“رولټ اېکټ”

باچاخان

“رولټ اېکټ”

‘زما ژوند او جدوجهد’، باچاخان ټرسټ رېسرچ سنټر/ډسټ اٰن بکس، 2018، مخونه 96-84

‘رولټ اېکټ’ پۀ اتلسم مارچ 1919ز د هندوستان د پاره ‘شاهي قانون سازه اسمبلۍ’ یو اېکټ منظور کړے ؤ. دې اېکټ د پاره کمېټۍ کښې سډني رولټ (Sidney Rowlatt) صدر، هوج (JDV Hodge) سکتر او کماراسوامي ساستري، لوټ (Verney Lovett) او مټر (P.C Mitter) غړي یوو. د دې اېکټ تر مخه حکومت سیاسي کارکنان بې د څۀ ځنډ او خنډه دوو کالو د پاره بې د څۀ مقدمې او استغاثې پۀ دې جواز سره بندي ساتلے شول چې دوي نه امن و امان ته خطره ده. دې قانون سره د سیاسي کارکنانو ګرفتاریو کښې توندي راغله او د اولس غږ چقولو د پاره برطانوي استعمار بې ترسي لا زیاته کړه. دغسې احتجاجونه هم زیات شول او د ‘جلیانواله باغ’ پېښه هم د دې احتجاجونو نتیجه کښې مخې ته راغله چې دغسې ظلم بیا وروستو بابړه کښې پاکستاني ریاست خدائي خدمتګارانو سره وکړو.

پښتون قامي تحریک کښې د ‘رولټ اېکټ’ دا پړاو راتلل پۀ دې حواله ډېر ارزښت لري چې د دې پۀ ضد پېل شوي احتجاج کښې پۀ وړومبي ځل خدائي خدمتګار غورځنګ برخه واخسته. خپله پښتنه ټولنه کښې هلوځلو د پاره زیار کوونکے غورځنګ د عدم تشدد د فلسفې سره د دغه ظالـمانه اېکټ پۀ ضد د اپرېل د میاشتې پۀ څلورمه نېټه مېدان کښې ودرېدو. ‘زما ژوند او جدوجـﻬد’ څخه د دغه اېکټ متعلق برخه مونږ خپلو لوستونکو ته وړاندې کوو. مونږ پۀ دې موقع د اختصار د پاره دې نه څۀ برخې حذف کوو، تاسو لوستونکي کولے شئ چې کتاب کښې دغه هر څۀ ټول ولولئ.

رولټ اېکټ:

ګاندهي جي چې د پېرنګيانو د دې وعدې پۀ مقابله کښې چې کۀ پېرنګيان جنګ وګټي مونږ ته به يو سېلف ګورنمنټ راکړي، پۀ جنګ کښې د پېرنګيانو ډېر امداد وکړو خو پېرنګيانو چې فتح وکړه نو وعدې خو پرېږده د ‘رولټ اېکټ’ 1919ز د نافذ کولو اراده ئې وکړه نو مهاتما ګاندهي ډېر مايوسه شو او د ‘رولټ اېکټ’ خلاف ئې اواز اوچت کړو.

مهاتما ګاندهي خو لا پرېږده چې د پېرنګيانو ملګرو هندوستانيانو هم د دې قانون خلاف چغې پورته کړې. پۀ ټول هندوستان کښې د دې تور قانون برخلاف زبردست ايجي ټېشن (تحريک) شروع شو، لويې لويې جلسې جلوسونه به کېدل، درنې درنې مظاهرې وشوې، ډېر سټېشنونه او سرکاري ځايونه پکښې وسوزېدل. پېرنګيانو هم اسره ونۀ کړه، خلق ئې پۀ ګولو وويشتل، پۀ جېل خانو کښې ئې واچول، ډېر سپک او ذليل ئې کړل. تر دې وخته زمونږ پۀ علاقه کښې سياسي تحريکونه جلسې او جلوسونه نۀ وو او نۀ پرې څوک پوهـېدل. د تعليم د پاره د مدرسو جوړولو تحريک موجود ؤ، هغه هم د جنګ پۀ وخت کښې پېرنګيانو بندکړے ؤ.

يوه شپه کور ناست وم، ډوډۍ مو خوړله چې د ډول اواز مې تر غوږ شو. چې غوږ مو ورته کېښود نو ډندورچي ورسره ډنډوره غږوله چې سبا له به د ‘رولټ اېکټ’ برخلاف د حاجي صاحب پۀ جومات (عيدګاه) کښې جلسه وي. پۀ دې پوهه نۀ شوم چې د جلسې انتظام چا کړے دے. چې سبا شو چاې مو وڅښکله نو د حاجي صاحب جومات ته روان شو. د جلسې نوم د کلي خلقو نۀ ؤ اورېدلے، دا ورته يو عجيبه څيز ښکارېدو. ډېر خلق ورله روان وو. د تحقيق نه راته معلومه شوه چې د جلسې اعلان زمونږ د کلي يو خان چې نوم ئې محمد اکرم خان ؤ، کړے دے. دا راته هم معلومه شوه چې د جلسې د اعلان پۀ وخت د پوليس يو افسر راغلے ؤ، د خان او افسر پۀ منځ کښې څۀ ګفتګو او کشمکش شوے ؤ. خان د هغۀ لۀ ضده د جلسې اعلان کړے دے، د قدرت کارونه هم د حکمت نه خالي نۀ وي. چرته دا خان او چرته د جلسې اعلان؟ د جلسې پۀ ورځ مونږ وليدل چې دغه اکرم خان پۀ خپله جلسې له رانۀ غے. وروستو معلومه شوه چې د جلسې پۀ وخت کښې هغه د مردان د اسسټنټ کمشنر ګريفتهـ صاحب سره ؤ. د کلي اکثر لوے خانان او لوئي لوئي مليان راغلي وو. زۀ پاڅېدم او خلقو ته مې ووئيل چې دغه شان جلسو کښې د صدارت ضرورت وي نو يو مشر سړے د دې جلسې صدر مقررول پکار دي. خلقو ووې چې تۀ صدر شوې، ما ووې چې يو مشر سړے به صدر کړو خو دوي ټينګ شو. زۀ ئې صدر کړم. عام خلق خو د صدر پۀ معنٰي نۀ پوهـېدل هغوي چې د جلسې نه ستانۀ شول نو دا ئې خوره کړه چې ګوندې زۀ د پښتنو باچا شوم. مونږ خو دغه وخت پۀ تقريرونو نۀ پوهـېدلو خو چې د اخبارونو نه مو څۀ لږ ډېر زده کړي وو، هغه مو خلقو ته ووئيل. پۀ اخر کښې يو بل خان تجويز وړاندې کړو چې دا خو زمونږ د کلي جلسه ده، بله هفته به بيا دلته د دې ټولې علاقې جلسه وي؛ خلق خبر کړئ چې پۀ ګڼ شمېر کښې راشي. د تقريرونو پۀ لحاظ خو دا جلسه جلسه نۀ وه مګر د اثر پۀ لحاظ ئې پۀ خلقو کښې ډېر جوش و خروش مينه او جذبه پېدا کړه.

زمونږ جلسې:

د راتلونکې جلسې د انتظام د پاره خلقو ملا وتړله. زۀ پۀ خپله هم پۀ اس سور شوم او د دواوې او هشنغر کلي مې وکتل. د جلسې د جوړولو لپاره دولت پورې ته ورغلم. دا د دواوې مشهور کلے دے. هلته مې د دغه کلي لوے خان وليدو. دۀ وعده وکړه چې جلسې له به درځم. پۀ دولت پوره کښې دۀ راته يوه ډېره عجيبه خبره وکړه. وې چې يو سړي کره سمسېره عادت شوې وه، د دوي پۍ به ئې څښکل. ښځې دۀ ته ووې چې دې سمسېرې خو ډېر ورانے راخستے دے، څۀ ورسره وکړم؟ دے پۀ خپله سمسېرې ويرولے ؤ، ورته ئې ووئيل چې ښځې! دا خو زبرګه ده، هېڅ ورته مۀ وايه. ښځه پۀ پيو مئينه وي، يوه ورځ دې سمسېرې پۍ پۀ کټوۍ کښې څښکل، د ښځې صبر ونۀ شو پۀ سوباړي ئې ووهله او مړه شوه. دې ښځې فکر وکړو چې دا خو مې د خاوند زبرګه وه، اوس به ما سره څۀ کوي؟ چې خاوند ئې راغے نو ورته ئې ووې چې زما د لاسه نن ډېره غلطي شوې ده، ستا نه د هغې معافي غواړم ـــ خاوند ورته ووې چې ووايه، دې ورته ووې چې هغه زبرګه زما د لاسه مړه شوې ده، وې کوم ده؟ دې ورته وښودله. دۀ پرې راباندې کړل. مړه سمسېره ئې ټوټې ټوتې کړه او ښځې ته ئې ووې چې زبرګه مرګه نۀ وه خو زۀ ترې ويرېدم ـــ دې وخت کښې پۀ هر چا کښې قومي جذبه پېدا شوې وه، دا سرکاري جرګه نشين خان ؤ خو د پېرنګي نه ئې نفرت پېدا شوے ؤ.

خانانو او غريبانو ټولو له مو پۀ جلسه کښې د ګډون بلنه ورکړه. خلقو پۀ خوشحالۍ ومنله. د جلسې پۀ ورځ د يو لک نه زيات خلق راټول شوي وو. پۀ زرګونو ښځو د جلسې د خلقو د پاره پۀ منګو کښې د سيند نه اوبۀ راچلولې.د جلسې دوران کښې د حکومت لۀ طرفه ميا اکبر شاه کاکا خېل ما پسې راغے او وئيل ئې چې چيف کمشنر وائي چې پۀ صوبه سرحد کوم قانون حاوي دے دا خو د ‘رولټ اېکټ’ پلار دے، دا خو د ‘رولټ اېکټ’ نه زيات ظالمانه دے. دوي له پکار دي چې د دې قانون خلاف د حکومت غوږونو ته خپل اواز ورسوي. د ‘رولټ اېکټ’ تاو دوي ته نۀ رسي او بله دا چې هندوستان د دوي سره د دې قانون پۀ لرې کولو کښې کوم امداد کړے دے چې دوي ئې ورسره کوي؟ زۀ دوي سره وعده کوم چې پۀ دې قانون به لۀ نوي سره غور وکړم او چې دوي څۀ وائي هغسې به وکړم. ما ورته ووې چې ميا صاحب! زۀ منم چې هندوستان زمونږ مرسته نۀ ده کړې، دا د هغوي انساني فرض وو، خپل انساني فرض ئې ادا نۀ کړل. زمونږ هم دا انساني فرض دي چې د ‘رولټ اېکټ’ خلاف ورسره خپل اواز ملګرے کړو. هر سړے پۀ خپل عمل پړ دے. ميا صاحب پوهه شو چې دے زما پۀ دام کښې نۀ نښلي نو بيا ئې ووې کۀ تۀ اجازه راکوې نو زۀ به هم دې خلقو ته څو خبرې وکړم. ما وې وکړه. د هغۀ پۀ تقرير کښې د خولې نه دا وختل چې حکومت زمونږ مور او پلار دي. دا پۀ خلقو بده ولګېده، چغې ئې پرې جوړې کړې چې ميا کښېنه! حکومت کۀ ستا مور وي او کۀ ستا پلار وي، وي به؛ زمونږ هېڅ هم نۀ دے. ما چې خلقو ته وکتل نو پۀ خلقو کښې پوره جذبه وه او ميا صاحب ته پۀ قهر وو. ما ميا صاحب کښېنولو او پۀ خپله ورسره شوم د جلسې نه مې بهر وکښلو ځکه کۀ زۀ نۀ وے يا ما د خلقو نه مخکښې د عدم تشدد وعده نۀ وے اخستې، خداے خبر چې د ميا غريب به څۀ حال شوے وے؟ زۀ يو خوا د خلقو جذبې ته حېران وم او بل خوا د مياګانو انګرېز پرستۍ ته ـــ د دې جلسې صدارت هم خلقو ما له راکړو. مونږ د تقريرونو پۀ چل نۀ پوهـېدو، اکثر به مو تقرير وليکو او د کاغذ نه به مو خلقو ته اورولو. عباس خان دې خداے وبخښي زما ډېر دوست ؤ، هغۀ له مې ليکلے تقرير ورکړے ؤ؛ چې د هغۀ وار راغے او پاڅېدو نو ټول رپېدو. وې وئيل دا تور قانون، بيا ئې ووي دا تور قانون، څو کرته ئې هم دا تور قانون، تور قانون ووې. ما ورته د لاندې نه ووې چې وړاندې ووايه. دے ټول رپېدو. راته ئې ووئيل چې پۀ سترګو مې تيارۀ ده، وړاندې نۀ وينم، د دې نه ئې زيات څۀ ونۀ وئيلے شو اخر کښېناست. دا زمونږ د تقريرونو حال ؤ. خو سره د دې هم جلسه بالکل کاميابه وه. قراردادونه مو پاس کړل، اخبارونو او حکومت له مو ولېږل.

پۀ خلقو کښې يوه عجيبه مينه او جوش ؤ. بيا خاص زمونږ د کلي د نرو او ښځو خو لا بل حال ؤ. زمونږ د کلي پۀ سوونو ښځې راغلې وې، ګرمي وه، سيند ته به تللې او خلقو له به ئې د څښلو اوبۀ راوړې. زمونږ د کلي دوه کسه دې جلسې له نۀ وو راغلي ـــ يو خان بهادر محمد عمر خان او بل هغه خان چا چې د اولې جلسې د پاره ډنډورې وهلې يعنې محمد اکرم خان ـــ هغه د جلسې پۀ ځاے مردان ته ګريفتهـ پېرنګي له تللے ؤ. ګريفتهـ د مردان اسسټنټ کمشنر ؤ او د دوي اشنا ؤ. پۀ دې ورځ ئې هم دا خيال ؤ چې پۀ حکومت به زمونږ مخ وشي خو نۀ ئې پۀ حکومت مخ وشو او نۀ ئې پۀ قام کښې مخ پاتې شو. دوي پۀ ګريفتهـ صاحب ډاډه وو خو د قدرت کار بېل وي. ګريفتهـ د دوي پۀ ښه رانۀ غے او دوي هم مونږ سره ګرفتار شول. مونږ تر اخره هم پۀ دې پوهه نۀ شو چې اکرم خان د ‘رولټ اېکټ’ خلاف دا اعلان ولې کړے ؤ؟ خو خلقو به دا وئيل چې دۀ غوښتل چې خپل تر بوران، خانان، د پېرنګيانو پۀ ضد راولي او پېرنګيان هغوي برباد کړي خو دے پکښې پۀ خپله ونښتو.

د اتمانزو دې جلسې پۀ پښتنو کښې اور ولګولو او ښۀ جوش او خروش ئې پېدا کړو. بله جلسه پۀ تاکال کښې د ارباب رضا خان لۀ طرفه مقرره شوه. ټوله علاقه ئې خبر کړې وه. مونږ ته ئې هم بلنه راکړې وه. د جلسې پۀ ورځ سحر وختي مونږ ور روان شو چې د سر درياب د پلۀ نه پورې وتو ‘عاشق’ د پېښور د ښار مېوه فروش پۀ ټانګه کښې سور مخې له راغے. اشاره ئې وکړه، ټانګې مو ودرولې راکوز شو. زۀ عباس خان، بابي جان او احمد استاذ ئې بېل کړو او راته ئې ووې چې د افغانستان او پېرنګيانو جنګ شروع شو. بېګا پۀ ټول ملک کښې د مارشل لاء اعلان شوے دے.

د تاکال جلسه بنده شوه او د افغانستان لۀ طرفه څۀ کاغذونه ما راوړي دي، دا واخلئ او پۀ ملک کښې ئې ووېشئ. کاغذونه ئې زمونږ ملګرو له راکړل او دے بېرته ښار ته ستون شو او مونږ بېرته کلي ته راغلو.

پۀ دې ورځو کښې قاضي شاکر الله د پېرنګيانو لۀ خوا مقرر شوے ؤ چې زمونږ د علاقې دوره وکړي او دا معلومه کړي چې څوک د پېرنګيانو برخلاف او څوک ئې پۀ حق کښې دي؟ نو دے به ګرځېدو، حجرو او جوماتونو کښې به ئې د پېرنګيانو خلاف سخت سخت تقريرونه کول. يوه ورځ زمونږ پۀ حجره کښې ئې مونږ ته دا قيصه کوله چې زۀ د جنګ پۀ ورځو کښې پېرنګيانو عربو ته د مخبرۍ د پاره لېږلے وم، هلته ئې پۀ يو جنګي سمندري جهاز کښې د يو جرنېل سره ولګولم. د درياب پۀ غاړه د عربو يو کلے ؤ، مونږ يو پېرنګے د سفير پۀ توګه ورولېږلو، هغوي دا پېرنګے مړ کړو. چې د هغۀ د مرګ خبر راغے نو جهاز ته حکم وشو چې پۀ کلي ګوله باري وکړي نو چې هغه کلے ئې پۀ ګوله بارۍ د خاورې سره خاورې کړو نو بيا فوځونو ته حکم وشو چې لاړ شئ وګورئ چې څوک نر يا ښځه خو ژوندي پاتې شوي نۀ دي؟ کۀ پاتې وي نو مړۀ ئې کړئ. زۀ هم ورسره لاړم. چې کلي ته ورسېدم نو څۀ ګورم چې يوه ښځه شهيده شوې ده او وړوکے ماشوم ئې پۀ تي بوخت دے او روي ئې. پۀ ما د دې ماشوم او مور حالت ډېر اثر وکړو. چې څۀ وخت جهاز ته واپس راغلو نو ما د خپل افسر سره خبره کول غوښتل خو هغه دومره غصه ؤ چې زما شکل ليدل پرې ښۀ نۀ لګېدل. راته ئې ووې چې د مخې نه مې لرې کېږه نو هغه وخت ما پۀ زړۀ کښې دا خبره محسوسه کړه چې د يو پېرنګي د پاره ئې دا دومره مسلمانان د خداے مخلوق تباه کړو او لا زړۀ ئې سوړ نۀ دے نو د ځان سره مې فېصله وکړه چې نوره د دوي نوکري نۀ کوم، اول کافر وم، د دې پېښې نه وروستو مسلمان شوم. دغه شان قاضي صاحب د ټول هشنغر دوره وکړه. د هشنغر خانان، مليان او عوام ټول د انګرېز مخالف وو. قاضي صاحب د ټولو حالات معلوم کړل. يو زمونږ د کلي د محمد عمر خان پۀ باره کښې ئې سرکار ته ليکلي وو چې پۀ ټوله علاقه کښې د دۀ پۀ شان ستاسو بل وفادار نشته. د دې رپورټ پۀ وجه د محمد عمر خان د سرکار پۀ کور کښې لويه ترقي وشوه او ډېر اختيارات ئې ورکړل او خان بهادر ئې کړو.

د مارشل لاء پۀ وجه زمونږ پۀ خلقو ډېره وېره او هېبت راغے ځکه چې د اخبارونو پۀ ذريعه به د هندوستان او پنجاب د حالاتو نه خبرېدل چې پېرنګيانو پۀ خلقو څومره ظلم زور راخستے دے. پۀ ټولو کښې مونږ ډېر ناقلاره وو. هره ورځ به اوازه شوه چې بېګا له به فوځ راځي او د کلي نه به چاپېره کېږي. د دې ګنګوسې پۀ اورېدو به زمونږ د کلي نر او ښځې پۀ لړزان شوې او يوه هله ګوله به جوړه شوه. څوک به پۀ کوټو کښې ويښ ناست وو، څوک به د کلي نه تښتېدل، څوک به پۀ حجرو کښې راجمع شول. زۀ پۀ خپله هم د ګرفتارۍ لۀ وجې پۀ خپل کور او حجره کښې کښېناستے نۀ شوم. پۀ کلي کښې به ګرځېدم، خلقو ته به مې ډاډګېرنه ورکوله. يوه شپه ډېره ګرمه اوازه وه چې نن به فوځونه خامخا راځي چې يو سړي خبر کړم چې ملک سلطان محمد خان سره د سړو پۀ سړک کښې مورچه نيولې ده او وائي چې د پېرنګي نه مونږ هسې هم نۀ خلاصېږو، يو ځلې مرګ دے، زۀ خو ورسره مقابله کوم. زۀ پۀ منډه ورغلم چې ګورم ملک صاحب ولاړ دے، کرچ ئې اچولے دے، نوکران ئې مورچه کړي دي. دے ورته شاباشے ورکوي. ما پرې د لرې نه اواز وکړو چې ملک صاحب! څۀ کوې؟ جواب ئې راکړو چې نن ورسره معلوموم. ما ترې پوښتنه وکړه چې ټوپک درسره دے؟ وې چې پينځه ټوپکه، ما ترې بيا پوښتنه وکړه چې څومره کارتوس درسره دي؟ دۀ ووئيل چې شل پينځويشت دانې به وي. ما ورته ووې چې دا دومره کارتوس خو د هغوي پۀ يو ټوپک کښې وي نو څۀ رنګې پۀ پينځو ټوپکو او شلو کارتوسو د پېرنګي مقابله کوې؟ د دې خبرې پۀ اورېدو خو يوه شېبه چپ شو، بيا ئې نوکرانو ته ووې چې د دوي سره نۀ کېږي، زما اسپه زين کړئ! پۀ اس سور شو او شپه پۀ شپه ازادې علاقې ته لاړو. دغه شان زمونږ د کلي ډېرو کسانو ځانونه پۀ څنګ کړل.

زما ګرفتاري:

زۀ مېرې ته لاړم. زمونږ زميندار ؤ عبېدالله کاکا ئې نوم ؤ. پۀ بله شپه مې هغه د ځان سره کړو او کچي کوپر ته لاړو. هلته زمونږ پخواني زميندار اوسېدل. دا د اېجنسۍ علاقه وه. زمونږ د کلي يو مفرور مرتضٰي خان هم دلته اوسېدو. هغه مو وليدو، راسره شو. سپنخړو ته روان شو. د هري چند د نهر پۀ غاړه د باډر پوليس تاڼه وه. چې ورنزدې شو نو سپاهيانو راباندې اواز وکړو چې ودرېږئ! تاسو څوک يئ؟ مونږ سره بې لا ئسنسه وسله هم وه، پۀ ما وېره راغله خو مرتضٰي خان ورسره بلد ؤ، وروړاندې شو، ورته ئې ووئيل چې خپل يو. د هغۀ د پېژندګلو پۀ وجه ئې مونږ ته د تللو اجازه راکړه. مونږ چې د سپنخړو لارې ته برابر شو نو مرتضٰي خان دوي رانه بېرته ستانۀ شول او مونږ سپنخړو ته لاړو. باباجي خبر شو، زمونږ ليدو له راغے او زمونږ ئې ډېر قدر او عزت وکړو. شپه مو پۀ سپنخړو کښې تېره کړه. سبا د افغانستان پۀ نيت روان شو. خلقو دا رائې راکړه چې ستاسو د پاره د پړانګ غار لاره ښه ده. د سيند نه به پۀ ځانګو پورې وځئ او د باجوړ پۀ لاره به نېغ جلال اباد ته لاړ شئ خو زۀ د ځانګو نه وېرېدم ولې چې زما بدن ډېر دروند ؤ. زما سره دا وېره وه چې د ځانګو پړے راباندې ونۀ شلېږي او پۀ سيند کښې ونۀ لوېږم. پۀ دې لاره زما د تلو اراده نۀ وه خو ملګرو مجبور کړم او مونږ پړانګ غار ته روان شو چې پۀ غرۀ مو ختل شروع کړل. د سمې خلق د غرۀ د مزل نۀ دي او زۀ خو د نورو ملګرو نه زيات بې خونده وم. چې څۀ لږ مزل مو وکړو نو ستړے شوم. مونږ ته يو سړي د بوچو لار هم ښودلې وه، دا لار لږه اوږده وه خو هواره وه او پۀ سيند هم پۀ ګودر پورې وتل وو نو ما ملګرو ته پۀ دې لارې د تللو تجويز پېش کړو. بېرته راوګرځېدو او بوچو ته روان شو. ناوخته بوچو ته ورسېدو. د اکرم خان نومې ملک حجرې ته لاړو. اکرم خان ډېر ښۀ سړے ؤ، زمونږ ئې ډېر دارمدار وکړو. شپه مو پۀ ارام تېره کړه. سحر مو چې چاې وڅښکله نو پۀ روانېدو کښې وو چې ګورو بابا مې راورسېدو. راته ئې ووې چې بچيه! بل ملک ته مۀ ځه! زۀ ډپټي کمشنر تا پسې رالېږلے يم. هغه وائي چې دۀ بې لۀ جلسې نه بل څۀ نۀ دي کړي او جلسه خو څۀ جرم نۀ دے؟ مونږ ورته هېڅ نۀ وايو. ما ورته ووئيل چې بابا! مارشل لاء ده، يو خو پېرنګيان هسې هم معمولي معاملو کښې انصاف نۀ لري او بيا چې د هغوي برخلاف کار وشي او مارشل لاء هم وي نو د دوي نه د انصاف څۀ طمع کېدے شي؟ او نۀ ئې پۀ وعدو باور کول پکار دي. خو بابا مې د تللو اجازت رانۀ کړو. د هغۀ د پېرنګي پۀ ژبه باور ؤ. دے پۀ خپله يو ژبې سړے ؤ، دے د پېرنګي پۀ فرېب او چل ول کله پوهـېدو. ما ته ئې ووې چې نه، ما سره چې پېرنګي کوم لوظ کړے دے، هغه به هېچرې مات نۀ کړي. زۀ ئې مجبور کړم او بېرته ئې کلي ته راستون کړم. چې مامدناړۍ ته راورسېدو نو زۀ ئې دلته پرېښودم او دے اتمانزو ته لاړو. زما پۀ زړۀ کښې وېره وه او دا باور مې نۀ ؤ چې ګوندې پېرنګيان به ما پرېږدي نو زۀ به ټوله ورځ پۀ مقبره کښې پټېدم. د مامدناړۍ سره نزدې يوه لويه مقبره وه او د شپې به کور ته راتلم. زۀ د پېرنګيانو نه پټ نۀ وم او نۀ هغوي زما نه بې خبره وو. بابا مې پۀ خپله زما د راتګ نه خبر کړي وو. يوه ورځ زۀ د غرمې ډوډۍ له کور ته راغلے وم، پۀ حجره کښې ناست وم چې تاڼه دار سره د يو لوے ګارډ راغے او زۀ ئې ونيوم. زما د نيولو خبر د بجلۍ پۀ شان ټوله علاقه کښې خور شو. څوک چې خبرېدل مامدناړۍ ته به راتلل. خپل خپلوان مې مونږ کره راجمع شوي وو. ژړا انګولا ئې جوړه کړې وه. د مور مې ډېر حالت خراب ؤ. تاڼه دار ښۀ سړے ؤ، ما ته ئې کور ته د تللو اجازت راکړو. مور مې بابا ته ښېرې کولې چې کۀ تا دے نۀ وے راستون کړے نو ولې به ګرفتارېدو. ما مې مور ته ډېره تسلي ورکړه خو هغې پۀ چغو چغو ژړل. د ځينو کسانو دا نظريه وه چې تۀ وتښته مونږ به د پولس سره تر هغه وخته پورې مقابله کوو تر څو چې تۀ د دوي لۀ علاقې نه نۀ ئې وتلے. خو دوي څۀ خبر وو چې مارشل لاء ده او ما هم د خپل ځان د بچ کولو د پاره نور خلق پۀ مصيبت کښې نۀ اچول.

مور راترغاړه وته، ښکل ئې کړم او راته ئې ووې بچيه! پۀ خداے مې سپارلے ئې. زۀ د مور نه رارخصت شوم. بهر راته تاڼه دار منتظر ؤ. د خانمائي تاڼې ته ئې بوتلم او لۀ هغه ځايه ئې مردان ته بوتلم. د رسېدو سره ئې پولس کپتان ته مخکښې کړم. ما سره يو تاڼه دار او بل کمېدان ؤ، دواړه پۀ وردۍ کښې وو او بوټان ئې پۀ پښو وو. څۀ وخت چې دوي زما سره پېرنګي ته ورننوتل نو بوټان ئې ووېستل، ما ته دوي پۀ دې کار ډېر سپک ښکاره شول. د هغې نه پس ئې زۀ جېل ته بوتلم. چې زولنۍ ئې راته اچولې نو زما پۀ پښو کښې تنګې وې ځکه چې زما باډي ډېره مضبوطه وه، پنډۍ مې غټې غټې وې، هر څومره زولنې چې ئې راوړې زما پۀ پښو کښې رانۀ غلې. اخر ئې پۀ زور يوه جوړه زما پۀ پښو کښې واچولې. ډېرې تنګې وې. څرمنې پورې کلکې ونښتې. لږه شېبه وروستو ئې زۀ د جېل خانې نه راووېستم، هتکړۍ ئې هم راته ولګولې. پۀ موټر کښې ئې کښېنولم. دوه پېرنګيان يو د پوليس افسر او يو ملکي افسر راسره شول او د مردان نه ئې پېښور ته روان کړم. هغه وخت ما دا خبره محسوسه کړه چې د مارشل لاء پۀ وخت کښې چې حکومت څوک وغواړي نو هغۀ له ځان ورکول پکار نۀ دي، ځان سپارل غلطي ده. زۀ پۀ خپل راتګ پښېمانه او ستومانه وم خو څۀ فائده؟ چې ښار ته ورسېدو نو نېغ ئې د پوليس کپتان بنګلې ته بوتلم. د موټر نه ئې کوز کړم او کښې ئې نولم. پوليس رانه چاپېره وو. لږ ساعت وروستو زمونږ د کلي يو هلک چې د ټیلیفون تار ئې پرې کړے ؤ او دوه کاله قېد ؤ، هغه ئې د کپتان بنګلې ته دننه کړو، بهر ته ئې راووېست او واپس ئې بوتلو. بيا ئې زۀ بنګلې ته ننوېستم چې ګورم لس دولس پېرنګيان راغونډ شوي دي.

زۀ ئې هغوي ته مخکښې کړم. د ور مخکښې کېدو سره راباندې يو پېرنګي سوال وکړو چې تا د سرکار برخلاف بغاوت کړے دے؟ ما ورته ووې چې نه! ما هېڅ بغاوت نۀ دے کړے. بل راته ووې چې ولې تا د سرکار برخلاف جلسې کړې نۀ دي؟ ما ورته ووې چې پۀ جلسو کښې مونږ د بغاوت هېڅ قسم خبرې نۀ دي کړې، بلکې مونږ سرکار ته خواست کړے دے چې دا قانون دې پۀ مونږ نۀ جاري کېږي. بل ووې چې ولې تۀ د سرکار برخلاف پۀ خلقو کښې ګرځېدلے نۀ ئې؟ او خلق دې د سرکار برخلاف را اوچت کړي نۀ دي څۀ؟ ما ورته ووې چې زۀ خو اکثر پۀ خانانو ګرځېدلے يم او خانان خو د سرکار خېرخواه دي. بل راته ووې چې ولې تا ځان باچا کړے نۀ ؤ؟ ما وې نه! دۀ وې ولې خلقو به درته باچا نۀ وې؟ ما ورته ووې چې کومو خلقو ما ته باچا وې، هغوي بې علمه او ناپوهـه خلق دي، هغوي غريبانو د صدر او باچا فرق نۀ شو کولے. زۀ د جلسې صدر وم نو د هغوي دا ګمان ؤ چې صدر به باچا وي. د دې نه پس ئې زۀ بهر راووېستم. بهر راته پوليس تيار ولاړ وو، رانه چاپېره شول، پياده ئې روان کړم. د تنګو زولنو پۀ وجه مې پښې زخمې شوې، وينې پرې روانې وې. پۀ داسې حال کښې ئې د چوڼۍ کوټوالۍ ته بوتلم او پۀ حوالات کښې ئې بندي کړم. هلته مې زيرب تاڼه دار وليدۀ چې د وېرې ما ته رانزدې کېدے نۀ شو. پۀ ډډه ډډه به رانه تېرېدو. دۀ ما سره پۀ مشن سکول کښې يو ځاے سبق وئيلے ؤ او يو ځاے پۀ بورډنګ کښې اوسېدلي وو او لکه د وروڼو مو ډېر ښۀ تعلقات وو.

پۀ سبا له ئې زۀ بيا د پوليس دفتر ته بوتلم. سېد اکبر نومې يو اپريدے انسپکټر ؤ، د دې کوټوالۍ انچارج ؤ. هغۀ راته ووې چې ستا نن پېشي ده، پاڅه ځه! ما ورته ووې، زما پښې ژوبلې دي، زۀ کچرۍ ته پياده نۀ شم تللے. دۀ راته ووې چې جلسې کولې شې او پياده تللے نۀ شې؟ زۀ ستا د پاره د سورلۍ انتظام کولے نۀ شم. ما ورته ووې چې راشه دا زما پښې وګوره! زۀ د پياده تللو يم؟ دۀ راته ووئيل چې زۀ دې پښې نۀ ګورم، پاڅېږه روانېږه چې ځو. ما ورته ووې چې زۀ پياده نۀ ځم او کۀ تۀ مې بوتلے شې، بو مې ځه! چې زۀ ورته کلک شوم نو انسپکټر راته نرم شو.

د انګرېزانو عجيبه حکومت او عجيبه نوکران دي؛ چې ما ورته نرمه وې نو دۀ راته ګرمه وې او چې ما ورته ګرمه ووې، دے راته نرم شو. سپاهي ته ئې اواز وکړو چې ورشه هلکه! ټانګه راوله! پۀ ټانګه کښې ئې کښېنولم، پېشۍ له ئې بوتلم. يو ساعت بهر ناست وم، هېچا ته ئې مخکښې نۀ کړم او لۀ هغه ځايه ئې جېل خانې ته بوتلم. پۀ جېل کښې ئې يو بارک ته وروستم، يو زوړ کمبل او يو زوړ ترپړي ئې راکړل. يوه کډۍ خالي وه، ما ترپړي پۀ کډۍ واچولو. ما جېل خانه چرې ليدلې نۀ وه او د جېل نه ډېر وېرېدم. زۀ څۀ چې ټول پښتانۀ د جېل نه وېرېدل. جېل خانه چې چا ليدلې نۀ وي ورته يو بلا ښکاري خو زمونږ د خدائې خدمتګارو د تحريک پۀ وجه ترې اوس څوک نۀ وېرېږي. زمونږ د قبائلو پښتانۀ اوس هم د جېل نه ډېر زيات وېرېږي. ما سره چې بارک کښې نور قېديان وو، د هغوي جامه ډېره ښه وه او تعليم يافته ښکارېدل خو پۀ ما تيارۀ وه، د ځان فکر راسره ؤ. پۀ هندوستان کښې پېرنګيانو ډېر خلق پانسي او چار ماري کړي وو. زما هم د ځان باره کښې دا خيال ؤ. شپه او ورځې به مې نمونځونه او وظيفې کولې، خداے ته به پۀ سجده پروت وم، زارۍ به مې کولې کۀ عمري قېد شم خو خېر دے چې پانسي نۀ شم. څو ورځې چې تېرې شوې د جېل خانې د ملګرو سره بلد شوم. پوښتنه مې ترې وکړه نو معلومه شوه چې ټول د افغانستان خلق وو او پېرنګيانو د جنګ لۀ کبله بنديان کړي وو.

لس دولس ورځې به تېرې وې چې يو سپاهي راغے راته ئې ووئيل چې بهر ستا يو دوست راغلے دے وائي کۀ د دۀ څۀ سوال جواب وي چې زۀ ئې کلي ته ورسوم. زما خو اول پۀ زړۀ کښې دا راغلل چې بابا ته سوال و جواب ورکړم چې فضلو لوهار دوي کره زما څۀ کاغذونه دي، هغه واخلئ او وې سېزئ ځکه چې هغه کاغذونه پۀ ازادو قبائلو کښې د دورې کولو او يو مرکز جوړولو پۀ باره کښې وو. کۀ هغه حکومت ته پۀ لاس ورشي نو کافي ثبوت دے، خو د لږ فکر نه پس زړۀ ته دا راغله چې د دې سپاهي تا سره کوم تعلق او کومه همدردي ده چې ستا لۀ غمه خوب نۀ ورځي. پۀ دې چل دوي ستا راز معلوموي. د جېل خانو ملازمان اکثر د سي.اٰئي.ډي مخبران وي او د سياسي قېديانو سره خو ډېر دا سلوک کېږي. د هغوي تجربه نۀ وي. دوي ورته خولۀ پسته کړي، راز ترې واخلي. زما ډېر خطونه ئې پۀ دې طريقه سي.اٰئي.ډي له ورکړي دي. د اتمانزو هغه هلک چې د ټیلیفون د تار پۀ پرېکولو دوه کاله قېد شوے ؤ، پۀ جېل خانه کښې پۀ لنګر کښې ؤ او پۀ قېديانو به ئې ډوډۍ وېشله. هغۀ نه ما پوښتنه وکړه چې تۀ ئې زما د راوستلو پۀ ورځ د څۀ د پاره د کپتان بنګلې ته راوستے وې نو هغۀ راته ووې چې پۀ ما جېل واله او پوليس واله ډېر وس کړے ؤ چې کۀ تا نه پوښتنه وشي چې دا تار تا د چا پۀ لمسه شلولے ؤ نو تۀ ورته ووايه چې د عبدالغفار خان پۀ لمسه؛ نو دا دوه کاله قېد به دې معاف شي نو ځکه ئې زۀ هغه پېرنګيانو ته پېش کړم. هغوي رانه پوښتنې کولې چې دا تار خو به تا د بل چا پۀ وېنا پرې کړے وي؟ ماورته ووې چې نه صاحب! د هيچا پۀ لمسه مې نۀ دے غوڅ کړے. اخر ئې راته ښکاره ووې چې ګوره دا کار به تا د عبدالغفار خان پۀ وېنا کړے وي؟ ما وې نه! دا کار ما پۀ خپله صلاح کړے دے، زۀ دروغ نۀ شم وئيلے.

زما د بابا او نورو کليوالو ګرفتاري:

زما د نيولو به شپاړس اوولس ورځې شوې وې. لوړ مازيګر ؤ چې يو ملازم راغے، راته ئې ووې چې د اتمانزو اتۀ نهه شلې قېديان ئې راوستل. زۀ لا پۀ دې فکر کښې وم چې دا به څوک وي چې لويه ډله ئې زمونږ پۀ بارک راننویستله. چې کاتۀ مې بابا مې ؤ، عطاالله دادا، شمروز دادا، حېدرخان کاکا، عباس خان، فېض محمد خان، عبدالغفار خان برني، د شموزو مشر ملا صاحب، برهان دادا ـــ لنډه دا چې يواځې زمونږ د کلي پکښې اووۀ نيمې شلې تنه وو. زمونږ خو ټول خاندان ؤ. د اتمانزو ټول خانان وو. اکثر لوے مليان، پيران او معززين وو. د رځړو يو څو خانان چې زمونږ خپلوان وو، هغوي وو. برهان خان، قلندر خان، د بابړې باچا صاحب او څۀ کسان پکښې د چارسدې وو. دا خلق ئې د هغه قاضي شاکرالله پۀ ډائرۍ نيولي وو. بابا مې چې زۀ وليدم نو ډېر خوشحاله شو، وې خندل او وې وئيل چې د خداے شکر دے چې تا سره يو ځاے شوم. زما باره کښې دا خبره خوره شوې وه چې پانسي شوے دے، ځکه مې بابا پۀ ليدو خوشحاله شو. زۀ هم خوشحاله شوم ځکه چې يواځې تنګ شوے وم. دوي راته د خپلې ګرفتارۍ قیصه داسې بيان کړه چې مليانو لا د سحر بانګونه نۀ وو وئيلي، تيارۀ وه چې فوځ زمونږ د کلي نه چاپېره شو او د مدرسې سره پۀ دې لوے مېدان کښې ئې توپې ودرولې، ګورا سپايان پرې ناست وو. چې څوک به د کوره راووت هغه به ئې ونيولو او ډاګ ته به ئې راوست. چې لږه رڼا شوه نو پوليس پۀ لارو او کوڅو کښې خوارۀ شول او خلق به ئې د کورونو نه راویستل او ورته به ئې وئيل چې هر چا کره وسله وي، هغه دې راوړي، سرکار ته دې حواله کړي؛ کۀ چا حواله نۀ کړه او وسله ورکره وخته نو چارماري کېږي به. خلقو د وېرې نه وسلې راوړې، پۀ ډاګ کښې ئې انبار کړې او خلق ئې هم راوستل پۀ ډاګ کښې ئې د توپو خولو ته مخامخ کښېنول. چې ډاګ د خلقو نه ډک شو او وسلې لۀ کورونو نه راټولې شوې، ښځې د کوټو سرونو ته ختلې وې، ژړا انګولا وه، پۀ ټول کلي وير او ماتم ؤ چې پۀ دې کښې ګورا ګان توپو ته وختل او د توپو چړق چړوق شو. د ټولو دا يقين وشو چې وژل کېږو. د قراٰن پۀ سورتونو وئيلو مو شروع وکړه او هلته پۀ کوټو ښځو وير له زور ورکړو چې پۀ دې قيامت کښې ډپټي کمشنر او څو فوځي افسران راغلل او زمونږ مخکښې ودرېدل او راته ئې ووئيل چې اے د اتمانزو خلقو! پوهه شئ چې د سرکار ډېر لوے لاس دے، يو لاس ئې افغانستان کښې دے او بل دلته. ما ستاسو کلے دېرش زره روپۍ جرم کړو او يو سل او پنځوس کسه مې ستاسو ونيول. پنځوس کسان پۀ دې کښې چې هغوي د سرکار برخلاف جلسې کړې دي او سل کسان به تر هغه وخته پورې قېد وي تر څو چې تاسو دېرش زره روپۍ جرمانه ادا کړې نۀ وي. بيا ئې مونږ د چارسدې تاڼې ته راوستو او لۀ هغه ځايه ئې پۀ ټمټمونو کښې کښېنولو او جېل ته ئې راوستو. بله ورځ مې کاتۀ چې محمد اکرم خان هم چې زمونږ پۀ سر به ئې مخبرۍ کولې، لاس تړلے راوستو. دۀ سره پېرنګيانو عجيبه ټوقه وکړه. نۀ د دين شو نۀ د سادين. اکرم خان مونږ سره پۀ بارک کښې يو ځاے ؤ. زما دا خيال ؤ چې پۀ خپلو کړو به پښېمانه وي او لږ شرم به محسوسوي خو هغه دومره کلک سترګے ؤ چې مونږ ترې پۀ اور کښې ولاړ وو. چا پورې به ئې مسخرې کولې، چا سره به ئې بحث کولو او چا سره به نښتے ؤ، جنګ به ئې کوۀ.

پېرنګيانو ته به ئې کنځل کول، وئيل به ئې چې خداے وئيلي چې دوي به د مسلمانانو پۀ هېڅ رنګ دوستان نۀ شي خو چې يوه ورځ ورته زوي ليکلي وو چې زمونږ اسسټنټ مسټر ويلي خانمائي ته پۀ دوره راغلے ؤ نو ستا تصوير ته چې پۀ حجره کښې ځوړند ؤ، ئې ډېر ډېر کتل. پۀ دې دومره خبره د دۀ نه د پېرنګيانو هغه ټول بد هېر شول. زوي ته ئې وليکل چې ډالۍ ورکول پکار دي. دا ټول د غلامانه ذهنيت اثر ؤ. پۀ غلامۍ کښې د انسان نه انسانيت هېر شي او انساني خوبۍ پکښې پاتې نۀ شي.

مونږ سره يو کابلے بندي ؤ. چې کله به د توپونو درزهارشو او داسې به معلومېده چې د افغانستان او د انګرېز جنګ دے، پۀ جوش او جذبه کښې به پاڅېدو، پۀ ټوپونو به سر شو، لاس به ئې د تورې غوندې څنډۀ او پۀ زوره زوره به ئې وئيل چې کش کو، کش کو. زمونږ څومره کسان ئې چې د جلسو کولو پۀ تور نيولي وو، د حکومت دا شک ؤ چې ګوندې زمونږ د افغانستان سره څۀ ساز باز دے او کوم اخبارونه چې د افغانستان نه راغلي دي، هغه دوي پۀ ملک کښې تقسيم کړي دي او دوي د افغانستان سره خط او کتابت هم لري. حکومت لګيا ؤ د دې تحقيق ئې کولو. بابا مې راته ووئيل چې سعدالله خان د عمرزو پۀ چل ول زما نه دا معلومات اخستل چې زمونږ يا ستا د افغانستان سره راز باز شته يا د افغانستان اخبارونه درله راځي. بابا مې وې چې پۀ ما ئې ډېر زور لګولے ؤ. کۀ دغسې اخبارونه تا سره وي يا درته معلوم وي نو ما له ئې راوړه چې زۀ ئې لولم. دۀ غوښتل چې دغه راز معلوم کړي او پېرنګي ته مخبري وکړي او خپل مخ پرې وکړي خو حقيقت دا ؤ چې د افغانستان سره زمونږ هېڅ راز باز نۀ ؤ. نۀ مو خط و کتابت ؤ. نۀ مو هغه اخبارونه تقسيم کړي وو. عاشق مېوه فروش چې کوم اخبارونه راوړي وو، پۀ هغۀ کښې ما يو هم نۀ ؤ اخستے. هغه بايي جان، اکبر او احمد استاذ اخستي وو. د بايي جان د اخبارونو پۀ باب بيا چې راخلاص شوم، مور مې راته قیصه کوله چې بايي جان خو مونږ پۀ لوے مصيبت ککړ کړي وو خو خداے بچ کړو. خبره داسې وه چې بايي جان د عاشق مېوه فروش نه اخبارونه اخستي دي، پۀ خپل صندوق کښې ئې اېښي دي او صندوق ئې مونږ کره پرېښے دے او دے د اکبر دوي سره ازادې علاقې ته تښتېدلے ؤ. مونږ ته ئې نۀ وو وئيلي چې زما پۀ صندوق کښې د افغانستان اخبارونه دي. کله چې پوليس زمونږ د کور تالاشۍ له راغلي دي، دا صندوق قبلې خوا ته کوټه کښې پروت ؤ. چې پوليس دې کوټې ته ننوتل، ما له هسې فکر راغے ورته مې ووئيل چې دا کوټه خو زما د ډاکټر زوي ده او هغه خو پۀ فوځ کښې کپتان دے، د دې کوټې تالاشي ولې اخلئ؟ زما د دې زوي کوټه خو دا بله ده، نو د خداے کړۀ وو، پولس د دې کوټې تالاشي وانۀ خستله او بلې کوټې ته ورغلل او کله چې مونږ د بايي جان ملا صندوق پرانستو، دا اخبارونه ورنه راووتل. کۀ دا اخبارونه ئې دلته موندلي وے، زمونږ د جرم د اثبات د پاره کافي وو. بيا چا دا ثابتولے شو او چا منله چې دا صندوق د بايي جان دے؟ پۀ دې ورځو کښې پۀ هندوستان کښې ډېر تشدد شوے ؤ، ولې مونږ خپل قوم ته پۀ جلسو کښې هر وخت وئيلي وو چې تشدد ونۀ کړئ. زمونږ قوم هېڅ قسم تشدد ونۀ کړو.

پۀ مونږ نور هېڅ ثبوت نۀ ؤ صرف جلسې مو کړې وې او جلسې جرم نۀ ؤ. پۀ جلسو کښې هم مونږ داسې کار يا خبره نۀ وه کړې چې د قانون پۀ وړاندې جرم وګڼلے شي. دوي درې مياشتې کوشش وکړو خو څۀ دليل پۀ لاس ورنۀ رغے نو بيا ئې پۀ مونږ کښې کوشش شروع کړو. احمد استاذ ئې دې ته تيار کړو چې تۀ سرکاري ګواه شه، مونږ درسره د معافۍ وعده کوو. احمد استاذ پسې به جمعدار راغے، دفتر ته به ئې بوتلو. مونږ به شکمن شو، تحقيق مو ورپسې شروع کړو. معلومه شوه چې دا معامله ده. د فېض محمد خان ډېر اشنا ؤ، هغۀ ته مو ووې چې خبره داسې ده، ستا دوست دے، تۀ ئې پوهه کړه چې دا مناسب نۀ دي چې دے يواځې د ځان بچ کولو د پاره ټول ملګري اور ته وغورځوي. هغۀ ورته ډېر منت او زارۍ وکړې، مونږ هم ورته منتونه وکړل خو د هغۀ زړۀ غورځېدلے ؤ، پۀ جېل کښې ډېر تنګ شوے ؤ، زمونږ خبره ئې ونۀ منله. پوليس د دۀ نه بيانونه لا پخوا اخستي وو او لېږلي ئې وو. د مارشل لاء انچارج پۀ خپله سر جارج روس کيپل ؤ. دے زمونږ چېف کمشنر هم ؤ. د هغۀ پښتنو سره مينه وه او د پښتنو خېرخواه ؤ. هغه ووئيل چې زۀ پۀ دوي مقدمه نۀ چلوم. د مقدمې چلولو اجازت ئې ور نۀ کړو ځکه چې ډېر وخت پکښې تېر شوے ؤ او حالات بدل شوي وو.

يو خان راته قيصه کوله چې مونږ جرګه کښې ورغلي وو چې دا سپين ږيري سپين ږيري کسان پرېږده! هغۀ راته ووې چې ځئ ستاسو هغه باچا مې هم پرېښودو او نور مې هم ټول کسان پرېښودل.

د جېل خانې حالت: ……….

د هغه وخت جېل خانې ډېرې سختې وې او خلق به لۀ قېده ډېر زيات وېرېدل. خوراک ئې د خوراک پۀ شان نۀ ؤ، جامې ئې د جامو پۀ څیر نۀ وې او ژوند ئې د انسان غوندې نۀ ؤ. د قېدي نه د سپي ژوند بهتر ؤ. هېڅ بې هېڅه وهل، ټکول او شرمول وو او د قېدي دومره قدرت نۀ ؤ چې پوښتنه ئې کړے وے چې دا پۀ څۀ؟ د ډنګرو کار پرې کول، چکۍ پرې اوړۀ کول او ارټ پرې ګرځول. . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . .شپږ مياشتې پس زۀ د دېرشو زرو روپیو پۀ ضمانت رها کړے شوم.

د قېد نه خلاصېدل:

چې کلي ته راغلم نو خلق زما ليدو او پۀ خېر راغلي له راتلل او پۀ ډېره مېنه محبت به راسره ملاوېدل. د رولټ اېکټ ايجي ټېشن د خلقو نه ډېره قرباني واخسته او ډېر ځاني او مالي نقصانونه ئې خلقو ته ور ورسول خو دومره وشو چې پۀ خلقو کښې ئې څۀ احساس را پېدا کړو. پۀ پښتنو کښې د سياسي شعور اٰغاز وشو. زۀ چې د کلي د حالاتو نه خبر شوم نو پوهه شوم چې زۀ پۀ جېل خانه کښې دومره نۀ وم کړولے شوے څومره چې زمونږ د کلي خلق کړولي شوي وو. مور مې راته قيصه کوله چې تۀ ونيولے شوې نو رڼا ورځ راباندې تيارۀ شوه. پۀ ځان نۀ پوهـېدم. چا راته ووې چې هر څۀ چې خداے کوي هغه کېږي او ورپسې پوليس کپتان صاحب چې څۀ کوي هغه کېږي. کور کښې نغدې روپۍ نۀ وې، کالي ډېر وو، ستا کالي وو، د ډاکټر صاحب کالي وو، زما کالي وو، دا ټول مې راغونډ کړل، خدمتګاره مې د ځان سره واخسته، چارسدې ته د پوليس کپتان صاحب له کور ته لاړمه او پۀ خپل لاس مې هغه ټول کالي ورکړل. ما زړۀ ډېر ټينګولو خو نۀ ټينګېدو، ژړل مې. پوليس کپتان ښۀ سړے ؤ، ما له ئې ډېره تسلي راکړه. راته ئې وې چې مورې خفه کېږه مۀ! زوے به دې خداے راخلاص کړي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــ

عالمګیر خان

پرېس انفارمېشن سېکتر، ANP لندن

لندن کښې د

شهید سعید عظیم خان تعزیتي غونډه

لندن کښې د شهید سعید عظیم خان تعزیتي غونډه د عوامي نېشنل پارټي لندن یونټ لۀ خوا د اے اېن پي لندن د صدر محفوظ جان پۀ صدارت کښې وشوه چې د ګوند د ملګرو او عهدېدارانو سره سره مقامي خلقو هم پکښې ګډون وکړو. د شهید سعید عظیم خان ورور ګل افضل خان او زوے خلیل خان هم دې تعزیتي غونډه کښې شریک وو.

غونډه کښې د پارټۍ او برطانیه کښې مېشته پښتنو د پاره د پارټۍ پلېټ فارم نه د شهید سعید عظیم خان پۀ خدماتو رڼا واچولې شوه. پښتونخوا نه د عوامي نېشنل پارټۍ مرکزي سترسېکتر میا افتخار حسېن د ټيلي فون تر لارې خپل تعزیتي بیان کښې ووئیل چې مونږ د سعید عظیم خان مرګ سره یو نیازبین زوے او یو متحرک او فعال کارکن نه محروم شوي یو.

ګل افضل خان خپلو خبرو کښې د سعید عظیم خان پۀ ژوند خبرې وکړې او د عوامي نېشنل پارټۍ د ملګرو مننه ئې وکړه.

د عوامي نېشنل پارټۍ برطانیې صدر محفوظ جان د شهید سعید عظیم زوي خلیل خان ته د ګوند ټوپي پۀ سر کېښوده او د هغۀ د پلار انځور ئې ورته ډالۍ کړو.

محفوظ جان خپلو خبرو کښې ووئیل، باچاخان او ولي خان بابا مونږ ته پارټي نۀ بلکې ورورولي وراثت کښې پرېښې ده. د سعید عظیم مرګ مونږ د پاره لوے زیان دے. مونږ د یو مېړني ملګري، یو خوږ ورور او یو تکړه کارکن نه محروم شو. د سعید عظیم خان مرګ سره چې کومه خلاء جوړه شوې ده، دا ډکول به ډېر ګران وي..

د تعزیتي غونډې اخره کښې د شهید سعید عظیم خان د مغفرت د پاره دعا وکړې شوه او دا لوظ وکړے شو چې د شهید سعید عظیم خدمات به تل یاد ساتلے شي او ملګري به د هغۀ د روح خوشحالۍ د پاره د ګوند د پلېټ فارم نه قامي جدوجهد کولو کښې خپل کردار ادا کوي.

ډاکټر محمد سهېل خان

پښتون قامي تحریک

او د اپرېل میاشت

د پښتنو پۀ ټولنيز ژوند کښې خدائي خدمتګار تحريک هاغه ځانګړے تحريک دے چې د پښتنو پۀ ښکاره کېدو کښې ئې فکري، سماجي، نفسياتي رويې نۀ صرف بدلې کړلې بلکې د خپلو بنيادي بشري حقونو لپاره ئې د پښتونخوا د تاريخ اولنے ملي پاڅون پېل کړو او دا هغه وخت ؤ چې ټول هندوستان کښې قانون ؤ البته پښتونخوا ته به ئې ‘سرزمينِ بے آئين’ وئيلو. دغه رنګ د ملي پاڅون اولني اجلاس چې پکښې پنځوس زره کسانو شرکت کړے ؤ، اتمانزو کښې پۀ کال 1919ز کښې د باچا خان پۀ مشرۍ کښې د پښتون قام د ذهني بدلون اولنے پړاو ؤ.1

د اپرېل مياشت خو د عېسوي کال، پۀ عامه توګه يوه مياشت ګڼلې شي خو د پښتنو د پاره دا يوه عامه مياشت نۀ ده. اپرېل مياشت د فکري روزنې، ذهني بېدارۍ او سماجي اډاڼه باندې بې کچه علامتي او عملي احسانات کړي دي. پۀ دې مياشت د پښتنو د وحدت او سياسي، سماجي او فکري پراختيا له هڅې کول څۀ اتفاقي نۀ وو بلکې باچا خان او د هغۀ د ملګرو هاغه قامي شعور ؤ چې د خاورې دانش ترې پۀ ټوله سيمه رڼا کېدو. د پښتنو د اتيا فيصده خلقو کته او کټوۍ پۀ کرکيله باندې وه. ټول کال به دوي د کرکيلې کار کښې بوخت وو. اپرېل هاغه مياشت وه چې زميندار به لږ پۀ ارام وو؛ ګني به سمبال شوي وو، غنم به پۀ جوبن کښې وو، سپرلے به ټوکېدلے ؤ، موسم به خوشګوار ؤ ـــ دا مياشت به د دوي د دمې مياشت وه.2

باچا خان د قام د نبض مشاهده کوونکے هاغه لوے مبارز ؤ چې پۀ دې پوهېدلو چې د اپرېل د مياشت دا وزګارتيا پۀ داسې مشغولتیا کښي بدلول غواړي چې قام ترې راروانو نسلونو له دائمي ګټه راوړي. هم دغه وجه وه چې پۀ يکم اپرېل 1921 کښې ئې د “انجمن اصلاح الافاغنه” بنياد کېښود او يکم اپرېل هغه ورځ چې نړۍ به ورته د کم عقلو ورځ وئېله. هاغه د پښتون قام لپاره د “عقل” ورځ وګرځېده. دا نۀ صرف علامتي بدلون ؤ بلکې د عملي لارې د تحريک شروع کولو هاغه Strategy هم وه چې پښتانۀ ئې ځان ته پۀ اسانه رابللے شو.3

باچاخان له خداے پاک ډېره پراخه مشاهده ورکړې وه. د مارچ او اپرېل مياشت کښې به د پښتونخوا پۀ بېلا بېلو سيمو کښې د کبډۍ، سپو جنګولو، غوايانو او سنډاګانو جنګولو مقابلې کېدې. دغه رنګ نورې سماجي ناروغتياګانې هم پښتنو سره روانې وې. پۀ کال 1920 اپرېل کښې د عباس خان ډاګ اتمانزو کښې چې د چرګانو جنګ کښې پۀ زرګونو کسان باچا خان وليدل نو ډېر خفه شو. ټهيک درې کاله پس اپرېل 1923ز کښې چې د ازاد سکول اتمانزو سالانه جلسه کېدله او پۀ زرګونو کسانو پۀ دې کښې شرکت وکړلو نو د انجمن ممبرانو ته باچا خان د احمد اباد جېل نه خط وليکلو چې مونږ خپل مرام طرف ته روان يو ولې سفر ډېر اوږد دے. (د باچا خان احمد اباد جېل نه عبدالاکبر خان اکبر ته خط)4

د اپرېل مياشت هم پۀ پښتنو مهربانه شوه. کله چې د رولټ اېکټ لاندې جلسه کېدله نو هم دا مياشت وه چې عبدالغفار خان ته ئې د ‘باچا خان’ لقب ورکړو.

دا قيصۍ هم عجيبه ده. دا د جلسې لپاره د صدر مجلس ټاکل وو، ولې ظهير الله شپونکي پۀ مجلس کښې اواز پورته کړلو چې مونږ بل باچا نۀ منو (يعني صدر مجلس) او زمونږ باچا به زمونږ خان وي (باچا خان طرف ته اشاره). هغه ورځ شوه چې عبدالغفار خان باچا خان شو.5

باچا خان خپل اولنے تعليمي تحريک کوم چې کال 1910ز کښې شروع شوے ؤ، د هغې ابتداء هم اپرېل کښې شوې وه چونکې دغه تحريک کښې د حاجي صاحب ترنګزو ډېر لوے کردار ؤ نو د اپرېل مياشت هم حاجي صاحب غوره کړې وه. هم د اپرېل مياشت کښې د حاجي صاحب د تلين ورځ هم نمانځلې کېږي.6

د ازاد اسلاميه سکول اتمانزو سالانه جلسې هر کال پۀ 20، 21، 22 اپرېل پۀ اتمانزو کښې کېدلې. دا سالانه جلسې د بهرام خان بابا او عباس خان مشترکه ډاګ کښې کېدلې کوم چې ازاد اسلاميه سکول ته مخامخ ؤ. دا شپاړس جريبه ډاګ د ډېرو تاريخي وېناګانو، مشاعرو، ډرامو او جلسو نن هم ګواه دے. د پښتو اولني نعت ګو شاعر حاجي محمد امين هم خپل خپل اولنے نعت د ازاد سکول سالانه جلسه 21 اپرېل 1924 کښې وئیلے ؤ. د پښتو اولنۍ ډرامه ‘تعلیم جدید، تهذیب جدید’ هم پۀ 23 اپرېل 1926 کښې د ازاد سکول اتمانزو سالانه جلسه کښې سټېج شوې وه. هم پۀ دې ورځ ماسخوتن د پښتو اولنۍ تاريخي مشاعره هم پېل شوې وه. د پښتو ملي شاعري هم دې سټېج نه شروع شوه. د پښتو جديد نظم هم دې ازادې مشاعرې ادب له ورکړے دے.7

د کال 1921 نه واخله اپرېل 1930 پورې به د ازاد هائي سکول سالانه جلسې نۀ صرف ډېرې باقاعدګۍ سره کېدلې بلکې هر کال به څۀ نه څۀ نوے تخيل او معروضات هم مخې ته راتلل.

هم پۀ اپرېل 1930 کښې د قيصه خوانۍ خونړۍ پېښه وشوه. دې واقعې پۀ خدائي خدمتګار تحريک ځانګړي اثرات پرېښودي دي.8

د پښتنو د فکري، سياسي او علمي شعور د پاره چې باچا خان کومه رساله ويستلې وه چې “پښتون” نومېده، او د خداے پۀ فضل سره دا اوس اتیا کاله پس هم ستاسو لاسو کښې ده، دې رسالې او اخبار ته اجازه هم اپرېل 1928 کښې ملاو شوې وه. باقاعده افتتاح ئې هم اپرېل 1928 کښې شوې وه او اولنۍ پرچه ئې مۍ 1928 کښې چاپ شوه.9

پۀ اپرېل 1931 کښې د اميرنواز خان جليا لیکلې ډرامه “درد” کښې کارکوونکي اداکارانو ته پېرنګي جج د قېد سزا اورولې وه.10 سيد محمد فتح، حريف ګل، عبدالغفور، سيد نور شاه او احمد شپږ شپږ کاله قېد شوي وو. دا ټول د ازاد سکول هلکان وو او ډرامه کښې ئې کردارونه لوبولي وو. دا واقعه پۀ دولسم اپرېل 1931ز کښې شوې وه.

کله چې د قيصه خوانۍ خونړۍ واقعې نه پس پۀ زرګونو خدائي خدمتګار ګرفتار شول او د ګاندهي ارون پيکټ لاندې 1931 کښې راخلاص شول؛ نو پۀ هرکلي کښې د خدائي خدمتګارۍ غورځنګ راپورته شو. د ټکر، هاتهيخېلو، اتمانزو واقعاتو نه پس پېرنګے مجبوره شو چې خېبر پښتونخوا له اصلاحات ورکړي. دغه رنګ اپرېل 1932ز کښې پښتونخوا پۀ متحده هندوستان کښې د ګورنر صوبه وشمارلې شوه. يو کونسل هم جوړ شو او د اولنۍ اسمبلۍ يا کونسل افتتاح پۀ 29 اپرېل 1932ز وشوه.11

دغه رنګ د پښتنو د سياسي او فکري تحريک کوم چې پۀ يکم اپرېل 1921 شروع شوے ؤ، د هغې اولنۍ ګټه ئې پۀ 29 اپرېل 1932 راوړه. د کونسل پۀ انتخابي سيټونو باندې ټول خدائي خدمتګار منتخب شول، ولې د غېر منتخب ممبرانو تعداد زيات ؤ او صاحبزاده قيوم د دې کونسل اولنے مشر وټاکلے شو.12

پښتون قامي تحریک کښې د اپرېل میاشت یو ډېر مهم پړاو دے. کۀ د وړومبي اپرېل 1921 نه ئې د اپرېل 2010 پورې وخت پۀ پام کښې ولرو نو قامي تحریک د عدم تشدد پۀ نظریه ولاړ، پۀ روانه سیاسي مبارزه او نۀ ستړي کېدونکي جدوجهد د اتلسم ائیني ترمیم سره نۀ یواځې د خپلې خاورې تاریخي پېژندګلو ‘پښتونخوا’ بیا وګټله، بلکې پۀ خپله خاوره د خپل اختیار نعره ئې تر یو لویه حده عملي کړه. راتلونکې مرحله د قامي تحریک وړاندې اتلسم ائیني ترمیم پۀ مکمله توګه عملي کولو د پاره د صوبې لۀ خوا قانون سازي ده چې دا وخت پۀ صوبه کښې د تحریک انصاف لۀ خوا دغه لړ کښې هېڅ کار نۀ دے شوے.

د پښتون قامي تحریک وړاندې پاکستان کښې د پښتنو د جغرافیائي وحدت منزل هم پروت دے چې دا هم د تحریک بنیادي اهدافو کښې دے. دې لړ کښې پۀ وړومبۍ مرحله کښې فاټا مرجر د پاره اواز زور نیولے دے.

قامونه د خپل سیاسي شعور او خپل سیاسي تاریخ پۀ پام کښې لرلو سره د ارتقاء مزل کوي. پښتانۀ کۀ هر څو پۀ سیمه کښې د روانې ترهګرۍ پۀ وجه د بقاء جنګ کښې بوخت دي، داسې حالاتو کښې د ارتقاء څو ګامونه اخستل هم د پښتون قامي تحریک لۀ خوا لوے بریالیتوب دے. د وړومبي اپرېل 1921ز نه شروع شوے دا سفر مخ پۀ وړاندې روان دے.

تل دې وي پښتانۀ.

تل دې وي پښتونولي.

تل دې وي پښتونخوا.

حوالې:

  1. ډاکټر سلطان روم “Khyber Pakhtunkhwa Essays” مخ 246
  2. ذاتي انټرويو خدائي خدمتګار “جمال کاکا د اتمانزو چې ژوندے دے او 95 کاله عمر ئې دے.
  3. خدائي خدمتګار تحريک، “احمدکاکا”، يونيورسټي بک اېجنسي پېښور، 1991 صفحه 281
  4. د باچا خان سرخطونه،”استاد عبدالله بختاني”، 2006، دانش
  5. ډاکټر سهېل خان، “Bacha Khan risim of alternative education” باچا خان چيئر، عبدالولي خان پوهنتون مردان
  6. ډاکټر سهېل خان، “تحريک ازادي کا ګمنام هيرو حکيم اسلم سنجري”، د ترنګزو حاجي صاحب د ذاتي سېکتر سنجري صاحب ډائري
  7. عبدالاکبر خان اکبر، “د برصغير پاک و هند پۀ ازادۍ کښې د پښتنو برخه”، يونيورسټي پبلشرز، 2008
  8. هم دغه اثر
  9. ارکائيوز رېکارډ، سېکشن بنډل 43 فائل 713، پېښور
  10. احمد کاکا، مخ 416،اولنے جلد
  11. ډاکټر سلطان روم، مخ 381
  12. هم دغه حواله، مخ 390

افراسیاب خټک

Judicial martial law

جوډیشل مارشل لاء

د یو دېرشم مارچ د ‘دي نېشن’ ورځپاڼې پۀ مننه

د ائین ‘موجودګۍ’ کښې، د راروانو عام انتخاباتو ځنډولو د پاره څۀ ‘هوښیاران’ پۀ ملک د ‘جوډیشل مارشل لاء’ د لګولو ببولالې غږوي. مارشل لاء هر صورت کښې ‘مارشل’ لاء وي او د کومې سابقې یا لاحقې سره د دې پۀ نوم او شکل څۀ فرق نۀ پرېوځي. داسې بې سره بې پښې خبرې هېڅ معنٰي نۀ لري. مخکښې هم مونږ داسې خبرې اورېدلې او داسې هوښیاران مو لیدلي دي. کۀ چرې حالات د معمول مطابق وے نو داسې خبره به ‘توهینِ ائین’ ګڼلې شوې وه او عدالت به پرې سوموټو اېکشن اخستو ـــ خو حالات متأسفانه داسې مرحلې ته رسولے شوي دي چې ائین د غالب شوو موجوده خود سره حالاتو مقابله کښې کمزورے دے، او اعليٰ عدلیه نور مهمو ترجیحاتو کښې بوخت ده. کۀ داسې نۀ وه نو د ائین د قتل کوونکي جنرل رېټائرډ پروېز مشرف مقدمه به وړومبۍ ترجیح وه او هغۀ ته به داسې استثنٰي نۀ وه ورکړې شوې.

دې پس منظر کښې د ‘جوډیشل مارشل لاء’ خبره مخې ته راتلل ډېر دلچسپ دي. دا څۀ پېچلې خبره نۀ ده، دا هر څۀ د متفقه اتلسم ائیني ترمیم سره تربورۍ کښې کېږي. یو څوک دې د دې متفقه اتلسم ائیني ترمیم نه وړاندې او بیا د دې نه وروستو د شپږم ارټیکل (Article 6) جزیات وګوري!!! راځي چې وړومبي د متفقه اتلسم ائیني ترمیم نه وړاندې د شپږم ارتیکل دا جزیات وګورو:

  1. هر څوک چې ائین ماتوي، یا د ائین ماتولو کوشش یا سازش کوي، یا د طاقت د استعمال یا د طاقت ښودلو پۀ ذریعه ائین مسخ کوي، یا د ائین د مسخ کولو کوشش یا سازش کوي، یا دې د پاره نور څۀ غېر ائیني ذرائع استعمالوي، به د بد ترین بغاوت مجرم منلے شي.
  2. هر څوک چې دغه وړومبۍ دفعه کښې څۀ بدلون د پاره مرسته کوي، به د بدترین بغاوت مجرم منلے شي.
  3. مجلسِ شوريٰ )پارلېمان( به د بدترین بغاوت کوونکي د پاره د قانون مطابق سزا ورکوي.

د اتلسم ائیني ترمیم نه پس شپږم ارټیکل:

  1. هر څوک چې ائین ماتوي، یا ئې خرابوي، یا ئې معطل کوي، یا ئې د نفاذ مخه نیسي، یا د طاقت د استعمال یا د طاقت ښودلو پۀ ذریعه د ائین ماتولو، خرابولو، معطل کولو یا ئې د نفاذ د مخنیوي د پاره کوشش یا سازش کوي؛ یا دې د پاره نور څۀ غېر ائیني ذرائع استعمالوي، به د بدترین بغاوت مرتکب منلے شي.
  2. هر څوک چې دغه وړومبۍ دفعه کښې څۀ بدلون د پاره مرسته یا شراکت کوي، به هم د بدترین بغاوت مجرم منلے شي.

.2A هېڅ یو عدالت، پۀ شمول د هائيکورټ او سپریم کورټ به، دفعه 1 او دفعه 2 کښې ښودلے شوي د بدترین بغاوت د اقدام د توثیق مجاز نۀ وي.

  1. مجلسِ شوريٰ )پارلېمان( به د بدترین بغاوت کوونکي د پاره د قانون مطابق سزا ورکوي.

د متفقه اتلسم ائیني ترمیم سره شپږم ارټیکل مضبوط کړے شوے دے او 2010 کښې پارلېمان بې د څۀ اختلافه ددې توثیق کړے دے. د دې ضرورت ځکه محسوس شوے ؤ چې جنرل ضیاء الحق او جنرل پروېز مشرف بتدریج 1977 او 1999 کښې د ائین ماتولو هېڅ تاو تپ ونۀ لیدۀ. اوس د متفقه اتلسم ائیني ترمیم نه پس به د دغه دوو فوجي اٰمرانو غوندې نۀ څوک ائین منسوخ کولے شي او نۀ به ئې معطل کولے شي ـــ د ائین د منسوخۍ، معطلۍ یا پائمالۍ صورت کښې د دې توثیق د پاره د عدلیې مخنیوے هم شوے دے. دې متفقه ترمیم سره د غاصبانو لۀ خوا د براه راست مداخلت سلسله ماته کړې شوه.

خو جمهوریت دښمنه ځواکونو د منتخب وزیراعظمانو لرې کولو د پاره روونه موندلي دي. ‘منتخب احتساب’ د هغوي نا اهله ثابتولو د پاره خوښه طریقه ده. دې سره د ملک سیاست عدالتي کولو او عدالت سیاسي کول یقیني کړے شوي دي. 2012 کښې د پیپلز پارټۍ منتخب وزیراعظم یوسف رضا ګېلاني نااهله کړے شوے ؤ. د هغۀ پۀ ځاے راغلي راجه پروېز اشرف نا اهلۍ د پاره هم عدالتي کاروائي شروع کړې شوې وه، خو د دې پوره کېدو نه وړاندې د حکومت ائیني مدت سر ته ورسېدلو. اوس اوس مونږ د ملک د لویې عدلیې لۀ خوا د نواز شریف د نااهله ګرځولو فېصله لیدلې ده. هر څو کۀ نواز شریف او د هغۀ ګوند د عدالت دغه فېصلې منلې ده، پوځ بیا هم دا سپیناوے کول ضروري ګڼي چې د عدالتي فېصلې پۀ ضد مزاحمت کښې به د عدالت سره ودرېږي. دا اوس اوس د سېنټ انتخابات زمونږ وړاندې وشول او مونږ ولیدل چې د بلوچستان ‘ازاد’ ممبران انتخابي عمل کښې پۀ خپله خوښه د ټینګېدو جوګه نۀ وو.

خو دا خبره د پام نه د غورځولو نۀ ده چې د لویو سیاسي ګوندونو لۀ خوا ‘سیاسي لوبه بڼونکو قوتونو’ ته اوږه ټیټولو نه پس داسې صورتِ حال مخې ته راتلل ممکن شوي دي. پاکستان پیپلز پارټۍ او مسلم لیګ نون 1990 کښې د اقتدار پۀ خاطر دې ډمامو ته لاسونه وهلي دي. دوي د یو بل حکومت ړنګولو د پاره د اسټېبلشمنټ ملاتړ او مرسته کړي دي. دوي 2006 کښې د جمهوریت میثاق لاسلیک کړو چې زیاتره سیاسي ګوندونو ئې هم مرحله وار توثیق وکړو. د دې میثاقِ جمهوریت نتیجه کښې د کال 2008 ټولټاکنې، د متفقه اتلسم ائیني ترمیم منظوري او 2013 کښې پۀ جمهوري توګه انتقالِ اقتدار ممکن شول. تر دې چې 2014 کښې هم د وړاندې نه پلان شوو او حساب شوو متشدده دهرنو زائل کولو کښې هم دې میثاق مثبت کردار ادا کړو. خو دې نه پس پیپلز پارټي او مسلم لیګ دواړو باندې د 1990 هغه زاړۀ پېریان کښېناستل. لۀ بده مرغه دواړه ګوندونو خپلو زړو بې اصولیو او غلطیو له جوازونه وړاندې کول شروع کړل، د یوې غلطۍ مقابله کښې بله غلطي کولو سره کله هم حساب نۀ برابرېږي. دوي لکه د قبائیلي روایت د بدۍ بدل کښې پۀ بدۍ حساب برابروي. دې انتقامي رویه باندې ټینګ پاتې کېدو سره به د دواړو ګوندونو مازغۀ زر پۀ دې خبره کار وکړي چې دا سودا دواړو خواو له د ګټې نۀ ده.

د پارلېمان پۀ برترۍ خبرې خو هسې ډېرې کېږي خو حکومتي ګوند او د حزبِ اختلاف د څینې ګوندونو لۀ خوا پۀ مهمو مسئلو د اولس منتخب شوي نمائندګان نظر انداز کولو سره دغه د پارلېمان د برترۍ خبرې هسې سریندې ثابتېږي. د پارلېمان مضبوطولو د خواهش لرلو تر څنګ د اولس د منتخب ارکانو نظر انداز کول کله هم مناسب نۀ دي. د سیاسي ګوندونو رویه او د دې پۀ ملاتړ کښې اولسي مرسته به د پارلېمان د حېثیت تعین کوي، صرف ائیني امکانات زبادل کله هم کافي نۀ دي. کۀ اولس د پارلېمان پۀ ننګ ودرېږي نو بل کوم قوت به هم دا جرأت ونۀ کړي چې ائین ته وګواښېږي.

د ټولو سیاسي ګوندونو مشرتابه باید د دې حقیقت ادراک ولري چې د سویلین حکومت وراستۀ کېدو سره نۀ یواځې د جمهوریت سفر پۀ ځاے ودرولے شوے دے، بلکې دا بیا زوړ غېر یقیني حالت ته روان دے. د دې مطلب دا دے چې راروانو انتخاباتو د پاره هلې ځلې، پۀ خصوصي توګه پنجاب کښې، یواځې د سیټونو پۀ لحاظ اکثریت تر لاسه کولو د پاره نۀ وي ـــ دا به د ائین د متن او روح مطابق د جمهوریت او سویلین حکومت بیا احیاء د پاره وي.

فدا عبدالمالك

ډاکتر عبدالروف رفيقي

abdulraufrafiqui@yahoo.com

زوکړه 1897ز چارسده پړانګ د عبدالجبار زوے، مړينه 21 اپريل 1957 ز ـــ مشهور پۀ فدا استاد مشهور انقلابي شاعر او د ‘انجمن اصلاح الافاغنه’ غړے. د پښتني سياست پۀ جرم ئې قرباني او قيدونه ګاللي. د خدائي خدمتګار تحريک کلک ملګرے ؤ.

1930 کښې ئې اولسي شاعري څرګنده شوه.1932 کښې د هري پور پۀ جېل کښې بندي شو.15 اګست 1942 باچا خان د يوې جرګي د مشر پۀ حيث باجوړ ته ولېږۀ. 1948 کښې بيا د هري پور پۀ جېل کښې بندي شو، بيا د ډېره اسماعيل خان جيل ته واستول شو.

اثار: ديوان فدا

مرتب همېش خليل،

چاپونه: دارلتصنیف پېښور، مخونه۲۰۰

-۱۹۸۲م مخونه ۱۶۸

-زيب آرټ پبليشر پېښور۲۰۰۴م، مخونه ۱۶۹

فدا عبدالمالک خان پېژندنه:

اريانا دائرة المعارف کابل ــ عبدالمالک فدا دوهم چاپ ۵/ ۱۰۰-۱۰۱

‘پښتون’ پيښور ـــ استاد عبدالمالک فد، فضل الرحيم ساقي مئ ۲۰۰۷ / ۳۶

‘ګلستان’ کوټه ـــ مرګيه مه راځه درځمه د مړيني خبر، فضل احمد غازي جون ۱۹۵۷ / ۵

‘لار’ پېښور ــ د عبدالمالک فدا په ژوند يوسرسري نظر، فضل رحيم ساقي، فروري ۱۹۵۸م ۹، ۱۱

ماخذونه:

(الف کتابونه)

اريانا دايره المعارف کابل دوهم چاپ ۵/ ۱۰۰-۱۰۱،

اوسني ليکوال، عبدالروف بينوا، چاپ کابل ۳/ ۱۰۱۶ – ۱۰۲۸

پښتانه شعرا، عبدالله بختاني،چاپ کابل ۴/ ۱۲-۱ ۱۲۰۶

پښتانه ليکوال د همېش خليل چاپ پېښور ۱/ ۱۲۳

د اشنغر ادب، محمد اشرف غمګين، چاپ پېښور ۲۲۱- ۲۲۷،

د اشنغر ګلونه ،شهريار قتاش خليل،چاپ پېښور ۸۸- ۱/ ۲۶۸

د قلم خاوندان، هميش خليل چاپ پېښور ۳۴۷

فرهنګ ادبيات پښتو،سرمحقق زلمی هېوادمل چاپ کابل ۲/ ۹۸

وفيات اهل قلم، اکادمي ادبيات پاکستان اسلام آباد ۲۹۰

(ب) مجلې

پښتون پيښور مئ ۲۰۰۷ / ۳۶

کابل مجله ځني هير شاعران د عبدالله بختاني، غويی ۱۳۴۶ ه ش

ګلستان کوټه جون ۱۹۵۷ / ۵

لار پېښور فروري ۱۹۵۸م ۹،

پښتون

د قیصه خوانۍ د شهیدانو ورځ او

ټاکور چندار سنګهـ

चन्द्र सिंह गढ़वाली

درې ویشتم اپرېل 1930)ز( د قیصه خوانۍ د شهیدانو د ورځ پۀ مناسبت د پښتون قام تاریخ کښې یوه څرګنده ورځ ده. پۀ دا ورځ د هند کرښه د افغان وطن نه د راتاوهلو پس، انتظامي سمیه کښې، د پېرنګي د استعماري تشدد تور مخ نړۍ ته ښکاره کړو. پۀ دې ورځ ډېر تفصیلي لیکونه شوي دي، د پېرنګي د ظلمونو تفصیلات هم پۀ دې لیکونو کښې اندراج شوي. علامه رشاد پۀ دې خونړۍ پېښه د سردار پټېل د رپورټ “Frontier Tragedy” ژباړه پۀ پښتو ژبه خپره کړې ده چې حاشیې پرې هم د مستندو حوالو سره لیکلې شوې دي.

د دې واقعې یو کردار ډېر مهم دے. دا کردار د ‘ګړوهالي رائفلز’ د مشر ‘ویر ټاکور چندرا سنګهـ’ دے. چندرا سنګهـ پۀ پنځویشتم دسمبر 1891ز رانيسرا کښې زېږېدلے ؤ. هغه د هند پوځ کښې شامل شوے ؤ خو بیا ئې هم زړۀ کښې د خپل اولس او ازادۍ د تحریک سره مینه وه. ګاندهي سره د هغۀ ملاقات نه پس هر څو کۀ هغۀ اوږې ته د پېرنګي ټوپک ځوړند ؤ، زړۀ ئې د عدم تشدد نه ډک ؤ.

پۀ درې ویشتم اپرېل چې انګرېز پۀ قیصه خوانۍ کښې پۀ بې وسلې اولس د ډزو کولو فرمان جاري کړو، چندرا سنګهـ د ډز کولو نه انکار وکړو. هغۀ ووئیل، پُر امنه مظاهره کوونکو باندې ډز کول انسانیت خو څۀ، د جنګ اصول هم نۀ دي. د پېرنګي سرکار د پښو لاندې زمکه وتښتېده. پۀ دې خبره هغه پوهه شو چې اوس کۀ ورځې هر څومره پاتې دي، د شمېر پاتې دي.

پېرنګي پۀ دې حکم عدولۍ چندراسنګهـ سره د یو کم شپېتۀ نورو سپاهیانو بندي کړو او د کورټ ماشل پس ورته د مرګ سزا واورول شوه او د دوي جائېدادونه هم سرکار ضبط کړل. د دې سزا خلاف بېرسټر مکنډي لال پېښور ته راغلو او یوې اوږدې مقدمې نه پس ئې د چندراسنګهـ د مرګ سزا ختمه کړه.

پۀ قیصه خوانۍ کښې پۀ وسلې اولس د ګولیو نۀ چلولو پاداش

کښې چندرا سنګهـ یوولس (11) کاله، درې (3) میاشتې او اتلس
(18) ورځې قېد تېرولو نه پس 1941ز کښې ازاد کړے شو. دې نه پس خپل کلي ته لاړو او پۀ ټولنیزه کچه ئې سیاسي هلوځلو کښې فعال کردار ادا کولو. پۀ پېښور کښې پۀ بې وسلې اولس د ګولۍ نۀ چلولو او ټولنه کښې د سیاسي هلوځلو حوصله افزائي کولو باندې د هند حکومت پۀ 1992ز کښې د هغۀ پۀ نامه یو ډاک ټکټ جاري کړو.

چندرا سنګهـ پۀ وړومبي اکتوبر 1979ز کښې دې دنیا نه سترګې پټې کړې خو نن هم ازادۍ تحریک سره تړون لرونکي هغۀ له پۀ هند کښې د جائز مقام غوښتنه کوي.

1930ز کښې د قیصه خوانۍ پېښه پښتون وطن کښې د پېرنګي لۀ خوا د تشدد د سلسلې بنیاد ثابت شو. د دې ورځې پۀ مناسبت سره د ویر چندراسنګهـ یادول ډېر ضروري دي. ویر چندراسنګهـ ټوپک لاس کښې نیولو سپاهیانو د پاره یو علامت دے. ریاستونه پوځي تربیت کښې چې د ریاست ‘جغرافیه’ خوندي ساتلو د پاره کوم جبر او وحشي ذهنیت ته وده ورکوي، د ریاست دننه پۀ خپلو خلقو د ډز کوونکو وړاندې چندرا سنګهـ یو لوے مثال دے. کوم ریاستونه چې د ملک د جغرافیائي سرحدونو د تحفظ د پاره داخلي انتشار ته لارې ورکوي، بیا د داخلي انتشار خاتمې د پاره د سیاسي لارې پۀ ځاے د طاقت استعمال کوي؛ دا به نور هم تشدد ته لاره پرانیزې او پۀ ریاست به د خپلو خلقو باور هم ختموي. د ریاست او شهري تر منځ عمراني معاهده هم د دغه باور پۀ اساس وي.

روښان ایسپزے

اتلسم ائیني ترمیم

اختلاف رایې نۀ صرف د جمهوريت ښکلا ده بلکې دا د هر چا بنيادي حق هم دے؛ خو کۀ څوک د يو سياسي يا مذهبي ګوند د نظريې یا پالیسۍ سره اختلاف لري نو هغه د هغۀ انساني بنيادي حق دے او دا هغۀ سره بد هم نۀ لګي چې هغۀ دې تنقيد وکړي ـــ خو هغۀ ته دا حق بالکل نۀ دے حاصل چې د کوم ګوند يا د هغې ګوند د قيادت د تاريخ، کردار او قربانیو نه مخ واړوي.

عوامي نېشنل پارټي د ملک پۀ هاغه سياسي ګوندونو کښې شمارېږي چې پۀ شا ئې يو بشپړ سماجي او سياسي تاريخ دے او د پېرنګي سامراج نه واخله تر دې وخته پورې پۀ هر حکومت کښې عوامي نېشنل پارټۍ د خپل مال، ځان او اولاد د پرواه نه بالاتر هر قسمه قربانیو، تکليفونو او ستونزو نه مخ نۀ دے ګرځولے او تل ئې نۀ صرف د پښتون قام بلکې د هر مظلوم قوم پۀ حق کښې د هغوي د سياسي او معاشي ازادۍ د پاره اواز پورته کړے دے او د هغوي د پاره ئې جدوجهد کړے دے.

پۀ دې لړ کښې پۀ دې سياسي ګوند باندې قسما قسم تورونه پورې کړے شوي دي. دې ګوند ته د افغانستان او هندوستان اېجنټان هم وئيلے شوي دي لکه څنګه چې پۀ تېر حکومت کښې پۀ عوامي نېشنل پارټۍ د امريکې د اېجڼټې پارټۍل يبل لګولے شوے ؤ. د ملک کوم کوم سياسي ګوندونه د امريکې د وکالت او د هغې د وسيع مفاداتو د خپلولو د پاره سياسي او نظرياتي مېدانونه هواروي، اوس کومه خبره پټه پاتې نۀ ده. د دليلولونو پۀ ځاے پۀ چا باندې د خپلې مرضۍ لېبل لګول غېرسياسي، غېر جمهوري او غېر اخلاقي قدم دے. د عوامي نېشنل پارټۍ د سياست سره کۀ څوک اختلاف لري نو هغه دې خپل اختلاف دليل سره ثابت کړي، نۀ چې د بغض نه کار واخلي. اوس د دې نه څوک انکار کولے شي چې عوامي نېشنل پارټۍ د پاکستان پيپلز پارټۍ او نورو سياسي قوتونو سره د اتلسم ائيني ترميم پۀ ذريعه د صوبائي خودمختارۍ د ټولو نه اهم هدفونه ترلاسه کړل چې پکښې درې شپېتۀ کاله پس پښتنو ته خپله پېژندګلو ‘خېبر پښتونخوا’ او د کالا باغ ډېم د منصوبې خاتمه پۀ خپل ځاے غټه سياسي ګټه ده خو د دې نه زيات اتلسم ائيني ترميم سره پاکستان پۀ حقيقي معنو کښې د يو وفاقي، جمهوري او پارلېماني سياست طرف ته روانول، د کنکرټ لسټ خاتمه، اتلس اهم وزارتونه د وفاق نه صوبو ته راوړل چې هغې سره صوبو ته د ترقۍ کولو د پاره يو سپړدے مېدان ملاو شي. دا هم د اتلسم ائيني ترميم کمالات دي چې د صدر اختيارات وزيراعظم او د ګورنر اختيارات وزيراعليٰ ته منتقل شوي دي. دې سره د ګورنر د مهمې عهدې د پاره صوبې سره تعلق د یو شرط پۀ توګه ومنلے شو. د دې نه علاوه چې څنګه مرکز پۀ صوبو کښې د اېمرجنسي لګولو کښې ازاد ؤ پۀ هغې باندې يو چېک لګولے شوے دے ځکه چې مخکښې بۀ مرکز بغېر د اجازت نه پۀ صوبه کښې يک دم اېمرجسني لګولې شوه خو اوس مرکز داسې نۀ شي کولے، بغېر د دوو وجو نه؛ يوه دا چې پۀ صوبائي اسمبلۍ کښې قراردار منظور شي چې مونږ حکومت نۀ شو چلولے او وفاق دې دلته اېمرجنسي ولګوي او پۀ خپله دې حکومت وچلوي، يعني اوس به پۀ دې کښې د صوبې خپله رضا شامله وي هله به وفاق اېمرجنسي لګولې شي. بله طريقه دا ده چې کۀ ډېر زيات ضرورت پېښ شي نو وفاق د خپل اړخ نه اېمرجنسي لګولے شي خو هغه د دې پابند جوړ کړے شوے دے چې د صوبائي اسمبلۍ او سېنټ نه د اېمرجنسي لګولو د پاره منظوري راوړي. درېمه مهمه خبره دا ده چې ‘مشترکه مفادات کونسل’ چې پۀ اتۀ کسانو باندې جوړ دے، پۀ هغې کښې د څلورو واړو صوبو وزراء اعليٰ سره سره وزيراعظم شامل دے چې پکښې يو يو وزير د يوې يوې صوبې نه دے. مشترکه مفادات کونسل کښې همېشه پۀ اتو کښې شپږ کسان د وړو صوبو نه وي چې مقصد ئې د دغو صوبو اواز مضبوطول وي. د سي سي اٰئي اجلاس راغوښتو اختيار صرف وزيراعظم سره وي ځکه پۀ شپږ دېرش کالو کښې دا اجلاس صرف يوولس ځله راغوښتے شوے دے ـــ د اتلسم ائيني ترميم نه پس دا اجلاس پۀ کال کښې څلور ځله خامخا کېږي. کۀ د يوې صوبې هم ضرورت وي نو هغه اجلاس راغوښتے شي او حکومت د اجلاس راغوښتو پابند دے. د دې نه علاوه چې کوم فيډرل لسټ دے، د هغې دوه حصې دي ــــ پۀ دوېمه حصه کښې پېټرول، ګېس، رېلوے، بجلي، وفاقي کارپورېشنونه او پبلک سېکټر کارخانې شاملې دي. مشترکه مفادات کونسل دا مسئلې حل کوي او د دې دپاره پالیسي جوړوي او د دې باره کښې به د قانون سازۍ سفارش کوي. پۀ صوبو کښې بۀ د تېلو او ګېس د ذخيرو اختيار وفاق سره ؤ، اوس دا فیډرېشن او متعلقه صوبې ته پۀ برابرۍ حاصل دے.

اتلسم ائيني ترميم کښې اهمه خبره دا ده چې صوبو ته نېغ پۀ نېغه د غېر ملکي قرضو اخستو اختيار ورکړے شو. مخکښې به صوبې د قرض اخستو نۀ بلکې د قرض پۀ ورکولو کښي شاملې وې.

د اے اېن پي تېر حکومت کښې اېن اېف سي 57 او 43 فيصده ائيني تحفظ ورکړے شو چې دې سره اوس د صوبې حصه لوئېدې شي خو کمېدې نۀ شي. د اتلسم ائيني ترميم نه پس اوس د تعليم او صحت غوندې اهم وزارتونه به هم د صوبو سره وي. د دې نه علاوه نور هم داسې اختيارات دي چې د صوبو او مرکز پۀ منځ کښې يو شان تعلق لري. د اتلسم ائيني ترميم پۀ ذريعه پۀ ملک کښې د امريت دروازه بندولو پۀ شان قدم هم شامل دے او پۀ دې اقداماتو کښي عوامي نېشنل پارټۍ ډېر اهم کردار لوبولے دے او چې څنګه پۀ 1973 کښې د ائين پۀ نافذ کولو کښې د نېشنل عوامي پارټۍ (نېپ) مشر خان عبدالولي خان کردار ؤ، هم دغه شان دغه ائين پۀ زوړ حالت کښې پۀ بحالولو کښې د عوامي نېشنل پارټۍ کردار دے چې څوک ترې هم انکار نۀ شي کولے چې د خپلې صوبې ائيني حقونو ته ئې قانوني تحفظ ورکړو چې د هغې د ثمرې نه به راتلونکي حکومتونه او د صوبې خلق فائدې اخلي.

تر اوسه د اتلسم ائيني ترميم ائيني، جمهوري او معاشي فائدې د صوبې خلقو ته نۀ دي رسېدلې چې د هغې پۀ وجه د موجوده پي ټي اٰئي د حکومت باره کښې خلق څۀ ښۀ خيال نۀ لري ځکه چې موجوده حکومت خو نۀ د صوبې د اختياراتو پۀ باره کښې څۀ دلچسپي لري او نۀ ورته پۀ دې حواله څۀ علم شته چې اتلسم ائيني ترميم څۀ شے دے او د دې پۀ ذريعه زمونږ صوبې ته څۀ ملاو شو او يا څۀ به ملاوېږي. دا کارنامه د اے اېن پي وه نو ځکه هغوي ته پته هم ده چې د اتلسم ائيني ترميم صوبې ته څۀ فائدې دي ځکه د صوبې او پښتنو حقيقي خېرخواه وائي چې پۀ خېبر پښتونخوا کښې د ملک د نورو صوبو پۀ شان تعمير او ترقي خصوصاً تعليم، صحت او روزګار پۀ سلسله کښې برابر ودرولو د پاره پۀ راروانو ټاکنو کښې اے اين پي کاميابول ضروري دي چې هغوي پۀ حقيقي معنو کښې د تعمير او بدلون عملي نمونه وښائي.

خېبره! بخت دې مبارک شه

دا پښتونخوا به دې پۀ غېږ کښې ګرځوینه

د اتلسم ائیني ترمیم پۀ وخت د ‘پښتونخوا’ نامه نۀ زغملې کېده. یو وخت داسې هم ؤ چې د پښتونخوا نامه به پاکستان ته خطره ګڼلې کېده. نوازشریف د ‘پښتونخوا’ پۀ نۀ منلو د قام پرستو سره خپله ملګرتیا وشوکوله خو د ‘پښتونخوا’ پۀ نامه لوظ نه پۀ شا شو.

اتلسم ائیني ترمیم کښې د صوبې نوم هم نوازشریف ‘پښتونخوا’ نۀ زغملو او ځکه ئې دې نوم سره د کومې سابقې یا لاحقې راوړو د پاره هر کاڼے پۀ ډډه واړوۀ. د هغۀ ‘پنجابیت’ د ‘پښتونخوا’ سره د ‘خېبر’ پۀ نوم دلاسه شو. د پښتونخوا سره د ‘خېبر’ پۀ نامه راتلو ډېرو خلقو خپل تاو پۀ دې ویستو چې عوامي نېشنل پارټۍ ‘پښتونخوا’ سره ‘خېبر’ ولې ومنلو؟ د عوامي نېشنل پارټۍ موقف ؤ چې ‘پښتونخوا’ سره چا د بلې صوبې نه خو کومه نامه نۀ شوه ایښودې، ‘خېبر’ هم زمونږ د جغرافیې تاریخي ویاړ دے، او دې سره ثابته شوه چې د فاټا خېبر پښتونخوا نه انتظامي بېلتون ‘غېر فطري’ دے.

اوس چې د پښتنو د جغرافیائي وحدت د پاره دې مرحله باندې د فاټا مرجر وکالت ټول سیاسي ګوندونه کوي، پښتونخوا مېپ او جمعیت علماء اسلام ئې صرف نمک حلالۍ د پاره مخالفت کوي، د عوامي نېشنل پارټۍ تاریخي موقف د ‘خېبرپښتونخوا’ د نامې اٰهنګ کښې څرګند ښکاري. نن د ‘جشن خېبر پښتونخوا’ پۀ دې موقع د خدائي خدمتګار فضل الرحیم ساقي د ویاړمنې لور خداے بخښلې مملکت بي بي پۀ خولۀ راغلې دا تاریخي ټپه دې د ‘پښتونخوا’ ارماني زړونو ته د هغې د مبارک روح ډالۍ وي:

خېبره! بخت دې مبارک شه

چې پښتونخوا به دې پۀ غېږ کښې ګرځوینه

لیاقت سیماب

دسېنټ انتخابات : يوجاج

د مارچ 2018ز پۀ درېمه نېټه د پاکستان سېنټ د پاره انتخابات وشو. پۀ دولسم مارچ نوو سنېټرانو سوګند پورته کړو او ورپسې د سېنټ د نوي چئيرمېن او ډپټي چئيرمېن د عهدو د پاره انتخاب وشو.

دا انتخابات يوه ائيني تقاضه وه . هر درې کاله پس د سېنټ نيم غړي رېټائر کېږي او د دې پۀ نتيجه کښې د چئیرمېن او ډپټي چئیرمېن د عهدو موده هم سر ته رسي. خاص خبره دا ده چې پۀ کوم ټاکلي تاريخ د ممبرانو د ممبرۍ موده سر ته رسي، د نوو ممبرانو انتخاب د دې نه مخکښې کېږي. د دې ممبرانو انتخاب صوبائي اسمبلۍ، قومي اسمبلي او د قبائیلي علاقو نه د قومي اسمبلۍ غړي کوي. د خوند خبره دا ده چې د قبائیلي سیمو نه د قومي اسمبلۍ غړي دې لړ کښې څوڅو ووټونه استعمالوي. د اسلام اباد نه د سېنټ د پاره د ممبرانو انتخاب کښې هم د قومي اسمبلۍ قبائیلي ممبران ووټ اچوي او بيا د قبائیلي علاقو نه د سېنټ د ممبرانو انتخاب هم دغه ممبران کوي. ياده دې وي چې د قبائیلي علاقو نه د سېنټ غړي لکه د قومي اسمبلۍ د غړو خپلو قبائیلي سيمو د پاره د هېڅ قسمه قانون جوړولو اختيار نۀ لري، ځکه چې پارلېمان قبائیلي علاقو د پاره قانون سازي نۀ شي کولے. دا نظام د زمکې پۀ مخ يوه سياسي عجوبه ده چې مثال ئې چرته هم نشته.

صوبائي اسمبلۍ د سېنټ د ممبرانو انتخاب د مناسب نمائندګۍ پۀ اساس کوي ولې هر ووټر د نشستونو د تعداد پۀ بنياد خپل ووټونه پۀ ترجيحي طريقه استعمالوي. د انتخاب دا طريقه يوه جمهوري طريقه ده او دې سره سېنټ کښې د متعلقه صوبې نمائندګي پۀ صحيح طريقه وشي؛ ولې د ووټ استعمال پۀ خفيه طريقه کېږي. دا طريقه هم يوه جمهوري طريقه ده. ووټر د هر قسمه دباو او فشار نه ازاد د خپل ووټ استعمال کوي البته سياسي ګوندونو ته دا شکايت دے چې د دوي پۀ ټکټ منتخب شوي غړي ځینې وخت پټ پۀ پټه خپله وفاداري بدلوي او د پارټۍ د نامزد کړي اميدوار پۀ ځاے بل اميدوار ته ووټ ورکوي. دې ته د ‘هارس ټرېډنګ’ نوم ورکړے شوے دے. مطلب دا چې د اسمبلۍ غړو ځانونو نه اسونه جوړ کړي دي، دوي پۀ پېسو ووټونه خرڅوي.

د سېنټ د اولني انتخاباتو د نتيجو نه دا حقيقت ښکاره شوے دے چې ممبرانو خپلې وفادارۍ خرڅې کړې دي او دا ځکه چې څلورو واړو اسمبلو کښې د داسې سياسي ګوندونو اميدواران بريالي شوي دي چې متعلقه اسمبلۍ کښې ئې دومره نمائندګي نۀ لرله څومره چوکۍ چې ئې اوس ترلاسه کړې دي. د مثال پۀ توګه د پنجاب اسمبلۍ نه يوه چوکۍ تحريک انصاف تر لاسه کړې ده حالانکې پنجاب اسمبلۍ کښې تحريک انصاف دومره ممبران نۀ لري چې د سېنټ د پاره يوه چوکۍ ترلاسه کړي. دغه شان سندهـ اسمبلۍ کښې هم متحده قومي مومنټ د خپل شمېر نه کم او پيپلز پارټۍ زيات نشستونه ترلاسه کړي دي. بلوچستان اسمبلۍ خو بالکل رېکارډ مات کړے دے، اسمبلۍ کښې مسلم ليګ (ن) ته اکثريت حاصل دے ولې نۀ ئې هلته حکومت کښې نمائندګي شته، نۀ اپوزيشن کښې ښکاري او نۀ ئې د سېنټ يوه چوکۍ ترلاسه کړه. مطلب دا چې ټولو ممبرانو ئې وفاداري بدله کړې ده او پۀ مبينه توګه داسې ښکاري چې ټول خرڅ شوي دي. دغه حال اسمبلۍ کښې د نورو سياسي ګوندونو د ممبرانو د وفادارۍ هم دے. د مير حاصل بزنجو د نېشنل پارټۍ د غړو هم دغه حال دے.

خېبرپښتونخوا اسمبلۍ کښې خو چې کوم روايات د کال 1947ز نه راروان دي، هغه پۀ ځاے پاتې دي. وئيلے کېږي چې د تحريک انصاف ممبران ښۀ پۀ خلاص مټ پۀ مبينه توګه خرڅ شوي دي. د پي ټي اٰئي د خپلو ممبرانو نه د پېسو پۀ ذریعه د ووټ اخستو یو نوے روایت هم کېښودو چې دا هر څۀ پۀ میډیا ډېر څرګند راغلل. د پي ټي اٰئي لۀ خوا پۀ دې لړ کښې د کمېټۍ جوړولو اعلان شوے ؤ خو دا کاروائي مخې ته نۀ راوړلو او د کمېټۍ پۀ ځاے پۀ انفرادي توګه د خپلو مبینه خرڅو شوو ممبرانو سره رابطې کولو ئې لا د هارس ټرېډنګ شکونه پاخۀ کړي دي. ورسره ورسره د جمعيت علماء اسلام غړو هم خپل روايات پۀ ځاے وساتل او د خپل صوبائي امير پۀ ځاے ئې يو صنعت کار ته ووټونه ورکړل. داسې ښکاري چې دوي خپل ترجيحي ووټونه هم د نورو ګوندونو د اميدوارانو پۀ حق کښې استعمال کړي دي.

د پيپلز پارټۍ پښتونخوا اسمبلۍ کښې صرف پينځۀ ممبران دي ولې يو جنرل نشست او يو د ښځو د پاره مخصوص نشست ئې پۀ خپل نوم کړے دے. پۀ نتيجه کښې واکمن ګوند تحريک انصاف خپل يو نشست نه لاس وينځلے دے. داسې ښکاري چې د تحريک انصاف ګڼو ممبرانو خپل حريف ګوند پيپلز پارټۍ ته ووټونه ورکړي دي، البته مسلم ليګ (ن) خپل تاريخي روايات مات کړل او د دې ګوند ممبرانو خپل ووټونه د ګوند د کړنلارې پۀ رڼا کښې استعمال کړل چې د ستائینې وړ کردار ګڼل ئې پکار دي.

د سېنټ د چئیرمېن او ډپټي چئیرمېن انتخاب کښې ټول سياسي اصول او نظريات د پښو لاندې کړے شول. پاکستان پيپلز پارټۍ او تحريک انصاف نۀ صرف افسوس ناک بلکې شرمناک کردار ولوبولو. دې دواړو ګوندونو پۀ بغض معاويه کښې د بلوچستان نه يو ازاد سنېټر چې پۀ خپله پۀ افسوس ناکه طريقه د سېنټ غړے جوړ شوے، د چئیرمېن شپ پۀ کرسۍ کښېنولو.

سېنټ پۀ اصل کښې د بالغ نظره او پوهه خلقو يوه قانون سازه اداره ده. د دې غړي انتهائي پوهه، بالغ نظره (Mature) مشران وي. د دې چئیرمېن او ډپټې چئیرمېن هم د ملک نوموړې هستۍ وي، ولې موجوده سېنټ خپل دغه انفراديت پۀ ځاے ونۀ ساتلے شو او اوس دغه اداره د بې مهاره ګڼې ګوڼې ځاے جوړ شو چې د وفاق د نقصان سبب دے.

جوډيشل مارشل لاء

د قومي اسمبلۍ ممبر او د عوامي مسلم ليګ صدر شېخ رشيد احمد غوښتنه کړې ده چې ملک کښې دې جوډېشل مارشل لاء ولګولے شي. قريباً ټولو سياسي مشرانو د شېخ صاحب دغه مطالبه رد کړې ده، حتٰي چې د پاکستان چيف جسټس هم دا غوښتنه پۀ دې اساس رد کړه چې ملک کښې د جمهوريت نه بغېر بل څۀ نظام نۀ شي چلېدے. کۀ چرې د دې غوښتنې جاج واخستے شي نو دا مطالبه يو طرف ته عجيبه ښکاري او بل طرف ته داسې برېښي چې دا مطالبه يواځې د شېخ رشيد نۀ ده بلکې شايد چې دۀ سره نور خلق هم ملګري وي. تر څو چې د جوډيشل مارشل لاء د اصطلاح تعلق دے نو دا اصطلاح هم عجيبه ده؛ ځکه چې دا قسم مارشل لاء لا څنګه کېدې شي، البته کۀ د پاکستان تاريخ وکتے شي نو پاکستان کښې چې څومره مارشل لاګانې لګېدلې دي نو د هغې توثيق د هغه وخت سپريم کورټ کړے دے. خو توثيقونه کله هم مقبول شوي نۀ دي او خلقو څۀ چې اعليٰ عدالتونو هم بيا وروستو دا غندلي دي. د شېخ رشيد احمد د دې مطالبې نه داسې ښکاري چې دے سپريم کورټ نه دا تقاضا کوي چې سپريم کورټ دې پوځ ته حکم وکړي چې د ملک واګې خپلو لاسو کښې واخلي ځکه چې مارشل لاء پوځي حکومت ته وئيلے شي، عدليه حکومت نۀ شي جوړولے. عدليه خو پۀ حکومت کښې يو چېک وي چې د قانون او ائين مطابق فېصلې کوي. کۀ چرې عدليه د حکومت واګې خپلو لاسو کښې واخلي نو بيا به خلق د حکومت خلاف انصاف د پاره کومه دروازه ټکوي؟ د ستائینې خبره دا ده چې د پاکستان چيف جسټس پۀ وخت د دې مطالبې مخالفت خپل ذمه واري وګرځوله. د دې حقائقو باوجود دا وېره موجود ده چې ملک کښې ځینې طاقتونه پۀ يوه بله بهانه عام انتخابات ځنډول غواړي او د دې د پاره مختلفې لارې ګودرې لټوي. دا خلق مناسبه لاره د عدليې لاره ګڼي. ځینې خلق د ټېکنوکرېټ حکومت جوړول غواړي حالانکې دا يوه هسې فرضي خبره ده. ټېکنوکرېټ کله هم د حکومت کولو توان نۀ شي لرلے. ټېکنوکرېټ يا پېشه ور صرف خپلو خپلو شعبو کښې ماهرانه کردار لوبولے شي او دا کار دوي اوس هم لګيا دي کوي. د حکومت شا ته يو طاقت موجود وي او ټولو نه غټ طاقت جمهور يعني د خلقو اکثريت دے. بل طاقت پوځ دے. د پوځ طاقت هم عارضي وي او کۀ ورته د خلقو مرسته نۀ وي حاصله نو حکومت نۀ شي جوړولے. بهرحال لنډه دا چې د انتخاباتو پۀ لاره کښې د خنډانو اچولو يوه هڅه د نظر نه د غورځولو نۀ ده. اول دا کوشش وشو چې د سېنټ د انتخاباتو پۀ لاره کښې خنډان پېدا کړے شي چې ورسره ائيني ګډوډي مېنځ ته راشي، خو دا هڅه سياسي ګوندونو او ورسره ورسره اعليٰ عدليې شنډه کړه. اوس يوه نوې خبره رامنځ ته شوې ده چې الېکشن کمېشن پۀ څۀ طريقه غېرفعاله کړے شي چې دغه شان بحران پېدا شي خو کۀ چرې سياسي ګوندونو پۀ خصوصي توګه پاکستان پيپلز پارټۍ ذمه وار کردار ولوبولو او د موجوده حکومت سره د نظرياتي او سياسي اختلافاتو باوجود ئې ائيني ذمه وارۍ پوره کړې نو دغه سازش هم ناکامه کېدے شي. مطلب دا دے کۀ د الېکشن کمېشن د ممبرانو او چيف الېکشن کمشنز د عهدو موده پوره کېدونکې وي نو بايد چې زر تر زره وزيراعظم او قومي اسمبلۍ کښې اپوزيشن ليډر سيد خورشيد شاه سره کښېني او نوو ممبرانو او چيف الېکشن کمشنر نومولو ته اخري شکل ورکړي چې الېکشن کمېشن د ائين مطابق فعال پاتې شي. دې لړ کښې بايد چې مسلم ليګ (ن) او د دې حکومت پۀ پراخه زړۀ د پيپلز پارټۍ او نورو سياسي ګوندونو مرسته حاصله کړي. دغه شان د جمهوريت خلاف د سازشونو مخه نيولې کېدې شي. د جمهوريت خلاف سازشونه هغۀ خلق کوي چې د اقتدار شوقيان وي خو پۀ جمهوري لاره واک نۀ شي ترلاسه کولے نو د غلو پۀ لاره پۀ حکومت کښې ځان له ځاے پېدا کوي.

اتلسم ائيني ترميم

ځینې داسې ګنګوسې غوږونو ته راځي چې اتلسم ائيني ترميم د حکومت چلولو کښې مشکلات پېدا کړي دي. وزيراعظم خاقان عباسي هم دغسې يوه خبره کړې ده.

کله نه چې اتلسم ائيني ترميم شوے دے نو ورسره د دې خلاف سازشونه هم شروع شوي دي. دا ځکه چې اتلسم ائيني ترميم تر ډېره حده د پاکستان اساسي قانون له هغه شکل ورکړے دے کوم چې د ائين روح دے. پاکستان يو وفاق دے. د يو وفاق پۀ صورت کښې د انګرېز نه ازاد شوے او متحده هند نه جدا شوے دے. دغه شان د پاکستان خلق د پارلېماني جمهوريت سره بلد دي او د وفاق د ډېرو سياسي اقتصادي، معاشرتي او انتظامي مسئلو هوارے هم پۀ پارلېماني جمهوريت کښې ښکاري. دغه وجه ده چې د شروع نه سياسي پوهانو د پاکستان د وفاق د پاره پارلېماني نظام غوره ګرځولے دے. ملک کښې ځینې داسې قوتونه موجود دي چې هغوي د پارلېماني نظام پۀ ځاے صدارتي نظام کښې خپله فائده مومي. دغه شان داسې قوتونه هم هر دور کښې فعال پاتې شوي دي چې د پاکستان وفاق ختمول غواړي او د ملک نه وحداني رياست جوړول غواړي. دا قسمه قوتونه اکثر د ډېرو صوبو جوړولو مطالبې کوي. د موجوده صوبو يا وفاقي وحدتونو د ماتولو مقصد هم وحداني نظام راوستل دي ځکه چې د زياتو صوبو وفاق چلول ګران دے.

د اپرېل مياشت د پاکستان پۀ تاريخ کښې پۀ دې لحاظ يوه ځلنده باب ښکاري چې اتۀ کاله مخکښې يعني د 2010ز د اپرېل مياشت کښې د پاکستان پارلېمان اتلسم ائيني ترميم منظور کړے ؤ. د دې ترميم تر مخه ائين کښې د ډېرو بنيادي بدلونونو سره سره د پښتنو صوبې ته د خېبر پښتونخوا نوم ورکړے شوے ؤ. صوبې ته د خپل نوم ورکولو د پاره د صوبې خلقو يوه اوږده مبارزه کړې وه، د کومې قيادت چې عوامي نېشنل پارټۍ او د دې نۀ مخکښې نېشنل ډېموکرېټک پارټۍ، نېشنل عوامي پارټۍ او خدائي خدمتګار تنظيم کولو. صوبې ته د خېبر پښتونخوا نوم ورکولو سره پښتنو کښې د محرومۍ هغه احساس کم شو کوم احساس چې دوي کښې شکونه پېدا کول. دې سره د پاکستان پۀ وفاق مثبت اثرات پرېوتي دي. پښتنو ته پاکستان کښې خپل پښتون شناخت پۀ لاس ورغلو. دې سره دنيا ته هم دا حقيقت پۀ ډاګه شو چې پښتانۀ د پاکستان د وفاق برخه ده.

اتلسم ائيني ترميم د پاکستان د خلقو او څلورو واړو وحدتونو ترمنځه يوه سياسي او معاشرتي معاهده (Socio Political Contract) ده. څوک چې د دې ترميم ستائینه کوي هغوي پۀ اصل کښې د پد وفاق ستائینه کوي او څوک چې ئې مخالفت کوي هغوي پۀ اصل کښې وفاق کمزورے کول غواړي او دې ملک کښې سياسي ګډوډي راوستل غواړي. د سنجيده او وطن پاله سياسي قيادت دا ذمه واري ده چې د اتلسم ائيني ترميم سره سره د ملک د اساسي قانون (Constitution) حفاظت او ستائېنه د خپل سياست اهمه برخه وګڼي.

د پاکستان او افغانستان تعلقاتو کښې نوے پرمختګ

تېره مياشت کښي د پاکستان د زمکني پوځ سر لښکر جنرل جاوېد قمر باجوه د افغانستان دوره وکړه او کابل کښې ئې د خپل هم سنګ سره سره نورو افغان مشرانو سره ليدۀ کاتۀ وکړل. د رارسېدلو خبرونو مطابق د افغانستان اولسي مشر ډاکټر اشرف غني د يوې مثبتې رويې ښکاره کولو پۀ محال د پاکستان وزيراعظم خاقان عباسي ته د کابل د دورې کولو بلنه راولېږله، وزيراعظم دغه بلنه پۀ روڼ تندي قبوله کړه.

کۀ چرې د پاکستان او افغانستان د مشرانو د يو بل ملک ته راشه درشه روان پاتې شو نو دې عمل سره د دواړو هېوادونو د خلقو او حکومتونو پۀ يو بل باور پېدا کېدے شي او زياتېدے هم شي. هغه يو ټپه ده چې

مينه پۀ تلو راتلو زياتېږي

کله راځه کله به زۀ درځم مئینه

خو د بده مرغه ځینې وخت غمازان هم خپل کار کوي او راشه درشه کښې خنډان اچوي خو هوښيار او پۀ عقل پوره مئینان د غمازانو پۀ خبرو کښې نۀ راځي او کۀ څوک داسې يار دوست وي چې هغه دواړو سره ښۀ تعلق ساتلو کښې غرضي وي نو د داسې دوستانو هرکلے کول د اعليٰ سوچ عکاسي کوي او کۀ چرې يو نيم کس دوه دوستانو کښې د يو سره دوستي کوي او بل سره دښمني خو د دغه رويې پۀ اساس خپل دوست پۀ امتحان کښې نۀ اچوي نو د دې کس سره تعلق ساتلو کښې د اعليٰ ذهن او پوهې ضرورت وي . سفارتي تعلقاتو کښې همېشه ملکونه هم د دغسې حالاتو سره مخ کېږي.

د ايران، افغانستان او امريکې تعلقات د دې مثال دے. دغه شان د امريکې، ايران او هند تعلقات هم پۀ خپل ځاے دي. داسې دنيا کښې ډېر هېوادونه دي چې پۀ عالمي منظرنامه کښې د خپلو مفاداتو پۀ رڼا کښې کوشش دا کوي چې ځان ته دوستان پېدا کړي او دښمنان کم ـــ چين دې لړ کښې پۀ خپله سيمه کښې مثالي کردار ادا کوي.

د پاکستان او هند ترمنځه د شخړو باوجود پاکستان او افغانستان دواړه خپلو کښې د دوه دوستانو بلکې وروڼو پۀ حېث اوسېدے شي. دغسې هند او افغانستان خپل تعلقات ساتلے شي. کۀ چرې افغانستان او پاکستان دواړه عالمي او سيمئيز حالات تر نظره وساتي نو پۀ دغه حالاتو کښې دننه د خپلو اړيکو سفر پۀ يو بل د باور پۀ اساس او خپله خپله زمکه د درېم ملک خلاف د نۀ استعمالولو پۀ بنياد جاري او دوام داره ساتلے شي.

د دواړو هېوادونو د پوځي قيادتونو د يو بل هېوادونو ته سفر کول پۀ دې لحاظ د زيات اهميت وړ دي چې دا دواړه هېوادونه يو شان د د امنيت د مسئلو ښکار دي. د يو بل د تجربو نه ګټه پورته کول د دواړو د پاره ضرورت لري. دلته د دې خبرې هم ضرورت دے چې دواړه حکومتونه دې پۀ خپلو خپلو کچونو خپل مثبت کردار لوبولو سره پۀ اولسي کچه هم د تعلقاتو مضبوطولو ډاډګيرنه وکړي او خپل خپل خلق دې د دواړو هېوادونو د تعلقاتو د اهميت نه خبر کړي چې دغه شان د دواړو غاړو د خلقو پۀ يو بل باور او اعتماد پوخ شي.

غمرازي

تېره میاشت د عوامي نېشنل پارټۍ چارسدې سینئیر نائب صدر فاتح الله خان، د ملګري بختیار خټک پلار، د خدائي خدمتګار عاشق شاه باچا ورارۀ سید انور شاه باچا، کوز دیر کښې د عوامي نېشنل پارټۍ فعال کارکن بزرګ محمد اسرار ایسپزے او د عوامي نېشنل پارټۍ کرک جنرل سېکتر قدرت الله خان تېره میاشت زمونږ نه جدا شول.

‘پښتون’ د غم ځپلو کورنیو سره دې غم کښې ځان شریک ګڼي، د مړو د پاره د مغفرت او پسماندګانو د پاره د صبر دعا کوي.

شهیده!

‘پښتون’، مۍ 1946ز

د قیصه خوانۍ د شهیدانو یاد کښې

بدل کړو ستا وینو ګردش د زمانې شهیده!
تازه کړو تا د پښتون دور پخوانے شهیده!

پرون وه سره قیصه خوانهه دا ستا د وینو پۀ رنګ
نن پکښې ګرځي د سرو ګلو ګلدانې شهیده!

پرون د درد و غم سرود غږېدو ستا پۀ مزار
نن پرې بلبل وائي نغمې او ترانې شهیده!

تا چې د مرګ پیاله کړه نوش پۀ محبت د وطن
قوم ته دې ورکړې د ژوندون ډکې پیالې شهیده!

یا پۀ سل کاله کښې د ورک پښتون پوښتنه نۀ وه
یا ترې ځارېږي بادشاهان د زمانې شهیده!

تیار خورو ستا پۀ میراث ډلې پرې جوړې کړې
تېرباسي مونږه پۀ قیصه د پوندانې شهیده!

ما ته دې هغه واوېلا د کربلا یاده ده
حسېن یزید کړلو بېل بېل پۀ نشانې شهیده!

ستا پۀ قددم د سرو جامو زلمو قدم ایښـے دے
تل پرې چلېږي مشین ګنې توپخانې شهیده!

ستا جنج به ټول عمر ووځي پۀ درې ویشتم اپرېل
خاوره ګواه ده پرې د دې قیصه خوانې شهیده!

چې د فدا ګوتو کښې دم وي قلم نۀ غورځوي
لیکي به کال پۀ کال ستا نوې افسانې شهیده!

دا هم ولولئ

!!!Absolutely Not – پښتون

اېمل ولي خان دې خداے زر کلن کړي چې څۀ هم وائي نو بېخي د …