ANP میډیا سِل

 

د کوند پارلېماني هلې ځلې

د عوامي نېشنل پارټۍ د مرکزي او صوبائي کونسلونو غونډې

الف( د مرکزي کونسل غونډه:

د عوامي نېشنل پارټۍ د مرکزي کونسل اخري او الوداعي غونډه د مرکزي صدر اسفنديار ولي خان پۀ مشرۍ کښې پۀ وړومبي اکتوبر د پارټۍ مرکزي سېکرټرېټ باچاخان مرکز پېښور کښې منعقد کړې شوه چې پکښې د کونسل غړو او پارټۍ مرکزي قيادت ګډون کړے ؤ. دغه الوادعي غونډه کښې نۀ صرف د انټرا پارټي الېکشن پۀ حواله خبرې وکړې شوې بلکې د ملک پۀ روانو سياسي حالاتو هم د کونسل غړو خبرې وکړې او د ملکي حالاتو پۀ حواله کونسل کښې پۀ ګډه څلور قراردادونه هم منظور کړے شو.

د مرکزي کونسل غونډې ته د ملي مشر اسفنديار ولي خان وېنا

کالاباغ ډېم متنازعه منصوبه ده او دغه متنازعه منصوبه د ملک د اعليٰ قيادت او عدليې لۀ خوا بيا بيا چېړلې کېږي؛ د کالاباغ ډېم د اعلان سره پۀ لویه پېمانه قامي يکجهتۍ ته تاوان رسي. ملي مشر د کالاباغ ډېم پۀ حواله وئيل چې کالاباغ ډېم کۀ هر څوک جوړول غواړي نو اول به د هغۀ پۀ مړ وجود تېرېږي نو بيا دې د کالاباغ ډېم خبره کوي. ملي مشر دا هم واضحه کړل کۀ څوک هغه د اٰرټيکل شپږم پۀ نوم د غدارۍ د مقدمو نه وېروي نو د کالاباغ ډېم پۀ حواله هغه د دغه ارټیکلونو هم پرواه نۀ کوي. ملي مشر د مرکزي کونسل دغه غونډې ته د اتلسم ترميم پۀ حواله هم وېنا وکړه او د اتلسم ترميم پۀ حواله ئې هم مرکزي کونسل پۀ اعتماد کښې واخستو. ملي مشر پۀ خپله وېنا کښې وئيل چې بيا بيا اتلسم ترميم کښې د بدلون خبرې پۀ اورېدو کښې راځي، عوامي نېشنل پارټي به پۀ اتلسم ترميم کښې د هر ډول بدلون نۀ صرف مخالفت کوي بلکې د اتلسم ترميم د بدلون پۀ حواله به عوامي نېشنل پارټي مزاحمتي لار هم خپلوي. هغۀ وئيل کۀ څوک هم د اتلسم ترميم د لاندې د صوبو پۀ حصه کښې کمي راولي نو دې سره به فیډرېشن ته نقصان رسي. عوامي نېشنل پارټۍ د ډېر لوے جدوجهد وروستو صوبائي خود مختاري ګټلې ده. خپله وېنا کښې د ضمني الېکشن پۀ حواله د ملي مشر وېنا وه چې لۀ بده مرغه الېکشن کمېشن بې اختياره دے او اوس څوک هم پۀ الېکشن کمېشن باور نۀ شي کولے، د الېکشن کمېشن اختيارات پۀ پاکستان کښې بل څوک استعمالوي. کۀ الېکشن ضمني ټاکنو کښې الېکشن کمېشن پۀ خپل اختيار وکړو نو بيا به نتيجې مختلفې وي او کۀ الېکشن هم هغه قوتونو وکړو چا چې جنرل الېکشن کړے دے نو بيا به نتيجې هم هغه وي کومې نتيجې چې پۀ جنرل الېکشن کښې راغلې دي. ملي مشر پۀ خپلو خبرو کښې د انتخابي ټګۍ پۀ حواله د فرانزک رپورټس پۀ شکل کښې د تحقيقاتو مطالبه وکړه او وې وئيل چې د انتخابي ټګۍ کمېټي د داسې سړي پۀ مشرۍ کښې جوړه کړې شوې ده چې هغه خپله پۀ کرپشن کښې ککړ دے. د افغانستان کډوالو ته د شهريت ورکولو پۀ حواله اسفنديارولي خان ووئيل چې کپتان دوي ته د شهريت ورکولو اعلان کړے ؤ خو کپتان جوړ اوس د خپل اعلان نه پۀ شا شوے دے او زما قوي خيال دے چې د کپتان پۀ دغه اعلان د هغۀ سلېکټران خفه وو. پۀ خپلو خبرو کښې ملي مشر لۀ څلور لسیزو دلته مېشته کډوالو ته د شهريت ورکولو يو وارې بيا غوښتنه وکړه. ملي مشر د ملک پۀ طاقتورو قوتونو هم واضحه کړه چې ملک کښې اعتدال پسند قيادت دېوال سره لګولے کېږي، دغه پرېکټس کله هم د پاکستان پۀ مفادو کښي نۀ دے. پاکستان باید د تېر وخت د تجربو نه عبرت واخلي. کۀ د اعتدال پسند قیادت جبري رېپلېسمنټ ته طاقتور قوتونه لارې بندوي نو تاریخ به دوي کله هم د دې د راتلونکو نتیجو د پاره معاف نۀ کړي.

د مرکزي کونسل غونډه کښې پاس شوي قراردادونه

د مرکزي کونسل غونډه کښې د عوامي نېشنل ګوند د مرکزي ستر سېکتر ميا افتخار حسېن لۀ خوا پېش شوي قراردادونه:

  1. عوامي نېشنل ګوند د ګرانۍ طوفان او د ټېکسونو بهرمار عوام دشمنه پاليسي ګڼي او د نوي حکومت د راتلو سره سم پۀ عام اولس نۀ صرف ټېکسونه ولګولے شو بلکې د ضرورت څيزونه هم دومره ګران کړے شول چې پۀ عام اولس ئې ډېر اثر غورځولے دے. د بجلۍ، ګېس او د پټروليم مصنوعاتو قيمتونه د اسمان سره خبرې کوي؛ اے اېن پي مطالبه کوي چې مختلف قيمتونو کښې شوې اضافه دې واپس واخستلې شي او پۀ عام اولس دې رحم وکړے شي.
  2. مرکزي کونسل دا مطالبه هم کوي چې ټولو ګاونډي هېوادونو سره دې د ورورولۍ او دوستۍ پۀ بنياد تعلق وساتلے شي. ګاونډي هېوادونو سره ښۀ تعلق د ملک او قوم پۀ مفاد کښې دي. پۀ ملک کښې د بې روزګارۍ او ګرانۍ يوه وجه ګاونډي هېوادونو سره خراب تعلقات هم دي.
  3. مرکزي کونسل پۀ پنځويشتمه جولایۍ د منظمې او ټيکنيکل دهاندلۍ مذمت کوي او د اولس سره دا دهوکه د ملک د سلامتۍ او جمهوريت خلاف سازش ګڼي. اے اېن پي به پۀ ملک کښې د حقيقي جمهوريت لپاره خپلې هلې ځلې دوام دارې ساتي.
  4. دا مرکزي کونسل کالاباغ ډېم دملک د وحدت خلاف سازش ګڼي، د کالاباغ ډېم د ایشو د بيا بيا چېړلو نه دې ډډه وکړې شي.

د مرکزي کونسل غونډه کښې د انټرا پارټي الېکشن شېډول هم اعلان کړے شو چې ترمخه به ئې د وړومبي اکتوبر نه تر دېرشم اکتوبر پورې صوبائي او ضلعي الېکشن کمېشنز جوړولے شي. د وړومبي نومبر نه تر درېمې جنورۍ پورې به ممبرشپ مکمل کولے شي او د وړومبۍ فرورۍ نه به تر دېرشم مارچ پورې د تپو، تحصيلونو او ضلعو تنظيمونه جوړولے شي. د وړومبي اپرېل نه تر دېرشم اپرېل پورې به د صوبائي يونټونو تنظيم سازي مکمل کولې شي او هم دا شان به د وړومبۍ مۍ نه تر دېرشمې مۍ پورې د مرکزي کابينې مرحله سر ته رسولې شي.

د مرکزي کونسل پۀ دغه غونډه کښې پۀ ګډه ميا افتخار حسېن د الېکشن کمېشن چئیرمېن او د خېبر پښتونخوا سيد عاقل شاه، بلوچستان نه سېنېټر داؤد خان، سرائيکي يونټ نه ډاکټر اکرام او د سندهـ نه يونس بونېرے دالېکشن کمېشن ممبران وټاکلے شو.

ب( د صوبائي )خېبر پښتونخوا( کونسل غونډه:

د عوامي نېشنل ګوند د صوبائي کونسل غونډه د صوبائي صدر امير حېدر خان هوتي پۀ مشرۍ کښې پۀ دوويشتم اکتوبر پۀ باچا خان مرکز کښې منعقد کړې شوه چې پکښې د عوامي نېشنل ګوند مرکزي صدر اسفنديار ولي خان، مرکزي سینئیر نائب صدر غلام احمد بلور او ستر سېکتر ميا افتخار حسېن پۀ خصوصي توګه ګډون کړے ؤ. دغه غونډه کښې پۀ نوې تنظيم سازۍ او پۀ صوبائي سياسي حالاتو مفصل بحث وکړے شو. دغه غونډې ته پۀ خپله وېنا کښې مرکزي صدر اسفنديار ولي خان ووئيل چې واپډا قامي مجرمه ده، کۀ څوک مړي د قبرونو رابهر کوي نو ملک له به نقصان ورکوي. کالاباغ ډېم مړے دے او عوامي نېشنل ګوند دغه مړے پۀ خپلو لاسو ښخ کړے دے. اېن اېف سي اېوارډ کښې د صوبو حصه کمول به ملک د تباهۍ اړخ ته بوتلل وي. د ‘فاټا ترقياتي فنډ’ دې د خېبر پښتونخوا حکومت پۀ مرضۍ خرچ کړے شي. ضمني الېکشن کښې د عوامي نېشنل ګوند کاميابي د حکومت د ناکامۍ ثبوت دے. اے اېن پي څۀ قوتونه د پارلېمنټ نه بهر کولے شي خو د سياست نه ئې کله هم نۀ شي بهر کولے. اٰئي اېم اېف ته د تلو پۀ ځاے خودکشي کوونکے نن ټوله دنيا کښې کچکول پۀ لاس ګرځي. د بدقسمتۍ نه پۀ ملک کښې د احتساب نعره د سياسي مخالفينو پۀ ضد استعمالېږي. پاکستان او افغانستان له د يو بل غلط فهمۍ ختمول پکار دي. د فاټا انضمام وروستو به د بلوچستان او خېبر پښتونخوا د يو کولو کوششونه کوو.

د صوبائي کونسل دغه غونډې ته صوبائي صدر امير حېدر خان هوتي ووئيل چې د عام ټاکنو پۀ دهاندلي زده کېدو کښې هېڅ شک نۀ دے پاتې. د مخصوص قوتونو لۀ خوا الېکشن کښې مداخلت کړے شوے ؤ.کۀ پۀ اصل معنو کښې ټاکنې کېدې نو اے اېن پي به اوس د صوبې حکمرانه پارټي وه. ضمني الېکشن کښې د اے اېن پي کاميابي د حکومت ناکامي ده. د احتساب عمل پکار دے خو د سياسي مخالفتونو پۀ ځاے اصل خلقو سره احتساب پکار دے.

د خېبر پښتونخوا الېکشن کمېشن

چئیرمېن سردار حسېن بابک

غړي ارم فاطمه، جاوېد خان ایسپزے، خورشید خان خټک،

ګل افضل خان

د عوامي نېشنل پارټۍ )بلوچستان(

د صوبائي الېکشن کمېشن کمېټۍ غونډه

د عوامي نېشنل پارټۍ د صوبائي الېکشن کمېشن غونډه د صوبائي چئیرمېن نوابزاده ارباب عمر فاروق کاسي ارباب هاوس کښې وشوه چې پکښې د الېکشن کمېشن سېکتر عبدالباري کاکړ او د کمېشن غړو حاجي جبار کاکړ، غفار افغان او ولي داد میاني ګډون وکړو. غونډه کښې د ضلعي الېکشن کمېټیو د جوړښت، د غړیتوب د کارډونو اجراء او نورې متعلقه مسئلې پۀ خبرو کښې راوړې شوې او بحث پرې وشو.

دې غونډه کښې پۀ مشاورت سره ضلعي کمېټیانې وټاکلې شوې چې تر مخه ئې د کوئټې الېکشن کمېشن چئیرمېن مابت کاکا، سېکتر عصمت الله بازئ او غړي حاجي اصف کاکړ، انجینئیر باز محمد خلجي، نذر علي ـــ قلعه عبدالله د پاره چئیرمېن ډاکټر صوفي اکبر، سېکتر سبحان الله او غړي ملک حنیف اڅکزئ، عبد الصادق کارېزوال، منور خان اڅکزئ ـــ پشین د پاره چئیرمېن محمد صادق کاکړ، سېکتر حبیب ماما او غړي حاجي رحمت الله داوي، ډاکټر محمد نسیم ترین، عبېدالله کاکازئ ـــ هرنائي د پاره چئیرمېن حاجي ظریف، سېکتر محمد حیات او غړي عبدالودود، باز خان، عبدالغني ـــ ژوب د پاره چئیرمېن صابر خان مندوخېل، سېکتر میر ادم خان بابر او غړي محمد یار تکئ وال، دولت خان مردانزئ، امن خان ناصر ـــ قلعه سېف الله د پاره چئیرمېن عبدالمالک سلطان زئ، سېکتر حمیدالله میر زئ او غړي قاهر خان، نعمت الله کاکړ، محمد افضل کاکړ ـــ زیارت د پاره چئیرمېن اجمل خان کاکړ، سېکتر عبدالسلام ایډوکېټ او غړي عبدالواسع ترین، دنیا خان انډر، راز محمد دومړ ـــ لارالائي د پاره چئیرمېن عبدالسلام ناصر، سېکتر ډاکټر عیسٰي خان جوګیزئ او غړي منظور کاکړ، جلال افغان، راز محمد ـــ ضلع دکي د پاره چئیرمېن حسین جان زرکون، سېکتر محمد عثمان ناصر او غړي محمد یونس، عبدالخالق ناصر، عزیز جان ترین ـــ شیراني د پاره چئیرمېن جان محمد، سېکتر عمر خان شیراني او غړي سائین انور شیراني، عبدالرحمان، شېر زمان ـــ موسٰي زئ د پاره چئیرمېن عبدالله جان صاحب، سېکتر امین الله او غړي مظفر خان، وزیر احمد، جمعه ګل ـــ سیوۍ د پاره چئیرمېن محمد سعید خجک، سېکتر علي محمد او غړي شاه نواز، احمد خان، بختیار خان ــ لسبېلې د پاره چئیرمېن عبدالرحمان مشواڼي، سېکتر حاجي برات خان او غړي رزاق خان نورزئ، عبدالواحد، ګلاب خان ـــ جعفراباد د پاره چئیرمېن نور محمد بهنګر، سېکتر محمد علي کهوسه او غړي محمد اسماعیل بهنګر، محمد ایاز لاشاري او ثناء الله کهوسه وټاکلے شول.

 

دا هم ولولئ

!!!Absolutely Not – پښتون

اېمل ولي خان دې خداے زر کلن کړي چې څۀ هم وائي نو بېخي د …