د نظم توکنه ”سائيڪله وفاداره” – پښتون

شاعر:  سید رسول رسا

سائيڪله وفاداره

سرمايه دارانه تهذيب چې د تېروتنې لۀ کبله ورته مغربي تهذيب وئېلے کېږي، ژوند ته د تګ راتګ پۀ حواله کوم دوه اسانتياوي ورکړي نو هغو کښې اورګاډے او جولاګاډے بې کچه د ارزښت وړ دي. د اور ګاډي (ټرېن) رومانيت پۀ دې سېوا پاتې شو چې يو خوا دا اجتماعي او بله د اوږدې فاصلې د پاره سورلي وه نو ځکه اورګاډي باقاعده شعروادب کښې لوے ځاے وموندو. پۀ اور ګاډي باندې کۀ اسرارالحق مجاز اردو کښې يو شاهکاره نظم "رات او رېل" ليکلے دے چې د اورګاډي د سفر سره تړلے رومانيت ئې رابرڅېره کړے دے نو پښتو کښې سېد رسول رسا هم د جولا ګاډي پۀ حواله د "سائېکله وفاداره" پۀ نامه يو غوره نظم ليکلے دے. ددې نظم نه پرته د سائنس نوميالي ليکوال عبدالرؤف نوشهروي هم پښتنو ماشومانو د پاره چې "زما قيصه" پۀ نوم کوم کتاب پۀ مختلف څيزونو د سائنس لۀ رویه ليکلے، هغې کښې هم د سائېکل قېصه شته دے.

هر څو کۀ سائېکل پۀ ايجاداتو کښې نن پۀ ښکاره يو معمولي ايجاد ښکاري خو اصل کښې دا د خپل وخت ډېر مهم ايجاد ؤ او پۀ کومه طريقه چې لوګي او شور د ناولتيا کشاله جوړوي، کېدے شي راتلونکي وخت کښې د نړۍ پرمختلي هېوادونه د دې پۀ حقله قانون سازي وکړي، لکه څنګه چې سکېنډے نيوین هېوادونو کښې نن دا تر ټولو منلې سورلي ده، بلکې دغه هېوادونو څخه د هالېنډ يو کروړ اويا لکهه ابادۍ کښې يو کروړ يو کم اويا لکهه خلقو سره خپلې سائېکلې دي.

د سائېکل ابتدائي نمونه داسې ده چې دا به يوه پښه پۀ زمکه راکښلو سره چلولے کېدو خو اتلس سوه يوکم څلوېښتم کښې پکښې يو سکاټس هنرمند کرکپېټرک مېکملن د چېن استعمال وکړو. اتلس سوه يو اويايم کښې يو بل هنرمند جېمز سټارلي هغه ډول سائېکل جوړ کړو چې يوه پايه ئې لويه او دنګه وه او د پاسه پرې ګدۍ وه او بله پايه ورسره مخکښې وړه لګېدلې وه چې هغې باندې مخه بدلولې کېده. پسې درې کاله پس بيا يو بل هنرمند اېچ جے لاسن د څلورو پايو سائېکل هم جوړ کړو خو اتلس سوه درې نوي کښې د سائېکل اوسنے عام ټائر ټيوب والا صورت د جونئير سټارلي او جان ډنلپ هنرمندي ده.

سېد رسول رسا هم د نورو ډېر پياړو ليکوالانو غوندې د انجمن اصلاح الافاغنه او خدائي خدمتګارتحريک د سياسي ادبي غورځنګ پېداوښت ؤ. خدائي خدمتګار د "پښتون" کشر مدير عبدالخالق خليق د هغۀ شعري ټولګې "د بېديا ګلونه" کښې ليکي چې د انجمن اصلاح الافاغنه اتمانزو تاريخي مشاعره کښې پۀ وړومبني ځل اولس سره پېژندلے شوے کومه کښې چې مشهوره طرحي مصرعه "جنګ د ازادۍ له پښتانۀ زلمي وتلي دي" ورکړې شوې وه، دغه مشاعره نولس سوه اتۀ ويشتم کښې شوې وه. هغه وخت رسا يو اتلس کلن زلمے ؤ.

نظم "سائېکله وفاداره" هم د هغۀ د ځنې نورو نظمونو لکه "پۍ مخي زیړ ګلونه"، "یو سپين ږيرے او معصوم"، "باز او کارغۀ"، "کلرک"، "ښکلې فقيره"، "د ژوند خوب"، "دنيا نه چرته لرې"، "رکشه"، "ډمې ته"، "دنيا يو سنېما ده"، "د خوشحال خان خټک پۀ مزار" او "اوښ، زمرے، باتور" غوندې د ذکر وړ نظم دے.

دې نظم کښې د سائېکل پۀ حقله هغه د طالب علمۍ د دورې ياد تازه شوے. بيا پکښې د تشبيهاتو پۀ زور ايتلاف خيال نه مرسته اخستې شوې ده. دې نظم کښې چې د سائېکل پۀ حواله ليکوال د کومو ستونځو ذکر کوي هغه ټول د يو زوړ سائېکل تصوير وړاندې کوي؛ لکه ټلۍ، لېمپ، پمپ، برېک نۀ لرل، پېچونه بېکاره کېدل، د شلانټې غوندې پرېوتل، پنچر کېدل، چېن پرېوتل ـــ دا هر څۀ د يو زوړ سائېکل تصوير دے او دې تصوير پېش کولو سره شاعر ته د خپل عمر تېرېدو احساس هم کېږي چې هغۀ هم عمر خوړلے او هغه هلکوانه او د هلکوانۍ محبوب چې يوه پېره ئې پۀ دې سائېکل سورلي کړې ده، دا هر څۀ اوس لکه د يو ياد پۀ شان پاتې دي. دغه ځاے شاعر د ياد اٰورۍ لۀ مخه د ناسټلجيا ښکار شي او دغه پۀ سترګو ئې دغه سائېکل نور ښۀ لګي. د نظم ژبه بامحاوره ده او سوچه لفظونه لري. بنيادي توګه باندې نظم د "ادب د پاره د ادب" ښودنه کوي خو دې کښې دغه یو بند نظم ته پۀ معنوي حواله، سماجي او سياسي اړخ بدلوي.

نۀ خورې څۀ نۀ تۀ څښې څۀ، تۀ کډۍ لکه ګاندهي کړې

ښېګره د هندي کړې

پۀ اصل قوم پرست ئې جولا ګاډے نۀ ئې ياره!

سائېکله وفاداره!

هر څو کۀ دا نظم د يو رومانيت او ناسټلجيا لۀ رويه ليکلے شوے ښکاري خو بيا هم د دغه زمانې د سياست عکس دې بند کښې روڼ ليدے شي، دا ځکه چې ليکوال کۀ هر څومره هم د خپلې زمانې او چاپېريال نه ځان رانغاړي خو څۀ اغېزه ئې  پۀ څۀ نه څۀ حواله خامخا اخلي. د دې اغېزې کۀ نورې وجې هم کېدې شي خو يوه وجه ئې د شاعرۍ پۀ علمونو صنائع، بدائع او علم البيان باندې اډاڼه هم ده، لکه دې بند کښې د څرخې، کډۍ، جولا، پايه او د ګاندهي جي د بدېشي بائيکاټ د مهم خپلو کښې ربط نه پس ئې د دې ربط تړاو سائېکل سره پۀ ډېره هنر مندۍ کړے دے. تلازمه خيال ته وګورئ! پخوا به سائېکل ته جولاګاډے وئېلے کېدو، ځکه چې دې کښې هم د څرخې غوندې پايه ده نو دې سره د شاعر ذهن کسب ګر او پښتون ته تلے نو ځکه ئې وئېلي چې تۀ اصل قوم پرست ئې يعني پښتون سماج کښې ئې د کسب ګر ټولنيز معنيت هم واضح کړے دے. نۀ يواځې دا بلکې د شاعر خپل نکته نظر هم د بديشي بائېکاټ لۀ مخه څرګند شوے.

څښکل خوړل نۀ کول نه دلته اشاره د ګاندهي جي اوپواس او بهوک هړتال پله ده. ګاندهي جي به اکثر روژه (اوپواس) نيوله او دغه روژه به د خوراک څښاک نه واخله د خبرو تر بندېز پورې وه. بيا بهوک هړتال د هغۀ بله يوه حربه ده. هر کله چې به د هغۀ کومه خبره ونۀ منلې شوه نو هغۀ به بهوک هړتال وکړو. د ژوند وروستو ورځو کښې هم  چې کله سردار پټېل او د هغۀ ډلې د مملکت خداداد اسلامي جمهوريه پاکستان څو کروړه اثاثې ورکولو کښې لم  لېټ کولو نو هغۀ بهوک هړتال وکړو او هم دې نه پس اورپکو هندوانو هغه د پاکستان دوستۍ پۀ جرم د نتهورام ګوډسے پۀ لاس ووژلو. هغه د پاکستان د پاره ځان وژونکے وړومبنے "شهيدِ پاکستان" دے، ځکه د هغۀ پۀ مرګ مملکتِ خداداد بېرغ هم سرنګون کړے شوے ؤ او د هغۀ د مرګ نه پس بابائے قوم هم د چا اورپکي مذهبي د لاسه د وژنې پۀ اندېښنه د ګورنر جنرل دېوالونه اوچت کړي او حفاظتي انتظام ئې سخت کړے ؤ. د وېش پۀ وخت چې کله فسادونه کېدل، هم ګاندهي جي بهوک هړتال کړے ګوشه نشين شوے ؤ خو باچا خان ورپسې لاړو او د "بِهرلا هاوس" نه ئې بهر راوویستو چې وګرځه او خلق د فساد نه منع کړه.

د ګاندهي جي پۀ حقله مسلم ليګ کښې شاملېدو نه وړاندې سېد رسول رسا ډېر ښۀ خيال لرلو لکه د نظم "کالج ته الوداعي پېغام" دا بند ئې وګورئ:

تۀ زمونږ بې علمه قام کښې                اٰئـن سټائن نيــوټن پېدا کړه

غـزالي سينا رازي پېدا کړه بل ټــــېګور د امـن پېدا کړه

هم ګانــدهي لېــنن پېدا کړه

زمونږ د توکنې لاندې د دې نظم دغه بند کښې ليکوال د ګاندهي جي کډۍ کول د هندي ښېګړه ګڼي او دې نه دا جوتېږي چې هغه د دې بديشي بائيکاټ پۀ معاشي ارزښت پوهه ؤ. بديشي بائيکاټ هندوستان کښې بې کچه مقبول ؤ ځکه پۀ دې حقله بې شمېره نظمونه پښتنو شاعرانو هم ليکلي دي.

د سېد رسول رسا د دې نظم اغېزه کښې نور نظمونه هم شاعرانو ليکلي چې دې کښې د شېر محمد مومند نظم "زمونږه لارۍ" 1970ز د يادونې وړ دے. دا نظم هر څو کۀ د چربې مثال دے خو بيا هم خپل يو خوند رنګ لري.

د نظم مجموعي تاثر داسې مخې ته راځي چې شاعرد خپلو لسو کالو زوړ سائېکل ستائي او دا زباد پرې کوي چې سائېکلې نورې هم شته خو ستا نېکمرغي چې د یو شاعر سائېکل ئې، نو ځکه خو به یاد پاتې شې. د سائېکل د سټرکچر پۀ استفادې سره دا هر وخت استعمال ته چمتو یاد کړے شوے، نۀ د ګېس او تېل اړتیا لري نۀ د ستړیا سرخوږے ـــ

لۀ معنوي اړخه، څنګه چې وړاندې وئیلے شوي دي چې دا نظم کۀ هر څو د "ادب د پاره د ادب" زمره کښې راځي، د سائیکل بېلابېلې ځانګړتیاوې پۀ ګوته کولو کښې دا زمونږ ټولنیز ژوند سره هم د دغه ځانګړتیاو پۀ مجسم کولو تړلے شوے دے. د لسو کالو رفاقت کښې د سائېکل سره تړلي نیازبین یادونه او ځاے پۀ ځاے د دۀ نازونه زبادلو نه پس ورته د "پنشن" پېشکش د سرمایه دارانه نظام پۀ هغه استحصالي رویه طنز ښکاري چې د 'ارام او سهولت' پۀ نامه د ژوند نه ځواني او سپرلي وتروړي. هم 'ارام' ته د ژوند کمال وئیلو سره د شپږو نمبرو پۀ تصور اډاڼه د هغه جنت تصور هم پۀ غېر شعوري توګه د نظم کلائمکس کښې ځاے شوے، کوم جنت کښې چې د خَلیفة الله في الارض ټول صلاحیتونه او استطاعتونه عملاً مفلوج شي او فقط دوه اندامونه فعلاً ژوندي پاتې شي.

د دې نظم څو منتخب بندونه:

راځه چې نن دې وستایم د لسو کالو یاره!

         سائېکله وفاداره!

تۀ ما ته زین ولاړ، غاړه بسته پۀ ډېر مدار ئې

خدمت ته مې تیار ئې

د یار نه وفادار ئې، ستړے مۀ شې خپله یاره! ــ سائېکله وفاداره!

نۀ اس ئې نۀ ټټو ئې، نۀ موټر ئې نۀ جهاز ئې

او نۀ پۀ هوا باز ئې

یو څو ډنډې وجود دې وي روان پۀ لویه لاره ـــــ سائېکله وفاداره!

نۀ خورې څۀ نۀ تۀ څښکې څۀ، تۀ کډۍ لکه ګاندهي کړې

ښېګړه د هندي کړې

پۀ اصل قوم پرست ئې جولاګاډے نۀ ئې یاره ـــ سائېکله وفاداره!

ټلۍ شته نۀ دې لېمپ شته، نۀ دې پمپ شته نۀ برېکونه

بې کاره دې پېچونه

تۀ زوړ لکه د ځوان ځغلې پۀ دو دو پۀ هواره ــــــ سائېکله وفاداره!

چې وران نۀ شې یو ځل او پۀ سړک شې تۀ روان

ملکونه کړې طوفان

د باد پۀ شانې سم ځې تۀ پۀ لوړه پۀ هواره ـــــــــــــ سائېکله وفاداره!

د چا د سترګو تور د زړۀ دمه یو ماه جبین وي

یو ښکلے نازَنین وي

زما ملګرے تۀ ئې چې سور بوځې تر ښاره ــــــــــ سائېکله وفاداره!

خفه چې شې د شلانټې پۀ شان پرېوځې پۀ سړک

بیا نۀ وهې نور ړک

چُورچُورپۀ زړۀ رنځورکړې سړے وژنې پاره پاره ـ سائېکله وفاداره!

پۀ زړۀ دې کله راشي ډېرې ټوقې مسخرې کړې

د یار پۀ شان نخرې کړې

اوس چېن دې وي پرېوتے اوس پنچر پۀ نیمه لاره ــــ سائېکله وفاداره!

ستا یاد شې؟ زۀ هلک وم او تۀ هم نوے چُور ځوان وې

شاه زوره پهلوان وې

زما لا زړۀ سالم ؤ داسې نۀ وم پاره پاره ـــــــــــــــــــ سائېکله وفاداره!

پۀ سترګو مې خوږ  لګې پۀ تا سور یو ځلې یار ؤ

یو ښکلے جفاکار ؤ

ستا یاد شي هغه ښکلے چې به ئې زړۀ یوړو بې واره ــ سائېکله وفاداره!

مزې کوه چې تۀ د برخو وېش کښې د شاعر شوې

جهان و ته ظاهر شوې

کۀ نۀ وي څوک ئې نوم اخلي؟ سائېکلونه دي بې شماره ـ سائېکله وفاداره!

کمال حاصل پۀ ژوند کښې بس ارام دے، ارام وکړه

بیا ما ته سلام وکړه

پنشن به درته درکړم باقي عمر خوره تیاره ـــــــــــ سائېکله وفاداره!

راځه چې نن دې وستایم د لسو کالو یاره!

سائېکله وفاداره!

دا هم ولولئ

!!!Absolutely Not – پښتون

اېمل ولي خان دې خداے زر کلن کړي چې څۀ هم وائي نو بېخي د …