د الف جان خټکې روح سره مکالمه – نور الامین یوسفزے

تپوس: تۀ څوک یې او ستا مرام څۀ دے؟

ځواب: دا سوال خو ما د خپل ځان نه هم پۀ څو کرته کړے دے چې زۀ څوک يم؟ زما د زېږون مقصد څۀ دے او زۀ د چا څۀ يم؟ خو هر ځل هر وار زما دغه سوال هم پۀ ما راتمبېدلے دے او زما مخې ته د يو بل سوال پۀ شکل کښې ودرېدلے دے. بيا ما د خپل ځان نه دا پوښتنه کړې ده چې زۀ څوک يم؟ د چا څۀ يم او کۀ نه پۀ خپله هم څۀ يم؟

تپوس: دا څۀ دومره ګران سوال خو نۀ دے او د دې سوال ځواب هم ډېر ساده باده دے. بس دا به مو وئيلي وو چې زۀ د کرک د احمدي بانډې د غني شاه لور يم او پۀ لسم ستمبر 1931ز کښې پېدا شوې يم – بيا مې تر اتم ټولګي پۀ کور کښې سبق ووې او تر شپاړسم ورسېدم؛ استاذه شوم او د پرنسپل پۀ منصب د سرکاري نوکرۍ نه فارغه شوم.

ځواب: )مسکۍ کېږي او بيا سنجيده کېږي( هو! تۀ ټيک وائې! ستا پۀ ټولنه کښې هم دغسې ده چې زۀ به يا د چا د لور يا د چا د خور او يا د چا ارتينې پۀ حواله يادېږم او بس – داسې ما هم ګڼله. زما هم دغه خيال ؤ چې هم دغه يم او هم دغه هومره يم – د احمدي بانډې يوه کليواله – سر وهلې بر وهلې ساده باده پښتنه جينۍ چې لکه دکوهي د چېندخې تش د کوهې نه خبر وي.

تپوس: نو بيا؟

ځواب: نو بيا دا چې زۀ منم چې زۀ هم د چا لور او د چا خور يم، د چا ښځه هم وم او د چا مور هم خو د دې هر څۀ نه پرته زۀ يو انسان هم يم او دا حقيقت ما ته هله ښکاره شو چې زۀ د ستر پښتون مصلح او قامي مبارز حضرت باچا خان مريده شوم.

تپوس: څۀ مطلب؟

ځواب: مطلب دا چې خپل دغه رهبر او دغه مرشد ما له دا احساس درکړو چې تۀ د هر څۀ نه اول يو انسان يې! تۀ هم احساسات او جذبات لرې، تۀ هم فکر او سوچ لرې او تا ته هم دا حق حاصل دے چې د يو انسان پۀ حېث د خپل ژوند پۀ حقله پۀ خپله فېصلې وکړې او د خپل ژوند مرام هم وټاکې. هم دغه مرشد زۀ د خپل ذات پۀ اهميت هم پوهه کړم او هم ئې بيا د ذات د دائرې نه د قام او ملت دائرې ته هم ور داخله کړم.

تپوس: لکه څنګه؟

ځواب: لکه داسې چې ما د خپل دغه مرشد د سپېځلي ژوند، کردار او وېنا نه دا خبره زده کړه چې انسان بايد خپله يوه نظريه او سوچ هم ولري او بيا د خپل سوچ او نظريې پۀ رڼا کښې پۀ انساني ټولنه کښې د انسانانو د خېر د پاره خپل کردار هم ادا کړي. زۀ هم د دغه ستر انسان پۀ ذريعه اول خپل ځان سره ملاو شوم، خپل ذات مې وپېژندو او بيا مې د قام او ملت پۀ خدمت او د ازادۍ پۀ مفهوم پوهه شوم.

تپوس: او بيا؟

ځواب: او بيا دا چې ما قلم ته لاس کړو. قلم چې د قام حقيقي وسله ده – قلم چې هم د ذات د اظهار او هم د ملت د اصلاح يوه موثره ذريعه ده؛ هغه مې پۀ خپلو پښتنو ګوتو کښې کلک ونيولو او د خپل مرشد راکړي جرأت او ټاکلې لار باندې مې يوه لېونۍ منډه پېل کړه.

تپوس: ښۀ نو شاعره شوې؟ نو دا راته ووايه چې تا شاعري د څۀ د پاره او ولې کړې ده؟

ځواب: ما چې د يو انسان پۀ حېث څۀ ليدل او کتل، پۀ خپله ټولنه کښې مې د مېرمنو پۀ حقله کوم تضادات او ظلمونه ليدل، هغه مې د خپل قلم څوکې ته ور وبخښل او د خپل قام د اصلاح ذمه واري مې پۀ سر واخسته.

تپوس: لکه څنګه؟

ځواب: لکه داسې چې ما پۀ خپله شاعرۍ کښې پښتنو مېرمنو ته د بېدارۍ او ملي کردار بلنه ورکړه او پښتنو سړو ته مې ښۀ پۀ ډاګه او ډاډه دا ووې چې مونږه ښځې هم پۀ سينو کښې زړونه او پۀ زړونو کښې ارمانونه لرو. زمونږ هم پۀ سرونو کښې مازغۀ او پۀ مزغو کښې سوچونه شته. مونږ څۀ ګټې او ګډې بیزې خو نۀ يو او نۀ ګنې مرغۍ يو چې تاسو پۀ خپله خوښه پۀ پنجرو کښې ګېرې کړي يو. مونږ هم لکه ستاسو انسانان يو. تاسو لږ د ځانونو سره سوچ وکړئ! پۀ خپلو ګرېوانونو کښې وګورئ نو خبر به شئ چې تاسو څومره زياتے کړے دے او زياتے کوئ. تاسو خو تل د رڼا خلق کافران کړي دي. هم تاسو غازي امان الله خان نه تر باچا خان پورې خپلو ټولو اتلانو باندې د کفر فتوې لګولې دي او دا ځکه چې هغوي رڼا خوروله، هغوي مونږ له هم عزت را کولو.

تپوس: مطلب دا چې تا د ښځو د پاره ازادي غوښتله؟

ځواب: ازادي مې ورله غوښتله نۀ، پۀ پنجره کښې قېد ښځه مې ازادوله او دنيا ته مې د هغۀ ظالمانه کردار پۀ ګوته کولو؛ دا مې ورته ووئيل چې تۀ زما سترګې، شونډې او زلفې خو منې هم او ستایې ئې هم خو زما مازغۀ او زما زړۀ نۀ منې. زۀ درته يو مشين يا د مشين يوه پرزه ښکارم – يا د لوبو ګوډۍ.

تپوس: نو بيا؟

ځواب: بيا دا چې زۀ ډېره خوش بخته وم چې د ذات او ملت پۀ مفهوم ورسېدم او خداے پاک راله دا وس راکړو چې د خپلو خوېندو او خپلو عزيزانو )زنانو( د لارې نه د رواج او ظلم خنډونه لرې کړم. د هغوي د لارې ازغي خپل سالو سره اوړم. خپلې پښې پۀ وينو سالوکړم خو د هغوي لاره هواره کړم او –

تپوس: او – څۀ؟

ځواب: او نن چې زۀ د دې دنيا نه روانه يم نو د خپل دې هوډ او دې وياړ سره روانه يم چې ما د خپل مرشد لاس کلک ونيولو نو د قام پۀ تاريخ کښې امر شوم. زۀ اوس نۀ مرم. ما مرګ هم نۀ شي وژلے. ما هېڅ څوک هم نۀ شي فنا کولے. تر څو چې ژوند وي، تر څو چې پښتون قام وي نو زما نوم به هم ژوندے وي او زۀ به د جنت پۀ باغونو کښې دا سندرې وايم چې:

نۀ مې اسره وکړله

نۀ مې څۀ وېره ودرولې ځان ته

نۀ مې د خپل حق پۀ غوښتنه اکتفاء کړې ده

ما پورته کړے دے غږ، ما اخستلے قدم

ما ګویا کړے قلم

ما د خپل حق غوښتنه نۀ ده کړې

ما اخستلے خپل حق

ما ته باچا خان غوښتل نۀ وو ښودلې

ما ته باچا خان اخستل ښودلي وو

د قیامت پۀ ورځ به

زۀ د باچا خان وړاندې

هسکه غړۍ ولاړه یمه

 

دا هم ولولئ

خوب وينم عالمه (افسانه) – نورالامين يوسفزے

دا د سپرلي اخرنۍ ورځې شپې دي. دا يو لوے پراخه باغ دے چې پۀ …