ډاکټر رتهـ فاو، د قربانۍ یو مثال – پښتون

“رېژ رنځ” )جذام/(Leprosy یو وبائي رنځ دے چې د یو بېکټیریا “میکوبېکټېریم لیپراي” (Mycobacterium Leprae) پۀ ذریعه پېدا کېږي. د درېو نه پینځۀ کاله پورې موده کښې د دې رنځ نخښې ښکاره شي. دې رنځ سره د انسان څرمن او د پښو لاسو پټې د وخت تېرېدو سره رېژېږي او اعصاب کار پرېښودۀ پېل کړي. د تاریخ پۀ اوږدو کښې د دې رنځ نخښې ترلاسه کېږي. د یونان، مصر، چین او هند سره سره د نړۍ پۀ زړو تهذیبونو کښې دا رنځ د د الٰهي قهر پۀ توګه وړاندې کېدلو ـــ پنډتانو، پادریانو، پروهتانو او مُلیانو به د دې نه خلقو ژغورلو د پاره دمونه، کوډې، چېلې او چُوپونه کول. یورپ کښې هم د نزدې ماضۍ پورې دغه تصور قائم ؤ.

پۀ کال اتلس سوه او درې اویایم 1873)ز( کښې ډاکټر هېنسن (Hanson) د دې رنځ مونډ معلوم کړو. هغۀ دا هم ووئیل چې جسماني طور مضبوطو خلقو کښې د دې رنځ د نخښو ښکاره کېدلو کښې شلو کالو پورې موده هم ولګي. دا رنځ د سیلۍ او یو ځاے اوسېدو سره نۀ خورېږي، بلکې د زیات تعامل او خصوصاً د رنځور د جوټه خوراک څښاک د خوړلو څښکلو سره د دې د بېکټېریا د نقل کېدلو امکان پېدا کېږي.

پاکستان کښې د دې رنځ مونډ ویستلو کښې د جرمني د یوې ډاکټرې رتهـ فاو کردار د تاریخ برخه وګرځېدله.

روتهـ کېتهرین مارتها فاو د ستمبر پۀ نهمه نېټه کال نولسوه یو کم دېرش 1929)ز( کښې د جرمني پۀ ښار لیپزش (Leipzig) کښې د والټر فاو کره زېږېدلې وه. لس کلنه وه چې دوېم نړیوال لام ونخښتۀ. د بمونو ډزاري، د انساني وینو وږم او د ړنګو شوو کورونو، تعلیمي ادارو، بازارونو، عبادت خانو او بورجلونو منظرونه د هغې پۀ سترګو او غوږونو کښې ځاے شول. تر دې چې د هغې وطن جرمني د برلن پۀ سینه ټک وهلي دېوال سره دوه ځایه شو. دې منظرونو او شورونو د هغې ژوند له یو مقصد ورکړو.

پۀ نولسوه اتۀ څلوېښت کښې د خپلو طبي زدکړو مخ پۀ وړاندې بوتللو د پاره هغې پۀ غېر قانوني طریقه د برلن پولې نه پښه وړاړوله. پۀ نولسوه پنځوسم کښې ئې د ماربورګ پوهنتون نه طب کښې سند تر لاسه کړو.

د جنګ پۀ دوران کښې به اکثر هغې پۀ کېمپونو کښې د ژوبلو او رنځورانو خدمت کولو. دا جذبه دې حد ته ورسېده چې پېغلې رتهـ فاو د فرانس د انقلاب پۀ دوران کښې د جوړ شوي یو کېتهولک مشن برخه شوه او خپل ژوند ئې د انسانیت خدمت د پاره وسپارۀ.

پۀ اتم مارچ نولسوه شپېتۀ د کراچۍ پۀ لاره هند ته د سفر پۀ وخت ویزه کښې د څۀ ستونزې لۀ امله رتهـ فاو څۀ مودې له کراچۍ کښې ایساره شوه. دلته ئې ‘سسټر بېرنس’ سره لیدۀ وشول چې پۀ موجوده چندریګر روډ ئې وړوکے غوندې کلینک ؤ او د رېژ رنځورانو علاج به ئې کولو. د هغې پۀ بلنه رتهـ فاو دغلته پۀ رېژ رنځ د اخته څۀ رنځورانو حالت ولیدۀ او پرېکړه ئې وکړه چې زۀ به دلته پاتې کېږم او د دې رنځورانو علاج به کوم.

رېژ رنځ د ترقي یافته نړۍ نه تقریباً ختم ؤ او رتهـ فاو د دې رنځ پۀ حقله ډېره خبر نۀ وه. هغې د رېژ رنځ پۀ حقله د څۀ کتابونو لوست وکړو او بیا د هند مدراس ښار ته د دې رنځ د علاج لنډو کورسونو د پاره لاړه. پۀ واپسۍ کښې دا کراچۍ کښې دېره شوه او د دې رنځ مونډ ویستلو ته ئې ځان وقف کړو.

پۀ ابتداء کښې یو وړوکے “مېري ایډیلډ لپروسي سنټر” قائم کړے شو. رتهـ فاو سره سسټر بېرنس هم مرسته کوله. رو رو مرستې زیاتېدې او کار پراخه کېدلو. د جرمني پۀ یو اخبار کښې د رتهـ فاو قیصه چاپ کېدو نه پس د “جرمن لپروسي ریلیف ایسوسي اېشن” پۀ مرسته ریګل چوک کښې یو روغتون ودان کړے شو او د “لپروسي کنټرول پروګرام” پۀ لړ کښې د کراچۍ نه بهر لاړکانې، بیا میرپور خاص او بونېر کښې هم د رېژ رنځ مخنیوي د پاره پړاوونه وشول.

پۀ کال نولسوه اتۀ شپېتم کښې حکومت دغه لپروسي کنټرول پروګرام ته د نېشنل پروګرام حېثیت ورکړو او دې سره وسائل نور هم پرېوانه شول.

پۀ نولسوه نهه اتیا 1989)ز( کښې دا مشن افغانستان ته لاړو او د کابل نه چاپېره پۀ زرګونو د رېژ د رنځورانو علاج ئې وکړو. د افغانستان دننه قتلِ عام لپاره د أجرتیانو د مشر جنرل ضیاء دور کښې رتهـ فاو د رېژ رنځ پۀ حواله د هغۀ مشیره وټاکلې شوه. دوه زرم کال پورې پۀ دغه حېثیت هغه د مختلفو صدرانو مشیره پاتې شوه. ډاکټر رتهـ فاو ته د هغې د خدماتو پۀ اعتراف کښې هلالِ پاکستان او امتیازِ پاکستان نه علاوه ګڼ دولتي او نړیوال اېوارډونه ورکړے شوي دي.

د تېر اګست پۀ لسمه نېټه ډاکټر رتهـ فاو د اووۀ اتیا کالو پۀ عمر کښې پۀ کراچۍ کښې مړه شوه. تاریخ به هغه تل یاده لري. د سپریم کورټ لۀ خوا د نواز شریف د نااهلۍ پۀ فېصله کېدونکي شور کښې هم د ډاکټر رتهـ فاو د مرګ خبر خپل ځاے وموندلو او د پاکستان لۀ خوا د هغې د تدفین پۀ سرکاري کچ د کولو اعلان وشو.

ډاکټر رتهـ فاو هغه وړومبۍ غېر مسلمه ده چې د پاکستان پۀ اسلامي ریاست کښې ورته د سرکاري تدفین اعزاز پۀ برخه شو. هغه د کراچۍ پۀ ګورا قبرستان کښې خاورو ته وسپارلې شوه. د پاکستان صدر ممنون حسېن، د سندهـ ګونر محمد زبېر، وزیر اعليٰ مرداد علي شاه او اٰرمي چیف جنرل باجوه د ډاکټر رتهـ فاو پۀ اخري رسوماتو کښې ګډون وکړو.

پاکستان کښې دا روایت قائمېدل یو ډېر ښۀ فال دے. دلته پۀ سیاسي، پوځي، غېر پوځي، عدالتي، طبي او د بشري حقونو پۀ شمول نورو برخو کښې د خدماتو ورکوونکو هغه خلقو خدمات نۀ ستائیلے کېږي چې د عقیدې پۀ لحاظ غېر مسلم پاتې وي. د مذهب پۀ نامه د غېر مسلمو د کورونو سوزولو نه واخله، د الزام تر حده پورې د جذباتیت پۀ څپو کښې د سلمان تاثیر او مشال خان نه واخله، اوس اوس دوه تبلیغیان هم ووژلے شول.

پۀ داسې حالاتو کښې ډاکټر رتهـ فاو ته د سرکاري تدفین اعزاز پۀ برخه کېدل ریاست کښې د نوې عمراني معاهدې د مخ پۀ وړاندې بوتلو نخښه ښکاري ـــ دا خبره مونږ ځکه کوو چې رتهـ فاو ته دا اعزاز حاصلېدل یقیناً چې صرف د عدالتي فېصلې د شور ډیفیوز کولو د پاره لائحه نۀ وه، دا د پاکستان ریاست یوه سنجیده فېصله وه. کۀ داسې نۀ وي نو بیا خو به خلق دې ګمان کولو کښې حق بجانب وي چې کۀ څۀ سیاسي پس منظر ونۀ لري، ریاست د مذهب پۀ حقله هم دومره غاړه نۀ وړي.

داسې حالاتو کښې چې پېښور کښې ډینګي د خلقو د مرګونو سبب جوړ شۀ، او اوس د ډینګي اوازې د صوبې د نورو برخو نه هم راځي ـــ د ډاکټر رتهـ فاو یادول مونږ له دا حوصله راکوي چې کۀ ځان ورته وقف کړے شي نو هغه ناروغۍ چې یوه موده کښې د قدرت د قهر مظهر ګڼلې کېدې، هم ختمې شي. د ډینګي خورېدل هم مونږ دې اندېښنې سره مخ کوي چې کله حکومت د فلاحي حکومت پۀ ځاے ځان تبدیلي حکومت ثابتوي، کله چې د صوبې مسئلې ترجیحاتو کښې شاملې نۀ وي، هلته د انسان قیمتي ژوند هر وخت خطرې سره مخ وي.

د ډاکټر رتهـ فاو ژوند یو مقصد ته د ځان وقف کولو او هغه مقصد د ترسره کولو یو لوے مثال دے. هیله چې راتلونکي نسلونه به د رتهـ فاو د ژوند نه رڼا اخلي.

]مونږ د رېژ رنځ پۀ اړه معلوماتو راکولو د پاره د ډاکټر مدثر محمدزي مننه کوو[

دا هم ولولئ

!!!Absolutely Not – پښتون

اېمل ولي خان دې خداے زر کلن کړي چې څۀ هم وائي نو بېخي د …