د الف جان خټکې نظم او د تحریک انصاف برقعه – پښتون

د وړومبۍ جولائي 1946 پۀ “پښتون” مجله کښې د الف جان خټکې یو نظم نه وړاندې فخرِ افغان بابا یوه یادګیرنه لیکلې ده چې:

“پینځویشت روپۍ انعام الف جان خټکې ته ورکړے شو

د محترم قيمت شاه خان صاحب د انعامي اعلان مطابق ما هغه ټول مضمونونه او نظمونه چې کوم د موجوده غېر اسلامي رواجي پردې د ختمولو پۀ موضوع راغلي وو، منصفانو ته حواله کړل. هغوي د الف جانې صاحبې لاندې ليکلے شوے نظم د انعام د پاره خوښ کړو او فېصله وشوه چې دا انعام دې الف جان ته ورکړے شي.

د پردې متعلق زۀ دومره قدرې وئيل مناسب ګڼم چې کومه پرده د مسلمانانو د پاره شريعت اسلام مقرر کړې ده، هغه د تمامو مسلمانانو د پاره ډېره ضروري ده او تمام مسلمانان دې د هغې پابند اوسي؛ مګر کومه پرده چې زمونږ پۀ ملک کښې رائجه ده، دا اسلامي پرده هر ګز نۀ ده. داسې پرده د قوم د ترقۍ پۀ لار کښې يو لوے بندېز دے او پۀ زنانو باندې يو لوے ظلم دے. د دې نتېجه دا ده چې عامې پښتنې زنانه جاهلې، بې هنره او بې علمه پاتې شوې.

چونکې زنانه جاهلې وي نو پۀ دې وجه کوم اولاد چې د داسې جاهلو مياندو پۀ غېږ کښې پرورش مومي، هغه يقيناً کمزورے، بزدل او رنځور وي. پۀ دې وجه د تمام قوم جسماني او اخلاقي حالت خراب دے. عجیبه خبره دا ده چې مسلمانان چې څومره غريبان دي، هغوي د پردې دومره پابندي نۀ کوي او څوک چې مالدار دي او ځان لږ اوچت ګڼي، هغوي د پردې سخت پابند دي. حال دا چې د اسلام حکم د امير غريب د پاره يو شان دے. خداے دې نۀ کړي، زۀ هغه بې پردګي نۀ خوښوم کومه چې پۀ يورپ کښې نن ورځ رائجه ده؛ دغه بې ستري زما پۀ خيال بې حيائي ده – مګر هغه ناجائزه پرده چې د قام د تباهۍ باعث کېږي، هغه ختمول ضروري ګڼم.

عبدالغفار

درې اویا (73) کاله وړاندې د “غېر اسلامي رواجي پردې” مزاحمت کښې انعام یافته نظم لیکونکې الف جانه بې بې پۀ څوارلسم ستمبر 2019 خاورو ته وسپارلې شوه او د هغې پۀ درېمه د پېښور ضلعې ښځینه DEO د یوې رسمي لیکنې (Office Circular) تر لارې “پېښور” کښې د “ستر” حکمنامه جاري کړه:

All the heads of Govt. Girls Middle, High and Higher Secondary schools of District Peshawar are directed to properly follow school timings and instruct all the students to use Gown/Abaya or Chadar to veil/ conceal/ cover up their selves in order to protect them from any unethical incident. The matter may be treated as most urgent and important.

Samina Ghani

DEO (Female), Peshawar

No. 5679/5780 – Dated 16/09/2019

د دې اٰفس سرکولر مخې ته راتلو سره د شوي ردعمل نتیجه کښې دغه خبره واپس واخستې شوه خو دوه څلور خبرې چې د میډیا شور کښې تتې کړې شوې دي، باید لږې رڼې او ډاګیزې کړو.

مونږ دا خبره ډېرې ذمه وارۍ سره کوو چې دا وخت پۀ ټول پاکستان کښې عموماً او پښتونخوا کښې خصوصاً “د فوج او طالبانو مخلوط حکومت دے چې ظاهراً پۀ کرسیو ناست ګوډاګي دغه مخلوط حکومت له د قانوني حېثیت ورکولو، د دغې “ملا-ملټري” لیجیټیمېټ کولو د پاره مخې ته لکه د شګو د بوجیو ایښودے شوي دي.

د تحریک انصاف حکومت راتلو سره د “مدارس اصلاحات” پۀ بهانه د کروړونو ګرانټونه د “قلنګ” پۀ توګه ورکړل او یوه “عارضي امن معاهده” ئې وکړه. د ترهګرۍ پۀ ضد شوي جنګ کښې د قام د توې شوې وینې سپکاوے وکړے شو او ترهګر تنظیمونو ته یو ځل بیا د چڼ وڼ شوي ځان راټولولو موقعې او مالي مرستې ورکړې شوې. د ترهګرۍ د مونډ ویستلو پۀ ځاے پۀ عالمي کچ پۀ ګوته شوو ترهګر تنظیمونو ته د “مېنسټریمنګ” پۀ نامه نېغ پۀ نېغه پارلېمان ته د تګ لارې وسپړدې شوې. د وفاقي او صوبائي اسمبلیو نه یو شمېر داسې بلونه منظور کړے شول چې هغه د انساني حقونو د بنیادي کوډ خلاف ورزي هم ده او بې د څۀ اړتو پړتو نېغ پۀ نېغه مارشل لائي ارډرونه او د طالبانو حکمونه دي.

د ترهګرۍ د ختمولو د پاره لارو، بازارونو، سکولونو، یونیورسټیو او نورو دفترونو نه پاټکونه او مورچې جوړول حل نۀ ؤ خو زنځیر زنځیر، مورچه مورچه، څوکۍ څوکۍ “کړے شو” وطن – کۀ نشته نو د امن ضمانت نشته. د کوم “Unethical Incident”مخنیوي د پاره “برقعه ګیري” حل ګڼلے کېږي – خو د پینځۀ اتیا (85) بېلابېلو ورځپاڼو د خبرونو نه د تیار شوي رپورټ تر مخه 2017 کښې 3,445 او 2018 کښې 3,832 کېسونه شوي دي چې د 2018 د رپورټ تر مخه سکولونو کښې 44 او مدرسو کښې 46 کېسونه مخې ته راغلي دي – د فوج او طالبانو “مخلوط حکومت اوس څۀ وائي؟ جینکۍ به برقعه پوشې کړي خو هلکانو د پاره هم حل برقعه ده؟ نه! کله هم نه! برقعه پۀ یو وخت کښې د مولانا عبدالعزیز پۀ کار راتلے شي خو حل نۀ دے – د داسې “شاهینامو” د اجراء مقصد صرف او صرف د معاشرې نېغ پۀ نېغه طالبنائزېشن دے. کۀ څوک چا ته پۀ زور لوپټه پۀ سروي او کۀ پۀ زور ئې ترې کوزوي، خلاف ئې یو.

“د فوج او طالبانو مخلوط حکومت” دې باور لري چې د هغوي د جنګ، د انتهاپسندۍ، د ترهګرۍ او د زور واکۍ د بیانیې مخنیوي د پاره به هر وخت “باچا خان” ځان ته مخامخ ولاړ ویني. د الف جانې بې بې درې اویا (73) کاله زوړ دا نظم ئې یوه ننداره ده.

انعامي نظم

دا مې مطلب نۀ دے چې ظلم د خپل پلار وښايم
زړۀ مې دا غواړي چې ړانده سماج ته لار وښايم
ج
زړونه وريتۀ د خپلو خوېندو پۀ انګار وښايم
د رواجي پردې نقصونه تار پۀ تار وښايم

خدايه د ژبې طلاقت د زړۀ طاقت راکړې!
کۀ پۀ غلطه لاره ځم، تۀ هدايت راکړې!

سېنی ټوريم د “دهرم پور” او د “ډاډر” وکسه
پۀ مريضانو کښې نسبت د ښځې نر وکسه
هلته سل زر ژوندي لاشونه پۀ بستر وکسه
او نتیجه ئې پۀ دفتر کښې د ډاکټر وکسه

وايه دا دومره بې ګناه قتلونه چا کړي دي؟
هغه رحيم کريم الله کړي کۀ تا کړي دي؟

صافې اوبۀ تازه هوا ده د هر چا د پاره
دواړه څيزونه دي ويړيا شاه و ګدا د پاره
نۀ چې يواځې پېدا کړي خداے دي ستا د پاره
تا پابندي پرې لګولې ده زما د پاره!

تۀ د رحمان پۀ خزانو دومره بخيل ولې يې؟
مخ اړوونکے لۀ قران، تورات، انجيل ولې يې؟

لاړ شه پۀ جېل کښې تۀ د سیشن کوټڼۍ وګوره!
کور کښې د خپلې ښځې حال د يو ګهړۍ وګوره!
د قاتلانو هغه طوق هغه بېړۍ وګوره!
تنګ نغرے، شلېدلے کټ، ماته پېړۍ وګوره!

وايه ستا ښځې هم د قتل ارتکاب کړے دے؟
يا دې ځان خپل پۀ مجرمانو کښې حساب کړے دے؟

داسې پرده د زنانه “زنانه پن” زياتوي
ستا او زما پۀ شان بیمار لوڼه زامن زياتوي
ضعف د بدن زياتوي وېره د دښمن زياتوي
خوشے تعداد د تيار خورو پۀ وطن زياتوي

نن د بې کارو خلقو ځاے پۀ مخ د زمکې نشته
دې بجلي ګهر ته ضرورت د “اور بلـــــکې” نشته

ياد لره ستا يو وزر مات دے الوتلے نۀ شې
قافلې لاړې، ورپسې تۀ رسېدلے نۀ شې
پښه دې ده ګوډه، ترقۍ پۀ بام ختلے نۀ شې
شرم اخستے يې پۀ ځاے پاتې کېدلے نۀ شې

پۀ سمه لاره کښې ولاړ حېران پښېمان ولې يې؟
ستا خپل عمل دے درته وړاندې، اوس ګريان ولې يې؟

تۀ د مذهب پۀ نوم پۀ ما څومره ظلمونه کوې؟
خداے او رسول باندې د غېر اعتراضونه کوې
تۀ ئې مذهب بولې، زما پۀ خيال کفرونه کوې
دين د اسلام بدناموې، ټول رواجونه کوې

راشه چې زر درته د خپل دين حقيقت وښايم!
هسې د خولې خبرې نۀ، حديث اٰيت وښايم

خلاص کړه قراٰن او د قراٰن “سورۃ النور” وګوره!
سر سري مۀ ګوره، پۀ عقل پۀ شعور وګوره!
ج
تۀ د عليم حکيم کلام پۀ حکمت پور وګوره!
پس لۀ هغې نه خپل رواج او خپل دستور وګوره!

ستا پۀ عمل کښې د اٰيت نه تجاوز ولې دے؟
د خداے رسول پۀ ځاے دا ستا حکم نافذ ولې دے؟

خداے دي وئيلي نا محرم ته خپل سينګار مۀ ښايه!
وايه مطلب خو نزاکت د خپل ګفتار مۀ ښايه!
پۀ لارې ځه خو د کاليو شر شنګهار مۀ ښايه!
“غضِّ بصر” کوه، نظر کښې انتشار مۀ ښايه!

دا سترګې ښکته غړول دي هر بشر د پاره
ښکلي قراٰن پۀ شريعت کښې ښځې نر د پاره

ځان دې ازاد زۀ دې حصار کړمه پۀ کور کښې ولې؟
مړه خو لا نۀ يم تا ژوندۍ ښخه کړم ګور کښې ولې؟
هاړ پشکال کښې سوزوې مې پۀ سور اور کښې ولې؟
ګور خو لا ښۀ وي ودروې مې پۀ تنور کښې ولې؟

زۀ چې ستا ظلم يادوم، ما ته ژړا راشي
د جېل نقشه راته پۀ سترګو کښې صفا راشي

دا دے فطرت چې دے بشر پۀ ممنوعاتو حريص
زۀ دا منم چې شي خبيث پۀ خبيثاتو حريص
ج
ځکه نظر وي د هر نر پۀ مستوراتو حريص
نۀ ده ممکن چې شي مؤمن پۀ مؤمناتو حريص

خداے دې کړي ورکې خبيثاتې خبيثانو سره
مؤمنات ولې توروې د مؤمنانو سره؟

تۀ کۀ دا وائې چې امت کښې فاحشاتې شته دے
پۀ شريعت کښې د فاحشو ملاماتې شته دے
يو پۀ سل زياتې پاک لمنې مؤمناتې شته دے
بندول شته دے، وهل شته دے، دې نه زياتې شته دے

جرم نه وړاندې سزاګانې ورکول څۀ پکار؟
پاکې بيبيانې پۀ کورو کښې بندول څۀ پکار؟

ښځې هم زړونه لري، زړو کښې خواهشات لري
کاڼي خو نۀ دي، هم دا ستا پۀ شان جذبات لري
سر کښې مازغۀ لري مازغو کښې احساسات لري
ښۀ خيالات لري بلکې لۀ تا نه زيات لري
ج

دا بې ګناه مرغۍ دې بند کړې پۀ پنجرې کښې ولې؟
وايه کړې ښځې دې ژوندۍ پۀ هدیرې کښې ولې؟

يو دې تعليم نه کړې محرومې د ړندو پۀ مثال
ډېر پۀ ذلت ورته نظر کوې د سپو پۀ مثال
بل دې بندي کړې پۀ کورونو کښې د غلو پۀ مثال
پۀ نۀ خبره ئې وهې د پردو خرو پۀ مثال

دا کوم انصاف دے؟ کۀ پۀ زړۀ کښې ورته خيال وکړې
تۀ به پۀ خپله د سنګين جرم اقبال وکړې

پۀ دې خبرو دې “غازي امان” الله کړو کافر
اوس “د سرحد د پښتنو پوزه” باچا کړو کافر
بيا دې ترکي کښې “مصطفيٰ کمال پاشا” کړو کافر
هر يو فرزند دې د اسلام جد جدا کړو کافر

ځان له جنت خالي کوې، حورې غلمان غواړې
طمع مې نۀ شي چې تۀ خېر د مسلمان غواړې

حق وئيل ښۀ دي خو د نۀ وئيل مخي چرته دي؟
ځان له حق غواړي، چې د بل حق ورکوي چرته دي
څوک چې حق اوري نن سبا هغه زلمي چرته دي؟
هسې دعويٰ د سړيتوب کوي، سړي چرته دي؟

دا قدر بس ده الف جان چې تپوَّس وکړي
ستا پۀ وېنا باندې عمل څۀ موده پس وکړي

او د تحریک انصاف برقعه

پښتون

د الف جان خټکې نظم

دا هم ولولئ

!!!Absolutely Not – پښتون

اېمل ولي خان دې خداے زر کلن کړي چې څۀ هم وائي نو بېخي د …