د سر اقبال لاهوري د نظم دا ژباړه فقط یوه Replica نۀ ده، تشه ترجمه نۀ ده، بلکې د دې ترجمې پۀ شا د یو خاص فکر د ترجمانۍ مقصد پروت دے. “د مغل پۀ ځاے انګرېز پۀ تا قابض شو” نه وړاندې برخه لوستلو سره ښکاري چې دا نظم الف جانې بې بې د سر اقبال نظم پښتو ته راوړلو د پاره نۀ ده کړې –
سر ډاکټر محمد اقبال پۀ خپل کتاب کښې هغه پند به پۀ پښتو ژبه بيان کړم “قبیلې خېلونه ورک بويه پۀ قام کښې زۀ مئين يم پۀ هغو ښکلو ځوانانو د مغل نه پۀ هېڅ شان کم کوزه نۀ دے ما د زړۀ خبره دا ده غوږ پرې کېږده! چې پرې نۀ راوړي هېڅ کله باد د غرونو د مغل پۀ ځاے انګرېز پۀ تا غالب شو د خوشحال پۀ ځاے باچا خان درله راغے پښتانۀ پۀ يوه تار پيئيلي غواړي اتفاق او اتحاد ځان کښې پېدا کړه! اعتماد پۀ خپلو مټو باندې وکړه! پۀ خپل زړۀ کښې د ليډر قدر پېدا کړه! ازادي به دې روزي شي کۀ خداے کاندي الف جان سحر ماښام لۀ خدايه غواړي کۀ زلمو بيا د “خالد” مثال پېدا کړو ج |
د خوشحال خټک ليکلے دے يو پند پښتانۀ وروڼه دې واخلي ترې نه خوند چې پرې نوم د پښتانۀ شي سر بلند چې پۀ ستورو باندې اچوي کمند يوسفزے، خټک، بنګش، خليل، مومند خوشحال خان له هغه قبر دے پسند د مغل سوارۀ ګردونه د سمند” نن دې وار دے کۀ عمل کړې پۀ دا پند خداے دې دے لرې خوشحال او اقبال مند د کشمير نه تر هرات او سمرقند بيا مقصد د ژوندانۀ دې کړه بلند غېر غماز ته چې و نۀ کړې خوشامند ترې قربان کړه سر و مال زند و فرزند چې خواږۀ دي تر نبات و شکر قند کامياب فخر افغان پۀ اَ خپل ژوند دا زۀ وايم پۀ قسم او پۀ سوګند |
زما خوېندې به پۀ سپین مېدان ښکاره کړي
سپینه توره، سرۀ لاسونه، سپین مړوند
“پښتون” – اوولسم دسمبر 1945
قومي ترقي
پښتونه پورته شه قامونو کښې خپل قام پورته کړه!
بيا پۀ دنيا کښې د پرېوتي پښتون نام پورته کړه!
ګوره قامونه ټول پۀ بام د ترقۍ وختل
تۀ څۀ ته ګورې؟ د ترقۍ پۀ لوري ګام پورته کړه!
پرېوتي قام له ترقي بويه د برق پۀ رفتار
د هر سحر پۀ مقابل کښې خپل ماښام پورته کړه!
بيا پۀ دنيا کښې د قامونو انجمن جوړېږي
دې انجمن کښې د ګمنام پښتانۀ نام پورته کړه!
د يو څو کسو ترقي تۀ ترقي مۀ ګڼه!
کۀ ترقي غواړی د قام نو خاص و عام پورته کړه!
بې لۀ نظامه ترقي د قام ممکنه نۀ ده
قام منظم کړه او معيار بيا د قام پور ته کړه!
“ابو الکلام” غوندې امام چې پۀ اسلام کښې لرې
پۀ اطاعت سره مقام د خپل امام پورته کړه!
“فخرِ افغان” نه مې پېغام د ترقۍ راوړے
پۀ دواړو لاسو دا پېغام پۀ احترام پورته کړه!
د جهالت الزام پۀ تا باندې پۀ ځاے لګېږي
د خپل تعليم انتظام وکړه، دا الزام پورته کړه!
د خپلې ژبې ترقي چې در نه هېره نۀ شي
د انګرېزۍ پۀ شان معيار د خپل کلام پورته کړه!
نر کۀ دماغ دي ستا د قام، ښځه ئې زړۀ وګڼه!
کۀ ترقي دې وي مقصد، د دې مقام پورته کړه!
تۀ د خالد بابا اولاد يې، شجاعت وښايه!
د مظلومانو پۀ امداد دې خپل صمصام پورته کړه!
پۀ بنيادمو چې احسان دين د اسلام کړے دے
پۀ ښۀ عمل سره تۀ هم دين د اسلام پورته کړه!
د الف جان نصيحت واوره! بيا عمل پرې وکړه!
پښتونه پورته شه قامونو کښې خپل قام پورته کړه!
الف جان خټکه
“پښتون” – څلور ویشتم اپرېل 1946
پښتنو ته يو پېغور
لکه “د خوشحال خان خټک وصیت”، دا نظم هم صرف د ترجمې د پاره نۀ دے؛ د دې پۀ شا هم د ازادۍ اخستو پېغام او مقصد دے.
د اسلام جرنېل طارق چې سپېن ته لاړو
د خپل فوج بېړه ئې وسوله پۀ اور
يو سپاهي پۀ ډېر ادب ورته عرض وکړو
“لرې پاتې شو لۀ مونږ نه کلے کور
چې بېړۍ نۀ وي پۀ څۀ به بېرته درومې؟
د سبب پرېښول روا نۀ دي هېڅ طور”
بهادر جرنېل خپل لاس پۀ توره کېښود
پۀ خندا شو بيا ئې ووئيل پۀ زور
“اے بچيه! ټول جهان زما د خداے دے
زۀ د خداے يم، هر وطن دے زما کور”
اے پښتونه راشه ښۀ غور پرې وکړه!
دې قيصې کښې پروت دے تا لره پېغور
ستا نيکۀ خو د پردي ملک دعوېدار شو
تۀ وطن کښې واکدار نۀ يې د خپل کور؟
اول خپل وطن د بل لۀ لاسه خلاص کړه
بيا طارق پۀ شان روان شه لور پۀ لور
ازادي پۀ سوال منت موندلې نۀ شي
چې ښکاره نۀ کړې د خپلو مټو زور
ستا ليډر فخر افغان درِ يکتا دے
پۀ دنيا کښې موندے نۀ شي داسې نور
ننګيالے پښتون خو شېر د لويو غرو دے
ازمرے کله خبر وي لۀ خپل زور
الف جان خو نېغه لار درته ښکاره کړه
اوس دې واک دے چې پياده درومې کۀ سور
الف جان خټکه
“پښتون” – اوولسم اپرېل 1946
پښتنې جلې ته خطاب
راشه راشه د سرحد پښتنې جلې! پۀ ايمان وايه پۀ کوم ډېران اودۀ وې؟ د يورپ ښځې پۀ شيش محل کښې اوسي د عالم جونه د شنو باغونو سېل کړي مټې نغښتې پۀ دېوال تپې سپياکې نۀ دې نمونځ نۀ دې اودس نۀ دې عمل شته لنډه دا چې نۀ دې دين نۀ دې دنيا شوه دا ذلت دې پۀ سبب د جهالت دے د دوزخ ژوندون خو تا پۀ ځان قبول کړو خداے د پاره د تعليم زيرمه ئې وکړه ښۀ کالے د جينکو ښۀ تربيت دے طوق، بېړۍ او هتکړۍ دې ورله ساز کړل ماشومانو له دې پوزه غوږ سوري کړل پۀ واړۀ عمر کۀ تۀ وې خاورو لاندې د قرېشو جينکۍ لۀ تا نه ښې وې پاک رسول چې د اُحد پۀ سر نعرې کړې هغه زوړ سبق در ياد فخر افغان کړو غلامي د خداے لعنت دے پۀ مونږ باندې راشه وشلوه د غاړې زنځيرونه کۀ پاڅې لۀ خوبه پاڅه او کۀ نۀ وي قافلې درځنې ډېرې وړاندې لاړې نېغه لار د شريعت ده، روانېږه! ظاهري حسن چې تا له خداے درکړے پۀ ايرو کښې د سرۀ لعل پۀ شان ښکاره وې هۍ افسوس چې باطني حسن دې هم وے |
چې د غم خبرې وکړو يو تر بلې د ازل پۀ ورځ چې برخې وېشېدلې تۀ نازېږې د غوايانو پۀ غوجلې هر سحر ته چلوې خپلې خځلې پۀ غوشيانو دې لړلې وي څنګلې د قراٰن حديث پۀ ځاے وائې بدلې د جوګي پۀ شان لۀ دواړو ووتلې مور و پلار چې تۀ مکتب ته نۀ لېږلې خپلې لوڼه جهنم ته بيايې ولې؟ کۀ پۀ لور د ژوندانۀ مزې اخَلې نۀ اوږۍ ده، نۀ کړۍ ده، نۀ پايلې خداے خبر پۀ کوم قصور دې ونېولې داسې ظلم، داسې جبر – ولې ولې؟ پۀ ځوانۍ کښې به چا ولې خرڅولې پۀ ژوندوني به پلارانو ښخولې د عربو زولنۍ ئې وشلولې شوې اوده پۀ غړولو سترګو ولې؟ پښتنې ئې د سيالۍ نه وويستلې کۀ دنيا کښې د عزت برخه اخَلې تر قيامته به پۀ خاورو کښې څملې رسېدل به دې هله شي چې تۀ ځغلې د الله پۀ رسۍ ښخې کړه منګولې پۀ عالم کښې به موندلے نۀ وي بلې خالده اديب خانم چې ولېدلې نمر پۀ شان بيا پۀ عالم کښې ځلېدلې |
الف جان چې خپل تصوير ورله ښکاره کړو
پښتنې جونه ئې څنګ وژړولې
الف جان خټکه
“پښتون” – اوولسمه فروري 1946
“پښتون” – اوولسم ستمبر 1946
د لیګیانو تقریرونو ثمر راوړو!
د اختر سپوږمۍ خبر د اختر راوړو زۀ د صلح طلب ګار وم د رقیب نه د بهار ګلونه لا پۀ غوړېدو وو زما زخم د مرهمو طلب ګار ؤ کلکتې کښې بې ګناه خونرېزي وشوه د تعمیر پۀ ځاے تخریب سیاست نۀ دے مسلمان دې لۀ “قائده” تپوس وکړي دۀ وې ‘وینه د مسلم لوے امانت دے’ د نبي خېر البشر به څۀ ځواب کړې؟ دا لیګیان مسلمانان به لا جواب کړي د انګرېز پۀ غلامۍ به دوي خوشحال وي پاکستان پۀ خونرېزۍ جوړېدے نۀ شي پۀ ډیلي کښې عارضي حکومت جوړ شو |
کۀ فلک پۀ ما ویستلے خنجر راوړو دۀ د ځان سره شمشیر و سپر راوړو چې پېغام د خزان باد د سحر راوړو نیم حکیم ورله پۀ لاس کښې نشتر راوړو “د لیګیانو تقریرونو ثمر راوړو” د “چرچل” پۀ شرارت ئې دا شر راوړو تا پۀ ځاے د نفع ولې ضرر راوړو؟ امانت کښې خیانت ستمګر راوړو چې دې شر پۀ منځ د نوعِ بشر راوړو کۀ “ازاد” ورله قران پۀ منبر راوړو چې کانګرس له ئې څیرلے ځیګر راوړو وائس-راے نه مې دا نوے خبر راوړو دا خبر مې د اول ستمبر راوړو |
پښتنې خوېندې ئې ډېرې همنوا شوې
الف جانې لۀ کوم ځایه اثر راوړو