څنګه چې د يو د ګاډي دوه پايو ته ضرورت وي، دغسې د ژوند د ګاډي ښځه او نر دوه پايې دي. کۀ چرې د ګاډي يوه پايه نقصاني وي نو دا ګاډے به غوايان څنګه خپل منزل مقصود ته ورسوي او کۀ فرض کړه و ئې رسوي نو پۀ ډېر تکليف او مشقت به ئې ورسوي.
د دې نه څوک انکار نۀ شي کولے چې د دنيا پۀ تهذيب جوړولو کښې د ښځو ډېر لوے لاس دے؛ دا بېله خبره ده چې د سړي او ښځې فرائض جدا جدا دي – بهرحال، ښځې د سړو سره مدد ضرور کولے شي. د ښځې اول فرض دا دي چې خپل کور صفا ستهره وساتي. د ښځې د ټولو نه لوے فرض د بچو پالنه ده. يواځې دا نۀ چې بچي پېدا کړي بلکې د هغوي د صحت، اخلاقو پالنه وکړي او پۀ روحاني لحاظ سره ئې د دې قابل کړي چې پۀ دنيا کښې ښه استوګنه وکړې شي. د وړوکي او جينۍ د اخلاقو پۀ لحاظ سره پۀ مستقبل جوړولو کښې د مور ډېر لوے لاس دے.
څنګه چې ما مخکښې وئيلي دي، د دواړو فطرت او جسم بالکل د يو بل نه مختلف وي – سړے مضبوط وي او د سختو کارونو د پاره جوړ شوے وي او ښځه ذات برد باره او صبرناکه وي او پۀ جسماني لحاظ سره نازکه وي. پۀ ښځو کښې همدردي او تېز فهمي ضروري صفتونه دي. زۀ د دې عقېدې نۀ يم چې سړے د ښځې نه بهتر يا اوچت دے. ښځه او سړے د انسانيت پۀ درجه کښې يو شان دي مګر پۀ برخه کښې يو برابر نۀ دي. يو د بل مددګار دے او بغېر د يو بل د امداد نه ژوند نۀ شي تېرولے – خو کۀ د يو بل پۀ دغه برابرۍ کښې کوز پاس راشي نو د دواړو پۀ ژوند بد اثر غورځوي.
ښځې له نۀ دي پکار چې پۀ هر څۀ کښې د سړو پېښې کوي. ښځه پۀ خپلو کارونو او فرائضو کښې خوږه او درنه ښکاري – ولې دا هم ضروري نۀ ده چې ښځه دې خالص د سړي وينزه وي؛ تر څو چې ښځو کښې خود داري او فرض شناسي نۀ وي او د انسانيت پۀ درجه کښې خپل صحيح ځاے و نۀ پېژني، انساني نسل ترقي نۀ شي کولې او خپل منزل ته نۀ شي رسېدلے.
اوس ښځو له پکار دي چې پۀ دې مطلبي او خود غرضه زمانه کښې خپلو بچو ته د ايثار، محبت او قربانۍ تعليم ورکړي چې پۀ ځاے د جنګ و جدل د مينې، محبت او ورورولۍ سبق دنيا ته وښائي.