نن درېمه ورځ ده چې ټول لوي واړۀ او زنانه د ټوپکو او شپېلو پۀ زور د کلي منځ مېدان ته راوستلے کېږي. د چا سترګې پۀ توره پټۍ تړلې شوي او ټول پۀ يو پړي د لاسو نه د شا طرفه تړلے شوي داسې ښکاري لکه څاروي چا روان کړي وي او کۀ لږه غوندې هم پښه پۀ مزه کوي نو د شا نه پۀ لته ووهلے شي او پۀ يو غضب ناک اواز کښې ورته ووئيل شي ‘جلدي کرو بېڼ چود! سيدها جاو’ او د لتې سره يا خو د ‘وۍ ادې’ غږ راخېژي يا خالي ‘وۍ’ ـــ چې د دړد څړيکه څو تر اظهاره رارسي نو پۀ اسوېلي بدله شوې وي. دغه سوړ اسوېلے د قليل درې د غرونو د نښترو د شغار سره خور شي او ورک شي لکه چې خداے ته هم نۀ رسي. بل طرف ته بوډاګان پۀ سور نمر ناست د خپلو ځوانانو دغه حشر ويني خو څۀ وکړي، شايد چې د هغوي د پاره د حشر مېدان هم دغه وي کوم چې د هغوي ايمان دے.
درېمه ورځ ده د سحر نه تر ماښامه د قليل درې د خلقو د حشر مېدان لګي خو فرق صرف دومره دے چې د حقيقي حشر مېدان باره کښې دا وئيل کېږي چې ‘هر سړے به پۀ خپله منډه وي؛ د ورور به پۀ ورور ، د پلار پۀ زوي ، د مور پۀ اولاد هېڅ کار نۀ وي، بس خپل غم او خپل ګناهونه به ژاړي او د دې حشر مېدان احساسات بدل دي ۔ دلته هر سړے داسې پاک دے لکه څنګه چې د قدرت غرونه سيندونه او هواګانې پاک دي. دلته د چا هم پۀ ځان پروا نشته، دلته د هر پلار د خپل زوي ټيټ شوي سر ته پۀ سترګو کښې اوښکې دي؛ دا ويني چې لږ ساعت پس به ورله پۀ سټ تمانچه کېږدي او ډز به ترې وباسي .
د قليل درې د کور کور تالاشۍ د سحر نه تر ماښامه کېږي او ماښام چې د حشر مېدان تم شي، دا خلق خپلو کورونو ته راشي نو د کوټې پۀ برګو پورې تړلې د ګل ګل ماشومانو ځانګو هم وړلې شوې وي، ولې چې دغه زانګو کښې ماشومان خوب کوي او پۀ بې غمۍ خوب کول د دې وطن تر ټولو لوے جرم دے. دا ماشومان چې پۀ دې ځانګو کښې اودۀ کېږي نو د دې وطن د استحکام خلاف د جنګ سپاهيان ګڼلے کېږي ـــ د کور د نور سامان خو هېڅ مۀ وايه.
د مېدان بل سر ته د وړې غونډۍ پۀ وېښ کښې د قليل درې ټولې ښځې راټولې دي او ساعت پۀ ساعت پرې يو د خړې وردۍ خاوند راځي او ورته وائي، ‘دهشت ګرد مو څۀ کړل؟’ دغه زنانه خپل مخونه پۀ پړوني پټوي، هېڅ جواب نۀ ورکوي. ځينې زنانه چې تي ته ئې ماشوم اچولے وي، خپل ماشوم د تي نه راجدا کوي او ځان پۀ څادر کښې سموي ولې د تي نه راجدا شوے ماشوم چې پۀ ژړا شي نو د خړې وردۍ خاوند پرې غړمت وکړي، ‘اِسے چپ کرادو’. ځينې مشرانې ښځې د خداے خاطر ورکوي چې مونږه پرېږدئ، تاسو چې څوک ګورئ خو دې مخامخ غر کښې دغه دي ناست دي کنه! تپوس کوونکے دغه جواب لکه چې نۀ اوري.
لږ ساعت کښې د حشر پۀ مېدان کښې د کولال وار شي. دغه کلال سره د خپلو خرو او خچرو راوستے شوے دے ۔ کله پۀ لته ګزار خوري او کله پۀ هغه لخته پۀ کومه چې دے خپل خرۀ چلوي. د دۀ خرۀ هم د دۀ سره دغې د حشر مېدان کښې سزا خوري. پۀ نمر تړلي شوي دي او دغه جرم پرې يادوي چې غر ته ئې دهشت ګردو له اوبۀ خېژولې دي. هغه بار بار خدايه خدايه کوي چې زۀ نۀ يم خبر، ولې د ګزار سره چې پړ مخې پرېوځي نو د ټول حشر مېدان خپل غم او خپله وېره ورکه شي او د کولال پۀ غم اسوېلي کوي.
ټوله ورځ چې د حشر مېدان وچلېدو نو څو سپين روبي مشران راپاڅي، د د وردۍ والا افسرانو ته منت زارۍ کوي چې د لوے اختر مبارکه شپه ده، دا خلق پرېږدئ چې خپلو کورونو ته ځي خو ولې د حشر د مېدان حساب کتاب کوونکي پۀ دې خبرو هېڅ پروا نۀ کوي. لږ ساعت پس چې خلق خپلو تالان شوو کورونو ته لاړل نو پۀ دې خوشحالۍ لاړل چې سبا د لوے اختر ورځ ده، د حشر مېدان به نۀ لګي. سحر چې خلق د نمونځ نه راواپس شول او د څاروو قربانو ته ئې ځان سموۀ نو وليدل ئې چې د قليل درې نه يو طرف ته او بل طرف ته غرونو ته هيلي کاپټرو ګډان کوز کړل.