اقبال او افغان – نور الامین یوسفزے

 

 

اقبال، چې یقیناً د څۀ تعارف محتاج نۀ دے، پۀ د پان اسلامزم د داعي سيد جمال الدين افغاني نه متاثره کېږي او تر پيرۍ پورې هم دغه سړے د اسلامي نړۍ تر ټولو لوے مجتهد ګڼي او کۀ خپله ډېره ښائسته مثنوۍ )بدله( ‘مسافر’ کښې د کال 1933ز د افغانستان د تاريخي سفر پۀ رڼا کښې د افغانستان بادشاه نادرشاه مخاطب کوي، کۀ د ‘اقوام سرحد’ پۀ نامه فرياد کوي، کۀ غزنوي او غوري ستائي او احمد شاه ابدالي يادوي نو هم د افغان ملت د غېرت، مړانې، حريت پسندۍ، جرګه پالنې او صداقت غوندې سترې خوبۍ ستائي او هم د دغه شاهينانو سره د خپلې پرېوانه مينې او د دوي نه د خپلو توقعاتو اظهار کوي. هغه کۀ ستر افغان شناس خوشحال خان خټک بيا بيا ستائي نو هم ئې پۀ کښې غټ مقصد د دغه مرد قلندر او د دغه ننګيال استقامت، مړانه او د جهد مسلسل غوندې خوبۍ د غلام هندوستان پۀ مسلمانانو کښې راپېدا کول دي او د دوي د مرۍ نه د غلامۍ دغه تېزندۍ اور ته غورځول دي.

اقبال چې د اسلامي نړۍ د يو کېدو او د يو شريک سازمان جوړولو کوم تصور وړاندې کوي، دغه تصور هم هغۀ د نولسمې پېړۍ د ستر افغان مفکر سيد جمال الدين افغاني نه اخستے دے. اقبال د هندوستان، افغانستان، ايران، ترکي، عرب او ټولو مسلمان هېوادونو د دغه هېوادونو اقتصاد، سياست، ازادي او اتحاد کښې يو شان دلچسپي لرله او دغه دلچسپي پۀ اصل کښې د علامه سيد جمال الدين افغاني “د پان اسلامزم” اثر ؤ. علامه سيد جمال الدين افغاني د اسلامي نړۍ د اتحاد او اتفاق ډېر لوے مبلغ او ارزومند پوهان او مفکر ؤ. د نړۍ پۀ لويو درسګاهونو کښې ئې درسونه او لېکچرې ورکړې دي. هم پۀ دغه لړ کښې هغه هندوستان ته هم تلے ؤ. دا هغه زمانه وه چې اقبال لا زلمے ؤ. پۀ زلمي اقبال د اسلامي نړۍ د دغه افغان مفکر تعليماتو زښت اثر وکړو او هم دې لړکښې د اقبال زوے جسټس جاويد اقبال ليکي، “پۀ هندوستان کښې د سيد جمال الدين افغان ډېر تود هرکلے وشو. کله چې هغه واپس لاړو نو پۀ شا ئې د خپلو پېروکارو يو مضبوط ټولګے پرېښود. اقبال هم د دغه زلمو پۀ ټولګي کښې شامل ؤ پۀ چا چې د علامه سيد جمال الدين افغاني د فکر او فلسفې ډېرې زياتې اغېزې کړې وې.”

علامه اقبال ارواښاد چوهدري محمد علي ته پۀ ا پرېل 1939ز کښې پۀ خپل يو خط کښې ليکي، “زما پۀ خيال نن دور کښې کۀ څوک د مجدد درجه لري نو هغه صرف او صرف جمال الدين افغاني دے.”

پۀ خپل کتاب ‘جاوېد نامه’ کښې چې کله اقبال د اسمانونو پۀ سېل وتلے دے او دغلته مسلمانانو اتلانو او نړېوال پوهانو سره تصوراتي مکالمه کوي، پۀ دغه پوهانو او اتلانو کښې هم د غازي امان الله خان، حکيم سنائي، نادرشاه او احمد شاه ابدالي سره د علامه سيد جمال الدين افغاني شامل دے. پۀ دغه مثنوۍ کښې پۀ يو مقام علامه سيد جمال الدين افغاني روسي قوم ته داسې مخاطب دے،

“اے روسي قومه! څۀ کارونه خو تاسو هغه وکړل کوم چې اسلام کړي وو او د کوم نمونه ئې چې د څۀ وخت د پاره دنيا ته وړاندې پېش کړې وه. تاسو هم لکه د حضور نبي کريم صلي الله علېه وسلم او د هغۀ د صحابه غوندې د قېصريت )اٰمريت( پښتۍ ماتې کړې خو تاسو بايد د اسلامي تاريخ نه عبرت واخلئ او داسې ونۀ شي چې تاسو هم د عالمګېريت او افاقيت او نړېوالې ورورولۍ د دعوې سره سره د يو بل قسم ملوکيت او اٰمريت ښکار شئ؛ لکه چې څنګه مسلمانانو وکړل. مسلمانانو هم د قران شريف د عدل او انصاف د پېغام پۀ نامه بادشاهۍ قائمې کړې، لکه د پخوانو بادشاهانو ئې امريت ته دوام ورکړو او ځکه تباه او برباد شو. تاسو هم لکه د هغوي د خوفناکې وسلې او زور پۀ مدد انسانان وېروئ خو ستاسو دا پاليسي ښه نۀ ده. تاسو د مينې، محبت او انصاف سره سره د توحيد لمنه راټينګه کړئ نو اسلام څۀ د عربو مېراث نۀ دے، بس هم دا ستاسو دے.”

لکه چې مخکښې ذکر وشو، علامه محمد اقبال پۀ کال 1933ز د علامه سيد سلمان ندوي او سر راس مسعود پۀ ملګرتيا کښې د افغانستان د بادشاه نادر شاه پۀ بلنه د افغانستان دوره کړې وه. پۀ ظاهره خو دغه دوره مخص د تعليمي نوعيت دوره وه. د افغانستان بادشاه غوښتل چې پۀ خپل ملک کښې د عصري علومو د پاره يو پوهنتون جوړ کړي او دغه درې واړه پوهان ئې د صلاح مشورې د پاره بللي وو. د نادرشاه سره د اقبال د زړۀ مينه وه. کله چې هغه د هند پۀ لار کابل ته تلو نو اقبال ورته هرکلے هم وئيلے ؤ او د کاميابۍ دعا ئې هم ورته کړې وه خو زۀ دې دورې ته د يوې بل زاویې نه هم ګورم، ځکه چې اقبال افغانستان ته د تګ نه لا ډېر پخوا هم پۀ دغه اسلامي رياست او د دې رياست پۀ مېړنې تاريخ او اتلانو کښې ډېره زياته دلچسپي لرله. هغه کۀ شهاب الدين غوري کۀ احمد شاه ابدالي او کۀ نور – د اقبال پۀ شاعرۍ کښې ځاے پۀ ځاے د افغانانو د سړيتوب، مړانې، حريت او د حق ګويۍ ذکر د سترګو وړاندې راځي. اقبال چې پۀ يورپ کښې پي اېچ ډي او باراېټ لاء کوله نو پۀ دغه زمانه کښې پۀ افغان قوم او د دوي پۀ اتلانو کښې ئې هغه وخت دلچسپي نوره هم سېوا شوه کله چې ئې پۀ ‘برټش انډيا افس لائبرېرۍ’ کښې د ستر پښتون نهضت ګر، ملي مبارز او بې بدله شاعر خوشحال خان خټک شاعري ولوسته. دغلته دۀ د بابا هغه سل نظمونه ولوستل کوم چې نوموړي مستشرق مېجر رارورټي ژباړلي وو. خوشحال بابا سره د اقبال مينه او عقيدت دومره زيات دے چې هم ئې پرې پۀ خپله پۀ انګرېزۍ کښې مضمون ليکلے دے کوم چې د حېدر اباد دکن نه د وتونکې يوې مجلې ‘اسلامک کلچر’ د مۍ 1928ز پۀ ګڼه کښې د “The Afghan Warrior Poet” د سر خط لاندې چاپ شوے دے. هم ئې پرې پۀ فارسۍ کښې نظم ليکلے دے او هم پۀ اردو کښې. پۀ خپلو دغه نظمونو کښې اقبال د پښتون پۀ ځاے د ‘افغان ملت’ اصطلاح پکار راوستې ده لکه څنګه چې خوشحال بابا د ځان پۀ حقله وائي:

د افغان پۀ ننګ مې وتړله توره

ننګيالے د زمانې خوشحال خټک يم

علامه اقبال د خوشحال بابا د افغانيت، مړانې، استقامت، حريت پسندۍ او مېړنتوب نه دومره متاثره دے چې خپلې يوې شاګردې خديجه فېروز الدين ته ئې هم پۀ کلکه سره وئيلي دي چې تۀ پۀ خوشحال خان خټک باندې پي اېچ ډي وکړه. د دې سره سره ئې پۀ خپله شاعرۍ کښې هم د بابا د شاعرۍ نه ښۀ پۀ خلاص مټ استفاده کړې ده. هغه د پښتنو د عظمت، تاريخ او د پښتنو د ژوند د يو قانون او قاعدې پۀ حېث د دې ژبې د اهميت نه هم پۀ ښۀ ډول خبر ؤ ځکه چې کله افغانستان ته تلو نو پۀ کوئټه کښې ئې د عبدالحئ حبيبي سره ليدل کړي وو او دا ئې ورته وئيلي وو چې زۀ د پښتنو د دې ژبې د ودې پۀ لړکښې څۀ مدد کولے شم؟

ما چې د کوم منظوم عقيدت خبره وکړه، د دغه منظوم عقيدت حواله به ډېره ضروري وي ځکه چې دلته علامه صاحب خوشحال بابا ته د عقيدت پېرزوئینې هم وړاندې کوي خو د يو افغان شناس پۀ حېث ئې هم قدروي. علامه اقبال پۀ خپل نمائنده کتاب ‘بال جبريل’ کښې د ‘خوشحال خان خټک کى وصيت’ د سر خط لاندې ليکي:

قبائل هون ملت کى وحدت مين گم

که هو نام افغانيون کا بلند

محبت مجهے ان جوانون سے هے

ستارون پرجو ډالتے هين کمند

مغل سے کسى طرح کم تر نهين

کوهستان کا يه بچۀ ارجمند

بتاون تجهے هم نشین! دل کى بات

هے خوشحال خان کو وه مدفن پسند

اټها کر نه لائے جهان باد کوه

مغل شهسوارون کى گرد سمند

پۀ فارسۍ کښې ئې د دې نه هم زيات پۀ بشپړه توګه او پۀ ډېر جانانه انداز د خوشحال شناسۍ او افغان شناسۍ تخليقي مظاهره کړې ده؛ وائي:

خوش سرود آن شاعر افغان شناس

آ ن که بيند باز گويد بے حراس

آن حکيم ملت افغانيان

آن طبيب علت افغانيان

راز قومے ديد و بے باکانه گفت

حرف حق با شوخئ رندانه گفت

پۀ افغان شناس خوشحال، افغان ملت او افغان اتلانو کښې د علامه دا دلچسپي محض رسمي، واجبي او سطحي دلچسپي نۀ وه بلکې د هغۀ ښه پخه عقيده او پوخ يقين ؤ چې د دې ملت مناسب روزنه وشي نو هم دا مېړنے ملت د نړۍ نقشه بدلولې شي. افغان پوهنتون د پاره پۀ خپله د راتګ سبب ئې دا ؤ چې هغۀ غوښتل چې د دې بازانو ځوانانو د وخت زمانې سره سم تربيت او روزنه وشي او هم دوي به پۀ ګړده نړۍ زمونږ سرونه اوچتوي.

کله چې پۀ افغانستان کښې د غازي امان الله خان (1927ز) خلاف بغاوت وشو نو اقبال پۀ دغه بغاوت د افغانانو پۀ خانه جنګۍ او د افغان ملت پۀ رسوايۍ ډېر زيات خفه او زهیر ؤ؛ او دا ځکه چې د علامه د دغه افغان، ځوان او جوشيله امير نه ډېر زيات توقعات وو. پۀ دغه زمانه کښې د هند مسلمانان هم غلامان وو. د ترکي عثمانيه خلافت هم پۀ زوال ؤ، د ايران هم بد حال ؤ – لنډه دا چې پۀ ګړده نړۍ کښې ټول مسلمانان يا غلامان وو او يا ئې سرونه مغربي اقا ته ټيټ کړي وو. البته افغانستان د افغانانو مسلمانانو ايکي يو ازاد رياست ؤ چې د مغرب د دسيسو باوجود ئې خپله ازادي برقراره ساتلې وه اودا ځکه چې دغه حريت پسنده ملت د خپل ځوان او جوشيله امير امان الله خان پۀ مشرۍ کښې د خپلې خود مختارۍ او ازادۍ بېرغ اوچت ساتلے ؤ.

‘د مېوند جنګ’ د افغانانو دجرات، سړيتوب او مړانې يو ژوندے ثبوت هم ؤ. علامه چې پۀ ‘اسلامک کلچر’ نومې مجله کښې پۀ خوشحال بابا کوم مضمون ليکلے ؤ، د دغه مضمون پۀ پېل کښې ئې د افغانانو اتلانو بهلول لودهي، شېرشاه سوري، پير روښان، امير عبدالرحمان او غازي امان الله خان د هغه هڅو ستائینه هم کړې ده، کومې چې دغه اتلانو د ملت د ابادۍ،اتحاد او سوکالۍ د پاره کړې وې. مطلب دا چې د علامه پۀ روح او مازغو کښې افغان ملت د زرګونو کالو د حريت پسندۍ او مړانې شاندار تاريخ محفوظ ؤ او پۀ غلام هندوستان کښې ئې ټول توقعات هم د دغه ملت سره تړلي او وابسته وو.

علامه اقبال د خپلې فارسۍ شعري مجموعې ‘پيام مشرق’ تړون هم د غازي امان الله خان پۀ نوم کړے دے. پۀ خپله دغه مجموعه کښې علامه د دغه تړون سبب داسې بيانوي؛

“نن دور کښې پۀ ګرده نړۍ او بيا پۀ خصوصي توګه پۀ ختيځ هېوادونو کښې هره هغه هڅه چې مقصد او مرام ئې د قامونو د جغرافيائي پلو نه پرته پۀ مسلمانانو کښې د لوړ انساني کردار او سېرت را پېدا کول او لوړو انساني قدرونو احترام وي – ډېره د قدر وړ خبره ده. هم پۀ دې اساس زۀ دا خپلې څو پاڼې )پيام مشرق( د اعليٰحضرت امير امان الله خان حکمران افغانستان پۀ نوم کوم ځکه چې هم هغه د خپل فطري ذهانت او فطانت پۀ بنياد د دې بنيادي نکتې نه پۀ بشپړه توګه اګاه دے او هغه د افغانانو روزنه هم د خپلو دغه افکارو پۀ رڼا کښې کوي.”

د ‘تړون’ پۀ نوم د خپل دغه شاهکار نظم پېل علامه داسې کوي:

اے امير کا مگار! اے شهريار!

نوجوان و مثل پيران پخته کار

عزم تو پائنده چون کهسار تو

خرم تو اسان کنند دشوار تو

همت تو چون خيال من بلند

ملت صد ياره راشيرازه بند

اے امير ابن امير ابن امير!

هديه ئے از بے نوائے هم پذير

علامه صاحب پۀ خپلو اشعارو کښې امير موصوف ته وائي چې تۀ د ائينِ صديق او ائينِ عمر عملبردار یې، هم تۀ افغان ملت متحد کوې؛ هغه افغان ملت چې پۀ رګونو کښې د زمرو وينه پۀ غورځنګ ده چې هم ښائسته دي هم د روڼ تندو څښتنان دي. د دغه هوښيارو او زیرکو غرڅنو روزنه به تۀ کوې – دا دانه وانه ملت به راټولوې او دنيا ته به د حرمت، صداقت او سړيتوب پېغام ورکوې.

دا ټول ‘تړون’ د علامه د امير امان الله خان سره د مينې عقيدت اظهار هم دے او د هغۀ د ارزوګانو او توقعاتو ائينه دار هم چې علامه ئې د افغان ملت د دغه ستر اتل نه لري. دا د علامه د افغان شناسۍ غټ ثبوت هم دے خو چې کله امير موصوف د اقبال پۀ خيال پۀ خپلو اصلاحاتو کښې د عجلت او تادۍ نه کار واخست، د اقبال دا خيال ؤ چې امير موصوف له پۀ دغه روايتي او روايت پسند ملت کښې د تنګ نظره ملا پۀ موجودګۍ کښې د ډېر حکمت نه کار اخستل پکار وو – د ‘گفتار اقبال’ د مرتب محمد رفيق افضل شائع کرده ‘دائره تحقيقات دانش گاه پنجاب’ نه ظاهره ده چې علامه د ‘بچه سقه’ پۀ راتګ او د دغه ډاکو د افغان ملت پۀ رياست پۀ قبضه ډېر زيات خفه او پرېشانه ؤ. د دغه کتاب تر مخه پۀ دغه موضوع د هغه وخت يوې انګرېزي ورځپاڼې ‘ټريبيون’ د يو نمائنده سره پۀ خپله يوه مرکه کښې علامه ووې چې د ټولو )ملت اسلام( د مفادو تقاضا دا ده چې امير امان الله خان دې پۀ تخت دوباره کښېنولے شي. ځکه چې هم دغه زdرک او نر بادشاه ډېر زيات صلاحيتونه لري. هغۀ پۀ خپله دغه مرکه کښې دا هم ووې چې د امير نه دوه غټې تېروتنې شوې دي – يوه دا چې خپل لښکر ته ئې پوره توجه ونۀ کړه او بله دا چې د اصلاحاتو پۀ لړکښې ئې د ډېرې تادۍ نه کار واخست او پۀ دغه عمل ترې د افغانستان ملايان ناراضه شول.

علامه صاحب پۀ دې حقيقت هم خبر ؤ چې د افغانستان پۀ مقابله کښې ځينې دښمن لاسونه هم کار کوي ځکه چې استعماري طاقتونه ويني ګوري چې د امير امان الله خان غوندې بادشاه دا توان او دا وژن لري؛ د ګړدې اسيا د استقلال او اتحاد علمبردار او پلوي دے ځکه نو دغه قوتونه دا هېڅ کله هم نۀ شي زغملے چې يو بادشاه دې دلته دومره پۀ غټه سطح بدلون راولي ځکه نو د هغوي دا هڅه وه چې د دې سيمې دا سړے ورک او دا ملت او دا هېواد دانه وانه او ټوټې ټوټې کړي او دا کار بيا هغوي ډېر زر وکړو. بهرحال، علامه ته چې د امير امان الله خان پۀ معزولۍ او زوال کوم درد رسېدلے ؤ، د هغې تلافي د جرنېل نادر خان کاميابۍ وکړه. علامه خو د افغان ملت د اتفاق، اتحاد او پرمختګ ارماني ؤ او د جنرل نادر خان پۀ صورت کښې ورته يو بل اتل پۀ لاس راغے. بيا چې کله اقبال ته امير نادر شاه افغانستان ته د راتلو بلنه ورکړه نو هغه ډېر پۀ مينه لاړو. اقبال پۀ خپل دغه سفر کښې د افغانستان ټول د ليدو جوګه ځايونه او د اتلانو مزارونه هم وکتل. د دغه سفر اثرات د اقبال د دغه نه وروستو چاپ شوو ټولو کتابونو کښې ځان ښائي خو د هغۀ فارسي مثنوي ‘مسافر’ د دغه سفر د حالاتو، احساساتو، جذباتو، توقعاتو او خواهشاتو يو تاريخي دستاوېز او بشپړه هنداره ده. د ‘بال جبريل’ نه واخلې تر ‘ارمغان حجاز’ پورې د هغۀ پۀ هر ليک کښې د دغه سفر قلبي او روحاني اثر پۀ څۀ نا څۀ شکل ځان ښائي. پۀ دغه ليکونو کښې پۀ خصوصي توګه ‘پس چه بايد کرد اے اقوام مشرق’، د ‘بال جبريل’ دوه غزلونه او يو نظم چې د ‘افکار پرېشان’ پۀ سر خط ليکلے شوے دے؛ پۀ ‘نادرشاه’ ليکلے نظم وغېره د دغه اثر او اغېزې ښکاره ثبوتونه دي. پۀ خپله مثنوۍ ‘مسافر’ کښې اقبال د افغان بادشاه نادرشاه اوصاف داسې بيانوي چې دې مرد قلندر کښې د حضرت ابو زر غفاري غوندې انکساري، د حضرت ابوبکر صديق غوندې جمال او د حضرت فاروق پۀ شان جلال موجود دے. او بيا سرحدي قبائل ته وائي چې پاڅئ او د دې باز شاهين مټې جوړې شئ! خپله خودي وپېژنئ او دۀ سره کلک ودرېږئ! پۀ خپل يو بل نظم ‘د حکيم سنائي روح پۀ جنت کښې’، پۀ اردو کښې پۀ ‘ساقي نامه’ او ‘افکار پرېشان’ کښې هم دغه اثرات ډېر پۀ ښۀ ډول محسوسېږي. ‘ساقي نامه’ يو اوږد نظم دے چې پۀ کښې اقبال د پښتنو د خودۍ او پښتونولۍ د جذبې نه زښت متاثره ښکاري او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته اپیل کوي چې پۀ ځان کښې د دغه خودۍ سره سره د عشق جذبه را پېدا کړئ.

پۀ ‘ساقي نامه’ کښې د افغانستان د فطري ښکلا عکس هم پۀ ډېر جانانه انداز راښکلے شوے دے. پۀ دغه نظم کښې اقبال د افغانستان د دنګو اوچتو غرونو، ابشارونو، فطري ښکلا ګانو ډېر زړۀ پورې عکاسي کړې ده. د ساقي نامې پۀ وړومبي بند کښې پۀ پاې کښې اقبال ‘ساقي’ ته داسې مخاطب دے:

پلا دے مجهے وه مئے پرده سوز

که آتى نهين فصل گل روز روز

وه مے جس سے روشن ضمير حيات

وه مے جس هے مستئِ کائنات

وه مے جس مین هے سوز و سازِ ازل

وه مے جس سے کهلتا هے رازِ ازل

اټها ساقيا پرده اس راز سے

لړا دے ممولے کو شهباز سے

)جارى(

د افغانستان د اولس او دې لوے هېواد سره د اقبال د مينې دا حال دے چې کله ‘جاويد نامه’ کښې د ستر احمد شاه سره ويني نو هم د هغۀ پۀ حواله دغه خاورې او دغه قام ته پۀ دې نظر ګوري:

آسيا يک پيکر آب وگل است

از فساد او فساد اسيا

تا دل ازاد است ازاد است تن

همچوتن، پابند ائين است دل

قوت دين از مقام وحدت است

ملت افغان درآن پيکر دل است

درکشاد او کشاد اسيا

ورنه کا هے در ره باد است تن

مرده از کين، زنده از دين است دل

وحدت از مشهور گرد د، ملت است

پۀ ‘جاويد نامه’ کښې چې کله علامه د احمد شاه بابا روح سره ملاقات کوي نو دغه مهال ابدالي د ‘زنده رود’ نه پوښتنه کوي چې هغه ځوانان چې ګڼ شمېر هېوادونه ئې را پېدا کړي وو او بيا ئې د خپلو غرونو او غارونو لاره نيولې وه او بيا اغيار د خپلو توپو او بمونو سره پۀ دغه غرونو او غارونو ورغلي وو نو دا ووايه چې دغه ځوانان پۀ دغه اور کښې وسوزېدل کۀ نۀ، پۀ دغه لمبو کښې نور هم پاخۀ او توانه شول. ابدالي وائي:

آن جوان که سلطنت ها آفريد

با زور کوه و قفار خود رميد

آتشتے درکهسارے بر فروخت

خوش عيار آمد برون يا جمله سوخت

‘زنده رود’ داسې جواب ورکوي:

امتان اندر اخوت گرم خيز

او برادر با برادر در ستيز

از حيات او حيات خاوراست

طفلک ده ساله اش لشکر گراست

او د دې نظم پۀ پاې کښې وائي چې:

اشترے يا بد اگر افغان حُر

با براق و ساز و با انبار در

همت دونش ازان انبار در

مے شود خوشنود با زنگ شتر

د ‘زنده رود’ دغه جواب نن هم ډېر د توجو وړ دے ځکه چې د دې خلاصه دا ده چې نور قامونه او قوتونه خو لګيا دي پۀ خپلو کښې يو کېږي او خپله ورورولي مضبوطوي او د افغانانو حال دا دے چې دلته ورور د ورور سره نښتے دے. د دوي لاسونه د يو بل پۀ وينو ګنده دي. کۀ چرې دوي يو شول نو د پښتون خو د لسو کالو بچے هم پۀ خپل ذات کښې يو لښکردے خو دا څومره عجيبه ده چې خپله افغان هم خپل توان نه ناخبره دے.

علامه اقبال پۀ خوشحال بابا ليکلي خپل مضمون کښې پۀ يو مقام دا توقع ظاهروي چې “زۀ طمع لرم چې د افغانستان د تعليم وزير به څوک داسې افغان څېړنکار پۀ دې کار )د خوشحال بابا پۀ حواله کار يادوي( ماموره کړي چې هغه به د پښتنو د دې ستر مجاهد شاعر تنقيدي مطالعه وکړي او پۀ دۀ به يو داسې کتاب وليکي چې تاريخي نوټونه او حوالې به هم لري او زما پۀ خيال به دا د جديد افغانستان يوه لويه ادبي کارنامه وي.”

افغانانو سره د علامه صاحب د مينې دا حال دے چې د افغانانو پۀ حواله ئې شپږ لېکچرونه ورکړي دي او پۀ خپل يو خط کښې پۀ کال 1926ز کښې د ترکي د اسلامياتو د څانګې مشر نوموړي ترک پوهان خليل خالد بے پۀ نوم ئې د دې پۀ حواله اظهار خيال کړے دے. دا محمد حسېن زبېري مرتب کړي دي څوک چې د ‘ایجوکېشنل رېسرچ اٰل پاکستان کانفرنس’ تابيا کوونکے ؤ. د دې ليکچرو سر خطونه دا ښائي چې اقبال د افغانانو سره څومره کلک روحاني او ذهني تړون لري – سرخطونه دا دي:

  1. وړومبے لېکچر: افغان – پۀ افغانستان کښې د ابادو نسلونو پۀ ګډه ژوند او د نوي افغانستان سترې قبيلې
  2. دوېم لېکچر: د اسلام نه پس د افغانانو پۀ تاريخ يو نظر
  3. درېم لېکچر: د افغانانو د يو کولو هڅې، پير روښان او د هغۀ هڅې، د شېرشاه سوري د اتحاد هڅې
  4. څلورم لېکچر: د افغانانو قامي خصوصيات، رسمونه او رواجونه
  5. پينځم لېکچر: نننے افغان تمدن، د دوي لرغوني او ننني مصنوعات
  6. شپږم لېکچر: د افغانانو مستقبل

د دغه ذکر شوو لېکچرونو خاکې او سرخطونه پۀ خپله د علامه د افغان شناسۍ او افغان پوهنې ښکاره دليلونه دي. د ‘خوشحال او اقبال’ مصنف ښاغلے مير عبدالصمد خان ليکي چې زۀ دا پۀ وثوق سره نۀ شم وئيلے چې دا لېکچرونه اقبال ورکړي هم دي او کۀ نا صرف تيار کړي ئې دي، خو کۀ دا ئې ورکړے وے نو ډېر لوي علمي او قامي کار به مخې ته راغلے وے.

د دې ټولو خبرو نه دا خبره او دا نتيجه را جوتېږي چې:

  1. علامه صاحب افغان قوم نۀ، ‘ملت’ ګڼلو.
  2. هغۀ دې ملت ته ډېر پۀ درنه سترګه کتل.
  3. د دوي نه ئې د خپلې نظريې مطابق او د هندوستان پۀ ازادۍ او د ملت پۀ ابادۍ کښې ډېر طمعې وې.
  4. د دوي د اتحاد، سوکالۍ او ابادۍ ارماني ؤ.
  5. دا هېواد او دا افغان ملت ئې د اسيا زړۀ ګڼلو او دا ئې ارمان ؤ چې دوي د زمانې نوي علمونه ترلاسه کړي او خپلو جرړو اتلانو سره هم کلک تړون ولري.
  6. د افغان اتلانو پۀ خصوصي توګه شهاب الدين غوري، شېر شاه سوري، بهلول لودهي، حکيم سنائي، احمد شاه ابدالي، غازي امان الله خان، خوشحال بابا او نادرشاه سره ئې هم د زړۀ مينه وه او هم ئې د دوي تاريخي او ملي کردار ته سترګې وې.

د جديد افغانستان باني احمد شاه بابا سره پۀ اسمانونو کښې مکالمه کوي. د دغه هېواد پۀ نوې دنيا کښې پرمخ بوتلونکي بادشاه غازي امان الله خان نه پۀ سيمه کښې ډېرې طمعې لري او هره لمحه هم دغه هېواد او د دغه هېواد مشرانو ته ګوري. اوس مونږ له دا کتل پکار دي چې د نن د معروضي حالاتو پۀ رڼا کښې د اقبال د دغه مينې، افغان شناسۍ او افغان دوستۍ د افکارو او خيالاتو نه مونږه څومره ګټه اوچتولې شو او دا هم کتل پکار دي چې نن مونږ پۀ هغه لار يون کوو کومه چې دغه ستر مفکر غوره کړې وه؟

هم پۀ دې مهم او اهم سوال زۀ دا خپل مضمون ختموم او طمع لرم چې د نن پاکستاني چارواکي به د دې پۀ رڼا کښې د خپلو پاليسيو جاج اوجائزه واخلي.

او اوس کۀ زۀ د علامه صاحب پۀ اردو ژبه ليکلے مشهور نظم ‘محراب گل افغان کے افکار’ کښې د هغۀ د افغان شناسۍ او افغانانو ته د خپل تاريخ او خودۍ پېژندنې کوم تلقين کوي، هغه چرته بل وخت ته پرېږدم او زړۀ مې غواړي چې دغه افغان شناس مفکر او پۀ افغان ملت مئين شاعر ته د افغان ملت يوه لويه جرګه راجوړه کړم او پۀ لاهور کښې ئې د دغه مفکر شاعر مزارته بوځم او دغه جرګه ورته د ستر اجمل پۀ ژبه د ملت ګېله داسې وړاندې کړي:

اول د داسې لوړ اقبال پۀ روح باندې سلام دے
بيا وايم چې دې دانائي راز باندې جرګه شوے
دا خپل څیرې ګرېوان او مات تندے مې ورته يوړے
دا خپل ژوبل احساس نتلے فکر مې غنچه کړے
پۀ ما چې تل بلېږي دې لمبو نه مې خبر کړے
خبر ئې پۀ دردونو د دې خپل سوي ګوګل کړم
چې جوړې ئې ګنبد کښې د تاوونو غلغلي کړم
چې وشلوي لحد او کفن څېرې کړي ګويا شي
يواځې زما نۀ، د پښتنو د پوره قام دے
د کاڼو پۀ پنجره کښې دغه ګل سره دېره شوے
چې دا رېزه رېزه د زړۀ غمے مې ورته یوړے
هغې د زړۀ خاوند ته مې ترې جوړه يو تحفه کړے
پۀ ما چې دلته کېږي دې قصو نه مې خبر کړے
زما پۀ غم شريک دے چې يو اور ورباندې بل کړم
چې بيا ئې پۀ رګونو کښې برڅېره زلزلې کړم
پټ سترګې زمانې ته پۀ غصه شي پۀ وېنا شي

زما د روح د پاکو تقاضونه ئې خبر کړم

د دې پردې د لاندې زلزلونه ئې خبر کړم

حوالې:

  1. جسټس جاوېد اقبال، شذرات فکر اقبال، مجلس ترقي اردو، لاهور، مخ 50
  2. شېخ عطاء محمد، اقبال نامه، حصه اول، لاهور، مخ 231
  3. ډاکټر یار محمد مغموم خټک، مقدمه، د خوشحال بابا کليات، پېښور، يونيورسټي بک اېجنسي
  4. رضا احمد، کليات اقبال فارسي، اداره اهل قلم، لاهور، 2014، مخ 795
  5. میر عبدالصمد خان، اقبال او خوشحال، پشاور، یونیورسټي بک اېجنسي، اګست 1990، مخ 206
  6. اجمل خټک، د غېرت چغه، پېښور، یونیورسټي بک اېجنسي، مخونه 198197

 

دا هم ولولئ

خوب وينم عالمه (افسانه) – نورالامين يوسفزے

دا د سپرلي اخرنۍ ورځې شپې دي. دا يو لوے پراخه باغ دے چې پۀ …