يه مُلا! ستا نیم قران مې واورېدو رباب کښې – پښتون

 

د ‘امین افغاني’ حافظ محمد ادریس یاد

حافظ محمد ادریس د طورو اوسېدونکے ادیب او خطیب ؤ. علامه انورشاه کاشمیري چې د دېوبند نه جدا ئې د ‘جامعه ډابېل’ بنیاد ایښے ؤ، حافظ صاحب دیني علوم کښې د هغۀ شاګرد ؤ. خپلۍ مورنۍ ژبې پښتو سره ئې پۀ عربۍ، فارسۍ او اردو ژبو وئیلو، لوستلو او لیکلو لاس بر ؤ. اېم اے او کالج امرتسر کښې چې پرنسپل ئې ډاکټر تاثیر ؤ، فېض احمد فېض پکښې د انګرېزۍ ژبې استاد ؤ، حافظ ادریس به دغلته د دینیات تدریس کولو. امرتسر نه اسلامیه کالجېټ پېښور ته او دلته نه ئې اېبټ کالج، مردان کالج او پېښور پوهنتون کښې تدریسي خدمات ترسره کړي دي. پېښور پوهنتون کښې د عربۍ ژبې د څانګې د مشر پۀ حېث ‘جامعه ازهر’ مصر ته د یوې مطالعاتې دورې د پاره روان ؤ، تر څو د عربۍ ژبې د نوي نصاب او تدریسي نظام نه ځان خبر کړي.

پۀ شلمه مۍ 1965ز، کراچۍ نه د پي اٰئي اے ‘الوت 705’ قاهرې سره نزدې پرېوتۀ چې د حافظ محمد ادریس پۀ شمول یو سل اتۀ ویشت نفر دغه الوتکه کښې ناست وو، صرف شپږ تنه ژوندي بچ شول او پاتې ټول سره د حافظ صاحب دغه خونړۍ پېښه کښې مړۀ شول. حافظ صاحب سره د قانته بېګم ورور مېجر حیاء الدین کاکاخېل هم دې بدمرغه الوتکه کښې ناست ؤ.

حافظ محمد ادریس یو پیاوړے عالم ؤ او د ‘پښتون’ باقاعده لیکوال ؤ. هغۀ امرتسر کښې د تدریسي خدماتو دوران کښې د ‘امین افغاني’ پۀ نامه ‘پښتون’ د پاره لیکونه کول. د حافظ ادریس پۀ نامه هم د هغۀ لیکونه ‘پښتون’ کښې تسلسل سره چاپ شوي دي. کال 1975ز کښې د مردان کالج د پرنسپل ښاغلي رشید احمد باچا پۀ مرسته ښاغلي همایون هما د کالج د کلیزې مجلې ‘شفق’ خصوصي ګڼه د حافظ صاحب پۀ حقله ویستلې وه. دې ګڼه کښې د نورو لیکونو سره پۀ طورو کښې د ‘اولسي ادبي ټولنه، مردان’ لۀ خوا جوړه شوې دستوره کښې وئیلې شوې مقالې هم شاملې دي.

‘پښتون’ د حافظ محمد ادریس سپېځلې اروا ته د ‘امین افغاني’ پۀ نوم د ‘لېوني فلسفي’ پۀ کلام تنقیدي مضمون ‘د کفر تمغه’ ډالۍ کوي چې مۍ 1940ز کښې د ‘پښتون’ څلیریشتم نه شپږویشتم مخونو پورې چاپ دے. یاده دې وي چې د ‘پښتون’ دې ذکر شوې ګڼې نه اګاهو ګڼه کښې د لېوني فلسفي مذکوره کلام د ‘ګډې وډې )الابلا به گردنِ مُلا(‘ تر سرخط لاندې داسې چاپ ؤ )املاء هم هاغه(

ما په ګل کښ اولید چه ته ئے نه مومے کتاب کښ
ستا پګړئ دَ عقل ځما تاج دَ لیونتوب په سَر
نشته ساز زمزم کښ نشه واخله سره شراب ځما
دلته مُلا موړ نه شوے او هغے ځائے نه خدائے خبر
ورک دِ کۀ منطق کښ فلسفه کښ دے اونه مونده
حُسْن درنه ورک شو دَ کعبے په ديوالونو کښ
زار دِ شم دَ ږیرے مُلا سوال دَ لیونی واوره
اے مُلا ستا نیم قرآن مِ واوریده رباب کښ
ته ئے په غاړه ژاړے زه غوټے وهم دریاب کښ
وایه مُلا ستا خلاصه څۀ وائی دے باب کښ
ستا نه ښه بنړیا شو مُلا تیروَتے حساب کښ
زه ئے مدام وینم دَ غمونو په دریاب کښ
ورک دے سمندر کۀ مړ دَ تندے شوے سراب کښ
نوم پرِ دَ کافر مږده دَ دے غزل جواب کښ

‘د کفر تمغه’

فلسفي چې لېونے شي یا لېونے چې فلسفي شي نو پۀ ګډو وډو ګوتې پورې کړي. کله پۀ خړسرو پسې لګیا وي او کله پۀ سپین مخو پورې چونه مږي. کله همسا راواخلي د چهترۍ خاوند سره ښځې وېشي او کله ‘لوړ’ راواخلي پۀ پټکو پسې شي ـــ ولې پۀ هر حال کښې ‘دیوانه بکارِ خود هوشیار’ ځان د ډز نه هم بچ ساتي، ګوزار هم کوي او ږیره هم نیسي ـــ پۀ سر تتوړه هم ورکوي او مالش ئې هم کوي.

زمونږ د لېوني فلسفي تازه ‘ګډې وډې’ چې مې واورېدې نو ما وې لاړ سړے د مرتبې خاوند شو!!! ولې چې غزل پۀ خلاصي راتۀ نو یار بیا پنکچر شوے ؤ ـــ نه توبه! ـــ روغ شوے ؤ. د ګډو وډو لکۍ )مقطع( ئې دا وه:

ځار دې شم د ږیرې ملا! سوال د لېوني واوره! 

نوم پرې د کافر مۀ ږده د دې غزل جواب کښې 

هلکه! پۀ تا به ولې د کافر نوم ږدي؟ تۀ ئې څوک؟ مجتهد ئې؟ مجدد ئې؟ بزرګ ئې؟ لیډر ئې؟ تا د کوم بدعت جرړې وهلې دي؟ یا د کومې غلامۍ زنځیرونه دې شلولي دي چې د کفر د تمغې پۀ هوس ئې؟

خانه! این سعادت به زورِ بازو نیست!!!

تۀ خبر ئې چې دا سند پۀ دنیا کښې کومو خلقو حاصل کړے دے؟

دا فقط د مذهب امامانو، مجتهدانو او لویو لویو بزرګانو او عالمانو، د قوم مصلحانو او د ملک او قام خادمانو پۀ ډېره مشکله سره موندلے دے. ما غوندې تا غوندې کۀ ورته پسخېږي نو پۀ ځان دې چک ولګوي. ملاصاحب لا دومره وزګار نۀ دے چې تا ته دا د عزت خطاب درکړي.

یو څو نومونه زما نه واوره او دا طمع دې قطع کړه!!!

  • امام مالک:

پۀ څلورو امامانو کښې یو امام دے. پۀ مدینه شریفه کښې به اوسېدو. د خلقو پېشوا ؤ او نبي علېه السلام پۀ جومات کښې به ئې سبقونه ښودل. یو ځل ترې نه فتويٰ وپوښتلې شوه چې کۀ یو سړے د مرګ د ورې نه ښځې له طلاق ورکړي نو هغه به طلاقه شي کۀ نۀ؟

امام مالک ووې نه ـــ پۀ د باندې یو شور ګډ شو، رنګ رنګ خبرې شروع شوې او د مدینې ګورنر ولګېدو امام صاحب ئې بندي کړو. پۀ اوښ ئې سور کړو، ډم ئې ورپسې کړو او د مدینې پۀ بازارونو کښې ئې لاس تړلے پښې تړلے وګرځوۀ. هغه ډم به دا اواز کوۀ چې ‘هر څوک چې د جبر طلاق نۀ مني، د هغۀ به دا حال وي’ او امام صاحب به د اوښ د پاسه اواز کوۀ ‘چې څوک ما پېژني هغه خو مې پېژني او چې څوک مې نۀ پېژني، هغه دې واوري چې زۀ مالک بن انس یم ـــ فتويٰ ورکوم چې د جبر طلاق نۀ پرېوځي.’

وروره! تۀ به وائې چې پۀ دې معمولي مسئله کښې داسې څۀ خبره وه چې داسې لوے سړے پرې دومره وربړولے شو؟ واوره! چل داسې ؤ چې د هغه وخت بادشاهانو چې به د خلقو نه بېعت اخستو نو پۀ قسم به ئې اعتبار نۀ ؤ، کاڼي به ئې پرې غورځول چې د باچا مخالفت به نۀ کوي. دې خوا امام مالک ورته مسئله راوویستله چې دا طلاق هډو طلاق نۀ دے ـــ ‘نو بس جنګ جوړ شو’ ــــ نو اوس پۀ اصل راز پوهه شوې؟ کۀ لا پوهه نۀ ئې؟ نو فلسفه دې یونان ته پارسل کړه! ګزاري واچوه او موطا د امام مالک وګوره.

  • امام احمد بن حنبل:

خبر ئې څوک ؤ؟ یو د مذهب خاوند ؤ او د حدیثو عالمان وائي چې پۀ حدیثو کښې امیر المؤمنین ؤ او کوم حدیث چې ابن حنبل ته معلوم نۀ دے، هغه هډو حدیث نۀ دے.

پۀ بغداد کښې اوسېدو. باچا ترې نه تپوس وکړو چې ‘قران د خداے مخلق دے کۀ نۀ؟’ هغۀ ووې ‘نه! قران خو د خداے خبرې دي؛ پۀ خبرو او مخلقو کښې ډېر فرق دے.’

باچا ایله بانه غوښتله، هغه ساعت ئې قېد کړو او سپاهیانو ته ئې حکم وکړو چې هر سحر ئې پۀ کوړو ووهئ. هر سحر به وهلے شو او د وینو دارې به ترې نه بهېدلې. چې دربار ته به ئې پۀ هتکړو کښې راوستو نو لېونو فلسفیانو )معتزلیانو( به ورله د باچا پۀ مخکښې پۀ مخ توکاڼي توکل، او څومره چې به ئې وس کېدو، د هغۀ تذلیل به ئې کوۀ. اخر د قتل فتويٰ پرې هم ورکړې شوه ــ ولې شاباش پۀ دغه زمري چې باچا ته ئې دا هم نۀ وې چې تۀ سپے ئې کۀ سړے!!! د خداے کارونو ته ګوره چې پۀ کوم سبا به دے وژلے شي، باچا پۀ خپله پښې اګرې ته کړې.

تۀ به څۀ پوهه شوې ئې چې پۀ دې مسئله کښې څۀ راز ؤ؟ خبره دا وه چې امام احمد بلاتشبیه لکه عطاء الله شاه بخاري ؤ ـــ ‘دیوانه را اشاره بس است’، ولې تا خو کۀ د پنجاب د هائیکورټ پورې راورسوم نو هم به پوهه نۀ شې.

واوره چې پۀ دوي کښې یو تن ؤ چې فتويٰ پرې چسپان شوه، وې ‘الحمدلله! زۀ نن پوهه شوم چې پۀ ريښتیا مسلمان یم.’ یو بل ؤ؛ هغۀ چې کاغذ لاس کښې واخست، وې ‘بېت الخلاء کښې به پۀ کار راشي’ ـــ یو بل ؤ او یو لا بل ؤ ـــ

سړیه! تۀ هسې وېرېږې!!! اول ځان د دوي پۀ شان کړه، د دین یا د قوم څۀ خدمت وکړه! بیا دا تمغه زما نه واخله!!

 

دا هم ولولئ

!!!Absolutely Not – پښتون

اېمل ولي خان دې خداے زر کلن کړي چې څۀ هم وائي نو بېخي د …