“باچاخان اوونۍ” – د پرانستې دستورې نه تر اتمانزيو جلسې پورې – ساجد ټکر

د فخر افغان باچاخان او رهبر تحريک خان عبدالولي خان د تلين د مراسمو پۀ مناسبت د روايت ترمخه د پرانستې دستوره سږ کال هم د جنورۍ پۀ شلمه نېټه باچاخان مرکز کښې ترسره شوه. د پرانستې دستورې پېل د عوامي نېشنل ګوند صوبائي صدر اېمل ولي خان پۀ لاسونو ترسره شو. دستوره کښې پۀ ګڼ شمېر کښې مرکزي او صوبائي مشرانو، کارکنانو او د باچاخان سکولونو ماشومانو ګډون وکړو. د غونډې پۀ پېل کښې تلاوت وکړے شو او بيا د “ننګيالے پښتون” سالارانو سلامي وړاندې کړه. د اوونۍ د مراسمو پۀ ترڅ کښې باچاخان مرکز کښې د کتابونو، د باچاخان سکولونو د ماشومانو د لاسو جوړ شوي مصنوعاتو او څپلو سټالونه هم لګولے شوي وو چې د اوونۍ تر وروستۍ ورځې ئې دوام درلود. صوبائي صدر او د باچاخان ټرسټ سي اي او اېمل ولي خان د پرانستې دستورې پسې سم د سټالونو دوره وکړه او دغه شان د پرانستې دستورې وړومبنۍ مرحله ترسره شوه.

لۀ دې وروستو د باچاخان ميډيا سېل ډائرېکټر عمران اشنا چې د نظامت چارې ئې ترسره کولې، ټول مېلمانۀ لوے تالار ته وبلل او د غونډې د دوېمې برخې پېل وشو. لۀ ټولو مخکښې د باچاخان ريسرچ سنتړ لۀ خوا د نويو چاپ شوي کتابونو مخکتنه ترسره شوه. دې کال کښې ريسرچ سنټر ټول دولس کتابونه چاپ کړي دي. د کتابونو مخکتنه پۀ منظمه توګه پۀ سټېج ترسره شوه.

لۀ دې وروستو د باچاخان ريسرچ سنټر ډائرېکټر فضل الرحيم مروت، د باچاخان ايجوکېشنل فاؤنډېشن ډائرېکټر داکټر سهېل خان، د ګوند پخواني صوبائي جنرل سېکرټري، سينيئر سياستدان او قانون پوهـ اېډوکېټ سليم خان لالا، صوبائي جنرل سېکرټري سردار حسېن بابک او صوبائي صدر اېمل ولي خان غونډې ته وېناوې وکړې.

محترم مروت صېب ووئيل چې مونږ خوش بخته يو چې د باچاخان او ولي خان پۀ شان مشران لرو. دا داسې مشران وو چې د تعليم او کتاب پۀ اهميت پوهه وو او غوښتل ئې چې پښتانۀ د تعليم پۀ کاليو ښائسته شي. مروت صېب زياته کړه چې ما لپاره دا ډېره د خوشالۍ خبره ده چې د ټرسټ مشر اېمل ولي خان ما ته اجازت راکړے بلکې زور راباندې راوړي چې مونږ زيات نه زيات کتابونه چاپ کړو. بلکې راته ئې دا هم وئيلي چې کۀ چرې مونږ روزانه کتاب چاپ کولے شو نو چې چاپ کړو.

پۀ خپل وار ډاکټر سهېل صېب ووئيل چې پۀ باچاخان بابا ډېر زيات کار شوے دے او زياته ئې کړه چې تراوسه زما د تحقيق پۀ رڼا کښې پۀ باچاخان ۱۴۹ کتابونه ليکلے شوي دي، شپږ پرې پي اېچ ډيز شوي دي، څلور پرې دستاوېزي فلمونه جوړے کړے شوي دي چې يو ته پۀ کښې اسکر اېوارډ هم ورکړے شوے دے. ډاکټر سهېل د خپلو خبر ترڅنګ ووئيل چې کۀ مونږ د باچاخان بابا کتاب “زما ژوند او جدوجهد” وګورو نو مونږ لپاره پۀ کښې ډېرې زياتې د ګټې او سوچ خبرې دي. وې وئيل چې باچاخان پۀ خپل کتاب کښې د خپل ماشوموالي چې کله ذکر کوي نو د لوبو پۀ اړه چې خبره کوي او کومې لوبې يادوي نو هغه ټولې داسې لوبې دي چې پۀ کښې د اېمپائر يعنې درېمګړي ضرورت نۀ وي.

سليم خان لالا پۀ خپل روايتي انداز کښې د خبرو پېل وکړو او پۀ سر کښې ئې دا ټپه ووئيله چې:

ستا د ښائست ګلونه ډېر دي

جولۍ مې تنګه زۀ به کوم کوم ټولومه

سليم لالا ووئيل چې ولي خان د محکوم قامونو د مبارزې يو ډېر لوے او دروند نوم دے. د دې سيمې سياست د ولي خان د تذکرې نه بغېر بېخي نيمګړے دے. سليم لالا ووئيل چې د ولي خان ډېر ګڼ اړخونه دي او کۀ خبرو ته شي نو پۀ مياشتو مياشتو پرې خبرې کېدې شي خو د وخت لنډوالي پۀ وجه به زۀ دومره ووايم چې هغۀ پۀ ډېر ګنده سياسي ماحول کښې ډېر معتبر کردار ادا کړے او چې نورو خلکو خپلې جولۍ ډکولې نو ولي خان د پارلېمان، جمهوريت، اولسي احترام او اصولو جنګ کولو او هم دغه وجه ده چې ولي خان پۀ ډېر پمن ماحول کښې ډېر پاک سياست کړے دے او خپله لمن ئې د هر قسم داغ نه پاکه ساتلې ده.

لۀ دې وروستو د عوامي نېشنل ګوند صوبائي جنرل سېکرټري سردار حسېن بابک ته د وېنا بلنه ورکړې شوه. بابک صېب ووئيل چې زمونږ سياست، زمونږ نظريه او زمونږ بيانيه واضحه او څرګنده ده. مشکلات هم هغه دي کوم چې پخوا وو. کۀ مونږ يوازې د بابا د تعليم مبارزې ته وګورو نو بې مثاله ده. تاسو وګورئ چې بابا د خپل قام د شعور او روښانه مستقبل لپاره ازادې مدرسې جوړې کړې خو پېرنګي ورته بندونه وهل او پۀ پېسو ئې خلک اخستل او پچموزې به کېدلې چې “سبق د مدرسې وائي… لپاره د پېسې وائي”. خو باچاخان بابا د سبق پۀ اهميت پوهه و نو وروستو کېدو والا نۀ ؤ. بل دا چې د باچاخان او خدائي خدمتګارو هلې ځلې د اسلام د تعليماتو پۀ رڼا کښې وې، هغۀ د علم رڼا خوروله، شعور ئې ورکولو او د خدمت درس ئې عام کولو. خو انګرېز ته د باچاخان دغه مدرسې نۀ وې پکار ځکه چې پوهه خورېده. بابک صېب زياته کړه چې لۀ بده مرغه دلته پۀ څلور اويا کاله کښې جمهوريت رانغے. هم دغه وجه ده چې امن نشته، تعليم نشته، او پرمختګ هم نشته. نن د پارلېمان تضحيک او د سياست سپکاوے کېږي. نن عدالتونه ازادې فېصلې نۀ شي کولې. د رايه د اظهار ازادي نشته. دلته پابندۍ دي. ميډيا ازاده خبره نۀ شي کولې. دلته اثراندازي او دخل اندازي ده. دلته مونږ تجارت هم نۀ شو کولے. لارې بندې دي. يو خوا لارې پرانستې دي او تجارت روان دے او بلخوا لارې بندې دي او زما پښتون قام خوار دے. کۀ پښتانۀ خوارېږي نو خوار دې شي خو لارې به بندې وي.

لۀ دې وروستو د غونډې صدر ښاغلي اېمل ولي خان ته د پاې د خبرو لپاره بلنه ورکړې شوه. اېمل ولي خان د ټولو نه وړاندې د ټولو شکريه ادا کړه او وې وئيل چې نن زمونږ خپلو باباګانو ته د پېرزوئنو ورځ ده او نن پښتنو ته د هر څۀ نه زيات ضرورت د باچاخان بابا د فکر او نظريې دے. زياته ئې کړه چې پښتنو سره څۀ وشو نو دا ورسره د ټولې دنيا پۀ خوښه وشو. نن هم د هاتيانو جنګ دے خو هاتيان پۀ نوي شکل کښې دي. نن هم حالات سخت دي. خو زمونږ مشرانو مونږ ته يوه لار پرېښې ده چې تګ به پرې کوو. خلک لۀ قېدونو وېرېږي خو زمونږ مشرانو به غاړې ورکولې. حالات لا بدل نۀ دي. مونږ وزپلے شو او نن هم مونږ کړکېچنو حالاتو سره مخ يو او ښۀ کلک ورته ولاړ يو. نن زۀ دا وئيل غواړم چې مونږ نۀ وروستو کېدو والا يو او نۀ وېرېدو والا يو. زمونږ ګوند شکر دے چې د باباګونو پۀ سوچ او نظريه روا دے. اېمل ولي خان زياته کړه چې ما ته خلک وائي چې تاسو د رياست سره خبرې ولې نۀ کوئ نو ايا زۀ د باباګانو نظريه پرېږدم. دلته دا هم وئيل غواړم چې زمونږ پۀ سياست کښې د پاکستان سره بېوفائي نشته. بايد مونږ ټول پوهه شو چې جنګ صرف او صرف د وسائلو دے. نن به مونږ حکومت کښې وے خو کۀ د دوي خبره مو منله. دلته خو چور تالان ګډ شوے دے. هغه د بابا خبره چې پېرنګي به کوچ وړل خو شوملې به ئې مونږ ته پرېښودې خو دوي خو ورسره چاټۍ هم وړي. تجارتي لارې راته بندې دي. د اوړو پۀ قحط کښې راته غنم بند کړي. باباګانو او زمونږ مشرانو ټول عمر د خپل قام د وسائلو خبره کړې ده او دوي زمونږ پۀ قدرتي وسائلو زمونږ حق نۀ مني. زما رائلټي نۀ مني. خپله جي اېن فارموله نۀ مني. مونږ ته خو دا هم اجازت او اختيار نشته چې هغه اله ولګوو چې څومره بجلي پنجاب ته ځي. زمونږ د مشرانو سياست د خپلې خاورې د اختيار سياست دے، د خپلې نمړۍ سياست دے او د خپلو بچو د حق سياست دے. زۀ د خپل بابا اسفنديار ولي خان او مشرانو پۀ سياست فخر کوم چې زمونږ حقونو ته ئې ائيني تحفظ ورکړے دے او زۀ ژمنه کوم چې د دې وسائلو به تحفظ کوم. تاسو ته دې دا هم څرګنده وي چې زمونږ مقصد حکومت نه بلکې د بابا نظريه ده. نن وګورئ کنه مسلم ليګ لږ شان د حکومت نه بهر پاتې شو او اوس چغې وهي، ډيلونه کوي ځکه چې وېرېږي چې سياست به ئې ختم شي خو مونږ د نهه کلونو راهسې د حکومت څخه بهر يو خو شکر دے چې د بابا منونکي، خدائي خدمتګاران او کارکنان مونږ سره پۀ مېدان ولاړ دي. دا ولې، دا ځکه چې مونږ نظريه لرو، د بابا لار لرو. زۀ به دلته دا هم ووايم چې کتاب ډېر اهم دے او د ټرسټ لاندې به د کتابونو چاپ جاري وي. دا ټرسټ پۀ کال ۲۰۰۲ کښې جوړ شوے دے او تر اوسه ئې ۸۶ ډېر د کار کتابونه چاپ کړي دي. د دې سره د ټرسټ لاندې د باچاخان سکولونو لړۍ غځولو هلې ځلې هم دوامدارې دي، ورسره خدائي خدمتګار ارګنائزېشن او د انګازې کارونه هم روان دي. پۀ انګازې خلکو خپل تاو وويستو خو چې نيت او اراده کلکه وي نو خداے د انسان مرسته کوي. دې خلکو خبرې وکړې او مونږ کار وکړو او دا تسلسل به د پښتو ژ‌‌بې، ادب، کلتور او پښتون قام د شناخت لپاره جاري وي. لۀ خېره لۀ دې وروستو مونږ اراده لرو چې د پښتو ډرامې، فلم، سټېج وغېره لپاره هم يو پلېټ فارم جوړ کړو. زمونږ نيت روغ دے، دريځ مو سپين دے او عزم مو کلک دے، ګټه به لۀ خېره د بابا د مئينانو او د خدائي خدمتګارو د پتنګانو وي.

د اېمل ولي خان د ګټورو خبرو سره د باچاخان اوونۍ د پرانستې دستوره سر ته ورسېده.

پۀ دوېمه ورځ د باچاخان سکولونو د قابل ماشومانو لۀ خوا د باچاخان مرکز پۀ لوے تالار احمد شاه ابدالي تالار کښې غونډه ترسره شوه چې پۀ کښې تقريرونه او خاکې وړاندې کړے شوې. د تقريب پۀ اختتام د اېمل ولي خان پۀ لاس ماشومانو ته اېوارډونه ورکړے شول.

د اوونۍ پۀ درېمه ورځ د “انګازې” پروډکشن لۀ خوا باباګانو ته د مينې او عقيدت وړاندې کولو لپاره د خوندورې غونډې تابيا شوې وه چې پۀ کښې د دې خاورې ځلنده هنرمندانو د خپل فن مظاهره وکړه.

پۀ څلورمه ورځ د ملګري ليکوالانو لۀ خوا د مشاعرې او سيمينار تابيا شوې وه چې پۀ کښې درې سوه شاعرانو د صوبې ګوټ ګوټ نه برخه واخسته او د شعر پۀ ژبه ئې باباګانو ته د عقيدت ګلونه وړاندې کړل.

پۀ پنځمه ورځ د باچاخان مرکز پۀ لوے تالار کښې د” اعتدال پسندي، انتها پسندي اور خدائي خدمتګاري” د سرخط لاندې د لوے سيمينار تابيا شوې وه چې پۀ کښې اېمل ولي خان، سردار حسېن بابک، جاوېد هاشمي، خواجه اصف، او نامتو صحافي حامد مير او سليم ساپي هم ګډون درلود. وېناوالو د باچاخان او ولي خان انساني او سياسي مبارزې ته درنې پېرزوئنې وړاندې کړې. د پروګرام پۀ اختتام راغلي مېلمنو ته د اېمل ولي خان پۀ لاس د باچاخان او ولي خان کتابونه ډالۍ کړے شول.

پۀ شږمه ورځ دوه لوے پروګرامونه وشول؛ يو پۀ اېګريکلچرل پوهنتون کښې د پي اېس اېف ځوانانو لۀ خوا راجوړ کړے شوے ؤ چې پۀ کښې مرکزي او صوبائي مشرانو ګډون درلود او دوېم لوے پروګرام باچاخان مرکز کښې د خدائي خدمتګار ارګنائزېشن لۀ خوا تابيا کړے شوے ؤ چې پۀ کښې پنځوس پورې د خدائي خدمتګارانو بچو او نمسو ته اېوارډونه ورکړے شول. د دې پروګرام مشر مېمله محترم ميا افتخار حسېن ؤ او هم د هغوي پۀ لاس د خدائي خدمتګارو بچو ته اېوارډونه ورکړے شول. خدائي خدمتګار تنظيم اراده لري چې د خدائي خدمتګارانو د نمانځلو دا لړۍ به دوامداره ساتي او کوشش به کوي چې هر کال ئې ستائي او د خدائي خدمتګارانو د بچو سره تماس کښې وي او خېر خبر ئې اخلي.

د اوونۍ د تقريباتو او غونډو پۀ لړۍ کښې تر ټولو لويه مرحله د شپږيشمتې جنورۍ پۀ اتمانزيو کښې جلسه وه چې د مرکزي سينيئر نائب صدر امير حېدر خان هوتي پۀ مشرۍ کښې ترسره شوه. اېمل ولي خان د کورونا ناروغۍ لۀ وجې پۀ دې جلسه کښې ګډون ونۀ کړے شو. نور ټول مرکزي او صوبائي مشران موجود وو او کارکنان د شمېرې نه وتې وو ځکه چې پۀ اوږد برغ سړک تر لرې لرې صرف د باچاخان مئينان او د ګوند کارکنان پۀ نظر راتلل.

د دې لويې جلسې د نظامت چارې د کلتور صوبائي څانګې سېکتر ډاکټر خادم حسېن ترسره کړې. جلسې ته وېنا والو کښې سردار حسېن بابک، د ګوند بزرګ مشر حاجي غلام احمد بلور، ميا افتخار حسېن او امير حېد خان هوتي شامل وو.

امير حېدر هوتي پۀ خپل تقرير کښې باباګانو ته درنې پېرزوئنې وړاندې کړې او وې وئيل چې دا د باباګانو برکت دے چې نن چارسده کښې هر خوا صرف او صرف يوه سره جهنډا پۀ نظر راځي. د عمران خان پۀ اړه ئې ووئيل چې هغه خلکو ته به ئې چې د نۀ وېرېدو درس ورکولو هغه سړے اوس پۀ خپله وېرېدلے دے او بل بل شان خبرې کوي. زياته ئې کړه چې د بيانونو نه ئې پته لګي چې ورخ ترې اوبو وړے دے. هوتي صېب پۀ جار ووئيل چې عمران خان ملک تباه کړے دے او اوس به يا عمران خان بچ کول وي او يا پاکستان. د سيمې د حالاتو پۀ اړه ئې ووئيل چې نن د دې خطې ټولې مسئلې صرف او صرف د باچاخان بابا د نظريې پۀ زور هوارېدے شي. وې وئيل چې تشدد او زور زياتے د يوې مسئلې هم حل نۀ دے او زياته ئې کړه چې تشدد ملک تباه کړو. هوتي صېب ووئيل چې زمونږ پۀ مشرانو د غدارۍ فتوې ولګېدې خو نن ئې ټوله نړۍ مني. پښتانۀ د څلوېښت کالو نه وژل کېږي او نور پښتانۀ دې ته تيار نۀ دي. وې وئيل چې د کال ۲۰۱۸ ټاکنې يو تور داغ دے. پي ټي ائي ټول ملک ائي اېم اېف ته حواله کړو او غريب ئې تباه کړو. هوتي صېب زياته کړه چې اے اېن پي پۀ مرکز کښې د پښتنو مقدمه ګټلې ده او د شناخت سره سره ئې اتلسم ائيني ترميم او صوبائي خودمختاري هم راوړې ده. خپل تقرير ئې پۀ دې راټول کړو چې دا سفر به د خپلو باباګانو پۀ لار جاري ساتو.

دغه شان د باچاخان اوونۍ دوران چترال نه چمنه غونډې وشوې. بلوچستان کښې د صوبائي صدر اصغر خان اچکزے او سېکتر مابت کاکا پۀ زيار پۀ هرنائي، حب او کوټه کښې لوې جلسې او دستورې وشوې.

هم دغه شان د باچاخان اوونۍ پۀ ټوله نړۍ کښې د پښتنو لۀ خوا ونماځلې شوه.

دا هم ولولئ

د اېمل ولي خان سپين سپېځلے دريځ – ساجد ټکر

نۀ پوهېږو چې ولې مونږ نۀ پوهېږو. چې کوم يو څيز زمونږ د ګتې، زمونږ …