د باچاخان فېلوز پنځلسم سټډي سرکل پۀ څلورم نومبر د خالي پۀ ورځ، سحر یوولس بجې نه تر درې بجو تر سره شو. سټډي سرکل کښې د بحث د پاره د سعید ابراهیم کتاب ‘سیکس اور سماج’ ټاکلے شوے ؤ.
سټډي سرکل کښې د سوات، ملاکنډ، شانګلې، دیر، مردان، چارسدې، صوابۍ، ټانک، وزیریستان، خېبر، مومند، قلعه سیف الله او پېښور فېلوز ګډون وکړو.
ثناء اعجاز سماج کښې د جنس او صنف پۀ عمومي صورتحال رڼا واچوله. هغې ووې چې جنس حیاتیاتي عمل دے او صنف سماج او ټولنه تشکیلوي. هغې زیاته کړه چې د صنفي عمل پۀ ذریعه د ښځې او نر ښځي نه د انساني ارادې اختیار اخستے شوے دے او شرم ورسره تړلے شوے دے. هغې پۀ دې اړه د نصاب او د ميډیا پۀ رول او کردار تفصیلي بحث وکړو.
ګلالۍ اسماعیل د کتاب پۀ یو باب “آزادی سے غلامی تک” بشپړه څیړنه وکړه. هغې د انساني تاریخ د ارتقاء پۀ حواله دا بحث وکړو چې د تاریخ پۀ اوږدو کښې بېلابېلو ټولنو کښې د جنس او صنف بېلابېل تصورات پاتې شوي دي. ډېر ځل داسې شوي دي چې جنس یو ګنده عمل ګڼلے شوے دے او بیا چونکې ښځې سره صرف د جنس عمل تړلے شوے دے نو ځکه د ښځې د جنس خواهش ګنده عمل ګڼلے کېږي. هغې زیاته کړه چې د ښځې بدن هم لۀ دې وجې مستور کولے شي. دې سره یوې غاړې ته د جنس د فطري عمل پۀ تسکین کښې خنډ راشي د څۀ لۀ وجې چې ټولنه کښې پۀ عمومي توګه تشوالے او تناؤ پېدا شي او بلې غاړې ته ټولنه کښې غېر صحتمند رجحانات پۀ مخکښې لاړ شي.
داود افریدي د ښځې او سړي تر منځه د رومان د جذبې څېړنه وکړه او دائې څرګنده کړه چې دا یو فطري عمل دے چې د جنس حیاتیاتي عمل او د صنف د ټولنیز تصور دواړو نه اغېزمند کېږي.
پۀ کتاب د فېلوز د ازاد بحث دوران کښې طارق پښتونیار د کتاب عمومې دلیل د هغه لبرل تصوراتو یو مثال وبللو کوم چې د جنس او صنف عمل د ریاستي جبر نه جدا کوي. هغۀ زیاته کړه چې کله مونږ د پښتون ټولنې د صنف او جنس د تصوراتو څېړنه کوو نو باید د قام د عمومي تاریخي تجرباتو نه سرغړونه ونۀ کړو.
عظمت خان ووی چې مشال فوکو د اختیار او جنس چې کوم تصور وړاندې کړے ؤ، هغه ئې پۀ دوو اصطلاحاتو کښې واضح کړے دے. یوې اصطلاح ته هغۀ حیاتیاتي طاقت ووې او بلې اصطلاح ته هغۀ د جسم سیاست ووې. د هغه پۀ نظر کښې چې کله اشرافیه یا ریاست د خلقو پۀ اختیار تسلط تر لاسه کوي نو د هغوي حیاتیاتي فعالیت کنټرول کړي، د څۀ لۀ وجې چې بې اختیاره اولس، طبقې او صنفونه د خپل سوچ او اظهار سنسرشپ کوي او پۀ خپل ځان پۀ خپله څارنه کوي.
عمران خان، عبد الله ملک، نادیه خان، مهناز، کرن، اسماء، سېد رسول بیټني، یلدا شنواري، افسر الملک افغان، زاهد زدران، شاهنواز، طلال بېدار او نورو فېلوز ووئیل چې فطرت د جنس د فطري او جبلي عمل مقاصد لري. دغه مقاصد د انساني نوع بقاء، د جسم تناو نه خلاصېدل او جمالیاتي خوند تر لاسه کول دي. پۀ ټولنیز ځایونو او پوهنتونو کښې د ښځو جنسي هراساني د هغوي کلي او لباس سره تړل منطقي مغالطه ده. د صنفي رول تشکیلېدو عمل ماشومتوب کښې پېل کېږي او دغه رول جوړېدو کښې د ښځو هم یو بشپړ کردار وي. نو ځکه اوله وظیفه د ښځې ده چې د صنف ناانصافۍ پۀ ضد اواز پورته کړي. څنګه چې د انسان نور اعمال او تصورات د هغۀ د اثباتي تجربې نه اغېزمند کېږي، دغسې ترې د جنس تصور هم اغېزمند کېږي. د دغه تجربو ابلاغ او خورولو د هغه زمان د ابلاغي میډیا ډېر رول وي نو ځکه کۀ مونږ د دغه تصوراتو متبادل لټوو نو د میډیا بېلابېل شکلونه به پېژندل وي. اولنو زدکړو کښې کۀ پۀ کور کښې وي کۀ پۀ مکتب، د جنس زدکړې مهمې دي.
د سټډي سرکل پایله کښې د باچا خان ایجوکېشن فاونډېشن ډائرېکټر خادم حسین ووې چې جنس فطري او جبلي عمل دے او څنګه چې د نورو جبلتونو پۀ حواله انسان د فرد او ټولنې پۀ حېث ارتقاء کړې ده، دغسې ئې د جنسي فعالیت تهذیبي ادارې هم جوړې کړې دي. پۀ دې اړخ کښې د ښځې او سړي او د هَم جنسه او نرښځو جنسي رشتو پۀ تسلسل سره ارتقاء کړې ده. خادم حسین پۀ دې اړه د ایرک فروم د کتاب د “اٰرټ اٰف لونګ” نه حواله ورکړه.
ډاکټر خادم حسېن زیاته کړه چې کله جنس د صنف عمل ته بدل شي نو د هغې ټولنیز او قامي شکل کښې د اختیار او طاقت رشتې رامنځ ته شي. څنګه چې یو استعماري عمل کښې د یو بې وزله قام پۀ وسیلو او اختیار قبضه اچولو د پاره د هغه قام شناخت، کلتور، دانش او ټولنیزه ارتقاء، تکامل او تدریج مات او تحلیل کړے کېږي او د هغوي اجتماع د “څیز” شکل کښې ملکیت ته بدل کړے کېږي، هم دغه یا دې سره نزدې عمل د صنف شکل کښې هم کیږي. دغه صنفي عمل کښې یو جنس ملکیت وګرځولے شي او د هغه جنس جسم شرم سره وتړلے شي نو ځکه بې وسیلې کړے شي او بې اختیاره کړے شي. دغه ټولنیز نظام ته د پدرسرۍ یا پټریارکي نظام وئیلے کېږي.
خادم حسېن ووې چې سعید ابراهیم خپل کتاب “سیکس اور سماج” کښې د صنف او اختیار، صنف او ریاست او صنف او محکوم قام ترمنځه تعلق نه پۀ شعوري یا غېر شعوري توګه سرغړونه کړې ده. دا حقیقت چې ریاست د پیټریارک رول لوبوي. د دغه کتاب مواد کښې نۀ دے بحث شوے. پۀ دې حقله روبینه سهګل خپله مقاله ‘فمینزم اینډ وومن ډوېلپمنټ ان پاکستان’ کښېډېر ګټور بحث کړے دے.
د خپلو خبرو پایله کښې خادم حسېن ووې چې د پښتون سماج د قامي خپلواکۍ مبارزه کښې د پدرسرۍ د ماتولو او صنفي برابرۍ او د ټولنیز عدالت او انصاف اجزاء ارومرو شتون درلود. هغۀ پۀ دې لړ کښې د پښتو فولکلور د مهم اړخ ټپې یا لنډۍ یا غاړې ذکر وکړو کوم چې د ښځې د اظهار او قوت ارادۍ پۀ زړۀ پورې بېلګې موجودې دي.
پۀ دې لړ کښې خادم حسېن د شپاړسمې پېړۍ د روښاني تحریک کوم چې د پښتون سماج وړومبے منظم ټولنیز تحریک او پاڅون ګڼلے کېږي، ذکر وکړو. دغه تحریک د مغلو د استعمار پۀ ضد مبارزې سره سره د پدر سرۍ ماتولو هڅې هم پۀ بشپړه توګه کړې وې. پۀ شلمه پېړۍ کښې د پښتون قامي مبارزې تر ټولو بشپړ سیا سي او سماجي تحریک خدائي خدمتګار د قامي شعور او خپلواکۍ، بشر دوستۍ، سماجي انصاف او ټولنیز عدالت او صنفي برابرۍ د مفکورې پۀ بسټ ولاړ ؤ. خدائي خدمتګار تحریک د پدر سرۍ جرړې د منځه یوړې. دغه تحریک کښې سړو سره سم ښځو هم پۀ تعلیمي، کلتوري، ادبي، سماجي، او سیاسي برخو کښې نۀ هېروونکے رول لوبولے ؤ.
د باچاخان فیلوز پنځلسم سټډي سرکل د پاره د انتظام ذمه وارۍ رشید جان، عدنان او علي حسېن د ډاکومنټېشن او فوټو ګرافۍ ذمه وارۍ ګوهر ننګیال او د رپورټنګ ذمه وارۍ نتاشه خان او عمران خان تر سره کړې.