January 23, 2020
“د متبادل او جديد نصاب ضرورت ولې؟ باچا خان سکولونه ولې؟
يادګيرنه: د دې سيمينار د علمي برخې د نتيجې د پاره د ښاغلي ډاکټر خادم حسېن وېنا د خلاصې پۀ توګه پام کښې ولرلې شي. دا دې هم پۀ کښې وي چې دا ليکنې رسمي نۀ دي؛ د ويډيو نه کاغذ ته راوړې شوې دي، ځکه نو د ليک ادبي او اسلوبي حېثيت نه دې معنيو ته زياته پاملرنه وشي.
کوربه: شاهنواز مشال
پېنل: سردار حسېن بابک، ډاکټر سهېل خان، ډاکټر جميل چترالي، ډاکټر خادم حسېن
وېناوال: (1 سيد اختر علي شاه – “د ولي خان سياسي بصيرت”
(2 خان زمان کاکړ – “باچا خان کوم قسم ټولنه غوښته؟”
سردار حسېن بابک:
مونږ دا ګڼو چې مونږ د باچا خان او د خدائي خدمتګارۍ د تحريک او فلسفې استازي او پېروکاران يو؛ زمونږ د پارټۍ تنظيمي غړي او عهدېداران چې مونږ راغوښتي دي، کېدے شي هغوي خيال کوي چې پۀ دې ځاے کښې زمونږ ناسته ولې ضروري ده؟ نو دا ځکه ډېره ضروري ده چې کۀ مونږ خبر يو نو دا خبرې اولس ته رسولو کښې به مونږ ته اساني وي. ځکه خو پۀ دې اوونۍ کښې لويې جلسې هم کېږي او داسې علمي ناستې هم کېږي چې د خدائي خدمتګار تحريک د فکر او عمل تسلسل دے.
دلته دا عالمان او سکالران ناست دي، دوي به علمي بحث کوي – زۀ پينځۀ کاله د تعليم د وزير پۀ حېث د پاتې کېدو پۀ وجه دلته خبرو د پاره منتخب شوے يم او زۀ به د يو ادنٰي سياسي کارکن پۀ حېث خبره وکړم.
اتلسم ائيني ترميم چې زمونږ د نعرې “خپله خاوره خپل اختيار” سياسي نتيجه ده، عموماً ورته “صوبائي خود مختاري” هم وئيلې شي، کښې د نورو ډېرو اختياراتو تر لاسه کولو سره مونږ تعليمي خود مختياري هم حاصله کړې ده او زۀ هغه وخت د تعليم وزير وم نو مونږ د دغه اختيار تر لاسه کولو نه فائده هم اخستې ده.
دلته خبره د نصاب کېږي؛ نصاب زمونږ د ژوند، تاريخ، ژبې او کلتور پۀ ضد ؤ، اوس هم دے – زمونږ بچو ته نصاب کښې چې څۀ ښودلے کېږي، هغه د هغوي پۀ عملي ژوند کښې نۀ وي، نو ځکه علم شا ته پاتې شي او د نمبرو او GPA جنګ سيالي جوړ شي. زمونږ پۀ حکومت کښې مونږ مورنيو ژبو ته ځاے ورکړو. يوه لېنګوېج اتهارټي (Language Authority) مو جوړه کړه او د څلوېښتو ماهرينو کمېټي مو جوړه کړه چې هغه ژبو له الفبا، قاعده او نور لوازمات جوړ کړي چې دغه ژبې محفوظې شي. مونږ پۀ دې حقيقت پوهه يو چې مورنۍ ژبه د زدکړې فطري ذريعه ده. خو بدقسمتۍ نه چې کله پۀ دې صوبه کښې د پي ټي اٰئي حکومت راوستے شو نو وړومبے ئې دغه لېنګوېج اتهارټي معطل کړه او بيا ئې د “يکسان نظام تعليم” پۀ نامه د مورنيو ژبو پۀ مونډ ګزار وکړو.
مونږ دا وينو چې پۀ نصاب کښې پۀ رياستي توګه پښتنو سره دښمني شوې ده. پۀ تاريخ، دينيات، سماجيات، سائنسز او نورو مضامينو نظرثاني پکار ده او دا د تاريخي، معروضي او زمکني حقيقتونو سره سمول غواړي.
دا دلته چې د “متبادل” لفظ استعمالېږي، نو دا ځکه استعمالېږي چې موجوده نصاب غېر متعلقه هم دے او غېر معياري هم. دا د دې خاورې او خلکو سره تړون نۀ لري. د تعليم اختيار د فيډرېټنګ يونټس سره دے، خو دوي وائي چې مونږ يوه ملکي نصابي پاليسي (National Curriculum Policy) راوړو؛ نو د دې خو ائين د سره اجازت نۀ ورکوي!!! عوامي نېشنل پارټي د نېشنل کريکولم پۀ نامه د غېر ائيني اقدام غندنه هم کوي او د دې مزاحمت هم کوي.
د متبادل نصاب پۀ سلسله کښې به د باچا خان سکولونو خبره هم وکړم. باچا خان بابا سکول هم جوړولو، نصاب ئې هم جوړولو او بيا ئې ډونرز هم پېدا کول او بيا د ډونرز د پاره کواليفيکېشن هم ؤ – دغسې د پښتنو او د دغه سکولونو تر منځه ئې يو تعلق هم جوړ کړے ؤ. زمونږ هم کمزورۍ دي او هغه داسې چې خلک پۀ خېرات کښې دېرش مېښې حلالوي خو پۀ خپل کلي کښې د باچا خان سکول د پاره ورسره ماتې نۀ وي. د پارټۍ کوم مشر د پاره چې ډوډۍ کېږي نو پینځۀ لکهه روپۍ پرې خرچ کولې شي خو باچا خان سکولونو د پاره ئې بيا زړۀ نۀ کېږي. زۀ به انشاء الله دا خبرې مخې ته راوړم او جلسه کښې چې مونږ پۀ نور ډېر څۀ خبره کوو، نو پۀ باچا خان سکولونو به هم خبره کوو.
هغه تېره ورځ (2020.01.21) چې دلته پۀ احمد شاه بابا تالار کښې د باچا خان سکولونو د ماشومانو پروګرام ؤ، يو خو ما وليدل چې هغې کښې د ملګرو شرکت ډېر کم ؤ او ځکه ما ډاکټر صاحب )خادم حسېن( ته ووئيل چې زمونږ ترجيحاتو ته وګورئ، د سوات او کرک نه تر ټل او هوسۍ او درګۍ نه دا ماشومان راغلي دي خو زمونږ څوک ورته ناست نۀ دي! دغه ماشومانو ما ته دا خبره نوره هم ثابته کړه چې پۀ سرکاري سکولونو او نورو پبلک او پرائيوېټ سکولونو کښې تعليم “رټه” ده، خو باچا خان سکولونو کښې کوم د سرګرميو تر لارې (activity based) تعليم ورکولے کېږي. ما دغه پروګرام کښې چې د ماشومانو کوم تقريرونه واورېدل، هغوي چې کومې سندرې ووئيلې، ډرامه ئې سټېج کړه؛ نو د دغه ماشومانو پۀ اوازونو، مخونو او حرکتونو کښې يو خاص اعتماد مې وليدو. ما وليدل چې هغوي ته يو خاص sense of learning ښودلے شوے دے. پکار ده چې مونږ پۀ دې خبره کولې شو چې دا اوس کوم اوولس سکولونه دي، د دې تعداد زيات کړے شي – سکولونه اپ ګرېډ کړے شي پۀ افقي (Horizontal) طور هم او پۀ عمودي (vertical) طور هم – او دې د پاره چې مونږ پۀ خپلو جلسو کښې نورې خبرې کوو نو پکار ده چې پۀ باچا خان سکولونو هم خبرې وکړو.
زمونږ د حکومت دور کښې يوه واقعه وشوه. لکه چې دلته د ماشومانو پۀ ذهني استعداد خبره وشوه نو داسې وه چې نصاب کښې سورة انفال شامل ؤ – مونږ یو کار هم پۀ خپل سر او ځان له فېصله نۀ ؤ کړے، پۀ اجتماعي دانش او سټېک هولډرز سره مشاورت باندې مو کارونه کول. بيا هم دې نه يوه مسئله جوړه کړې شوه چې ګنې اٰيتونه نصاب نه وويستلے شول. ما نه يو ټي وي تپوس وکړو نو ما ورته ووې چې دا خو د ذهني لېول پۀ بنياد درجه بندي کېږي، داسې خو نۀ ده چې يو څۀ يو ماشوم ته پۀ دولسم جماعت کښې ښودل غواړي نو هغه به ورته تاسو څلورم جماعت کښې ښايئ، يا د دولسم هغه څلورم کښې!!!
زۀ خپلې خبرې پۀ دې را ټولوم چې متبادل نصاب هم پکار دے او د باچا خان سکولو پراختيا هم پکار ده.
ډاکټر سهېل خان:
د ټولو نه اول به زۀ پۀ جهاني ادب کښې د نصاب چې کوم بنيادونه دي، پۀ هغې خبره وکړم او دا به هم ووايم چې دغه بنيادونه بيا دلته زمونږ پۀ نصاب کښې شته او کۀ نشته. کله چې تهذيب يوې معاشرې کښې راوستلے کېږي نو دې د پاره تعليم بنيادي اېجنټ دے او د تعليم د پاره بنيادي اېجنټ “نصاب” دے – نو دنيا وائي چې کله تعليم د تهذيب طرف ته بوځې نو دې د پاره څلور بنيادي اساسونه دي چې زۀ پۀ هغې خبره کوم:
- فلسفيانه/ تاريخي اساس: د علم بنيادي مأخذونه څۀ دي؟ کوم قسم علم پکار دے؟ بنيادي اقدار، کلتور او تاريخ به اصلي شکل کښې څنګه نوي نسل ته رسوو؟ خو دلته مسئله دا ده چې کۀ پۀ نصاب کښې دغه فلسفيانه/ تاريخي اساس منځ ته راوړے کېږي نو د پاکستان چې دلته د مېشته قاميتونو د تحليل کولو کومه لاره ده، هغه نۀ پوره کېږي. ځکه چې پۀ فلسفيانه او تاريخي اساس چې خبره کېږي نو هغه به د وينې، جغرافيې، تاريخ، ژبې، علمي سرچينې، فلسفې او وسائلو خبره وي – دلته چې مونږ ته د بي اېس د پاره کوم سلېبس (Syllabus) راکړے شوے دے، هغې کښې ټول مضامين ځاے شوي دي خو پښتو پۀ کښې شامله نۀ ده!!! يعني زۀ به سوشيالوجي وايم، ټولنيز نفسيات به وايم خو چې د کوم قام يا ټولنې پۀ حقله زدکړه کوم، د هغه قام ژبه به پۀ کښې نۀ وي؛ پښتو به نۀ وي، پښتونولي به نۀ وي، پښتونخوا به نۀ وي، شخصيات به ئې نۀ وي!!!
- نفسياتي اساس: نصاب به پۀ کومه طریقه تدريس ښودل غواړي؟ د هر عمر نفسياتي ضرورتونه څۀ دي؟ اوس د ژبو، معاشرتي علوم، تاريخ، جغرافيې او اسلاميات وغېره د طريقۀ تدريس او د عمر د نفسياتي ضرورتونو برملا خلاف ورزي شوې ده. د نفسياتي قامي یکسانيت خبره پۀ کښې بېخي نشته. اصل کښې د ماشومانو د ذهنونو فکري پالوشن (pollution) د پاره دغه اساس پۀ شعوري توګه نظر انداز کولے کېږي. دنيا ګوري چې پۀ دې عمر کښې به د ماشوم ذهني سطح دومره وي او د دې درجې به وي نو دۀ ته به دا موضوعات او دا الفاظ او دومره concepts ښودلے کېږي. دلته نصاب دومره بې قاعدې دے چې د دولسم ټولګي ماشوم يو درخواست، يو خط، يو مضمون پۀ خپله پوهه نۀ شي ليکلے. د څلورم جماعت علم دولسم کښې ورکوي او د دولسم هغه پۀ درېم کښې – نو ځکه خو د لسم ماشوم د خپلې داخلې فارم هم نۀ شي ډکولے. چې کله مونږ Psychological اساس ښايو نو هغۀ ته به د ګېر چاپېره اوسېدونکو خلکو او قومونو سره مشترکات هم ښايو. دې وخت کښې بيا د پښتون او افغان خبره د علم موضوع کېږي او چې کله دا موضوع راشي نو بيا د ژبې، د نسل، د قام، د جغرافيې، د کلتور، د زراعت، د اقتصاد او د پېداوار او مارکيټ خبره به هم راځي – دا هغه وجوهات دي چې د دې پۀ وجه رياست پاکستان د نصاب سازۍ پۀ عمل کښې د نفسياتي اساس نه سترګې اړوي.
- اقتصادي اساس: نصاب د خطې، منطقې د موجودو وسائلو پۀ بنياد خلکو ته د متعلقه فني علومو پۀ بنياد اقتصادي پرمختګ له کار کوي. موجوده نصاب پښتنه خاوره کښې د وسائلو نشاندهي او د هغې پۀ بنياد اقتصاد له پرمختګ نۀ ورکوي، نۀ خلکو له روزګار ورکوي. دې مد کښې چې کله د پښتنو يا د نورو قامونو وسائل ښودلے کېږي نو هغې د پاره د “پاکستان کے وسائل”، “پاکستان کے پهاړ”، “پاکستان کے پېداوار”، “پاکستان کے معدنيات” پۀ عنوان ډېر سطحي معلومات ښودلے کېږي او د دې پۀ شا دا وېره ده چې کۀ دې خلکو د خپلو وسائلو شعور ولرلو نو ممکنه ده چې سبا راپسې حساب کتاب را واخلي. زما اوبۀ، زما بجلي، زما تماکو، زما کرومائيټ، زما قوله، زما ګېسونه، زما ځنګل او زما معدنيات ترې وباسي خو خپل اوړۀ غنم را باندې بندوي؟
- سماجي/ ټولنيز اساس: ټولنيز ژوند د پاره علم پۀ کار راوستل او سماجي ادارې د تعليم د لارې انساني ضرورياتو سره تړل د نصاب اساس وي. موجوده نصاب د ټولنيز ژوند، د هغې د ادارو، هيئتونو، ساخت او عناصرو نه نا خبره دے. موجوده نصاب نه پښتنه ټولنه او د هغې ضروري عناصر بهر دي.
د متبادل نصاب ضرورت دے او دا متبادل نصاب پۀ سائنسي بنيادونو مخې ته راوړل دي. پۀ ازادو سکولونو کښې د 1921 نه تر 1924 پورې مروج نصاب ښودلے کېدو او بيا باچا خان يوه باضابطه نصاب کمېټي جوړه کړه او د مختلفو مضامینو د ماهرينو پۀ ذريعه نصاب تيار کړے شو.
]پۀ دې منځ کښې چې بل وېناوال ته بلنه ورکړې کېده، ښاغلي سردار حسېن بابک د يوې خبرې اجازت واخستو چې:
دا سهېل صاحب خبره وکړه، زۀ د بېن الصوبائي رابطه څانګې (Inter Provincial Coordination) چئيرمېن يم – مونږ دوي ته وايو چې تاسو زمونږ کومه بجلي استعمالوئ، د دې ناپولو د پاره چې کومه اٰله سکاډا (SCADA) استعمالېږي، د هغې د لګولو اجازت راکړئ! نو مونږ ته دا اجازت نۀ راکولے کېږي؛ وائي چې بس مونږ به درته وايو کنه چې څومره ده!!! يعني سهېل صاحب زما نه سودا اخلي، د دې تول به هم دے کوي او هم دے به ئې د نرخ تعين هم کوي!!!
ډاکټر جميل چترالي:
مونږ چې کله د نصاب خبره کوو نو د ټولو نه اول به دا ګورو چې ایا دغه نصاب د دې خاورې سره تړلے دے او کۀ نۀ دے؟ زۀ چې د “خاورې” خبره کوم نو د سياسي جغرافيې پۀ بنياد ئې نۀ کوم؛ نن پاکستان دے، پرون هندوستان ؤ؛ پرون ټول يو رياست ؤ، کېدے شي سبا بل څۀ وي؛ نو زۀ د سياسي جغرافيې خبره نۀ کوم – د خاورې نه زما مراد “کلتور” دے، يعني چې زۀ د کومې خاورې نه پېدا يم او دې خاورې ما له کوم علامات او شناخت راکړے، ایا دا نصاب دغه شناخت او علامتونو سره تړلے دے؟ مونږ چې د ارتقاء خبره کله کوو نو وايو چې ارتقاء د absolute )مطلقيت( نه د abstract طرف ته سفر دے. نن نه پخوا چې لس، شل، پنځوس زره کاله وړاندې به مشرانو وئيل چې لس اسونه حمله کوونکي دي نو دا ضروري وه چې دوي به د لسو اسونو تصويرونه جوړول؛ دې نه پس به خلک پوهه شول چې حمله کېدونکې ده – اوس کۀ يو څو ټکي وليکلے شي نو دغه الفاظو سره زمونږ ذهن کښې هغه اسونه هم جوړ شي، د هغوي د پښو ټپارے هم راشي او د هغې سره تړلي خطرات هم محسوس شي. نو ايا زمونږ موجوده نصاب کښې چې کوم مواد شامل دي، دغه دومره مراد ورکوي کۀ نۀ ورکوي؟ زۀ به کوشش کوم چې ځان د دوو درېو نکاتو پورې محدود وساتم. زما يو ملګرے دے، زۀ د هغوي ځاے ته ورغلم نو د هغۀ وړوکي زوي زمرک د څو ورځو نه سکول ته تګ شروع کړے ؤ. نو زما هغه ملګري ووې چې دا اوس ښۀ شوے دے او نوي څيزونه زده کوي. پۀ مېز کېلې پرتې وې نو د ماشوم نه ئې تپوس وکړو چې دې ته څۀ وائي؟ ماشوم ووې چې دا “کېلې” دي – هغۀ ورته ووې چې نه! تا وختي نۀ وئيل چې دا banana دي؟ نو ماشوم ووې چې نه! سکول کښې banana دي، کور کښې “کېلې” دي. داسې ولې کېږي؟ داسې ځکه کېږي چې کوم علامتونه دغه ماشوم کور کښې زده کوي، کله چې ورته سکول کښې ښودلے کېږي نو د ماشوم ذهن تيندک خوري چې دا image خو زما کور کښې “کېله” ده او سکول کښې banana؛ نو ایا دا دواړه څۀ بېل څيزونه خو نۀ دي؟
خبره داسې ده چې د تعليم بنيادي مقصد “تربيت” دے – کله چې مونږ د باچا سلامت د خولې نه د وتلې خبرې پۀ ځاے “تحريري قانون” ته راغلو، ائين او قانون ته راغلو او دا مو ومنل چې زمونږ عمراني معاهده/ ائين/ قانون به پۀ تحرير کښې وي نو تحرير بنيادي ضرورت وګڼلے شو. نو د پرائمري زدکړې بنيادي نکته دا وګرځولې شوه چې کوم څۀ اونه بوټے، مېوه دانه، څيزونه زۀ خپل چاپېريال کښې وپېژنم، د هغې داسې تحريري زدکړه وکړم چې د ليکلو سره ئې هم هغه تصور او تصوير ذهن کښې راشي او هم دې غرض د پاره بنيادي تعليم پۀ مورنۍ ژبه کښې لازم کړے شوے دے.
دوېمه خبره دا ده چې کله مونږ د تعليم پۀ اړه د سائنسي دليل خبره کوو نو بيا د علم د دوو بنيادونو نشاندهي کېږي: يو هغه چې الهامي (a priori knowledge) دے او پۀ دې مونږ د ترديد يا تنقيد حق ځکه نۀ لرو چې مذهبي او ټولنيز ګواښونه راته ممکنه ده ودرېږي. خو دغه الهامي علم د تخليق ګنجائش نۀ لري، ځکه چې تخليق خو د تنقيد سره تړلے دے. د علم بل بنياد “کسبي” يا “انساني علم” دے چې (posteriori/ experiential knowledge) ورته وئيلے شي او دا علم د تجربو او تحقيق سره راځي. اوس کۀ مونږ وګورو چې کۀ د تعليم بنيادي مقصد “تربيت” دے نو بايد مونږ وګورو چې مونږ څومره تحقيق کړے دے چې کومو کسبونو د پاره زۀ خپل راتلونکے نسل تيارومه، هغه څۀ دي؟ مثال به داسې ورکړم چې کۀ مونږ چرته هم لاړ شو، هلته به تنور خامخا وي؛ چرته نه چې مونږ سحر، غرمه، ماښام تودې ډوډۍ راوړو – اوس دغه ډوډۍ کښې د صحت (Health and hygiene) ايشو شته، دې کښې مذهبي خبره شته، د دې د packing او presentation حوالې سره د business management خبرې شته، پۀ دې کښې د سائنس خبرې شته چې زۀ دې تاو (Heat) ته پۀ -10o چترال کښې او پۀ +50o ډېره اسماعيل خان کښې مخ کېږم؛ زۀ څنګه تکنيک متعارف کړم چې دا انساني وجود دغه تاو ته مخ هم نۀ شي او پۀ اتۀ ګېنټو کښې چې دوه خمبيره جوړوي نو چې دولس )کۀ ضرورت وي( هم جوړ کړے شي!!! اوس دا ټول اړخونه دغه يو تنور سره تړلي شته – خو د دې ملک پۀ يوه تعليمي اداره کښې د دې تربيت نۀ ورکولے کېږي. د خاورې سره د نصاب تړلو نۀ عمل شته، نۀ مکالمه شته –
بابک صاحب هم راغلے ؤ، مونږ چې کله سويډن کښې سبق وئيلو نو يو ځل يو سکول ته ئې بوتلو – نو هلته تعليم هغوي مورنۍ ژبه سوېنسکا (Svenska) کښې ورکوي – نو څنګه چې دلته د پښتو يا اردو کتاب وي، دغسې هلته د سوېنسکا کتاب ؤ؛ مونږ چې هغه د مکالمې متن پۀ کښې کتلو نو دغه د درزيتوب د ټرېننګ يوه مکالمه وه – يوه ښځه د درزي دکان ته ځي او کپړه ورکوي چې دې نه ما له سکرټ جوړ کړه. نو هغه درزي ورته وائي چې د دې ناپونه داسې دي چې long skirt ترې نۀ جوړېږي. هغه ښځه ورته بيا وائي چې کۀ دا ډيزائن داسې داسې شي نو بيا – دې نه پس نورې د ناپ او نرخ خبرې کېږي – نو ما لږ سوچ وکړو چې کۀ سبا دا ماشوم د ټېلرۍ پۀ دکان کښېني او دۀ له دغسې څوک راشي نو دې کتاب کښې شوې مکالمه به دۀ ته خامخا يادېږي. دغه مضمون داسې چا ليکلے ښکارېدو چې لس ورځې، شل ورځې، څلوېښت ورځې ئې د ټېلرۍ د دکان جاج اخستے او بيا ئې د هغې تجربې پۀ رڼا کښې دغه مکالمه لیکلې ده. دغه ليکوال ليدلي دي چې کومه ژبه، کومه مکالمه، کومه جيومېټري دغلته د ټېلرۍ پۀ پېشه کښې استعمالېږي.
اوس کۀ مونږ دلته نصاب ته وګورو او د کارخانو نه دې حاجي کېمپ پورې راشو، صرف پۀ دې جرنېلي سړک باندې، کوم کوم کسبونه چې دلته پېښور کښې دي، دا به درته نصاب کښې نۀ ښکاري او کۀ نصاب کښې دي نو هغه درته بازارونو کښې نۀ ښکاري!!! نو ځکه کۀ زمونږ ماشوم ماسټرز ډګري پۀ ارکيالوجۍ کښې وکړي کۀ طبيعيات کښې، خو فزکس واله به پۀ بېنک کښې ناست وي، کيميا واله به سي اېس پي افسر وي، ارکيالوجۍ والا به چرته بل غېر موزون ځاے کښې ناست وي؛ او دا ځکه چې هغۀ له بس يوه ډګري پکار وي – او دا ډګرۍ د نوکريو د ګرېډونو د پاره اخستې کېږي. دغه ډګرۍ د تحقيق پۀ بنياد نۀ وي اخستې شوې، د نوکرۍ د ضرورت د پاره اخستې شوې وي. کله چې ډګرۍ د تحقيق پۀ بنياد شي، “خاورې” سره وتړلې شي، د “تربيت” پۀ مقصد شي نو بيا به دا د تخليقي عمل سره تړون ولري. بيا چې د دۀ سوچ د تحرير شکل کښې هم راشي نو تخليقي صلاحيتونه به ئې زياتېږي.
کومه درېمه خبره چې زۀ کول غواړم هغه د دې “خاورې” د خلکو بنيادي صلاحيت (essence) دے او د دې تعين کول دي چې نن د تخليق پۀ مېدان کښې نړۍ کوم ځاے ته رسېدلې ده، زۀ هغې کښې کوم ځاے ولاړ يم؟ ایا زۀ دنيا سره فارمېسۍ کښې مقابله کولې شم؟ نۀ شم – زۀ ډسپرين نۀ شم جوړولې. زۀ پۀ هوابازۍ (aeronautics) کښې نۀ شم کولې، زۀ نورو ټېکنالژيو کښې وروستو پاتې يم، سائنسونو (pure sciences) کښې مقابله نۀ شم کولې. ما سره امکانات څۀ دي؟
مونږ له د سمت تعين هم پکار دے او د جديد دور د غوښتنو ادراک هم کول دي. بس دغه څو خوارۀ وارۀ خيالات وو چې ما غوښتل زۀ ئې تاسو سره شريک کړم – مننه.
ډاکټر خادم حسېن:
ما نه وړاندې چې کومې خبرې وشوې، د هغه ټولو سره اتفاق کوم او کوشش کوم چې خبرې تکرار نۀ شي او څو نکتې ستاسو مخې ته کېږدم.
وړومبۍ خبره خو دا ده چې مونږه کله د “تعليم” خبره کوو نو دا کله ابهام را پېدا کړي چې شايد دا د “علم” خبره کوو – نو د علم تصورات، يا د علم تخليق يا د علم جوړېدل يو ډېر عمومي تصور دے؛ دا انسان د پخوا نه کړے دے، کله چې سکول نۀ ؤ هم نو علم ئې کړے دے او اوس هم چې کۀ څوک سکول ته نۀ وي تللي نو داسې نۀ ده چې “علم” ئې نشته يا هغه پوهېږي نۀ. د علم تصورات چې څۀ ته epistemology وائي، هغه ځان له يو بشپړه او پراخه تصور دے او پۀ هغې کښې دې سره اړونده ټول څيزونه شامل دي.
چې کله مونږ د تعليمي نظام خبره کوو نو اوسنے سکولنګ نظام (schooling system) چې دے، پۀ اوولسمه اتلسمه پېړۍ کښې هغه وخت د دې ضرورت را پېښ شو چې کله صنعتي انقلاب راغے او د مشينانو جوړولو او چلولو د پاره د ډېر شے هنرونو ضرورت را پېښ شو. د مشينانو پۀ ذريعه چې کوم څيزونه جوړېدل، توليد کېدل، د دغې حساب کتاب ساتلو، تقسيمولو او خرڅولو د پاره د زياتو خلکو ضرورت پېښ شو. د دغه ضرورت پوره کولو د پاره دا فکر منځ ته راغلو چې مونږ به “علم” او “تعليم” پۀ خپلو کښې سره څنګه تړو؟ پۀ دې فکري مباحثې شروع شوې او ډېرو مفکرينو پۀ دې ډېر بشپړه بحثونه کړي دي. بيا چونکې دغلته دغه هنرونه او تعليمي نظام يوه خاص علاقه يا خاص رياست کښې وو، نو رياست چې به کله دغه تعليمي نظام جوړولو يا اوس هم جوړوي، نو دغه رياست جانبدار وي – هغه رياست د خپل ضرورت مطابق خلک جوړول غواړي. دې لړ کښې کۀ د ټولنې هم څۀ ضرورت پوره کېږي نو ښه پۀ ښه، خو کۀ نۀ پورې کېږي نو د رياست پرې څۀ کار نۀ وي. نو دا ياد ساتئ چې “تعليم کله هم غېر جانبداره نۀ دے، تعليم ډېر سياسي دے، تعليم ډېر رياستي دے او تعليم جانبداره دے.” نو دا دې زمونږ پام کښې وي چې کله مونږ د “علم” خبره کوو نو دا خبره فکري هم وي او سياسي هم وي، خو کله چې د “تعليم” خبره کوو نو دا بيخي سياسي خبره کوو.
دوېمه خبره زۀ دا کول غواړم چې عموماً د تعليم د پاره کوم نصاب جوړېږي، نو هغې کښې دا ګڼلے کېږي چې مقاصد ئې پکار دي؛ د هغې پۀ نفسياتي، ټولنيز او اقتصادي اړخونو نظر کښې ساتلو سره درجه بندي پکار ده، او دې سره د تدريس طريقه هم پکار ده؛ يعني چې دا به ښودلے کېږي څنګه، د ښودنې نظام به څۀ وي چې Pedagogy ورته وئيلې کېږي – عموماً هغې کښې دا کتلے کېږي چې د ماشومانو جذباتي، نفسياتي او فکري ضرورتونه څنګه پوره کېدے شي؟ دا چې اوس کله مونږ خبره کوو نو دا د پينځۀ کالو نه د شپاړس کالو د عمر پورې خبره کوو – د ماشومانو پينځو کالو پورې يو شان جسماني، ذهني، فکري او جذباتي ضرورتونه وي؛ بيا اتو کالو کښې هغه مختلف وي، بيا دولسو کښې مختلف وي، بيا پينځلس کالو شپاړس کالو کښې مختلف وي. دغسې بيا د عمر تېرېدو سره نور هم مختلف کېږي. تر څو پورې چې د نصاب جوړولو کښې دغه نفسياتو او ضرورتونو باندې پوهه ماهرين موجود نۀ وي، تر هغه وخته پورې ممکنه نۀ ده چې موزون نصاب جوړ شي. دلته د نصاب پۀ کمېټيو کښې هغه خلک شامل وي چې د مقابلې امتحان ئې پاس کړے وي!!! او “د مقابلې امتحان” هغوي څۀ ته وائي؟ د مقابلې امتحان پاس کوونکي هغه وي چې “ډوګر ګائيډز” ئې ياد کړي وي. پۀ ډوګر ګائيډونو باندې نۀ تعليمونه مخکښې ځي نۀ نصابونه مخکښې ځي – دا د ډوګر ګائيډز فارغ التحصيل چې دي کنه، دا نصاب جوړوي!!! د ماشومانو د نصاب د فکري اړخونو د پاره د فکري تحقيقونو خلک پکار دي، لکه د Cognitive Psychology خلک پکار دي؛ خو ما تر اوسه پورې يو نصاب جوړوونکوکښې يو Cognitive Psychologist و نۀ ليدو چې هغه پۀ ذهن سازۍ کښې مهارت لري – هلته بابوګان ناست وي، درجه بندي کوي او بيا څۀ داسې تصور لرونکي خلک ناست وي چې هغوي ګڼي چې ګنې د ټولې دنيا او لږ تر لږه د پاکستان ټول علم زمونږ سره دے؛ مونږ ته دا پته ده چې قوم څۀ ته وائي، رياست څۀ ته وائي او بيا به دغه خلک ګائيډ لائنز رالېږي، پۀ هغې به نصاب تيارېږي او ځکه خو نسلونه تباه کېږي!!!
درېمه خبره دا ده چې کۀ مونږ د دوي دا خبره هم ومنو چې زمونږ هنرونه پکار دي او نور څۀ سره زمونږ کار نشته، نو بيا هم دوه څيزونه خو ډېر زيات مهم دي: يو خو چې ماشوم د پاره لږ تر لږه هغه هنر خو وي چې کوم د دۀ پۀ کار راځي؛ يعني چې ليک لوست خو ورځي کنه!!! دے بايد پۀ دې خو پوهېږي چې حساب کتاب څۀ ته وائي – د يو درېم ټولګي ماشوم پۀ دې خو چې خبر وي چې کور کښې مور سل روپۍ ورکړي چې د پينځلس روپيو سودا راوړي نو دۀ سره به څو روپۍ پاتې کېږي!!! نو زۀ دا وئيل غواړم چې دغه حد پورې هم نصاب بېخي پۀ خلاء کښې ولاړ دے او د دې مطلب دا دے چې نۀ پۀ علمي بنياد باندې او نۀ پۀ هنري بنياد باندې دا نصاب څۀ اساس لري او ځکه دغه ماشومان بيا د توليد عمل کښې برخه نۀ شي اخستې. د توليد عمل کښې د برخې اخستو نۀ جوګه کېدل صرف د ژبې او شناخت پورې نۀ دي تړلي، او ژبه صرف د فرېم خبره هم نۀ ده، سره د دې چې د شناخت خبره هم ده ]يعني خلک پرې پوهېږي هم، افهام و تفهيم پرې هم کېږي، کميونيکېشن پرې هم کېږي او سره د دې چې فرېم هم جوړوي[، خو د ډېرې توجو خبره دا ده چې د ژبې او د نوو څيزونو د زدکړې تر منځه يو نۀ پرېکېدونکے تعلق دے – يعني يو ماشوم يا مونږ ټول، چې سوچ کوو، د ژبې نه بغېر ئې نۀ شو کولے او چې ژبه وايو نو هغه بغېر د سوچ نه نۀ شي کېدې – يعني سوچ او ژبه د يو بل سره لازم او ملزوم دي – نو د درېو، څلورو، پينځو يا شپږو کالو ماشوم سره دا مروجه تعليم وړومبے دا کار وکړي چې د خپلې ژبې د ټولې اثاثې او سرمايې نه ئې قطع کړي. زمونږ چې د باچا خان سکولونو د استاذانو د تربيې کوم پروګرام دے، مونږ هغې کښې پۀ تفصيل سره پۀ دې خبره کوو او زۀ ورته وايم چې هغه ماشوم ته خو ئې مور هم وئيلي وي چې دا پيشو ده، پلار، نيا او نيکۀ ئې هم ورته وئيلي وي چې دا پيشو ده؛ بيا تا ورته پۀ چارټ تصوير جوړ کړے وي او ماشوم ته ووايې چې “ب” نو هغه ووائي “ب” – نو بيا ورته وايې چې دا څۀ دي نو هغه وائي “پيشو” – نو تۀ ورته وايې چې دا خو تا غلط ووې، دا خو “بِلي” ده – نو چې تۀ ورته ووايې چې دا “بلي” ده او تا غلط ووې نو دغه ماشوم خو پۀ تا بلها اعتماد کوي، “پيشو” ته پۀ بلي وئيلو هغه ماشوم سره ابهام پېدا شي، هغه وائي کۀ زما مور پلار او نيا نيکۀ ټول دروغ وائي چې دا پيشو ده؟؟؟ دغه ماشوم د خپلې پوره علمي اثاثې، تاريخ، کلتور او خپل فکر سره بېخي قطع شي. نو پۀ ټوله دنيا کښې خلک دې نتيجې ته رسېدلي دي چې کۀ اولنۍ زدکړې پۀ مورنۍ ژبه کښې نۀ وي نو يو تخليقکار نۀ شي پېدا کېدے، يو سائنسدان نۀ شي پېدا کېدے. تکنالوژيکل اېډوانسډ يورپ او امريکا خو پرېږده چې سريلنکا او کوريا هم دې نتيجې ته رسېدلي دي. کۀ تۀ جاپان کښې يو ماشوم نه تپوس وکړې چې تۀ جاپانۍ ژبه کښې ليکل کولے شې؟ نو هغه به درته حېران حېران وګوري چې دا دے څۀ وائي!!! زۀ چې جاپانے يم نو جاپانۍ کښې به ليکل څنګه نۀ شم کولے؟ جاپانيانو دا خپله ټوېټا (Toyota) کمپني پۀ انګرېزۍ کښې جوړه کړې کۀ پۀ اردو کښې؟ نو د توليد هنر چې کوم دے، هغه د مورنۍ ژبې د منځ نه ويستلو سره د منځ نه وباسي.
بل ماشوم سره څۀ چل کوي ]زۀ بيا تکراروم چې دا مونږ د څلورو پينځو کالو نه واخله د شپاړس کاله عمر پورې د ماشوم خبره کوو[، زما خيال دا دے چې کۀ سرکاري سکول دے کۀ پرائيوېټ، کۀ مدرسه ده کۀ د رسمي يا غېر رسمي تعليم بله کومه اداره ده، هلته د “ښۀ ماشوم” تصور دا دے چې هغه به غلے وي، پۀ خپله اراده به حرکت نۀ کوي، چرته به ګرځي را ګرځي نۀ؛ نو مونږ وايو چې دا ښۀ ماشوم دے!!! د “ښۀ ماشوم” اصطلاح اورېدو سره زمونږ ذهن کښې دا تصور راشي چې دا ماشوم به غلے وي، سوال به نۀ کوي، بحث به نۀ کوي، تنګول به نۀ کوي – د دې مطلب خو دا دے چې دا به ماشوم نۀ وي، “څيز” به وي. دا به دا ګلاس وي چې پۀ خپله خوښه ئې زۀ راخستے شم، ايښودے شم، پۀ خپله خوښه پۀ کښې څۀ اچولے شم!!! بيا د علم يا تعليم څۀ تصور وي؟
د علم يا تعليم تصور ئې دا جوړ کړے دے چې دا به يو “څيز” وي، اسمان نه به راغلے وي، استاذ سره به جېب کښې وي او د يو “څيز” پۀ شان به ئې خلکو کښې وېشي – داسې لږ لږ به ئې د چڼو رېوړو پۀ شان تقسيموي.
نو د “علم” او “ماشوم” دغه تصور يو بل عمل پېدا کوي چې هغې ته “د خاموشۍ کلتور” وائي. نو دا د نصاب او بيا دغسې طريقه د تدريس “د خاموشۍ کلتور” پېدا کوي. دا د ماشوم نه معصوميت وتروړي. ائن سټائن خپل کتاب (The World as I see it) کښې ليکلي دي چې ما نه خلک تپوس وکړي چې دا سائنسدان څنګه پېدا کېږي؟ وې زۀ ورته وايم چې “سائنسدان هغه کس وي چې ځان کښې خپل ماشوم ژوندے وساتي”. ماشوم څۀ کوي؟ ماشوم کښې تجسس وي!!! ماشوم سوړو کښې لاس منډي، د کټونو لاندې ګرځي، ماشوم غائب شي او چې مور ئې لټوي نو د کټ مټ نه لاندې چرته پروت وي. اکثر زمونږ ورک شوي څيزونه هم لاس کښې نيولي راوځي – دلته چې کوم تعليم، يا کوم تدريس، يا کوم کلاس روم، يا کوم ماحول، يا کوم نصاب د ماشوم دغه تجسس وژني؛ هغه اصل کښې د ماشوم commodification کوي، هغه ماشوم نه يو “څيز” جوړوي.
تاسو وګورئ، دلته چې نهم لسم ته ماشوم رسېږي نو ليک لوست ئې نۀ وي زده، حساب کتاب نۀ ورځي او تجسس ئې ختم وي. د انساني مزغو ډېره لږه فيصدي برخه استعمالوي، کوم ته چې مونږ “حافظه” وايو.
دا تعليمي نظام چې کوم بل ډېر خطرناک عمل کوي نو هغه دا دے چې ماشوم د خپلې خاورې نه قطع کوي. د پينځم ټولګي د اردو پۀ کتاب کښې يو مضمون دے “خېبر پختونخوا” – د دغه مضمون شروع ئې کړې ده چې “….خیبر پختونخوا میں غیور پختون رہتے ہیں” – نو يو خو دا خبره غلطه ده چې دلته صرف پښتانۀ اوسي، نور هم بلها خلک دلته اوسېږي – بيا دا چې “یہ غیور۔ یہ غیور۔ یہ غیور۔ یہ غیور” – او کله چې اخري پېراګراف ته تلے دے نو ليکلي ئې دي چې “خیبر پختونخوا میں پہاڑ بھی ہیں اور دریا بھی ہیں”!!! او قصه ختمه. دا د تهذيبونو د ختمولو د دوي فارمولا ده. د دومره تهذيبونو موجودګي خو شتمني ده کنه! کۀ بل ملک کښې دومره تهذيبونه وو نو هغوي به ترې ډېره ګټه پورته کړې وه. دا داسې ظالمان دي چې خداے خبر دوي داسې ولې کوي؟ ما به کله کله سوچ کولو چې دوي به پوهېږي نۀ! زما مخکښې دا خيال ؤ چې دوي به نۀ پوهېږي نو ځکه به مونږ پۀ دې Dawn وغېره کښې د انګرېزۍ ارټيکلې ليکلې چې دوي ته خبره ورسي – بيا مې وې چې دا خو يو غېر منظم شکل دے د موقف مخې ته راوستلو، نو يو باقاعده کتاب [Rethinking Education: Critical Discource and Soceity] مې وليکلو او ډېر ښۀ پبلشر [Narratives] چاپ هم کړو. خو بيا چې کله دوي سره زما ناسته وشوه نو پوهه شوم چې دا خو د ناپوهۍ خبره نۀ ده، دا خو د منصوبه بندۍ خبره ده!!! دا خلک غېر سياسي کوي، دا د خلکو دننه “ماشوم” وژني، دا خلکونه توليد وباسي – او چې کله خلکو نه هنر وويستے شي، توليد او سوال وويستے شي نو “د خاموشۍ کلتور” پېدا شي اوبيا دغه حالاتو کښې control اسان شي- نو خلک ئې د خپلې خاورې د تهذيبونو نه قطع کړي دي. دا اوس دوي وائي چې ټووارزم اوکلچر ټووارزم شروع کوو، نو کۀ د دې خاورې ماشومانو ته د “ګندهارا” سېولائزېشن ]دا اوس چې مونږ کوم ځاے ناست يو، دا “ګندهارا” ده[ د شتمنۍ او richness پته ولګي نو هر سېلګرے چې راځي نو دغه ماشومان به ورته هم وئيلے شي چې څۀ دي او چرته دي!!! اوس خو کۀ ترې تپوس وشي نو هغه ماشوم به وائي چې دا خو به خداے خبر چرته وي!!!
ښه! بيا نصاب کښې ئې ورته اتلان کوم ايښي دي؟ اتلان هغه څوک دي چې چا جنګ کړے دے! سپه سالار اتل وي! چا چې ډېر قتلونه ډېر مرګونه کړي وي – چا چې علم کړے، چا چې ايجاد کړے، چا چې تخليق او توليد کړے، چا چې د امن وکالت کړے او چا چې سياست کړے؛ هغه نصاب نه بهر دي. بيا سکولونو کښې چې د کومو خلکو تصويرونه او اقوال زرين پۀ دېوالونو جوړ وي، نو زۀ چې کله داسې څۀ ووينم نو ورته وايم چې دا خو ټيک دي چې پلانکي رحمة الله علېه دا وئيلي يا پلانکي هغه وئيلي دي؛ خو دا را ته ووايئ چې دا ئې کوم کتاب، کوم ايت يا کوم حديث کښې ليکلي چې خوشحال خټک دا ګناه کړې ده نو د هغۀ شعر به نۀ ليکئ، يا باچا خان دا ګناه کړې ده نو د هغۀ خبره به نۀ ليکئ؟ يعني دا پۀ کوم ايت يا حديث کښې نۀ دي راغلي چې خوشحال خټک يا باچا خان به پۀ کښې نۀ وي، دا د “دوي” کتاب کښې ليکلے شوي دي.
دې سره، دوي چې کله ماشومان د تهذيبونو نه قطع کړي، هنرونو نه ئې قطع کړي، ژبه ترې واخلي نو دې سره د “اٰمريت” تصور جرړې وکړي – يعني چې د چا سره ډېر طاقت دے، هغۀ ته اختيار حاصل دے. دې سره نا انصافي منځ ته راشي؛ د کلي او د ښار تر منځه نا انصافي، طبقاتي نا انصافي، د ماشومانو هلکانو او جينکو تر منځه نا انصافي – دا ځکه چې دغه نصاب د indoctoration يعني د اٰمريت [authoritarianism] تبليغيات وي.
د علتونو پۀ حقله خبره کوم – ما ته داسې ښکاري چې نصاب د پاره د ماشومانو جذباتي، جسماني او فکري ضرورتونه پوره کولو د پاره د ماهرينو ضرورت دے او پۀ دې اړه پارلېمان کښې باقاعده مباحثه پکار ده او چې کوم خلک practicing دي، هغه دې مباحثه او نصاب سازۍ کښې شاملول پکار دي. بيا د pedagogy يا تدريس د پاره د استاذانو تربيت ډېر زيات مهم دے – دا on the spot training يا تربيتي سېشنز بېخي اهم دي، د دې د پاره خامخا يو باضابطه سائنسي نظام پکار دے.
د تعليم مقاصدو کښې چې کوم ابهام دے، پۀ دې ابهام يوه ډېره لويه، پراخه او سنجيده مکالمه پکار ده – يعني چې کوم قسم تعليم، څنګه تعليم، د چا د پاره، او ولې –
د دې بحث نه پس، مونږ دا ګڼو چې د موجودخ نصاب او تعليمي نظام متبادل پکار دے – د متبادلاتو د پاره مونږ حکومت کښې هم کوشش وکړو، بابک صاحب تاسو ته قصۍ وکړې، سياسي حواله باندې هم کوشش کوو، خو تر څو پورې چې دې د پاره ماډل نۀ ؤ، دا ممکن نۀ وو چې مونږ ورته ښودلے شوے وے – نو يو خو ماډل مخې ته راوستل وو، يو د مفکورې تصور هم قائمول وو، او يو ماډل هم دې رياست ته ورکول وو؛ د دې د وجې نه باچا خان سکولونه منځ ته راغلل. دې کښې د هغه ټولو ضروري څيزونو خيال ساتلے شوے دے – مثلاً د بورډ د نصاب ضرورتونه پوره کولو سره د متبادل ماډل ځاے کولو د پاره مونږ د نصاب تدريس طريقه بدله کړه – باچا خان سکولونو کښې لېکچرې نشته، باچا خان سکولونو کښې مکالمه ده او د هغې د پاره مو د استاذانو د تربيت يو پوره نظام جوړ کړے دے. چې څوک ئې هم ليدل غواړي تاسو ټولو ملګرو کښې، او کۀ Live راځي او تاسو وېډيو چلوئ )او څوک چې دا “پښتون” کښې لولئ هم – “پښتون”(، هغه ټولو ملګرو ته وايم چې کوم کوم ځاے کښې باچا خان سکولونه دي، تاسو ټول پۀ اعتماد سره ورتلے شئ، د پرنسپل پۀ اجازت تاسو ماشومانو سره ملاوېدے هم شئ او کتے هم شئ، چې هغه ماشومانو کښې او زمونږ پۀ عامو ماشومانو کښې فرق څۀ دے؟ تاسو به ووينئ چې دغه ماشومان د خاموشۍ د کلتور وهلي ماشومان نۀ دي، دا د خپلې ژبې نه قطع کړے شوي ماشومان نۀ دي، دا د خپل تهذيب نه شوکولے شوي ماشومان نۀ دي، تر ټولو مهمه دا چې د خپل قام او خپلې خاورې نه نۀ دي قطع، دوي ته پته ده چې دا ټول قام او قامي مفکوره څۀ ده، او دوي د سرګرميو پۀ ذريعه د زدکړې يوه پوره هڅه لري – هغوي کښې تجسس نۀ دے مړ – چې کوم کوم ملګري تلي دي باچا خان سکول ته، هغوي به درله د دې ګواهي درکړي.
باچا خان سکولونو کښې مو داسې ماحول جوړ کړے دے چې هغه د تشدد نه بېخي پاک دے – د جسماني سزا خو سوال نۀ پېدا کېږي، خو کۀ څوک چا ته پۀ سخته خبره هم وکړي نو دا ګناه کبيره ګڼلې کېږي. د دې د پاره مونږ يو باقاعده نظام جوړ کړے دے چې څنګه به د باچا خان سکولونو د ماشومانو، د هغوي د والدېنو او د استاذانو تر منځه مستقل مکالمه کېږي. اکثر مور پلار راشي وائي چې دا ماشوم مو راله بد تميزه کړو؛ مونږ ورته وايو چې مونږ ترې هم دغه جوړول غواړو، د دې مطلب دا شو چې مونږ کامياب شو. مونږ خو د عدم تشدد نه ډک، د ايجاد او توليد خواهش لرونکے او د خپل قام او وطن مينه لرونکے انسان ترې جوړول غواړو، شريف ترې بېخي نۀ جوړوو چې صرف نوکري کوي – د دې د پاره مونږ هنرونه نصاب کښې شامل کړي دي چې دے پۀ خپلو پښو ولاړ وي. نو مونږ ويژول اٰرټس، پرفارنګ اٰرټس، کرافټس، فوکلور، الېکټرانکس او داسې نور هنرونه شامل کړي دي. د امن او مکالمې د پاره د ماشومانو باقاعده فکري او اخلاقي تربيت کېږي. هغې کښې “باچا خان سلېبس” هم شامل دے. اولنۍ زدکړې کليتاً پۀ پښتو کښې کېږي، وروستو بيا پښتو، انګرېزي او اردو د لازمي مضامينو پۀ حېث ښودلې کېږي او هغې د پاره مو د استاذانو د تربيت مکمل نظام جوړ کړے دے.
اخري خبره کول غواړم – د دې مطلب بېخي دا نۀ دے چې مونږ يو خېراتي نظام جوړ کړے دے، چې ګنې ټول خو نۀ شو کولے نو ځکه به څو غريبانانو ماشومانو ته تعليم ورکړو – کۀ دا مقصد هم پۀ کښې تر يوۀ حده پوره کېږي نو دا ښه خبره ده – مقصد بېخي دا نۀ دے؛ مقصد دے “متبادل” – رياست بايد چې دغه متبادل باندې مونږ سره مکالمه وکړي، مونږ ورسره مکالمې ته تيار یو – کۀ رياست مکالمه نۀ کوي نو مونږ به دا خپل فکري ارزښت ژوندے ساتو، دا تسلسل به ژوندے ساتو او د فکري، قامي او ټولنيزې خپلواکۍ د پاره به خپلې هڅې جاري ساتو. نو د دې نه دا هرګز مطلب نۀ دے چې مونږ د رياست نه دا ذمه واري اخستل غواړو. د رياست دا ذمه واري ده چې ماشوم ته سبق وښائي، دا د ماشوم ائيني حق دے او مونږ به کله هم رياست دې ته پرې نۀ ږدو چې دغه حق نه فرار وکړي –
د باچا خان سکولونو سره مرسته کۀ پۀ نورو طريقو تاسو کول غواړئ، بېخي ئې وکړئ، خو تر ټولو غټه مرسته دا ده چې کوم کوم ځاے کښې د باچا خان سکولونه دي؛ پۀ ټل کښې يو باچا خان سکول دے، دوه کرک کښې دي، دوه پېښور کښې، چارسده، صوابۍ او مردان کښې يو يو سکول دے، ملاکنډ کښې دوه، سوات، دير او چترال کښې يو يو سکول دے، اوس پۀ ژوب او لورا لائي کښې يو يو باچا خان سکول خلاص شو، را روان کال له به چمن کښې باچا خان سکول خلاص شي؛ نو کوم کوم ځاے کښې چې باچا خان سکولونه دي، خپل بچي، خپل واړۀ، د خپلو خپلوانو واړۀ، د ملګرو دوستانو واړۀ پۀ باچا خان سکولونو کښې داخل کړئ چې دا عمل پراخه شي – زما پۀ خيال باچا خان سکولونو سره تر ټولو غټه مرسته دغه ده چې مونږ خپل واړۀ دغلته داخل کړو.
سيد اختر علي شاه:
ما د پاره دا د ډېر اعزاز او فخر خبره ده چې زۀ نن د يو داسې شخصيت، چې د پښتنو پۀ قومي تحریک او د برصغير پاک و هند پۀ سياست باندې ئې ډېر لوے نقوش پرېښي دي – خان عبدالولي خان د پښتون قوم پرستۍ پۀ وجه يادېږي، خو ورسره ورسره د هغۀ فکر کښې يو افاقيت هم ؤ؛ نو زۀ نن د مشر سېکرتر نه خصوصي اجازت اخلم چې زۀ خپله دا مقاله پۀ اردو کښې پېش کړم چې د ملک نورو برخو ته هم دا اواز ورسي چې “د ولي خان سياسي بصيرت” څۀ ؤ؟
د ښاغلي شاه صاحب دغه مقاله تاسو پۀ دې برېښنائي درک نېغ پۀ نېغ ليدلې او اورېدلې شئ:
پۀ اردو کښې لوستلو د پاره د ورځپاڼې “شهباز” برېښنائي درک: https://dailyshahbaz.com/editorial/29421
خان زمان کاکړ:
“باچا خان څۀ ډول ټولنه غوښته؟”
پۀ سر کښې، زۀ شخصاً د “ټولنې” دې ټکي سره ډېر زيات متفق نۀ یم – دا موضوع ما خپله نۀ ده ټاکلې، ما ته راکړې شوې ده – داسې نۀ ده چې زۀ د دې ټکي )ټولنه( پۀ استعمال بندېز لګول غواړم. ما ته داسې ښکاري چې پۀ تېره نيمه پېړۍ کښې پۀ انټرنېشنل اکېډيميا او پۀ انټلکچول يونيورس کښې پۀ دې باندې ډېر زيات زور ورکړے شوے دے چې پۀ څۀ ډول د “قام” او “کلاس” تصور د “ټولنې” (soceity) پۀ ذريعه replace کړے شي. دوي پۀ دې ذريعه د يو قام پۀ منځ کښې “تضادات” پټول غواړي. کله چې څوک “Pashtun Soceity” ووائي نو دا ما ته څۀ apeal نۀ کوي – “پښتنه ټولنه” څۀ monolith نۀ دے، دا د تضاداتو يوه مجموعه ده؛ خو دغه اصطلاح سره مختلف خويونه او فعلونه پۀ مجموع کښې generalize کېږي او ټول پښتون قام پسې د “پشتون سوسائټي” پۀ نوم تړلے کېږي چې دا ډېر زيات خطرناک عمل دے!!! د دغسې څو خبرو پۀ وسيله باندې دوي پښتون قام مغلوب ساتلے شي.
اوس دې خبرې له راځو چې باچا خان څۀ ډول ټولنه غوښته؟ پۀ لنډو ټکو کښې، باچا خان داسې ټولنه نۀ غوښته، کومه چې لارډ ماونټ بېټن غوښته، جناح قائد اعظم غوښته، جواهر لال نهرو او سردار پټېل، علي قلي خان او ضياء الحق غوښته. باچا خان د دغه ټولو متضاد يو تصور لرلو!!! ګلبدين حکمتيار چې د ټولنې کوم تصور لرلو، هغه شان ټولنه ئې هم نۀ غوښتله – دا حساسيت هم بايد ستاسو پۀ ذهن کښې وي چې د نور محمد تره کي او د افضل بنګښ پۀ شان ئې هم نۀ غوښتله – د هغۀ د ټولنې د جوړښت خپل يو تصور ؤ. خو دلته دا هم پۀ ياد ساتل پکار دي چې باچا خان چې پۀ کومه ټولنه کښې ظهور کوي، هغه ټولنه جوړه شوې وه – ټولنه څۀ شے دے؟ د ټولنې چې کوم عمومي تصور دے، هغه ardent community ته وئيل کېږي؛ چې د خلکو تر منځ کومې جوختې اړيکې (sustained interaction) وي، دې ته ټولنه وئيلې شي. دا ترتيب لۀ کومې خوا راځي؟ interaction څوک جوړوي؟ ایا کومې ټولنې ته چې باچا خان راغے، دا د خلکو پۀ خپله خوښه جوړ شوے interaction ؤ؟ يا دا هغه ترتيب ؤ چې خلکو پۀ خپله خوښه منځ ته راوړے ؤ؟ کۀ نه د تاريخ پۀ يو اوږدۀ تسلسل کښې پۀ دوي باندې تپل شوے ترتيب او انټرېکشن ؤ؟ د کوم norms، کوم values، کومو ضابطو، کومو قوانينو، کومو مذاهبو او کوم کلتور چې پښتنو د باچا خان پۀ وخت کښې پېروي کوله، ایا دا د دوي خپل وو کۀ نه دوي ته ورکړے شوي يا پۀ جبر، زور او استبداد پۀ دوي تپلے شوي وو؟ نو باچا خان يوې داسې ټولنې ته راځي او د هغې بدلول غواړي کومه چې د استعمار د ډېرو منظمو پاليسيو پۀ نتيجه کښې منځ ته راغلې وه. دغه ټولنه د باچا خان خوښه نۀ وه، پۀ هېڅ لحاظ ئې خوښه نۀ وه!!!
پۀ هغه ټولنه کښې څۀ وو؟ هغې کښې استعماريت د يو منظم نظام پۀ حېثيت موجود ؤ، قبيلويت پۀ کښې هم د دغه استعماريت برقرار ساتلو د پاره instumentalise کړے شوے ؤ – بايد زۀ دا يادونه هم وکړم چې د قبيلوي نظام پۀ حقله، چونکې دغه instumentalization of tribalism مونږ ډېر زيات تنګ کړي يو نو مونږ د دې ټول نظام کږل شروع کړي دي، دې پۀ خپل وخت کښې ډېر مؤثر رول ادا کړے دے، چې کله کالونيلزم يعني برطانوي استعمار دې خطې ته راغے، هغوي د پښتنو دغه ضابطه يعني قبيلويت لۀ توانه وغورځوله، هغې دا توان نۀ لرلو چې د يو منظم استعماريت مقابله وکړي، د يو منظم رياست مقابله وکړي. هغوي دغه څيزونه instrumentalise کړل د کوم پۀ ذريعه چې دوي د پښتنو اجتماعي منظم حرکت خاموشه او مغلوب ساتلے شو.
د مثال پۀ توګه، جرګه چې د پښتنو د روايت يوه نخښه ده، دا قبيلوي نۀ conventional ده، دا چې ورته قبيلوي جرګه يا نور ټکي کارېږي نو دا هم زمونږ الفاظ نۀ دي، دا هم د دغه استعمار لۀ خوا مونږ ته راکړے شوي – د قبيلوي نه ئې مطلب دا وي چې څوک د تهذيب لۀ مرکزه لرې وي، هغو ته tribal وائي!!! اوس دا به څوک ثابتوي چې “تهذيب” دے څۀ؟ يعني دا تۀ چې څنګه ژوند کوې، دغه تهذيب دے او زۀ چې ئې کوم، دا تهذيب نۀ دے؟ دا پېمانه د چا سره ده؟ د مثال پۀ توګه، زۀ کرسۍ کښې نۀ کښېنم، پۀ زمکه کښېنم، نو دا تهذيب نۀ دے؟ زۀ mineral water نۀ څښکمه نو دا تهذيب نۀ دے؟ زما سيمه کښې چې خلک يو بل سره بدۍ کوي او هغه هم داسې چې there is a peace in fudes، يعني زۀ تا ته نقصان ځکه نۀ شم در رسولے چې سبا تۀ ما ته نقصان رسوې؛ زۀ دا glorify کوم نۀ، مثال کښې خبره کوم، نو دغه peace in fudes هم دوي ته بې تهذيبي ښکاري – خو دے دې پۀ لکهونو خلک وژني او مهذب دې وي؟؟؟ د پښتنو د ټول تاريخ، بلکې صرف پښتانۀ نۀ، د دې سيمې ټولو قامونو چې دې خطه کښې اوسي، څومره violence چې دوي خپل منځ کښې کړے دے، دا وړې وړې بدۍ، دښمنۍ، لښکرکشۍ؛ دا ټول سر ه جمع کړه نو هم د دوي صرف د وړومبي او دوېم نړيوال جنګونو پۀ violence کښې شوي قتل عام او تباهۍ ته رسېدل خو څۀ چې د هغې شلمه حصه به هم نۀ وي – خو دا بد تهذيبي ده او هغه تهذيب دے؟؟؟
سوال دا دے چې هغه سائنس، هغه علم، هغه reasoning، enlightment پۀ هاغه ټولنه کښې څومره امن وساتۀ؟ څومره ئې د انسان وينه مقدسه کړله؟ او هغې پۀ دې نوره دنيا کښې د انساني وينې، ژوند، خپلواکۍ، حقونو څومره تحفظ وکړو؟ هغه خلک راغلل، دلته ئې د باچا خان ټولنه او قام غلام کړل او دلته ئې يو خاص قسم ټولنه جوړه کړله – يوه داسې ټولنه چې پۀ کښې د خپلو صلاحيتونو د ترقۍ امکان او ګنجائش پاتې نۀ شو، يوه داسې ټولنه چې هغې کښې د اجتماعي او قامي حرکتونو امکان ئې تر يوۀ خطرناکه حده پورې reduce کړو، يوه داسې ټولنه چې هغې کښې د ګټې د پاره د يو بل انسان وينه تويول اسان او ارزان کړے شول، يوه داسې ټولنه چې هغه ئې لۀ خپل تاريخي او مورني پلرني مرکز څخه بېله کړله او داسې ئې بېله کړله لکه چې هغه دروېش صاحب وائي:
د دې پردي دېوال سايې داسې پردي کړو چې اوس
نۀ د پلار سيورے يادوو، نۀ د ورور څنګ، دروېشه!
داسې يوه ټولنه ئې جوړه کړله چې د مرکزي اېشياء يو قام ئې ټول پۀ ټوله د جنوبي اېشياء سره وتړلو، د دې مخ ئې د دهلي پۀ طرف کړو، د دې مخ ئې د پېنډۍ او اسلام اباد پۀ طرف کړو – او چا چې د دې دهلي، پېنډۍ او اسلام اباد پۀ ځاے باندې خپلو تاريخي بنيادونو خپل تاريخي مرکز ته مخ اړول غوښتل، هغه پۀ تخريب کار او دهشتګرد باندې ونومل شول، غدار ورته ووئيلے شول او دا د غدار او دهشتګرد تورونه صرف او صرف د استعماريت پرکټي پاکستان پۀ دغه خلکو ولګول. د کومو الزامونو ابتداء چې انګرېز استعمار کړې وه، دوي ښۀ پۀ ايماندارۍ سره هغه پوره کړې ده. باچا خان داسې ټولنه غوښته چې هغه پۀ جبر منحصره نۀ وي – د کاروبار، د روزګار د وسيلو، د حکومت او حکومتولۍ د پاره پۀ بل چا dependent نۀ وي. دوي چې پۀ خپله څنګه ژوند کول غواړي، څنګه اقتصاد کول غواړي، هغه شان دې کوي – د دې تحريک موقف دا دے چې “دا د پټي د ملکيت جنګ دے، اول به پټے ګټو نو بيا به فېصله کوو چې دې کښې د کوم فصل تخم کرو. چې پټے مو نۀ وي ګټلے، پۀ تخم او فصل د خبرې هېڅ ضرورت نشته.”څوک وائي دلته شريعت پکار دے، څوک وائي سوشلزم پکار دے، څوک وائي دا څوک وائي هغه پکار دے – ستا وطن د بل چا پۀ ولقه کښې دے، پۀ دې کښې د دې بحث فېصله تۀ نۀ شې کولې – دا چې د چا پۀ قبضه کښې دے، هم هغه به فېصله کوي چې پۀ تا باندې به حکمران عمران خان وي کۀ اېم اېم اے کۀ قيوم خان کۀ فضلولا کۀ حکيمولا کۀ طارق جميل کۀ بل کۀ بل – دا فېصله به د قابض لاس کښې وي او چې تر څو تا اختيار نۀ وي اخستے، فېصله به د بل وي. د باچا خان د تحريک د دې نعرې چې “خپله خاوره خپل اختيار”، دا چې تر اوسه روانه ده، د دې مطلب دغه اختیار لاس ته راوړل دي او چې کله مو دا خاوره خپل لاس ته راوړه، بيا به سره کښېنو او بيا به د تخم او فصل فېصله کولې شو.
باچا خان چې کومه ټولنه غوښته، د هغې د باره بنيادي نکته خپلواکي ده – پۀ دې بايد مونږ ډېر واضحه يو چې د څۀ خپلواکي؟ د هر بهرني تاړاک، د هرې بهرنۍ قبضې، د هرې بهرنۍ authority او power څخه ازادي!!! د باچا خان پۀ وخت کښې پېرنګے ؤ، باچا خان د هغۀ نه ازادي غوښته – بيا هم د باچا خان پۀ ژوند کښې د انګرېز پۀ منصب باندې پنجابے او مهاجر کښېناستل او نن مونږ پۀ داسې دور کښې اوسو چې هغه مهاجر ئې هم تر ډېره حده پورې د دې نه لرې کړے دے او صرف د پنجابي تسلط (hegemony) ده، د پنجابي غلامي ده، لۀ دې خپلواکي – پۀ دې باندې د باچا خان د تحريک هر غړے بايد انتهائي clear وي، پۀ دې کښې دوېمه خبره شته نۀ او زۀ دا چېلنج کوم چې کۀ څوک يو بل وضاحت کول غواړي چې نه! پنجابے نۀ، يو بل څۀ، نو زۀ لۀ يو بل کتاب څخه يا د يو بل علمي source څخه حواله نۀ ورکوم، د باچا خان پۀ خپل کتاب پۀ خپلو ليکنو باندې زۀ دا ور ثابتولے شم چې د باچا خان دښمن د انګرېز نه پس پنجابے ؤ – دوېم، کومه ټولنه چې باچاخان غوښته، دا به پۀ عدم تشدد باندې ولاړه ټولنه وي. عدم تشدد هم خلکو reduce کړے دے، لکه زۀ به د يوې مغالطې ذکر وکړم – زۀ داسې اورم، داسې وينم چې “عدم تشدد” د “امن” سره کنفيوز کړے شوے دے چې د عدم تشدد مطلب دے امن – نه! – امن د باچا خان د عدم تشدد يو ډېر وړوکے عنصر دے. امن څۀ شے دے؟ باچا خان پۀ غلامۍ کښې امن نۀ غوښتو. باچا خان چې کوم احتجاج کولو، کوم مزاحمت ئې کولو، پۀ هغې کښې د وينو د توئېدلو امکان ډېر زيات ؤ – پېرنګيانو د پښتنو وينې توې هم کړلې. باچا خان کۀ امن غوښتلو نو دغه کار به ئې نۀ کولو، بابړه کښې به دومره خلک نۀ شهيدان کېدل، پۀ قصه خوانۍ کښې به نۀ کېدل، پۀ ټکر او هتيخېلو کښې به نۀ کېدل!!! هغۀ چې دا مزاحمت کولو نو دا ئې پۀ کښې ليدل چې پۀ دې کښې دا خطره شته چې انساني ځانونه به پۀ کښې ځي؛ خو ضائع کېږي به نۀ، هغه به يوه value لري، هغه به يو ارمان او مقصد د پاره وي – دغسې د امن دا اوسنے dominant تصور چې دے، دا د باچا خان د امن تصور نۀ دے. دلته امن صرف او صرف دې ته وئيلے شي چې وينې دې نۀ توئېږي، بم دې نۀ خلاصېږي – د باچا خان امن لۀ ځانګړيو اقتصادي او سياسي حالاتو سره تړلے ؤ – داسې حالات چې پۀ هغې کښې د خلکو پۀ خپله خاوره باندې خپل اختيار وي، سپوره وي کۀ پوره پۀ شريکه وي، د نر او د ښځې امتياز نۀ وي، خلک د خپل تاريخ خپلې خاورې پۀ علومو ]دا چې مخکښې سېشن کښې پرې خبرې وشوې[ برخمن وي؛ دې ته “امن” وائي – بيا د جنګ ضرورت پۀ کښې پېښېږي نۀ، جنګ به ولې کېږي؟ چې خلکو ته خپله زمکه باندې اختيار حاصل وي، خلک ډوډۍ ولري، خلک خپل تعليم لري، د خپلې خاورې او خپل تاريخ د علم څخه برخمن وي، بيا به جنګ د څۀ د پاره کوي؟؟؟ جنګ خو د خلکو منځ کښې ځکه کېږي چې دا غلامي چې ده، نا انصافي چې ده، دا چې استحصال دے، غربت دے؛ نو جنګونه ځکه دي – او جنګ کښې چې کوم منظم تشدد (organized violence) دے، دا سرمايه دار خلک کوي. د دې منظم تشدد خلاف د غريبانو لږ ډېر غبرګون يا مزاحمت چې وي، دوي ئې دومره بدنام کړي چې د هغې بۀ بنياد باندې د قامونو د سياستونو legitimacy ختمه کړي. لکه د مثال پۀ توګه، د بلوڅو تشدد او د رياستِ پاکستان تشدد، دا به څوک څنګه برابر ثابت کړي؟ د جنګ جواز ته کتل پکار دي.
باچا خان داسې يو field متعارف کړو چې پۀ هغې کښې د عدم تشدد او عدم خشونت پۀ لار باندې يوه داسې ټولنه را منځ ته کېدې شي چې هغه ټوله به لۀ هر ډول جبر، استحصال، استبداد، محکوميت، امتياز او تشدد څخه ازاده وي. باچا خان چې به وې “د صبر جنګ”، د صبر د جنګ دا مطلب قطعاً نۀ دے چې غلامي، جبر او استحصال دې برداشت کړے شي – دې څخه ئې دا مطلب ؤ چې پۀ دغه لار باندې کومې ستړې پېښېږي، هغه زغمل پکار دي، پۀ دې کښې ستړي کېدل نۀ دي پکار. زۀ دلته خلک وينمه، پۀ يو الېکشن کښې ورته ټکټ نۀ شي ملاو، ګوند پرېږدي؛ دا د باچا خان پېروکار نۀ دي؛ باچا خان داسې ټولنه نۀ غوښته چې پۀ تا کښې دومره صبر نشته چې يو ځل درته ټکټ ملاو نۀ شي نو ګوند پرېږدې!!! د باچا خان چې د ټولنې کوم تصور ؤ، پۀ هغې کښې شايد لس پرله پسې الېکشنونو کښې هم درته ټکټ نۀ شي ملاو. البته کۀ دننه بې انصافي کېږي نو بيا ودرېدل پکار دي. د باچا خان د ټولنې دا هم اهم خصوصيت ؤ چې هغه صرف د بهرنۍ نا انصافۍ خلاف نۀ جنګېدو، دننه هم چې کومې نا انصافۍ موجودې وې، د هغې خلاف ئې هم جدوجهد جاري ساتلو. پۀ تحريک کښې دننه هم يو struggle وي او بهر هم وي.
ما د تنظيم خبره وکړه، باچا خان يوه داسې ټولنه غوښته چې هغه تنظيم هم ولري. هغه اول سړے ؤ چې دې قام ته ئې تنظيم ورکړے ؤ. يوه ډېره لويه مغالطه د دې سټېجونو څخه هم کله کله خورېږي چې باچا خان خو سياسي سړے نۀ ؤ، هغه خو يو سوشل رېفارمر ؤ او مونږ ته دې دا هم پته وي چې د سوشل ورکر تصور پۀ اوسني وخت کښې پۀ څۀ ډول Ngonize کړے شوے دے!!! يعني دغه نزاکت ته مونږ اکثر پۀ کښې و نۀ ګورو. د باچا خان پۀ وخت کښې سماجي او ټولنيز کار څۀ ته وئيلے کېدو او نن سبا ټولنيز کار څۀ ته وائي؛ مونږ دې ته نۀ ګورو او هغه يو ټکے را واخلو – باچا خان د خپل وخت تر ټولو لوے سياسي سړے ؤ. بلکې زۀ خو دا وايم چې “باچا خان د روشن فکره قام پرست ملي مترقي سياست پلار ؤ.” باچا خان ته غېر سياسي سړے وئيل د باچا خان شخصيت، نظريه او کردار پۀ انتهائي افسوسناکه طريقه باندې reduce کوي او ډېرې لويې مغالطې زېږوي. دا کار د دې د پاره کېږي چې د باچا خان د مفکورې او legacy سره چې کوم ګوند تړلے دے، دا د دې ګوند پۀ ځاے باندې کومې اېن جي او کوم بل چا ته حواله کړي. رياستِ پاکستان غواړي دا چې د دې ګوند زور ختم کړي. نن دې مونږ د باچا خان او ولي خان دا تصويرونه لۀ دې ځايه لرې کړو، مونږ دې دا مفکوره او خبره پرېږده، زۀ تاسو ته پۀ يقين سره وايم د عوامي نېشنل ګوند پۀ يو کارکن باندې به يوه پټاخه هم څوک ور و نۀ غورځوي!!! ځکه چې باچا خان چې کومه ټولنه غوښته، هغه ټولنه د دې رياستِ پاکستان د پاليسۍ مکمل ضد ټولنه وه. دا state پۀ violence باندې ولاړ دے، جنګي اقتصاد باندې ولاړ دے، دا پۀ coersion باندې ولاړ دے؛ چې د باچا خان پۀ فکر او فلسفه کښېې دا انتهائي کږل شوي شيونه دي، هغۀ دا شيونه نۀ غوښتل.
دا چې کوم تشدد کېږي، دا د عدم تشدد د نۀ برداشت پۀ وجه کېږي، دغه لوے سړے چې ټول عمر ئې پۀ جېل کښې او هغه هم پۀ سي کلاس کمره کښې وساتلو، د اخلاقي قېديانو کمره کښې، ئې پۀ قېدونو پۀ اسانه co-opt نۀ کړے شو – جېل کښې دننه به هغه پۀ توره بوږنوونکې کوټنۍ کښې ؤ خو بهر د خلکو د ذهنونو او زړونو تر ټولو اوچته ماڼۍ کښې ناست ؤ. چې پۀ دغه جېلونو او تشدد ئې co-opt نۀ کړے شو، اوس نو دغه طريقه ده چې د باچا خان هغه ټول “سياسي شخصيت” مسخ کړي او لۀ دۀ يو سوشل رېفارمر (social reformer) جوړ کړي، لۀ دۀ عبدالستار اېدهي جوړ کړي!!! باچا خان عبدالستار اېدهي نۀ ؤ، د باچا خان ماډل د عبدالستار اېدهي بالکل ضد ماډل دے. د باچا خان د ټولنيزې اصلاح چې کوم کار ؤ، دا د دۀ د سياست يوه ډېره وړه برخه وه. دا د باچا خان د سياست يو تکنيک ؤ. زۀ دعويٰ کوم چې دا ټولنې ته د ځان داخلولو يو تکنيک ؤ. د باچا خان د ټولنيزې اصلاح تصور غېر سياسي (depoliticize) کول داسې دي لکه دا وخت چې خلک غربت غېر سياسي کول غواړي او وائي چې “غربت ځکه دے چې خلک نا اهله دي، جاهله دي، يا وسائل نشته. وائي ابادي زياته ده او وسائل کم دي – باچا خان پۀ دې باندې ډېر clear ؤ چې غربت لۀ دې وجې نۀ دے چې ابادي زياته او وسائل کم دي، وسائل اوس هم تر ابادۍ څو چنده زيات دي، مسئله دا ده چې وسائل د يو څو لاسونو پۀ قبضه کښې دي. د دې څو لاسونو د قبضې څخه دا وسائل را ازادول غواړي او دا د باچا خان سوچ ؤ. باچا خان داسې ټولنه غوښته چې خپل وسائل خپل لاس ته راوړي، پۀ ځاے د دې چې هغه د يو رياست، يو څو کسانو پۀ قبضه کښې وي او يا اوس د يو څو کمپنيانو پۀ قبضه کښې دي. چې کله دا وسائل د خلکو پۀ لاس کښې وي، تقسيم منصفانه وي – يعني دوه خبرې: يو شناخت (politics of recognition) چې خلک خپل تاريخي شناخت ولري، خپل نوم ولري – د مثال پۀ توګه “پښتونخوا” نوم – دوېم د وسائلو تقسيم (politics of redistribution) چې د تقسيم نظام نهايت منصفانه وي، چې دې کښې طبقاتي توپير نۀ وي چې څوک ښکته او څوک باندې. د باچا خان تصور ؤ چې کومه ټولنه کښې دغه دوه خبرې ضمانت شي نو هغه ټولنه به سالمه، انسان دوسته او د پرمختګ ډېرې مواقع لرونکې ټولنه وي او هغه ټوله به دا صلاحيت لري چې خپل نصاب او کتاب ولري، خپل استاد ولري، پۀ کوم اکسفورډ يا ډوګر ګائيډ به منحصره ټولنه نۀ وي.
زۀ خبره راغونډوم – باچا خان چې کومه ټولنه غوښته، هغې د پاره هغۀ خپل تحريک له درې اساسي نکتې ټاکلې وې: (1 اصلاح [Reforms]، (2 احتجاج [Protest] او (3 پارلېمان [Parliament] – د دغسې يوې ټولنې را منځ ته کولو د پاره هغۀ يو مېدان هم نۀ پرېښودلو. يعني پۀ اصلاً “باچا خان قام جوړول غوښتل” – دا د قام جوړولو process ؤ – “قام” جوړول او د قام د پاره “قامي تحریک” جوړول د څۀ د پاره وو؟ د خپل “قامي رياست” د پاره!!! کومه قامپرستي يا کوم Nationalism چې د خپل قامي رياست تصور و نۀ لري، زۀ دغه قام پرستي نۀ ګڼم. ما ته نۀ ښکاري چې باچا خان هم دغسې ته چرته قامپرستي وئيلې وي. يعني “قام پۀ شريک کلتور، تاريخ، ژبه نۀ جوړېږي؛ دې کښې يو بل عنصر ډېر اهم دے – شريک اقتدار – ” ایا مونږ ئې لرو؟ نه! –
نو باچا خان چې څنګه ټولنه غوښته، هغه نۀ ده جوړه شوې – نو زۀ دا خبره ډېره واضحه کول غواړم چې باچا خان څنګه ټولنه غوښته، چې هغه جوړه شي، هغه يواځې او يواځې، د پاکستان خبره نۀ کوم، پۀ دې ټوله دنيا کښې يو نضهت دے چې دغه ټولنه جوړول غواړي – د هغه نضهت نوم دے “عوامي نېشنل پارټي”.