الف جان خټکه او خدائي خدمتګاري – “پښتون”

د الف جان خټکې سره شوې دا مرکه د اګست 2009 پۀ “پښتون” کښې ]مخونه [21-17 چاپ ده چې مونږ ئې هغه وخت د ادارې لۀ خوا لیکلي نوټ سره پۀ دې ځانګړې ګڼه کښې یو ځل بیا د “پښتون” لوستونکو د پاره خوروو.

الف جان خټکه د ازادۍ د تحريک خدائي خدمتګار يو نۀ هېرېدونکے نوم دے او د هغې شاعري، مضامين او د ازادۍ د پاره نورې هلې ځلې د خدائي خدمتګار تحريک د تاريخ يو روښانه باب دے. د الف جان پۀ حقله د ډېر وخت نه دا تاثر عام ؤ چې خداے مۀ کړه، هغه وفات شوې ده.

د پښتونخوا ټېکسټ بک بورډ او باچا خان رېسرچ سنټر چئيرمېن ډاکټر فضل الرحيم مروت چې د خدائي خدمتګارو د ژوند حالات راغونډولو او خوندي کولو کښې ذاتي دلچسپي لري. هغوي دا معلومات وکړل چې الف جان ژوندۍ ده او بيا ئې زمونږ د پاره د هغوي سره د خبرو اترو کولو بندوبست هم وکړو. د نهې پۀ ورځ د جولائۍ پۀ یویشتمه نېټه د “پښتون” رسالې ټيم مشتاق مجروح يوسفزے، امجد شهزاد، کېمره مېن او فوټوګرافر جهانزېب مفتي )باباجاني( سره د ډاکټر محمد زبېر حسرت، روښان یوسفزي او ننګيال یوسفزي د نواز خټک پۀ رهنمایۍ کښې د کرک ضلعې احمدي بانډې ته روان شو او هلته ئې د الف جان خټکې او د هغې د کشر ورور وزير زاده سره پۀ دغه حواله د “پښتون” دپاره خصوصي خبرې اترې وکړې.

باچا خان وائي،

“د بنيادم د ګاډي يوه پايه کۀ نارينه واخلو نو بله پايه ئې يقيناً زنانه کېدې شي او ګاډے هله پۀ کار راتلے شي چې دواړه پايې ئې روغې وي. پۀ يوه پايه هېڅ يو ګاډے چرې تر منزله رسېدلے نۀ دے. بلکې زما خو خيال دا دے چې زنانه د قام نيم تن وجود دے او نن د پښتون نيم وجود بالکل شل دے.” “پښتون” – څلیریشتم اکتوبر 1945

باچا خان د پښتنو د تعليم و تربيت د پاره اول “انجمن اصلاح الافاغنه” تنظيم جوړ کړو، ازاد سکولونه ئې قائم کړل او بيا ئې پۀ 1928ز کښې “پښتون” رساله هم شروع کړه. 1930ز کښې د خدائي خدمتګار تحريک شروع کېدو نه پس دغه کار نور هم ګړندے شو. د باچا خان دا پوره پوره کوشش ؤ چې پښتنې مېرمنې پۀ تحريک کښې د سړو سره برابره برخه واخلي او کومې مېرمنې چې د ليک لوست جوګه دي نو هغه دې د “پښتون” رسالې پۀ واسطه دغه مبارزه پۀ وړاندې بوځي. باچا خان پۀ خپلو خبرو، تقريرونو او مضمونونو کښې بيا بيا پښتنو مېرمنو ته دا خواست کړے دے چې هغوي د ازادۍ پۀ تحريک کښې خپل رول ولوبوي. هغه پۀ خپل يو مضمون کښې ليکي:

“زما د خپلو خوېندو نه دا ګيله ده چې دوي د “پښتون” اخبار پۀ معامله کښې ډېره دلچسپي نۀ اخلي. حالانکې “پښتون” د پخوا نه د دوي د حقونو د پاره د پښتنو سره جنګ کړے دے. دا زما د ژوند مقصد دے چې زنانو ته دې خپل حقونه پوره پوره ورکړے شي.” “پښتون” – څلیریشتم اکتوبر 1945

باچا خان د “پښتون” رسالې پۀ يوه بله ګڼه کښې د روشن غني خان د يو مضمون پۀ حواله پۀ خپلو تاثراتو کښې ليکي:

“زۀ د دې عقيدې سړے نۀ يم چې سړے د ښځې نه بهتر يا اوچت دے. ښځه او سړے د ا نسانيت پۀ درجه کښې يو شان دي مګر پۀ برخه کښې يو برابر نۀ دي. يو د بل مددګار دي او بغېر د يو بل د امداد نه ژوند نۀ شي تېرولے خو کۀ د يو بل پۀ دغه برابرۍ کښې کوز او پاس راشي نو د دواړو پۀ ژوند به بد اثر پرېوځي.” “پښتون” – نهم دسمبر 1945‎

د باچا خان د هلو ځلو او کوششونو اثر ؤ چې خدائي خدمتګار تحريک او “پښتون” رساله کښې د تعليم يافته مېرمنو يو شمېر برخه اخستل شروع کړل. دغه تحريک او “پښتون” رسالې د پښتو ادب پۀ تاريخ کښې لوي لوي شخصيات پېدا کړل. د پښتو د شعر و ادب پۀ مېدان کښې هم “پښتون” رسالې د پښتنو مېرمنو يو ګڼ شمېر را مېدان ته کړو چې ټولو د نامساعده حالاتو او سختو پابنديو باوجود پۀ خپل خپل ځاے د ازادۍ پۀ تحريک کښې پوره پوره برخه واخسته. د س ب ب )سېده بشريٰ بېګم( نه واخله تر مجيده بېګم، امينه خاتون، سیده ادينه، ماهِ عالم نګاه، ماهر سلطان، نګينه، نور جهان بېګم، اقبال پروين یوسفزۍ او الف جان خټکې پورې ټولو د پښتنې معاشرې د سختو پابنديو باوجود د قلم پۀ ذريعه د پښتنو د ازادۍ او پۀ هغوي کښې د غلطو رسمونو رواجونو خلاف مسلسل جهاد وکړو. د دې زنانو نه علاوه نور هم ګڼ شمېر مېرمنې وې چې دوي خپل نومونه نۀ دي ظاهر کړي خو پۀ “پښتون” کښې ئې مسلسل نظم او نثر چاپ شوے دے. پۀ دغو مېرمنو کښې يوه تعليم يافته مېرمن الف جان خټکه وه.

الف جان د کرک ضلعې پۀ احمدي بانډه کښې پۀ لسم ستمبر 1931 کښې د غني شاه پۀ کور کښې پېدا شوې ده. تر اتم پورې سبق ئې پۀ کور پۀ ټيوشن وئيلے دے. وروستو ئې بيا تر اېم اے پښتو او اردو تعليم پرائيوېټ کړے. خو د همېش خليل د “پښتانۀ ليکوال”(چاپ نومبر 1958، پېښور) مطابق الف جان پښتو اٰنرز هم کړے دے خو د “پښتون” سره پۀ خبرو اترو کښې الف جان د دې ذکر ونۀ کړو. د الف جان پلار پۀ برټش اٰرمي کښې ملازمت کولو او مشرانو وروڼو ئې پۀ جهلم کښې سبقونه وئيلي وو.

الف جان “پښتون” ته پۀ خپلو خبرو کښې ووئيل چې زما پلار ډېر قدامت پسند سړے ؤ. هغۀ پۀ ما تعليم کول نۀ غوښتل خو زما مشرانو وروڼو شهزاده خان چې پوليس کښې اېس پي ؤ او صاحبزاده خان چې فزيکل ایجوکېشن کښې ډائرېکټر ؤ، پۀ ما د پلار د مخالفت باوجود سبق وئيلے دے. د الف جان ماماګان (حکيم شېر حسن او نور) خدائي خدمتګار تحريک سره ملګري وو او د دوي کره به پۀ کور کښې دغه سياسي بحثونه کېدل. دغه وجه وه چې الف جان ډېر د وړوکوالي نه دغه تحريک ته مائله شوه او بيا چې ورسره د ماماګانو ډاډ هم ؤ نو بې وېرې ترهې ئې پۀ تحريک کښې برخه اخستل شروع کړل.

د الف جان کشر ورور وزير زاده “پښتون” ته پۀ خپلو خبرو کښې ووئيل چې الف جانه به کور پۀ کور ګرځېده او پۀ زنانو کښې به ئې سياسي شعور خورولو او هغوي ته به ئې د وطن د ازادۍ پۀ حقله تقريرونه کول. د وزير زاده پۀ قول زما پلار چې پۀ برټش اٰرمي کښې کپټن ؤ، پۀ خپله باچا خان سره ډېره مينه لرله او د هغۀ حامي ؤ خو د الف جان د دې هلو ځلو پۀ حق کښې نۀ ؤ. حالانکې باچا خان پۀ خپله پۀ “پښتون” رساله (17 دسمبر 1945) کښې ليکي:

“ما د الف جان پلار ته هم وئيلي دي چې تۀ الف جان ته ووايه چې دا کار صرف پۀ مضمونونو نۀ کېږي تر څو چې عملي قدم وچت نۀ کړې.”

کله چې باچا خان د کوهاټ پۀ دوره ؤ نو الف جان د سالار اسلم خان پۀ لاس باچا خان ته يو خط ولېږلو چې بيا د “پښتون” رسالې د وړومبۍ فرورۍ 1946 پۀ ګڼه کښې چاپ شو او باچا خان پۀ دې خپل تاثرات هم وليکل. باچا خان ليکي:

“الف جان د احمدي بانډې يوه لوستې جينۍ ده؛ دا د هغې خط دے. د دې خط د لوستو نه معلومېږي چې د دې پښتنې جينۍ پۀ زړۀ کښې د پښتنو زنانو د ترقۍ او بهبود د پاره يوه رښتونې جذبه ده. زۀ ډېر خوشحالېږم چې پښتنې جينکۍ د خپلو خوېندو د ذليل ژوند احساس وکړي او د دې احساس جذبه قام ته ښکاره کړي. کۀ پۀ زنانه عالم کښې بېداري پېدا شوه نو دا به زما د زړۀ يوه زړه ارزو پوره شي.”

د “پښتون” د تپوس پۀ ځواب کښې الف جان ووئيل چې د هغې د شاعرۍ اصلاح به د ټېري کلي علي محمد هېډ ماسټر کوله چې د علاقې ښۀ شاعر ؤ. د علي محمد لوڼه د الف جان ملګرې وې نو د هغوي پۀ ذريعه به الف جان خپل شعرونه علي محمد هېډ ماسټر ته استول او هغۀ به ئې اصلاح او ډاډګېرنه کوله. بيا د الف جان وادۀ د علي محمد هېډ ماسټر د زوي ظفر سره وشو چې د سکول استاذ ؤ. پۀ دغه حواله الف جان د څۀ وئيلو نه ډډه وکړله خو د هغې ورور وزير زاده دغه تراخۀ يادونه زمونږ پۀ استفسار راوسپړدل. د الف جان وادۀ چې ډېر پۀ کم عمرۍ کښې شوے ؤ، خو د ښځې خاوند کور و نۀ شو او پینځۀ شپږ مياشتې پس الف جان د ټول عمر د پاره د پلار پۀ کور کښېناسته.

مونږ د هغوي د بېلتون د واقعې د تفصيلاتو معلومول مناسب ونۀ ګڼل خو د هغوي د خبرو نه راته دا اندازه ضرور وشوه چې د هغوي د کورنيو ناچاقيو وجه هم د الف جان سياسي هلې ځلې او شعر و ادب ؤ حالانکې د هغې سخر د هغې د شاعرۍ استاذ ؤ خو خاوند ئې دغه سياسي تړون او رابطې مناسبې ونۀ ګڼلې او خبره د هغوي پۀ بېلتون تمامه شوه.

د هغې ورور وزير زاده د يو تپوس پۀ ځواب کښې ووې چې هغې د کور کار روزګار چرته نۀ دے کړے، زيات وخت به ئې پۀ مطالعه کښې تېرېدو او فضل الرحيم ساقي د هغې د خوښې شاعر ؤ چې هر وخت به ئې د هغۀ ذکر کولو.

د “پښتون” د يو تپوس پۀ ځواب کښې الف جان ووې چې باچا خان دلته څو څو واره راغلے دے او د هغې سره ئې ليدۀ کاتۀ شوي دي. هغې ووې چې باچا خان به کله هم راغے نو ما له به ئې پۀ سر لاس راکښلو. د ولي خان پۀ حقله هم هغې ووې چې دلته راغلے دے او زما ورسره ليدۀ کاتۀ شوي دي. دلته دا خبره د غور ده چې باچا خان د نن نه پینځۀ شپېتۀ (65) کاله وړاندې ]دا لیکنه 2009 کښې شوې نو دغه کلونه دې پام کښې ولرل شي[ د احمدي بانډې غوندې لرې علاقو ته تللے دے – حال دا دے چې نن پۀ دې نوي دور کښې هم مونږ احمدي بانډې ته تللو نو د لارې سفر ډېر زيات ستړي کړو خو باچا خان پۀ هغه وخت کښې هم د پښتنو د بېدارولو د پاره د پښتون وطن ګوټ ګوټ ته ځان رسولے دے.

الف جان پۀ کال 1954 کښې د تعليم پۀ محکمه کښې د استاذې پۀ حېثيت ملازمت اختيار کړو. پۀ 1968 کښې ئې د هېډ مسټرېس پۀ عهده ترقي وشوه او پۀ 1991 کښې ئې ګورنمنټ ګرلز هائي سکول ټېري نه د پرنسپل پۀ عهده رېټائرمنټ واخستو. الف جان خټکه چې اوس [2009] د دوه کم اتيا کالو پۀ عمر کښې د کشر ورور پۀ کور کښې ژوند کوي او د هائي بلډ پرېشر، د زړۀ د تکليف او نورو ډېرو نفسياتي عارضو سره مخ ده خو کله چې “پښتون” د هغې نه وپوښتل چې کۀ د موجوده صوبائي حکومت نه څۀ غوښتنه لري نو هغې د قناعت نه پۀ ډکه لهجه کښې ووئيل چې نه! زما د ځان د پاره هېڅ غوښتنه نشته، ګوزاره مې کېږي خو پۀ وطن کښې چې دا کوم حالات دي، دې ډېره غمژنه کړې يم؛ د دې مخنيوے دې وشي. الله دې دا وطن او دا قام پۀ خپل امان کښې وساتي! امين.

 

دا هم ولولئ

!!!Absolutely Not – پښتون

اېمل ولي خان دې خداے زر کلن کړي چې څۀ هم وائي نو بېخي د …