د افغانستان پۀ تاریخ کښې نیمګړی څپرکی – د افغانستان اولسمشر ډاکټر اشرف غني

 

 

 

 

د افغانستان د اسلامي، اسیائي او افریقائي محدودو هېوادونو لۀ جملې څخه هغه هېواد دی چې پر 1298ز کال ئې خپلواکي تر لاسه کړه. هغه مهال هندوستان چې نننی پاکستان ئې هم برخه ؤ، لا هم تر ښکېلاک لاندې ؤ، چین هم د نړیوالو زبرځواکونو د سیالۍ ډګر ؤ او کورنۍ جګړه پۀ کښې روانه وه، خونړي انقلاب او کورنیو جګړو د روسیې وضعیت هم خراب کړی ؤ.

پۀ اسلامي نړۍ کښې یواځې درې هېوادونو )ترکیې، عربستان او فارس( نسبي ازادي لرله خو لا ئې هم د افغانستان پۀ څېر باثباته نظام نۀ درلود. ترکیه د خپلواکۍ ګټلو پۀ لاره کښې د غربي طرحو پر وړاندې د ګټلو پۀ حال کښې وه.

د سعود کورنۍ لا هم پر ټول هېواد واکمنه نۀ وه. کۀ څۀ هم فارس )نننی ایران( پۀ رسمي ډول خپلواک هېواد ؤ، خو پۀ غېر رسمي ډول د لوېدیځو زبرځواکونو تر اغېز لاندې ؤ او رضاخان 1941-1925)ز( لا تر هغه مهال د قاجار واکمني چې وروستۍ ساه ئې اخستله، نۀ وه نړولې.

پۀ هم دغو شرائطو کښې د هېواد ځوان باچا امان الله خان نوښت وکړ او د نړیوالو غوږونو ته ئې د هېواد د خپلواکۍ غږ ورساوۀ. ځوان باچا هغه مهال پۀ دوو هغو مېراثونو چې لۀ پخوانیو ورته پاتې وو، تکیه وکړه.

لومړی دا چې هغۀ ته مطلقه حکومت لۀ پلار او نیکۀ څخه پۀ میراث پاتې ؤ؛ دغه مطلقه حکومت لۀ ستونزو سره سره پر ټول هېواد واک درلود او لۀ بلې خوا لۀ څلورو کورنیو جنګونو او د سل زره وړو او منځنیو شورشیانو لۀ ځپلو وروسته ئې، قدرت د مرکزي دولت پۀ انحصار کښې وساتۀ.

د ځوان باچا دوېم میراث د محمود طرزي او ټولو مشروطه غوښتونکو نوښتګر افکار وو چې لۀ ظلم، غلامۍ، د سرونو د څلو جوړولو او ټولو بې عدالتیو څخه ستړي او د داسې یو هېواد د رامنځ ته کولو پۀ لټه کښې وو چې ټول خلق ئې لۀ قانوني حقونو او وجایبو څخه برخمن وي.

امان الله خان د قدرت لۀ تر لاسه کولو وروسته د خپل اسلامي دریځ او مقام پۀ ډاډ د اولی الامر پۀ توګه د انګرېزانو پر ضد جهاد اعلان کړ او پۀ پایله کښې ئې د هېواد خپلواکي تر لاسه کړه. پۀ اسلامي نړۍ کښې بدلېدونکي حالت او د عثماني خلافت کمزوري کېدو او نړېدو ځوان باچا ته استثنائي موقعیت پۀ لاس ورکړ.

د افغانستان د خپلواکۍ پۀ اعلانولو سره د کرښې هغه غاړه قبائلو او د هند پۀ وچه کښې ازادي غوښتونکو ټولو خوځښتونو د افغانستان د خپلواکۍ او د ځوان باچا د پیاوړي هوډ هرکلی وکړ. د یادونې وړ ده چې د خپلواکۍ ګټلو پۀ لاره کښې د امان الله خان کامیابي د هند ازادي غوښتونکو ته یو موډل او بېلګه وګرځېده او د هند پۀ وچه کښې د مسلمانانو او هندوانو تر منځ د همکارۍ د رامنځ ته کولو ستر لامل شو.

امان الله خان د قدرت پر مهال هغه ګامونه پورته کړل چې زمونږ نن او پرون سره تړي؟ زما برداشت دا دی چې د شاه امان الله خان د حاکمیت لومړۍ لسیزه د افغانستان د معاصر تاریخ نیمګړی څپرکی جوړوي، یعني ځوان باچا چې د یو نوي دولت د رامنځ ته کولو لپاره کوم پلانونه طرحه کړي وو، څلور اتیا (84) کاله وروسته مونږ ونۀ توانېدو چې هغه تر سره او دغه نیمګړی څپرکی بشپړ کړو. مونږ پۀ کراتو د هغۀ بنسټیزو طرحو ته ورګرځېدلي یو خو لا هم د داسې باثباته نظام پۀ را منځ ته کولو نۀ یو توانېدلي چې هېواد وال مو پۀ کښې ارام او سوکاله ژوند وکړي.

تر اوسه هم مونږ د تاریخ پۀ حساس پړاو کښې یو. راتلونکی کال د لومړي ځل لپاره پۀ هېواد کښې ملي اقتدار د خلقو د رایو پر مټ د اساسي قانون لۀ حکومونو سره سم لۀ یو منتخب ولسمشر څخه بل منتخب ولسمشر ته انتقالېږي. لۀ دې امله اړتیا لرو چې د اماني دورې پروګرامونو او اېجنډا ته لۀ نوې زاویې وګورو او د افغانستان د راتلونکي لپاره ورڅخه لازم درسونه زده کړو. د اماني دورې اېجنډا څلور عمده برخې چې د مفهوم ‘د تاریخ نیمګړی څپرکی’ لۀ نظره اساسي ارزښت لري، پۀ لاندې ډول دي:

د قانون واکمني:

د اساسي قانون او ټولو متممو یا تطبیقي قوانینو پۀ تدوین او تصویب سره چې هغه مهال ئې نظامنامه ورته وئیله، ‘مطلقه’ دولت پۀ ‘مشروطه’ بدل شو او د دولت واکونه او مسئولیتونه د قانون پر بنسټ وټاکل شول. پۀ ورته مهال کښې پۀ اماني دوره کښې د قانونمند دولت د رامنځ ته کولو پۀ برخه کښې د دوو لاس ته راوړنو یادونه هم باید وکړو؛ لویه جرګه لۀ دودیز بنسټ څخه پۀ یو پیاوړي تصمیم نیوونکې او پۀ ځینو مواردو کښې پۀ مشورتي بنسټ بدله شوه. د لویو جرګو بحثونه هر اړخیړ او افغانستان شموله وو چې د هم دې دلیل پر بنسټ لۀ ځوان باچا سره د افغانستان د سیاسي پوړ یوځایوالی او جلاوالی پۀ هم دغو لویو جرګو کښې وشو.

پۀ ورته وخت کښې مطبوعات ازاد شول او د قلم د خاوندانو لپاره د بحث، نیوکو او اصلاحي وړاندیزونو زمینه برابره شوه. غلام محمد غبار د ‘ستارۀ افغان’ پۀ خپرولو، عبدالهادي داوي د ‘امان افغان’ پۀ مدیریت، محي الدین انیس د ‘انیس’ پۀ خپرولو، محمد نوروز د ‘نوروز’ پۀ خپرولو او احمد راتب د ‘نسیم سحر’ ورځپاڼې پۀ مدیریت د مطبوعاتو د ازادۍ پۀ برخه کښې لومړني ګامونه پورته کړل. د غازي امان الله خان پۀ وخت کښې د لومړي ځل لپاره ولایتي خپرونې هم چاپ شوې چې ‘اتفاق اسلام’ پۀ هرات، ‘بېدار’ پۀ بلخ، ‘اتحاد مشرقي’ پۀ ننګرهار او ‘طلوع افغان’ پۀ کندهار کښې د بېلګې پۀ توګه یادولی شو.

حکومتولي:

د افغانستان اداري تشکیلات پۀ قانوني توګه تنظیم شول. د اداري مراتبو سلسله لۀ کلي تر علاقه دارۍ، لوی حکومت، اعليٰ حکومت او نائب الحکومه پورې تعریف او د ټولو ادارو او مسئولینو دندې مشخصې او پۀ نظامنامه کښې تنظیم شوې. د معلوماتو را ټولول منظم او منسجم شول چې د هغو دوه څرګندې بېلګې، یوه پۀ خپله د باچا لۀ خوا د کندهار ولایت بررسي ده چې د کتاب پۀ بڼه چاپ شوه؛ دوېمه بېلګه ئې د قطغن ولایتونو او بدخشان بررسي وه چې محمد نادرخان تر سره کړه – ځکه دی هغه مهال د وخت د دفاع وزیر ؤ چې د دغو ولایتونو د رئیس تنظیمه پۀ توګه ټاکل شوی ؤ.د یادې بررسۍ راپور برهان الدین خان کشککي راټول او د کتاب پۀ بڼه ئې ترتیب او خپور کړ. د هېواد ټولو ولایتونو ته ورته پلاوي هم وګمارل شول خو متأسفانه کاري راپورونه ئې خپارۀ نۀ شول.

د هېوادوالو حقونه او وجایب:

امان الله خان د تېرو ظلمونو د رفع کولو لپاره دوه بنسټیز ګامونه پورته کړل – غلامي، چې نیکه ئې د افغانستان پر مرکزي سیمو تحمیل کړې وه، لغوه اعلان کړه او هم دارنګه ئې هغه امتیازات چې پر 1896ز کال امیر عبدالرحمان خان د محمدزیو هر ماشوم، نارینه او ښځې ته د میراثي حق پۀ توګه ورکول ، لغوه کړل. امیر عبدالرحمان خان پر دې باور ؤ چې د محمدزيو طایفې د افغانستان د ټولو خلقو پۀ نسبت برتري درلوده او پۀ هم دې دلیل محمدزیان باید خاص ژوند او ځانګړي امتیازات ولري او لۀ دولتي خزانې څخه تمویل شي. امان الله خان برعکس پر دې باور ؤ چې امتیاز باید د هر کس د کار، وړتیا او ځانګړي خدمت پایله وي. ځوان باچا چې کله لۀ هېواد څخه پۀ اوږده سفر لاړ نو د کوم محمدزي پر ځای ئې محمد ولي خان دروازي خپل ځایناستی او سرپرست وټاکۀ.

د هېوادوالو د حقونو او وجایبو د تأمین پۀ برخه کښې د ځوان باچا د اېجنډا ارزښت پۀ دې کښې ؤ چې د بشري پانګې پۀ رامنځ ته کولو ئې تمرکز درلود. پۀ اماني دوره کښې د معارف پۀ کېفیت لویه پانګونه وشوه. نۀ یواځې پۀ پلازمېنه او ولایتونو کښې د ښوونځیو شمېر زیات شو بلکې د بېت المال پر پېسو ئې پام وړ شمېر ځوانان د لوړو زدکړو پۀ موخه بهرنیو هېوادونو ته واستول. لۀ معارف سره د باچا مینه دومره زیاته وه چې پۀ خپله ئې د حبیبیې، اماني او امانیه )اوسنۍ ‘استقلال لېسه'( لېسو پۀ ازموینو کښې ګډون کاوۀ.

امان الله خان د وجایبو لۀ نظره د افغانستان مالي نظام پۀ بنیادي ډول بدل او هغه ئې د اصولو او قواعدو تابع کړ. پۀ ټوله اماني دوره کښې د لګښتونو بودیجه لۀ عوایدو څخه لږه وه یا پۀ بله وېنا د بودیجې کسر نۀ ؤ، پۀ داسې حال کښې چې لۀ امیر عبدالرحمان خان او امیر حبیب الله خان سره د انګلیستان کېدونکې مالي مرستې د ځوان باچا پۀ وخت کښې بندې شوې.

د اماني دورې د ښار جوړولو پروګرام طرحه چې زمونږ لۀ نننیو شرائطو سره هم تړاو لري، د هغې دورې لۀ شهکاریو څخه شمېرل کېږي چې د بېلګې پۀ توګه د ‘دار الامان’ ښار پروژه یادولې شو. د دې ښار نقشه یو فرانسوي مهندس طرحه او یوې ډلې الماني انجینئیرانو تطبیق کړه.

د دې ډلې مسئول د برلین د هغه وخت ښاروال معاون اٰرتن ؤ. د دار الامان ماڼۍ پۀ پروژه کښې شپږ سوه تنه د شپږم ټولي فارغ زده کوونکو لۀ الماني انجینئیرانو سره کار وکړ او لۀ هغوي ئې ډېر څۀ زده کړل. دارالامان ماڼۍ نۀ یواځې د مهندسۍ لۀ پلوه د هغه وخت یو شهکار دی بلکې ماهیت ئې هم د افغانستان د هغه وخت د باچاهانو د کار لۀ دفترونو څخه توپیر درلود.

پۀ یوې برڅېرنې پرتلنې سره دارالامان ماڼۍ لۀ بالاحصار او ننني ارګ د دولتدارۍ د پرانستې او تړلې فلسفې د سر پۀ سترګو ګورو. بالاحصار او نننی ارګ لۀ جنګي قلعه سره زیات ورته دي چې د دې دوو ماڼیو لوړ دېوالونه د خلقو او چارواکو تر منځ د واټن ښودونکي دي، خو د دارلامان ماڼۍ جوړښت پۀ دې باب ځانګړتوب لري. باچا د کار لۀ دفتر څخه کولی شو د باندې هم وګوري او پۀ څو دقیقو کښې وزیرانو او د شوريٰ مجلس ته ورسېږي. دا ماڼۍ لۀ جنګي قلعه سره ورته نۀ ده او د خلقو پۀ ذهنونو کښې د شاه پۀ باب هېڅ ډول وېره او ډار نۀ رامنځ ته کوي.

د ښار جوړولو پۀ حقله د امان الله خان پام یواځې کابل ښار ته نۀ ؤ بلکې هغۀ وکولی شول چې طرحه پۀ پغمان کښې لۀ نظر څخه پۀ عمل تطبیق کړي. هماغه ؤ چې پغمان پر یوې تفریحي او سېلانۍ سیمه بدل شو. هغۀ پلان درلود چې لغمان د هېواد پۀ ژمنۍ پلازمېنه بدل کړي چې عملي نۀ شوه، کۀ اماني دورې دوام موندلی وی، د دې احتمال ؤ چې د افغانستان زیاتره ښارونه پۀ منظمه توګه نقشه او اداره کېدل. باید یادونه وشي چې د اماني دورې عمراني طرحې هغه مهال پۀ هېواد کښې عملي کېدې چې پلازمېنه ویانا اطریش ـ هنګري، برلین او ټولو عمده اروپائي ښارونو هم د شلمې پېړۍ پۀ لومړۍ لسیزه کښې تازه د ښار جوړولو منظمې طرحې پېل کړې وې.

د نظام جوړولو فرهنګي پایګاه او دیدګاه:

د ننني ځوان، سیاسي او اقتصادي نسل او ټولو هېواد والو رسالت دا دی چې پۀ تدبیر، زغم او واقعیت ته پۀ کتلو اوسنی نظام پۀ یو باثباته او اولسواک نظام بدل کړي.

د اماني نظام فکري بنسټ د محمود طرزي او ټولو مشروطه غوښتونکو نظریاتو تشکیلاوۀ. د محمود طرزي فکري اتکا د سید جمال الدین افغان پر افکارو وه. د عثماني امپراتورۍ پرمختګ او یووالي کمېټۍ د غړو افکار چې وروسته د ځوانو ترکانو پۀ نوم مشهور شول، هم د محمود طرزي پرافکارو اغېز درلود. محمود طرزي د تبعید پۀ کلونو کښې پۀ دمشق کښې نوښتګر اسلامي فکرونه مطالعه کړل. کله چې افغانستان ته راستون شو، نۀ یواځې سوري مېرمن ئې بلکې د پرمختګ او یو والي کمېټۍ یو شمېر عرب او ترکان غړي هم ورسره وو چې د ‘سراج الاخبار’ پۀ چاپ او د افغانستان پۀ اردو کښې داصلاحاتو راوړلو پۀ برخه کښې ئې ونډه لرله.

د دې دورې نظامنامې پۀ کلکو شرعي دلائلو ولاړې وې او مولوي عبدالواسع چې د هغه مهال یو پیاوړی عالم ؤ، پۀ دې کښې مهم رول درلود. هغه یو لوی شرعي اثر د ‘تمسک القضاة’ پۀ دوو ټوکونو کښې ولیکۀ. د مولوي عبدالواسع اخلاقي جرأت دومره ؤ چې پۀ مستقیم ډول ئې پر باچا نیوکه کوله.

وئیل کېږي چې هغۀ یو ځل امان الله خان ته ووئیل،: اوس هم ستا کړنې مطلقه شاهي ته ورته دي؛ د قانون واکمني هغه مهال ثابتېږي چې تاسو پۀ خپله د قانون واکمني لۀ بادشاهي لوړه ومنئ. د مولوي عبدالواسع نیوکه دا ښائي چې د امان الله خان د سلطنت پۀ وروستیو دوو کلونو کښې د افغانستان پۀ سیاسي قشر کښې د فکر او نظر اختلاف ؤ.

د افغانستان پۀ سیاسي قشر کښې د نظر اختلاف د رامنځ ته کېدو یو ستر لامل چې پۀ لومړیو کښې ئې د ځوان باچا د اقداماتو ملاتړ کاوۀ، پۀ هېواد کښې د نظام جوړولو پۀ حقله د پاچا د کلتوري لید لوري بدلون ؤ. د محمود طرزي پر افکارو، نظریاتو، مشورو، تجربو او وړتیا د اتکا پر ځای ئې هغه فرانسې ته د سفیر پۀ توګه واستاوۀ. دا اقدام ئې یواځې پر محمود طرزي عملي نۀ کړ، بلکې د نادرخان پۀ ګډون ئې ځینې نور پیاوړي کسان هم لۀ هېواد څخه د باندې واستول.

باچا د لوېدیځو هېوادونو د ظاهري ځل و بل تر اغېز لاندې راغی. اروپا ته د اوږدۀ سفر پرمهال پوهه شو چې افغانستان څومره وروسته پاتې دی؛ ځوان باچا د تداوم او بنسټیز بدلون تر منځ د تعادل موندلو پر ځای د هېواد د ظاهري عصري کولو لپاره بیړنی پروګرام پېل کړ او بې لۀ دې چې پۀ انساني ځواک باندې د پانګونې پایلو ته منتظر وي، د خلقو د لباس بدلون ته ئې پام وکړ. هغۀ حتٰي لۀ دوکاندارانو څخه هم وغوښتل چې د لباس اغوستلو طرز باید بدل کړي او لۀ ټولو ئې وغوښتل چې شپو خولۍ پۀ سر کړي.

ځوان باچا د 1928ز کال پۀ لویه جرګه کښې د یادو مواردو پۀ باب د افغانستان لۀ سیاستوالو سره هر اړخيز بحثونه وکړل چې هغوي پۀ ظاهره پۀ پاې کښې لۀ دې طرحو سره موافقه وکړه مګر ولایتونو ته پر ستنېدو پۀ سېلانیانو بدل شول. لۀ هم دې امله د پخوانیو شورشونو او غېرې مستقیمې بهرنۍ مداخلې پۀ پرتله دوو نسبتاً کمزورو شورشونو د امان الله خان نظام ناڅاپه ونړاوۀ.

پایله:

سردار محمد داود خان د صدارت او وروسته د جمهوري ریاست پر مهال ، ظاهرشاه د اولسواکي پۀ لسیزه او چپیانو د خپل حاکمیت پۀ وخت کښې پۀ یو نه یو ډول د اماني دورې نیمګړې اېجنډا ته ور وګرځېدل، څو د افغانستان د تاریخ دغه نیمګړی څپرکی بشپړ کړي خو یو ئې هم د پایدار ثبات پۀ راوستلو ونۀ توانېدۀ.

د ننني ځوان، سیاسي او اقتصادي نسل او ټولو هېواد والو رسالت دا دی چې پۀ تدبیر، زغم او واقعیت ته پۀ کتلو اوسنی نظام پۀ یو باثباته او اولسواک نظام بدل کړي، څو د تېرو ناوړه پېښو مخنیوی وشي او داسې شرائط رامنځ ته شي چې پۀ هغه کښې د سولې، هوساینې، سوکالۍ، پرمختګ او ملي یو والي پۀ باب د افغانستان د نجیبو خلقو هیلې او غوښتنې پر واقعیت بدلې شي.

 

دا هم ولولئ

!!!Absolutely Not – پښتون

اېمل ولي خان دې خداے زر کلن کړي چې څۀ هم وائي نو بېخي د …