د مولانا صوفي محمد د نوې مرکې پهٔ متن یو تاثر – سجاد ژوندون

پۀ سوات کښې د ترهګرۍ جاکړ پۀ نیمه شپه قدرتي نۀ ؤ راغلے، پښتنو ته به یاد شي چې د اېم اېم اے دور کښې به ‘تور پټکي’ راووتل او شریعت به ئې غوښتو. څۀ وخت پس به ورسره د اېم اېم اے ‘منتخب’ نمائندګانو د ‘صوبه سرحد’ او ‘وفاق’ پۀ نمائندګۍ ‘مذاکرات’ وکړل او دغه به ‘کامیاب’ شول ـــ دغه کټوۍ جوش ووهۀ.

ياده دې وي چې هر کله پۀ سوات کښې د ترهګرۍ لمبې راپورته شوې، کورونه نړېدل، سرونه پرېکېدل، عزتونه نېلامېدل او اولسونه پۀ يوه پښه لۀ ملاکنډ ډوېژن، سوات او خوا شا علاقو نه بې کوره کېدل او راتلل پۀ مېداني علاقو کښې لکه د خانه بدوشو پۀ وچه ډاګه مېشته کېدل نو د دغې هر څۀ يوه وجه هم دغه وه چې پښتانۀ ټول وطن يو وار بيا د مذهب پۀ نوم جنګ سره مخ کول وو. د ترهګرۍ دانه د ګړدې پښتونخوا پۀ خاوره ونوستې شوه او پۀ ډېر لږ وخت کښې ئې ټوله پښتونخوا ”زنځير زنځير، څوکۍ څوکۍ ، پاټک پاټک “ کړه.

د دې ټول فلم د پاره د ډېرو کلونو نه هغوي ځان ته خپل محسوس خلق ساتلي وو چې يو پکښې نوموړے مولانا صوفي محمد هم ؤ او د چا پۀ ‘برکت’ اوس هم دے. مولانا صوفي محمد چې يو وخت کښې ئې د افغانستان پۀ جهاد کښې لوے نوم درلود، خپلې مدرسې ئې هم دې د پاره ساتلې چې کله هم افغانستان ته د امريکې د پاره جهاد ته د خلقو لېږلو ضرورت پېښ شوے دے نو لکه د پنج پير، د جماعت اسلامي، د اکوړي جامعه حقاني د مدرسو صوفي محمد هم خپل کردار لوبولے او د خپلو مدرسو فارغ التحصيل ئې ټوپک پۀ لاس افغانستان ته استولي دي.ــ خو چې کله يو چا ته د پښتونخوا پۀ خاوره د جهاد او د شريعت ضرورت پېښ شوے دے نو مولانا صوفي محمد تر ټولو اول د پاکستان جمهوري حکومت کافر ګرځولے دے او د خپل شريعت اعلان ئې پۀ ملاکنډ ډوېژن کښې پورته کړے دے. د دې اواز پۀ شا ډېر مقصدونه وو خو لوے مقصد ئې لکه څنګه چې ما بره بيان کړو.

پۀ سوات کښې پۀ ډېره لږه موده کښې جنګ راولاړ هم شو او ختم هم شو. بلها زيان د پښتنې خاورې وشو. د شريعت پۀ شا چې د چا کوم اصلي مقصد ؤ، هغه سر ته ورسېدو. د دغې جنګ اصلي وارثان صوفي محمد چې بوډا شوے ؤ، نور ئې د سکرپټ لاندې ژوند نۀ شو تېرولے نو خپل بوډا والے ئې پۀ ارام سره اے کلاس جېل ته وقف کړو. داسې جېل چرته چې ملزم ته د کور نه هم ښۀ سهولت ورکول کېږي. خو و لې د هغۀ نازولے زوم لا هاغسې د يو سکرپټ د لاندې ژوند کوي. پته نۀ چې پۀ کومه څوکۍ کښې دے، کوم غار کښې دے يا پۀ کوم ښار کښې دے؛ خو سلامت ناست دے. د صوفي محمد زوم لکه چې د یو ‘لوے طاقت’ زوم وي، خپله لور ‘ترهګري’ کونډه کېدو ته نۀ ورکوي. د پاکستان د پوځ د لاس نه ‘ووتو’، د افغانستان د پوځ پرې ‘وس’ نۀ رسي، د امریکې پوځ له پۀ لاس نۀ ‘ورځي’.

تېره میاشت مولانا صوفي محمد د اے کلاس جېل نه رها کړے شو حالانکې د سوات بونېر پۀ لکهونو وران شوي کورونه خو هم د دې سړي پۀ سر وو. هغه زرګونو مېندې خوېندې لوڼه چې د مولانا صوفي محمد لۀ خوا پۀ سوات کښې د بل شوي اور نه پس د ترهګرۍ خلاف اپرېشن یا د ترهګرۍ پۀ تور ورک او مړۀ دي، څۀ درک ئې نۀ لګي او وارثان ئې د د وېرې غږ نۀ شي کولے، خو ولې پۀ سکرپټ کښې چې دے پاک ؤ نو لۀ پاکستاني عدالته هم پاک ثابت شو. پۀ نورلسمه جنورۍ چې دۀ د ايکسپرس ټي وي سره کومه مرکه کړې ده، هغې ډېر سوالونه رامخې ته کړي دي.

يو سوال دا چې مولانا صوفي محمد او د هغۀ اولاد چې ټول عمر چا ته پۀ خپلو تقريرونو کښي د ”پاک پوځ“ پۀ ځاے ”ناپاک پوځ“ وئيلي دي او د دوي خلاف ئې وسله واله مبارزه وړاندې کړې، نن وائي چې کۀ دا پوځ نۀ وے نو پاکستان به ختم شوے ؤ. زۀ پۀ دې بحث کښې نۀ پرېوځم چې د مولانا صوفي محمد پۀ موقف کښې دا دومره لوے بدلون څنګه او کومو حالاتو راوستو، خو زۀ دا خبره ډيره پۀ تشويش سره کوم چې اخر داسې کومه مجبوري مولانا صوفي محمد ته پۀ اخره کښې پېښه شوه چې پۀ ګراسي ګراونډ کښې د ریاست خلاف د هغۀ د کفر فتويٰ چې پۀ زرګونو پښتنو د قتلِ عام د جواز د پاره پېش کېدله، باندې هډو خبره ونۀ شوه. مولانا صوفي محمد پۀ خپلو خبرو کښې دا خبره هم کوي چې فضل الله کافر دے، خوارج دے ـــ نو ايا پۀ کوم وخت کښې چې هغه د افغانستان د پاره جنګېدو نو هغه وخت خوارج نۀ ؤ؟ د فضل الله ذهن سازي خو مولانا صوفي محمد کړې ده. خو نن د سکرپټ تر مخه هغۀ ته خوارج ووئيل شو. مولانا صوفي محمد دا هم ووئيل چې جهاد يا شريعت هله فرض کېږي کله چې د ملک حاکم وغواړي ـــ خو دلته دا خبره نۀ ده سپينه شوې چې د ملک حاکم د اوولس کروړه اولس ټاکلے وزير اعظم وي کۀ بل څوک؟ ځکه چې پۀ پاکستان کښې دننه اويا کلونو کښې دا خبره نۀ ده سپينه چې د دې ملک حاکم څوک دے )اګر کۀ ائین کښې حاکمیت اعليٰ صرف الله د پاره د بیان تر حده ساتلے شوے خو عملاً حاکمیت د جرنېل او مُلا دے(. بله خبره د ملاله يوسفزۍ پۀ حواله هم وشوه چې پۀ هغې حمله کوونکي کافر دي، نو زما پۀ خيال چې د جماعت اسلامي لۀ خوا پۀ ملاله کوم تورونه لګول کېږي او د هغې کوم مخالفت پۀ دې وطن کښې روان دے، هغه پۀ ملاله د حملې نه زيات حطرناک دي. خو د مولانا صوفي محمد دا خبره هم دغه تاثر ورکوي چې جماعت اسلامي واله يا پۀ ملاله حمله کوونکي خوارج يا کافر دي. صوفي محمد چې د کوم شريعت غوښتنه ښائي، کومه چې هغۀ کړې وه، هغه څۀ پۀ دا ډول ده چې هر څۀ دې پۀ خپل حالت وي، صرف فېصلې دې قاضيان کوي. خو ولې کله چې پۀ پښتونخوا کښې د عوامي نېشنل پارټۍ حکومت ؤ نو دا فېصله د ګوند لۀ خوا پۀ مذاکراتو کښې دوي سره منلې شوې وه. خو هر کله چې د شريعت خبره ومنلې شوه نو دې سره مسئله ختمېده او د فلم ليکونکي چې کوم منطقي انجام ؤ، هغې کښې سسپنس ته زيان رسېدو. لۀ دې وجې د سکرپټ مطابق د دغې شريعت د پاسه خلق تنګ کړے شول، فېصلې د قاضيانو پۀ ځاے چوکونو ته راغلې او هر سحر به څوک ځوړند مړ پروت ؤ.

د سوات د سیمې کنډر کنډر کورونه، د سوات پۀ لاره کښې بې شمېره چاوڼۍ چې د دغه فطري ښکلا لیدو د پاره سېلګرو ته پۀ یو لحاظ ‘آگے خطره هے’ سائن بورډ دے، سوات کښې د امن سره مینه لرونکي زرګا خلق، پۀ لکهونو کډوال او د مرګ پۀ برید ولاړ ژوند هېر کړئ ـــ د صوفي محمد ائینه کښې احسان الله احسان ته ګورئ ـــ دې ته وائي ‘وقفه’ ـــ دې مخصوصه وقفه کښې پۀ مملکتِ خداداد کښې حافظې زاړۀ تصویرونه ډیلیټ او نوي ‘اپلوډ’ کړي ـــ لکه څنګه چې نن مولانا صوفي محمد سپین باز دے، سبا به احسان الله احسان سپین باز وي ـــ

پۀ دې منځ کښې د پښتون وطن وران تصویر د رحمت شاه سائل د کومې سندرې تشریح ښکاري ـــ پۀ دې منځ کښې د پښتنو وینه پۀ ګرد او خاوره کښې ورک شوے بې قیمته غوندې څیز دے. دا ټولې خبرې حقیقتونه، د احسان الله احسان قېد او د مولانا صوفي محمد د خوشي کېدو خبره چې راواخلو نو نېشنل اېکشن پلان ته حېران شو.

دا هم ولولئ

‘خدائي خدمتګاران’ بل عبدالمالک پېدا شو – سجاد ژوندون

خبره کۀ د پښتنو پۀ تاريخ شي نو پۀ دې موضوع خو دومره کار شوے …