روس کښې مېشته پښتنو تاریخ کښې پۀ وړومبني ځل پۀ رسمي توګه د باچا خان بابا ورځ ونمانځله. دې نمانځغونډه کښې پۀ روس کښې د مېشته پښتنو سره سره لویو روسي سکالرانو، پوهانو او ژورنالستو هم ګډون وکړو.
د دې نمانځغونډې تابیا پۀ روس کښې د پښتنو فرهنګي تنظیم ‘وروزنش سټېټ یونیورسټي’ کښې کړې وه. دا هم هاغه پوهنتون دے چې دوه میاشتې اګاهو پکښې د ملي مشر اسفندیار ولي خان پۀ لاس د ‘باختري شهزاده’ خان عبدالغني خان تمثیل هم نصب کړے شوے ؤ.
نمانځغونډې ته ښاغلي نوید محمد ووې،
‘باچا خان اسلامي تاریخ کښې د عدم تشدد پۀ بنیاد ولاړ وړومبنے تنظیم ‘خدائي خدمتګار جوړ کړے ؤ. هغه د پښتنو روحاني لارښود ؤ او د عدم تشدد پۀ حواله د نړیوالې پېژندګلو لرونکي ګاندهي نزدې ملګرے ؤ. نن پۀ عدم تشدد باور لرونکي د دنیا پۀ هر کونج کښې د باچا خان ورځ نمانځي او د عدم تشدد مطالبه شوروي. نن کۀ دنیا د جنګونو د ولقې نه وتل غواړي نو باید چې د باچا خان د عدم تشدد فلسفه خپله کړي او د دې پرچار پۀ لوے کچ وکړي.’
نوید احمد زیاته کړه، ‘پېښور کښې د باچا خان مرکز او روس تر منځه تعلیمي، فرهنګي او کلتوري لړ کښې د مرستو یوه ګام پورته کړے شوے دے. دا ګام به افغانستان، پاکستان او خطه کښې د امن پۀ لورګام ثابت شي.د روس لۀ خوا دا ژمنه هم شوې ده چې د کراچۍ پۀ طرز پېښور کښې پۀ باچا خان مرکز کښې هم خپل یو کلتوري مرکز پرانیزي چې دې سره به د روس او پښتنو تر منځه د یو بل د ژبې، فرهنګ او کلتور پوهنه کښې پرمختګ سره د یو بل تعلیمي تجربو نه هم استفاده وکړې شي.’
ردیونیوف ولادیمیر، وروزنش پوهنتون کښې د خارجه علومو د څانګې مشر خپله وېنا کښې ووې،
‘دا د خوشحالۍ خبره ده چې روس کښې داسې یو ځاے هم شته چې پښتانۀ هلته راغونډېږي؛ بیا دا خبره ډېره د ویاړ ده چې نن ئې مونږ ټول د یو داسې ستر قهرمان پۀ نامه راټول کړو چې ټول ژوند ئې د عدم تشدد پۀ بنیادي اصول تېر کړے دے. هغۀ وړومبے د متحده هندوستان او بیا د پاکستان دننه د خپل بنیادي اصول تبلیغ او تجربې د پاره تکالیف جېلونه او پرهرونه وزغمل خو خپلې لارې نه مات نۀ شو. نن ټوله دنیا د هغۀ د فلسفې عدم تشدد پۀ بنیاد د امن مطالبه کوي. زۀ دې خبرې ته ډېر خوشحاله یم چې نن د باچا خان کورنۍ او د هغۀ پېروکاران د هغۀ د روحاني تخلیق او سیاسي ورثې پۀ اصول کاربند دي. زۀ غواړم چې یواځې د پاکستان، افغانستان او دې خطې پورې نۀ، بلکې پۀ پراخه کچ دې د باچا خان روحاني تخلیق او تجربه ‘عدم تشدد’ باندې دلته روس کښې هم، اروپا کښې هم او د نړۍ پۀ نورو بر اعظمونو کښې تحقیقي کار وشي او د دنیا قامونو ته دې مختلفو ژبو کښې د باچا خان د فکرونو د ژباړې تر لارې دا فکر ورسولے شي.
دې دستوره کښې شریکو ټولو ګډون کوونکو دا خبره پۀ متفقه ډول مخې ته راوړه چې باید روس پښتنو سره تعلیمي، فرهنګي او کلتوري مرستې پرېوانه کړي.
د باچا خان بابا د ورځ نمانځلو دا وړومبۍ رسمي غونډه ثابتوي چې دنیا د امن لټون کښې د باچا خان بابا د فکر پۀ څانګه ناستې ته لېواله ده. باچا خان هسې خو عظمت کښې د خپلو دنګو غرونو سیال نۀ دے!!!