خاکه سر منشي – ګل محمد بېتاب

د شکل صورت پۀ لحاظ دې سړي کښې هېڅ انفراديت نشته؛ بس داسې دے لکه عام طور چې د پښتونخوا د غرئيزو سيمو خلق وي. د سوات پۀ ښکلې سيمه اکثر اوسېدونکي هم د دۀ غوندې وي. البته دۀ کښې کۀ خامخا کومه خوبي لټوو نو هغه به دا وي چې د سور سپين رنګ سره ئې وېښتۀ هم سرۀ وو. سوربخن او سرۀ برېت ئې وو او ږيره به ئې خرېله. کېدے شي وجه ئې دا وي چې څوک ئې شاه ګل ونۀ ګڼي، ځکه هغه د پښتو متل دے چې ’هر سور ږيرے شاه ګل نۀ وي‘؛ خو اوس ئې دغه انفراديت هم د وخت چپو وهلے دے او د وېښتو سپينوالے پۀ رنګ توروي. د مخ کاسه ئې غونډه او متوازن ده. اونه ئې هم درميانه ده. هغه د چا خبره يو موټے سړے دے. د خبرو انداز ئې هم څۀ داسې خوبي نۀ لري چې ياد دې کړے شي. د دۀ د ظاهري شکل و صورت خاکه د يو عام انسان غوندې ده او څۀ داسې خبره پکښې نشته چې څوک دې ترې متاثره شي. خو د دۀ د شخصيت ځينې اړخونه يقيناً داسې دي چې د هغې پۀ وجه خاص کېږي. د عام شکل لرونکي دې شخصيت کښې دننه دومره خوبۍ او خامۍ موجودې دي چې دے ’خاص‘ کوي. دا يو زبردست کردار دے. پۀ دې کردار کښې دومره ډېر رنګونه راغونډ شوي دي چې هغه لکه د بوډۍ د ټال غوندې مختلف او ښکلي دي. زۀ به کوشش وکړم چې د دغه رنګونو نه څومره چې زما پۀ علم اوپوهه کښې وي، ستاسو پۀ وړاندې پېش کړم.

پۀ دې صاحب چې کله د ځوانۍ هوا ولګېده او د کالج زمانه ئې وه نو لکه د يو مستانه زلمي د هوا پۀ ټټو سور ؤ. د شاعرۍ سره سره ئې دغه وخت پۀ مختلفو سټېج ډرامو کښې هم ځينې کردارونه کړي وو خو ناکامه اېکټر به ورته پۀ دې ووايو چې وروستو ئې دا سلسله جاري ونۀ ساتله. داسې هم خبر شوے يم چې پۀ څۀ زمانه کښې ئې يو سِتار هم پېدا کړے ، خو شايد چې دغلته هم د دۀ د ګوتو او سِتار خپلو کښې روغه رانۀ غله. لکه د يو ناکامه اېکټر سره سره ناکامه سازنده يا موسيقار هم دے او لکه څنګه چې مشهوره خبره ده چې ناکامه اېکټر ښۀ هدايت کار وي نو دے هم د ښۀ پروډيوسر پۀ حېث شهرت لري. کله چې د اعلٰي تعليم نه فارغ شو نو د خوش قسمتۍ نه ئې پۀ رېډيو پاکستان کښې د پروډيوسر پۀ حېث کار وموندلو کوم چې د دۀ ارمان ؤ. هم د دې نه د دۀ د شخصيت جوړېدل شروع شو او د خپلو مختلفو رنګونو د ښکاره کولو موقعې ورته پۀ لاس ورغلې.

داسې اورو چې د چا څۀ سره شوق وي او داسې شعبه کښې ورته د کار کولو موقع پۀ ګوتو ورشي نو داسې نوکرۍ ته عياشي وئيلے شي. پۀ دې حساب دۀ ته د سمې عياشۍ کولو لاره برابره شوه چې ورسره دۀ هم يوه لمحه ضائع نۀ کړه بلکې د فن پۀ هر مېدان کښې ئې خپله تنده ماته کړه؛ ځکه خو ئې پۀ لږه موده کښې نامه پېدا کړه. حالانکې پۀ کومو وختونو کښې چې دے رېډيو پاکستان ته د پروډيوسر پۀ حېث راغلے ؤ نو دغه وخت د دۀ نه وړاندې داسې کسان موجود وو لکه نثار محمد خان، عمرن ناصر، نواب علي خان، حمدالله جان بسمل، تاج محمد خان، نورالبصر او داسې نور چې هغوي پۀ مختلفو شعبو کښې لوي لوي نومونه لرل او د هغوي پۀ موجودګۍ کښې د غرونو د سيمې نه راغلي يو تن له خپل شناخت او مقام جوړول ډېر ګران وو. خو بيا هم د دۀ د شوق او ډېر کار لۀ وجې دے يو مقام ته ورسېدو او نن زۀ دا خبره بغېر د ترديد لۀ وېرې کولې شم چې دۀ پۀ يواځې ځان نۀ صرف د څو پروډيوسرانو نه ډېر کار کړے بلکې خپل انفراديت او معيار ئې هم ساتلے دے.

زما او د لائق زاده لائق رېډيو ته د راتګ وختونه سره خپلو کښې نزدې نزدې دي. خو دے دغلته پۀ مکمله توګه پروډيوسر ؤ او زۀ به کله کله پۀ پېښه چرته پروګرام نيم له ورتلم. هم دغلته مې ورسره پېژندګلي شوې وه او کله کله به دے هم بهر عامو مشاعرو او ادبي غونډو له راتلو. بيا يو داسې وخت هم راغلو چې دۀ سره پۀ ځينو پروګرامونو کښې د کار کولو موقع پۀ ګوتو راغله نو راته معلومه شوه چې دے څومره پوهه لري. پۀ دې کښې ’هنداره‘ پروګرام خاص اهميت لري چې دے تر اوږدې مودې د هغه پروګرام پروډيوسر ؤ. دغه وخت به دا پروګرام پۀ خصوصي توګه د نظر لاندې ساتلے شو ولې چې پۀ افغانستان د پخواني سويت يونين پوځونو يرغل کړے ؤ او پاکستان به د افغان مجاهدينو پروپېګنډه کوله. ځکه نو دا پروګرام به پۀ باقاعده توګه رېکاډ کېدلو خو عجيبه خبره دا وه چې کله به مونږه سکرپټ وروړو نو دۀ به هډو کتلو نۀ. خو چې وروستو به ماښام اووۀ بجې پروګرام نشر کېدلو نو پۀ هغې کښې به ډېر بدلون شوے ؤ. بيا راته معلومه شوه چې دے به د چهټۍ نه وروستو پۀ باقاعده توګه دغه پروګرام له پۀ خپله د ماښام پۀ وخت راتلو. دې پروګرام له به ځينې افغاني سکالران او ليکوالان هم راتلل چې د لائق زاده لائق سره ئې خاص تعلقات وو. دغه وختونو کښې ددۀ دوه څلور غزلونه او سندرې هم د مختلفو سندرغاړو پۀ اوازونو رېکارډ شوې وې.

پۀ کال 1989ز کښې ئې ماله خپله يوه نعتيه مجموعه ’صلو علېه واٰله‘ راکړې وه. دۀ سره مذهبي پروګرام ؤ او زياتره حمدونه او نعتونه ئې نعت خوانانو پۀ پروګرامونو کښې رېکارډ کړي وو. دا د دۀ پۀ حقيقت کښې پینځمه مجموعه وه خو دغه نورې ما نۀ وې ليدلې نو دے مې د يو نعت ليکونکي پۀ حېث وپېژندو خو دوه درې کاله پس ئې د لطيفو يو کتاب چاپ کړو. چې نامه ئې وه ’راځئ چې بيا وخاندو‘. ورپسې ئې شعري مجموعه ’ستا پۀ نوم‘، دې نه پس ئې د عبدالحميد بابا او علي خان د منتخبو غزلو يوه مجموعه د ’ډالۍ‘ پۀ نامه خوره کړه او بيا ئې هم پۀ دغه کال کښې ’ديوان احمد دين طالب‘ سره د خپلې تحقيقي مقالې خور کړو. دوه څلور کاله پس ئې د سليم ګرديزي د کتاب پښتو ترجمه د ’اوښکې او لمبې‘ پۀ نامه وکړه چې د کشمير د حالاتو پۀ حقله ؤ. زۀ دې هر څۀ ته حېران شوم چې دا لا څنګه سړے دے چې کله غزلې ليکي کله نعتونه، کله تحقيق کوي او کله ترجمې، رښتيا دې دوران کښې ئې سندر غاړو له ډېره اولسي شاعري هم وکړه چې د هغوي پۀ اوازونو ډېره مشهوره شوه. ورپسې ئې افسانې هم وليکلې چې د ’ماته ائينه‘، ’’شلېدلي تارونه‘ او ’بائيللے داو‘ پۀ نامه ئې درې مجموعې چاپ شوې دي.

د تعلقاتو سلسله ئې ډېره پراخه ده چې پکښې د هر عمر او طبقې خلق شامل دي. دوي کښې د شاعرانو ليکوالانو نه علاوه فنکاران، عالمان، نعت خوانان، افسران، ماتحتان، ناظمان، بدمعاشان او وزيرانو پورې شامل دي او د هر چا سره خپله راشه درشه پۀ ښۀ انداز کښې پالي. يو وخت به ئې وویني چې د چا مالي يا څوکيدار سره خندا او ټوقې کوي او بل وخت به د چا وزير سره هم پۀ هغه انداز کښې لګيا وي.

ورسره د تعلق پۀ وجه راته معلومه شوه چې دے چپه ناک غوندې سړے دے او چې کومه چپه پرې راغله نو بس هغه کوي. عام ژوند ئې هم د ډېرو دلچسپیو نه ډک دے. کۀ يو خوا ئې د ښۀ سړيتوب واقعات شته نو پۀ کم عقلتوب کښې ئې هم څۀ ثاني نشته. جذباتي دے، پۀ وړه خبره خوشحالېږي او پۀ وړو وړو خبرو داسې خفه کېږي چې کۀ وس ئې وشو نو بنده به ئې وژلے وي. طبيعت کښې ئې عاجزي او خاکساري ډېره ده خو کله کله پرې د افسرۍ چپه هم راځي. لکه يو ځل دوي سره رېډیو کښې يو تن کار کولو چې لکه زما غريب ؤ. بيا زۀ يو پراجيکټ ته لاړم، د هغې مشر يو انګرېز جان بټ ؤ چې سوات کښې اوسېدلے ؤ او د لائق زاده لائق سره ئې تعلق هم ؤ؛ نو دۀ به هر وخت ما ته وئيل چې جان بټ به کله راځي چې زۀ پرې دا تن بهرتي کړم او تۀ به ورته خامخا د دۀ مضبوط سفارش کوې. ورسره به ئې راته دا دړکه هم راکوله چې کۀ دا سړے دغه پراجکټ کښې بهرتي نۀ شو نو زما او ستا تعلق ختم واخله. جان بټ څو مياشتو پورې ملک کښې نۀ ؤ او پۀ هره دوېمه ورځ به دۀ ټيليفون کولو او اخر دا چې هغه تن دغه پراجکټ ته راورسېدو. خو بيا څۀ کال دوه پس ئې ورسره پۀ څۀ خبره ورانه راغله ـــ چرته هغه تن رېډیو ته راغلے ؤ نو دۀ د ګېټ ټول څوکيداران حاضر کړل چې دا سړے د رېډیو د ګيټ نه څنګه دننه راغلو او داسې هغه تن هم خلقو دومره وپړڅولو چې د دۀ خلاف ئې اسلام اباد کښې افسرانو ته يو شکايتي خط وليکلو او داسې داسې الزامونه ئې پرې لګولي وو چې ماوې کېدے شي نوکري ترې لاړه شي خو کومو خلقو چې دے پېژندو، هغوي وې صرف هفته دوه کښې ګوره، دا سړے به ورسره بيا ناست وي او واقعي چې هفته دوه پس مې بيا دواړه يو ځاے وليدل.

اکثر ملګري ئې وائي چې د دۀ چا ته کار پېښ شي نو ډېر پۀ چل هنر پرې هغه ډېر پۀ اسانه ويستے شي او دۀ ته کۀ د چا کار پېښ شو نو نصيب ئې خپل دے؛ کۀ موډ کښې ؤ خو کار به ئې وشي ګنې نو داسې قانوني نکتې به راوباسي چې بنده ورته حېران شي. پۀ يارانو، دوستانو، محفلونو او ګپ شپ مئين سړے دے او زما د علم مطابق دا واحد د رېډیو پروډيوسر دے چې د رېډیو سره د تعلق لرونکو ليکوالو، فنکارانو او نورو تړلو خلقو کورونو ته به ډېر تلے راغلے وي. تر کومه ئې چې پېښور کښې خپل کور نۀ ؤ جوړ کړے نو کۀ څۀ هم پۀ سعيد اباد کښې د کرایې کوارټر کښې اوسېدو خو دا پته به نۀ لګېده چې دے پۀ هغې کښې پۀ مياشت کښې څو شپې کوي. تر دې چې يوه ورځ ئې ما ته يو مخالف ووې، لائق زاده لائق ته ووايه چې تۀ خو هسې هم پۀ دغه کوارټر کښې چرته مياشت کښې شپه نۀ کوې نو هسې څۀ له پۀ ځان د دې کرايه اړوې؟ ښۀ به دا وي چې دا کوارټر ما ته پرېږدې.

د لائق زاده لائق د خبرو انداز باندې ئې هم پوهېدل ګران دي چې دے د چا تعريف کوي او کۀ ورپورې خندا کوي؟ ملګري رشيد احمد د رېډیو پاکستان د پخواني ډائرېکټر نثار محمد خان پۀ حقله هم داسې ليکلي دي خو هغۀ ئې کوم مثال نۀ دے وړاندې کړے او زۀ د لائق زاده لائق داسې ډېر مثالونه وړاندې کولے شم لکه اوس اوس راته چا وئيل چې د سوات د اشاړي سيمې نوموړي ليکوال ابراهيم خان شبنم څوک چې د پښتون قام پرسته مشر افضل خان لالا ورارۀ دے او افضل خان لالا چې کله د کشمير د امورو وفاقي وزير ؤ نو لائق زاده لائق ورسره څو کاله خاص سکټري هم پاتې شوے ؤ؛ بهر حال ابراهيم شبنم صاحب ته ئې ټيليفون کړے ؤ او ورته ئې پۀ دې خبره مبارکي ورکړې وه چې ستاسو د مټې نه منتخب شوے تن محمود خان د صوبې وزير اعليٰ جوړ شو. حالانکې محمود خان د شبنم صاحب دوه د ترونو زامنو ايوب اشاړي او عبدالله خان نه انتخابات ګټلي دي. دوي دواړه د بېلو بېلو ډلو نه انتخاباتو ته ولاړ وو، ځکه نو محمود خان ترې انتخاباتو کښې بريالے شو.

کېدے شي چې شبنم صاحب پۀ دې خفه شوے وي خو نۀ پوهېږم چې لائق زاده لائق ورته دا خبره د ساده توب نه کړې ده او کۀ د خپلولۍ د احساس پۀ اساس .

د مسلک پۀ معامله کښې هم دا سړے عجيبه دے، ځکه چې د کوم مسلک څوک ورسره کښېناستو نو بس د هغوي د طبيعت خبرې کوي.

د موسيقۍ او فنکارانو سره مينه او تعلق د لائق زاده لائق د ژوند د ټولو نه اهم اړخ دے بلکې پۀ ټولو اړخونو دا اړخ دروند معلومېږي. د رېډیو پاکستان د پاره ئې د مختلفو سندرغاړو نه پۀ سوونو سندرې ، غزلې او ملي ترانې رېکارډ کړې دي بلکې ډېر سندرغاړي خو هم دۀ متعارف کړي دي لکه نازيه اقبال، وصال خيال، خالد ملک، ډاکټر عرفان، غزاله او داسې نور ډېر.

دې نه علاوه ډېر موسيقاران هم دۀ پۀ رېډیو متعارف کړي چې پکښې نذير ګل، شاکر زېب، ماسټر علي حيدر، جنت ګل، نذر محمد زرو وغېره د يادولو جوګه دي. پۀ خپله ئې هم ډېرې معياري اولسي سندرې لیکلې دي کومې چې پۀ اولسي کچ ډېرې مقبولې شوې دي. د رېډیو نه علاوه پۀ کېسټونو، ټيليوېژن او فلمونو کښې هم د دۀ ډېرې سندرې خورې شوې دي خو ورسره ئې څنګ پۀ څنګ څو د نعتونو مجموعې هم لیکلې دي چې د رېډیو نه علاوه پۀ جوماتونو او ميلادونو کښې ئې خلق وائي او خوښوي ئې. څوک ئې عالم او مُلا ګڼي او څوک ئې نور څۀ.

پۀ کال 2000ز کښې چې کله دۀ د پښتو د زړو سندرو پروګرام د ’تېر هېر اوازونه‘ پۀ نامه شروع کړو نو د دۀ د محنت، خوارۍ او اخلاص پۀ وجه هغه دومره مشهور شو چې د هر طرفه ئې تعريفونه شروع شول. رېډیو ته خلقو پۀ زرګونو زاړۀ رېکارډونه پېرزو کړل او نن دا شمېره څلور پینځۀ زره نغمو ته رسېدلې ده. دې سره چې لائق زاده لائق څومره فنکاران موندل نو د هغوي د ژوند حالات ئې هم راغونډول او داسې د دوي د ټولو تاريخ، جغرافيه، خانداني پس منظر هر څۀ ئې داسې راغونډ کړل چې تۀ به وائې ګنې د هر يو فنکار سره ئې عمرونه تېر شوي دي.

وړاندې ئې محض د څو سندرغاړو او سازندو سره تعلق ؤ خو اوس داسې ښکاري لکه چې دۀ ټول عمر هم د هغوي پۀ کورونو کښې تېر کړے وي. ډېر ناشنا او ناوياته معلومات ئې د فنکارانو او ميراثيانو پۀ حقله راوړي دي. لکه د دۀ د کتابونو لوستو نه مونږ ته معلومه شوه چې استاد خيال محمد او استاد احمد ګل به پۀ ماشوموالي او کچه ځوانۍ کښې پۀ هنري محفلونو کښې د خپل فن پۀ وجه د هر چا پۀ نظرونو کښې چورلېدل. د شکیله ناز د پلار استاد فقیر محمد خان ګڼې ښځې وې. ګلنار بېګم پۀ اصل کښې ’شيرينه‘ وه. د زر څانګې خپل نوم ’ځلوبۍ‘ دے. ماه جبين قزلباش ’زبيده خانم‘ نامه لري او بخت زمينه د سوات وه چې حالاتو کابل ته رسولې وه او پۀ څلوېښت زره روپۍ خرڅه شوې وه. داسې مو اورېدلي دي چې پۀ دوي کښې نورې هم اکثرې سندر غاړې خرڅې شوې وې خو لائق زاده لائق پرې سترګې پټې کړي دي ولې چې زامن او نمسي ئې پرې خفه کېږي. بيا دا معلومات هم مونږ ته د دۀ د کتابونو نه کېږي چې دا فنکاران او خصوصاً فنکارانې څنګه رېډیو پاکستان ته رسېدلې وې خو دلته چې ورته څۀ دغه فنکارانو وئيلي هغه ئې ليکلي او لائق زاده لائق پرې هېڅ تبصره نۀ ده کړې. حالانکې دغلته چې دوي سره څۀ شوي وو نو هغه هم د رېډیو پاکستان پېښور زړو خلقو ته ياد وو چې د رېډیو واکمنو دوي ته د اواز نشر کولو موقعې ورکړې وې او د دې پۀ وجه ئې ډېر شهرت شوے ؤ خو د دې بدل هم ترې وصول شوے ؤ، اګرچې خپله د لائق زاده لائق متعلق چا د جنسي استحصال شکايت نۀ دے خو د وړاندينو متعلق عجيبه عجيبه قيصې مشهورې دي او زما پۀ خيال به لائق ضرور د هغوي نه خبر وي ځکه چې دوه درې واقعات خو ما هم د دۀ نه اورېدلي دي.

د لائق زاده لائق پۀ درېو کتابونو کښې د فنکارانو پۀ حقله ډېر تفصيلي معلومات راغلي دي.

داسې اورو چې پخوانو مغلو بادشاهانو به خپل حالات پۀ خپلو تنخادارو منشيانو ليکل چې دوي به ورسره هر وخت موجود وو او د بادشاه سلامت هره روا ناروا به ئې پۀ ښه اړوله. هېڅ يوه بده خبره به ئې نۀ ليکله. دغه شان کتابونه د تزک بابري، تزک جهانګيري وغېره پۀ نومونو شهرت لري. هسې هم د وړاندينو خلقو د بادشاهانو پۀ قيصو کښې دلچسپي ډېره وه لکه پخوانو نياګانو به چې خپلو نمسو ته د شپې قيصې کولې نو هره قيصه کښې به بادشاه ضرور ؤ. خووروستو حالاتو کښې بدلون راغلو او اوس کۀ مونږ وګورو نو د هر وفاقي او صوبائي وزير سره يو ’پي اٰر او‘ وي چې هغه د وزير صاحب د مصروفياتو پۀ حقله اخبارونو او نورې ميډيا ته بيانونه جاري کوي خو ميراثيانو له خداے تعالـٰى پۀ مفتو کښې يو داسې منشي ورکړے دے کوم چې د دوي حالات راغونډوي او خلقو ته ئې پۀ خپلو روپو خوروي. ځکه نو د دۀ دې کتابونو ته کۀ ’تزک ميراثيان‘ ووئيلے شي نو مناسبه به وي، بلکې عجيبه خبره دا ده چې پۀ دې تزک ميراثيان د دۀ او د دۀ د يو ملګري حاجي محمد اسلم څوک چې هم د دۀ د شروع کړي پروګرام ’تېر هېر اوازونه‘ کمپئير دے، سره ئې ورانے هم راغلے دے. هر يو وائي چې زۀ به د دوي حالات راغونډوم. دواړو کښې هر يو ځان ميراثيانو ته د يو بل نه زيات نزدې ګڼي او دعويٰ لري چې دا زما حق دے چې زۀ دې پۀ دوي څۀ وليکم، بلکې د حاجي اسلم خان متعلق خو مې دا هم اورېدلي دي چې چرته يو اېف اېم سټېشن والو له چا څو زاړۀ د پښتو سندرو ککوړي تحفتاً ورکړي وو چې هغوي پۀ پروګرام کښې نشر کول شروع کړل نو دا ساده سړے ورپسې نېغ ورورسېدو او ورته ئې ووې چې دا به چا زمونږ پۀ تېر کښې تاسو له درکړي وي، دا تاسو مۀ غږوئ او ما له ئې راکړئ. خېر دا ځان له يو اوږد او دلچسپ بحث دے. حاجي اسلم خان هم دغسې د سندر غاړو پۀ حقله يو کتاب چاپ کړے دے خو د خوند خبره دا ده چې د چاپ نېټه پرې نشته. دا وخت پرې زۀ نور بحث نۀ کوم ولې چې بيا به خبره ډېره اوږده شي خو دا وايم چې د لائق زاده لائق دا کتابونه زۀ ’تزک ميراثيان‘ ګڼم او وجه ئې دا ده چې هر کله تاريخ پۀ فرمائش نۀ ليکلے کېږي نو پۀ هغې کښې د کاميابو سره د ناکامو ذکر وي، د خوبو سره پکښې د شخصياتو خامۍ هم وي؛ بلکې کمزورۍ ئې پکښې پۀ خاص توګه زياتې پۀ ګوته کولې شي خو پۀ دې کتابونو کښې د سندرغاړو او سازندو محض تعريفونه ليکلے شوي دي. د دوي کمزورۍ ئې هډو ښودلې نۀ دي. حالانکې د و فات شوو فنکارانو يا ميراثيانو پۀ حقله مو اورېدلي او پۀ ژوندو کښې مو ليدلي چې ډېرې خبرې پکښې داسې شته چې بنده وائي کاش چې دا خبرې پکښې نۀ وې. بيا دوي چې د يو بل متعلق کومې ملغلرې شيندي خصوصاً کوم فنکار چې پۀ کښې شهرت لري نو کۀ چرته د نورو ميراثيانو نه مو تپوس وکړو چې فلانے يا فلانۍ ولې دومره شهرت حاصل کړو او تۀ ولې پاتې شوې نو بيا واوره چې دوي څۀ وائي. زۀ دا قطعاً نۀ شم منلے چې ګنې لائق زاده لائق به د دې هر څۀ نه بې خبره وي، خو کېدے شي فکر ئې کړے وي چې دا ميراثيان هر چا رټلي، دګلي او تزنولي دي نو راشه تۀ ورله پۀ زخمونو د مالګو دوړولو پۀ ځاے ملهم کېږده. نو د دوي پۀ بيان کښې ئې قلم خوږ شوے دے او داسې خوږ شوے دے چې د ميراثيانو ذکر ئې د لويو شخصياتو بلکې د روحاني شخصياتو غوندې کړے دے.

د دۀ د کتابونو لوستو نه داسې معلومېږي لکه چې دا ميراثيان نۀ بلکې وليان وي، ځکه نو د دۀ تر دې دمه مخې ته راغلي د ميراثيانو د ژوند او تاريخ پۀ حقله کتابونه ’تزک ميراثيان‘ دي چې هر يو ميراثي فنکار ئې پکښې لکه د هيرو ښکاره کړے دے چې د دوي هر کار او هر قدم د پښتنو او اولس د خېر د پاره ؤ او پښتون قام کۀ څۀ هم د دوي د فن پۀ وقتي توګه قدر کړے خو نور ئې دوي بیخي نظر انداز کړي خو بيا هم دوي دې ته نۀ دي کتلي او د ژبې او کلچر د ودې د پاره ئې خپل کوششونه مخ پۀ وړاندې بوتلي دي.

د لائق زاده لائق پینځۀ د نعتونو مجموعې ‘صلّوا علېه واٰله’، ‘جلوې’، ‘اے ګنبدِ خضرٰي’، ‘راز و نياز’، ‘جلوې خورې شوې’ چاپ کړي دي او د فنکارانو پۀ حقله ئې درې کتابونه د “فنکار نۀ مري” پۀ نامه ليکلي دي خو زما پۀ خيال پۀ مستقبل کښې به دے د يو ښۀ نعت ليکونکي پۀ ځاے د سندرغاړو او سازندو د مؤرخ پۀ توګه زيات يادېږي ولې چې دا خلق تل هېر کړے شوي او ځپلے شوي دي او لائق زاده لائق ډېر پۀ مينه او خوارۍ د دوي تاريخ راغونډ کړے دے.

څۀ زمانه به ئې پۀ دفتر کښې عجيبه صورتحال ؤ چې يوه ډله به د نعت خوانانو ورننوته نو بله به د ميراثيانو وه او کله کله به پکښې لا دواړه ډلې يو ځاے شوې نو د يو طرف نه به د حمد او نعت اواز راپورته کېدو او بل طرف نه د يوې مستې سندرې او لا ځينو به ورسره پۀ خولۀ طبله يا باجه هم شروع کړه خو اوس رو رو د نعت خوانانو ورتګ پۀ کمېدو دے ولې چې اوس ډائرېکټر دے. د پروګرامونو رېکارډنګ خپله نۀ کوي خو بيا هم د زوړ تعلق پۀ وجه ئې اکثر فنکاران پۀ دفتر کښې ليدے شي.

هغوي لائق زاده لائق د خپل کور د يو بنده غوندې ګڼي او دے هم ورسره داسې راشه درشه ساتي لکه چې د هغوي نزدې خپلوان او عزيز وي. تر دې چې يو ځل د يوې فنکارې مور خفه شوې وه اؤ د کور نه تښتېدلې وه نو پوليس د دۀ پۀ کور چاپه ووهله چې ورسره د دغه فنکارې نزدې خپلوان هم ملګري وو. پوليس د لائق زاده لائق د کوارټر تلاشي اخسته. تر دې چې بکسونه او بريف کېسونه ئې هم ورله ولټول. دۀ ترې تپوس وکړو چې ’دومره غټه ښځه څنګه پۀ دې ورکوټي بريف کېس کښې راتلے شي‘ نو د هغه فنکارې خپلوانو ووې، ’ستا څۀ پته لګي؟ تۀ خو جادوګر سړے یې، زمونږه پۀ کور کښې شپه او ورځ يا ستا سندرې وئیلې کېږي او يا ستا خبرې کېږي.‘

لائق زاده لائق د فنکارانو د خوا خوږي او همدرد پۀ توګه يادېږي. تر دې چې رېډیو کښې مې د کار کوونکو ډېرو کسانو نه اورېدلي دي، ’مونږه غواړو چې دۀ ته خپله څۀ مسئله بيان کړو خو چې دفتر ته ئې ورشو نو هر وخت ورسره دوه درې سندرغاړي يا سازنده ناست وي ځکه مونږه پۀ ډاډه زړۀ نۀ شو ورتلے، راسره دا وېره وي چې هسې نۀ د نورو خلقو پۀ وړاندې زمونږ د خولې نه څۀ غلطه خبره ونۀ وځي او يا راته دے څۀ ونۀ وائي‘. ما يو تن ته ووې ’د دۀ د هغه کتابونو متعلق دې څۀ خيال دے کوم ئې چې د فنکارانو متعلق ليکلي دي نو وړومبے ئې قسم راکړو چې نامه به مې نۀ لیکي او بيا ئې ووې، ما ته خو دے ميراثي ښکاري.‘ ما ورته ووې، ’دا خبره دې غلطه ده ځکه چې هغه خو ميا دے او د اخون دروېزه بابا نمسے دے.‘ پۀ خندا کښې ووې چې ’ښه نو بيا به شوقي فنکار وي ځکه چې شوقيه فنکار خو هر څوک جوړېدلے شي.‘ ما ورته وې، ’اوس دې خبره سمه کړه.‘ خو بيا هغۀ ووې، ’هر څۀ چې وي خو دلته رېډیو ته ډېر ميراثيان هم راځي او والله کۀ هغوي ته د خپلو پلرونو، نيکونو سندرغاړو او سازندو پۀ حقله دومره معلومات وي لکه څومره چې دۀ راغونډ کړي دي؛ نو ځکه زۀ وايم چې اصلي ميراثي دے ولې چې د ميراثيانو د فن خزانه هم د دۀ پۀ سينه کښې پرته ده چې اوس دا دے ترې څۀ نه څۀ راوباسي او چاپ کوي ئې.‘

د دې سړي خبرې سره زما د دې دعوې تصديق کېږي چې لائق زاده لائق د سندرغاړو او سازندو پۀ حقله د تحقيق سره سره د دوي تر ډېره حده وکالت کړے دے او د کوم فنکار يا ميراثي پۀ حقله چې بنده د دۀ ليک ګوري نو داسې ښکاري لکه چې دا يو ډېر لوے شخصيت وي. کۀ يو خوا لوستونکي دا فنکاران د لويو درجو خلق ګڼي نو ورسره لائق زاده لائق هم د دوي يو خوا خوږے ضرور ګڼي. دا ښه خبره ده چې خلق دې لائق زاده لائق د فنکارانو همدرد او مئين ګڼي ــ هسې خو هغه د مدېن اوسېدونکے د اخون دروېزه بابا اولاد او اخون خېل دے، خو ما ورته د تزکونو پۀ سر منشي هم ووئیل، بلکې ‘سر منشي’ وئیل به ورته زیات مناسب وي چې ټول عمر ئې قلم چلولے دے. زما او د دۀ يو مشترکه دوست غلام محمود شهاب نه يو ځل ما تپوس کړے ؤ چې لائق زاده لائق دا دومره ډېره شاعري څنګه کوي؟ نو هغۀ راته ووې، د هغۀ ګوتې نۀ ودرېږي، د ګوتو بواسير ئې دي؛ کله پرې طرزونه جوړوي او کله پرې ليکل کوي. بيا ئې ووې، زۀ خو ورته ډېر حېران شم چې مونږ سره ګپ لګوي او ناڅاپه ئې وړومبۍ ګوتې حرکت وکړي، يو طرز پرې برابر کړي او بيا قلم ته لاس کړي او ليکل شروع کړي او ښۀ معياري سندره يا غزل وليکي. تر اوسه ئې يو کم څلوېښت کتابونه چاپ دي او کېدے شي لس پینځلس ورسره نور هم وي او کۀ ورسره د دۀ د مختلفو پراجيکټونو له ليکلې شوې ډرامې وغېره راغونډې او چاپ کړې شي نو يقيناً د کتابونو او عمر شمېر به ئې خپلو کښې برابر شي ځکه چې دے هم څو مياشتو کښې شپېتو ته رسېدونکے دے او د چاپ او ناچاپ کتابونو شمېره به ئې هم دومره جوړېږي. کله کله زۀ فکر کوم چې کۀ څوک لائق زاده لائق د هغۀ د ليکلو مسودو سره څوک وتلي نو يقين کوم چې د مسودو تله به د دۀ نه ډېره درنه وي او هم دې عمل د سوات د غرونو نه راغلے دا يو موټے سړے پۀ ‘لويو ليکوالو’ کښې شمار کړے دے. دا فېصله ګرانه ده چې لائق زاده لائق اولسي شاعري ډېره کړې ده او کۀ ادبي؟ د جديد غزل ليکونکي پۀ حېث زيات شهرت لري او کۀ د سندرو د اولسي شاعر پۀ حېث؟ نعتونه ئې زيات ليکلي او کۀ انقلابي نظمونه؟ ترقي پسند دے او کۀ سخت دريځه مذهبي؟ تصوف ته مائله دے او کۀ ملائيت او علميت ته؟ افسانې ئې ډېرې ليکلي دي او کۀ ډرامې؟ د ليکوال پۀ توګه زيات شهرت لري او کۀ د پروډيوسر؟ نظم ئې ډېر ليکلے او کۀ نثر؟ د دې هر څۀ فېصله وخت ته پرېږدم؛ ولې چې وخت پۀ خپله ډېره ښه فېصله کوي چې څوک څۀ دے او کار ئې د کوم معيار دے ــــ

 

دا هم ولولئ

اګي وال (خاکه) – ګل محمد بېتاب

کۀ د هغۀ د نوراني څهرې، تېر عمر او سپينې ږېرې خاطر مې نۀ کولے …