د پښتونخوا اسمبلۍ غونډې ته د اے اېن پي د پارلېماني لیډر سردار حسېن بابک وېنا – پښتون راپور

جناب سپیکر!

تر ټولو اول خو زۀ نوي منتخب شوي لیډر اٰف دي هاوس ته مبارکي وړاندې کوم او څنګه چې ما نه وړاندې عنایت الله خان ووې، دا د نېکمرغۍ خبره ده چې د صوبې پۀ تاريخ کښې پۀ اول ځل ملاکنډ ډویژن ته وزات اعليٰ ورکړے شو او دا واقعیتاً چې ډېره د خوشحالۍ خبره ده ـــ مونږ تېر حکومت کښې پينځۀ کاله پۀ اپوزيشن کښې وباسلي دي او منتخب وزير اعليٰ محمود خان چې یو ایسپزے پښتون دے او د میډیا وړاندې ئې وئیلي دي چې اپوزیشن سره به یو ځاے مخ پۀ وړاندې ځو، نه دا امید لرو چې اپوزيشن به پۀ دېوال پورې د لګولو کوشش نۀ کوي.

جناب سپيکر!

دا نن ورځ د جمهوريت د پاره يوه تاريخي ورځ ده، ځکه چې پاکستان د یو اويا کالو شو خو نن هم جمهوريت دښمنه خلق د دې پۀ بدې ورځې پسې دي. زۀ به ډېر لرې نۀ ځم، هم پۀ دې هال کښې يو ډېر لوے تصوير لګېدلے دے چې د باباے قوم تصوير دے ــ داسې هم يو وخت ؤ چې هم د دې باباے قوم خور فاطمه جناح دغه جمهوريت دښمنو فېل کړه او يو ظالم ډکټېټر ئې پۀ قام مسلط کړو.

هم دغسې زمونږه د ملک منتخب وزير اعظمان پهانسۍ ته وخېژولے شول او دا سلسله تر ننه راروانه ده ـــ۔ لکه څنګه چې دراني صاحب ووئيل چې زمونږه تنقيد يا زمونږه مقابله د تحريک انصاف سره نۀ ده بلکې د هغه قوتونو سره ده چا چې پۀ دې پينځۀ کاله کښې خپل يو سړے هيرو وګرځوۀ او د باقي تمام سياسي مشرانو تشهیر ئې د زيرو پۀ طور وکړو.

جناب سپیکر!

دا څۀ پټه پناه خبره نۀ ده، تنقید پۀ ادارو هم کېږي او پۀ ادارو نۀ کېږي هم. لېکن د دې ملک اولس تپوس کوي چې د ریاست کومې ستنې دي؛ میډیا ته وګورئ! تېرو پینځۀ کلونو نه پرې سنسرشپ روان دے. د سنسرشپ پۀ نامه پرې شپه ورځ يوې پارټۍ ته کورېج ورکول کېږي ـــ حالانکې دا د میډيا مجبوري ده او ضرورت ئې هم دے. احتسابي ادارې د دغې پوې پارټۍ د مخالفينو پۀ ضد استعمالول ــــ عدالتي فېصلو باندې د يک طرفه کېدو سوالونه پورته کېږي. دغه سلسله چې د جولایۍ پنځويشتمې ته راورسېده نو اولس نن تپوس کوي چې فوجي سپاهيانو ته دا اختيار ورکړے چا ؤ چې هغوي دې د اليکشن پۀ ورځ د خپله طرفه وقفه کوي؟ دا اختيار چا ورکړے ؤ چې پولنګ اېجنټ دې بهر کښېنوي؟ دا اختيار چا ورکړے دے چې پولنګ اېجنټ ته ئې فارم 45 نۀ ورکولو؟ مونږ تپوس کوو چې د يوې ورځې د پاره الېکشن کمېشن ته پۀ اربونو روپۍ ورکړے شوے اٰر ټي اېس سسټم پۀ دغه ورځ کار ولې پرېښے ؤ؟ نادرا او الېکشن کمېشن به د دې کار ضرور وضاحت کوي!

دوي يو طرفه هر ووټر ته يو موبائيل کوډ ورکړے ؤ چې پۀ هغې هر ووټر خپل ووټ کتلے شو، ولې بل طرف ته ئې خپلې يوې پارټۍ ته پوره يو اېپ انسټال کړے ؤ چې هغوي پرې پۀ تفصيل سره پۀ اسانۍ خپله ډېټا کتلې شوه.

جناب سپيکر!

دا خبره نن څرګنده ده چې کوم خلق هم د دې ملک او ادارو د غدارانو غداري پۀ ګوته کوي نو د ملک مقتدره ادارې، هم دا جمهوريت دښمنه خلق د دغه سياسي ګوندونو مشران غدار ګرځوي.

مونږ دا خبره فلوور اٰف دي هاوس باندې کوو او پۀ ډاګه ئې کوو چې د یو اويا کالو راهسې دې ملک کښې د جمهوريت سره کومې لوبې دغه خلقو وکړې، د جمهوریت وینې ئې توې کړې دي، اصلي غداران هم دغه خلق دي.

پارلېمنټ کښې ناست دا زلمي زمونږ ملګري دي. مونږ دوي نه ګیله هم نۀ کوو او تنقید پرې هم نۀ کوو ـــ خو دا خبره ضرور کوم چې کومو لويو لويو ليډرانو ته د دوي پۀ لاس د شکست ورکولو خبره کېږي نو دا شکست دوي نۀ دے ورکړے بلکې هغه قوتونو ورکړے دے چې پۀ اربونو روپۍ ئې خوړلې دي.

]د ښاغلي سردار حسېن بابک د خبرو منځ کښې د الېکشن کمېشن، نېب، اعليٰ عدلیې او فوج د ګوند پي ټي اٰئي غړي د اسمبلۍ تالار )هال( کښې زوږ جوړوي خو ښاغلے بابک خپله خبره نیمګړې نۀ پرېږدي او د دغه زوږ منځ کښې خپله خبره سره ته رسوي.[

جناب سپیکر!

کۀ څوک غېر مهذب لفظونه استعمال کړي نو تاسو اختیار لرئ چې هغه خبرې )د کاروایۍ نه( وباسئ. خو اخلاقي طور هم او د رولز مطابق هم، باید چې د یو بل خبرې ته غوږ کېښودے شي.

بل خوا کۀ خبره دا کېږي چې تحريک انصاف امن راوستے دے نو ښکاره ده چې تېر پينځۀ کاله دلته پۀ دغه کرسۍ اکرام الله ګنډاپور ناست ؤ] چې د انتخابي مهم دوران [ خودکش حمله کښې شهید کړے شو، پېښور کښې د شهید بشیر بلور زوے هارون بلور شهيد کړے شو، پۀ اکرم خان دراني باندې درې حملې وشوې، د فضل الرحمان صاحب پۀ زوي اسد محمود حمله وشوه ــــ مونږ وایو چې د دهشت ګردۍ پۀ واقعاتو کښې کمي راغلې ده خو دهشت ګردي ختمه شوې نۀ ده. بلکې د الېکشن ورځو کښې خو داسې ښکارېده چې خودکش بمبار تړلے شوي وو او خاص د الېکشن ورځو کښې ئې د چا خلاف راپرېښودے شول.

جناب سپيکر!

دا خبره اوس د چا نه پټه نۀ ده چې پۀ ټوله نړۍ کښې د اولس د کشالو حل صرف جمهوريت دے او پکار ده چې دلته هم جمهوريت وچلېږي، جمهوريت ته دې هم ازادي ورکړې شي؛ خو نن پۀ ميډيا بندېزونه دي، احتسابي ادارې بندې دي ــ۔ نواز شريف صاحب خو وائي چې ‘ووټ ته عزت ورکړئ!’، ډېره ښۀ نعره ده؛ دا د ټول قام اواز دے، خو زۀ ئې د لږ بدلون سره وايم چې اوس ‘ووټ ته د عزت سره تحفظ هم پکار دے’ ـــــ

قوم اوس پۀ دې پوهه دے چې درې ځله د عوامو منتخب شوے وزير اعظم نواز شريف جېل ته پۀ بکتربند ګاډي کښې راولي خو ولې بل طرف ته ډکټېټر پروېز مشرف چې د پاکستان ائين ئې مات کړے دے، هغه سُوکونه څنډي، هغه د سپريم کورټ پۀ حکم هم نۀ راځي ـــ اٰيا چا کښې دغه طاقت شته چې دغه ډکټېټر پاکستان ته راولي؟

هر کله کۀ خبره د احتساب کېدله نو د انتقام نه بالاتر دې وي؛ د ټولو يو شان احتساب پکار دے ۔ـــ کۀ خبره د کرپشن د مخ نیوي کېږي نو بیا پکښې د A او B درجه بندي نۀ ده پکار؛ د هر چا احتساب پکار دے، پۀ ډاګه پکار دے او د پاکستان ادارو ته د ائین تر مخه د متعین کړي کردار مطابق خپل کار کول پکار دي. خو داسې نۀ چې يو ليډر دې اسمان ته رسوي او نور دې زمکې سره لېو کوي!!! کۀ دا عمل دغسې وي نو بیا عوام هم د تنقيد حق لري او مونږه هم د عوام نمائندګان یو، دا تنقید به مونږ هم کوو او پۀ جار به ئې کوو.

د دې خبرې نه څوک انکار کوي چې د الېکشن پۀ ورځ پوځي سپاهيانو د نورو پارټیو اېجنټان بهر ويستلي وو؟ دغسې د مخالف پارټیو ورکران ئې نورو ته بې عزته کړل او دا فضا ئې قائمه کړه چې صرف دا يوه پارټي زمونږه منظورِ نظر ده.

زۀ دا خبره نوره هم سپينه کول غواړم چې د اپوزيشن دا کوم ممبران پاس شوي دي، دا څۀ د هغوي نازولي نۀ وو بلکې دوي سره د هغوي ډنډې نه زياته مضبوطه ډنډه وه او ځکه ئې پۀ اوچ زور هغوي نه ووټونه ګټلي دي. د يو سازش د لاندې ټول پښتون لېډر شپ د پارلېمنټ نه بهر کړے شو ــــ محمود خان اچکزے، فضل الرحمان صاحب، افتاب شېر پاو، سراج الحق او اسفنديار ولي خان ته د یو سازش لاندې شکست ورکړے شوے دے.

جنابِ سپیکر!

زما دا خبره دې میډيا نوټ کړي چې پۀ دې ملک کښې عملاً غېر اعلانيه مارشل لاء چلېږي؛ نن د دې ملک سینئیر ترين اېنکران ډډې ته کېږي، ولې؟ د هغوي کالمونه چې د دوي د ‘خوښې’ نۀ وي، نۀ چاپ کېږي. نن احتساب ادارو ته وګورئ، کوم ازاد ممبران چې پاس شوي دي او د دوي د خوښې پارټۍ کښې نۀ شاملېږي نو دوي د هغه خلقو خلاف فائلونه پرانیزي، هغوي ته دهمکیانې ورکولې کېږي. نن زمونږ د سپریم کورټ ججان پۀ جار وائي چې زمونږ بچو نه شوکماران جوړلے کېږي.

جناب سپېکر!

دا چې څۀ روان دي، اٰيا د دې ریاست د سلامتیا او استحکام د پاره پۀ ګټه دي یا دا به د دې ریاست د کمزورۍ باعث کېږي؟

مونږ د دې ریاست محب وطن شهریان یو، کوم فرد، اداره یا د کومې ادارې اهلکار کۀ د دې ریاست سلامتيا د پاره خطره وي نو مونږ به د پارلېمنټ دننه هم او بهر هم، د دغه اهلکارانو او دغه ادارو پۀ جار مخالفت کوو.

جناب سپيکر!

دا ملک زمونږ ملک دے، زمونږ خوا کښې هندوستان دے، ګاوند کښې مو ايران دے، چين دے او افغانستان دے ــ۔ هلته کله هم داسې سرکشه ټوقې جمهوریت سره نۀ کېږي لکه دلته چې کېږي؛ بلکې هندوستان او پاکستان پۀ يوه ورځ ازاد شوي دي، هلته يوه ورځ هم لا پوځ حکومت نۀ دے اخستے بلکې هلته د اولس د رایې راج دے او ځکه خو هغه یو ارب ابادي نن کوم ځاے ته ورسېده ـــ خو لۀ بده مرغه دلته يوه ورځ هم اولس ته اختيار نۀ دے ورکړے شوے نو ځکه د دې ملک حالت وګورئ ــــ لۀ دغې وجې تاسو دلته د غربت شرح، د تعليم شرح، د صحت سهولتونه وګورئ! انفراسټرکچر وګورئ! د ملک معیشت وګورئ! نو هيڅ هم نۀ نشته.

جناب سپیکر!

زۀ پۀ اخره کښې ضرور دا خبره کوم چې څنګه د اپوزېشن نورو ممبرانو وزیر اعليٰ صاحب ته باور ورکړو، زۀ هم دا باور ورکوم چې د دې صوبې د حقوق او مفادات د پاره به مونږ د یو مثبت اپوزېشن کردار ادا کوو. مونږ ته هم پته ده او وزیر اعليٰ صاحب ته هم دا پته ده چې دا صوبه د بې شمېره مسائلو ښکار ده؛ پۀ مالي توګه دیوالیه ده، پۀ انتظامي توګه بدحاله ده، مونږ به د خپلې صوبې او خپلو خلقو د پاره شریک کردار ادا کوو.

دا هم ولولئ

!!!Absolutely Not – پښتون

اېمل ولي خان دې خداے زر کلن کړي چې څۀ هم وائي نو بېخي د …