خبره کۀ د پښتنو پۀ تاريخ شي نو پۀ دې موضوع خو دومره کار شوے دے چې هغه د عبدالرحيم روغاني شعر چې:
شه داخل پۀ دين کښې دومره څومره چې پکار دے
تۀ دومره داخل شوې چې ترې پورې ووتي
کۀ پۀ دغه تاريخ ليکونو نظر وکړو نو زمونږه ډېر ليکوالانو دومره تاريخ ليکلے دے چې پورې ترې وتلي دي. د هغې غټه وجه شايد هم دغه ده چې يا خو دغه ليکوالان د خپلې انا ښکار شوي دي او يا لکه چې د روايت مطابق حکمران طبقې له ئې تاريخ ليکلے وي. زمونږ را روان نسلونو د ”مطالعه پاکستان“ ګيله خو به ځواب شي چې حکمرانې طبقې د پښتون قام د تاریخي حافظې خختمولو د پاره د دوي تاریخ کښې تحریفونه کول او د دوي د اتلانو اصل کردارونه پټولو او د دوي پۀ کردار کشۍ کولو به ئې فکري، مالي او ریاستي مشقت کولو. خو کۀ د خپلو نه ګيله وکړي نو څۀ جواز به لري؟ پۀ دغه لړۍ کښې هسې خو د نعمت الله هروي پلويان ډېر پېدا دي چې لوے لوے، ضخیم او څو څو جلده کتابونه ئې ليکلي دي چې پکښې ئې د پښتنو تاریخونه د شپږ اووۀ زرو کلونو نه پړاو پۀ پړاو پۀ تفصيل سره راخستي دي خو چې کله خبره د پښتنو پۀ قامي تشخص راغلې ده، خبره د برطانیې پۀ ضد د پښتون پۀ پاڅون راغلې ده نو دغلته ئې قلم له څوکه پردي تاريخ پردي نصاب ته اړولې ده او د پښتنو د ازادۍ لوے اوږد تاريخ ئې پۀ ”دو قومي نظريه“ کښې بدل کړے دے. د غېر رسمي او ‘فري لېنس’ تاریخ دانانو نه واخله د اکادیمیک محققینو او د تاریخ دانۍ دعويٰ کوونکو پورې داسې نومونه څرګند دي چې د پېرنګي پۀ ضد د پښتنو د یواځیني قامي غورځنګ ‘خدائي خدمتګار تحریک’ نوم ئې د ‘مجبوریو’ پۀ وجه خپلو کتابونو، مونوګرافونو او تهیسز نه ئې د خدائي خدمتګار عنصر ویستے دے.
د نابیان شوو مجبوریو پۀ جواز دغه تاریخونه خپل اخري تاثر کښې د حاکم قوتونو پۀ مفاد تمامېږي. زما خيال دے چې راتلونکي نسلونه به خامخا دا تپوس کوي چې د پير ماڼکي شريف ‘انګرېز پلوه’ مبارزې ته د ‘غازي’ نوم ورکول کېږي خو ولې پۀ زرګونو مړۀ خدائي خدمتګاران چې ځانونه او مالونه ئې قربان کړل خو د ازادۍ د نعرې نه ورستو نۀ شول ،پۀ هغوي ځان غلے کوي؟ شايد چې دغه نوموړو ‘مؤرخينو’ او ‘څېړنکارانو’ د حال سوچ کړے وي خو د راتلونکو نسلونو هېڅ فکر ئې نۀ وي لرلے. هغوي دا ادراک لکه چې نۀ لرلو چې ‘تاریخ’ د راتلونکو نسلونو نقد ته پرانستے وي.
هم پۀ دغه نوم ورکو خدائي خدمتګارو کښې يوه نامه د ګړيالې (سدهوم مردان) د عبدالمالک استاذ ده چې ټول عمر ئې د خدائي خدمتګار تحريک د سیوري لاندې سختې برداشت کړي او قربانۍ ئې ورکړې دي.
عبدالمالک استاذ چې د مردان د ګړيالې کلي د مولوي احمد کره زېږدلے ؤ، پلار نيکۀ ئې د دېوبند سره وابسته وو او لۀ دې وجې دۀ هم ديني تعليم کړے ؤ. پۀ کلي کښې د ”ملکې استاذ“ پۀ نوم مشهور شوے ؤ. د زېږون د نېټې محتاطه اندازه ئې مونږ دومره ټاکلې شو چې 1895 نه مخکښې زېږېدلے ؤ، ځکه چې د هغۀ ورارۀ ګل اسلام استاذ چې دا واخت د شپېتو نه زيات عمر لري، هغه وائي چې عبدالمالک استاذ پۀ 1955ز خواشاه کښې د اويا کالو پۀ عمر کښې وفات شوے ؤ. هم دغسې پۀ 1950ز کښې ويستے شوے پۀ ‘ګل باغ’ ګړياله کښې يو تصوير کښې هم دے راغلے دے چې د عمر پۀ لحاظ د بوډاوالي پۀ پړاو کښې دے. کۀ دغه وخت ئې عمر مونږه شپېتۀ کلونه هم اچوو نو کم ازکم 1890ء خواشا ئې جوړېږي.
د خدائي خدمتګار تحريک سره د سر نه شريک شوے ؤ. باچاخان چې د سدهوم کومه دوره باندې راغلے ؤ نو دغه وخت 1929ز کښې دے مشرانو کښې ؤ. دغه وخت باچاخان ګړیاله کښې د ازادې مدرسې پرانسته د دۀ د مشر ورور عبدالرشيد پۀ لاس کړې وه. دا دواړه وروڼه پۀ دغه مدرسه کښې والنټئیر استاذان وو چې د کلي مشرانو کشرانو زنانو سړو او ماشومانو ته ئې د باچاخان افکار، د ازادۍ درس ورکوۀ. نن هم دغه مدرسه د عبدالرشيد صاحب د نمسي مولوي اشرف صاحب سره ده چې د کلي لويو وړو ته پکښې ديني درس ورکول کېږي. د ګړيالې کلي پۀ مشران اوس هم د عبدالمالک استاذ د انګرېزانو سره د سخت ژوند واقعات بيانوي چې دا زمونږه د برصغير د ازادۍ اتلان دي خو ولې تاريخ وخوړل. ډېره موده ئې جېلونه خوړلي دي، کورونه ئې ړنګ شوي دي، فصلونه ئې ورته خراب کړي دي خو ولې عبدالمالک استاذ د خپلې لارې نه اوړېدلے نۀ دے.
وائي چې يوه ورځ ورکره چاپه ووهلې شوه، پۀ کور ئې د انګرېز استعمار پوليس راغلل او د دوي پۀ کوټه دننه ودرېدل. اول ئې دوي ته پۀ رضا ووې چې تاسو دا نعرې مۀ وهئ چې ”باچاخان زنده اباد“ ”انقلاب زنده اباد“؛ خو دوي ونۀ ومنل. نو صوبېدار ورله د ټوپک پۀ شپېلۍ د کوټې د المارۍ نه لوښے رارتاو کړو او ورته ئې ووئيل چې سم شه ګنې دا ټولي لوښي درته زمکې ته راچوم. عبدالمالک استاذ ورمخکښې شو او د خپلې کوټې ټول لوښي ئې زمکې ته پۀ يو درز ګوزار کړل او صوبېدار ته ئې ووئيل، ‘ماتول داسې کوه! خو کۀ تۀ زما دا کور هم غواړې زۀ ئې درته راغورځوم خو د ”باچاخان زنده باد“ ”انقلاب زنده باد“ نه نۀ قلارېږم.
هم دغسې پۀ سکول کښې د استاذۍ پۀ وجه او وروستو د تقسيم نه پس مسلم ليګي حکومت پرې هم جېلونه وهل ټکول تېر کړي دي. هم دغه عبدالمالک ؤ چې انګرېزانو ورله پښو ته پړے واچوۀ او پۀ ګړياله کلي کښې ئې پۀ وهلو ټکولو راحصار کړے ؤ. دغه دوران دۀ ته پته ولګېده چې د دوي پۀ کور کښې د دۀ ورارۀ وزېږدو. وئيلے شي چې دۀ هم پۀ دغه حالت کښې چغې کړې،
‘اوس مې مړ کړئ! پروا مې نشته ځکه چې بل عبدالمالک پېدا شو.’