د يوولسمې پښتون ( خاکه) – ساجد ټکر

عجیبه خبره دا ده چې دا سړے کله ما پۀ وړومبي ځل لیدلے ؤ نو بېخي مې نه ؤ خوښ شوے. خبره داسې ده چې نن نه خواؤ شا دولس ديارلس کلونه وړاندې کله چې زۀ پۀ پېښور یونیورسټۍ کښې طالبعلم وم نو یوه ورځ د شعبه صحافت لۀ خوا د یونیورسټۍ لنکن هال ته د یو ورځني سیمینار لپاره ولېږلے شوم. دا سیمینار د ډرامې د لیک، اداکارۍ، پېشکارۍ او هدایتکارۍ پۀ اړه راجوړ کړے شوے ؤ چې ورته د امریکني لیکوالانو او لارښودانو له خوا ټرېننګ ورکړے کېدو. له دې وړاندې ډرامه ما صرف پۀ ټي وي لیدلې وه خو دې غونډه کښې راته معلومه شوه چې ډرامه صرف د ټي وي نه بلکې د رېډیو هم وي بلکې د رېډیو هغه د ټي وي ډرامې نه لا هم زیاته پۀ زړۀ پورې وي. نو هم دې سیمینار کښې د دې سړي سره ملاؤ شوے وم. دې سړي د ډرامې د لیک، فن او پېشکارۍ په اړه داسې عجیبه غوندې خبرې کولې چې مونږ پرې هډو پوهېدو نه. دا ئې پکښې هم وئيلي وو چې ډرامه ډېر یو مشکل کار دے او هر څوک د دې د لیک، فن او نورو اړخونو سره انصاف نۀ شي کولے. ما ته یاد شي چې پۀ دغه غونډه کښې ئې د خپلو خبرو دوران دا هم وئيلي وو چې ډرامه پۀ لیک کښې ادب خو دے خو پۀ پرفارمنس کښې ارټ دے مطلب ئې دا ؤ چې ډرامه یو “پرفارمنګ ارټ” دے. خبرې ئې ډېرې مشکلې وې او زۀ خو پرې هډو پوهېدم نه، ما وې چې هسې ځان ښائي. خو چې تر مازیګره خبره رسېده او د دۀ خبرې مې اورېدې نو زه ئې ځان ته راښکلے وم بلکې مئين شوے وم پرې. المیه دا وه چې هاغه وخت کښې ئې لویه ږیره وه او سپینه ټوپۍ ئې پۀ سر وه او خبرې ئې د ډرامې او فن کولې نو ما ته ډېر عجیبه ښکاره شوے ؤ ځکه چې زۀ د کلي نه راغلے وم او دا مې اورېدلي وو چې ډرامه د ګناه کار دے او کتل ئې حرام دي. دلته به دا هم ووايم چې زما پۀ ماشوموالي کښې مونږ کره ټي وي نۀ ؤ او پۀ پټه به مو د ګاونډيانو کره د پښتو ډرامې د مازيګر پۀ وخت کتلې چې ځانله يوه مزه به ئې وه، بلکې اکثر به مو د هاغه کور د ماشومانو ډېره مخ ملازه کوله چې چرته د کور نه مو ؤ نۀ شړي بلکې کله کله به مو ورله د رشوت پۀ توګه مېوې، نينې او يا بيا خوږې زنګولۍ هم وړلې. نو ما خبره کوله چې زۀ حېران وم چې څنګه، ولې او پۀ کوم قانون دا د ملا پۀ شان سړے پۀ ډرامه نۀ صرف خبري کوي بلکې صفتونه ئې هم کوي. خو د هرې خبرې سره دلیل بلکې شعرونه او د قران آیتونه ئې هم وئيل. ما وئيل دا خو سم ډېر قابل سړے دے. مازیګر کښې ورته ورنیزدې شوم او لاس مې ورسره ملاؤ کړل خو څۀ توجه ئې رانۀ کړه. ایله کار ترې په زړۀ کښې بیا خفه شوے وم خو ناساپه ئې نورو ولاړو هلکانو او ما ته یوه داسې خبره وکړه چې ټول پۀ خندا شول او د دې سړي د پوهې لږه اندازه هم راته وشوه. وئيل ئې چې دا امریکنے صاحب چې لګیا ؤ او پۀ ډرامه ئې خبرې کولې نو ټولې سمې وې خو دۀ ته وئيل پکار دي چې دا امریکه نه بلکې پاکستان دے او پۀ پاکستان کښې پېښور دے نو کۀ دلته د دۀ دا خبرې پۀ ډرامه کښې ځاے کړو نو لرې نۀ ده چې خلک مو پۀ کاڼو وولي. مونږ ورته نېغ نېغ کتل چې امریکني صاحب څۀ داسې خبره کړې ده. خپله ئې ووئيل چې وختي ئې وئيل چې د زنانؤ د واک لپاره ضروري ده چې پۀ حجرو کښې ناسته پاسته شورو کړي او تاسو دا څیزونه پۀ ډرامو کښې وښايئ. مونږ ټولو وخاندل خو دا محترم غلے ؤ او وې وئيل چې پۀ ډرامه کښې د کلتور، روایاتو او مذهبي اړخونو ډېر زیات خیال ساتل ضروري وي. هاغه وخت کښې خو مونږ ډېر نۀ وو پوهه شوي خو چې اوس سوچ کوم نو وایم چې سمندر ئې په کوزه کښې بند کړے ؤ. بیا څۀ مودې لپاره دوي سره زما لیدۀ کاتۀ ؤ نه شو خو زما خوش قسمتي وه چې کال دوه زره نهه کښې ورسره یو ځلې بیا ملاؤ شوم او دا ځل راته دوي سره د کار کولو موقع هم پۀ لاس راغله. وشوه داسې چې د پېښور صدر کښې د “پولې پورې” په نوم یوه رېډیائي ډرامه جوړېده. دا سړے ئې مشر لیکوال ؤ. زما هم پۀ هغه پراجېکټ کښې انتخاب وشو او د دوي سره کوارډينېټر او ژباړن شوم. دغلته مې ورسره ډېر له نیزدې لیدۀ کاتۀ وشو او د دوي ډېر رنګونه راته ښکاره کېدل شول. بلکې ما ته خو یو استاد پۀ لاس راغے ځکه چې نۀ صرف د ډرامې بلکې د کالم، فیچر، شعر، تکل، خاکې، افسانې او نورو اصنافو به ئې خبره کوله نو ما لپاره به نوې وه. که د صحافت خبره به وه نو یو لوے صحافي به راته ښکارېدو، چې شعر به ئې وئېلو نو لوے شاعر به ؤ او یا چې به ئې د چا پۀ شعر تنقید کولو نو رسا د نخښې منځ به ئې ویشتو. کله چې به ئې علمي بحث کولو نو راته به علامه ښکارېدو او چې پیرۍ مریدۍ ته به شو نو ما به وې چې بس خو ټول عمر ئې هم دغلته تېر کړے دے. چې د اعتقاد خبره به شوه نو سوچ به مې کولو چې که غوث او ابدال نۀ دے نو ولي خو ضرور دے. بهر حال دا زما خوش قسمتي وه چې څۀ نا څۀ مې و پېژندۀ او خبر شوم چې دا خړ پړ سړے څومره د کمالونو ډک دے. د هغې ورځې نه تر دې دمه د دۀ د شخصیت نۀ صرف په ما ډېر زیات اثر دے بلکې هره ورځ ئې راباندې یو نه یو جادو اثر کوي. اوس نو پۀ داسې سړي لیکل کول او هغه هم د خاکې پۀ شکل او بیا زما غوندې سړي لپاره، که څۀ هم ناممکنه نۀ ده خو ګرانه ډېره ده. ځکه نو کله چې ما دا لیکل شروع کول نو اول مې د ځان نه څو پوښتنې وکړې چې ایا زۀ دغه سړے پوره پۀ پوره پېژنم؟ زړۀ مې راله څۀ نیمکښو غوندې جواب راکړو چې او کۀ ډېر نۀ وي نو دعوی خو کولے شم . . . کۀ پۀ علمي او ادبي اړخ ئې پۀ ډېرو نزاکتونو نۀ پوهېږم خو شاګردي مې ئې کړې ده نو کۀ ډېر نۀ وي نو څۀ لږ ډېر خو ئې پېژنم. بیا مې د ځان نه تپوس وکړو چې ایا دے څۀ لیکي نو پۀ هغې پوهېږم، نو زړۀ مې راته ووئيل چې کۀ پوهېږم نه خو هر یو لیک ئې داسې پۀ ما لګي لکه چې هم زما د زړۀ اواز ئې لیکلے وي. بله پوښتنه مې د ځان نه دا وکړه چې دوي کوم اصناف لیکي نو پۀ هغې پوهېږم نو زړۀ مې راته ووئيل چې کۀ تکل دے او که خاکه، شعر دے او کۀ ډرامه، فیچر دے او کۀ څېړنه، د دې پۀ نزاکتونو خو بالکل نۀ پوهېږم خو یو قدر ورسره دا مشترک لرم چې دۀ هم صحافت کړے او زۀ هم کوشش کوم، دۀ هم څۀ وخت کښې کالم لیکلے او زۀ هم لیکم، دے هم پښتو کښې ليکل کوي او زۀ هم کوم. دوي هم پۀ پښتو، اردو او انګرېزي ژبو کښې وخت پۀ وخت صحافت او ليکل کړي او زۀ هم کوشش کوم . بیا مې د ځان نه وپوښتل چې انصاف به ورسره وکړے شم؟ دې سوال ولړزولم. خولې خولې شوم چې دا مې څۀ وکړل. ځان ته مې بد رد ووئېل. خو ناساپه مې ذهن ته یو خیال راغے چې انصاف څۀ چې د لیکلو پرې هم عقل او پوهه نۀ لرم خو حق لرم چې د خپلې مینې او عقیدت اظهار ورسره هم پۀ دې طریقه وکړم او بیا هغه شعر هم دے کنه چې . . .

د بوډۍ غوندې پۀ یو موټي مالوچو

د یوسف د حسن زۀ هم خریدار یم

دې سره سره مې دا خیال هم ذهن ته راغلو چې پۀ ادبي نړۍ کښې درباندې څومره ډېرې نیوکې وشي نو دومره به دې نوم لاړ شي نو ما وې راشه موقع ده کۀ ښۀ نۀ وي نو دوي سره به مې په دې طریقه یو نسبت هم جوړ شي او کېدے شي سبا مې خلک پۀ دې وپېژني چې دا هغه تن دے چې په فلانکي صېب ئې څۀ ماته ګوډه خاکه لیکلې وه. بس نو دې سوچ راله ملا مضبوطه کړه او هغه د چا خبره چې دې ګران کار ته مې ملا وتړله. خو پرېشاني دا وه چې لیکم به څۀ ځکه چې داسې سړے دے چې تعریف د فن مرګ ګڼي او ما ته ئې د خوبيو نه بغېر بل څۀ معلوم هم نۀ وو او مسئله دا وه چې خاکه صرف د تعريفونو نوم نۀ دے بلکې د يو سړي د شخصيت پۀ اړه داسې پۀ غېر رسمي انداز کښې خبرې کول وي چې خلق ترې مزه هم واخلي، دغه سړے وپېژني هم، د خويونو، ژوند او کارونو ئې هم ورته پته ولګي، خوبۍ ئې بيان کړے شي او خامۍ ئې هم ووئيلې شي خو دا هر څۀ پۀ يو داسې انداز وکړے شي چې د سړي سپکاوے پکښې و نۀ شي، شخصيت ئې داغدار نۀ شي، نۀ دې پرښته وښودلې شي او نۀ دې يو کس داسې بيان کړے شي چې خلق ترې نفرت وکړي، يعنې نعمت سرحدي او يا امرېش پوري دې ترې هم جوړ نۀ کړے شي. نو دا هر څۀ ګران وو خو دغه سړے کۀ هر څۀ دے خو بيا هم انسان دے.

او بيا د ګران بابا شعر هم دے چې . . .

سر به پۀ تلي کښې ورله ورکړم ټيټ ښۀ نۀ دے

ښکلي کۀ هر څۀ دي خو بيا هم انسانان دي

نو سوچ مې وکړو چې څۀ نا څۀ خامي خو به ئې وي او دغه ده چې خامي بلکه خامۍ مې ورله سئي کړې چې ذکر ئې مخکښې راروان دے. خوشاله وم چې ځه کۀ خېر وي کار وشو خو ناساپه راته د خاکې د اصولو پۀ اړه د دوي يوه خبره راياده شوه او يو ځلې بيا پښه نيولے شوم . د خاکې پۀ اړه ئې راته يو ځل وئيلي وو چې دا پۀ هغه چا نۀ ليکلې کېږي چې ورسره د چا د حد نه زيات عقيدت او مينه وي او يا ترې د چا ډېر نفرت وي . دا خبره چې ئې راته راياده شوه نو سم د پينډزي ډز راباندې وشو. نوکونه مې وخوړل او خيال مې ګره بره شو بلکې پۀ تيندکونو شو. سوچ مې کولو چې اوس څۀ وکړم؟ بس ناساپي ئې راته يوه بله خبره راياده شوه . څو ورځې مخکښې ئې راته پۀ خبرو خبرو کښې وئيلي وو چې خاکه او تکل نيزدې نيزدې يو شان اصناف دي خو بس فرق ئې دا دے چې خاکه پۀ يو انسان ليکلے کېږي او تکل پۀ يوه موضوع . دا ئې هم وئيلي وو چې پۀ مضمون او دې دواړه اصنافو کښې بس هم دا فرق دے چې پۀ مضمون کښې د رواياتو او رسمي اصولو خيال ساتلے کېږي او دې دواړو کښې د دې اوصافو نه ډډه کېږي يعنې دا دواړه اصناف پۀ رسمي قواعدو اډاڼه نۀ دي . بس نو يو ځل مې بيا زړۀ جوړ شو چې سړيه کۀ پۀ عقيدت کښې “پاتې” راځې خو پۀ دې بل شرط يعنې چې خاکه پۀ انسان ليکلے کېږي، خو ئې پوره خېژې کنه نو بس د خداے نوم مې واخستو او شروع مې وکړه . رښتيا هغه د چا خبره چې يوه کوم او بله رايادېږي . هم د دې سړي نه مې دا خبره اورېدلې بلکې هم د دوي اصول دي او خبره ئې ډېره عجيبه خو ډېره قيمتي ده او دې نه ئې د اصول پرستۍ او ګناه نه د وېرې هم پته لګي . يوه ورځ ئې ووئيل چې کله هم څۀ ليکم نو اول د خداے نه دعا وکړم چې کۀ پکښې د نورو خلقو خېر وي نو خدايه پۀ قلم کښې مې برکت واچوې او کۀ نه خبره الټه وي نو پۀ ليک کښې دې کامياب نۀ شم . د دې پۀ شا ئې چې ماته کوم پس منظر ښکاري نو هغه دا دے چې دوي لوئې لوئې ډرامې ليکلي او هر ځل ئې هم دا کوشش کړے چې د دوي سره سره دې ډرامو کښې فنکارانو ته هم زياته نه زياده ګټه ورسي . بلکې دوي سره پۀ ډرامو کښې د کار کوونکو اداکارانو،صداکارانو او ارټسټانو پۀ سر ئې جنګونه هم کړي بلکې يو ځل خو ئې د دوي پۀ سر لويه تنخواه هم پۀ لته وهلې وه او کار ئې پرېښے ؤ. رښتيا دا ئې هم ډېره عجيبه غوندې خبره ده چې تر اوسه ئې ريډيو پاکستان او نورو بلها پراجېکټونو له پۀ سوونو زرګونو ډرامې ليکلي خو حرام شه کۀ پۀ ژوند کښې ئې دوه کرښې مکالمه پۀ خپله ادا کړې وي بلکې د مائيک نه بېخي ډډه کوي اګر چې زړۀ چاودے دومره دے چې د رېکارډنګ دوران پۀ ګېنټو ګېنټو سټوډيو کښې موجود وي خو خپله يوه مکالمه څۀ چې دوه ټکي هم نۀ شي وئيلے . اوس نۀ پوهېږم چې شرمېږي او کۀ دغه هنر ورځي نه!

دې خاکې له چې مې نوم خوښولو نو هم د پوره کشالې ښکار وم. ذهن ته مې بلها نومونه راتلل کله به مې وې چې “هر صنف ماهر”، کله “ادبي پهلوان”، کله څۀ او کله څۀ . ډاکټر همایون هما صېب ورته “بابائے خاکه” وائي خو خپل تعریف ئې نۀ دے خوښ نو زۀ ورته نۀ شم وئېلے ځکه چې هما صېب ترې مشر دے نو هغوي ته خو څۀ وئيلے نۀ شي خو کۀ ما څۀ ووې نو د خلاصي ځاے به مې نۀ وي. خو بیا مې بس “د یوولسمې پښتون” باندې سترګې ورپټې کړې. لکه څنګه چې د یوولسمې ځوان یعنې حضرت عبدالقادر جېلاني ته خپلې مور بي بي نصیحت کړے ؤ چې چرې هم دروغ مۀ وایه نو هم دغسې راته معلومېږي چې دوي ته به هم خپلې خداے بخښلې مور بي بي هر ځاے د رښتیا لیکلو او وئيلو وئيلې وي او ځکه خو ئې پۀ رښتیا وئيلو او ليکلو اکثر ښۀ ښۀ نوکرۍ پرېښې دي خو د هېڅ څیز ئې څۀ هم پرواه نۀ ده کړې. خو دا نوم مې ورته صرف پۀ دې نۀ دے خوښ کړے بلکې ځینې داسې د پښتونولۍ خوبیو نه ئې خبر یم چې ما صرف پۀ کتابونو کښې لوستې وې خو دوي کښې اوس هم شته. لکه یو ځلې کله چې ورسره زمونږ د “پولې پورې” رېډیو د ملګرو راشه درشه شروع شوې وه نو یوه ورځ ئې ځاے کښې د شپې مېلمانۀ وو. پۀ هغه ورځ دے دفتر ته نۀ وو راغلے. مونږ چې لاړو نو ورنه مو پوښتنه وکړه چې ولې نه وئ راغلې نو وې وئېل چې څۀ کار مې ؤ. د نور کله پۀ شان هغه شپه ئې هم زمونږ ښۀ مېلمستيا وکړه او تر نیمې شپې مو ګپونه ولګول. سحر ئې ووئيل چې نن هم دفتر ته نۀ درځم څۀ کار مې دے. نو مونږ وې ځه څۀ کار به ئې وي. او بیا پۀ درېمه ورځ هم رانغے. پۀ څلورمه ورځ خبر شو چې ماشوم زوے ئې د تېرو څلورو ورځو نه بې درکه دے او هم دغې له وجې دفتر ته نۀ راځي. زما خو عقل کار پرېښودو چې دا لا څنګه سړے دے؟ کۀ خداے مۀ کړه دا مونږ وو یا بل څوک نو اول خو به ئې وې چې یره مۀ راځئ ټیک نۀ یم، بهانه به ئې کوله او یا به ئې مرسته غوښتله او قیصه به ئې کوله خو دۀ خو هر څۀ مونږ نه پټ وساتل چې مېلمانۀ خفه نۀ شي نو داسې سړي ته چې سړے “د یوولسمې پښتون” ؤ نۀ وائي نو چا ته به ئې وائي. تاسو کښې به ډېرو اوس دا نوموړے پېژندلے وي ځکه چې دومره خوبۍ پۀ نن دور کښې هم په دوي کښې دي. خو نور تجسس به رانه ګډ وډ شي نو ښۀ به دا وي چې د دې کلک پښتون، بې ریا مسلمان، بې مثله ادیب، شاعر، خاکه کښ، تکل نګار، ناقد، د طنز و مزاح ماهر او وتلي ډرامه نګار نامه اوس رامخې ته کړې شي.

دا “د یوولسمې پښتون” ګل محمد بېتاب دے. دا ادبپاله او پتپاله سړے د پېښور سره نیزدې د میا عمر باباجي په نسبت سره په لر او بر کښې مشهور او تاریخي کلي څوکنو کښې زېږېدلے دے. دے په خټه شینوارے دے خو مشران ئې دلته راغلي دي او بیا هم دلته مېشتۀ دي. کۀ د “د يوولسمې پښتون” شکل و صورت بیانوم نو لږ شان به پکښې مخکښې وروستو ځم ځکه چې ما کله پۀ اول ځل لیدلے ؤ نو ږیره ئې لږه اوږده خو توره وه خو اوس ئې ږیره وړه ده او مۍ روژې دي. د سر وېښتۀ ئې ګڼ او زیاتره تور دي. سترګې ئې شین بېخنې دي، وړې بېخي نۀ دي خو دومره غټې هم نۀ دي چې سړے دې ورته بډارے ووائي، اګرچې دا هوښياران وائي چې وړې سترګې د زيرکتيا علامت وي خو دلته خبره الټه ښکاري، سترګې ئې وړې نۀ دي خو بيا هم زيرکتيا ترې څاڅي . وجود ئې ښه کوټلے او خشته دے چې نه ډېر دنګ او نۀ ډېر چیت دے. پښې او لاسونه ئې لکه د پخوانو خلکو غټ غټ دي. پوزه ئې ایله د مخ سره جوړه ده. ما وې که دے هم داسې دے خو څۀ موده مخکښې مې ئې پۀ فېس بک څۀ زاړۀ تصویران ولیدل نو حېران شوم چې پۀ ځوانۍ کښې خو بلها ښکلے ؤ خو بیا مې سوچ وکړو چې اوس هم کۀ لا زیات ښکلے شوے نۀ دے نو کمے پکښې هم نۀ دے راغلے. وجود ته ئې چې ئې سړے ګوري او د قلمکارۍ نه ئې خبر نۀ وي نو ګمان به کوي چې ښۀ نامتو پهلوان دے او کۀ د لیک پله راغلے نۀ وے نو زۀ پۀ دعوې سره وایم چې پۀ دغه مېدان کښې به ئې کم از کم تر لرې لرې څوک د ډغرې نۀ وو. خو پهلواني ئې پۀ قسمت کښې وه نو بس پهلوان شو خو د کبډي نه بلکې د ادب د مېدان او داسې زوروره پهلواني کوي چې د دې مېدان ډېر ښۀ ښۀ شهسواران ورته ګوته پۀ خلۀ دي. د دې ادبي قهرمان ادبي خړپوسو ته چې سړے وګوري نو پوهه شي چې څنګه پکښې د ادب د مېدان داؤ پېچ راغلي دي. لکه د کالج په دور کښې ئې د هغه وخت د لویو لويو ادبي هستیو لکه حمزه خان شينواري بابا، قلندر مومند صېب، ډاکټر اسرار صېب او نورو لیکوالانو سره راشه درشه شروع شوي وو. پۀ ادبي غونډو کښې به نۀ صرف شریکېدو بلکې خپل کار به ئې هم تنقید ته وړاندې کولو او ورسره ورسره ئې د حمزه بابا او قلندر مومند صېب غوندې لویو خلکو په وړاندې ادبي مقالې لوستل هم شروع کړي وو. هم دغه وجه ده چې نن ئې قلم کۀ پۀ ډرامه کښې دے او کۀ پۀ تکل کښې، پۀ خاکه نګارۍ کښې دے او کۀ تنقید کښې، ثاني نۀ لري. بد به ومني ګینې نو زړۀ مې غواړي چې “بابائے ادبي اصناف” ورته ولیکم. او دا زۀ هسې نۀ وایم بلکې کۀ د ډرامې ئې رېکارډ دے نو د خاکو ېې هم رېکارډ دے او تکلونه ئې هم مثالي دي . بېتاب صېب د ډېر وخت نه ډرامه ليکي او رېډيو پاکستان پېښور له ئې ډېرې ناوياته ډرامې ليکلي دي خو کومه ډرامه چې دلته د ذکر وړ ده هغه د رېډيو پاکستان پېښور نه نشرېدونکې شهره افاق ډرامه “نمر پۀ چنارونو” ده کومه چې خواؤ شا دوه زره نهه کښې شروع شوې وه او تر ډېرو کلونو چلېدلې وه خو دوي پکښې صرف درې کاله کار کړے ؤ. دا ډرامه د رېډيو پاکستان پېښور پخواني سټېشن ډائرېکټر عمر ناصر صېب پۀ مشرۍ کښې جوړېده او پېش کېده او د پاکستان او افغانستان نامتو ارټسټانو پکښې کار کولو. عمر ناصر صېب صرف پۀ صوبه کښې نه بلکې پۀ پاکستان او افغانستان دواړه هېوادونو کښې د ډرامې او رېډيو د نړۍ يوه لويه نامه ده او پۀ خپل کار کښې ثاني نۀ لري . عمر ناصر صېب مشکل پسند انسان دے اوګران نه ګران کار ته خوشالېږي او هم دغسې “د يوولسمې پښتون” هم دے. داسې ښکارېده چې دې ډرامه کښې دوه غرونه يو بل ته مخامخ وو. عمر ناصر صېب به د خپلې تجربې او مطالعې پۀ زور غوښتل چې څوک ئې چيېلنج کړي او بېتاب صېب خو دا ورځ د خداے نه غوښته نو بس داسې داسې سينونه ئې تخليق کړي دي چې د فن اعلي نمونې دي . لکه يوه ورځ “د يوولسمې پښتون” ووئيل چې ما به کوشش کولو چې داسې يو سين وليکم چې پۀ پروډکشن کښې عمر ناصر صېب ته مشکلات وي خو هغوي کله هم بد نۀ دي منلي بلکې چېلنج ئې قبول کړے او پکښې کامياب شوے هم دے. هم پۀ دغه ډرامه کښې ئې يو ټول قسط د يو غريب سړي پۀ خوب ليکلے ؤ چې ځانله يوه عجوبه ده . دغه کردار چې د عمر ګل نومي يو داسې غريب سړي ؤ چې د هېڅ درک ئې نۀ لګېدو او د پښتو ژبې نامتو اداکار او بابائے ډرامه سيد ممتاز علي شاه باچا ترسره کولو، يوه ورځ خوب ويني چې باچا شوے دے، پۀ دربار کښې پۀ شاهي کرسۍ ناست دے، شاهي لباس ئې اغوستے او د خپلې خوښې څۀ سمې او څۀ ناوړې فېصلې کوي . . . دا اګرچه د پېشکارۍ پۀ لېول يوه ګرانه برخه وه خو بېتاب صېب وائي چې عمر ناصر صېب ورسره پوره پوره انصاف کړے ؤ. دا هم د دوي يو وصف دے چې د خپلې برخې تعريف هم پۀ بل پېرزو کوي .

يو خوا کۀ د ډرامې پۀ مېدان کښې ئې دغه مقام دے نو بلخوا ئې د علمي بحث او لیکونو نه اندازه کېږي چې ګینې ټول عمر ئې د کتابونو شا ته تېر کړے خو داسې نۀ ده او ښکاري داسې کۀ کتابونه ئې څښکلي نو مشاهده ئې هم زوروره ده او بلها ګرځېدلے دے. د بلها دلچسپو واقعاتو چشم دید ګواه دے. څۀ وخت کښې پۀ پیرۍ مریدۍ پسې هم ګرځېدلے دے او ډېرې ناویاته تجربې ئې شوې دي. یوه ورځې چرته یو ملګري سره دې پېښور سره نیزدې یو پیر له تلے ؤ نو هغۀ ورله پۀ مال کښې د برکت لپاره د کدو یو څو زڼي ورکړي وو چې دا به پېسو سره کېږدې نو ډېرې به شي خو دوي نه ئې څو روپۍ شکرانه اخستې وه نو پۀ واپسۍ کښې دوي خپل ملګري ته وئيلي وو چې مونږ له زڼي راکوي نو خپلو پېسو سره ئې ولې نه ږدي چې خلکو نه د شکرانې پېسې اخلي. د عقیدې پۀ لحاظ هم ډېر عجیبه انسان دے. دا د کال دوه زره یوولس خبره ده چې یو ورځ ئې ناساپه ووئېل چې ښکاري چې زما شوګر دے نو بس لاړو او ټېسټ مو وکړو او بس شوګر ئې ؤ. پۀ دوېمه ورځ د امین هوټل مخې ته ناست وو نو وې وئيل چې دا ټېسټ راته ټیک نۀ ښکاري او زما شوګر نشته نو بس لاړو او بل ځاے مو ټېسټ وکړو او د خداے شان ته ګوره چې شوګر ئې نه ؤ. پۀ ادبي نزاکتونو ئې د لیکلو نۀ قابل یم او نۀ دومره پوهه لرم چې څۀ دې پرې ووایم خو چې کوم صنف ئې هم لیکلے نو راباندې ډېر خوږ لګېدلے. یا خو پکښې اخلاص ډېر دے او یا ئې مشاهده ډېره زوروره ده او يا بيا دے د انسان پۀ نفسياتو پوهه دے او يا بيا دا هر څۀ پرې خپله تېر شوي دي ځکه نو د ژوند د حقيقتونو داسې عکاسي کوي چې سړے د ځان سره زغلوي. لکه کومې ریډیائي ډرامې چې ئې لیکلي نو حدونه ئې پرې تمام کړي دي او ما او زما نورو ملګرو چې وړاندې ئې ذکر راروان دے ورسره دا ډرامې هم د دوي په حجره کښې په ګډه پۀ لېپ ټاپ اورېدلي دي . . . کۀ طنز او مزاح ته مو تشي نیولي دي نو ځینې سینونو ئې راله سترګې راډکې کړي دي. د عمر ناصر صېب په مشرۍ کښې د رېډیو پاکستان نه نشرېدونکې ډرامه “نمر پۀ چینارونو” کښې ئې یو داسې سین لیکلے ؤ چې پۀ خپله ئې ورته هم ژړلي وو. سین څۀ داسې ؤ چې د یو خان یو ډېر پښتون نوکر ؤ. د دې خان بلها موده پس زوے شوے ؤ او ډېر زيات خوشاله ؤ نو پۀ خوشالۍ کښې ئې خپل دې نوکر ته ووئيل چې وغواړه څۀ چې غواړې نو دې نوکر ورته ووئېل چې خان بس کۀ یوه جوړه نوې جامې او پېزار مو راله واخستو نو… څۀ تباهي عکاسي ده د یو غریب سړي د خواهشاتو، ارمانونو او حسرتونو او څۀ واړۀ واړۀ ارمانونه غريب خلق لري خو هغه هم نۀ شي پوره کولې. مونږ خو دې سین ډېر ګډ وډ کړي وو.

ګل محمد بېتاب ډرامه ليکلې، ښۀ ډېره ئې ليکلې او ښۀ کمال ئې ليکلې خو صرف ډرامه ئې نۀ ده ليکلې بلکې پۀ نورو ګڼو ادبي او صحافتي اصنافو ئې هم طبع ازمائي کړې ده او ځکه ئې تر اوسه د شاعرۍ او نثر څلور کتابونه چاپ شوي دي چې د ادبي پوهانو سره سره ئې پۀ عام اولس کښې هم شهرت موندلے دے . وړومبے کتاب ئې د نظم ؤ چې د “قافله” پۀ نوم سره چاپ شوے ؤ چې اوس ورسره خپله هم نشته . دې سره سره ئې د نثر درې شهره افاق کتابونه هم پۀ دې تېر درې څلور کلونو کښې چاپ شوي دي چې پکښې وړومبے “د چرچڼو توت” دے چې پۀ تکلونو او خاکو مشتمل دے، دوېم “روښانه څهرې” دے چې پکښې د ادبي او فني نړۍ د پهلوانانو ذکر دے او درېم ئې هم د خاکو کتاب دے چې د ” د دستار سړي” پۀ نوم سره چاپ شوے دے . رښتيا يو بل کتاب ئې هم د ” د علم ښار” پۀ نوم سره چاپ دے چې د دوي ليکلي پۀ رېډيائي فيچرونو مشتمل دے.

پۀ ادبي لېول دا قد اور سړے په ډېرو حوالوډېرعجیبه دے. بلکې کله کله خو راته داسې ښکاري چې کوم پير پرې دا پاسلنه ږدلې وي چې کۀ هر څۀ کېږي خو د ځان به نفي کوې . لکه يو ورځ راته يو ملګري پۀ موبائل مېسج وکړو چې بېتاب سره ملاوېدل غواړم . ما ترې تپوس وکړو چې ولې خېر شه! نو ملګري راته ووئيل چې بس کتابونه مې ورله ولوستل او بس اوس مې دا ارمان دے چې زر تر زره ورسره ووينم . اصل کښې زما دغه ملګري تر دغه وخته صرف اردو ادب لوستے ؤ او ګڼل ئې چې ګينې ښۀ ليکل د طنز او ادب صرف پۀ اردو کښې دي خو کله ئې چې د بېتاب صېب کتابونه ولوستل نو ما ته ئې دا مېسج وکړو…” تباهي ده اشنا، روښانه څهرې او د چرچڼو توت، “هوائي سړے” ډېر خفه کړم پۀ اخره کښې، ما ته د بېتاب صېب د اهميت او قابليت پته نۀ وه، اوس خفه يم چې ولې راته پته نۀ وه . . . او بيا ئې ليکلي وو چې زۀ اوس غواړم چې بېتاب صېب سره پۀ قيصه خوانۍ کښې وګرځم او چاے ورسره وڅښم . . . دلته مې ملګرے د بېتاب صېب هغه ناوياته سفرنامې طرف ته اشاره کوي چې “د چرچڼو توت” کښې د “قيصه خوانۍ نه تر خېبر بازاره” پۀ سرخط سره چاپ شوې ده . ما د ملګري دغه مېسج بېتاب صېب ته فارورډ کړو نو سمدستي ئې جواب راکړو چې ” وعليکم السلام، ساجد ټکر بس چې کله ئې هم ما سره ملاقات و نۀ شي نو ښۀ به وي ولې چې زما پۀ ليدو به ئې ټول خيالي تصوير دړې وړې شي ځکه چې دا خو دنيا ده او خلق د لويو عهدو وغېره نه متاثره کېږي او زۀ خو هغه د چا خبره چې “ګنجے نۀ پۀ سر تار لري او نۀ پۀ چا کار لري”. دومره لوے ليکوال زۀ کله هم نۀ يم څومره چې ستاسو او ستاسو د دې ملګري خيال دے”. اوس نو تاسو انصاف وکړئ چې سړے حقيقت پسنده څومره دے او بې نيازه څومره!

دا ئې لا څۀ کوئ، زۀ خو ورته يو ورځ بېخي حېران پاتې شوم بلکې زړۀ کښې مې ترې ګيله هم پېدا شوه . وشوه داسې چې ما به د پښتو ژبې مشهور چېنل “مشرق نيوز” کښې د “قول و فعل” پۀ نوم سره خپرونه کوله چې مې پکښې د ادبي او فني نړۍ د سرخېلانو د مرکيو لړۍ پېل کړې وه او د برق صېب، سائل صېب، اسيرمنګل صېب او د سردار علي ټکر پۀ شان لويو نومونو سره مې پکښې مرکې کړې وې . يوه ورځ مې بېتاب صېب ته خواست وکړو چې زۀ دغه شان يوه خپرونه کوم او کۀ تاسو وخت راکړو نو مننه به وي . نو ما ته وائي چې لکه زۀ به څۀ وايم . ما ورته وې چې تاسو کار کړے دے او بس پۀ هغې به خبرې کوو. نو وې خاندل او وې وئيل چې دا خو به ډېر نامناسبه لګي چې زۀ خپل صفت پۀ خپله کوم . زۀ لږ حېران شوم خو ما ته ئې ووئيل چې خفه کېږه مه او ما دومره توره نۀ ده وهلې چې پۀ خپل ځان دې خبرې وکړم . ما ځان سره سوچ کولو چې دا لا څنګه سړے دے، کۀ بل چا ته مې وئيلي وو نو ضرور به راتلو خو بيا راته احساس وشو چې بېتاب صېب پۀ خپل قول و فعل کښې يو شان سړے دے . . . چې څۀ وائي هم هغه کوي نو بس خبره مې پرېښوده .

ګل محمد بېتاب سپينه خبره کوي او کله کله دومره سپينه ووائي چې پۀ سړي بده هم ولګي خو پۀ يارانه دوستانه کښې کلک سړے دے. مونږ چې کله پۀ پېکټ رېډيو کښې يو ځاے کار کولو نو مونږ سره پۀ دغه پراجېکټ کښې افغانان ملګري هم وو بلکې دا “د پولې پورې” پۀ نامه ؤ نو يو قسم له د دواړه غاړو شريک پراجېکټ ؤ. دغلته چې مونږ سره کوم افغانان ملګري وو نو پۀ هغوي کښې ليکوال، شاعر او ممثل ضياء الرحمن لالاخېل، ليکوال او ممثل شريف الله مسرور او سيد ظاهرالله مزينه وال هم شامل وو. زۀ او دا ټول ملګري به اکثر “د يوولسمې پښتون” ته حاضرېدو او د دوي مجلس نه به مو خوند او مزه اخسته . يوه ورځ يو ملګري د افغان ملګرو پۀ غائب کښې کښې څۀ داسې خبره وکړه چې سمه نۀ وه او دغه ده چې دے پاڅېدو او وې وئيل چې زما څۀ ضروري کار پېښ شو. زۀ پوهه شوم چې خبره پرې بده ولګېده . ملګري ته مې ووئيل چې غلطي دې وکړه او هغه هم ستومانه ښکارېدو خو بس شوے کار ؤ. بله ورځ مې ورته ملګري ووئيل چې زما دا مطلب نۀ ؤ نو دوي ورته ووئيل چې دا سپکه او بده خبره ده چې يو سړے نۀ وي او تۀ ئې بد وائې .

د يوولسمې پښتون چې څومره زۀ پېژنم نو ډېر زيات د احتياط نه کار اخلي او چې کوم کار هم کوي نو سم د زړۀ نه ئې کوي . هغه يو متل دے چې “ښۀ کار او يا نۀ کار”. نو بېتاب صېب يا خو يو کار کوي نه او يا ئې بيا سم د وېخه بېخه کوي او ګپ نۀ لګوي . لکه چې کله ئې خاکو ته خيال شو نو پۀ داسې داسې خلقو ئې هم پکښې خاکې وليکلې چې د هغوي د نوم اخستو نه مخکښې هم ځينې خلق يوخوا بلخوا خامخا ګوري خو دوي پرې نۀ صرف خاکې وليکلې بلکې کمالونه ئې پرې وکړل او ادبي پهلوانان ئې پۀ ستائلو مجبوره کړل .

دې سره سره د دۀ پۀ اړه زۀ دا هم فکر کوم او کېدے شي چې نور ملګري او ليکوال هم ما سره يوه خلۀ شي چې د پښتو ژبې دوه مهم خو ولې هېر کړے شوي اصناف ئې دوباره ژوندي کړي دي يعنې خاکه او تکل . تکل د دې نه مخکښې د دوي ملګري او نوموړي شاعر او اديب ډاکټر اسرار صېب ليکلے ؤ او هغه د چا خبره چې کمالونه دي خو بيا دا صنف داسې ښکارېدو چې لۀ خلقو هېر شوے ؤ خو بېتاب صېب بيا ژوندے کړو. هم دغه شان د خاکې هم حال دے. ډېر خوږ صنف دے خو داسې ښکارېده چې د وخت پۀ ګردونو کښې تت شوے ؤ او دغه ده چې د يوولسمې پښتون ورته پام شو او د ادب پۀ افق ئې داسې وځلولو چې ځوان جان ئې کړو.

ګل محمد بېتاب ليکل کوي، ډېر کوي او د زړۀ نه ئې کوي، طنز و مزاح هم ليکي او سنجيده ليکل هم کوي خو داسې نۀ ده چې ګينې نو بس دنيا او ژوند ته ئې شا کړې وي بلکې د دې هر څۀ سره سره ژوند هم کوي، يار دوست هم پالي اوپۀ ګپونو هم پاک مئين دے او مجلسونه ئې خوښ وي خو دا خبره مې پکښې خوښه ده چې هر چا سره د هغۀ د پوهې، علم او عمر مطابق تعلق ساتي . لکه داسې نۀ کوي چې ګينې ما غوندې سړي سره هم پۀ ادبي اصنافو او تصوف شروع شي هن کۀ چرته څوک تپوس وکړي نو بيا ئې تر څو چې خبره سپينه کړې نۀ وي نو پرېږدي ئې نه . د چايو شوقي دے او ښۀ ډېړه څښکي . پېښور کښې ئې د چايو خپلې اډې دي، بلها د چايو هوټلونه ورته معلوم دي . خپله هم څښکي او پۀ نورو هم . کوشش ئې دا وي چې پۀ ملګرو خرچه وکړي هغه کۀ وس ئې د چاے وي او کۀ د ډوډۍ . خوش خوراکه دے خو داسې هم نۀ کوي چې ګينې خوښه ناخوښه دې کوي، بس چې څۀ وي نو هغه ښۀ پۀ مينه خوري او کے کوکۍ پکښې نۀ وي . نن نه اتۀ نهه کلونه وړاندې زمونږ کلي کښې دے او زمونږ دغه افغانان ملګري د شپې ما سره مېلمانۀ شوي وو. د پېښور نه چې مازيګري مهال تخت بائۍ ته ورسېدو نو هلته سټېشن سره خوا کښې د رېل پۀ پاټلۍ غټ کچالان خرڅېدل . مونږ وخوړل او بېتاب صېب ووې چې داسې کچالان مې چرته هم نۀ دي خوړلي . ګرځېدلے سړے دے او دنيا ئې ليدلې خو کېدے شي دا ئې زما د زړۀ ساتلو لپاره وئيلي وي او يا واقعي چې بس مزېدار به وو نو. خواږۀ ئې هم خوښ دي او چې کله ئې پۀ ځان د شوګر شک شوے ؤ نو ډېر خفه ؤ چې د خوږو نه به زړۀ څنګه صبروم .

“د يوولسمې پښتون” د تنقيد لپاره هم يو ځانګړے مقام لري . دا نه چې د نورو پۀ کار تنقيد کوي بلکې پۀ خپل کار د نورو نه زيات تنقيد کوي او کۀ څوک ورته د ډرامې او يا بل څۀ د ليکلو ووائي او پۀ مقرره وخت ئې ترلاسه کړه نو ښۀ پۀ ښۀ ګينې پۀ سبا ئې پکښې بدلون کړے وي يعنې د هېڅ نه، نۀ مطمئن کېږي . او هم دا وجه ده چې ډېړه ښۀ شاعري کولې شي خو بس د خپل بې قراره طبيعت له وجي ئې نۀ کوي .

ګل محمد بېتاب پښتو کښې اېم اے کړې وه او د هغې نه پس ئې پوليس محکمه کښې نوکري شوې وه خو مزاج ئې هغه د اردو دانو خبره چې متلون مزاج غوندې دے نو بس نوکري ئې پرېښوده، کۀ اوسه پورې ئې کوله نو کېدے شي چرته لوے افسر ؤ خو بس خوښه ئې نۀ شوه او مستعفي شو. د خپل ادبي خړپوسو پۀ دور کښې ئې شعر وئيل خو بيا ئې هغې ته هم شا کړه . دې نه پس ئې صحافت ته لاس واچولو او څو کلونه ئې ښۀ د اعلي پائې صحافت وکړو، دې موده کښې ئې مېدان، هېواد، وحدت، او بيا وروستو د اردو اخبارونو لکه صبح وغېره کښې کار کړے دے خو بس دغلته ئې هم زړۀ و نۀ لګېدو او دې نه پس ئې پراجېکټونو ته مخه شوه او تر ننه هم پۀ دغه لار روان دے. اګر چه پۀ ظاهري سترګه ئې د طبيعت دا بې قراري سم کار نۀ ښکاري خو زما خيال دے چې دے چرته د داسې کار پۀ تلاش دے چې د مقصديت سره سره پکښې سکون هم وي ځکه خو نو تنګېږي زر او کله کله خو ئې لوئې لوئې نوکرۍ پرېښې دي . د دې دا مطلب هم نۀ دے چې ګينې د يوولسمې پښتون مستقل مزاجه نۀ دے ځکه چې درې درې کلونه ئې هم پۀ يو يو ځاے کار کړے دے خو ما ته داسې ښکاري چې دے يو څيز هم دائمي نه ګڼي او کېدے شي د تصوف پۀ سلسله کښې روان وي . بهر حال د خپل دې عادت او طبيعت له وجې ئې اکثر لاس تنګ وي خو څۀ پرواه ئې نۀ کوي او د هر څۀ نه بې نيازه غوندې ښکاري، بس دا به ووايو چې پۀ خپله دنيا کښې د خپل سمي بادشاه دے.

چې څنګه ئې تخلص دے هم داسې پرې د دې اثر دے، مزاج کښې ئې بې قراري شته او اظهار ئې هم کوي . لکه انتظار بېخي نۀ شي کولے او دا ئې ما ته يوه لويه خامي ښکاري . چې پۀ کوم وخت ئې درسره د ليدو يا راتلو وعده وکړه نو هم هغه وخت هلته موجود وي او هم دغه شان د نورو نه هم طمع بلکې خپل حق لري چې سړے دې پۀ ټاکلي وخت يو ځاے کښې حاضر وي . ځکه نو زما خو کوشش وي چې د دۀ نه هم مخکښې ورسم خو اکثر سړے د لم لېټ ښکار شي او بس بيا ګيله ضرور کوي بلکې کۀ څوک لېټ شي او يا لېټ کېږي نو ورته ټيلي فون کوي، اول ځان پوهه کړي او کۀ څوک سنجيده نۀ وي نو کۀ د لکهونو کروړنو نقصان ئې هم کېږي خو بس سړي ته ووائي چې “صاحبه، زۀ لاړم ښه، بيا به شي”. هم دغه شان چې ټيلي فون درته وکړي او جواب دې ؤ نۀ کړو نو بس ځان له دې کار وکتو ځکه چې بيا سړي ته خامخا خبرې اوروي . يوه ورځ ئې راته ووئيل چې يو ډېر نزدې ملګري ته مې درې ځله ټيلي فون وکړو خو جواب ئې رانکړو نو بس بيا مې ورته مېسج پرېښودو چې صاحبه درې مياشتو لپاره به زۀ نۀ يم وزګار. اګرچه دا ډېره بده خبره ده چې يو څوک چا ته کال کوي او هغه جواب نۀ ورکوي، بلکې کۀ څوک مصروفه وي نو بيا ورله پکار وي چې وروستو جواب وکړي چې بخښنه غواړم، زۀ وزګار نۀ وم، خو مونږ اکثر داسې نۀ کوو او هم پۀ دې خبره د يوولسمې پښتون سخت بد مني . خو زۀ زړۀ کښې وايم چې دے ځانله هسې زړۀ خوري ځکه چې نن سبا څوک دې خبرو ته وزګار دي . خو بيا وايم چې دے خپله کوم کار نۀ کوي نو هغه د بل لپاره هم نۀ خوښوي او بس دا ټيک کوي . بله خامي چې د دۀ پۀ ذات کښې ماته ښکاري هغه دا ده چې ما غوندې سړي تۀ ئې ښۀ سړيتوب ګران کړے دے. د ملګرتيا، راشه درشه او پښتونولۍ معيار ئې دومره وچت ساتلے چې ما غوندې سړے ورته بس هسې د لرې لرې ګوري . دا خو دنيا ده، څوک به ښۀ وي، څوک به لږ ښۀ وي او څوک به هډو ښۀ نۀ وي خو دلته به ځان هر وخت پۀ اودس کښې ساتې!

زما خوش بختي ده چې د خپلې خوښې دې لیکوال او انسان سره مې پېژندګلوي د یو ملګري په حېث ده. او دا هم راته امتیاز حاصل دے چې زیاتره تکلونه او خاکې ئې ما د چاپ نه مخکښې لوستې دي . دا اعزاز هم راته حاصل دے چې زما کله پۀ صدر کښې کمره وه نو اکثر به مونږ سره شپې ته پاتې کېدو بلکې اکثر به مو په زور هيڅارولو. د مونځ روژې کلک پابند دے او عمره او بيا ئې حج هم کړے دے لکه حاجي دے خو “حاجي صېب” نۀ دے ځکه چې نۀ ئې نمود خوښ دے، نۀ پۀ ځان مئين دے او نۀ رياکار دے، دروغ وائي او نۀ ئې خوښوي . بس پوره “د يوولسمې پښتون” دے.

دا هم ولولئ

اداريه

  چې يوازې يو شے وران ؤ نو مونږ به څۀ نۀ وئيل، چې يو …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *