انسان د خداے شاهکار او ښکلا ده هم دغه وجه ده چې انسان له خداے پاک د نورو حېواناتو پۀ مقابله کښې عقل او شعور ورکړے او د خپل زړۀ د خبرو د ښکاره کولو پۀ ژبه سره ئې توفيق ورکړے. د علم الاسنه پوهان ژبه، وېنا د انسان يو ستره بريا ګڼي چې د منل شوي ارتقائي پرمختګ پۀ نتيجه کښې د اشارو د ژبې نه واخله تر اوسه پورې پۀ مختلفو ډولونو اووښتې راووښتې ده چې د پنځوس زره کاله پخوا نه واخله تر پينځۀ لاکه کاله پورې پخوا کېدو احتمال لري . ژبه يو نسلي اکائي ده ځکه خو د قاميت پۀ لازم توکو کښې يوه ژبه نه بلکې يوه شريکه ژبه پکار وي. پۀ مذهبي حواله د حضرت ادم سره د ژبې او تهذيب اړخ تړل شي. ښاغلے نسيم خان نسیم پۀ خپله اېم فل مقاله کښې ليکي چې يو روايت دا هم شته چې د حضرت ادم ژبه هم پښتو وه . قران کښې خداے پاک پۀ سوره ئې روم کښې د ژبو پۀ اړه وائي ( ومن اياته خلق السماوات والارض واختلاف السنتکم والاوانکم ان في ذالک لایات للعالمین )! امام رازي پۀ دې اړه وائي چې خداے پاک د خپل معرفت لپاره د اسمانونو او د ځمکې سره ژبه ذکر کړې چې دا د ژبې پۀ اهميت او ضرورت دلالت کوي چې څومره ګټې د ځمکې او د اسمانونو د فضا سره تړل شوي هم هغه درجه خداے ژبو ته هم ورکوي، هم دا راز کومه خاص ژبه نه بلکې د هرقام ژبې ته خداے پاک خپل نعمت او ايت وئيلي، د کومې ژبې سپکاوے سره د پښتو پۀ حقيقت کښې د خداے د اياتو سپکاوے دے. امام رازي وائي ژبه خداے د انسانانو ترمېنځ د پېژندګلو سبب ګرځولې، د ژبې د غږ پۀ برکت انسان خپل پردے، دوست دشمن پېژندے شي.
هم دغه راز امام ابن کثير وائي چې هره ژبه کۀ هغه عربي ده او کۀ د نړۍ نورې ټولې ژبې نو دا د خداے نمت دے. عموما به تاسو اورئ چې عربي ستره ژبه ده، دا ستروالے تر ګرائمر ترحد خو ټيک دے ولې نورې ژبې د کرکې ښکار کول ناسم عمل دے ځکه خو خداے پاک پۀ قران کښې هرې ژبې ته ستره وئيلې . د قران د دې ايت پۀ اړه طاهر بخاري ليکي چې هرکله خالق د خپل قدرت حکمت او الاهيت له رويه مختلفې ژبې ډول ډول بشري رنګونه ځمکه اسمانونه شعوب او قبائل پېدا کړي دي او پۀ دې کښې د پوهانو لپاره د حق تعالی د الوهيت حکمت او قدرت علامې موجود دي نو د خپلې پوهې عقل او علمي استعداد ترحده پرې هرڅوک غور فکر کولے شي. ددغه ایت له مخه کۀ څوک ځانته عرب وائي کۀ ايرانے ترک يا پښتون يا پۀ پښتو کښې خبرې کوي پۀ پښتو کښې ليک او لوست کوي نو پۀ حقيقت کښې دا د خداے تعالي دغه حکم پۀ ځائے کوي، ځنې ناپوهه وائي پۀ اسلام کښې د قاميت تصور نشته خو حقيقت دادے چې قران کښې دوه سوه څلوېښت کرته د قام ټکے خداے ياد کړے. خوږ پېغمبر محمد ص پۀ خپل نسب او قبيله فخر کړے، يو ځل ئې د احد د جنګ پۀ وخت وئيلي وو؛
انا النبی لا کذب
انا ابن عبد المطلب
زۀ رشتيا پېغمبر يم زۀ د عبد اللمطلب په زاؤ زاد کښې يم، حال دا دے چې عبد المطلب پۀ حالت د کفر مړ ؤ. اسلام د قاميت پۀ نامه کرکه غندي او مينه پېدا کوي خو د قاميت نه اسلام کله هم انکار نۀ کوي او نۀ د قامونو تحليل مني ځکه خو هر پېغمبر پۀ قران کښې خپل امت د قومي پۀ مينه ناک غږ سره چغه کړے، حال دادے چې دغه امت به لا مسلمان شوے هم نۀ ؤ.
حضرت موسی د فرعون وړاندې کۀ يو خوا د فرعون د خدايۍ دعوی چېلنج کړه نو ورسره ئې دا هم ووئيل چې زما قام بني اسرائيل د غلامۍ نه ازاد کړه. د قام د ازادۍ او حقوقو غوښتنه پېغمبري سنت دے، بني اسرائيل لکه د پښتنو د پېړو پېړو د غلامۍ له کبله کۀ هرڅومره، سرکش، فساديان، فتنه ګر، کينه ګر، احسان فراموش، قبيله پرست، د لوظ ماتوونکي او د يو بل سره نۀ تلونکي وو خو حضرت موسی ورله بيا هم د دې هرڅۀ سره د فرعون پۀ مقابله کښې مبارزه کوله. بل ځاے کښې قران کښې خداے وائي (وما ارسلنا من رسول الا بلسان قومه) ترجمه ! هر قام ته ما پېغمبر د هغې پۀ ژبه رالېږلے. لازم خبره ده چې د هر قام ژبه عربي نۀ وه ځکه چې پېغمبران پۀ لکونو کښې دي، پۀ ټوله اباده نړۍ کښې تر د پښتنو د وطن پورې رالېږل شوي وو چې څلور مالوم پېغمبران د پښتنو پۀ خاوره پۀ بلخ کښې زرتشت، مهتر لام د لغمان، مهتر نور لام پۀ باجوړ کښې او حضرت حزقيل پۀ لورالائي کښې رالېږل شوي. ژبه د پوهولو لار ده نو ځکه هر پېغمبر هر قام ته پۀ هغه ژبه رالېږلے شوے چې کومه د هغه خلکو ژبه ده . هم دغه راز هر اسماني کتاب پېغمبر ته پۀ مورنۍ ژبه ورکړے شوے لکه ملا علي قاري پۀ دې اړه وائي چې زبور او تورات پۀ عبراني ژبه کښې ورکړے شوي وو، عبراني د سامي ژبو له کورنۍ نه یوه ژبه ده چې ترټولو زړه خطي نسخه ئې ۱۰پېړې مخکښې د میلاد شتون لري. یاده ژبه له میلاده وړاندې د بني اسرائیلو قام لخوا کارېدله. عبراني ژبه کۀ څۀ هم دنورو سامي ژبو پۀ څېر د ورکېدو له خطر سره مخامخ وه ځکه چې یواځینې دلیل ئې مذهبي وو چې دا ژبه ئې د کنعاني ژبو د کورنۍ نه ژوندۍ پاتې ده. خواوسمهال پۀ عبراني ژبه پۀ اسرائیل او نوره نړۍ کښې څۀ ۹ میلیونه خلک خبرې کوي او همدارنګه نوې عبراني د اسرائیل هېواد رسمي ژبه ده چې د رياست پۀ ډاډ اوس د ورک والي د خطر نه راوتې ده. دغه راز انجيل پۀ سرياني ژبه کښې ورکړے شوے، قران پاک پۀ عربي ژبه کښې ورکړے شوے ؤ ځکه چې د محمد صلی الله عليه وسلم او د مکې د خلکو مورنۍ ژبه هم عربي وه، هم دغه راز د صحاح سته روايات دا بيانوي چې حضرت محمد صلی الله عليه وسلم پۀ ماشوم والي کښې بانډې ته د حليمه سعدیه کره هم ددې لپاره ولېږل شو چې دې خپله مورنۍ ژبه سوچه زده کړي يعنې د پېغمبر خپله مورنۍ ژبه سوچه زده وه . بل ځاے کښې د ژبې د اهميت پۀ اړه پۀ سوره بقره کښې خداے وائي ( وعلم آدم الاسما کلها )؛ امام قرطبي او تفسير بېضاوي ددې ایت لاندې وائي چې حضرت ادم پۀ ملائکو کښې خداے پاک د علم پۀ برکت وچت کړو چې دغه علم د ژبې پۀ ذريعه د ټولو موجوداتو او ضرورياتو ؤ ځکه چې شرافت او لوړتیا د حضرت ادم هم د ژبې پۀ کمال د ملائکو پۀ وړاندې ښکاره کړې شوه.
د قران کريم يو شمېر ایتونه د ژبې پۀ اهميت دلالت کوي او مونږ ته دا ښائي چې ژبه د انسانانو ترمېنځ د علم او تړون ېواځنۍ لار ده. سيد سلېمان ندوي د قران د دې آیت لاندې پۀ تاريخ ارض القران کښې وائي چې پۀ سوره شعراء کښې خداے پاک وائي ( بلسان عربی مبین) ترجمه! د مبين نه مراد هغه شاهراه اعظم وه چې د يمن حجاز پۀ لار د شام او عراق پۀ لور تلې وه چې بل ځاے کښې قران دې ته ( وانهما لبامام مبین ) وئيلي، د دې نه مراد دغه شاهراه اعظم ده چې د اصحاب مدين اصحاب الايکه او اصحاب الحجر د سيمو نه تېرېدله. تاريخ ګواه دے چې پۀ دغه شاهراه اعظم د مختلفو ژبو والا مختلف قامونه تهذيبونه اباد پاتې شوي وو لکه حبش، سبائي، عبراني، تدمري، نبطي، سرياني. قران پاک د عربي ژبې جانشينو سيمه ايزه لهجه او ګړ دود، عدناني، کښې نۀ دے نازل شوے بلکې دا پۀ هغه عربي لهجه کښې نازل شوے چې پۀ دغه شاهراه اعظم باندې پراتۀ کوم قامونه وو چې د تجارتي لار کېدو پۀ وجه دغه ټولو خلکو يو شان عربي وئيله چې پۀ قران کښې د دغه اووۀ قامونو لغات شامل وو، مقصد پۀ دغه ګړدود کښې دا وو چې د قران پۀ وېنا دغه ټول خلک نېغ پۀ نېغه پوهه شي، هم دغه دليل دے چې پۀ قران کښې د عبراني، آرامي حبشي وغېره ډېر لغات ځاے پۀ ځاے شته. هم دغه شان شېخ حسن پۀ، الادب العربي کښې ليکي چې د عربي ژبې سرچينه هم عبراني ده ځکه چې د نړۍ پۀ سر هره زړه او نوې ژبه يو بل له راکړه ورکړه ورکوي چې دا د يو ژبې د پرمختګ او ژوندي پاتې کېدو لوے لامل هم دے ځکه خو هېڅکله يو ژبه پۀ ځاے ولاړه، وچه خشکه ايسارول دهغه ژبې د نشتون لامل ګرځي. د ژبې د اهميت پۀ اړه ډاکټر خادم حسېن وائي چې مونږ د ژبې بیانیې خبره کوو نو دا هېرول نۀ دي پکار چې ژبه پۀ بنېادي توګه غږونه دي، د ژبې توکي او د ژبې ساخت د غږونو د نظام نه مخې ته راځي او دا د انسان د جدلياتي ارتقا يو عمل دے. د ژبې سره د انسان پوره وجود تړل شوے، د انسان د وجود مختلفې برخې چې پۀ هغې کښې شناخت هم دے زۀ څوک يم، د کوم ځاے نه راغلے يم، پۀ کوم ځاے ولاړ يم زما د ټولنې سره څۀ اړيکه ده، تړون مې څۀ دے، قيمت مې څۀ دے، اهميت مې څۀ دے، څنګه يم، ولې يم؟ دا د شناخت پوښتنې دي، دغه شناخت پۀ تاريخ کښې د فرد نه ټولنې او د ټولنې نه د سماجي فکر پۀ ارتقا کښې د يو فکر پۀ بنياد مخې ته ځي، کۀ دغه شناخت ونړېږي نو نۀ صرف دا چې يوه ژبه ونړېده بلکې د تاريخ پۀ اوږدو کښې د يو ټولنې حاصل کړے شوے علم، حکمت، کلتور او ټول محصولات به ونړېږي چې زيان ئې ټول انسانيت ته به وي. د نوموړي ژبپوه ډي ساسير ترمخه ژبه او د ژبې مربوط نظام دوه ساختياتي اړخونه لري چې اهليت او صلاحيت ورته وئيلے شي؛ اهليت دوه اړخونه لري چې يو ته جينياتي او بل ته ماحولياتي اړخ وئيلے شي، جينياتي اړخ بيا دوه اړخونه لري چې يو د غږونو پېدا کولو وسيلې لکه شونډې غاښونه ژبه حلق مرۍ پړپوس او د هوا نالۍ دي او بل اړخ چې د غږونو سره د دماغو د کرنټ عمل دے د دې نه خبره ارادي ډول د ژبې پۀ واسطه راووځي.. قاضي عبد الحليم اثر صېب وائي چې پۀ قران کريم کښې پۀ يو کم دېرش سورتونو کښې خداے پاک د سورتونو پۀ ابتدا کښې حروف مقطعات راوړي چې دا پۀ حقيقت کښې د عربۍ نه بلکې د سريانۍ ژبې توري دي، دغه غوڅ او مقطعات ،توري ، الف، م، لام ، ح ،ص، ع، س، ق، ک، هه،ی ،ن، ط، او ،را، دي چې پۀ يو او دوه دوه تورو مشتمل دي ځنې علماء دا نامالوم معني وائي خو يو لويه برخه د علماؤ دا وائي چې ددې تورو د معنا فوائد هم شته او تعبير ئې هم کېدے شي.
قاضي ثنا الله پاني پتي وائي چې شېخ سرهندي به وئيل چې زۀ د دې تورو پۀ معنا پوهه يم ځکه چې دا د خداے او پېغمبر ص ترمېنځ يو راز ؤ، دغه راز د نن نه دوه دېرش سوه کاله قبل از مسيح دوره کښې د مصر ،هيرو غلېفي، او نور ليکدودونه تر يو زمانې پۀ ېواځيني تصويري او انځوريز شکل کښې ؤ چې ډېر وروستو د ليک دود پۀ بنړه د ژبې د ليک ارتقا راغله . قاضي اثر صېب پۀ دې اړه وائي چې هم دغه وجه ده چې هر ماشوم تر دوه کالو پورې پۀ سرياني ژبه ګړار کوي. سعد الله جان برق پۀ دې اړه وائي چې پښتو هم هغه قديمه ژبه ده چې ډېر ټکي ئې پۀ يو يو او دوه ټکو مشتمل وي لکه ماشوم چې مور ته ما، اوبو ته با او پلار ته پا وائي. مذهبي مابعد الطبعياتي او جديد پرمخ تللې سائنسي نظريه پۀ مختلفو لارو هم دې نتيجې ته رسېدلې چې د انسانانو وړومبۍ وړومبۍ خبرې پۀ څو لږو غږونو مشتمل وې بيا ورو ورو د دې نه ترکيبونه او نورې ژبې خورې شوې او د ژبو دننه ګڼ ګړدودونه هم خوارۀ شو. پۀ نړۍ کښې د هرقام خپل ځانګړے کلتور وي چې ژبه جامه او ادب ددغه کلتور ننداره وي. اسلام کله هم د کوم قام ژبه او کلتور نۀ چقړ کوي کۀ چرته اسلام د هر قام کلتور د مېنځه وړلے نو اسلام به پۀ نړۍ کښې خورېدو نه او شائد چې پۀ افريقا کښې اوس د عربۍ نه پرته بله يو ژبه هم نۀ وې خو د نړۍ پۀ سر د ټولو نه زياتې دوه نيم زره ژبې نن هم پۀ افريقا کښې ژوندۍ دي، هم دغه سبب دے چې اسلام د يو قام کلتور هم مني او پۀ هغه کلتور کښې د ښې ودې او اصلاح هم قائل دے.
د بده مرغه جنګي اقتصاد او فرقه ايز مذهبي تندروې مفکورو د پښتنو ټولنه هم پۀ سياسي اړخ او هم پۀ کلتوري اړخ ژوبله کړې، د خپلو موخو لپاره خلکو د عرب کلتور سلفيت شعارونه او د عرب نېشنلزم علاماتو ته اسلام وئيلے او پۀ امروزه ژوند کښې ډېر پۀ فخر سره کارول شي. د هندوستان يو عالم مولانا یاسر نديم پۀ خپل کتاب ( ګلوبلائزېشن اور اسلام ) کښې وائي چې د يو قام د کلتور سر څڼه ادب جامه او ژبه وي، ژبه چې د تړون او رابطې وسيله وي، کلتور د يو تهذيب بنسټ وي او تهذيب د يو ټولنې سوچه څېره وي، څومره هم چې يو قام خپله ژبه کاروي نو هغومره به د هغې کلتور ته وده ملاوېږي، پۀ اسلام کښې د مونځ نه پرته هر عبادت کښې خپله ژبه کارول جائز دي، د مانځۀ نيت هم د عربۍ نه پرته پۀ هره ژبه کښې جائز دے، هر ډول دعاګانې تر حج پورې پۀ خپله ژبه کښې جائز دي. پۀ دې وخت کښې پۀ نړېوالا توګه باندې د ډېرو بې وزله قامونو تهذيبونو او ژبو ته د، نړې وال، سامراج د ژبې او تهذيب د بالاداستۍ نه يوه ستره خطره پېښه ده چې اوس وخت کښې پۀ هرډول وسائلو او ټولنيزو رسانو سمبال دي، د نوي نوي فېشنونو پۀ شکل کښې پۀ لږ وخت کښې نوي نوي څۀ ټولنيز ژوند ته ننوځي چې پۀ نتيجه کښې د يو قام کلتور ته ځان ژغورل يوه ننګونه ده. عربي مذهبي ژبه خو ده خو پښتو ته د عربۍ نه زيات پۀ پاکستان کښې د اردو او پۀ افغانستان کښې د پارسۍ نه ستونزې پېښې دي، د يو ژبې د پرمختګ لپاره لازم توکي دا وي چې هغه دې د نصاب او مارکيټ ژبه وي او ورسره شاته د يو پياوړي رياست وجود هم لازم دے . يوه ژبه چې مذهب سره تړلې وي نو هغې ته بيا د قام ضرورت هم نۀ وي لکه يو وخت پۀ ټول يورپ کښې یواځې لاطيني د ټولو غټه ژبه وه او د يورپ هر ملک او ښار کښې به خلقو پېژنده ځکه چي د مذهب عيسائيت ژبه وه او هر څوک به چي تعليم او مذهب سره تړلي وو نو لاطيني زده کول به لازم وو او پۀ لاطيني ژبې وئيلو او ليکلو به خلقو فخر محسوسولو او پۀ ټولنه کښې به هم د لاطيني ژبې ويونکي وچت او عزتمند ګڼلے شو… دغه وخت پۀ يورپ کښې د خپلو ژبو هېڅ زور او سکت نۀ ؤ، د جرمن، فرانسيسي وغېره ژبې ډېرې محدوده او وړې ژبې وې او لاطيني ژبې به نورې ژبې نمو او لوېدلو او ترقۍ ته نۀ پرېښودلې؛ د يورپ دغه ټولې ژبې داسې وې لکه چي نن پښتو، بلوچي، سندهي ژبې د فارسي او اردو او انګرېزۍ ژبو پۀ مخکښې دي او دغه ژبې رامخکې کېدو ته نۀ پرېږدي . خو وخت سره سره چې کله پۀ يورپ کښې د مذهب زور کم کړے شو، د کليسا جبر مات شو نو ډېرې ستونزې حل شوې، لاطيني مذهبي ژبه وه نو لاطيني ورسره هم کمه شوه بلکې اخره کښې ختمه هم شوه او د هغې پۀ مقابل کښې چې جرمن فرنچ اټالين پولش وغېره وړې ژبې وې نو د لاطيني ژبې ختمېدو سره او د مذهبي اثر ختمېدو سره د قامپرستۍ تصورات پۀ يورپ کښې زيات غالب شول نو بيا دغې سره جرمن فرنچ انګلش پالش اټالين وغېره ژبو ډېره زياته ترقي وکړه ځکه چې ملکونه پۀ قامونو او ژبو جوړ شول ، نن د يورپ ټولې ژبې د ترقۍ پۀ لور دي او د هر ملک خپله خپله ژبه ډېره لويه او مضبوطه ژبه ده.
ايتهنولګ د ژبو د څېړنې پۀ اړه يو باوري نړيواله اداره ده، دهغې ترمخه پۀ نړۍ کښې دا وخت ژوندۍ ژبې 7102 وئيل کېږي . پۀ يورپ کښې د 720 ميلينه خلکو 286اتېا ژبې دي، د شمالي او سوېلي امريکا 953ميلينه خلکو 1064 ژبې دي، پۀ افريقا کښې د 1100ميلينه خلکو 2138 ژبې دي، د آسټراليا د 38ميلينه خلکو 1313ژبې دي، پۀ اېشيا کښې د 4100 ميلينه خلکو 2301 ژبې دي . د ژوندۍ ژبې نه مراد هغه ژبه ده چې ويونکي پۀ لکونو کښې وي او پۀ امروزه ژوند کښې خپله مورنۍ ژبه کاروي خو پۀ نړۍ کښې ډېرې داسې ژبې شته چې د ورکېدو د وېرې سره مخ دي او د سونو پۀ شمېر ډېرې ژبې ختمیږي هم، يونيسکو د ژبو د ورکېدو د يو څېړنې نه وروسته لیکي، چې د نړۍ پۀ خواوشا اووۀ زره ژبو کښې دوه زره او دوه سوه (۲۲۰۰) ژبې هغه دي چې د سخت ګواښ سره مخامخ دي.د همدې سازمان پۀ يو بله څېړنه کښې پۀ بله برخه کښې لیکل شوي، چې د دې ۲۲۰۰ ژبو د منځه پنځۀ سوه او شپږاویا (۵۷۶) ژبې د ګور پۀ غاړه پرتې دي او د جدي ګواښ سره مخ دي. ژبه هله د ورکېدو ښکار کېږي چې د نصاب ليک لوست مارکيټ او ايجاد ژبه نۀ وي . دغه شان پۀ کومه ژبه کښې چې اولسي ادب نۀ وي نو هغه هم د ژبو پۀ څپ کښې ډېره وروستو ولاړه وي، زمونږ د پښتون قام غټه بدبختي دا هم ده چي مونږ پۀ کور کښې خپلو بچو ته د هرې ژبې درس ورکوو خو پښتو به ورته نۀ زده کوو، کۀ بهر وطن له لاړ شو نو دپښتو وئيل هم پۀ کور کښې پرېږدو. ددې اثر پۀ نوي نسل پۀ دې شکل کېږي چې د دوي نه خپله ژبه، زاړۀ روايات، رسم ورواج، کلتور او فرهنګ هېر شي، او کم قامونه چي خپل اسل نسل خپل روايات هېر کړې نو هغه دې بيا د ښې ورځې طمع نۀ کوي او بربادي ئې پۀ بخت کښې خامخا وليکلې شي . کله چې ژبه د یو کهول نه بل کهول ته و نۀ لېږل شي او د کومې سستۍ له کبله نیکونه او پلاران خپل اولادونه د ژبې پۀ څېر فرهنګي، ټولنیز،علمي (د نن ورځې د علم او تمدن) لیکلي اثار میراث پرې نۀ ږدي نو ژبه وګواښل شي او د مړینې لور ته روانېږي. لکه: ګالیک ژبه چې د درېمې او څلورمې ميلادي پېړۍ تر منځ پۀ ننۍ فرانس کښې وئيل کېدله، پۀ بشپړه توګه د لاطيني ژبې د اغېز لاندې راغله او دغه ژبې ډېر زر خپل لمڅۍ ټول کړو او نن ئې څوک نۀ پېژني. کۀ د پښتو ژبې میراثیان هم لږه سستي وکړي، نو لرې نۀ ده چې راتلونکے نسل بهْ د ناوړه ناورين سره مخ شي . مونږ کولے شو د ګواښ سره مخ ژبې وژغورو او خوندي کړو؟ د يونیسکو د اټکل د مخې د نړې اوۀ نوي (۹۷٪) سلنه وګړي د نړۍ پۀ ټولو ژبو کښې تش پۀ څلور(۴٪) سلنه ژبو خبرې کوي دا پۀ دې مانا چې د نړۍ نوي (۹۰٪) سلنه اصلي ژبې خپل ځایونه دشلمې پېړۍ ترپایه د نړۍ ډېری خبرې کوونکې ژبو ته خالي کوي او د نورو ژبو حاکمیت پۀ بشپړه توګه مني چې مونږ ورته پۀ ژبو د راتلونکي عالمګيريت جبر هم وئيلے شو چې د کلتورونو سره ژبې هم ورسره مخ دي.
د ژبپوهانو لپاره د یوې ژبې ورکېدل یو لوے ګواښ دے. دا ځکه چې د يوې ژبې د منځه تللو سره یو کلتور او د هغۀ دودونه او ارزښتونه هم د تل لپاره ورکېږي.
د نننۍ ورځې علم ټکنالوژي نوښت مونږ ته يو وار بيا د رغونې او ژغورنې لاره چاره برابروي خودا پۀ مونږ پورې اړه لري چې مونږ دغه ګټې د خپلې ژبې پۀ پرمختګ کښې څومره کارولې شو،. پښتو د ويونکو ليک لوست او تخليقي ادب پۀ اساس پۀ ژبو کښې پۀ نړيواله توګه پۀ دوه دېرشم نمبر ده، سره د دې چې پښتو ته هېڅ کومه رياستي مرسته د زمانو نه نشته خو د خپل اولس، ليکوالانو او تاريخ پۀ زور ژوندۍ ژبه ده خو ډېر کار او زيار ته لا هم اړتيا لري . د پښتو ستونزه د بقا نه بلکې د پرمختګ ده. پۀ پاکستان کښې دا وخت 72 ژبې وئيل کېږي، اوولس ژبې د ورکېدو سره مخ دي. د پاکستان د سرشمېرنې ترمخه پښتو د پنچابۍ نه پس د شپاړس سلنه خلکو ژبه ده او پۀ دوېم نمبر ده، پنجاپي د څلور څلوېښت سلنه خلکو ژبه ده، سندهي څوارلس سلنه خلکو، سرائيکي د يوولس سلنه خلکو، اردو د اتۀ سلنه خلکو، بلوچي د څلور سلنه خلکو او نورې وړې وړې ژبې دي . پۀ 1951کښې سندهي ژبه پۀ دوئم نمبر وه خو اوس د پښتو ويونکي د سندهي نه زيات شوي. دغه راز د پنجابۍ ژبې پۀ ويونکو کښې هم کموت راغلے ځکه چې پنچابېان پۀ کورونو کښې اوس زياتره د پنجابۍ پۀ ځاے اردو وائي ځکه دپښتو پۀ نسبت پنجابي د ورکېدو سره مخ ده. پۀ پاکستان کښې د سندهي نه پرته د ټولو ژبو سره د مېرې مور سلوک کېږي، سندهيانو د خپلې ژبې مقدمه تر پوره حده ګټلې ځکه خپل نصاب ئې پۀ سندهي کښې کړے د مارکيټ او دفتر ژبه ئې ګرځولې تر دې چې F I R هم پۀ سندهي کښې ليکي. د ژبو د ورکېدو ډېر لاملونه وي خو يو پکښې ژب پوهان، ښاري توب، هم ګڼي او دا عمل د اتلسمې پېړۍ د صنعتي انقلاب نه پس ډېر تېز شوے چې ښاريو ته د کلو نالوستي خلک لاړ شي نو ډېر زر خپله ژبه بدلوي، دغه شان پۀ نورو ژبو کښې زده کړې ورکول هم يو لوے خنډ دے، پۀ نړۍ کښې درې څلوېښت سلنه ژبې د ورکېدو د وېرې سره مخ دي، د یونیسکو د غوښتنو ترمخه پۀ خپله مورنۍ ژبه کښې ماشوم له زده کړې ورکول د دۀ حق دے. ماشوم پۀ وړومبي کال د مورنۍ ژبې لس الفاظ ياد کړي، پۀ دوېم کال درې سوه او تر څلور کاله دې درې زره الفاظ وئيلے او ترکيب کولے شي، کوم ماشوم چې پۀ مورنۍ ژبه کښې زده کړې ترسره کوي نو د يونېسکو د څېړنې ترمخه د دۀ د زده کړې صلاحیت د نورو ماشومانو نه څلوېښت سلنه زيات وي . دغه راز د ژبې مسئله د اختيار او د شناخت هم ده، پښتو یواځې دا نه چې ژبه ده بلکې دا ئې نړيواله ځانګړتيا ده چې پښتو يو کلتور او د ژوند دود هم دے، مورنۍ ژبې د رياستونو د سياسي تګ لارو او موخو هم ښکار دي چې د ژبې پۀ څېر هغې خپلې هڅې مخکښې بيول غواړي . د پښتنو ستونزه د پرمختګ ده نو بايد چې پښتو د نصاب ژبه کړې شي، انګرېزي اردو هېڅکله هم د پرمختګ ذريعه نۀ ده، د نړۍ ډېرو سترو قامونو د انګرېزي نه پرته هم پۀ خپلو مورنيو ژبو کښې پرمختګ کړے، انګرېزي د پرمختګ وسيله ګڼل د سامراج يو تپل شوے ډسکورس دے چې محکوم قامونو پۀ دغه جال کښې لا ښکېل دي. پښتو دې اولس د مارکيټ ژبه کړي، خپل د بازارونو او اټو لیکونه دې پۀ پښتو کښې کړي، ليکوالان بايد د نورو ژبو کتابونه ټول علمي کتابونه پښتو ته وژباړي، پۀ پښتو ادب کښې د نړيوال ادب د معيار مطابق تخليقي کار او زيار پکار دے، د پښتو کتابونه دې نورو ژبو ته واړول شي پښتو بايد د ټېکنالوژۍ ژبه شي، پۀ سماجي رسنيو پښتو ته دې وده ورکړې شي، پښتو ژبه دې د خپلو اصولو ترمخه د نورو ژبو د تورو قبلولو پۀ اړه پراخه کړې شي دغه راز پښتانۀ د خپلې ژبې پۀ قدر پوهه کول غواړي، پښتانۀ عموما د پښتو پۀ اړه ډېر کمزورے نظر لري، دا به خامخا بدلول غواړي . اخري خبره د پښتو ليک دود پۀ اړه عبد الرؤف نوشېروي پۀ خپل کتاب “پشتو ادب ايک تعارف” کښې ليکي چې د پښتو ليک دود پۀ يو وخت کښې خط مېخي ؤ بيا د هخا منشي پۀ وخت کښې ارامي پاتې شوے بيا څۀ وخت پس خروشتي ؤ، د سکندر يوناني او د باختر د يونانيانو پۀ وخت کښې د يوناني ليک دود پۀ بڼه شو، د محمود غزنوي پۀ وخت کښې پۀ عربي ليک دود واړول شو چې تراوسه هم پۀ دغه بڼه دے. د انډو ايراني ژبو سره د نزديکت له کبله د عربۍ سره ۱۲۰ اوازونه پۀ پښتو کښې د نورو ژبو هم راغلي، پښتو کله پۀ نسخ او کله پۀ نسنعليق کښې ليکل شوه خو اوس ئې نسخ خپل کړے.