عوامي نېشنل پارټي د قیادت بحران سره مخ ده؟ – د م ر شفق خط

د انټرا پارټي انتخاباتو پۀ حواله د ښاغلي مشر م ر شفق خط

اسلام اباد

8م رمضان المبارک 1440هـ

ډېر خوږ او ګران حیات روغانی صاحب!

السلام علېکم ورحمة الله وبرکاته.

د مۍ 2019 ‘پښتون’ ګڼه پۀ تاریخي، ادبي، علمي او سیاسي لحاظ ډېره اهمه ده او پۀ رېکارډ د ساتلو ده. ما چې پۀ خپل نظر د شروع نه تر اخره ښه پۀ غور او ټکي پۀ ټکي ولوسته نو خوښه مې شوه. هره لیکنه پۀ خپله موضوع زړۀ پورې او معلوماتي ده – نوي زلمي ترې استفاده کولې شي. ټول لیکونکي د ستائیلو جوګه دي. د ښاغلي حبیب الله کاکړ لیکلې نثرپاره بې شکه چې پۀ فکري اعتبار یوه معلوماتي او ښه لیکنه ده خو دې کښې د زلمي او مظلوم شهید مشال خان د وژنې دړدناکه پېښه او د دې ذکر هسې اضافي خبره ده – د بحث دغه اړخ ترې بیخي تږے پاتې شوے دے – ‘دا اور نۀ پۀ فتوو مړېدے شي، نۀ پۀ فلسفو سړېدے شي’.

خبر شو چې عوامي نېشنل پارټۍ یو ځل بیا ښاغلے اسفندیار ولي خان پۀ متفقه ډول خپل مشر وټاکلو. دغسې ښاغلے اېمل ولي خان چې د اسفندیار ولي خان زوے دے، د اے اېن پي صوبائي صدر غوره کړے شوے دے – مبارک دې وي او هیله ده چې دا دواړه به د پاکستان او پښتونخوا پۀ قومي سیاست کښې او د جمهوري حقونو پۀ جنګرېز کښې د باچا خان د کورنۍ ژوندي روایتونه او د رهبرِ تحریک ښاغلي عبدالولي خان د سیاسي بصیرت او د مېرمن نسیم ولي خان د زړۀ ور قیادت ټول مقصدونه مخکښې بوځي او د صوبائي خپلواکۍ شته کولو ائیني ذمه وارۍ به پۀ غوره ډول تر سره کړې شي.

د اے اېن پي دا فېصلې پۀ خپل ځاے اهمې او خوش ائندې دي خو کوم خلق چې د اے اېن پي نه بهر دي، څوک به ورسره فکري او ذهني تړون لري او څوک به ورته د تنقید پۀ سترګه ګوري؛ د رایې د اختلاف امکان هم موجود وي – پۀ خصوصي توګه پښتني سماج کښې دا قسمه سوالونه اوس هم پورته کولے شي او پورته کېدلے شي نو تاسو به څۀ فرمایۍ پۀ منځ د دې مسئله کښې:

  1. د عوامي نېشنل پارټۍ سر مشر اسفندیار ولي خان او صوبائي صدر ښاغلے اېمل خان وټاکلے شو – دواړه پلار او زوے دي – دومره خو زما پۀ شان خوش ګمانه هم وئیلے شي چې “د ښو غوښو ښوروا د ساګ پېتۍ نه ښه وي”، ولې بل طرف ته دا تاثر ورکړے شو چې عوامي نېشنل پارټي پۀ “موروثي سیاست” یقین لري؛ یا دا چې د اے اېن پي مجلس عامله د سیاسي قیادت ‘فقدان’ ته مخامخ ده. یو اصولي ګوند دومره ‘روایتي’ څنګه شو؟ دې مترقي پارټۍ ‘رجعت’ ولې اختیار کړو؟
  2. تېر دور کښې چې پارټۍ د وزیر اعليٰ پۀ توګه امیر حېدر خان هوتي خوښ کړلو نو عام تاثر دا ؤ چې د دې عهدې زیات حقدار خو بشیر بلور ؤ – ګو چې ‘هوتي’ او ‘بلور’ دواړو مثالي کردار ادا کړے شو او څۀ منفي اثر ئې ونۀ غورځولو، ولې د غېر جانبدار تجزیه کارانو دا رایې تقویت مومي چې نېشنل پارټۍ ته کله هم د اقتدار واګې پۀ لاس ورغلې دي نو ګټه ئې د خاندان خلقو ته رسولې ده او د پارټۍ مخلص کارکنان همېشه بې غوره پاتې کړے شوي دي. خپلو کارکنانو ته مالي فائده نۀ ورکوي.
  3. اے اېن پي له پۀ دې حقیقت سترګې نۀ دي پټول پکار چې دا اوس د ‘خدائي خدمتګارانو’ دور نۀ دے. مسلم لیګ کښې کۀ یو ورور ‘وزیر اعظم’ او بل ‘وزیر اعليٰ’ وي، دغسې کۀ د پیپلز پارټۍ شریک چئیرمېن د ملک صدر او د هغۀ زوے د پارټۍ چئیرمېن وي، یا هډو اوس چې د تحریک انصاف د دفاع مرکزي وزیر خپله ټوله کورنۍ د پښتونخوا پۀ حکومت سوره کړې ده – نو هغوي خو ټول عمر هم دغه سیاست کړے دے – د باچا خان او د ښاغلي عبدالولي خان د فکر پۀ لارښودانو څۀ بلا وشوه چې خانداني او موروثي سیاست ته کښېناستل؟
  4. دا سوال هم د څۀ مودې راهسې د عام اولس پۀ ذهنونو کښې ګرځي چې کۀ اسفندیار ولي خان هر څو د یو ښۀ پارلېماني لیډر رول ادا کولے شي او یو منلے شوے تکړه پارلېمنټېرین دے خو کله چې څۀ لویه حادثه پېښه شوې ده یا حالات سنګین شي نو دے د اولسي سیاسي منظر نه غائب شي – دغلته بیا میا افتخار حسېن یا حسېن بابک راښکاره شي – خو د خلقو سترګې بیا هم مشر اسفندیار ولي خان ته وي. کۀ د دې وجه څۀ ذاتي یا جسماني مجبوري وي نو د عوامي نېشنل پارټۍ مجلس عمل د مشرتابه ذمه واري بیا ولې ورسپاري؟
  5. عوامي نېشنل پارټي چې یو تاریخي حېثیت لري، اوس ورځ تر ورځه کمزورې کېږي ولې؟ پکار دي چې مرکزي او صوبائي عهدېداران کلي پۀ کلي دورې وکړي، خلقو کښې خپل اعتماد بحال کړي او د خدمت خلق وپېژني او پۀ خصوصي توګه د پخوانو خدائي خدمتګارانو د کورنیو او د هغوي د کشرانو تپوس او ډاډګیرنه وکړي.
  6. پښتونخوا کښې غلبه شمېر د مسلمانانو دے او عوامي نېشنل پارټي چې د ‘سیکولر ازم’ نعره وهي نو عام اولس ته دا هم د سحر پۀ بانګ کښې نوې ټپه ښکاره شي – پارټۍ اوسه پورې خپل اولس پۀ دې ټپه پوهه نۀ کړے شو چې ‘الصلوٰة خېرٌ من النّوم’ – نمونځ د خوب نه بهتر دے، د خپل مؤقف صحیح پېژندګلو ضروري ده.

والسلام

م ر شفق

ښاغلي استاد مشر م ر شفق صاحبه!

وعلېکم السلام –

باقاعدګۍ سره ستاسو رالېږلې لیکنې د ‘پښتون’ ښکلا وي، مننه – خطونه هم ستاسو لیکنو سره راځي، ستاسو قصد ئې د اشاعت نۀ وي او مونږ ترې پۀ رڼا اخستو اکتفاء کوو. دې خط کښې به د حبیب الله کاکړ پام ستاسو خبرې ته راواړوو. پۀ انټرا پارټي الېکشن ستاسو اوچت کړي تپوسونه هر څو کۀ د خلقو پۀ خولۀ وي، ښۀ به وي چې هډو خبره پرې کېږي نۀ – بیا هم، دغه خبره نۀ کول به هغه چا د پاره وي چې خدائي خدمتګارۍ یعني عوامي نېشنل پارټۍ سره ئې څۀ تعلق نۀ وي. ستاسو خپل نامه کافي ده – م.ر.شفق ځان له یوه علمي ادبي حواله ده – خو ستاسو یوه بله ډېره معتبره حواله د خدائي خدمتګار عالم ارواښاد مولانا عنایت الله طورو سره نسبت دے. مونږ ویاړو چې د مولانا عنایت الله طورو علمي، فکري او قلمي نسبت نن هم د هغۀ د ښاغلو منورینو زامنو استاد اسرار د طورو او استاد م ر شفق صورت کښې د خدائي خدمتګارۍ یعني عوامي نېشنل پارټۍ سره علماً، قلماً، فکراً او عملاً استوار دے.

اسفندیار ولي خان او اېمل ولي خان ته ستاسو مبارکي د ‘پښتون’ پۀ پاڼه ورسېدله – البته هر څو کۀ ضروري نۀ ده خو تاسو چې ‘د صوبائي خپلواکۍ شته کولو ائیني ذمه وارۍ به پۀ غوره ډول تر سره کولو’ د پاره کومه هیله دوي څخه لرلې ده، باید ووایم چې دغه ‘د صوبائي خپلواکۍ شته کولو ائیني ذمه واري’ د اتلسم ائیني ترمیم صورت کښې پۀ غوره ډول تر سره کړې شوې ده – اوس د دې د نفاذ د پاره ګامونه پورته کېږي او مونږ د زلمي اېمل ولي خان پۀ اهلیت د مبالغې تر حده ډاډه یو چې هغه به د خپلې کابینې پۀ مشاورت او د خپل ګوند د غړو او مینه والو پۀ شراکت سره دغه نفاذ یقیني کولو کښې کردار ادا کړي. یو خو میاشت لۀ ورایه پېژندې شي او بل لکه تاسو ووئیل د ښو غوښو ښوروا ښه وي.

تاسو چې خپل خط کښې کوم سوالونه پورته کړي او مونږ مو پوښتلي یو، باید د شوو تپوسونو د ورکړے شوو نمبرو سره پرې د خپلې رایې ځوابي څرګندونه وکړم:

  1. ستاسو لیک نه څو ورځې وړاندې د ښاغلي مشر شمس بونېري یوه لیکنه رارسېدلې وه – ما ستاسو د خط د ځواب اکتفاء پۀ هاغه لیکنه هم کولې شوه )دې ګڼه کښې دغه لیکنه ‘د عوامي نېشنل پارټۍ حالیه انټرا پارټي الېکشن’ چاپ ده(. شمس بونېرے صاحب پارټۍ کښې یو سرګرم غړے او تېره مرکزي کابینه کښې د کلتور سېکتر ؤ. ګوند کښې دننه بیا د هغۀ پېژندګلو د مترقي سیاستمدار پۀ توګه کېږي. ‘مترقي سیاستمدار’ یعني رجعت ضد، یعني روایت شکن، یعني فقدان ته ردعمل کوونکي – مونږ دا خبره ډېره پۀ جار کوو چې د خان بهادرانو، میرانو، لیګیانو سیاسي نسلونو ته کۀ د ‘موروثي سیاست’ پېغور ورکړے شي نو هغه پۀ بنیادي اصولو کښې پۀ ځاے ځکه پرېوځي چې وراثتونو کښې ورته وزارتونه، مراعات، تحفظ او اقتدار ورکړے کېږي؛ د باچا خان بچو ته، هغه کۀ اسفندیار ولي خان وي، غلام احمد بلور وي، بشیر احمد مټه وي، میا افتخار حسېن وي، ارم فاطمه وي، خان نواب وي، هدایت الله حاجي وي، حېدر خان هوتي وي، اصغر خان اڅکزئ وي، زېبا اپریدۍ وي، تاسو یئ، سردار حسېن بابک وي، شګفته ملک وي او کۀ مونږ یو – وزارتونه او مراعات نۀ وي، د ژوند د تحفظ ضمانت نۀ وي، اقتدار نۀ وي – د غدارۍ الزامونه وي، د کرپشن تورونه وي، خودکش بمباران وي، میډیا ټرائل وي، کنځل او سپکاوي وي. زمونږ د ټولو نمائندګي به پۀ اېمل وکړو – د باچا خان، د ولي خان او د اسفندیار خان هم؛ د وراثت غر د اېمل پۀ معصومو اوږو پرېوت. دا پۀ وړومبي ځل نۀ دي چې اسفندیار خان او اېمل خان دغه ‘موروثي سیاست’ ژوندے ساتي – یو وخت کښې باچا خان، ډاکټر خان صاحب، غني خان او ولي خان شریک جېلونه، د جائیدادونو لېلامونه، الزامونه او کنځل زغمل. یو وخت کښې باچا خان، ولي خان، بېګم نسیم ولي خان، اسفندیار ولي خان او سنګین ولي خان دغه ‘موروثي سیاست’ پاللو.

د اصولي ګوند ‘روایتي’ کېدل بده خبره نۀ ده. د روایتونو ژوندي ساتل بده خبره نۀ ده. د لیډرشپ انتخاب کښې مترقي پارټۍ باندې د ‘رجعت’ د اختیار تور بې معنٰي وي؟ دې ته ‘د سیاسي قیادت فقدان’ پۀ کومو تنقیدي اصولو وئیل کېدے شي؟ فقدان به هغه وخت وي کۀ د انټرا پارټي الېکشن کېږي نۀ – یا کېږي خو اېډورټائز کېږي نۀ. د اے اېن پي انټرا پارټي انتخابات خو د اول ورځ د سرګرمۍ نه د مرکزي انتخاباتو پورې د پارټۍ د ټاکل شوي الېکشن کمېشن لۀ خوا پۀ میډیا خورږي.

  1. ستاسو د وېنا مطابق ‘غېر جانبدارانه تجزیه کاران’ به خداے زده څوک وي؟ د پارټۍ دننه خپله جرګه خپله کابینه فېصلې کوي. کۀ امیر حېدر خان هوتي وزیر اعليٰ کېږي کۀ بشیر احمد بلور سینئیر وزیر کېږي او کۀ څوک پکښې د خدمت موقع نۀ مومي – دا فېصلې ټولې متفقه وي. ‘خپلو کارکنانو ته د مالي فائدې ورکول’ عجیبه خبره ده مشره! – کۀ چا هم ‘مالي فائدې’ کړې وې نو نن به د احتساب عدالت کښې جنګېدل، نېب سره به ئې پېشۍ کولې، پۀ پرېس کنفرانسونو کښې به ئې خپل سرونه وینځل – د نېشنل پارټۍ نمائندګان قامي جنګ کوي – پۀ یو لاس د ترهګرۍ خلاف جنګ کښې د پاکستان د فوج نه زیاتې مېړانې سره ولاړ وو او پۀ بل لاس ئې د خپلې خاورې خپل اختیار جنګ کولو؛ اېن اېف سي اېوارډونه ئې منظورول، پښتونخوا نه ئې ‘پېریان’ پاڅولو د پاره خپلې سینې ډبولې او چغې به ئې وهلې چې د دوي خودکش جېکټونه به ختم شي خو زمونږ سینې به ختمې نۀ شي، اتلسم ائیني ترمیمي بل ئې منظوروۀ، محکمې ئې صوبې ته راوړې، ترقیاتي منصوبې ئې پرانستې؛ یونیورسټۍ، کالجونه او هسپتالونه ئې جوړول – د ‘هوتیانو’ او ‘بلوریانو’ سینې یو شان خودکش بمبارانو ته سپړدې پرتې وې د ولي باغ پورې.
  2. مشره! زۀ د ډېر واجب احترام سره ستاسو دې خبرې سره د تاریخي واقعیت پۀ ډاډ اختلاف لرم او وایم، ‘اے اېن پي نن هم د خدائي خدمتګارانو تسلسل دے’ – اوس هم د خدائي خدمتګارانو دور دے. ستاسو موجودګۍ کښې به زۀ کله هم د امامت د پاره وړاندې رانۀ شم، د اسرار د طورو موجودګۍ کښې به تاسو کله هم د امامت دعوېداري ونۀ کړې شئ. ایا دا به مناسب وي چې تاسو ولاړ یئ او زۀ امامت کوم؟ یا اسرار د طورو ولاړ وي او تاسو امامت کوئ؟ ‘شرعاً’ او اخلاقاً کله هم نۀ. زۀ تاسو ته حلفاً روژه پۀ خولۀ یوه خبره کوم – زما ژوند کښې پۀ وړومبي ځل ما د انټرا پارټي انتخاباتو ټول عمل ډېر د نزدې نه ولیدو. د انتخاباتو د اعلان نه د بنیادي یونټونو تپو، تحصیلونو او بیا ضلعو د انتخاباتو پورې – د صوبائي انتخاباتو او بیا پۀ دوېمه مۍ د مرکزي انتخاباتو پورې – زۀ سیاسي نفسیات لرم او د هر ګوند نه ځان خبروم؛ تاسو باور وکړئ دومره شفافیت او دومره جمهوري رویې چې ما وليدلې، زړۀ مې غټ شو، غاوره شوم.
  3. میا افتخار حسېن څوک دے؟ حسېن بابک څوک دے؟ تاسو څوک یئ؟ زۀ څوک یم؟

داسې کومه واقعه ده، پېښه ده، سنګین حالات دي چې اسفندیار ولي خان پکښې د سیاسي منظر نه غائب وي؟ لرې نۀ نزدې خبرې کوو. باجوړ کښې د دفعه 144 د نفاذ اعلان وشو او هر څو د فاټا ادغام ضد ریاستي خبره وه، اېمل ولي خان دغه دفعه ماته کړه او باجوړ ئې وجړقوۀ. پۀ مومندو کښې ئې هغه کور ته هم حاضري وکړه چې یوې تور سرې پکښې سیکورټۍ واله ویشتلي وو. دغه تېرو ورځو کښې اسلام اباد کښې زمونږ یوه فرښته ووژلې شوه او هلته نثار مومند، ندیم سرور، منظور خان، ارم فاطمه، ستاره ایاز او میا افتخار حسېن حاضر وو؛ خان زمان کاکړ او فهیم یوسفزے حاضر وو، ناصر باز حاضر ؤ – تېرو ورځو کښې وزیرستان کښې پۀ مظاهرینو ډزې وشوې، د صوبائي صدر اېمل خان پۀ وېنا د صوبائي کابینې نمائندګان د نائب صدر شاهي خان شیراني مشرۍ کښې هلته ولېږلے شو. پۀ اخبارونو او ټي وي کښې پرې د اسفندیار ولي خان، میا افتخار حسېن، سردار حسېن بابک، اېمل ولي خان او پارټۍ د نورو مشرانو لۀ خوا بیانونه راغلل او دغه پېښه ئې نۀ یواځې وغندله بلکې متوقع ده چې دې لړ کښې یوه جرګه هم راوبللې شي – د مرکزي قیادت د پاره کله هم دا ضروري نۀ ده چې هغه خپله هغه ځاے کښې ودرېږي. دا میا صاحب، بابک صاحب، نثار مومند، اېمل، خان زمان، ندیم سرور، شاهي خان، تاسو او زۀ ټول اسفندیار ولي خان یو. دا مغالطه د هغو خلقو ده چې یو ‘سر’ وي، پۀ پردي ګاډي کښې پردۍ ډوډۍ له پۀ پردۍ خرچه ځي او هلته غواړي چې اسفندیار ولي خان ولې نۀ دے راغلے؟ د هغې واقعې یا مسئلې نه زیات فوکس پۀ دې وي!!! دا غلط فهمي مهذبه سیاسي رویه نۀ ده.

  1. زۀ ستاسو دې خبرې سره اختلاف لرم چې تاریخي حېثیت لرونکې عوامي نېشنل پارټي ورځ تر ورځه کمزورې کېږي – یوه سیاسي پارټي هله کمزورې کېږي چې د خپل فکري، نظریاتي او سیاسي مرکز نه پۀ شا شي، خپله دعويٰ پرېږدي او دا کله هم نۀ دي شوي – البته، د مرکزي او صوبائي عهدېدارانو کلي پۀ کلي دورې باید وشي، د خدائي خدمتګارانو د کورنیو او د هغوي د کشرانو سره غوڅ شوے مزے بیا انډول کړے شي. دې لړ کښې هم زۀ پۀ پارټۍ پړه نۀ اچوم. ولې؟ ځکه چې ما د یو ‘خدائي خدمتګار’ دوه نمسي لیدلي دي – یو نمسے ئې پۀ اېن وائي او کښې صوبائي عهدېدار دے او هر اجلاس، هره جلسه او هره مظاهره کښې حاضر وي. دوېم نمسے ئې یوه سرکاري محکمه کښې افسر دے. د سرکاري محکمې افسر وائي، مشران د خدائي خدمتګارانو د کورنیو تپوس نۀ کوي!!! د ووټ معامله د هغۀ خداے سره ده چې ووټ پارټۍ له ورکوي کۀ بل چا له – زۀ خوش ګمانه یم چې ووټ به پارټي له ورکوي. تاسو خپله د خدائي خدمتګار مولانا عنایت الله د طورو فرزند یئ؛ تاسو خپله څو ځله دا غېر ضروري وضاحت کړے چې زما سیاست سره څۀ کار نشته – خو مونږ وینو چې تاسو خپل غېر سیاسي کېدو کښې څومره سیاسي یئ. دا خط چې ځواب کښې ئې زۀ تاسو د بېباکۍ سره مخاطب کوم، زما باور دے چې دا تپوسونه دا اعتراضونه ستاسو نۀ دي او زۀ چې ځواب کښې څۀ لیکم، تاسو ئې ما نه زیات مهذب او مدلل ځواب کولے شئ او کوئ به ئې هم، زۀ دا باور هم لرم چې تاسو د دې ‘مشرانو تپوس’ د فینامینا نه څومره بې نیازه یئ – بیا هم، تاسو دا تپوسونه او دا اعتراضونه د نورو خلقو رالېږلي دي؛ مونږ ئې هم ځکه لیکل ضروري وګڼل چې څوک دا ګمان ونۀ پالي چې مونږ جواز او جواب نۀ لرو.
  2. ښاغلي مشره! سیاست کښې سیکولر ازم د بانګ ‘برخه’ ده، نوې ټپه پکښې نۀ ده. سیکولر ازم نوې ټپه ګڼل هم زړه ټپه ده. اصطلاح کښې سیکولر ازم دې ته وائي چې ‘سیاست کښې دې د مذهبیت عنصر د اقتدار لاس ته راوړلو د پاره ونۀ کارول شي’ – دغه ‘زړه ټپه’ دغه تعریف باندې جرح کښې وائي چې مذهب اول دے )باور ولرئ د ‘دین’ او ‘مذهب’ پۀ فرق هم دغه جرح کوونکي ‘جارحان’ پوهېږي( – سپېځلے قران سورة الکٰفرون کښې وائي ‘لَکُمْ دِیْنُکُمْ وَ لِیَ دِیْنِ’. اوس اقتدار د پاره د دین مذهبونو کښې وېش، د مذهبونو مسلکونو او فرقو کښې وېش بې د اختلاف، بې د تفرقه بازۍ او بې د خونرېزۍ لاس ته څۀ راوړي دي؟ او حال دا چې د دغې اختلاف، تفرقه بازۍ او خونرېزۍ موخه بې د ‘اقتدار’ بل څۀ نۀ وي – حالانکې د دین نه دغه ټول مذهبونه، مسلکونه او فرقې د ‘وَاعْتَصِمُوْا بِحَبْلِ اللهِ جمیعاً وَّ لَا تَفَرَّقُوْا’ د صریح حکم باوجود راویستلې شوې دي!!! زۀ دغه خبره د خپلې کم علمۍ اعتراف او د خپل تفهیم پۀ ډاډ کوم. د عوامي نېشنل پارټۍ نه پښتونخوا کښې د مسلمانانو د غلبه شمېر تناظر کښې پۀ ‘سیکولر ازم’ د اعتراض ‘زړه ټپه’ ویونکي دا تپوس ولې نۀ کوي چې ‘جمعیت علماء هند’ پۀ هندوستان کښې ولې سیکولر ازم د مسئلو حل ګڼي او ‘جمعیت علماء پاکستان’ پۀ پاکستان کښې ولې سیکولر ازم مسئله ګڼي؟ – یعني د مذهب ‘سیاسي تشریح’ د مسلمان غلبه شمېر او د هندوانو غلبه شمېر کښې د ابهام او ‘ذو معنتېن’ حېثیت سره مخ کېږي نۀ؟

د عوامي نېشنل پارټۍ منشور کښې ‘سیکولر ازم’ د بشر دوستۍ اصطلاحي مفهوم دے. د دې مفهوم تر مخه، یو څوک کۀ هره مذهبي عقیده لري، هر رنګ یا نسل سره تعلق ساتي، د کوم جنس یا کوم عمر یا کومې پېشې وي؛ د ریاست ذمه واري به وي چې هغوي ته مساوي حقونه ورکړي. یعني سیکولر ازم کښې د یو چا مذهبي عقیده د هغۀ د کوم بنیادي حق تروړلو د پاره جواز نۀ جوړېږي. ایا څوک ښودلے شي چې د جمعیت علماء اسلام ‘اسلام’، د جماعت اسلامي ‘اسلام’ یا د بل کوم سیاسي مذهبي ګوند ‘اسلامي ورژن’ کښې داسې څۀ شته چې هغه پۀ کومه حواله د عوامي نېشنل پارټۍ د منشور تشریح نه مختلف وي؟ څۀ داسې اقدام د ټول ‘متحده مجلس عمل’ منشور کښې شته چې د دغې ‘نوې ټپې’ لۀ رویه ورته ‘اسلامي’ ووئیل شو؟ سیکولر ازم ته ‘لادینیت’ او لبرل ازم ته ‘مادر پدر ازاد مشاعره’ وئیل هم سیاسي تشریحات نۀ دي؟

هیله چې مونږ به ستاسو د راوړے شوو تپوسونو ځوابونو کښې د یو بل خط د پاره مواد کرلي وي. پۀ راڼۀ تندي پراخه ذهن هرکلے.

حیات روغانے.

 

دا هم ولولئ

تشدد او عدم تشدد – ليکنه: خضر حيات خان – ژباړه: م.ر شفق

د هندوستان د ازادۍ د پاره دوه قسمه تحريکونه را پورته شوي وو. يو د …