منو چې سترګې ويشتل، خوړل او وژل هم کوي نو اورېدل خو پرې ډېره وړه خبره ده. لکه چې يوه سندره ده:
چا ته فرياد وکړم چې چا وخوړم
زۀ د اشنا سترګو بلا وخوړم
ج
تقريبا اوولسو کالو پورې د کال 1982ز نه د کال 1999ز پورې دے پۀ پېښور کښې يواځې اوسېدو او څۀ نورلسو کالو پورې ذهني مريض ؤ چې د کال 1991 نه 2000ز پورې دا سلسله جاري وه چې دې دوران کښې د ليکوالونه پۀ څنډه ؤ.
پېښور کښې پۀ کډه مختلفو ځايونو کښې اوسېدلے دے؛ وړومبے پۀ پجګۍ روډ پېښور، بيا ګلشنِ رحمان کالونۍ کښې او اوس پۀ دله زاک روډ د پخه غلام سره نزدې اوسي.
پېښور کښې د اوسېدو پۀ دوران کښې ئې د کور نه زړۀ تر دې حده تور شوے ؤ چې څو ځله پۀ ډېرو رنګينو او مستو خيالونو پردو کورونو او فلېټونو ته ورغلے خو چې هلته ورته چا څۀ ښۀ او تود هرکلے نۀ دے وئيلے او يا به هلته د دۀ د طبعې او تصور مطابق کومه حسينه، نازنينه، ګلشن غوندې رنګينه دۀ ونۀ ليده نو د دې وېنا سره به راواپس شو چې يره دا ذهني بيماري هم سم بنده شرموي؛ خو هغه د چا خبره چې عشق او مشک نۀ پټېږي او د پښتو متل دے چې اوګه نۀ خوري نو بوي ترې نۀ ځي ـــ چې خبره لږه زياته شوه نو د کور د بنديانو پرې شک شو او د هغوي د شکونو لرې کولو د پاره ئې څو څو ځله پۀ موبائيل د کور بنديانو ته اطلاع ورکړې وه چې ما نه خپل کور بې درکه شوے دے، بچي به ئې ورپسې ورغلل او دے به ئې کور ته بوتلو. کله ئې چې د کور د خلقو يقين وشو چې سړے واقعي بيمار دے نو هر چرته د تلو او هر چا سره پۀ ازاد مټ د ليدلو کتلو او ملاقاتونو پروانه ورته حاصله شوه. بس بيا ئې پۀ خپل سمي د علاج فکرونه شروع کړل خو پۀ ډاکټرانو او حکيمانو نۀ بلکې د مشرانو پۀ مشهوره خبره ئې عمل شروع کړو چې د اور سوے پۀ اور رغېږي؛ ځکه نو پۀ سپينه ږيره ئې عشق شروع کړو او هغه د خوشحال خان خټک خبره چې د زوړ سړي عشق ډېر خطرناک وي ځکه چې پۀ زړه اونه ښۀ اور لګي او پۀ دۀ چې سم اور ولګېدو نو نۀ صرف ئې ذهن رو رو کار شروع کړو بلکې د مجاز سره سره ئې حقيقت ته هم پام شو. پۀ دې مرحله کښې ورسره دوه زړو يارانو نيمروز قېس او شاکرالله جلبل او يوې محترمې ليکوالې او نوموړي اداکارې ثمينه قادر مرسته شروع کړه او د کلونو کلونو ذهني او زوړ مريض ئې پۀ خپل دم درود بيا د يو تازه دم او نوي ليکوال پۀ توګه رامېدان ته کړو.
تر اوسه مونږه اکثر اورېدلي دي چې مينه بنده لېونے کوي خو دے مينې د لېونتوب نه پۀ خود کړو او چې د دۀ دا حال مې وليدو نو د اردو يو مشهور سندر غاړے مې راياد شو چې لس شل کاله وړاندې کله چې هغه د سندرو وئيلو نه پرېوتے ؤ نو پۀ اخبارونو کښې ئې بيا بيا دا بيانونه ورکړي وو چې حکومت دې دا لوي لوی مجرمان ما ته حواله کړي، زۀ به ورله د موسيقۍ پۀ ذريعه علاج وکړم او د جرمونو نه به توبه ګار شي. پۀ دې چا تبصره کړې وه چې مجرمان پۀ دوپړو باجو نۀ، پۀ کوړو، سزاګانو او سختیو سمېږي او دا سندر غاړے بې روزګاره شوے دے نو ځان له څۀ کار پېدا کوي خو چې د ابراهيم رومان د عشق او ملګرو پۀ ذريعه سمېدل مې وليدل نو وايم د هغه سندرغاړي او موسيقار خبره سمه وه خو چا ورته توجه ونۀ کړه. هغۀ د ځان سره خپل ارمان ګورته يوړو او مخلوق ته ترې فائده ونۀ رسېده.
هم د دې نوې مينې، حقيقت او مجاز، ترقي پسندۍ او تصوف پۀ امېزش کښې ئې دومره شاعري پۀ پينځۀ شپږ کاله کښې وکړه چې روغ کتاب ئې ترې چاپ کړو خو چې څنګه دے پۀ ذهني توګه تيت پرک دے، دغه شان ئې شعرونه هم تيت پرک دي اوکتاب له ئې هم نوم پۀ خپله يا ملګرو ‘تيت پرک’ ايښے دے، ځکه چې دې کښې ډېر عجيبه ګډوډ والے پۀ نظر راځي.کله د خپلې ټولنې، کور کلي خبرې کوي، کله امن غواړي، کله د جنګ تباهۍ ذکر کوي، کله اخلاقي درسونه شروع کړي، کله نصيحتونه او کله د خپلې لېونۍ مينې غمونه ژاړي ـــ کله د ځان شي او کله د جهان او کله وائي دا هر څۀ پۀ اور پسې کړه ځکه چې هسې هم دنيا فاني ده. کله لکه د کلاسيکي شاعرانومشکل الفاظ او مختلف صنعتونه پۀ شعرونو کښې راجمع کوي اوکله لکه د نو اٰموزو شاعرانو ترې رديفونه هسې د قافيو سره اوړي راوړي. نۀ پوهېږم چې پروفېسر محمدالله خليل صاحب څنګه او پۀ څۀ هنر د دۀ پۀ شاعرۍ تبصره کړې ده او څومره به پرې کړېدلے وي ځکه چې د څڼې اوربل اشنا نيمروز قېس ئې هم پۀ شاعرۍ او شخصيت د تبصرې کولو پۀ وخت داسې ګډوډ شوے دے چې د بوسو لاندې ئې اوبۀ بوتلي دي حالانکې دا دواړه ډېر بې تکلفه ياران دي. او کوم نيمروز قېس چې د ابراهيم رومان پۀ حقله دا وئيلے شي ‘چې ما کله رومان ليدلے ؤ نو دا يو ارمان مې کولو چې کله رومان زما د رومان ؤ نو زۀ چرته وم؟ او زۀ چې هر چرته وم خو چې دے چرته ؤ؟’ هغه دې ولې داسې اړنګ دوړنګ ووائي چې ‘يو ځل خو راته چا وئيلي وو چې بلې مينې ته ئې سم زړۀ شوے دے، ما ورته ووې چې مينې ته ئې سم زړۀ نۀ دے شوے، سمې مينې ته ئې زړۀ شو ے دے سمې او مينې کښې د ‘م’ ټکے مشترک دے. د سمې پۀ اخر کښې او د مينې پۀ سر کښې، خو د يو ټکي نه به هم ‘م’ نۀ لرې کوئ ګنې نو شر ترې جوړېږي او د شر ختمولو لپاره به بيا اشر کول غواړي.’
ما وړومے داسې وګڼل چې جوړې د ملګري نيمروز قېس مطلب دا دے چې ابراهيم رومان ګني د ‘مېښې’ ارمان کوي، ځکه چې ‘مينه’ او ‘مېښه’ پۀ زړه او نوي دواړو املاګانو کښې ليک کښې تر ډېره حده يو شان والے لري، بهرحال چې کله پۀ دې خبره پوهه شوم چې خبره د مېښې نۀ د مينې ده نو فکر واخستم چې د داسې ګډو وډو فقرو ليکلو څۀ مطلب دے؟ او چې دا ولې پرې زۀ نۀ پوهېږم؟ دا څۀ ډېر لوے راز دے او دا راز به ضرور معلومول غواړي. څوڅو ځله مې چې کتاب واړولو نو اخر پۀ دغه راز پوهه شوم، دا ئې داسې کار کړے دے لکه د دو بنو پۀ کور کښې چې د خاوند د يوې سره جنګ ؤ او ښځه ئې د تبر يا کودالې پۀ لاستي وهله او بلې بنې پۀ ظاهره خو خېر غوښتو خو پۀ حقيقت کښې ئې پرې ښځه خُوږوله او يا وژله ځکه نو بار بار به ئې پۀ زوره وئيل، ‘خدايه خېر! چې چرته د سړي ورته پۀ تېرو پام نۀ شي’. نو نيمروز قېس د غرض ټکي ته اشاره څۀ چې روغه ګوته ئې پرې ايښې ده خو پۀ داسې چل ول چې صرف پوهېدونکي دې پرې پوهه شي، البته پۀ دې لږ حېران شوم چې نيمروز قېس څنګه پۀ املاء کښې تېروتلے دے چې د اصلي ټکي پۀ ځاے ئې د صوت پۀ لحاظ مترادف ټکے ليکلے دے خو بيا مې وې، کېدے شي دا د ابراهيم رومان د تيت پرک خيالاتو د مطالعې نتيجه وي او کله کله داسې کېږي؛ د پښتو متل دے ‘تۀ خو د غونډۍ وې زۀ دې هم د غونډۍ کړم’ ـــ داسې يوه واقعه راياده شوه چې څو کلونه وړاندې ئې د يو مشهور شخصيت د زوي د نشې نه د اړولو د پاره د بهر ملک نه يو لوے د نفسياتو ماهر ډاکټر دلته راغوښتے ؤ خو چې ډاکټر دلته د نشائي خان سره څۀ موده تېره کړه نو د هغۀ د علاج پۀ ځاے ورسره ډاکټر صاحب پۀ خپله نشائي شو، دغه شان يو بل نوموړے ډاکټر صاحب چې د مېنټل هسپتال پېښور نه رېټائرډ شوے يو نامتو ډاکټر ؤ، نور ښۀ سم دم ؤ البته ډېر پوچ او فحش قسمه شعرونه به ئې ليکل او بيا به ئې پۀ ترنم کښې اورول؛ د هغه ډاکټر صاحب کور هم دغه علاقه کښې چرته خواوشا ؤ چرته چې نن سبا ابراهيم رومان اوسي، دغه ډاکټر صاحب يو ځل ما او ډاکټر اسرار صاحب ځان سره ‘د ساهو ليکونکو مرکې پېښور’ اجلاس له هم بوتلي وو. د قلندر مومند صاحب او مرکې د نورو غړو پۀ وړاندې ئې خپل رنګين او زرين خيالات پۀ خپل خاص ترنم کښې وړاندې کړي وو. کۀ چا اورېدلي وي نو ورته به ياد وي، نور د ليکلو نۀ دي. زۀ نۀ پوهېږم چې د ابراهيم رومان د ذهني بيمارۍ زياتېدو اصل وجه څۀ وه خو زما پۀ خيال غټه وجه ئې هم دا کېدے شي چې دۀ پۀ بدني لحاظ ځان تقسيم کړے ؤ ـــ سحر دفتر، مازيګر بل کار او ورسره د نورو کارونو تکل کول چې څنګه به دے پۀ خپله، د دۀ مور پلار، وروڼه او بچي د ښې ورځې خاوندان شي. د بدن سره سره ذهن ئې هم تيت پرک شو او چې کله ئې رو رو تسلي وشوه چې ګزاره پۀ ښه کېدو ده نو ورسره ئې بدن هم پۀ ښۀ کېدو شو خو ذهن ئې د مينې ارماني ؤ او چې کله ئې دغه ومونده نو ورسره ئې د دې د اظهار لارې لټول شروع کړل او د لېونۍ مينې د اظهار د پاره ئې داسې شعرونه ووئيل چې پۀ هر لحاظ تيت پرک دي.
زما زړۀ غواړي چي د مېنټل هسپتال او نور نفسياتي مرضونو علاج کوونکو ډاکټرانو ته دا مشوره ورکړم چې هغوي دې پۀ ذهني بيمارو کښي اخته مريضانو ته د نوي عشق او رومان کولو مشورې ورکوي او ورسره دې ورته بيا د دغه عشق د کېفياتو د بيانولو د پاره د شاعرۍ کولو تاکيد خامخا کوي او کۀ فرض کړه څوک شاعري نۀ شي کولے نو دا کتاب دې هم د ابراهيم رومان نه سبقاً ووائي ځکه چې دې کښې پټې د حقيقت او مجاز نکتې يواځې هم دۀ ته معلومې دي. هغه د عبدالواحد ټهېکدار صاحب خبره:
د منطق د لېونو د سر دماغ جوړوي
د لاله پۀ شانې ما له پۀ زړۀ داغ جوړوي
ج
البته پۀ ذهني توګه سم خلق دې دا کتاب پۀ ژور نظر او فکر نۀ ګوري ګنې نو کېدے شي چې خيالات ئې تيت پرک شي او پۀ نتيجه کښې ئې لېوني يا سودايان شي.
بې جانانه ژوند خو ګران دے او سم ګران دے
لۀ ناکامه مې ګزران دے او سم ګران دے
پۀ ویړیا بازار کښې خپل قسمت حېران کړم
هر یو څیز څومره ارزان دے او سم ګران دے
محبت مې کار ګڼلے، بیګار نۀ دے
هسې ښکاري چې اسان دے او سم ګران دے
نۀ ئې وړے شم نۀ مې ځان ترې نه خلاصېږي
غم دې څومره پهلوان دے او سم ګران دے
لاس مې نۀ ورپسې رسي هڅې کومه
راته ستورے د اسمان دے او سم ګران دے
ښاد پۀ یار پسې بس دا وظیفه وایم
راته ګران دے راته ګران دے او سم ګران دے
ښاد